د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتانه هنرمندان

حاجي نصير ستوری 19.09.2007 04:00

« پښتانه هنرمندان » (لومړى ټوك)  چاپ  شو

په دغه کتاب کې د حاجي نصیر ستوري له خوا د یوشمیر پښتنو هنرمندانو ژوند ليکونه  او په زړه پورې مالومات راټول شوي دي. داکتاب  د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا خپور شوی او د چاپ چار ې يې دانش خپروندویې ټولنې تخينکي څانګې  تر سره کړي. نصیر ستوري د سريزې په یوه برښه کې د ټولو پښتنو هنرمندانو او فنكارانو څخه هيله او غوښتنه كړې، چې خپلې لنډې پېژندګلوۍ، نظرونه او د پښتني كلتور د ودې او پرمختيا لپاره وړانديزونه د خپل انځور سره  یوځای په لاندينۍ ورولېږي، ترڅو د (پښتانه هنرمندان) نور ټوكونه چاپ او پښتني كلتور په دغه ارزښتناكه شتمنۍ غني او د تاريخ پاڼې پرې زرينې شي.
اميد دى چې پښتانه هنرمندان به د نوي طرزونو او كمپوزونو په نوښت سره د هنر او فن ځولۍ نوره لا درنه او بډايه كړي. اوس دا تاسې او دا هم ستاسې (پښتانه هنرمندان) لومړى ټوك او د نورو ټوكونو د بشپړتيا په هيله.
 Nasir Stori
KIEBITZWEG 12
50389 Wesseling
Grmany
Fax: 0049-2236-841930
Tel:  0094-2236-8705073
nasirstori@web.de ; psdp@gmx.net

د دغه کتاب سرليكونه یی پدی ډول دي : سريزه ، استاد خيال محمد ، استاد شاه ولي ، استاد ګلزار عالم ، استاد بختيار ، ماس خان وصال ، شاه ځوان منور ، مېرمن ګلشن ، بريالى صمدي ،مېرمن هما (مينه افغان) ، كبير اميري ، كمين ګل حېرت ، استاد يار محمد عليزى ، ماسټر علي حيدر ، سېدا ګل مينا
بشپړ کتاب په PDF کې لوستلی شئ
http://www.pashtoonkhwa.com/files/books/PakhtanaHonarmandan.pdf