د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اريانا ټلوېزيون دټوپکسالارانو په چوپړکې، بيات له روڼاندۍ څخه تر ټوپکسالارۍ پورې، دهېواد راتلونکى ولسمشر

صالحه پښتون 15.09.2007 04:00

salihapashton@aim.com
دسپټمبر نهمه په افغانستان کې دشمالي ټلوالې ديوه قوماندان احمدشاه مسعود دمرګ له ورځې سره برابره
ده .مسعود چې له طالبانو څخه تښتېدلى او دتخار په خواجه بهاوالدين سيمه کې په ښکاره ددوو تنو عربانو له لوري ووژل شو چې په دې اړه دخپرو شويو ګونګوسو له مخې يې ځانونه خبريالان ښوولي و.

په افغانستان کې دغه ورځ دمسعود له امله دشهيدانو دورځې په نوم نومول شوې ده او په دې توګه هڅه شوې ده چې دمسعود هغه بدنوم او بدنامه څېره دخلکو په زړونو کې بدله کړي .

ددې تر څنګ په دې وروستيو وختونو کې يو شمېر داسې پرمختګونه وشول چې دا په رښتيا هم خبريالان و او دفلم اخيستنې کامره يې وربدله شوې وه او داسې يوه کامره ورته ورکړل شوې وه چې په هغې کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي و او دريموټ په مټ يې دچاودېدلو وړتيا درلوده .

کله چې خبريالان له هغه سره مرکې ته کينې نو له مسعود سره په څنګ کې دده ډېر نږدې همکار مسعود خليلي او فهيم دشتي هم حاضر و چې چادونه وشوه مسعود يې له دې نړۍ څخه هغې ته ولېږداوه او نور دوه يواځې ټپيان شول .

وروسته چې بيا کله مسعود خليلي وخت ناوخته له رسنيو سره خبرې کولې نو ډېر شکونه يې را وپارول دبېلګې په ډول ده تېرکال دمسعود دمرګ په اړه له ازادۍ راډيو سره په مرکه کې وويل چې دمسعود دوژنې په اړه ډېر رازون لاپټ پاتې دي .

په ښکاره خو ټول چيغي وهي چې مسعود په القاعده پسې تړليو دوو کسانو وواژه خو که خبره همداسې وي نو دمسعود خليلي دا خبره چې دمسعود دمرګ په اړه ډېر رازونه لا پټ پاتې دي څه مانا لري .
ايامسعود خليلي دده مرګ په اړه له القاعده سره کومه شريکه پروسه پرمخ بېولې او دکوم ګډمکانيزم له مخې يې دمسعود پر خوله مچان ور وبڼول .

او که خليلي په دې اړه له القاعده سره کومه پټه معامله نه وې کړې نوايا دا بيا ددې مانانه لري لکه څنګه چې خلک وايې مسعود د امريکا استخباراتي شبکې CIA له لوري دده دنږدې همکارانو لکه يونس قانوني ، قسيم فهيم او امرالله صالح په مټ ووژل شو چې اوس يې خليلي په ډاګه دويلو زړه نه لري او وايې چې رازون پټ پاتې دي .

همدغه ټکي ته دپيريانو جګړې په نوم کتاب ليکوال سټيون کول هم اشاره کوي او لږ تر لږه داسې استنباط کوي چې دمسعود په مرګ کې ده ته يوشمېر نږدې کړۍ او لاسونه ښکېل و .

په هر حال مسعود که هر چا وژلى وي خو دافغانستان داوس مهال تاريخ يوه ستره لاسي څېره ورڅخه وژغول شوه او له دې څخه هم دده دمرګ په اړه ديو شمېر پټو رازونو څرګندونه کېږي .

په هر ډول چې ده موږ دده دمرګ او ژوند له پېښو سره کار نه لرو خو دده له مرګه وروسته دده له نامه څخه ګټه اخيستنه او هغه ديوه اتل ؟!!!په توګه يادول او نمانځل يو څه دپام وړ دي .

شپږ کاله پوره شول چې دده له مرګه وروسته هر کال دمسعود دبنياد له لوري دده په اړه دمسعود پېژندنې په نوم سيمنارونه جوړېږي او دسيمې يو شمېر هغه کسان چې دمسعود له ژوند سره په يو ډول نه يو ډول تړاو لري راځي او دلته بيا لکنې لولې او مسعود تر پيغمبرانو ښه بولي .

