د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دتدریس مهم عناصر

سميع الله تازه 06.09.2007 04:00

دتدریس مهم عناصر – دلومړنۍ دورې ښوونکیو او دښوونکيو روزونکيو لپاره لارښود.
ليکوال : سميع الله تازه
خپرندوی : ميوند خپرندويه ټولنه
دپاڼو شمېر : ۱۶۵ مخه

ترپورته  سرليک لاندې کتاب  ښاغلي سميع الله تازه ليکلی،چې په A4 کچه،سپين کاغذ او ۱۶۵ مخونو کې د لسو فصلونو په لرلو سره چاپ شوی.
په دغه کتاب کې  دلومړنۍ دورې  ښوونکيو او دښوونکيو دروزونکيو دتدريس لپاره يولړ په زړه پورې او ګټور مطالب  راغونډ کړل شوي او ګټورې لارښوونې ورته شوي. په دې هيله ،چې  دغو ښاغليو ته ورسېږي او ګټه ترې واخلي.