د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دلنډداستان ادبي شكل اوپېچلتياوې

د شمس خوستي ژباړه 12.08.2007 04:00
دلنډداستان په اړه خبرې كول اسان اوپه عين حال كې ستونزمن كاربريښي ،اسان ځكه دى چې لنډداستان دشعريانمايشنامې غوندې اوږدتاريخ نلري اودداستان عمرترډېره دوه سوه كاله مخكې ښودل شوى ،ياني دلنډاداستان ليكنه دهغې په ننني مفهوم دنولسمې پېړۍ په پيل كې رامنځته شوې .  له بل پلوه دلنډداستان په اړه څه ويل ځكه ستونزمن دي  چې ،لنډداستان په  يادشوي عمركې له داسې نوښتونواوڅرنګوالي برخمن شوى چې حتى يوه لنډه اوياهم تفصيل واره نغوته دهغې لوړوالي اوښېګنوته چې دوروستيودووپېړيوپه اوږدوكې يې پيداكړې په هغه وړه شوني نده( چې بايدوي  ) .زه كوښښ كوم يوازې هغورېښوته چې دلنډداستان له پيدايښته ترننه رامنځته شوي نغوته وكړم .لكه څنګه مې چې اشاره وكړه ،لنډداستان دنولسمې پېړۍ له پيله په امريكاكې د ادرګارالن پواوپه روسيه كې دنيكولاى واسيلي يوويچ ګوګول په ليكنوكې چې دلنډداستان پلارهم پېژندل شوى رامنځته شوى .دپوداستانونه ځانګړې لوړه طرح لري چې په پرتليزډول يې دګوګول  هغه نلري ،ياني دپوپه داستانونوكې په ځواكمن پلاټ ټينګارشوى اوشخصيتونه يې په دويمه درجه كې دارزښت وړؤ،په داسې حال كې چې ګوګول شخصيتونوته ارزښت وركاوۀ اودهغه په اثاروكې پلاټ بې رنګه دى .ډېروروسته دانتون چخوف اودكي دوموپاسان په راښكاره كيدوسره دغه توپيرونه ژورشول،مګراولين تن چې دلنډداستان لپاره يې ديوې تيورۍ دطرحې كوښښ وكړادګارلن پوؤ،په حقيقت كې پودلنډداستان اولين تيوريست اونظريه ويوونكى دى . هغې دلومړي ځل لپاره دلنډداستان تعريف وكړ،كه څه هم دهغه تعريف له تكلف اوتصنع څخه ډك ؤاونېږدې يوازې دى پخپله دهغه تعريف په لار روان پاتې شوخوپه تاريخي لحاظ دپام وړدى .پوپدې ګروهمن ؤچې لنډداستان پخپل چاپېرچل كې ((يواغېز)) يا Single Effect  شكل لري اوليكونكى بايدلنډداستان ته له پيله داسې شكل وركړي چې دهغې ټول عناصراوغونډلې ديوټوليزاغېزدالقاپه منظور،وي اودداستان ټول تاثيرات په پرتليزډول هغه ته په درجه اوارزښت كې كم وي .طبيعي ده چې ټول داستانونه همداسې نشي كېداى ،دپودداستان سبك چې دطرحې يا پلاټ په برجستګۍ ټينګاركوي ډېروروسته دموپاسان پواسطه وغوړېدۀ .په حقيقت كې موپاسان دتمركزدطرحې په پرتله دداستان پر اغېزشيندنه باندې په داستان كې شخصيت اومنطقيت ارزښتناك ووبالۀ .موپاسان پدې ګروهمن ؤچې منطق كولى شي پرمخاطب اغېزوكړي .له موپاسان وروسته لنډداستان امريكايي ليكوال ويليام سيدني پورتر،اوج ته وساوۀ ،هغې داستان ته هنري اصطلاح ((پېچ آخر)) وردننه كړه .دګوګول قاعده ترانتون چخوف پورې ورسيده ،دچخوف عمده ترين كارداؤچې پلاټ يې تركومه ځايه چې توانېدۀ بېرنګه كاوۀ ،دچخوف داستانونه ترډېره بريده په څوغونډلوكې تعريف كېداى شي ،خوكه اصولا څوك توانيږي چې هغه تعريف كړي .فكركوم سامرست موآم حق درلودووايي،لدې امله چې چخوف ويلي ؤموپاسان يې په داستان ليكنه كې خپل سرمشق ګرځولى ؤ،تعجب كوي . له چخوف وروسته كاترين منسفيلددچخوف په سبك اوتقليدداستان وليكۀ ،مګر هغه څوك چې نيږدې پلاټ له داستان څخه حذف كړي امريكايي ليكوال شرووداندرسون ؤ .