يو ورځ مې دمسعود پېژندنې په اړه جوړ شوي سيمنار ته ليکل شوې يو دوه ليکنې لوستې نو دومره يې ستايلى و چې خبره په دې ولاړه وه چې ووايې يواځې وحيه پرې نه ده راغلې نور نو جوړ پيغمبر دى .

په زړه پورې خبره داده چې دغه سيمنارونه ټول دده ژوند داسې څېړي چې ګواکې په زور ورڅخه اتل جوړوي او په خلکو يې تپي .
دوه درې ورځې وړاندې يونس قانوني دده په اړه وينا کوله او ويې ويل چې احمدشاه بابا بزرګ هم ازتمام افغانستان است ........ موخه يې داوه چې ګواکې يو بل احمدشاه هم شته لکه ده چې بيا وروسته ورته اشاره وکړه چې هغه هم د ټول افغانستان دى .

خو قانوني دې په ياد لري چې ستراتل لوى احمدشاه بابا ته ددې سپکاوي له امله چې دولسي جرګې دمشر په توګه يو ډاکو، قاتل او دسقاو د زوى ځايناستى له يوه رښتيني اتل سره برابروي هېڅکله به يې هم ټولنه ونه بښي .

دوى هڅه کوي چې مسعود هم داسې يوڅوک وښيي چې ګواکې دټول ملت وياړ دى خو خبره اپوټه ده اوس داسې خلک به لږ وي چې دمسعود له لاسه ځورېدلي نه وي او دهغه کړه وړه به ورته معلوم نه وي نو په داسې حال کې بيا له يو چا څخه اتل جوړول ډېر ستونزمن دي .

لکه څتګه چې مې مخکې وويل دغو سيمنارونو ته له بيلابېلو هېوادونو څخه هغه کسان راغوښنل کېږي چې دمسعود يې نظر له واقعيت سره ١٨٠درجې مخالفت ولري .

په دې مانا چې مسعود دتاريخ په پاڼو کې ديوه سفاک په توګه پېژندل کېږي خو دوى ورته شخصيت ورکوي او لوړوي .

ددې سيمنارونو په اړه چې له ماسره يوه خبره په زړه کې شته هغه داده چې بويه ددې سيمنارونو سمبالوونکي يو ځل دکابل هغو ښاريانو ته چې دمسعود له لاسه په وينو کې لمبېدلي دي دګډون واک او بلنه ورکړي او له هغوى څخه هم وپوښتي چې مسعود يو اتل و او که خونخور .

بيا به نو دمسعود پېژندنې دوراني همدغه اړخ هم خلکو ته څرګند شوى واى اوددې په رڼا کې بيا هم خلکو ويلي واى چې مسعود اتل دى نو موږ به هم ورسره منلې وه چې رښتيا وايې .

يوځل دې هغه کسان هم په کې وپوښتل شي او بلنه دې ورکړل شي چې دده له لاسه يې کابل له ټولې شتمنۍ سره پرېښود او کډوالۍ ته يې مخه کړه .

دکابل شپېته زره وژل شوي عام وکړي هم کېداى شي تر شا يو څوک ولري چې اوس ژوندى وي او دمسعود پېژندنې په سيمنار کې په پوښتلو وارزي له هغه وروسته بيا موږ مسعود په اتلولۍ وپېژنو .

له دولتي رسنيو څخه او هغو کړيو څخه چې په دولت کې دمسعود دتصوير تر سيوري لاندې شپې ورځې تېروي تل هڅه کړې ده چې دولتي امکانات او شونتياوې په خپله ګټه وکاروي .

ويل کېږي چې دمسعود پېژندنې په هر سيمنار باندې ميليونه ډالره لګېږي چې ددولت له خزانې او هغو پيسو څخه ورکول کېږي چې نړيوالو افغان ملت ته په پور او دار ورکړې دي .

ددې سيمنارونو او نورو ټولو هڅو لويه موخه داده چې مسعود چې په تاريخ کې ديوه جنايتکار په نوم پېژندل شوى او ثبت شوى دى ديوه اتل !!! په توګه دخلکو په زړونو کې ننباسي او هغه تصور چې دمسعود دژوند په رښتيني اړخ، جنايت، جاسوسي او غداري پسې اړه لري له خلکو څخه پټ کړي .
جلال الدين محمد اکبر په هند کې دمغولي امپراطورۍ ستر واکمن تېر شوى دى ، دده په اړه ويل کېږي چې په هند کې يې ددين اکبري په نوم يو داسې دين رامنځته کړ چې دټولو اديانويوه ګډه نسخه وه .

