د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مينه قرباني غواړي!!!

محمد کبير متقي 15.09.2007 04:00

د ټيليفون غوږۍ مې په کړنګېدو شوه، چې راپورته مې کړ نو د هدايت نوم د غوږۍ پرمخ ځان ښکاره کاوه، چې په هرات کې کار کوي او د اوکې کولو وروسته مې روغبړ ورسره وکړ، چې په لومړي سر کې يې راته وويلې: اوسمهال په کابل ښار کې د پسرلي ورځې اوشپې دي غواړم دڅو ورځو لپاره له خیره کابل ته درشم او دغلته به څو ورځې ښې په خوښۍ او عیش باندې تیرې کړو نوماهم ورته وویل ښه خبره ده زما به هم ساعت درسره تیرشي او زه هم په دې شپو او ورځوکې څه خاص کار نه لرم ترڅو ورځو وروسته هدایت بیا راته ټیلیفون وکړ چې ملګريه! سهار په خیر سره نیت لرم چې کابل ته درشم ما ورته وویل یو څه احتیا‌‌‌‌ط کوه چې دکابل او هرات دلويې لارې امنيت ښه نه دی خیر خو ورځ تیره شوه سبا مازدېګر یې ټیلیفون راته وکړ چې زه خوپه کمپنۍ کې له موټر څخه کوز شوم اوس ستاسو د کوټې ادرس راسره نشته ما ورته وویل دادی زه به اوس حرکت در وکړم له کوټې څخه راکوز شوم پرسړک مې د انتظار له درده خوږې شېبې تېرولې، چې يوه زړه ټکسي راغله لاس مې ورکړ ټکسي ودریده او د بيعې د خلاصولو وروسته موټر ته ورپورته شوم، ټکسي په مزه مزه روانه وه، ډېره تېزه په دې نه شوه تللی يو خو خپله ټکسي زړه وه او بله دا چې د کابل سړکونه خو تاسو ته معلوم دي، چې څوک پرې له يوه ځايه بل ځای ته لاړ شي نو د ملا تکليف ورته پيدا کيږي، په تېره خو د (کوټه سنګي) او (کمپنۍ) سړک، چې کلونه وشول تر اوسه يې توبه نه ده قبوله شوې او هماغسې په وېړه خوله باندې فريادونه کوي، خو خيرسر به مو څه درخوږوم، کمپنۍ ته له رسیدو سره مې يوې اوبلې خواته مې سترګو د هدايت پسې سترګو څار پيل کړ، چې تر سترګو مې يو ډېر منظم او هغه د اوسنيو وګړو خبره ډېر (لوکس) کس شو، چې ښه مې د سترګو څارل نور هم دقيق کړل، همدغه زما ملګری وو، له ځان سره حيران شوم، چې ده په ځان باندې څومره ګوتې وهلې دي، خو خير ورنږدې شوم، په لوړه غږ يې راغږ کړ، اې.....!!! د يو بل سره غاړه غړۍ شو، جوړ په خیر مو سره وکول په چکرچکر دکوټې پرلور رارون یو پر لاره مې ملګري د ګرځنده لرغږو (ټيليفوني) کمپنيو ډېر صفت راته وکړ چې فلانکۍ ډېر ښه کمپنۍ ده اود شپې له ۱۱بجو بیا دسهار تر۷ بجو پورې یوه نېمه افغانۍ لګښت لري اوسړی ښه په آسانه ډول له دوستانو سره خبرې اترې کولی شي . اوس مې دټیلیفون له لارې نور دوستان هم پیدا کړي دي. ما پوښتنه ورڅخه وکړه ملګريه! کوژده خوبه دې نه وي کړي ملګري مې راته وویل نه کوژده به څه کوم ډیر جنجالونه لري یوه نجلۍ مې د ټیلیفون له لارې انډیواله کړیده. ما يوځل بيا پوښتنه ورڅخه وکړه نجلۍ دې چیرې انډیواله کړیده ملګري په ځواب کې راته وویل په ښکلي کابل کې مې انډیواله کړیده نو کیدای شي په راتلونکو څو ورځو کې ورسره وګورم خو خیر په هر صورت کېسې مو سره کولې چې کوټې ته راورسیدو ورمې پرانست ملګري ته مې وويل ته بالښت ته څنګ ولګوه زه به شنې چای تیارې کړم څو شېبې وروسته مې چای تیارې کړې او په څښلو يې بوخت شوو دهغه په د لرغږي غوږۍ ټيليفون) ته هر ګړې مسکالونه راځي ما ورڅخه پوښتنه وکړه چې دا څوک دی هغه راته وویل دا هغه نجلۍ ده چې زما انډیواله ده، د همدې په ويلو سره يې د خپل لرغږي غوږۍ راپورته کړه او په هماغه شمېره يې ورته زنګ وواهه ورته وې ویل چې