د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دلعل مسجدنه دلويې جرګې ترخيمې

پوهنمل حاجي محمد نوزادي 19.08.2007 04:00
جرګي چې په بيړنيو حالاتوکي دافغانانو ددود دستورسره سم دستونزو دپري کولوپه موخه يوه پخوانۍ ازمويل شوي لاره ده ، ددي خاوري داوسيدونکو دپاره لرغونۍ تاريخ لري . داهغه اولسي غوره دود دي چې له افغانانو پرته د منطقي نورهيوادونه ورسره پراخه بلدتيانلري . همدغه دود دي چې ا فغانان يې له کبله په وياړسره خپل هيواد دجرګو وطن بولې او په ستونزمنو وختونو کې يې ورته داميد سترګي نيو لي وي .
 دافغانستان اوسنۍ غميزه چې دهري ورځي په تيريدوسره پراختيا مومي اولمن يې په ځانګړي توګه دهيواد په هغو جنوبي ولايتووکښي غوړيدلې ده کوم چې د ډىورند کرښي ته څيرمه دپاکستان ترولکي لاندي سيمو سره نژدي پراته دي . له همدي امله ده چې پدي وروستيو درو څلورو کلنو کې په پرله پسي توګه افغان اولسمشر اونور اړوند چارواکي ددي غميزي نيغه پړه په بربنډه توګه دپاکستاني واکمنو کړيو پرغاړه اچوي . پاکستاني چارواکو هم داپړه تل يو بيځايه تهمت باله او دتروريستي غميزي دريښو تړاو يې د ډيورند دکرښي نه دپاکستان دخواسره رداوه .
 دنوموړي ستونزي دهوارولو په هيله ښاغلي کرزي په هغو خبرو اترو کې چې دبوش په منځګړتوب دده و داو پرويز مشرف لخوا په امريکا کې ترسره شوي ، ددواړو هيوادو دمخورو مشرانو اودولتي چارواکو ترمنځ دامن ديوي پراخي جرګي د جوړولو وړانديز وکړ او دبوش دټينګار له مخي مشرف هم ومانه .
 ددي سره سم بايد دجرګي دهرڅه ژر رابللو پخاطر دواړو خواوو پښي لوڅي کړي واي . ځمکه هغه سوزي چې اور پري بل وي . دهمدي اصل پربنسټ افغاني لوري ډير ژر ودي کارته په تيارې نيولو لاس پوري کړ ،خوپاکستاني اړخ په يوه او بله پلمه پدي لار کې خنډونه رازيږول . ديادونې وړده چې داکار نه يواځې پاکستاني چار واکو ترسره کاوه بلکه په افغانستان کې هم ټاکلو کړيو دمعلومو دلايلو له مخي ددي ډول جرګي پرضد په ناوړو تبليغاتو او نارو سورو لاس پوري کړې وو چې له يوي خوا يې په مقابل کې ديو شمير وطنوالو ذهنيونه راپارول اوله بلي خوائي دبل شمير کسانو په ز ړونو کې راپورته شوي اميدونه دشک په اور کې سوزول . دغو کړيو پدي کار کې د وي موخي درلودي :
 الف ـ ـ دجرګي په برياليتوب سره ددوي دسياسي حريف يعني اولسمشر کرزي اعتبار لوړيدي چې بايد مخنيوې يې شوي واي .
 ب ــ په جرګه کې به په طبعي توګه دډيورنډ د دواړو خواوو قومونو ونډه غوښنه وي او په سره کښيناستو کې به يې ددوي په زړونوکي يودبل سره مينه اويو پر بل اعتماد يواربيا غوټۍ وسپړ ي چې داکارهم دغو کړيوته په زړه پوري نه وو ځکه يې نومخنيوۍ کول يو ضرورت ګاڼه .
