د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان : ناټو کوم لوري ته روانه ده؟ وروستۍ برخه

عناپت الله کاکړ 19.08.2007 03:00

عنايت الله کاکړ

لومړنۍ استراتیزۍ: په ۱۱ اګست ۲۰۰۳ کي دآیساف قومانده ناټوته وسپارل شوه.څنګه چي دناټوحکومتونه دګډامنیت اوګډي دفاع دتیورۍ له مخي په نړیوالوچاروکي دامریکاپه بې قیداوشرطه ملاتړ پړه دي،ځکه نوهم اریکایانو په افغانستان کي دناټوځواکونه دامنیت دټینګښت اودپرمختیايی چارو دسمون اوڅارني پرځای، په اوپراتيفي عملیاتوکي وکارول.درېګاله سرمشريزي وروسته چي دآیساف لپاره کومه استراتیژۍ طرحه شوه دهغې دسرټکي په لاندي ډول دي:

- له افغان حکومتي ځواک سره دامنیت په راوستلوکي ګډکار
- دهیوادلري پرتوبرخوته دمرکزي حکومت دواک لمنه غزول
- دافغان ملي اردوسمبالښت اودچارومسلکي څارنه
- دناقانونه وسله والوډلو بې وسلې کول اودسولي له بهیرسره دهغوی یوځای کول.
دامریکا،ملګروملتونواوناټوترمنځ دخپل منځي پوهاوي له مخي پریکړه وشوه چي دولایتي بیارغوني ټیمونوچاري به هم ناټو ته سپارل کیږي.
پي آرټي په حقیقت کي هغه چتروو چي ترلاندي يی امریکایي ځواکونوبه لري پرتوولایتونوکي خپل شتون ته لاره هواروله. ددغوټیمونو پام زیاتره دبیارغوني پرځای اوپراتيفي کارونو خواته وو.دبیارغاوني په لړکي دامریکايي پي آرټي ګانو نقش خوراکمزوری وو.دپي آرټي له لاري دګوتوپه شمارپروژې بشپړي شويدي
ي په لړکي يی دڅوجوماتونو دفرشولو اوپه کلیوالوماشومانوباندي دانځورلرونکو کیسو دکتابونو اوهمداراز دبسکټووېشل یادولای شو.
دآیساف داستراتیژۍ له مخي ټول هیوادته دمرکزي دولت دواک غزولولپاره څلورګامه په پام کي ونیول شول چي تفصیل يی په لاندي ډول دی:

لومړی: کندز،تخار،بدخشان،بغلان،بلخ اوفاریاب ته دحکومتي واک لمنه غزول اودلته پي آرټی جوړول.
دوهم: غور،فراه،بادغیس اوهرات کي پي آرټي جوړول
دریم: زابل،کندهاروهلمند اور ارزګان ته دمرکز واک غزول
څلورم: غزني،پکتیا،پکتیکا،لوګر،وردګ،بامیان،پنجشېر،نورستان،کنړ اوننګرهارکي دپي آرټي ګانو احداث اوله افغان دولت اواتلافي ځواک سره( چي له آیساف نه جلا تشکل لري اوعمدتاله آمریکایانو جوړدی)دځايي امنیت سمبالول.آیساف دخپلي دغي استراتیژۍ دپلي کولوپه موخه له ۳۷ اروپايي هیوادونو نژدې ۳۷۰۰۰ سرتیري راټول کړي چي دامهال دهیوادپه ۲۵ سیموکي په کاراوفعالیت بوخت دي.

