د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ازادو رسنیو ( مطبوعاتو ) نظریه The liberation theory of press

یحیی یعقوبي 27.09.2007 03:00
کله چې د لمړي ځل لپاره (( جان ګوتنبرګ الماني)) په ۱۴۵۰ میلادي کال کې د چاپ ماشین د المان په ماینز ښار کې په ابتدایی بڼه اختراع کړ ، نو هغه نه پوهیده چې دغه کار به په راتلونکي کې څه انقلاب رامنځ ته کړي. خو د وخت په تیریدو سره دغه ماشین پرمختګ وکړ او د ورځپاڼو د چاپ او زیاتوالي ستره وسیله وګرځیده .
خو بیا هم ورځپاڼو په لمړیو وختونو کې هغه ارزښت نه درلود کوم چې په ورستیو پیړیو کې او په ځانګړي توګه په اتلسمه میلادي پیړﺉ کې د خپلواکﺉ او ازادو نظریو په منځ ته راتګ سره یی پیدا کړ .
تر دغې نظریې وړاندې رسنﺉ د ځان غوښتونکو حاکمانو له خوا د هغوې د سیاسي موخو لپاره کارول کیدې ، او هیچا حق نه درلود چې د دولت نیمګړتیاوو ته دې ګوته ونیسي ، او نیوکه دې وکړي . تر دې چې عام وګړو په سیاسي مسایلو د خبریدو حق هم نه درلود .
خو له نیکه مرغه چې د شپاړسمې او اولسمې میلادي پیړﺉ په دوران کې د ساینس او جغرافې د پرمختګ سره سره ځینو ازادي خوښوونکو د دیکتاتوري نظام په خلاف غږ پورته کړ ، او د نظام د بدلون هڅې پیل شوې . دغه ډله پوهان د رسنیو په برخه کې هم د ازادو رسنیو د نظریی وړاندیز وکړ ، او غوښتل یی چې مطبوعاتو ته باید بشپړه خپلواکي ورکړل شي ، تر څو په سمه توګه وکولی شي د حکومت د چارو څارنه وکړي .
همدغه وخت وو چې مشهور انګلیس لیکوال جان میلتون د ((اریوپاکتیګا )) په نامه خپل غوره اثر په ۹۰ مخونو کې پرته له کومې مخکنﺉ اجازې چاپ کړ ، چې نوموړی کتاب د استبداد ضد لمړنی اثر ګڼل کیږي.
تر دې وروسته د مشهور لیکوال(( جان لاک)) اثر د انګستان او امریکا د نوي ډیموکراتیکو نظریو بنسټ وګرځید ، چې د هغه په اند د حکومتونو له خوا د قدرت تطبیقول د ځان غوښتنې ښکارندوې دی ، او د طبیعت د قانونو خلاف کار دی . نو باید د حکومتونو واک او قدرت یواځې او یواځې د عامه وګړو او ټولنې په خدمت کې وي ، او د خلکو د هوسا او خپلواک ژوند لپاره وکارول شي . چې د دې کار لپاره رسنیو ته باید ځانګړی ارزښت او خپلواکي ورکړل شي .
په۱۸ میلادي پیړﺉ کې ستر ژورنالست او پیاوړی انګلیسي سیاستمدار جان اسټیورټ میل د خپلواکﺉ په اړه وویل چې (( خپلواکي په دې مانا دی چې هر بالغ انسان دې باید حق ولري هر څنګه چې غواړي فکر او عمل دې وکړي او د دغې ازادﺉ حدود هومره وي چې د نورو خپلواکﺉ ته دې زیان ونه رسوي )) .
همدا وو چې وروسته تر دوې نورو متفکرینو او روڼ اندو د هغوې په پلونو پل کیښود چې په پایله کې نړیوالې ټولنې د دوې د دغو لاسته راوړنو په مرسته خپلو ارزښتمنو اهدافو ته ورسیدل .
د ازادو رسنیو د نظریی بنسټ د دولت د کړنو څارنه د خلکو له خوا تشکیلوي ، ځکه چې رسنﺉ د ټولنې په استازیتوب د دولت په چارو باندې د ناظر دنده تر سره کوي . او د دې امکان برابروي چې په ټولنه کې رییس ، والي ، وزیر او یا ولسمشر د خلکو له نظره پټ څه کوي ، او همدارنګه د خلکو د ستونزو څخه حاکم نظامونه په بشپړ ډول خبروي ، او هغوې اړ باسي چې د دغو ستونزو د حل غم وخوري ، نو په دې توګه رسنﺉ د دولت او خلکو تر منځه د پل حیثیت غوره کوي .
د بلې خوا نه د دغې نظریی په اساس رسنی مسولیت لري چې خلک دې ته متوجه کړي چې ظلم څه شی دی ، او د حق غوښتل څه ته وایي . ځکه چې رسنی د هغه تعجب لرونکي ځواک له مخې چې لري یی کولی شي د نړﺉ په ګوټ ګوټ کې د مختلفو ټولنو او خلکو فکر او اند د یوې مسلې په اړه سره یو کړي .
همدارنګه د ازادو رسنیو د نظریی له مخې مطبوعات اړ وي چې ټولنې ته وخت نا وخته کره معلومات وړاندې کړي .تر څو د خلکو د سیاسي ، او اجتماعي شعور کچه لوړه کړي ، لکه چې مشهور ژورنالست (( ایرک هوجنس )) وایی چې ژورنالیزم په دیانتدارﺉ او هوښیارﺉ له یوه ځای څخه بل ځای ته خلکو ته د رښتني معلوماتو وړاندې کول دي .
لنډه دا چې د دغې نظریی له مخې د دولت له خوا د رسنیو څارل په کلکه غندل شوې او په ځای یی د دولت څخه غواړي تر څو د خلکو نظریو ، عقیدو او افکارو د بیانولو لپاره مناسبه فضا رامنځ ته کړي . نو ځکه خو د بشر د حقوقو په نړیواله اعلامیه کې هم د مطبوعاتو د ازادﺉ یادونه شوې او په ۱۹ ماده کې راغلي چې :(( هر څوک د بیان د ازادﺉ حق لري ، چې کولی شي د خپلې نظریی څخه هیڅ ډار او ویره ونلري او د اطلاعاتو او افکارو په لاس ته راوړلو او خپرولو کې د هرې ممکنې وسیلې څخه ګټه واخلي .)).
خو هغه څه چې په دې نظریه کې باید ورته غور وشي ، او ژورنالستان ترې ډډه وکړي هغه د خلکو او د هغوې د عقایدو او مختلفو ارزښتونو د سپکاوي څخه د ځان ساتنه ، د هیواد د ویاړونو درناوی او د هیواد د فاع په خاطر د پټو اسرارو نه خپرول دي .