د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان : ناټو کوم لوري ته روانه ده؟

عنایت الله کاکړ 02.08.2007 04:00

 

ماس میډیاسنډیکیټ،کراچۍ - ټیلیفون: ۰۲۱۴۶۴۷۴۲۳فکس:۰۲۱۴۶۴۷۴۲۴--ګرځنده:۰۳۲۱۲۰۵۵۲۴۰
- ناټو: دجوړښت تاریخ اوموخي يې -  امریکا اوناټو- شوروي اوناټو- ناټو، دشوروي له سقوطه وروسته- دیوګوسلاویا ماموریت- ۹/۱۱ اوناټو- آیساف - لومړنۍ استراتیژۍ- مقاومت - دولسي وګړو وژنه- دناټوپرضد ولسي کرکه- دمقاومت خواته دولس کږون- پايلې او اغیزې

ناټو: دجوړښت تاريخ اوموخې يې:  د۱۹۴۸ کال دمارچ په ۱۷ مه نېټه څو اروپايي ملتونو دهالینډ دبرسلزپه ښارکې دبرسلزدتړون په نامه دګډې دفاع په موخه یوتړون لاسلیک کړ.دغه تړون په حقیقت کې د ډونکرک دهغه تړون نوې بڼه وه ،چي واردمخه دبرتانیې اوفرانسې ترمنځ په کال ۱۹۴۷ کې لاسلیک شوی و .دډونکرک دتړون موخه دنازي آلمان دخېرمخنیوی کول و.دتړون له مخې دواړه خواوې دآلمان له لوري دمتوقع بريدپرمهال له یوه بل نه په ګډه وسله واله دفاع پړه وو؛خودآلمان ترڅنګ په اروپاکې ځینې نورداسې ځواکونه هم وو ،چې له آیډیولوژیک اوسياسي پلوه يې له اروپایانو سره اړخ نه لګاوه.له بله پلوه دنازي آلمان له ماتې وروسته امريکاپه اروپاکې دیوه مطرح سياسي-پوځي ځواک په بڼه رامنځته شوه اوپه ګڼو اروپايي چاروکې يې دځان خواته ټانټه وهله په تېره بیا دآلمان دوېش پرمهال خويې له شوروي لوري سره سم دم دجګړې ترپولې ورسيدله.
آمریکایانوپه اروپاکې دشوروي دمخ په زیاتيدونکي خطردمخنیوي لپاره اروپایان دځان په ګټه وکارول اوهغوی يې کټ مټ داسې تړونونو ته اړایستل لکه چې دآلمان پرضديې اړایستلي وو.
هماغه وو،چې په ۱۷مارچ ۱۹۴۸ کې دبلجیم،فرانسې،هالینډ اوبرتانیې په ګډون دبرسلزدتړون په نامه یونوی تړون لاسلیک شو.که څه هم دغه تړون دبرسلزدتړون په نامه پیژندل کیده خودهغه رسمي نوم داقتصادي،ټولنیږې،کلتوري همکارۍ اودګډې ځاني دفاع تړون
Treaty of Economic,Social and Cultural cooperation and Conllective.Self Deffense.
ايښودل شوی وو.
څنګه چې هغه مهال له یوه پلوه نازي آلمان دماتې په درشل کې وو،نوله بله پلوه پورته اروپايي ملتونه هم دآلمان دپرله پسې بریدونوپه ترڅ کې له پوځي اواقتصادي پلوه سخت ځپل شوي وو.خوددې ترڅنګ اروپایان پدې ویره کې وو چې آلمان دخپلو تیزو اقتصادي اصلاحاتوپه ترڅ کې یوځل بیاپه لنډمهال کي پریوه بریدګرځواک اوښتلای شي.
ځکه نواروپايي ملتونوپه خپل څنګ کې دیوه ځواکمن پوځي ځواک دشته والي اړتیاهم ليده؛خودغه مهال نازیانوځانونه سره راټول نکړای شول اوحتمي ماتې يې وخوړله. هټلرځان وواژه اودکابینې زیاتره غړي اوپوځي افسران يې دائتلافي ځواکونو له لوري ونیول شول  اودنورنبرګ محکمې ته وړاندې کړای شول.
خودغه مهال ارپایان له یوه بل خطرسره مخامخ وو.دغه خطردشوروي اتحادوو.شوروي اتحادکه څه هم دنازیانوپر وړاندر اروپایانو ته اوږه ورکړي وه؛خوله بل پلوه يې خپل آیډیولوژیک اواسټراټیژیک پرمختګ دمخ په وړاندې پراته الماني خطرله امله درولی وو.خوددوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسیداسره سم شوروي اتحادوغوښتل خپله داغیزسیمه دختیځي اروپاخواته پراخه کړي.ددغې موخې لپاره شوروي اتحاد دآلمانیانوترواک لاندې ګڼې سيمې لاندې کړې.څنګه چې شوروي اتحاد دنازي آلمان پرضدپه پوځي دغره کې له امریکا اونورو ائتلافي ملتونوسره ولاړوو؛ځکه يې نوله خپله لوري دنازي آلمان ترخاورې پرمختګ وکړ. دآلمان نیمه خاوره شوروي ته په لاس ورغله،وروي له موقعې  په ګټه اخستلوسره وغوښتل له دغه ځایه خپل اغیز نورې اروپاته هم وغزوي.خودامریکایانو سخته انديښنه يې راوپاروله.شورويان په سیمه کې دآمريکایانودمخ په زیاتیدونکي نقش نه هم سخت په ویره کې ووځکه يې نوهڅه کوله چې دخپل اغیزدسيمې په پراخولوسره دامريکامخې ته یودیوال ودروي.
شورویانوله ائتلافیانو وغوښتل چې دپاريس دناستې له پریکړوسره سم دآلمان نیمایي خاوره هغوی ته وروسپاري ؛خوامریکایان دې څه ته نه تیاریدل.هماغه ووچې شورویانو دنازیانوپرضدپه جګړه کې له خپل کارنده نقش نه په ګټه اخستلوسره ددوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسیداسره سم ائتلافیان دپوټسډام ناستې ته اړایستل.ددغه تړون له مخې ائتلافیانو دآلمان نیمه خاوره شورویانوته ورکړه.دتړون له مخې شورویان پړه وو،چې دخپل اغیزپه سیمه کې ډیموکراسي پلي کړي خوشوروي لوري ډموکراسي  په کمونیزم تعبیرکړه اوآلمان يې په اروپاکې دخپل اغیزدخپرولومرکزوټاکه.