- مقاومت: طالبانو په اکتوبر۲۰۰۱ کي دخپل له ړنګیداوروسته په سملاسي ډول مقاومت پیل کړ.دامریکادپوځي بریدځواکمنتوب طالبان په ښکاره سره تالاترغه کړل خودوخت به تیریداسره دامریکادپوځي عفریت اغیزمنتوب دهغوي دیولړاشتباهاتو له امله راټیټ شو.دې څّ طالبان غښتلي کړل اود۲۰۰۳ کال راپدیخوايی دامریکایي ځواک اوافغان حکومت پرخلاف خپل مقاومت نورهم ګړندی کړ.نه یواځي دابلکي دسړک له غاړي دریموټي بمونو اوهمداراز دځانمرګوبریدونو په کارولوسره يی خپل ځاني تاوانونه کم اوددښمن دايی ډیرکړل.
څنګه چي طالبان په لومړي سرکي له امریکايی پوځي ځواکونوسره په ډغره لګیاوو،ځکه نودیوه بل پرضد ددواړو خواوو بریدونه اودهغوپه ترڅ کي رامنڅته شوي تلفات دتوجیه وړ وو.خوګڼ ځایونه داسي هم وشول چي امریکایانو دطالنو دویشتوپه موخه ګڼ میشته سیمي په نښه کړیدي.ددې څه ښه ساری په ۲۰۰۲ کال کي په ارزګان اوپه ۲۰۰۶ کال کپ په ننګرهارکي په کلیوباندي سخته بمباري وه چي په سلګونو ولسي وګړي يی ووژل. کله چي امریکایانو ولایتي ټیمونه ناټوته وسپارل نوپه دودیزډول دطالبانودمقاومت بهیر هم دناټوپرخواشو.ناټوپه لومړیوکي هڅه وکړه چي دپي آرټي ترچترلاندي په ولسي کچه دبیاودانولوچاري پرمخ بوزيډخودطالبانو لپاره دناټوریښه ایز بیادودانول په حقیقت کي دولس دخواله کولوپه ماناوو.ځکه يی هم هغوي په سختۍ سره مخه ونیوله اوچيري چي هم ناټو ولس ته دځان دوزنژدې کولوهڅه کړي،هلته طالبانوپه سختۍ سره دهغوي دغه هڅي شنډي کړيدي.
دناټو او ولس ترمنځ کارکونکي عناصرپه بې رحمۍ سره له منځه وړل شويدي اودهغوي دغاړو دپریکولو فلمونه ټولي نړۍ ته وړاندي شویدي.
له بده مرغه ناټوپخپل ځای هڅه کړیده چي طالبانو ته دخپلي اتوریتې اوځواک دښودلو لپاره ځای بیځایه له زوره کارواخلي.هغوي دهرهغه څه اوهرهغه چا دله منځّه وړلو هڅه کړي چي له طالبانو سره يی په یوه نه یوه ډول نژدې والی ثابت شوی وي.
ناټو پدې لړکي دولس مجبوریتونه اوبې وسۍ هم په بام کي ندي نیولي.یوبې وسلې کلی څنګه کولای شي په تش لاس د هغو سلګونو وسله والوطالبانو مخه ونيسي چي کلي،کورونه اوباغونه دناټوپرضد دبریدونو لپاره کاروي؟
ناټوددې پرځای چي دخپل دښمن دموندلو لپاره کره ګامونه واخلي په ړانده اواټکلیز ډول هماغه ولسي ځایونه بمباروي چي ددوي شک ورباندي راشي.طالب چریکان واردمخه دبریدله سيمي په کلومټرونو لري تللي وي خودناټودبریدونو په ترڅ کي تباهي اوبربادي یواځي دولسي وګړو په پچه خیژي.
ناټوقومندانانو هڅه کړي چي دخپل یوه پوځي په بدل کي په سلګونو طالبان ووژني خوله بده مرغه دغه طالبان له پلټنو وروسته تل ولسي وګړي ختلي وي.

