د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نبي (ص) په ژوند باندې يو څو کرښې

امان الله حيران 18.08.2007 03:00

د نبي (ص) په ژوند باندې يو څو کرښې

له وسه وتلې خبره ده چۍ انسان دې دنبي دژوندانه ټول اړخونه راوڅيړي كه يې څوك څيړي هم نو دنبي ص  له شانه سره به ډيره لږه وي

زماداكوچنى مقاله خوددې وړتيابيخې نه لري چې دده دشان اوشوكت ديوې برخې لپاره دې كفايت وكړي خوبياهم خپله وسه كوم اوغواړم خپل دقاصرعقل اونٰظردګران نبي ص دځينو اخلاقي ،سياسي اونورواړخونوباندې خبرې وكړم خپله دانيمګړې مقاله ستاسومخ ته دلوستلو لپاره وړاندې كوم .

۱- دنبي ص ټولنيزژوند :

څرنګه چې دانسان دهرې اړتيا دبشپړولولپاره دټولنې اوافرادومرستې ته زياته اړتيالري اويوازې خداىج دى چې دهرچاله مرستې اوضرورت څخه منزه اوپاك دى نوپدې اساس ټولنيزژړندهغه اړتياده چې دانسان دژوند هره شيبه ديته اړده چې دټولنې سره په اشتراكي توګه خپله اړتياپه يوه صميمي فضاكې حل اولارې چا رې يې ولټوي تر كومه ځايه چې تاريخ شاهد دى دنبي ص له راتګ نه دمخه په انساني ټولنه كې وحشت اوبربريت ترويج موندلى ؤ له انسان نه خپله څيره اواخلاق ورك ؤ هرچاغوښتل په وحشي توګه خپلې اړتياوې لاس ته راوړې انسان وژنه ډيراسان كارؤ دخداى داستازيوخبره چانه منله انسانيت دحيوانيت په څيره راڅرګند ؤ دنبي ص له راتګ سره سم ټولنه دانسانيت ، اسلاميت اواخلاقيت لوري ته وبلل شوه ، انسان بل انسان ته دانسانيت اوحقيقت په سترګووكتل نه دحيوانيت ا ووحشت . ټول اسلامي احكام اورواجونه په ټولنه كې ترويج اوپلي شول ، دده دراتګ سره سم انساني ټولنې ته يودنيكى اوخيرزيرى دى  دانسان د ژوند ټولې برخې دتكميل درجې ته رسيږي ، دښځو،ماشومانو اوپه ځانګړې توګه مسلمانانوټول حقوق خوندي كيږي دظلم اواستبداد نړى اوماڼۍ لړزيږي اوپه نړۍباندې درحمت دوره پيليږي .

سياسي ژوند :

ځينې معاصرروڼ اندي دافكركوي چي سياست يوازې دټولنې له حقوقوڅخه ناوړه ګټه اخيستل ،له خلكو سره چل اوفريب له يوې غلطې لارې نه ديوهدف لاسته راوړل اودخلكو په بې عزتۍ كې خپل عزت لټول ګڼي مګر داسلام دمكمل دين له احكامو نه داڅرګنديږي چې داټولې خبرې له اسلامي احكامو سره په تفاوت اوټكركې دي څرنګه چې موږ ټول ځانونه دنبي ص امتيان ګڼو نواړينه ده چې له هغې لارې څخه استفاده اوګټه واخيستل شي كومه چې زموږ لارښود موږته په ګوته كړي وي نبي ص تنها دانه چې داسلام لپاره يې بې حده خدمتونه كړي اوله هيڅ رازسختۍ اوقربانې څخه يې داسلام په لاره صرفه نده كړې بلكې دټولنې په هراړخ كې دده هره كړنه له سياسته څخه ډكه ؤه چې په لاندې توګه دده ځينې مهمو سياسي ټكوته اشاره وكړو :

۱- دمشركانو له تجربې څخه ګټه اخيستل :

نبي ص اوابو بکر صدیق دیومخکني تړون په اساس  عبدالله ابن اریقط له ځانه سره اجیر کړلو ترڅو دوی له یوې پټې لارې څخه دمدینې لوری ته راهنمایې کړي سره له دې چې عبدالله ابن اریقط مشرک ؤ مګر دشخصیت له پلوه بیا ډیر امین اونجیب انسان ؤ اومشرکانو ته یې دمسلمانانو خبر اوجاوسوسي نه کوله له دینه معلومه شوه چې داړتیا په وخت اوضرورت کې دمشرکانو یاکافرانو له تجربو څخه ګټه اخیستل کومه بده خبره نده خوپدې شرط چې پوره امانت به لري .

