د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان ولې جوړ شو او ملايان يې څوک دي ؟

پښتون 08.08.2007 04:00
هغه مهال چې پاکستان جوړېده ، آزادېدۀ به ځکه نه وايم چې دا يو آزاد شوى هېواد نه بلکه جوړ شوى هېواد يا په بل عبارت کرل شوى اغزى دى ، دپاکستان دجوړېدوپه وخت کې د سيمې پوهان ، عالمان ، او دسياسي شعور درلودونکي ، لکه مولانا مودودي، مفتي محمود اونور ... دوى پوهېدل چې دا هېواد د اسلام په نامه د اسلام دکمزورې کولو لپاره يوه هڅه ده چې مونږ اوس په ډاګه هغه تخريبي جوړې کړاى شوې نظريې کومې چې اوس مهال له دې خاورې راوځي او پخپله په نړۍ کې داسلام د بدنامولو او د نړيوالو دزړه تورولو سبب ګرځي وينو او ځارو يې .
 يو خوا په پاکستان کې موجودې دينې مدرسې چې ځانونه د اسلام نه تمېدونکي جنګيالي بولي او بل خوا په همدغه ملک کې يو شمېر خلک د پيغمبرۍ او د مهدي اخيرالزمان دعوې کوي ، چې بيا دا هرڅه په مذهبي تاوتريخوالې بدل او له خلکو څخه يې نېغه لاره ورکوي .
 د مدرسو په اړه خو به دومره ووايو چې ددغې مدرسو ساده او بې تجربې زدکوونکي ورسره اکثريت مخلص ښوونکي ( لوى مشران يې نه يادم ) په دې نه پوهېږي چې څوک مونږ نه څه کار اخلي څوک موږ لوبوي او څوک دى چې دغه د اسلام نه تمېدونکي جنګيالي د اسلام په خلاف کاروي، که مطلب لږ نور هم روڼ کړو نو بايد ووايو چې ددوى بې ځايه مذهبي جنون ناپوهي افراطيت اوسادګي پخپله د اسلام په خلاف او د اسلام نه دنړۍ د انسانانو د زړه توري مانا لري . حال دا چې مونږ ډېر غير مسلم ليدلي دي چې په دغسې يو وخت کې چې ټوله دنيا دمسلمان له نوم نه کرکه کوي د اسلامي تعليماتو په مطالعه لاس پورې کوي او په پايله کې په اسلام مشرف کېږي ، خو دهر مسلمان شوي غير مسلم اوله خبره چې له ميډيا سره يې کوي دا وي چې ، مسلمانان اسلام ته شعوري کار نه کوي او نړۍ ته پخپله مسلمانانو د اسلام تصوير ناسم وړاندې کړى دى ، کنه اسلام يو حق دين دى او دهر انسان د دنيا او آخرت د ګټې ضمانت کوي .
 په پاکستان کې يو وخت په مدرسو کې د عصري علومو دزدکړې او کمپيوټر خبرې کېدې ، چې دا د مدرسو او د ملايانو په ذهني روښنايۍ کې لوى رول لوبولى شي ، خو چا پرېنه ښودل چې داسې وشي ، نه پوهېږم چې ددغې سيمې ژورنالستان خواران ولې دومره بې کاره دي چې يو فيچر يې پرې نه کړ برابر ، خير هغوى هم ملامت نه دي ځکه چې ټوله سيمه دژرنالستانو د تښتولو وژلو او بنديانولو شاهده ده ، چې دا ټول دپاکستان درسمي استخباراتي ادارو تخريبي کارونه دي ، هغه مهال چې دپاکستان مدرسوته د عصري علومو او کمپيوټر دبرابرولو خبرې کېدې دامسئله هيچا جدي ونه نيوله ، هيچا دې خواته ميلان ونه ښوده ګرچې دا مسئله ډېره مهمه او دسيمي د سياسي او علمي او په خاصه توګه د مذهبي افراطيانو د فکر دروښانتيا يوه په زړه پورې لاره وه ، خو دا مسئلې پيداکول په خپله د پاکستان رسمي تخريبي برخه ده ، چې مذهبي افراطيت ته وده ورکړي او د دوى سره د مرستې کولو لارې بندې کړي ، يواځې مذهبي جنون روزل نه بلکه ،همدا اوس په کراچۍ کې د رياض احمد ګوهر شاهي په نوم يو کس د مهدي اخرزمان دعوه لري چې په داسې معاملو کې د سرکاري ايجنسيو اوپاکستاني واکدارانولاس لرل ټولو ته جوت دي ، دپېغمبرۍ دعوې ، په دنياکې د جنت جوړول او دې ته ورته نور ...