دولسي وګړو وژنه: هسي خوپه افغاانستان کي داتلافي ځ،اکونو دبریدونو په ترڅ کي دوژل شویو ولسي وګړو شمیره ترلسګونو زره اوړي خوموږ دلته داتلافي ځ،اکونو اوناټو ځینوهغو بریدونو یادونه کوو چي ناټو دطالبانو له بریده وروسته پرولسي وګړو ترسره کړیدي:

- ۱جولايي ۲۰۰۲ امريکايي هوايي ځواک په ارزګان کي دواده په یوه غونډه واورول او نژدې اټه څلويښت تنه يی ووژل.
- ۱۹ اپرېل ۲۰۰۳امريکايي ځواکونو پاکستانۍ پولي ته څیرمه یوکور په غلطه بمبارکړ اودکور لس تنه غړي يی ووژل.
-  ۶ډسمبر ۲۰۰۳ امريکايي الوتکو په غزني کي په یوه کلي بمونه وغوزځولو او نه تنه ماشومان يی ووژل. واردمخه امریکایانوپه پکتیاکي په یوه کور دبریدپه ترڅ کي شپږماشومان وژلي وو.
-۱۷ جنوري ۲۰۰۴: افغان ولس مشر حامدکرزي وويل چي امریکایانو ا ارزګان په یوه کلي بمبارکړیدی اوهلته يی دتورسرو اوماشومانو په ګډون لس تنه وژلي دي.
-۱جولايي ۲۰۰۵: امریکایانو دختیځ ننګرهارولایت په یوه کورباندي هوايي بریدوکړ او ۱۷ تنه ښځي اوماشومان يی ووژأ.
-۱۵ اپریل ۲۰۰۵: په کونړکي پرولسي وګړو دامریکايي بریدله امله اوه تنه ووژل شول.
-۲۱ مۍ ۲۰۰۶: امریکایي الوتکو دکنهارپه ولایت کي په یوه دیني مدرسه بمونه وورول اوشپاړس تنه زده کونکي يی ووژل.
- ۱۰ جولايي ۲۰۰۶: په ترینکوټ باندي دیوه هوايي بریدپه ترڅ کي څلويښت ولسي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
- ۱۸ اکتوبر ۲۰۰۶: دناټوچورلکو دزابل ولایت دآشغي په کلي کي پرولسي وکړوباړونه وچلول اودیارلس تنه يی ترې ووژل.
- ۲۶ اکتوبر ۲۰۰۶: ناټوالوتکو دپنجوايي پردریوکلیو سخت بمبار وکړ اوتراتیا زیات ولسي خلک يی ووژل .ناټو یوازي د دولسو ولسي خلکو دوژلو پړه ومنله.