کله چې دې مشرک نبي ص ته لاره وښودله نو نبي ص دغوته په لاره کې یو سړی په مخه ورغی په دغه وخت کې قریشو دنبي ص اودهغه دملګري دنیولو په سر سل اوښان چې دهغه وخت لویه پانګه وه ددوی په سر جایزه ټاکلی وه دې سړي له حضرت ابو بکر صدیق رض څخه وپوښتل هغه سړی څوک دی لرې په دښته کې یو بل سړی هم روان و نو حضرت ابوبکر رض ځواب ورکړ دا زما دلارې لارښود دی هغه سړي فکر کاوه چې هغه په ښته کې روان سړی مطلوب دی دلته په دې جمله کې حضرت ابوبکر صدیق رض توریه او تشبیه وکاراوه ، ځکه نبي  ص ددوی استاد او داسلامي لارې لارښود و په دې  ځای کې دحضرت ابوبکر رض سیاست پوهه او تکتیک له لرې ښکارېږي ځکه ده دروغ هم ونه ویل او پوښتونکي دا فکر وکړ چې هغه ددښتې سړي ښیی او با الاخره دنېولو څخه محفوظ پاتې شو . له دې معلومه شوه چې نبي ص څپل یاران او شاګردانو ته هم دبشپړې پوهې سیاست او وفادارۍ درس وکړی و چې ښکاره بېلګه یې همدغه مثال دی ، همدا ډول نبي ص چې کوم برخورد ددعوت او اسلام ته دبلنې په لاره کې کولې ټول له سیاست او پوهې نه خالي نه و ، که تاریخ ته وګورو دحمزه رض او حضرت عمر رض مسلمانېدل پرته له داسې شرافتمندانه خبرو او سیاسي لارو ممکن کار نه و او دا سیاست او شرافت په هغه وخت کې یوازې نبي ص و چې په ځای کړی و او داسلام دپرمختګ لامل ګرځېدلی و .

0-                داسلامي حکومت کابینه او ټاکنې :

کله چې ددعوت مراسم پای ته ورسېده نبي ص خلکو ته لارښوونه وکړه تر څو دولس کسان ددوی دمشرانو په توګه نبی ص ته ورپېژني ، مسلمانانو په خپل منځ کې انتخابات وکړل چې نه کسان د اوس له قبیلې او درې کسان دخزرج له قوم څخه استازې وټاکل شو ل وروسته نبی ص دې استازې ته وفرمایل چې تاسې ددې قوم استازې او سرپرستان یاست ، تاسې به حتما ددې قوم ستونزو او مشکلاتو ته ځواب وایی او خپل مسولیت باید د قوم او خلکو پروړاندې احساس کړی .

لنډ مغز ه انسان به دا فکر کوي چې ټاکنه داوسني غربي نظام دفکرونو زېږنده وي خو دا دمسلمانانو ناخبرۍ وي چې دخپل پېشوا له سیاستونو او لارښنوونه نا خبره او ددوی دپېشوا له سیاستونو څخه پردي یا کفار ګټه پورته کوي . له دې نه جوته شوه چې ټاکنې په اسلام کې یو پخوانی اصل و چې ددې اصل موسس نبي ص دی چې په خپل وخت کې دا اصل تاسیس او پر ځای کړ. په دې انتخاباتو کې دا بریالیتوبونه او لاسته راوړنې له ورایه ښکاري چې په لنډه توګه یې ځینې دیادونې وړ بولم .

