د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتونخوا ، پښتونستان ، افغانيه

پښتون 06.08.2007 04:00

پښتونخوا ، چې د پاکستان په رسمي پاڼو کې د ( صوبه سر حد ) په نوم ثبت دى ، په تېرو پنځو لسېزو کې د رنګارنګ سياسي مرحلو نه تېره شوې او تېرېدونکې سيمه ده .
پښتونخوا ، يا پښتونستان يې هغه دوه نومونه دي ،چې د دغې سيمې د آزادۍ او خپلواکۍ دوه لارې په ګوته کوي ، هغه بېله خبره ده ، چې د پښتنو په اصلي ځاله ( افغانستان ) کې لا تر اوسه پښتانه خپلواک او آزاد نه دي ، د پرديو د شومو اهدافو ښکار شوي او دغه لړۍ لا روانه ده ، په لره پښتونخوا کې هم د پښتون ټولنپال او ولسپال نظر ځپل او ټکونه تر سره شوې ده او په بره پښتونخوا کې هم همداسې شوي دي ، په بره پښتونخوا کې پښتانه د علم پرمختګ او په آسانه اصطلاح د ښار او دربار نه لرې ساتل شوي دي او په لره پښتونخوا کې بيا پښتانه د پاکستان د بدرنګ تصوير د بقا په لاره کې قرباني شوي دي ، اوس هم د همدې موخو لپاره د لرې پښتونخوا په اکثرو سيمو کې ډېر کارونه د دغې لوى قوم د نابودۍ او بربادۍ په موخه تر سره کېږي ، چې لويه بېلګه يې په دغې سېمو کې د نړۍ د سياسي او فکري خوځښت نه د ناخبرو ملايانو اف ام چينلونه دي ، چې ټول پښتانه يې پرې د سياسي حالاتو له څارلو ، د لويو بربادوونکو طوفانونو د مخنيوي دفکر پر ځاى ( د وهابي ، پنجپيري ، ديوبندي او بريلوي حتى ، چې د شيعيه او سني په نومونو يو بل ته په مرچلو کې کېنولي او مصروف يې ساتلي دي ) او په همدغې اپلتو يې سياسي ملايانو د خپل منحرف سياسي بهير په لاره کې قرباني کوي ، په پېښور کې د براق راډيو په خپرونو کې د پاکستان د وينې ، وينې او کرکې ، کرکې تصور دبقا په موخه پښتو دنيشت مرحلې ته راټيټېږي ، خو په باړه خيبر اجنسۍ ، په چارسده ، سوات ، باجوړ اونور سيمو کې يې د بې فکريه ملايانو په چينلونو هيڅ ډول بنديز نشي لګولى .
پښتونخوا د لرو برو پښتنو د يوځاى کېدو او د خپلې ټولنې او سيمې د پرمختيا په لاره د تګ په مانا ده البته دغه لره اوبره پښتونخوا به سره د يو قوم او ژبې دود دستور دين او ټولنيزيو والي په رسۍ تړل کېږي ، او پښتونستان بيا د يو بېل هېواد د جوړېدو لاره او نوم دى، چې دابه د يوې تجزيې پر بنسټ رامنځته کېږي ، هغه داسې ، چې ټولې پښتنې سيمې ديوې نقشې يو بيرغ او يو هېواد درلودونکي شي او هغه سيمې ، چې د پښتنو ندي يا پښتانه پکې کم دي د هغې ځاى اوسېدونکي دې د هغه هېواد سره ، چې په قوم عنعنه او دين ورسره تړلي دي يوځاى شي ، البته دغه نظريه او لاره دپښتنو د کړاوونو مجازات کېداى نشي او پښتانه ديو بل بهران سره مخامخ کوي ، دوهمه خبره ، چې ددغې لويې تجزيې نظريه ردوي داده ، هغه سيمې ، چې پښتانه پکې لږکي دي ( نشته ) به ځکه نه وايو ، چې د اوسني افغانستان په هره سيمه او هر ولايت کې پښتانه شته او يواځې شتون نه بلکه د هغې ځايونو سره يې اړيکې پرې کېدل بيخي ناشوني شوي هم دي ، هغه سيمې ، چې په دې نظريه کې ورته د خپلواکۍ حق ورکول کېږي ، خپلواکي نه بلکه ددغې سيمو پردي کول دي او دا يوه دنه منلو تجزيه ده ، دغه سيمې يوازې دا نه ، چې پښتانه پکې مېشت دي او ددغې ځاى نه يې بې ځايه کول ښه نه دي بلکه دغه سيمې د اوسني افغانستان تر ټولو د پام وړ سيمې دي ، که هغه په اقتصادي لحاظ وي او که هغه په سياسي ملحوظ ،نو ښکاره خبره ده ، چې ددې نقشې په عملي کولو سره به يو ځل بيا پښتانه هم په سياسي لحاظ او هم په اقتصادي لحاظ کمزوري شي او د نورو د شومو غرضونو ښکار به شي ، چې دا هم يوځل بيا د پښتنو سره د سياسي نړيوالو کړيو جفاده .
همدارنګه (( پښتونستان )) يا د پښتنو د خپلواکۍ لاره د دوه وو پښتنو ګاونډيو هېوادونو نظريه هم لري . چې ډېره د منلو وړ او پر ځاى لاره او نظريه ورته ويلى شو ، پښتونستان او افغانستان دغه دواړه په اصل کې يوه مانا او يو تصور دى ، خو يوازې او يوازې ددې لپاره ، چې په نړۍ کې دوه پښتانه ملکونه رامنځته شي او په يوه لاره سره مزل وکړي د پښتنو د اوږدو هلوځلو او تکليفونو جبيره ځکه کېداى شي ، چې هم به يې په ملګرو ملتونو کې دوه څوکۍ وي او هم به پښتانه دنړۍ د يو لوى قوم په صفت لکه څنګه ، چې دى راښکاره شي ، يانې پښتونستان آزاد هېواد او افغانستان د پښتنو د نفوز پياوړې سيمه ، هغه ورونه قومونه ، چې په افغانستان کې استوګن دي د ( افغانيت ) په نظريه ددغې دروند قوم سره تړلي دي ، ددوى ملي او هېوادنۍ هڅې او کارونه کولاى شي دوى سره په دې هېواد کې د ملي او هېوادني شخصيت جوړونه کې مرسته وکړي ، دوى کولاى شي د افغانستان د ملي او ولسي سياست پر مخ بېولوسره ددې هېواد لوړو پوړيو ته ځانونه ورسوي نه داسې ، چې د يو پردي هېواد د ګټو ساتونکي شي او په دې هېوادکې اړودوړ لا زيات کړي .