 په دغې سيمه يزو مدرسو کې روزل شوو موږ ته داسې خبرې راوړي چې دپښتنو پخواني واقعي ملايان او عقيدې يي ټولې چلنج کړې دي ، دنورو مذهبونو پيروان هم خپلې عقيدې ته ډېر ژمن دي او مونږ چې مسلمانان يو زموږ دين آخيري دين دى زمونږ پيغمبر آخيري پيغمبر دى زمونږ دين حق دين دى خو په ډېرافسوس سره بايد واويو چې په دغسې مذهبي جنوني اعمالو سره د نړۍ په انسانانو کې نام بدى شو ، تاسې هغه اروپايان چې اسلام ته د ترهګرۍ دين وايي مه ملامتوۍ هغوى خو چې د اسلام اصلي څېره وويني او د اسلام په روح خبرشي دستي اسلام ومني پاکستان چې داسلام په نوم جوړ شوى دى رسماً ددغې حقيقي دين نه دکرکې پيدا کولو په پروسه لګيادى ،
 دنورو دينونو پيروان ولې دخپل مذهب مذهبي مشرانوته په لوى احترام قايل دي ؟ ځکه چې هغوى نه غواړي چې د انسانيت په تاوان اودخپلې شخصي سياسي او اقتصادي ګټې لپاره دعقيدې له زوره کار واخلي بلکه ددې بر عکس دهغوى مذهبي مشرانو دعقيدې په زور خپلې ملي ګټې خوندي کړې دي ځکه خو اوس ټولوته د درناوي او احترام وړ خلک دي ، هغوى د خپل ملت پر مخ دعقيدې څخه د پرمختګ دلارې د تړلو کار نه اخلي ، او دلته په خاصه توګه په لرو اوبرو پښتنوملايانو کې دغه اسلامي سياست نشته ، چې هم نړيوالو ته اسلام د حق او آخيري دين په توګه ور وپېژني او هم ددغې انساني دين نه د انسان او مسلمان د دنيا او آخرت د برياليتوب لپاره کار واخلي ، خو ملا چې تر کومه دفيل په غوږ کې ويده وي نو همداسې به ورته اوس (( څوک )) او په آينده کې (( هيڅوک )) په درنده سترګه نه ګوري .
 د نورو دينونو مذهبي مشران هم د هغې دين دپيروانواو دهغې ټولنو په څېر مدني دي ، خو زمونږ مذهبي مشران تل مونږ ته کندې کني او له ګړنګونو مو غورځوي ،داخبره هرهغه څوک که هغه مسلم وي که غير مسلم چې اسلامي مطالعه ولري مني چې اسلام دانسانيت دګټې دين دى ، خو زمونږ ملايانو تل دانسان او مسلمان په زيان کارولى دى چې همدا ددې دين د بدنامولو هڅې دي ، ساينس وايي چې هر انسان بايد په هفته کې يوه ورځ لوږه تېره کړي که هفته کې يوه ورځ نه وي نو په مياشت کې دې يوځل لوږه تېره کړي او که په مياشت کې يوځل نه وي نو په کال کې دې يو مياشت لوږه تېره کړي ځکه چې دا د روغتيا لپاره ګټوره ده ، خو مسلمانانو ته په اسماني دين کې دغه دروژې حکم لا ډېر پخوا شوى دى چې په دې کې يواځې ثواب نه بلکه روغتيايي ګټه هم پکې شتون لري ، همدارنګه زمونږ په خوږ او سپېڅلي دين کې زنا منعه ګرځول شوې ده ، خو خلک ايله اوس پدې پوى شوي چې له زنا نه ايډز خورېږي چې بې علاجه او د انسانيت دتباهۍ لپاره ډېره خطر ناکه ناروغي ده ، دا چې زمونږ دين ( اسلام ) دانسان صحت ته هم پام کړى دى نو زمونږ دين دانسان دهرې دنيوي او اخروي ګټې لپاره راغلى دى ، خو اسلامي مذهبي مشران او ملايان د دغه دين يو بدرنګ تصوير ټولې نړۍ ته وړاندې کوي او دغه ټوله عمليه دلرو برو پښتنو په سيمو کې پر مخ وړل کېږي ، چې دلر اوبر پښتون په سيمه يې د جهالت يو بل ور پرانيستى دى .