ده هڅه کړې وه چې دهند اوسېدونکي که هرڅوک دي بايد يو ګډکولتور ولري ځکه يې نويې په ټولو خلکو باندې دامنلې وه چې له يوبله سره دمخامخ کېدلو پرمهال دې که مسلمانان دې له سلام اچولو څخه ډډه وکړي او که غير مسلمان دي هم په دې مهال کې له خپلو کولتوري دودونو څخه ډډه وکړي .
ده له خلکو څخه وغوښتل چې له يوبل سره دمخامخ کېدلو پر مهال دې لومړنى سړى وايې چې الله اکبر او دويم دې په جل جلاله باندې ورغبرګوي .
له دې کار څخه دده دوه موخې وې يوه داچې ديوه ګډ کولتور لپاره يې هڅه کوله اوبل دا چې غوښتل دجل جلاله له نومه سره دده نوم هم خلکو ته ورياد شي او په دې توګه به دى دخلکو په زړونو کې ژوندى وي .
خو اکبر هېڅکله هم ونه شو کولاى چې په خپل ژوند باندې خپله موخه په سمه توګه پلي کړي څه خو لا دده تر مړينه وروسته وه .
دمسعود په اړه هم دې ته ورته هڅه کېږي چې دى په خلکو باندې په زور ديوه اتل په توګه ومني خو دا کار ډېر ناشونى دى له هرڅه سره لوبې کېږي خو له تاريخ سره لوبې نه کېږي او هېڅکله به هم تاريخ هغه څو ک ونه بښي چې هغه ددې هېواد دوګړو سرونه دفوټبال دپنډوسکې په ډول په خپلو پښو کې کښته او پورته غورځولي دي .

دشهيدانو ورځ او که دمسعود ورځ

تر نور تفصيل وړاندې اړينه بولم چې دمسعود پر شخصيت باندې دوه کرښې نور هم څه وليکم چې په کابل کې داحمدشاه مسعود په اړه ديو زيات شمېر مؤرخينو او پوهانو په ګډون دشوې غونډې په پرېکړليک يې اوږدم. يوه يادونه اړينه بولم چې دغه پرېکړه ليک ټول افغان ويبپاڼې خپور کړى و او دلته يې کټ مټ را اخلم :
((دافغانستان يو شمېر مورخينو او پوهانو نن په کابل کې د يوې غونډې په لړ کې د مشهور جنګ سالار احمدشاه مسعود په اړه خپله شپږمه غونډه وکړه او د هغه د کارنامو !! په اړه يې له خبرو وروسته په څو مادو کې دغه پرېکړه وکړه :
١. احمدشاه مسعود د افغانستان په سپيڅلي جهاد او مقاومت کې هيڅ ونډه نه لرله او يا يې له بده مرغه د جهاد او مقاومت په اړه منفي نقش درلود . د افغان مقاومت په ټول بهير کې يې له روسانو سره پټ تړونونه وکړل ، پيسې او وسلې يې ترې تر لاسه کړې او افغان مقاومت يې سخت وځپلو. هغه د افغان جهاد او مقاومت په وړاندې ستر خاين دی او د افغان تاريخ پاڼې به يې په همدې نوم ثبتوي .
٢. د ملګرو ملتونو د سولې پلان د هغه په توطيْه تخريب شو ، د سولې پر ځای وطن د اور د لمبو خوراک شو .
٣. واک ته د مجاهدينو له رسېدلو سره سم ، هغه د واک د بشپړ نيولو لپاره د بېګناه افغانانو وينې تويې کړې ، شپيته زره کابليان يې ووژل او په افغانستان کې يې قومي ، ژبني او تنظيمي اختلافونه راوپارول .
په دې ډول نو موږ خپله شپږمه پرېکړه کوو او د افغانستان په معاصر تاريخ کې يې يو ځل بيا د يو ناوړه افغان او لوی ملي خاين په توګه اعلانوو .))
کله چې په هېواد کې دکرزي اداره رامنځته شوه نو د نورو يو شمېر کارونو ترڅنګ يې دسپټمبر نهمه دشهېدانو دورځې په نوم ونوموله په کومه ورځ کې چې دشمال ټلوالې قوماندان وژل شوى دى .