۱- له دې نه جوته شوه چې دمسوولیت منل یو لیافت او ښکلا ده ده دقوم مشران دخپلې قبیلې مسوولیت ته متوجه کړل تر څو دا قوم په راتلونکي کې تاسې له لورې دکومو ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګریوان نه شي او دا دټولنې په مرغۍ په راکمو لو کې لویه مرسته او دمخلوق لپاره د هوسا ژوند لاره برابروي .

۲- ددې نه دنبوت دمقام او ځای دلوړوالي او عالیتوب ثبوت ښه څرګنده دی معنی دا چې نبي ص له خپل مسوولیت نه هم ځان ګوښه نکړل بلکه خپل ځان یې هم دقوم پروړاندې مسوول وګاڼه او قوم ته یې وویل ( زه هم دخپل قوم مشر او مسوول یم ) او دا مسوولیت دمکې دخلکو په ځای حق هم و تر څو نبي ص ددوی پوښتنو او مسوولیتونو ته ځواب ووایی او دا کار نبي په خپل وخت کې په بشپړه توګه ادا کړی و چې دا ده په پوره ایماندارۍ ، وفا او ښه سیاست جوته کوي .

۳- په دې کې دا هم یو سیاست و تر څو داوس او خزرح قبیلې جنګ پای ومومي او دا کار نه وای شوای کېدای شوای چې ددوی تر منځ جګړې نور هم اور اخیستې و ی خو له انتخاباتو نه وروسته یو اسلامي ایتلافي حکومت منځ ته راغی داوس او خزرج د قبیلې جګړه پای ته ورسېده او ددوی تر منځ ددوستۍ اړېکې ټېنګې شوې ، ددې فتنې له منځه وړل پخپله درسول ص په پوهه او سیاست دلالت کوي .

۴ـ له دې انتخاباتو نه دمسلمانانو دداخلي صف داتفاق او یووالی او په واحد محور باندې دراټولېدو ښکارندویه کوي چې مختلف طبیعتونه رنګارنګ غوښتنې او کشمکشونه په یو واحد مقام کې سره یو کېږي او ددوی ترمنځ داتفاق او یو والی ټېنګول یوې ځانګړی پوهې او سیاست ته اړتیا لري او که ګران رسول ص دا پوهه او سیاست نه درلودای نو داوس او خزرج دقبېلې ددښمنۍ بدلول په وروۍ باندې څه آسانه کار نه و .

۳- که سیرت مطالعه کړو نو دنبي ص هره کړنه اوعمل دده دپوهې اوسیاست معلم دی اوکه مسلمانان دهغه په لارښونو عمل وکړي دوی به دژوند تر اخیرو پورې له روحي ، دماغي ، فکري ، اونورو بیلابیلو ستونزو څخه ژغورل شوي وي .

رسول ص په هره برخه کې ځانګړي وړتیا اوپوهه درلو ده که دده غزاګانو ته نظر وکړو هم نو راته دبریالي سیاست اوپوهې لارښونه کوي . کومې سوبې اوغزاګانې چې نیي ص  له کفارو سره سرته رسولې دده په دې غزاګانو کې نه ماتې خوړل داپه خپله دده دښه تکتیک اوکامیابه رهبرۍ څرګندویه دی .

رسول ص دخپلې بریالۍ لارښونې له امله وکولای شول تر څو دده مبارک له وفاته وروسته هم دده شاګردان اویاران داسلامي امت لپاره کامیابه اجرآت تر سره کړي چې په لنډه توګه دلمړي خلیفه حضرت ابوبکر رض پوهه اودحضرت عمر رض قضاوت اوعدالت ، دعثمان رض سخاوت اوتواضع ، دحضرت علي رض اوحضرت خالد رض هیمت اومیړانه دیادولو وړد ي ددوی میړانه به هیڅ وخت هم تاریخ له خپلې لمنې څخه لرې نه کړې اوهمدادمسلمانانو لپاره یو ویاړلی تاریخ اودبریالیتوب دوره وه . غواړم دنبي ص دغزاګانو په هکله هم لږخبرې وکړم : دنبي ص په پوره ایمان دارۍ اوپوهه باندې له ده سر دبدرپه غزاکې دپرښتو رانازیلیدل ددوی دمرستې اوکومک لپاره اوله ده سره په غزوه کې برخه اخیستل دده دویاړخبرې دي ، اوداټولې دده دښه تکتیک اوسیاست  څرګندویي کو ي رسو ل ص چې په ژوندونې په هره غزاکې ګډون کړې دی ماته پکې نه ده خوړلې په هره غزاکې سالم اوغانم راستون شوی دی .  دلته دده دغزاګانو شمیرې ته لنډه کتنه کوو:

