د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په راډیواو ټلويزيون کې د ويندویۍ فن

10.09.2007 04:00

ليکوال      :   عبدالله الهام جمالزی
خپرندوی   : دانش خپرندويه ټولنه
دپاڼو شمېر   : ۹۰ مخه
دا د ځوان ژورنالېست عبدالله الهام جمالزي اثر دی ،چې د راډیو او تلويزيون ويندويۍ په اړه ليکل شوی. ليکوال دموضوع په اړه ډېر ګټور او مهم توکي راغونډ او په اوو برخو ویشلي( ويندوی کېدل، لومړني ګامونه،د متنونو ډلبنډي،تلويزيوني ويندويي،وروستۍ سپارښتنېو درثبتولو پيل، راپور او مرکه)
دکتاب په پیل کې دليکوال خپلې خبرې او ورپسې دښاغلي عیسی ستانکزي او ډاکترې فريده هوډ سيفي سريزې ليدل کېږي.
په دې هيله،چې ځوان ژورنالېستان او دژورنالېزم زده کوونکي له دغه کتاب څخه ګټه واخلي، جمالزي ته په دې برخه کې د نورو پنځونو دعاکوو.