دشهېدانو ورځ يو سېمبوليک نوم دى او په اصل کې دا دمسعود ورځ بايد وبلل شي ځکه که شهيدانو هم ورسره ګډه وي نو تر مسعود مخکې هم ډېر شهېدان په نورو ورځو کې په رښتينې ډول په شهادت رسېدلي دي ولې دشهيدانو ورځ دهغوى دشهاد ورځ ونه نومول شوه .

دچمتلې په دښته کې دموندل شويو قبرونو په څېر ډېر کسان دمسعود دټوپک تر سيوري لاندې ژوندي خښ شول او دشهادت ورځې يې ښکاره دي ولې دهغوى دشهادت ورځ دشهيدانو دورځې په توګه نه نمانځل کېږي .

خو په هر صورت اوس دا ورځ دشهيدانو دورځې په توګه ياده شوې ده او پکې دمسعود په اړه سندرې ويل کېږي .
زه له دې سره مخالف نه يم چې په افغانستان کې دشهيدانو ورځ و نمانځل شي خو له دې سره دزړه له تله او په کله مخالفت لرم چې قاتل او مقتول چې رښتيني شهيدان دي په يوه ورځ ونمانځل شي او په مسعود باندې دې دنورو رښتينو شهيدانو حق وخوړل شي .

يوه پوښـتنه داده چې ولې دشهيدانو په ورځ کې دهغوى قاتل ته هم برخه ورکول شوې ده او نمانځل کېږي .

دمسعود دوستان او پلويان کېداى شي دافکر وکړي چې په دې توګه به مسعود دتاريخ له حسابه خلاص او دخلکو په ذهنونو کې به يې بد شاليد له منځه ولاړ شي خو خبره داسې نه ده نه يواځې تاريخ به مسعود ونه بښي بلکې دخلکو په فکر کې هم دپخوا په پرتله اوس څو ځله بدنام اوهېواد پلورنکې څېره شوې ده .
په دې وروستيو ديو شېمر اسنادو په مټ دهغه څېره پوره بربنډه شوې ده چې له کې جي بي څخه يې څومره ، له سي اى اي څخه څومره او له اى ايس اى څخه يې دجاسوسۍ په مټ څومره تنخواګانې خوړلې چې دې ټکو ته نامتو ليکوال سټيون کول په خپل کتاب دپېريانو جګړو کې ښه تفصيل ورکړى دى چې زه يې دلته له رالېږدولو څخه ډډه کوم .

بيات راتلونکى ولسمشر

داسې ويل کېږي چې احسان الله بيات غواړي دولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنوکې ځان کانديد کړي او تر ډېره بريده دده په اوسنيو کارونو باندې هم استدلال کېداى شي چې هره ورځ په يوه سيمه کې يو خبر لري .
موږ له دې سره ضد نه يو چې دى دې دافغانستان له جګړه ځپلي اولس سره مرسته نه کوي خو موږ له دې وېرېږو چې ددې ولس پر سر دې سوداګري نه کوي .
بيات نورو سيمو ته دنور ډول مرستو رسولو لړۍ پيل کړې ده خو له ټوپکسالارانو او ټوپکوالې سيمې سره يې دمرستو ډول بېل دى .
موږ وليدل چې په تېرو څو ورځو کې نوموړي دمسعود دمرګ خبر بې له دې چې ژورناليستکي ارونه په پام کې ونيسي خپراوه او هغه به يې دشهيد په نوم نوماوه .
په همدې ډول بيا ت په پام کې لري چې ځان دغو ډلو ته هم ور نږ دې کړي چې ټوپک يې په لاس کې دى او غواړي چې اوس هم دافغانستان په سياسي برخليک باندې واکمن واوسي .
اريانا ټلوېزيون تر اوسه پورې ويل کېدل چې يوه ملي تګلاره لري خو دمسعود دوژنې دشپږم تلين پر مهال جوته شوه چې ددې ټلوېزيون تګلاره هم په پټو او ښکاره معاملو باندې ولاړه ده .
بيات غواړي چې له دې لارې هم يو شمېر خلک دځان خواته رامات کړي او کله چې دولسمشرۍ ټاکنې کېږي نو رايې به يې دده لپاره وکارول شي .
خو يو شمېر خلک بيا وايې چې بيات پخپله نه غواړي چې ځان ولسمشرۍ ته کانديد کړي ځکه دى پوهېږي چې په داسې هېواد کې چې کاڼي او بوټي يې هم پښتانه دي ديوه غير پښتانه ولسمشر کېدل به دسقاو دزوى او رباني پاچاهۍ راغبرګې کړي .
دوى استدلال کوي چې دې خبرې ته په پام سره بيات پخپله نه غواړي ځان ولسمشرۍ ته کانديد کړي خو دبديل په لټه کې او دى يې کېداى شي ديوه ډېر ځواکمن مرستيال په توګه وټاکل شي چې بيا به ټولې چارې دى سمبالوي او دا کار له اټکله ډېر لېري هم نه دى .
بيات همدا اوس له يوشمېر بهرنيو ښکېلاکګرو کمپينو سره ډېرې ژورې اړيکې لري او کله چې دى واک ته رسېږي نو لومړۍ موخه به يې داوي چې په افغانستان کې اقتصادي انحصار ته لاره اواره کړي او په دې توګه پخپله هم او هغو کمپينو ته چې دى يا پکې برخوال دى او يا يې په چوپړ دى کې دپانګه اچونې داسې زمينه برابره کړې وي چې غواړي يې .