دنبي ص دغزاګانو شمیره :

0-       عبدالله بن رجآ اسراییل له ابو اسحاق څخه روایت کوي چې مادحضرت زید بن ارقم نه وپوښتل چې رسول ص څومره غزاګانې کړې د ي اوتاله هغه سره په څومره غزاګانو کې شرکت کړی دی نو هغه وویل : رسو ل ص ټول نوولس غزاګانې کړ ېد ي اوزه ورسره په اوولسو جهادونو کې ملګری اوشریک وم .

1-       ۲- عبدالله بن رجآ اسرییل ، ابو اسحاق ، حضرت برآ بن عا زب نه روایت کو ي اووایی: ماله رسول ص سره په پنځلسو غزاګانو کې ګډون کړی دی .

2-       ۳- احمد بن حسن، احمد بن محمد بن حنبل ابن هلال معمر بن سلیمان کهمسي  له حضرت ابن برید نه روایت کو ي اووایي : چې زماپلاربریده بن مسیب وای : چې مادنبي ص سره په شپاړسو غزاګانو کې  ګډون کړی د ی اودانیګ مرغي مې لاس ته راوړې ده . اقوال پورته یاښکته خوپدې ټولو غزاګانو کې نبي ص بریالی راغلی شهیدان یې کم ورکړی د ي اوکفاروته یې زیات تلفات ورکړ يدي ، اوداسلام دخوریدالپاره یې نه هیرودونک ي خدمتو نه کړ ي اوداخدمتونه دده دپوره همت ، پوهې ، سیاست اوایماندارۍ باند ې څرګنده علامه ده  .

نبي ص له بندیانو سره بد چلند نه دی کړی ، دناروغ پوښتنه به یې کوله ، دمسلمانانو هرحق اومسولیت یې په ځای کړی ؤ ، دجهاد په هکله یې بریالي تکتیکونه کارول ، دمسلمانانو تر منځ یې دنفاق څیزونه له منځه وړل اسلام په هغه وخت کې دټولو دینونو یو قدوه او لارښود دین ؤ دمسلمانانو تر منځ ، حسن نیت او خواخوږي موجوده و ه نبي ص هېڅ وخت په چا یرغل نه کاوه دا ټول دژوند هغه مهم او اړین توکې دي چې ددې کارونو په ځان كې پلي كول  په خپله دهغه انسان تمام کمالیات په ډاګه کوي او موږ هم پدې یقین یو چې دقیامت تر ورځې به دده افکار دده لارښوونې او کړنې دمسلمنانو لپاره دکامیابۍ او بریالیتوب یوازنۍ لاره وي او انسان کولای شي تنها دنبي ص په لارښوونو  سره دژوند راتلونکی وټاکې او عمل کول پرې انسان ته پرته له کامیابۍ بل څه نه ور په برخه کوي نبي ص دژوند په هره لاره چاره کې دقدوه په شان لارښوونې او کړنې کړې دي لکه : دنبي ص هرې غزا ځانګړی حکمت درلود ، له دښمنانو سره یې معامله کوله ، دغم لپاره  يې لارښوونې کولي ، دتشویش درفع کولو لپاره، بې خوبۍ ویرې لپاره یې هم دعلاج لارښوونې كړې دي دغنیمت دمال دوېش په هکله دصحت په هکله ، سولې په اړه دداسیرانو دښه سلوک په هکله همدارنګه نوردژوند په اړخونو کې يې  دیو ښه ایمانداره ، پوه او سیاسي شخصیت په شان ځليدلى  .داخوڅرګنده ده چې درسول ص هره کړنه له حکمت اوپوهې نه خالي نه وه څرنګه چې تاریخ ثبت ته رسولې ده چې رسول ص متعددې میرمنې درلودې راځوددې حکمتو نو لنډه یادونه کوو:

