د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

توريالی هېروون يو پټ استعداد

رفيع الله ستانکزی 12.08.2007 02:00

توريالی هېروون يو پټ استعداد

په نړۍ چې هر څومره وخت تېريږي، په هماغه کچه د زمانې وضعه ورسره بدلون مومي او د زمانې د وضعې د بدلون سره سم د انسانانو  د ژوند ډولونه، اخلاق او اندونه هم بدلون مومي.

اوبه، هوا، استوګنځی، د ژوند چاپېريال او ټاټوبی دا ټول په دغو بدلونونو کې مهم رول لري، نو همدا دليل دی، چې د اولسونو د ژوندانه ټول  لوازم؛ لکه: وضعه، دودونه او نور ټول ټولنيز کيفيتونه يو له بل سره توپير پیدا کوي او د يوې پيړۍ بقايا له بلې پيړۍ د بقاياوو سره ډېر ورته والی او يو رنګي نه  لري. دلته ده، چې ژبه هم د دغو ټولو ټولنيزو، روحي او معنوي اوضاعو سره يو ځای بدلون مومي او ژبه خو تل د هرې ټولنې د وګړو د خيالونو، اندونو او عقايدو ښکارندويه ده او هغه بدلونونه چې د يوې ټولنې په خيالاتو، اندونو اوعقايدو کې پېښيږي د همدغې ټولنې د عقلي او ټولنيز ژوند سره موږ ته څرګنديږي.

د فرانسې نامتو اديب ويکتورهوګو د خپل کتاب ((کورمويل)) په سريزه کې د هرې زمانې د اشعارو د تحول په اړه داسې ليکي:

((لومړۍ هغه دوره ده، چې د انسانانو اندونو بساطت او ساده ګي درلوده، چې سندرې يا غنايي اشعار (ليريک) يې منځ ته راوړل، وروسته چې انسانان د بدلون له حاله راووتل او مدنيتونه يې جوړ کړل، نو د دوی احساسات هم واوښتل، چې حماسي، رزمي او قصصي اشعار (اپيک) باب شو، د شعر دريمه دوره تمثيلي دوره ده، چې دغه درې دورې د انسانانو د مدنيتونو، ذهني ارتقاء او عقلي حيات سره يو ځای پيدا شوي دي)). پورته حقايقو ته په پام سره ويلی شو، چې پښتو ژبې شعر هم دغه پورتني پړاوونه وهلي دي، چې ډېرۍ ادب پالونکو د دغې ژبې په چوپړ کې وخت او زمانې ته خپله خيال اوډنه د شعر په ډول ډول کالبونو کې انځور کړې ده، چې دغو خيالونو، اندونو او انځورونو د پښتو ژبې شعر آسمان تل ځلانده ساتلی دی او دغه ټولنيزه لړۍ پر مخ روانه ده، چې دا آسمان د  توريالي هېروون په څېر شاعرانو،  ليکوالانو له خوا ځلانده ساتل شوی دی.

توريالی هېروون د پښتو خوږې ژبې يو خوږ ژبی شاعر او ليکوال دی، چې خپل نوم يې په ادبي  کړيو کې څه ناڅه روښانه ساتلی دی، څه ناڅه مې په دې خاطر وويلې، چې ښاغلی هېروون خپل استعداد او پوهه يوازې په ځان پورې محدوده ساتلې او نه پوهېږم کوم لامل  دی، چې ښاغلی هېروون د خپل استعداد څرګندولو ته نه پريږدي.

نه غواړم، په هغو عواملو باندې رڼا واچوم، چې ښاغلی هېروون يې د استعداد څرګندولو ته نه دی پريښی، يوازې غواړم خپل خواږه يادښتونه د هېروون صاحب په يادولو له تاسو درنو سره شريک کړم:

ښاغلی هېروون د عزت الله زوی او د کاپيسا په ښکلي ولايت کې نړۍ ته سترګې وغړولې او د ژوندانه د هر ډول کړاو سره يې په زغرده جګړه کړې، د ډېرو ټګمارو اشنايانو څخه يې سرټکولی دی او د بې ننګو اشنايانو څخه په توبو سر شوی دی، لکه چې وايي:

 

 

 

زه په ژوند کې بې وسۍ په توبو سر کړم

د ټګمارو اشنايی په توبو سر کړم

زما توبه شه د بې ننګو اشنايانو

د يار کړې بې ننګۍ په توبو سر کړم

 توريالی هېروون په ظاهري بڼه غلی ښکاري، خو په آر ډول دی يو ارام مينه ناک، مست، رند، ياغی او ډېر مينه کوونکی او خوښونکی انسان دی، د شعر ښاپيرۍ سره يې له ډېر پخوا څخه د مينې تار غځولی دی او ځان يې له دې ښاپيرۍ سره وصال ته هم رسولی دی، د غزل سره بې پايه مينه لري او مينه د ژوند بنسټ ګڼي او مينه خدای، مينه جنت او بالاخره مینه هر څه ګڼي.