ارياناټلويزيون د ټوپکمارو رسنيو په کتار کې

يو مهال چې کله بيات هېواد ته راستون شو نو اټکل داسې وه چې دى دزده کړې لرونکى يو روڼاندى دى او په هېواد کې به ملي مسايلو ته ډېر ژمن وي.
بيات هېواد ته له راستنيدولو سره سم ارياناټلوېزيون، افغان بي سيم مخابراتي شرکت او دبيات بنياد په نوم يو خيريه بنسټ رامنځته کړ .
په لومړي سر کې يې له دې لارې له خلکو سره مرستې هم کولې او ټولو خلکو داسې انګېرله چې دده مرستې دبشر دوستۍ پر بنسټ ولاړې دي خو دسپټمبر په نهمه چې کله سږ کال دمسعود ورځ نمانځل کېدله نو دخلکو ټول اټکلونه بې ځايه و او هغه تصور چې په دې اړه له خلکو سره و هغه اپوټه وخوت .
دمسعود دوژنې په شپږمه کليزه کې اريانا ټلويزيون هم خپله ونډه په سمه او دپام وړ ډول تر سره کړه او ټولې خپرونې يې دوخت ددې درواغجنې رسوا کرجنې او غدارې څېرې ياد ته بېلې او ځانګړې کړې وې .
په خبرونو کې يې دژورناليزم دهر ډول اصولو پر خلاف مسعود ته دشهيد لقب ورکاوه چې تر اوسه پورې به يې ځوک په ژورناليزم کې بېلګه ونه مومي چې يو څوک په لقبونو ياد کړي .
دژورناليزم اصول زه نه پوهېږم دوى کله لوستي او کنه او که يې لوستې وي نو ولې هغه اخلاقي پازه تر پښو لاندې کوي چې په دې اړه يې لري .
په داسې حال کې چې ژورناليزم معلوماتي ژبه ده هرڅه پکې امانت او دلوستونکي ، ليدونکي او يا اورېدونکي حق دي خو له بده مرغه بايد ووايو چې ارياناټلوېزيون له دې امانت سره سترخيانت وکړ.
ايا داريانا ټلويزيون په ليدونکيو کې به داسې څوک نه و چې دکابل په هغو جګړو کې چې دمسعود له لوري پرې تپل شوې وې زيانمن شوي نه وي ايا ټول ليدونکي به يې هغه کسان و چې مسعود يې ژوند ژغورلى وي اوپر قومي و ژبني بنسټ يې هغوى ته لاس ورکړى وي .
له اريانا ټلوېزيون څخه دا تمه نه چې ديوه قاتل په اړه دې داسې ړوند نياو وکړي او هغه ته دې په پټو سترګو اتل ووايې .
په هرصورت اوس معلومه شوه چې چې بيات يو روڼاندى نه بلکې يو سم ټوپکسالار دى او کومې مرستې چې يې کړې هغه هم په يونه يو ډول له دغې تګلارې څخه سرچينه اخلي .
دى اوس غواړي چې په دې توګه هم يوشمېر خلک دځان کړي اوپه دې توګه وکولاى شي چې په راتلونکي کې واک ته ورسي .