کفارومتعصیبینو غوښتل په هر ډول مخالفو لارو نه درسول ص شخصیت جرح اوپه ضد یې ناوړه تبلیغاتو ته دوام ورکړ ي خو الله تعالی ورته پدې هکله بشپړډاډ ورکو ي اووایی: وکذالک جعلنا لکل نبی عدومن المجرمین وکفی بالله هادیا ونصیرا ) ژباړه : اوهمداسې (لکه چې کفارمې  ستا دښمنان ګرځولي د ي)ګرځولي ؤ موږپخو اله تانه دپاره دهر نبي دښمنان له مجرمانو اوصبر وکړه  په شان دنو رو انبییاؤ په شان اوکافي ده رب ستاسمه لارښوونکی اوښه مددکوونکی پراعداؤ مخکې تر دې چې دنبي ص دامهاتو په ژوند خبرې وکړو غواړو درسول ص په خلاف دمتعصبو غریبانو اوکینه ناکو صلیبیانو دتبلیغاتو دباطلولو لپاره دامهات المؤ منین دودونو حکمتونه څرګند ه کړو:

کفارودده دمیرمنو دتعددپه خلاف غواړي د خلکوپه زړو کې شکونه اوشبهې راپیداکړي اوپه دې تعددبه یې انتقاد کولو خوالله تعالی په خپل کرم سره دابې اساسه تبلیغات باطل اوبې اثره کړیدي اوداڅرګنده ده چې واده کول یوازې درسول ص سنت نه دی بلکې ټولو انبییاؤ ودونه کړي ؤ اولادونه یې درلودل اوداچې څومره ودونه یې کړي ؤ داهم کومه ستونزمنه خبره نده اوداعمل ده ته دخدای ج له لوري جایز اوستایل شوی دی اووایي : ولقد ارسلنارسلا من قبلک وجعلنا لهم ازواجا وذریه وماکان لرسو ل ان یآتی بآیه الابآذن الله لکل اجل کتاب ) الرعد : ۳۸

ژباړه : اوخامخا په تحقیق لیږلی ؤ موږډیر رسولان پخواله تانه لکه چې رالیږلي مویې ته اوورکړي مو ؤ دوی ته ښځې اولادونه اونه ښایي دپاره دهیڅ رسول داکارچې راوړي یوه داسې معجزه چې خلک یې غواړ ي مګر په اذن اوتقدیر دالله سره دپاره دهر وخت اوحادثې یو حکم دی چې په خپله نیټه همغسې کیږي .

داسلام دښمنانو درسول  ص دمیرمنو دتعدد ته دانتقاد ګوته نیسي اوغواړي له دې لارې نه درسول ص په خلا ف شکوک راپیداکړي خو ددې پوچوتبلیغاتو دابطال لپاره هر مسلمان ته لازمه ده چې لاندني ټکي په نظرکې ونیسي :

0- دسول ص له دخدیجې پرته له نورو میرمنو سره دځوانۍ په مرحله کې واده ندی کړې بلکې له پنځوسو نه ها خوایې وړوسته واده کړی د ی.

1- ۲-  له عایشې بي بي پرته رسول ص نورې میرنې کونډې وې که له ودونو نه درسول ص هدق ددنیا خود اومادي لذت وی نو باید په ځوانۍ مرحله کې یې له پیغلوسره ودونه کړي وای خوګورو چې هغه مبارک له کونډو اودعمر په وروستي مرحله کې ودونه کړیدي اورسول ص پدې مسله کې هیڅ رازستونزه نه درلودله که ېې غوښتي وای نوهر وخت یې له ټولو نه غوره اوښایسته پیغله واده کولی شوای .

2- حقیقت دادی چې رسول  ص ودونه دهوس اوهوی لپاره نه ؤ بلکې دهریوه واده ترشالوی ، لوی حکمتونه اواهداف پراته ؤ اوکه له انصافه کارواخلی نوحتما به په حقایقو پوه شی اوس راځو په لنډه توګه داحکمتونه ذکرکوو:

3- درسول ص دودونو دتعدد حکمتونه :

4- دده دواده دتعدد حکمتونه بی شمیره دي خوکولای شو په لاندنیو څلورو برخوبسنه وکړو .