اوس به راشو او په ( افغانيه ) به و غږېږو دغه نوم او دغه لاره اوس ، اوس سياسي ملايانو نيولې ده ، چې تر اوسه پورې يې څوک له اصلي موخې ندي خبر، چې آيا دغې ملايانو اوس د پښتنو د حقوقو په سر جګړې ته په ريښتينې مانا رادانګلي دي او که نه ددې لارې غواړي يو ځل بيا د سياست په لاره کې خپل نومونه بد کړي .
له دې نه لاڅوک ندي خبر خو دا ګنګوسې مو ددې هر څه نه مخې لا اورېدلې ، چې پښتونخوا به فکري ملايان آزادوي ، دا چې دې ملايانو په رښتيا د يو نوي فکر پر لاره قدم ايښى او که يوه بله سياسي تېروتنه تکراروي ، او دغه کار د عوامي نيشنل پارټۍ خواته د نږدې کېدو لپاره نه بلکه د عوامي نيشنل پارټۍ په مخ کې د مورچې نيولو لپاره کوي ، دا خبره به وخت سپينه کړي .
خو د عوامي نيشنل پارټۍ مردان يو مشر او د عوامي نيشنل پارټۍ رهنما څو ورځې وړاندې د سيمې خلکو ته په خپله وينا کې ويلي دي ، چې که امريکا او نور پښتون ضد ځواکونه لکه پنجاب او ايران د پښتنو د بربادۍ نه لاس وانه خلي مونږ به هم د طالبانو په څېر د وسلې لاره ونيسو او د مټو په زور به د پښتون بچ کړو ، او د پښتونخوا يا پښتونستان د سياسي ملايانو دغه کار ، چې په دغې ايالت يې ( افغانيه ) نوم کېښود يو ښه فکري خوځښت او بدلون دى او داسې ښکاري ، چې دغه دوه ولسي ځواکونه سره نيږدې کېږي .
د سياسي حالاتو څارونکي طالب جنګيالي هم د نيشنليزم په لاره قدم وهلو ته تيارى ښيي او حکمتيار هم په تېرو کړو پښېمانه ښکاري ، يواځې افغان امريکايي دولت دى ، چې اوس هم د پښتنو د بېخ ايستلو ناکام کوښښ کوي او يو څو دسياست دعوه داران مداريان او دپېښوريانو په اصطلاح ګڼکپان يې له ځانه راتاو کړي دي .
دغه څوځواکونه او نظرونه که څه هم د بهرني او ياهم کورني افراط او سخت دريځۍ له امله د يوبل نه لرې پاتې شوي دي ، خو په زغرده بايد ووايو ، چې د همدوى په ليکو کې پښتانه سره راټول دي او د همدوى په يو ځاى کېدو سره دغه فکري سياسي او شعوري خوځښت کاميابېدلاى شي .
پښتنه ټولنه مانا اسلامي ټولنه ، پښتو مانا اسلام ، او پښتون مانا مسلمان ، نو ولې يې وويشو او ولې ديو بل په ضد سنګر ونيسو .