 دبيلګي په توګه ښاغلې مصطفي کاظمي دمتحدي جبهي وياند حتي دامن دجرګي دپرانيستلو په درشل کې چې نور نوخبره په نن او سبا کې وه ، زړه يې طاقت رانه وړ او دارياناتلويزيون ديوه خبرلوڅ سره يې په خبرو کې دتوقع په خلاف چې بايد دبرياليتوب هيله يې ورته کړي واي ، ياده يې کړه چې داجرګه خوشي دوخت ضايع کول دي اودولت ددي پرځاي چې داسې جرګي جوړي کړي ، بايد دخپلې اداري وضعف ته په پاملرني سره دنوموړي اداري دښه پرمخ بيولو په هکله يواربيا کتنه ) بازنګري ( وکړي . ددي خبري څخه دده هدف له هيچانه پټ نه وو ، اوهغه داچي بايد ددولتي اجرائيوي او قضايي چاروټولي مستقيمي واګي پدغه )بازنګري ( کې دپخوا پشان دنوموړي جبهي غړوته وسپاري او دده په نظر به پدي کارسره د۱۳۷۱ کال په ډول حق وحقدارته ورسيږي ، کرزي به خپل جهادي دين اداکړي وي ، وطن به بيرته ګل وګلزاراوهرڅه به سم شي .
 اسلام اباد چې ددغي شاني جرګي سره له اصله جوړ نه وو ، پدي اړه هم دوه علتونه غوښن ښکاري :
 الف ــ داډول ناستي اوتګ او راتګ دلروبرقومونو په زړونو کې پخواني مينه راپاروي او دوی نورهم سره نژدي کوي .
 ب ــ داکاربه دتروريزم سره د پاکستان تړاو ته چې تراوسه يې شتون په هغه هيواد کې ردوي ، رسمي بڼه ورکړي .
 هغه وو چې :
 کوهۍ مه کينه دبل سړي په لار کې
 ګڼه ستا به دکوهې په لور ګذار شي
 په پاي کې دافغانو کونډواو يتيمانو ښيراوي مهربان خداي په لعل مسجد کې وارويدلې . لکه څنګه چې اسامه بن لادن دامريکا په لستوڼي کې مار شو ،همدارنګه پاکستاني چارواکي هم په هغه څاه کې ولويدل چې دافغانو د پاره يې کيندلې وو ، نور يې نو لدي ترخه حقيقت نه سترګي پټولاي نه شوي ځکه په لستوڼي کې يې ساتل شوي بنسټبال مار دپاکستان پلازمينې اسلام اباد په ز ړه کې نيښ په ولګاوه ، په لسګونو تنه مړه او دمردارو وسلو ګدامونه چې پخپله
 ) اي اِس اي ( دپاک الله )ج( په مقدس کورکي ورته جوړ کړي وه ، ټولو نړيوالو په ړنوسترګو وليدل .
 پسله دي اسلام اباد هم پدي پوه شو چې خبره بلې خواته وغزيده ځکه يې نو دامن جرګه په دوو دليلونو دځان په ګټه هم وګڼل :
 الف ــ په خاوري کې يې دبنسټپالو د روزنې او ودي له کبله نور خپل هيواد دڅرګند خطر تر تهديد لاندي وليد .
 ب ــ دامريکا چارواکو ورته په ډاګه ويلې وه چې پسله دي به يې اقتصادي مرستې دتروريزم پر ضد دپاکستان دبرياليتوبونو په کچه پوري تړلې وې او بس .
 هغه ووچي دلويي جرګي په خيمه کې دمنطقوي امن جرګي دپرانيستلو ورځ راورسيده . پدغه نازک وخت کې په غيرمنتظره توګه مشرف کورنې مصروفيتونه بهانه ، جرګي ته رانغې اوپرځاي يې شوکت عزيز راوليږه . زما په اندمشرف پدي اړه دوه ټکې په نظرکي درلوده :
 الف ــ ده فکر کاوه چې جرګه به خامخا په تاوتريخوالې اوړي ، قهريدلې افغانان به ورته دده دجفاګانوپه پخاطر په جرګه کې سپکي سپوري ووايي او دبي ابۍ سره به مخامخ شي .
 ب ــ ده سنجولې وه چې جرګه به په ګډوډيو ورکښيوزې اوبيله کومودپام وړ پړيکړو به پاي ته ورسيږي ، نو ددي ناوړتيا دمسئوليت نه به ده مخکي لادخپل نه ګډون په مرسته ځان ژغورلي وي .