5- ۱- ښوونیزحکمت

6- ۲تشریعي حکمت

7- ۳- ټولنیزحکمت

8- ۴- سیاسي حکمت

۱--- ښوونیزیاتعلیمي حکمت : درسول ص دمیرمنو دتعدد حکمت داؤ چې داسلامي امت دښځو اومیرمنو دښوونې اوروزنې لپاره څوښوونکې میرمنې وروزي اوددې لپاره یې تیارې کړلې چې نوروته شرعي احکام وښیي ،ښځې دټولنې نیمایي برخه جوړو ياوهمدارنګه دنرپه شان دیني مکلفیتونه اودندې لري نو دضرورت احساسیده چې دارنګه معلمانې میرنې وروزل شي ځکه هغه وخت به زیاتره میرمنو دحیاله امله دنبي ص نه مستقیمآ دحیض، نفاس ، جنابت اونورو کورنیو چارو کې له رسول  ص څخه پوښتنه نه شوای کولای اوهمدارنګه رسول  ص هم دومره حیاناک ؤ چې نه یې شوای کولای دښځو له خو ادمطرح شویو ټولو پوښتنو ته په صراحت سره ځواب ووایي نو ضرورت ؤ چې په خپل لاس داسې بیبیانې وروزي تر څو تر هغوی پورې اړوند مسایل داسلامي امت نورو میرمنو ته ورسوي اودډګر په پړاوکې همداسې شوي هم دي بله داچې درسول ص سنت دفعل ، تقریر او عمل څخه عبارت دي نو نبي ص هم کورنی ژوند درلود نو دده دافعالو رسول نو رو ته لازم ؤ اودده دکورنۍ داسنت نورو ته رسول اوپه ځای کول یوازې له همدې لارې امکان درلود .

۲---- تشریعي حکمت : دمیرمنو دتعدد بل حکمت تشریع ي حکمت ؤ هغه داچې رسول ص ځینې ودونه اوله ځینو میرمنو سره نکاح دیو شمیر جاهلي عاداتو دله منځه وړلو په خاطر وه . دمثال په توګه له اسلامه مخکې دعربو عادت ؤ چې یو تن به یې په زوی ولۍ سره نیولو اودابه لکه اصلي زوی داسې ګرځاوه په ټولو شیانو لکه میراث ، نکاح ، طلاق ، واد ه اوخپلوۍ هر څه کې به لکه اصلي زوی داسې ؤ همدارنګه رسول ص له بعثت نه دمخه زید بن حارثه زوی نیولی ؤ

خلکو به زید بن محمد باله وروسته چې رسول ص په رسالت مشرف شواوداايت نازل شو (ادعوهم لابايهم هو اقسط عندالله ) نوزوي نيولو عادت باطل اعلان شو اوزيد بن حارثه بن شرحبيل ونومول شو وروسته رسول ص ددې عادت دله منځه وړلو لپاره زيدته خپله دعمه لورزينب بنت جحش په واده وركړله خوددوي نكاح ونه شوه اوبير ته يې طلاقه كړله چې وروسته زينب بنت جحش رسو ل ص په خپله ځانته نكاح كړله اودعربوؤ چې دزوي نيولي له ميرمنې سره به هم نكاح نه كوله لكه داصل زوى له ميرمنې سره چې نه كيږي دهمدې ناروا عادت دبطلان لپاره رسول ص ته الله تعالي امر وكړ ترڅوداعادت له منځه يوسي .