زه په کابل کې يم کیدای شي څوورځې وروسته به ستاسو سره وګورم نجلۍ هم ورسره ژمنه وکړه چې ښه ده خیر دوه درې ورځې هاخوا دېخوا په چکرچکر تیرې شوې بله ورځ بیا سره په يوه بنډار کې ناست یو، چې د ملګري ټیلیفون ته مې مسکالونه راځي، ده بېرته ورته زنګ وواهه، زما سره يې د خبرو لړۍ وشکوله او د خپلې محبوبې سره يې د مينې خبرې پيل کړې، ماته يې وويلې ته ودرېږه چې زه يې د لوړ غوږي تڼی ووهم، چې ته يې هم د خواږه غږ نه خوند واخلې، په همدې صورت نجلۍ ورته وويل زما په اند چې بې وعدې شوی يې ، ملګري مې په ډېر عاجزانه انداز کې وويل نه نه خدای دې نکړي يو ځل خو ضروري درسره ګورم په دې وخت کې زما د ملګري دټليفون کارت ختم شو ،چې په زړه يې د هغې خبرې هماغسې داغ پاتې شوې او په اخوا او دېخوا په کتلو سره يې څه دلاسه ونه شول، د خپل لرغږي غوږۍ يې له ځمکې وويشته او ماته يې مخ راواړولو چې ګرانه دابه دې په ما ډېر احسان وي که يو کريدت کارت دې راله په چابکی سره راورسولو ځکه چې زما په جېب کې خويوه انه هم نشته دی .
زما تر راتګه هدايت (زما ملګری) په سوچونو کې ډوب ؤ ، کله مې چې کارت ورله راورسولو په ډېرې بيړې سره يې کارت خپل لرغږي ته يې ورداخل کړ ، او نجلۍ سره يې اړيکه ټينګه کړله ورته يې وويل((خوږې بخښنه غواړم دشبکې دخرابيدوله امله اړيکه غوڅه شوه )) اوپه ډيره پسته ژبه يې ورسره دځای ټاکلو خبرې کولې ((هو هو حتماً حتماً به سبا په ۹ بجو د نوي ښارپه پارک کې سره وګورو .)) په دې وخت کې نجلۍ هدايت ته وويل چې اوس خويوکارت راته راوليږه چې پاکستان ته زنګ وهم اوخپلې خورسره خبرې کوم ،هدايت ورته وويل زه سباته درځم اوهلته به له ځانه سره کارت هم دروړم . هدايت حيران ګوري چې زه اوس څه وکړم سبا ته مې دانډيوالې سره وعده ايښې ده اوله ماسره ديوې روپۍ درک هم نشته په دې حال کې حدايت په سوچونو کې ډوب شو او د خيال پلو د خوږو څپو په پيلولو سره يې بالښت ته ډه ډه ووهله، نه پوهېږم، چې زه په څه شي ليکلو باندې اخته وم چې هدايت له ځان سره په خوب کې لګيا دی او وايې ((نه نه زه ستا لپاره مايچه........... راغوړم چپس خوپه کورکې هم خوړی شي )) زه دهدايت خواته ورغلم اوپه ډېر ارام سره مې ورته وويل ملګريه دا هوټل نه دی کوټه ده پورته پورته څه خوبونه ګورې اخر به په دې خوبونوکې لېونی شې ، هدايت پورته ټوپ کړ اوهغه بدله يې له ځانه سره شروع کړه (په خوبونوکې راځې اوپه فکرونو کې راځې مدام راته نادانې يې په خيالونوکې راځې ) هدايت ته بيخي خوب نه ورته، خود به نه ورته، ځکه چې د خپلې مينې او ګرانې محبوبې سره سبا ته له خيره وصال ته رسيږي، په همدې چورتونو کې يې شپه سهار کړه، هدايت ماته وويل ملګريه پنځه زره افغانۍ پور راکړه او ورسره يوه دريشي هم راکړه، چې نن مې دخپلې محبوبا سره ځای په نښه کړی دی، او د هغې ديدن خو په ساده کاليو کې خوند نه کوي. ما ورته وويل، ظالمه په دې غريبۍ کې په پنځه زره افغانيو څه کوې، هغه وويل، چې سبا خو به يې له خيره د طلا پلورنځي ته هم بيايم له خيره هلته خو به يوه ګوتۍ ورته ضرور اخلم، ما وويل، د غريب سړي زامن يو، دا کار له ما او تا سره نه ښايي، خو هدايت په داسې وخت کې د چا خبره نه اورېده او راته يې وويلې، پيسې راته پيدا کوې او که بل چا ته ووايم، هر څنګه چې وي، زما خو ملګری وو او د ملګري نوم هم ډېر خوږ وي ماهم هماغومره افغانۍ ورته له يوه او