د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دچارلس پاچا تېښته

دمحمدهارون شفيقي ژباړه 31.08.2007 04:00

دکتاب نوم : دچارلس پاچا تېښته
ليکوال        :  پيټر ويب
ژباړن          : محمد هارون شفيقي
مخونه        : ۶۶
خپرندوی : ميوند خپرندويه ټولنه – سبا کتابخانه

هرکله،چې پښتو ته دژباړې او بيا دښې او په تول پوره ژباړې او ژباړن خبره کېږي؛نو خامخا دسړي ذهن ته دښاغلي محمدزبیر شفیقي نوم راځي.چا،چې دنسيم حجازي دشاهکارو ناولونو په ژباړلو سره  پښتو ته دومره غنا وربخښلې،چې که دغه کار دکومې بلې ژبې ليکوال ترسره کړی وای ښايي دومره نازول شوی وی، چې موږ به خپل باباګان هم هغومره نه وي نازولي.
دادی ددغه درانه ليکوال او ژورنالېست ځوان زوی محمد هارون شفیقي دخپل پلار پر پل  پل ايښی او  يو وړوکی؛خو په  زړه پورې  انګليسي ناول يې په پښتو ژباړلی.
دچارلس پاچا تېښته ديوه تاريخي داستان ژباړه ده. هغه پاچا،چې ځمکه پرې تنګه شوه او له خپل هيواد څخه وتښتېد،په تېښته کې څه ستونزې ورته پېښې شوې او څنګه ترې خلاص شو....
پر هڅو او ځوانۍ يې برکت شه.