د نورو پښتنو شاعرانو په څېر يو مجهول جانان لري او د همهغه مجهول جانان له وجهې ده، چې موږ د هېروون صاحب څخه دومره ښکلې غزلې ترلاسه کړي دي، د هېروون صاحب ډېرۍ غزلې پر کلاسيک سبک ولاړې دي، خو مضمون او الفاظ يې نوي دي، نوي جوړښتونه يې خپلې ژبې ته را ننه وېستلي او د ژبې په بډايتوب کې دا ډول جوړښتونه ډېر ګټور او اړين دي. لکه چې دی د يوه غزل په مطلع کې وايي:

تورې وروځې دې کږې وږې په سترګو

که منصور اوچت په دار دی سړی خوري

   په پورته بيت کې ښاغلي هېروون په څومره ښايسته او په زړه پورې انداز کې تشبيه جوړه کړې ده، چې سړی يې په ويلو نه ستړی کيږي او په بار بار اورېدلو او لوستلو ارزي.

ښاغلي هېروون په هر ډول شعري کالب کې خپله شعري قريحه ازمويلې ده، چې په هر کالب کې يې شعر يو بېل خوند او رنګ موندلی دی، نه پوهېږم، چې ښاغلي هېروون په آزاد شعر کې خپل قلم تر کومه بريده خوځولی دی، تر کومه پورې يې چې شعرونه له ماسره شته، په هغو کې راته آزاد شعر نه په سترګو کيږي، خو د شعرونو کالبونه يې غزلي کالبونه دي او په شعرونو کې يې درد، سوز، ګُداز، خوند، رنګ، نوی والی او مينه ځای لري او په خپلو ډېرو شعرونو کې يې د خپل مجهول جانان د بې وفايی څخه شکايت کړی دی، لکه چې وايي:

افسوس چې آشنايي دې د مطلبه سره وه

مُسکۍ وړه خندا دې د سببه سره وه

په خوله دې محض ويلې د وفا پاکې خبرې

د صدق د کوڅو دې منډه دربه سره وه

او په يو بل بيت کې خو د خپل اشنا څخه د هغه د ډېرې بې وفايی له امله بې زاره شوی دی، چې دا بېزار توب په داسې ډول څرګندوي:

ما وپېژندې، چې يار مې نه يې

مکاره آشنا په کار مې نه يې

هېروون صاحب په دغه ټولو حالاتو سربېره د خپلې ټولنې کمزوريو ته هم پام کړی دی، چې تاسې به يې د هغه په دې بيت کې په خپله ووينئ:

وينم داسې فېشنونه د يارانو

په ليدو يې سترګې ووځې د خوارانو

     هېروون د کابل د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې څخه په ښه درجه فارغ شوی دی او د پوهنتون په دوره کې يې د پوهنتون په درسونو بسيا نه کوله او تل به يې د نورو لوستنو په اړه خبرې کولې. د ژبې ډېر ښه فصاحت لري او په خپل بليغ کلام او د خبرو کولو د بېل سبک له امله يې د ډېريو ځوانانو په زړونو کې ځای پيدا کړی دی، خبرې يې شاعرانه، ادا او کړنې يې شاعرانه دی، ځکه به ما ورسره په هره خبره کې بحث کاوه، چې د بحث کولو په پلمه به مې له ده څخه ډېر څه زده کړل، له ده سره خبرې کول بېل خوند لري او يو ډول د علميت فضاء رامنځ ته کيږي.

نه يوازې، چې دی شعرونه، ليکنې او علمي ويناوې کوي، بلکې کله چې په ټوکو ټکالو سر شي، نو بيا څوک ورته د ټينګې نه وي او په خپل زړه راښکونکې انداز کې هر څوک د ټوکو په ډکر تر ځان وروسته کوي، ټوکې يې هم يو ډول شاعرانه انداز لري او يو ډول بېل خوند په کې پروت وي.

کله کله خو د شعر په خُم کې دومره ډوب شي، چې بيا نه ځان ويني او نه نړۍ، له ځان ورک شي په يو بېل عالم کې مېشت شي او ځانته د مينې نړۍ جوړه کړي. په داسې حال کې هرڅه ورته شعريت پيدا کوي او کله کله خو تر هغه بريده پرمخ ځي، چې تورې شپې ورته مخې ته راځي، لکه چې وايي:

د اشنا د تورو زلفو په خيال لاړم

تورې شپې او مقامونه ورسره دي

     او يا هم کله د خپل يار د نظر د پيمانې څخه شراب غواړي:

راته وګوره کتو کې ثواب راکړه

زما د سترګو د غوښتنې ځواب راکړه

د نظر د هغې ډکې پيمانې نه

يو آياغ د خوږې مينې شراب راکړه

او يا د ا :