بل څخه پيدا کړې ، حدايت له کوټې څخه راکوزشو غواړي چې په ټکسي کې ولاړ شي، له څه ځنډه وروسته ټيکسي پېداشوه، ما ټيکسي ته لاس ورکړ، چې په دې وخت کې هدايت راباندې غږ وکړ، په دې څه کوې، ما ويل ستا لپاره يې نيسم، هغه وويل، زه خو څه ساده نه يم، چې په دې زړې ټيکسي کې لاړ شم، هلته به بيا هغه څه وايي، خو خير په عاجزانه ډول مې د شونډو په ښورولو سره د ټيکسي چلوونکي څخه بښنه وغوښته او هدايت د يوه کرولا ډوله موټر په لور رهي شو، چې هلته يې د سړک څنګ ته تم کړې وه، هدايت پرته له کومې بيعې موټر ته په ډېره کرارۍ سره ورپورته شو، ته به وايي، چې يو وزير يا بل کوم لوړ پوړی چارواکی موټر ته پورته کيږي او د يوې ډېرې با ارزښته معاهدې لاسليک کولو ته روان وي. موټر چلوونکي ته يې د لاس په ښورولو د تلو اشاره وکړه، په موسکو شونډو سره يې له ماسره خدای په اماني وکړه او د دريشي کورتۍ يې راټوله کړه، زه هم خپلې خونې ته راغلم او د هدايت د راتلو لارې څارم، ترماسپښينه پورې دهدايت هيڅ درک معلوم نه شو . د ماسپښين د لمونځ کولو لپاره مې اودس وکړ او چې څنګه په لمانځه ودرېدم، د لرغږي غوږۍ مې په کړنګېدو پيل وکړ، سمدلاسه مې جيب ته لاس اوږد کړ او بند مې کړ، خو په دې څو رکعتونو کې يې ډېر په تکليف کړم، د لمانځه ادا کولو وروسته مې چې د لرغږي غوږۍ ته سترګې وروړې، د هدايت زنګ وو، ما بېرته په بيړه ورته زنګ وواهه، چې غوږۍ يې پورته کړه او په ستومانه ډول يې وويل ياره تر اوسه پورې نه ده ښکاره شوې او ټيليفون هم نه پورته کوي، خير تر مازديګره پورې ورته انتظار کوم بيا درځم او په همدې ويلو سره يې اړيکه پرې کړه، ما هم تر ماښام پورې د بېګاه لپاره د ډوډۍ بندوبست وکړ، چې د ماښام اذان سره سم دکوټې ور وټکيده د ور په خلاصولو سره مې په وينې ترسترګو شوې، چې د هدايت په مخ باندې راغلې وې، په ډېره وارخطايي مې ځينې وپوښتل خو هغه په دې وخت کې د ځواب راکولو توان نه درلود، ستومانه وو، ساه يې لنډه لنډه کېده او له وارخطايی هېڅ خبرې نه شي کولای، له لاسه مې ونيوه او کوټې ته مې دننه راوسته، چې په طوشکه يې پرېیاسم، د اوبو او بورې شربت مې ورته جوړ کړ او په سر مې ورته اوبه واچولې، چې د مخ څخه يې د وينو داغ پاک شي، لنډ کميس (يخن قاق) يې هم په وينو لړلی و او د کورتۍ خو يې هېڅ درک نه لګېده، ما هم يو څو شېبې پرېښود او له ځانه سره به مې بېلابېلې پېښې په ذهن کې ترسيمولې. لږ ځنډ وروسته مې د هدايت څخه د پوښتنې کولو جرآت وکړ هدايته!!! خېر خوبه وي څنګه وارخط، په وينو لړلی راغلې. هدايت وويل: زه خويې برباد کړم او د هېڅ يې پرې نه ښودم. ماورته ويل هلکه سمه کيسه وکړه . هدايت په ډېر افسوس سره وويل ملګريه هغه نجلۍ، د انجلۍ نوم يې دا ځل په داسې سخت ډول وويلې، چې عين ژبه يې ورسره وخوړه هاغه د ټيليفون نجلۍ درته ښيم چې مابه ورته دزړه ټوټه ويله او د دې ديدن ته له هرات څخه کابل ته راغلم هغه نجلۍ نه بلکې هلک ؤ چې له ماسره يې دنجلۍ په لهجه خبرې کولې داخو خېر چې له ځانه سره يې يو څو لنډه غر هم راوستي وو درارسيدوسره يې سم دلاس ساعت، د لرغږي غوږۍ، د دريشي کورتۍ او پيسی راڅخه واخيستې داخوپريږده چې په پراخه کچه يې وهل هم راکړل ، تر دې سره مې سم دغې سندرې هم تر خولې ځان راښکاره کړ:

مينه آسان کار نه دی مينه قرباني غواړي

 

وســلام
په کليواله مينه
محمد کبير متقي
نوی ښار، کابل