له شرووداندرسون وروسته ،ارنست همينګوى دغه كاراوج ته ورساوۀ ،اود((خبرواترو)) په نوم اثريې وتوانېدچې هغه دداستان په ځواكمنوليكونكيوكې داخل كړي .روښانه اوپاكه ګوښه،پشه په باران كې ،سړي وژونكي  اونوردهمينګوى د(خبرواترو) دټولګې هغه داستانونه دي چې ډېركي داستان ليكونكي يې ترخپلې شعاع لاندې راوستي دي  آلن رب ګري يه ،ناتالي ساروت كلودسيمون اونور دفرانسې داويايمې لسيزې داستان ليكونكي  دي چې دنويوداستانوليكونكيوپه نوم پېژندل كيږي اوپه همدې ډول كارماركز په جادويي رياليسم مشهوردى . په همدې ډول نورډېرداستان ليكونكي دي چې دټولويادونه شوني نده ،خو،ار پوښتنه داده چې لنډداستان ولې دنولسمې پېړى په لومړيووختوكې رامنځته شو،ولې په اوولسمه اواتلسمه كې ندى رامنځته شوى ؟موږپخپلوادبياتوكې هم په ځانګړي ډول دغزل په اړه لدې پوښتنې سره مخ يوچې ،غزل دشپږمې پېړۍ په وروستيوكې دسلجوقيانوپه دوره كې رامنځته شو،اووروسته په اوومه پېړۍ كې دمغولوله بريدسره اوج ته ورسيد،په لنډداستان كې هم وضعيت همداسې دى ،اوموږبايددهغه ځواب په لټه كې شوچې په ادبياتوكې نشته ،ليدل كيږي چې لنډداستان ديوې ټولنيز ې اوتاريخي اړتياله مخې رامنځته شوى وي .صنعتي انقلاب ،دماشين په نوم دپديدوپيداكيدل اولوړوالي  دانسان دژوندانۀ پرټولو اړخونو او مخونو په تېزۍ سره ليكونكي دې ټكي ته ځيركړل اوداحساس يې ورسره مل كړچې دوى دڅه وېيلولپاره منځينۍ لارې ته اړتيالري ،دالامل ؤچې دلنډداستان ادبي شكل رامنځته شو .پدې تاريخي اوټولنيزدليل برسېره نوردلايل هم شته اودادهغواړيكيواومناسباتوڅرنګوالى دى چې دنولسمې پېړۍ پرخلكومسلط شول .ماشينېزم اوصنعتي كېدنې هغه اړيكي له خپل ځان سره پرټولنه تحميل كړل چې انسان يې له مخې له داسې نڅاپي احساساتو،تجربو،ليدنواونويوفكرونوسره مخ شو،چې له نولسمې پېړۍ مخكې شتۀ نه وو دغه فكرونه اواحساسات دومره متمركزاوپرمخ تللي ووچې يوازې دلنډداستان په چوكاټ كې ښكاره ،ځاى اوطرح شي اوكه د رومان په چوكاټ كې طرح شوي واى نوله اغېزښيندنې څخه لوېدل .له نولسمې پېړۍ دمخه په جدي توګه دخلكوترمنځ داړيكيوله مفهوم سره مخ شوي نه يواودخلكوله تنهايي اويوازيتوب سره مخ نه يو،داټول هغه څه دي چې دماشين له راتګ وروسته دانسان په ژوندكې پيداشول چې طبيعتاَدڅرګندولولپاره يې ځلاوركولوته اړتياوه،ښايي بېځايه نه وي ووايم چې لنډداستان دنؤمهالې (ماډرن ) ټولنې زېږنده ده .كه څه هم ځينې (ليكوالان) ګروهمن دي چې لنډداستان په څلورمه پېړۍ كې دكامرون له داستانونو،دبوكاچيوله اثر،اويا دكانتربري له كيسودچاسرله اثرسره پيل شوي ،خوفكرنه كيږي چې دانظر دې سم وي ،زماپه اندددغومورخانوداستدلال بنسټ دلنډداستان پرماهيت نه بلكې پرحجم ولاړدى ،ياني څرنګه چې دهغوداستانونوحجم دنننيوداستانونوپه اندازه دى ،لدې امله دوى فكركوي چې هغوى دلنډداستان پلرونه دي ،خوموږدسعدي حكايات دلنډداستان په توګه نشوپېژندلى .څرنګه چې لندداستان دهغومؤلفينورا ايستنه اوموندنه ده چې په يوه اراده ولاړوي اوهغه هم يوازې دليكونكي موندنه او را يستنه وي ،په داسې حال كې چې موږپه اخلاقي كيسوكې لكه دكانتربري په كيسو،يادبوكاچيوپه داستانونواونوروكې لدې شي (ابداع) سره مخ نه يو.