د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې د ژباړې تاريخي شاليد

رفيع الله ستانکزی 03.08.2007 04:00
ژباړه په لغت کې اړولو ته وايي يآنې د يوې ژبې څخه د مفهومونو اړول بلې ژبې ته د ژباړې په نوم ياديږي او په اصلاحي مانا کې د مبدا ژبې کلمو ته تر ټولو نږدې او انډول مانا موندلو ته ژباړه وايي او يآ هم په بل عبارت د هغه فن يا مهارت څخه عبارت ده، چې په مرسته يې موږ کولای شو د يوې ژبې منځپانګه، مانا، پيامونه، معلومات او اړين توکي په بلې ژبې واړوو.     د يوې ژبې په پرمختګ کې تر ټولو مهم ټکی په هغه ژبه کې د بېلابېلو سرچينو او ژبو څخه په بېلابېلو ډګرونو -- ټولنيزو، حقوقي، علمي، سياسي او نورو-- کې د ژباړې په مرسته ګټه اخيستل دي، چې له يوې خوا د ټولنيز ژوند په ټولو اړخونو کې خبرتيا تر لاسه کړي او له بلې خوا د نورو ژبو له توکمونو څخه په نوښتونو، پرمختګونو او نورو ډګرونو کې تجربه او پوهه ترلاسه کړي، چې د پوهې خاوندان او روڼ اندان  يې په خپلو څېړنو او نورو برخو کې د اخځ او لارښود په توګه وکاروي او هغوی ته ډېر اخځونه په لاس ورشي. په دې خو پوهېږو چې ژباړه زموږ لپاره د ګتې څخه پرته بل څه نه لري، خو د دې ترڅنګ کله کله غلطه ژباړه د بشري ټولنو تر منځ د ډېرو ستونزو سبب هم کيږي.ژباړه د نورو ښکارندو په څېر له پيدايښت څخه تر دې دمه ډېره اوږده لړۍ وهلې او تر شا يې پرې ايښې ده، لومړنی ژباړن ليولوس اندو فيکوس يو يوناني غلام و، هغه د هومر مشهور اثر (اودېسه) په لاتيني ژبه وژباړه، وروسته له هغه څخه ژباړې په تدريجي ډول پراختيا او چټکتيا ومونده او د نړۍ مشهورو ليکوالانو لکه سيرون، کاتول د يونان د ارسطو، افلاطون او هيبوکريت فلسفسي اثار په عربي ژبه د امويانو خلافت ته وژباړل. د کره او رښتيني ژباړې کار د عباسيانو د خليفه ابو جعفر منصور دوانيقي د خلافت پر مهال پيل او د مامون د خلافت پر مهال خپلې بشپړتيا ته ورسېده. مسلمانان د دريو پېړيو څخه د ډېر مهال لپاره د زړو تمدنونو د ژبو عبري، سرياني، هندي، لاتيني او يوناني څخه د ځينو پوهنيزو آثرونو --لکه: فلسفي، ادبي او مذهبي --  په ژباړې ډېر بوخت وو او کولای شو د هوغه مهال د ژباړنو څخه ابن ابي اصيعه، ابن اسحاق، ابن حنين، ابن رشد او نورو نومونه واخلو.خو د ژباړې د اوج دوره (پېر) د رنسانس دوره ده، چې په دې دوره کې د هر هېواد او هرې ژبې ويونکو د نورو پرمختللو او علمي ژبو څخه خپلو ژبو ته د ژباړې لړۍ ډېره په چټکتيا روانه کړې وه او د لومړي ځل لپاره د (رابرت) په نامه يوه تن د ۱۱۴۱ – ۱۱۴۳ په کلونو کې قران عظيم الشان په لاتيني ژبه وژباړه.  په افغانستان کې د ژباړې پيل د ديارلسمې هجري پېړۍ په لومړيو کې د اروپايي ژبو په ځانګړې توګه د انګلیسي څخه وشو او د امير شيرعلي خان د واکمنۍ پر مهال هم ژباړې کېدلې، چې د هغه وخت د ځينو ژباړنو نومونه هم د يادونې وړ دي، قاضي عبدالقادر، نور محمد کندهاری، قاضي عبدالرحمن او نور دي. همدا ډول د امير عبدالرحمن خان په دوره کې هم ځينو ژباړنو  د ژباړې په ډګر کې کار کاوه، چې د هغو له ډلې څخه د سيف الدين بابري، محمد حسن خان، عبدالسبحان خان، عبدالوهاب تاشقرغاني او محمود طرزي نومونه د يادونې وړ دي. او په دې وروستيو کې د ژباړې په ارزښت او اهميت ټول پوه دي، ځکه که چېرې موږ د اوسنيو رسنيو منځپانګه ولولو نو وبه وينو، چې د دغو رسنيو کابو تر نيمايي ډېره برخه ژباړه جوړوي او دا ژباړې ډېری د انګليسي، عربي، فرانسوي، الماني، روسي، اردو او پاړسو څخه په فلسفي، سياسي، تاريخي، اقتصادي، ټولنپوهنې، ارواپوهنې او ادبياتو په برخه کې کيږي. د ژباړې کولو په اړه د المان يو نامتو ليکوال د ۱۹ پېړۍ په وروستيو کې وايي: تر هغه ځايه، چې ښايي بايد ژباړه ټکی پر ټکی او تر هغه ځايه چې لازم وي بايد آزاده وي او همدا ډول د ختيځ نامتو ليکوال علامه رشاد د ژباړې په اړه وايي: ژباړه د تمدونونو ترمنځ د لېږد رالېږد يوه اغېزناکه وسيله ده او که موږ غواړو چې خپله ژبه په هر ډګر کې بډايه کړو نو بايد د ژباړې لمن ونيسو او په اوسمهال کې يې تر ټولو ډېره ستره اړتيا هم ليدل کيږي.خبره د علامه رشاد صاحب په دې خبره پای ته رسوم، چې زموږ د ژبې د بډایولو او پوهنيز کولو لپاره په اوسمهال کې يوازينۍ لاره ژباړه ده.