 دلته بايد يوه خبره بله هم وکړم هغه داچې زمونږ مذهبي سخت دريځه ملايان به کومې زنا ته زنا وايي ، خو زنا هاغه زنا ده چې اروپاکې دسړکونو په غاړو په ښکاره ترسره کېږي ، مطلب مې دادى چې شريعت په هغه چا د سنګسار حکم کوي کله چې پرې درې داسې شاهدان تېر شي چې زنا کوونکي يې داسې ليدلي وي لکه سلايي درنجو په کڅوړه کې ، اوس نو تاسې پخپله فکر وکړئ چې په دې ټولنه کې دداسې زنا امکان قدرې هم شته ؟ ځواب به يې ضرور( نه ) وي ، خو زمونږ روزل شوي او پټې سترګې ساتل شوي مذهبي لېونيان دغه مسئله څومره جدي رانيسي .
 دا خو شو د پښتنو او اسلام په خلاف د پاکستان د تخريبي اعمالو تصوير .
 اوس به راشو پخپله پاکستان ته چې رښتيا هم پخپله وجود لري او کنه ؟
 په هر هيواد کې هغه ليډر چې په هلو ځلو يې په مېړانه فداکارۍ او مبارزې يې هېواد رامنځته شوى وي او دهغې هېواد وګړو ته يې يو نوى نظر نوى فکر او نوې پرمختللې تګلاره ورکړې وي ددوى اتل ، قهرمان او مشر وي ، خو په پاکستان کې ښکاره خبره ده چې تورې مبارزې او هلې ځلې چا کړي دي هغه نور خلک دي ( محمد علي جناح ) که په ډاګه يې ووايو همدغه مذهبي جنونيان دي چې په هغه وخت کې هم دخپل مذهب په ګټۀ نه پوهېدل او ددوى د مذهبي جنون نه انګرېزانو سياسي ګټه اخيستله ، خودپاکستان دبقا لپاره ( محمد علي جناح ) په چل او په غلطو طبليغاتو دسيمې په خلکو منل شوى دى ، همدا رنګه علامه اقبال چې دوى ورته ملي شاعر وايي ، دهغه ډېر شعرونه يې پټ ساتلي او څه چې دوى باندې بد لګېږي هغه يې يوهم ندى رامخته کړى او اوس هم غواړي چې دوخت په تېرېدو سره يې د مرګ کومي ته ور وغورځوي ، آن تردې چې ما د علامه اقبال د څېرې په اړه هم اورېدلي دي چې دوى يې ناسمه څېره د اولس مخې ته ايښې ده.
 پاکستان خو د همدغسې افراطي مسلمانانو په لمسونه چې اوس په دې سيمه کې د نورو په ګټه کارونه تر سره کوي د انګرېزانو په سياسي ځواک رامنځته شو اومحمد علي جناح چې تر اوسه خلک وايي يو انګرېز و د قومي هيرو په حيث يې ورته ونوماوه ،لکه اوس چې ځينې په افغانستان کې د مسعود د ملي اتل کولو په ناکامه هڅه لګيا ي .
 په پاکستان کې تر اوسه د انګرېزانو قانون دى او تر اوسه پکې د اسلام په ګټه يوه کړنه هم نده ترسره شوې که رښتيا هم د اسلام په نوم د اسلام لپاره جوړ واى نو د طالبانو په څېر افراطي اسلامي حکومت بايد په پاکستان کې راپورته شوى واى نه په افغانستان کې ،دپاکستان په جوړېدو يواځې دومره وشول چې دوه قومونه دلته پښتانه او هغې بلې غاړې ته پنجابيان يې سره ووېشل او په پېړيو پېړيو يې د سر پورته کولو له ځواکه وغورځول ، (( خو پنجابيان بيا له پښتونه هوښيار په دې دي چې يوڅۀ سره نږدې کېږي او غواړي چې د پرمختګ په لاره ځانونه وربرابرکړي )) ، لکه مخکې چې وويل شول چې په سيمه کې لوى عالمان ، پوهان ، او دسياسي شعور درلودونکي اشخاص د پاکستان دجوړېدو سره جوړ نه ول ستاسو په ذهن کې به ارو مرو د ولې پوښتنه راپيدا کېږي چې ( ولې؟ ) دا ځکه چې هغوى پوهېدل چې پاکستان ددې لپاره جوړېږي چې په هند کې اسلام کمزورى شي ، دنړۍ تر ټولو لويه اسلامي مدرسه ( ديو بند ) په هند کې وه . اوس هم خلک په دې عقيده دي که چېرې پاکستان نه واى جوړ شوى اوس به هند هم يو اسلامي هېواد وى.