- ۲۷ فروري ۲۰۰۷: ناټوسرتیرو یو ولسي وګړی هغه مهال په مړدکۍ وويشت اومړ يی کړ چي هغه غوښتل خپل ګاډی دناټو سرتیرو له کاروان سره په څنګ تیرکړي
- ۴ مارچ ۲۰۰۷: امریکايي ځواکونو دتورخم جلال ډبادپرلویه لاره په ولسي وګړو ناتاره ډزي وکړې او نولس کسان يی ووژل.دغه پیښه له یوه ځانمرګي ریدوروسته وشوه چي په پايله کي يی اوه تنه باندني سرتيري مړه اوټپیان شوي وو.
- - ۴ مارچ ۲۰۰۷: امریکایي ځواکونو په خوست کي له خاورونه جوړ په یوه کوربریدوکړ اوکم ترکمه نه کسان چي څلور يی تورسري وې ووژل.
- - ۵ مارچ ۲۰۰۷:امریکایانو دکندهاريه ښارکي یوټیکسي ډریور پدې شک وواژه چي ګواکي هغه غوښتل خپل ګاډی له امریکایي پوځي کاروان سره وجنګوي.
- - ۱۵ مارچ ۲۰۰۷: امریکايي پاراشوټي ځواک دزابل ولایت په لري پراته چنارتوکلي کي دری ماشومان پدې نامه ووژل چي ګواکي په هغوي يی دطالبانو شک راغلی وو.
- ۱۷ اپریل ۲۰۰۷: امریکايي شوبلي په کابل ښارکي هغه ماشوم ترخپل درانه زنځیرلاندي کړ چي واردمخه په یوه بله ولسي لارۍ پوري نښتی وو.امريکایانو لومړی هغه په مړدکۍ وويشت اوبیايی دشوبلي ترچین لاندي کړ چي په ټکي مړ شو.
- ۲۷ اپریل ۲۰۰۷: دامریکایی ځواکونودهرات په شینډنډکي ولسي سيمي تربریدلاندي ونیولې اونژدې ۱۳۶ کلیوال يی ووژل.امریکایانو یوازي د۵۱ ولسي وګړو وژنه ومنله
- - ۸ مۍ ۲۰۰۷: افغان حکومتي چارواکو خبرورکړ چي امریکايي ځواکونوپه هلمند کي دطالبانوپرضد دخپل یوه پوځي کمپاین په پایله کي په سنګین کي ترڅلويښت زیات ولسي وګړي ووژل.
- - ۲۸ مۍ ۲۰۰۷: دناټو پوځ اوطالبانو ترمنځ دهلمندپه سنګین کي ترلس ساعته اوږدې جګړې وروسته امریکایانو پرولسي خلکو باړونه وچلول او نژدې ۲۴ کیلوال يی ووژل.
- - ۱۶ جون ۲۰۰۷: په کابل ښارکي له یوه ځانمرګي برید وروسته آمریکايي سرتیرو پرولسي وګړو دماشینګڼو باړونه وچلول اوکم ترکمه یوتن يی مړ اولس تنه يی ټپیان کړل.
- - امریکايي ځواکونو په ختیځ کونړ ولایت کي پریوه مشکوک کور برید وکړ او اوه تنه ښځي اومشاومان يی ووژل.
- - ۲۶ جولايي ۲۰۰۷: ناټو الوتکوپه هلمند کي سخت بمبار وکړ اوترسل زیات ولسي خلک يی ووژل.
- ۱اګست ۲۰۰۷: دزابل ولایت دشاه جوي ولسوالۍ دخاکې په کلي کي حکومتي پوليسو دشاه جويی دولسوال قومندان تور اودلویو لارو دپولیسو دقومندان جیلاني خان ترمشرۍ لاندي په کلي برید وکړ.خلک يی له کورو راوایستل اودچړو اوبرچوپه وهلوسره يی کم ترکمه یولس کسان ووژل چي دسيمي مخورعلما مولوي هدایت الله،مولوي داود اومولوي فضل الرحمن هم پکې وو.

پورته له انساني حقونو نه دامریکایي اوناټو ځواک دبې خاره سرغړونو یوه وړه بېلګه وه کنه نو په حقیقت کي ځمکنی صورتحال تردې ډیر وېرونکی دی.