ټولنيزحكمت : دنبي ص دميرمنو دتعدد بل حكمت ټولنيز حكمت ؤ رسول ص دمختلفو كورنيو سره داړيكو ټينګولو داسلامي ټولنې دمختلفو كورنيو سره خپلوۍ كړۍ وۍ اونبي ص دهغه بيبيانو پلرونو ددرناوي اودنيكۍ په خاطر داكارترسره كړي ؤ ددې لپاره ښه بيلګه  حضرت عايشه رض  اوحفصه رض سره واده كول ګڼلاى شو ابوبكر رض درسول ص لومړي وزير په توګه ؤ اورنبي ص سره يې دومره نيكۍ كړې كړيدي چې رسول ص دده په اړه وايي : هر چاچې زموږ سره نيكي كړيده موږ يۍ بدله وركړې ده خو ابوبكر صديق رض له ماسره دومره نيكى كړيدي چې بدل به يۍ دقيامت په ورځ الله تعالي وركوي دابوبكر رض لپاره ددې نيكيو غوره بدله دده دلور عايشې رض سره دنبي ص دنكاح تړل ؤ ترڅو ابوبكر رض ته داشرف ورپه برخه كړي . همدارازدعمر رض كونډې لورسره واده كول دحضرت عمر رض دميړانې اواسلام ته دلويو خدمتونو داداكولو په خاطر ؤ اوهمدا دعمر رض دكورنۍ لپاره ښه پاداش اووياړ ؤ چې دده له كونډۍ لورسره رسول ص نكاح وتړي كه غوروشي نووقعا چې رسول  ص يو زيرك بريالۍ سياستمدار اوترټولو وفادار عظيم شخصيت ؤ هغه دخپلو اصحابو ترمنځ دديني اړيكو ترڅنګ ددوستۍ اړيكې هم ټينګې كړلې اوخپلو وفادارويارانو ته يي ددوي داخلاص اونيكۍ بدله وركړله لنډه داچې رسول ص دمختلفو كورنيوسره خپلې كورنۍ اړيكې ټينګې كړۍ وې اوداكاريې دمسلمانانو داتلولۍ اوددرناوي په خاطر كړى اودوي يۍ دخپل ځان خپلوان يې وګرځول

۴-   سياسي حكمت :

له ځينو ميرمنوسره درسول ص دواده تر شا داسلام اومسلمانانو لپاره ګټور، لوى ، لوى سياسي حكمتونه پراته ؤ رسول ص دهمدې لارې نه داسلام دقوت اولاخوريداهدف درلود اوغوښتل يې هغه كورنۍ اوقومونه چې داسلام په مخالفه ليكه كې ولاړؤ مسلمانانو ته رالنډ كړي . دمثال په توګه كله چې دبني مصطلق دكورنۍ مشر لور جوريه بنت الحارث رض په غزاكې دخپل قوم دنورو افرادوپه ډله كې په اسارت ونيول شوه نو نبي ص همدااسيره ميرمن ځانته نكاح كړله نونورو مسلمانانو دد ې دقوم بنديان ددۍ دشرف په خاطر له بنده خوشي كړل اوويل به يې موږ څنګه درسول ص خسرخيل اوخپلوان اسيران كړو اودهمدې واده له بركته يې دقوم ټول مشران ازاد شول اوله دينه علاوه هغوى ته دمسلمانو ځوانمردۍ اونيكې دومره ښه ولګيده چې ټولو اسلام ومانه . همداراز يو بل لوى حكمت دصفيه بنت حيي بن احطب سره واده كول و ؤ دادسردار لورؤه دخيبر په غزاكې دنو رو مسلمانانو له خوا په اسارت شوه نورسول ص ورته اختيار وركړ چې كه اسلام راوړې نو آزاده به يې كړي اونكاح به ورسره وكړي اوله غواړي آزاده شي خپل قوم ته لاړه شي هم ددې خوښه صفيې رض ايمان راوړ اونكاح يې ورسره وتړله نودهمدې سببه دقوم ځينې كسان په اسلام مشرف شول .