دسعدي حكاياتونه ددۀ اراده اوابداع ندى ،ليدل كيږي چې دغه له ټولنيزتخيل راټوكيدلي كيسې دي چې سينه په سينه ليږديدلي اوپدې ليږديدنه كې يوڅه ورزيات اويوترې كم شوي اوپه ټوليزډول يې دكيسې (حكايت) شكل نيولى .خوكله چې داستان ليكونكودلنډداستان په ليكلوپيل وكړ،په واقعيت كې دا ددوى دذهن له نچوړڅخه بل څه ندي اودغه عمده توپيردى چې له نولسمې پېړۍ په راوروستواوله هغې په دمخه داستانونوترمنځ شته شوى .براندرماتيوزدلنډوكيسوپه فلسفه نومي كتاب كې ليكلي ،رومان دزياتواجزاوولرلوله امله يومحورته اړتيالري ترڅواجزايې پرهغه راوڅرخي اوكنترول يې كړي،دغه محورمعمولاً دعشق په رومان كې وي ،ياني رومان په ټوليزډول دعشق په نوم پريوه موضوع راڅرخي .پداسې حال كې چې لنډاداستان دحجم له پلوه كم دى ،دعشق محورته اړتيانلري ،كه څه هم هغه وايي چې دى غيرعشقي رومانونه اوعشقي لنډداستانونه هم لري ،خودلنډداستان درامنځته كېدلوعمده لامل دادى چې غيرعشقي مفاهيم رامنځته شول اورومان هغه نشي طرح كولى ،كه بيايې طرح  هم كړي اغېزبه ونلري اوداټول داسې موضوعات دي  چې بايدپه مخونوكې طرح شي نه په څوسوومخونوياجلدونوكې .فرانك يوه ډېره ژوره نظريه لري ، چې حقيقتاٌدبحث وړده ،هغه ګروهمن دى چې لنډداستان دخلكوديوازيتوب له مخې رامنځته شو. كله چې تاسويورومان لولۍ نوداوږدوالي له امله يې دشخصيتونوپه اړه فكردهغې ديوډول خيالونودامكان شتوالي له امله له تاسوهيريږي ،ځكه چې په رومان كې شخصيتونه په بيابياڅرګنديږي،خبرې كوي اوله مخاطب سره اړيكي ټينګوي،اوپه همدې ډول مخاطب له هغه سره دنيږديوالي احساس كوي ،خوپه لنډداستان كې داسې نده ،په لنډداستان كې شخصيتونه په بيړه راځي اوډېرزربېرته درومي ،نولدې امله د داستان له شخصيتونوسره دهمدردۍ احساس نه كوو،نو وېلى شوچې دلنډداستان شخصيتونه اوپخپله لنډداستان ديوګوښه اوازغوندې دى ،هغه اوازچې يوازې ويونكي ته داوريدو وړوي باقي پاته كيږي .  له بله پلوه دټولنې په پېچلتوب سره دخلكواړيكي ،تجربې اونورفكرونه طرح شول ،لنډداستان ددې لپاره ښه وسيله ده  اوپه ښه ډول كولاى شي داهرڅه بيان كړي .زماه په نظردلنډداستان اورومان ترمنځ بنسټيزتوپيردادى چې په لنډداستان كې موږله يواپوزيسيون سره مخ يو،كه داستان ليكنه دشطرنج له لوبې سره تشبې كړوموږپه لنډداستان كې يوازې دلوبې يواپوزيسيون وينو،پداسې حال كې چې رومان ټوله لوبه راښايي .په لوبه كې دادواړه (هم دټولې لوبې اوهم ديواپوزيسيون ) ليدل شوني دي ،په سنيماكې هم همداسې كېداى شي .موږپه لنډداستان كې يوازې يوځانګړى وضعيت وينواوليكونكى هڅه كوي چې دغه ځانګړى وضعيت اوپدې كې دخلكوڅرنګوالى څرګندكړي ،پداسې حال كې چې په لوړداستان كې دخلكوخوځښت درومان جوړښت رامنځته كوي .په لنډداستان كې موږمعمولاً يويادوه اوترډېره بريده درې خوځښتونه وينواوددې خوځښتونومجموعه اپوزيسيون جوړوي ،البته ځينې وخت په لنډداستان كې اصولاَ له كوم خوځښت (حركت) سره نه مخامخيږواوداستان يو ولاړموقعيت راښايي .زماپه اند لنډداستان دهغه فشارزېږنده ده چې پرليكونو راغلى وي  اودغه فشاردوتلولارې ته اړتيالري چې نفوذيې په لنډداستان كې شكل نيسي .په وقعيت كې ليكونكى له هغه لوى فشارڅخه چې پردۀ واردشوى خلاصون پيداكوي ،خوپه رومان كې داسې نده ،ځكه چې فشاردومره همېشنى نه وي چې څوكاله ادامه پيداكړي .