د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډيورڼد دواحد ملت دبېلتون کرښه

13.09.2007 04:00

ډيورڼد دواحد ملت دبېلتون کرښه (دمقالو ټولګه )
ليکوال      : بېلابېل
خپرندوی  : دافغانستان دکلتوري ودې ټونه –جرمني
دپاڼو شمېر   : ۲۲۳
د ۱۳۸۵ل کال دسلواغې په شلمه (9-2-2007) نېټه دجرمني په فرانکفورټ ښار کې په اروپا کې دافغاني کلتوري ټولنې دګډې جرګې لخوا د ډیورنډ کرښې په اړه يوه علمي او اکاډميکه غونډه جوړه شوې وه. په دغه غونډه کې داروپا له بېلابېلو هيوادونو او دنړۍ له نورو برخو څخه يوشمېر مورخينو،پوهانو او دوطن دتاريخ مينه والو ګډون کړی وو. همداشان له پښتونخوا څخه يوشمېر سیاسي شخصيتونو دټليفون پر ليکه خپلې ويناوې وارولې. دادی ددغې غونډې تاريخي ويناوې په دې ټولګه چاپ شوې.