دناټوپرضد ولسي کرکه: په کال ۲۰۰۲ کي دبون غونډي دپریکړوپه پایله کي داهیله کیده چي افغانستان به له یوه استازي،ولسواک حکومت نه برخمن شي خوله بده مرغه دغه هیله هغه مهال نهیله شوه چي له ولس مشرۍ پرته ټول کاري وزارتونه اوخوکۍ دجنګي دلو استازوته چي زیاتره يی دبشري حقونونه په سرغړونه اوهمداراز پرژبني اونژادي بنسټ دخلکو پرټولیزه وژنه تورن وو، وسپارل شوې.
ولس مشرکرزی که څه په ډیرکي پښت پوري تړلی،خوله بده مرغه دردې مهاله يی صورتاً اوسيرتاً کږون دهغو جنګي سالارانو خواته دی چي په لږکیوپوري تړلي اوله ډیرکیوسره له عقدې ډک چلن کوي.دهیواد اکثریت(پښتانه) په واک او آن په ولسي چاروکي له خپله حقه بې برخي کړای شول.دالقاعده اوطالب په نامه وځپل شول،وتښتول شول او آن ترګوانټاناموهم ورسول شول. دیوې سروې له مخي جوته شوي چي په ګوانټاناموکي دبندوافغانانو په ډله کي ۹۹٪ يی پښتانه دي.امرکیایانو دخپلي سخت دريځي جنګي پالیسۍ له مخي له پښتنوسره هرډول روغبړ ته شاکړه.دبیاودانولو ولسي اوپوځي ټیکې يی ټولي په لږه کیو پوري تړلوهغو عقده لرونکو اوخپلو وفادارو جنګ سالارانو ته ورکړې چي پښتون دښمني يی په خټه کي اغږل شويده.
امرکیا اوناټوته وفاداروجنګ سالارانو په کابینه کي ناستو خپلو انډیوالانو په مرسته دبیاودانولو دپروسې مخه دختیځ اوجنوبي افغانستان دپښتون میشته سیمو پرځای دلویديځ اوشمال ناپښتون میشته سیموته ورواړوله. دهرات په  شینډنډ،دبلخ په چاربولک اودکندزپه خان آبادکي پښتانه دالقاعده اوطالب پرملاتړ تورن شول اوهغوي له هرتعمیري بهیرنه شاته پرېښودل شول .
 دسمنګان،بامیان،تخار،پنجشیر،جوزجان اونورو ولایتونو لري پرتوسيموته لادتخنیکي روزني لمن وزول شوه.
نن حالت دې ځای ته رسیدلی چي په پشتني سیموکي پوره کلي په بمبارونو اوبریدونوکي له منځه وړل کیږي اوپه غیرپښتني سیموکي ښوونځي،روغتونونه،سړکونه اوآن خلکوته پاخه کورونه په وړیاډول جوړیږي.پښتانه سوداګران په لوی لاس له ګټو لاس په سرکیداته اړایستل کیږي اوهغوي چي دعقده لرونکو نژادپالو امرته يی غاړه نه ښودله ياخوله غاړي خلاص شول اویاهم تراوسه تری تم دي.
دا اوله افغان ستونزي سره دامریکایانو اوناټو ځینو نورو غیرمنطقي چلنونو، 
اوهمدارازدځمکنیوحقایقوپه وړاندي دهغوي ناانډوله تګ ولس په تیره بیاپښتانه دې ته اړایستل چي دبیاودانولو دټولي پروسې پرکره توب باندي شکمن شي اودحکومت په وړاندي پرخپل چلن باندي له سره کتنه وکړي.
پورته حقایقو دولس په زړه کي دامریا،ناټو اوافغان حکومت په اړه کرکه راوپاروله.دغه کورني فکتورونه له ځینو باندنیوداسره یوځای شول او ولس يی دبغاوت تربریده ورساوه.
پرون یوه طالب په ټول ولس کي دپټي ځای نه درلود اونن په لسګونه وسله وال طالبان له لسګونو تښتول شویو باندنیانوسره یواځي دغزني دقره باغ په څير په وړه سیمه کي خوندي پاتي کیدای شي.