چې ساقي د ميو ناب کيسې کولې

ماته سترګو د شباب کيسې کولې

دا رښتيا ده چې د زړونو مالک خدای دی

زما زړه دا ستا په باب کیسې کولې

په پام کې دې څه راغلم، چې په څنګ راته ګورې

پرون دې ماته سترګو د ځواب کیسې کولې

 

 

او يا په دې بيت کې:

ستا مينې ليونۍ کړم آبادي نه پېژنم

همېش په صحرا سر يم خپل پردی نه پېژنم

تاسو وګورﺉ، زموږ دا ځوان شاعر څومره مستانه خبرې په ډېر عاجزانه انداز کې کوي، د (ګنج در ويرانه است) په مصداق سره دا خبره په زغرده کولی شم، چې د ده په ذهن کې د ښکلو تشبيهاتو، ترکيبونو او نوښتونو  خزانه ده او زموږ شاعر د جانان د غم په خُم کې ډوب دی، خو خپلې ټولنې ته يې هم پام دی او د يو ناصح په ډول داسې وايي:

                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                          

ستا عمر تر شل تېر دی اوس هم درنه خدای هېر دی

تر څاښته کړې خوبونه، چې راپاڅې افتخار کړې

په حقه غاړه کېږده مستقيم شه د خدای لار کې

خواهش څه په کار نه دی د دنيا په کار او بار کې

دلته شاعر د نوي کهول ځوانانو ته څنګزنه کړې ده، چې دوی سهار نا وخته له خوبه پاڅيږي، لمونځ او د خدای يادول ترېنه پاتې وي، سربېره پردې چې دوی خجالت وباسي، افتخار هم کوي او شاعر ورته په ډېره نرمه او خوږه ژبه وايي، چې د خدای په مستقيمه لار برابر شه، ځکه چې په همدې لار کې دې ښه والی او نېکمرغي ده، د نړۍ په کارونو کې څه خواهش مه کوه او هېڅ د دنيايي کارونو پسې ځان له خدايه مه ورکوه.

 

 

 

 

 

اوس د هېروون د يو بل غزل سره تم کيږو:

ما درکړی زړه د مينې قلم داد کې

چې د خپل حسن تعمير په کې آباد کې

تل په دغه تمنا زما ژوندون دی
چې خاطر زما د فخر مېلمستون دی
دغه ما زده کړی ستا د عشق سودا کې
چې د خپل حسن تعمير په کې اباد کې

چې طلب مې د اجل د ټوپک وار شو
څله اوږد دا ستا د رحم استغفار شو
هسې هم نشته تاثير زما فرياد کې
چې د خپل حسن تعمير په کې اباد کې

 چې په زړه زما راغلې دا ستا مينه
مسير چېرته بدلومه نازنينه
ما شمېرلی ځان د قتل په تعداد کې
چې د خپل حسن تعمير په کې اباد کې

 منکسرې لارې نشته محبت کې
تل تاکيد زما په دغه نصيحت کې
زه به څه وايم تورياله د خدای داد کې
چې د خپل حسن تعمير په کې اباد کې

تاسې ګورﺉ، چې څومره په ښايسته الفاظو کې يو ډېر په زړه پورې مطلب رانغاړي او مينې ته څومره په درنه سترګه ګوري، نور نه غواړم، چې په دې شعر باندې خبرې وکړم، دا کار به لوستونکو ته پرېږدم، چې هغوی څه وايي.

ښاغلي توريالي هېروون ډېرې مقالې په بېلابېلو موضوعاتو باندې ليکلي دي، چې هره يوه يې يو معنوي او ادبي ارزښت لري، د پوهنتون د زده کړيالی پر مهال يې ډېر علمي او ښوونيز سيمينارونه ورکړي دي، چې د څانګې او پوهنتون د مشرتابه له خوا په ستاينليکونو هم لمانځل شوی دی، د زده کړيالۍ پر مهال آرام، غلی او تل به يو شي په فکر اخيستی و، زه  ورسره ډېر خواږه يادښتونه لرم، نه غواړم هغه يادښتونه دلته راوړم، خو دومره وايم، چې د هېروون صاحب ژوند مينه ده او بې مينې ژوند نه خوښوي.

په پای کې لوی څښتن ته د هغه په لوړ او مهربانه دربار کې لاسونه لپه کوم او ښاغلي هېروون ته د اوږد ژوند دعا کوم او ورته په دې بهېر کې د نورو برياوو او هڅاندتوب غوښتنه کوم.

او د بېټ نېکه سره په دې دعا آمين وايم، چې وايي:

دا وګړي ډېر کړې خدايه

لويه خدايه لويه خدايه

 

آمين ثم آمين

 

ورور مو  رفيع الله ستانکزی

نوی ښار ،  کابل