د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دانش انګليسي- پښتو ژورناليستي قاموس

09.02.2008 02:00

د كتاب نوم: دانش انګليسي- پښتو ژورناليستي قاموس
ليكوال: عصمت څاروان
مخونه: 602
خپرندوى: دانش خپرندويه ټولنه
دانش انګليسي – پښتو ژورناليستي قاموس د ځوان ليكوال ښاغلي عصمت څاروان ګټور اثر دى، چې د خپراوي وياړ يې دانش خپرندويې ټولنې تر لاسه كړى.
ژورنالستي قاموس ښاغلي څاروان د ژورنالېزم په ډګر كې د ډېرو كلونو عملي كارونو په رڼا كې ليكلى او د ژورنالېزم مينه والو لوستوالو ته يې وړاندې كوي.
د ژورنالېزم دا قاموس د شلو زرو په شاوخوا كې وييونه )لغات( لري او په څنګ كې يې د همدغو وييونو ځينې برخې په جملو كې هم كارول شوې.
ليكوال د ژورناليستي قاموس د ليكنې د اهميت په اړه وايي:
"په نننۍ نړۍ كې رسنۍ او ژورنالېزم فوق العاده اهميت لري. تاسې كه انټرنيټ لرئ؛ نو په سلګونو او زرګونو ورځپاڼې لوستلى شئ، چې د ګڼو ژبه يې انګليسي ده. دغه راز كه د يوې لرې پرتې غرنۍ سيمې په يوه ګوښه كې اوسئ او د سل دوه سوو افغانيو يوه وړه راډيو درسره وي؛ نو بيا به هم _كه د انګليسي په ژورناليستي ژبه پوه شئ_ له نړۍ بېل نه ياست".
د ژورنالستي قاموس د چاپ زيار ښاغلي مجيب الرحمن انګار ګاللى او د كتاب ټول پروف يې ټكى پر ټكي كتلي او كمپيوټري تېروتنې يې پكې سمې كړې.
ښاغلى مجيب الرحمن انګار د ژورناليستي قاموس په اړه د خپلې څلور مخيزې ليكنې په يوه برخه كې وايي:
"څو ګوتشمېر كلونه كېږي، چې  پښتني ټولنه هم د نړيوال كلي په بريدونو كې راګېر شوې ده؛ خو ددې ټولنې پر ژبني رپاند بيرغ باندې د ننګ او مېړانې پر څو سندرو سربېره، چې اوسمهال يې خلك بېځايه لاپې او باټي بولي د زلفو، خالونو، اوږدو وروځو او ځورځو سترګو له ستايلو پرته نور څه نه معلومېدل؛ خو په دې كلي كې اوس څوك زلفې نه پرېږدي، دلته نجونې سرونه خريي، وروځې وباسي او خالونه خو هغه د چا خبره د پېريانو او بدمرغه ارواګانو نخښې بولي؛ نو پښتني ټولنه دې بې نياوه او كركجن خريدار له نويو ننګونو سره مخامخ كړې ده.
اوس نو پښتني ټولنې او پښتو ژبې ته دوه لارې ورپاتې دي يا خو به له كاروان سره سم ځغل كوي او د كلي هر دود ته به د خپلو ارزښتونو په رڼا كې د هركلي سر ښوروي او يا به هم د وخت له چټك بهير سره د خپلې نېستۍ او له مېنځه تلو ساندې بولي.
له ښه مرغه ځينې ويښ او پخپل كولتور او هېواد مَېن پښتانه ډېر رښتې ته ځير دي او شپه ورځ هڅه كوي، چې له نړيوال يون څخه شاته پاتې نه شي؛ نو ددې لپاره زيار باسي، چې د پوهنې له ډګر سره پښتو ژبه پخلا او روږدې كړي، چې ژوندى مثال يې د ښاغلي عصمت څاروان دغه ژورناليستي قاموس دى".
ژورناليستي قاموس د A.B.C په ترتيب اوډل شوى او د ووينو پيدا كول يې خورا اسان دي.
دغه راز ټول وييونه او معناوې يې په چوكاټونه (Tables) كې د وييونو د جلاوالي په پار ليكل شوې.
د يادونې وړ ده، چې دانش خپرندويې ټولنې دا قاموس په جرمني كې د نوي افغانستان د جوړېدو د )260( نړيوال جشن په وياړ د چاپ په ګاڼه سينګار كړى.
ژورناليستان او د ژورنالېزم مينه وال لوستوال دې دانش انګليسي – پښتو ژورناليستي قاموس واخلي، ودې يې لولي او خپل لوستنۍ مينه دې پرې خړوبه كړي.