 دجرګي جريان داسلام اباده په کلکه څارل کيده . کله چې جنرال مشرف دخپل نه ګډون په هکله بې تفاوتي او په جرګه کې د پاکستانې استازو په هکله دافغانانو ميلمه پالنه اودرناوي وليد ه ، پدي پوه شو چې اکثريت ګډون کوونکې سولې او امنيت ته ژمن کسان دي ، نوئي ونه غوښته دجرګي دمعنوي ښيګڼو او برياوو څخه بې برخي پاته شي ، په چټکۍ سره يې دجرګي اختتاميه غونډي ته ځان راورساوه او په جرګه کې يې دواکمني فضاتراغيزي لاندي يوه ظاهراً زړه سوانده او پخلا کونکي وينا وکړه . پدي کارسره بيا ده دوی ګټي په پام کې نيولې وي :
 الف ــ نړيوالو او په ځانګړي توګه امريکا ته به ځان دتروريزم دښمن وښئي .
 ب ــ افغانانو ته به ځان ددوي خواخوږۍ او مهربان دوست ښکاره کړي .
 لنډ داچه په دواړو هيوادوو کې د څرګندو کړيو د مخالفت اومنافقانه هلوځلو سره سره ، جر ګه ديوه اوږده ځنډ وروسته دکابل پولي تخنيک انستيتوت دانګړ په هغه خيمه کې پرانيستل شو، کومه چې پخوالا دلوئي جرګي دپاره جوړه شوي وه .
 جرګه بيله دي چې جنجال پارونکې يعني تاکړي ماکړي خبري منځته راشي او غونډه په تاوتريخوالې واړوې ، ټول جريان يې په عمومي توګه د صميميت نه په ډک او يوپربل باندي دباور په چاپيريال کې پرمخ ولاړ او ديوه شپږ برخه ايز پريکړه ليک په منلو سره يې غونډه پاي ته ورسيده . البته دپريکړو د پياده کولو په موخه يوځانګړي ميکانيزم هم په پام کې نيول شويدې .
 دجرګي پريکړي خو تر ډيره بريده حتي دهغو کړيو دپاره هم د ردولو وړندي ، کوم چې له اوله سره يې ددغي جرګي دنامه سره لاحساسيت درلود . ددي ټولوخبرو سره سره دابه دمنطقو نه يوه ليري خبره وي ترڅو وويل شي چې دجرګي پاي به دسولي اوامنيت سره جوخت وي . دجرګي پريکړي عملا هغه وخت ګټوري بللاي شو چې په صحيح توګه دعمل جامي واغوندي ، اوداکاربيا ددواړو خواوو ، په ځانګړې توګه دپاکستاني اړخ په صادقانه نيت اورښتينو هلو ځلو پوري اړه لري .
 دجرګي هغي معنوي ګټي چې همدا اوس هم هيڅوک تري منکريدلاي نشي ، دپوره پام وړدي مثلاً :
 ۱ ــ جنرال مشرف په همدغه جرګه کې دخپل دايمي انکار سره سره دټولي نړي په وړاندي مجبوراً اعتراف وکړ چې تروريزم يوه افغاني پديده نده ، ريښي يې دپاکستانه اوبه اخلي ، هلته توليديږي اوافغانستان ته ليږدول کيږي .
 ۲ ــ دډيورند ددواړو خواوو قومونوتر منځ صميميت يواربيا وښوده چې اوبه په ډانګ نه بيليږي .
 ۳ ــ ددواړو هيوادوخلګو او نړيوالو داومنل که دافغانانو پر کور بل کړي اور مړ نشي نوپه لمبو کې به يې نه يواځې پاکستان بلکه نورګاونډيان هم وسوزي .
 ۴ ــ دجرګي ګډون کوونکوپه يوه خوله ددواړو هيوادونوخلګواو نړيوالو ته په ګوته کړه چې افغاني طالبان ددي خاوري بچيا ن دي ، بايد دنورو اتباعو پشان يې سياسي او مدني حقونو ته پاملرنه وشي .
 اوس چې جرګه په برياليتوب سره دباورپه فضاکي پاي ته رسيدلي ده ، راشي دپريکړو عملي کولو ته يې هم داميدسترګي په لارشواو داکار ددي وطن دټولو اوسيدونکو افغانانو په ګټه دي ځکه تاريخ په ډاګه ښودلې ده چې غم اوښادي زموږ د ټولو يوه ده .