دمقاومت دلیکو خواته دولس کږون: ولس هڅه وکړه چي خپلي هيلي،ګيلې اوغوښتني له روا اوډیموکراتیکو لاروچارو دامریکا،ناټو او ولس مشرغوږونو ته ورسوي.ولسي استازوهم یو دوه ځله هڅه وکړه چي په پارلمان کي ددې څه پرضدغږپورته کړي خوڅنګه چي په افغانستان کي دترهګرۍ پرخلاف دنړیوال اتلاف روانه جګړه نان نیګوشي ايبل بڼه لري ځکه نو هغه دپارلمان دډیبېټ له کرښي هم وتلي پاتي شول.
هلته چي ولس مشرپخپله ددغو عملیاتو اودهغو په پایله کي درامنځته شویو ولسي تاوانونو پرضد دغږپورته کولو حق نلري،نالوستي،بې خبره اوکليوال ولسي استازي به ورباندي څنګه بحث وکاندي؟
دافغان پارلمان ډیری غړي ښايي دناټو له تلفظ اودهغه له مانانه هم خبرنه وي.دافغانستان څلورخواوي،جغرافیايي پریوت،ډیموګرافیک جوړښت،اتنیکي اواتنولوژيکي وېش ندی ورمالوم،
هغوي به دولس دغو هیلو اوغوښتنوته څه خاوري ځواب ووايي؟
دامریکایی سرتیرو دناروا کړنوپرضدچي دکابلیانو سوله ایزپاڅون څه ونکړای شوای نو دپارلمان غړي به يی پرضدکومه توره ووهي؟
پاتي شوه درسنیوخبره، نوحقیقت دادی چي په افغانستان کي کارنده باندنۍ میډیا له یوه نه یوه پلوه په لوبه کي په ښکیلو اړخونوپوري تړلي پاتي شوي ده اوکه تړلي هم نه وي نو کم ترکمه دپيښوپه انځورولوکي دخپلو ملي معذرتونوپه پام کي نیولوباندي پړه ده.ترکومه چي دکورنۍ ميډیاخبره ده نوهغې هم پدغه بحران کي دملت ملاتړ ونکړای شوای.حقیقت داتی چي کورنۍ رسنۍ هم ترډیره یاخودپردیو پروژوبرخه ده چي موخه يی یوازي اویوازي دمالي ګټولاسته راوړل دي اویاهم داطلاعاتو دقانون په وريښمين مزي داسي تړل شويدي چي که لږڅه له دغه بندنه دپښې دایستلو هڅه وکړي نوپای به يی لکه دآصف ننګ اوزماپه څیروي.
کورنۍ رسنۍ نن سبا دخان ښه وايي په فورمول رواني دي.پدغسي یوه پیچلي حالت کي چي ملت دخپلو ټاکل شویو استازو اورسنیو له لوري په نیمه لاره کي یوازي پرېښودل شوي وي،دهغوي سترګي په اتومات ډول دهغه ځواک خواته اوړي چي واردمخه لاپه پوځي ډګرکي له امریکایانو اوناټوسره په ډغره بوخت دی.
په پښتون ميشته سیموکي دطالبانوخواته دولس کږون اوس له شکه وتلي خبره ده.حکومت اواتلاف لکه چي دمخه موڅرګنده کړه دولس هیلوته نه یواځي داچي ځواب ورنکړ بلکي هغوي يی وټکول،ځکه په ولس کي هم دغبرګون په بڼه دسرزورۍ اوبغاوت څپه راوپاریده.دنړیوالو رسنیو درپورټونوله مخي په جنوبي افغانستان کي ولس دخپلو ورځنوی ستونزو دحل لپاره دحکومت پرځای طالبانوته ورمخه کړيده.
طالبانوته دولس دکږون بل لامل داهم دی چي هغوي له ثقافتي پلوه په ولس کي ژوري ريښې لري.هغوي دملت له بطنه زیږیدلي اودواکمنۍ له ختمیدا وروسته بیرته دملت غیږي ته ستانه شويدي پداسي حال کي چي دکابل اوسني واکمنان له ملت سره چندان اړخ نه لګوي.هغوي پخواهم په اشرافيه پاړکي پوري تړلي پاتي شوي اونن هم اشرافیه دي.دبحران پرمهال يی ملت تل په نیمه لاره کي یواځي پرې ایښی اودملت دلیکو پرځای دلویدیځ خواته تښتیدلي دي. نن هم هغه ښاغلي اویايی هم اولادونه ترامریکي ماشینګڼولاندي افغانستان ته راغلي دي اوبیابه هم په پای کي هماغلته ځي.
بله خبره داچي طالبانوپه ۱۹۹۰ لسیزه کي پداسي وخت کي دولس په دردخوړلي وو چي جهادي ډلي په کورنۍ جګړه اودملت په ځورولو اخته وې اودنن ورځي لویديځ میشته وزیران اولاندینۍ بیوروکراسۍ په لویدیځ کي په مزوچړچړ لګیاوو.
ترټولومهمه داچي که دهیوادپه اوسني بحران کي ژبنی فاکتورهم په پام کي ونیسونودافغانستان دډیرکي لپاره له دې پلوه هم له طالبانو پرته بل کوم غوره آفشن نشته.

