د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پرموراوپلارده چې اولادته کتاب وروښيئ

همت الله امين زى 07.08.2007 03:00
داسلام مقدس دين دانسان له نفسي غوښتنوڅخه بې خبره نه دى،چې په دې لړکې وړاندې تردې چې يوماشوم پيداشي،اړينه ده چي هرمسلمان موراوپلاردهغه په حقوقوخبرواوسي،ځکه چې کوم حقوق چې ځينې يې په ځينونورولري خداى (ج) وضع کړي اوله هغه څخه سرغړونه دالله (ج) له اوامروڅخه سرغړونه ده ، چې له هغې ډلې څخه دماشوم لپاره هم حقوق ورکړل شوي دي چې دموراوپلارلپاره اړينه ده چې دخپلواولادونوپه روزنه کې ورته پاملرنه ولري.
1. ماشوم ته شيدې ورکول: ماشوم پرخپلې مورحق لري چې دوه کاله شيدې ورکړي، چې په قرآن شريف کې هم دې ټکي ته اشاره شوې ده چې ژباړه يې داسې ده. (پرميندوده چې خپلواولادونوته دوه کاله شيدې ورکړي اودشيدوخوړلوموده هم همدادوه کاله ده).
2.   نفقه: ښځه اومېړه دوه دګډژوندملګري دي چې هريويې دژونددچارودپرمخ بيولولپاره کارکوي.
الله (ج) په دې برخه کې مورته حکم کړى دى چې ماشوم ته شيدې ورکړي،چې په مقابل کې يې پلارته حکم کړى چې داولاداومېرمنې لپاره نفقه برابره کړي،لکه چې يې فرمايلي دي. ژباړه: (يعنې پرپلارده چې دخپل اهل نفقه اوجامې برابرې کړي).
3.  نسب: درسول الله (ص) حديث دى چې ويلي يې دي،ژباړه: هرهغه څوک چې له خپله اولاده څخه انکاروکړي، په داسې حال کې چې هغه پېژني،خداى (ج) دقيامت په ورځ هغه دټولولومړنيواووروستنيوخلکوپروړاندې رسواکوي.
4.  ساتنه:  هغه ښځه چې دماشوم دساتنې مسوليت په غاړه اخلي بايدعاقله اوبالغه واوسي اودماشوم پروړاندې دبې خبرۍ اونه پاملرنې وېره ترې ونه شي. اوددې کارتوان اوطاقت ولري. 
که کله دښځې اومېړه ترمنځ بېلتون رامنځ ته کېږي، په هغه صورت کې دماشوم ساتنه پرمورده،چې بياماشوم که ځوي (هلک) واوسي اووه کاله اوکه لور(نجلۍ) واوسي نهه کاله وروسته پلارته سپارل کېږي،ترڅودهغه دسالمې روزنې ددوام په برخه کې رغنده اقدام وشي.
5.   ښوونه : ښوونه اوروزنه هم دماشوم اوياهم په بله معنى چې داولاددحقوقوڅخه شمېرل کېږي. لکه څرنګه چې حضرت عمر(رض) کله چې پرموراوپلار‌باندې دماشوم يااولادپه حقوقوباندې په ويناکې ويلي دي، ژباړه: پرموراوپلارده چې اولادته کتاب وروښيئ،اومنظورله کتاب څخه هم قرآن عظيم الشان اوداسلام دمقدس دين ښوونه ده.
په همدې ډول درسول الله (ص) حديث شريف دى،ژباړه: داچې اولادته ښوونه اوروزنه ورکوله کېږي ډېره ښه ده،لکه چې يوه پيمانه خرمايي صدقه کړې وي اودموراوپلارلپاره تردې ښه شى نشته چې له ښې ښوونې اوروزنې څخه غوره وي.
په هغه ټولنه کې چې دماشومانوښوونې اوروزنې ته پاملرنه کيږي اوله مور،پلارڅخه نيولې بيادټولنې ترهروګړي پورې دماشومانوپه وړاندې په واقعي توګه دمسووليت احساس وکړي،په ډاډسره ويلاى شوچې نه يوازې به په راتلوونکي کې دغه نوي نسل ددوي دوياړسبب وي بلکه هيوادبه دپرمختګ اوسوکالۍپه لوراداره کړي .دغه مسووليت له ميندواوپلرونونيولې ترښوونکي اودټولنې هروګړي ته متوجه دى،خوکه په دې لاره کې موراوپلارپه ځانګړي ټوګه پاملرنه ونه کړي،داسې نه جبرانيدونکې پايلې به ولري چې په هيڅ بيه به يې جبرانول ممکن نه وي، ځکه لښته چې پنډه شي، بيايې سمول ناشوني شي،په همدې ډول که ماشوم ته هم له هماغه وړکيتوب څخه ښه پاملرنه ونه شي،نوپه راتلوونکي کې به ښې اوګټورې پايلې ونه لري .
6.  واده کول:  درسول الله (ص) حديث شريف دى چې وايي: پرموراوپلاردماشوم درې حقه دي،داچې پيداشي په هغه نوم کېږدي،کله چې لږلوي شي هغه ته قرآن عظيم الشان وروښودل شي اوکله چې ځوان شي هغه ته واده وکړي.
همداشان ابن قدامه وايي: موراوپلارته اړينه ده چې په خپل اولادباندې ښه نوم کېږدي اودژوندپه اووم کال ورته لمونځ وروښيئ،اوهرکله چې ځوان شو، نوهغه ته واده وکړي.
دواده کول کيداى شي په دې سبب هم پرپلارحق وي چې هغه په ژوندکې ډېرې تجربې ترلاسه کړي وي اوپه دې برخه کې به هم ښه انتخاب وکړي اودخپل اولادراتلونکې به ترهغوښه وارزولى شي،خوکه چېرې پلارپه داسې يوه حالت کې واوسي،چې مالي قدرت ونه لري په هغه وخت کې خپله پراولاددى چې دخپل واده کولوپه هکله اقدام وکړي. که څه هم چې موراوپلارډېره مينه لري چې خپلواولادونوته ودونه وکړي اودهغوي کورونه ودان کړي، چې داکېداى شي لوراوياهم ځوي واوسي.