دام حبيبه سره هم درسول ص دواده حكمتونه روښانه دي داهم دقريشو دسردار ابوسفيان لوروه اوحبشې ته مهاجره شوې وه اوكونډه وه اوپه اسلام مشرفه وه كه مكې ته تللې واى شايد دكورنۍ نوروغړو يې دامرتده كړې واي نو نبي ص ورسره نكاح وتړله اوداواده ډير دمسلمانانو په ګټه پاى ته ورسيد ابو سفيان لامسلمان نه ؤ چې دسول ص په مقام اومنزلت يې اعتراف وكړ اوداواده يې تاييدكړ اودښمني كمه شوه زړونه ېې نرم شول په مسلمانانو فشار كم شو اودابوسفيان رويه هم ورځ ، په ورځ ښه كيده اوتغييربه يې مونده په رښتياچې رسول ص تر ټولو لوي سياست مدار اووفادارشخص ؤ اودالله تعالي ترټولو غوره رسول ؤ دهر مسلمان لپاره دلارې مشال دى دښمنان به هر څه وايي هڅې به كوي خوبې ځايه دي اوباطلې دي دنبي ص شخصيت ته كومه صدمه نشي رسولى اولمرهم په دووګوتونه پټيږي .

خپلې خبرې رانغاړم اوپه لنډه توګه درسول ص دميرمنو نومونه اوپيژندګلوي ستاسو مخ ته ږدم :

۱-   ام المؤمنين سوده بنت زمعه رض چې دقريشو له قبيلې څخه وه

۲ -  ام المؤ منين عايشه رض دابوبكر رض لورچې دپلاراصلي نوم يې عبدالله دي

۳-  ام المؤمينين خديجه رض بنت خويلد داهم قريشه وه .

۴-  ام المؤ منين حفصه رض بنت عمر رض

۵-  ام سلمه رض چې اصلي نوم يې هنده اوپه ام سلمه باندې شهرت لري .

0- زينب بنت خزيمه رض داانصاريه وه

۷-  زينب بنت جحش رض اصلي نوم يې بره ؤ وروسته رسول ص په زينب باندې بدل كړ كنيه نو م يې ام الحكم ؤ .

۸-  جوريه بنت الحارث نوم يې اصلابره ؤ رسول ص په جوريه بدل كړ پلاريې دبني مصطلق كورنۍ سردارؤ اوپه اسلام مشرف شو .

0- حفصه بنت حيي بن احطب اصلي نوم يې زينب ؤ .  

۱۰ -  ام حبيبه چې اصلي نوم يې رمله ؤ اوكله چې په حبشه كې لورپيداشوه نو پ هغه يې حبيبه نو م كيښود اوددې كنيه نوم هم ام حبيبه ؤ .

0-   ام ميمونه رض اصلي نوم يې بره اونبي ص ورسته په ميمونه بدل كړ دپلار نوم يۍ حزن ؤ اودخاليد بن وليد سكنۍ دترورۍ لوركيدله .

1-   ۱۲-  ماريه ام ابراهيم بن محمد پلارېې شمون اوموريې مسيحۍ وه اوپه مصر كې تولد شوې وه

2-   ۱۳ ريحانه بنت يزيد رض داد رسول  ص وينځه وه اودادبني قريظه ديهودانوديو تن چې حكم نوميده ښځه وه اوپه غزاكې په اسارت ونيول شوه اودرسول ص لپاره غوره اونكاح يې ورسره وتړله

3-   ۱۴-  اسمآ بنت النعمان پلاريې نعمان نوميده دنجد له سيمې دكندي له مشرانو ياپاچايانو څخه ؤ اوبس .

 

 

نبي ص په هر لوري طبي ،سياسي ، ټولنيزو اونورو دژوند په مهمواړخونو كې ښايسته اوهدف مند حكمتونه درلودل چې اوس يادپوهانو اومختريعينوله لوري كشف كيږي اوحقيقت ته يې رسيږي اوډيرخولاتراوسه مبهم اولاكشفه پراته دي كوم چې پوهانو ذكر كړي دي دهغه راوړل دعمرونو خبره اودانسان له وسه وتلې ده دازما نيمګړې مقاله نشي كولاي چې دخواږه پيغمبر ديوحكمت اوسياست هم په بشپړه توګه ذكركړي بياهم ماخپله وسه كړې ده چې دانيمګړې مقاله مې په لوستلووارزوئ .

له پاملرنې نه مومننه

 

ورورمو امان الله (حيران )

 

 

مآخذونه اوسرچينې :

۱- قران كريم

۲- دنبي ص غزاګانې

۳- خط مشي سياسي دسيره نبوي

۴-  امهات المؤ منين