پايلي اواغیزي: دپورته ټکوپه پام کي نیولوسره داخره ورځ په ورځ سپینیږي چي دافغانستان حالات ورځ تربلي مخ په خرابیدا روان دي. څومره چي ناټوپه زوره عمل کوي دومره سخت به دمقاومت غبرګون څرګندیږي. له مقاومت سره دولس دیوځای کیداپه صورت کي به افغانستان عملاً په دوه برخي وویشل شي.پښتون میشته سیمه به له یرغلګروسره په ډغره وي اوغیرپښتني سيمي به له موډرنوپرمختګونو خونداخلي.
دغه حالت په بیانورهم هغه مهال ګډود اوپیچلی شي چي سړی پکي دپاکستان،ایران،روسیې اوچین لاسوهني هم په پام کي ونیسي.ځکه هغو به هریوپخپل وارسره په خړو اوبوکي دکبانو دنیولو هڅي وکړي.
په افغانستان کي دګډوډۍ له امله به دهغه په شمالي ګاوندکي پراته کوچنی هیوادونه لکه تاجکستان،ازبکستان اوترکمنستان هم په افغاني خاوره کي دخپل اغیزدښندلو هڅي وکړي اوپدې ډول به دغه جنجال ټولي سيمه په برکي ونیسي.
که دمقاومت په پایله کي ناټو اوامریکاافغانستان پریږدي نوبیاخو دخونړۍ کورنۍ جګړې مخه هیڅوک هم نشي نیولای اوکه دوي پاتي شي نوپه پښتون میشته سیموکي به دمقاومت له امله جګړه توده وي چي دبیلابیلوقومونو اونژادونوترمنځ به بیاهم دکرکي نوغي وشیندي اوهغه پدې ډول چي یرغلګربه دشمال لوری په څنګ کي نیولی وي اوجنوب لوری به ورباندي وهي.
امریکایانو کټ مټ دغه فورمول په عراق کی هم وکاراوه اوکه په افغانستان کي يی کاروي نودغه هیوادبه په اتومات ډول پرنژادي اوژبني بنسټ دټوټه ټوټه کیداښکارکیږي.
دپورته ټکوپه پام کي نیولوسره امریکا،ناټو اوافغان دولت ته ښايي چي دولس په وړاندي په خپلو کړنوباندي له سره کتنه وکړي.دډیره کي اولږه کي زړه بدون ته دي دپای ټکی کیږدي اوهغوي دي دیوه بل پرخلاف نه کاروي.
آیساف ته دي یواځي اویواځي پولیسي نقش ورکړل شي اوپه هغه کي دي اسلامي هیوادونه هم راټاله کړای شي.
دامريکايي پوځ لپاره هم داترټولو غوره ده چي له افغانستان دچټک وتلوپرپروګرام کاروکړي.مخکي له دې چي دعراق په څیرپه یوه جاخه کي کیوزي بایدچي دملت ارادې ته غاړه کیږدي اوخپل ځواکونه له افغانستان وباسي اودټول ملت اومقاومت په ګډون یوملي فورمول درامنځته کولولپاره کاروکړي.ددې کارلپاره دامریکا په وړاندي یوښه چانس هم شته اوهغه دافغانستان اوپاکستان په ګډون هغه لویه جرګه ده چي داګست دمیاشتي په منځ کي ښايي په کابل کي راوبلل شي.
که امریکاله دغه چانس نه ګټه پورته نکړای شوه نوګومان نه کیږي چي هغه دي دسرزورۍ له لاري خپلي موخي ته ورسيږي.
ملت ته دواک نه ورکولوپه صورت کي کیدای شي دمقاومت بڼه ملي شي چي هغه مهال نوپرحالاتوباندي دامریکاکنټرول یوناشونی کارتمامیدای شي.