ناټو او امریکا: دامریکادمتحده ایالاتو اوشوروي ترمنځ دغه کړکیچ دسړې جګړې بڼه غوره کړه.داروپاپه خاوره کې دشوروي له لوري دبالیسټيکي توغندیوځای پر ځای کولو امریکایان نورهم اندیښمن کړل.هغوی دشوروي دخطردمخنیوي لپاره په سم لاسي ډول له اروپایانوسره په کارپیل وکړ.دشوروي دخطردمخنيوي لپاره يې دبرسلزدتړون له غړوسره خبرې پیل کړې.څنګه چې اروپايي ملتونه پخپله هم دشوروي له خطرنه په ګواښ کې وو اوهغه يې له آلمانه وروسته دیوه بل فاشيستي ځواک په توګه تلقي کاوه،خوله بله پلوه يې دوران ویجاړاقتصادي،سياسي اوټولنیزحالت له امله په یواځي سر دهغه دمخنیوي ځواک هم نه درلود؛ځکه يې نوله امریکایانوسره دهوکې سروخوځاوه اوپدې  ډول په ۴اپریل ۱۹۴۹ کې دشمالي آټلانټیک تړون دامریکاپه پلازمينه واشنګټن ډي سي کې لاسليک شو.دغه مهال دامریکامتحده ایالات،کاناډا،پرتګال،ایټالیا،ناروې اوډنمارک هم دناټوپه غړیتوب ومنل شول.
په ۱۹۵۴ کې شوروي هڅه وکړه چې ځان دناټوليکوته ورننباسي خوغړوهیوادونويې غوښتنه ونه منله.امریکایانوددې لپاره چې په اروپاکې دشوروي دمخ په غوړیدا اغیزمخه ونیسي په ۱۹۵۵ کال کې لویدیځ آلمان هم دناټوغړی کړ.دې څه دشوروي غوسه راوپاروله اوشوروي پخپل ځای دناټوپرضددیوې دفاعي ټلوالي جوړولوپه فکرکې شو.
امریکاپه دوهمه نړیواله جګړه کې دخپل کاري اوپریکنده نقش له امله له ناټونه دځان لپاره خوراډیرامتیازات هم ترلاسه کړل.دګډي دفاع  ترچترلاندې يې په اروپایانو داومنله چې په امريکاباندې دکوم باندني بریدپرمهال دناټوغړي پړه دي ،چې دیوې اوږدې او ددوي لپاره دبې ګټې جګړې ټول لګښتونه پرځان ومني.که څه هم هغوی په ډیروځایونوکې دپوځي مرستې په ورکولو پړه ندي ؛خوکله چې دلګښتونو خبره راځي نوباربه يې ټول دناټودغړوهیوادونو پر غاړه وي.

ناټو اوشوروي : ددوهمي نړیوالې جګړې په پای کې آلمان دیوه پاتې شوني هډوکي په څېر دزبرځواکونوترمنځ ووېشل شو؛خودواړو  خواوو هڅه وکړه ،چې دآلمان دخپلې برخې خاورې په کارولوسره دبل لوري پرضد اسټراټیژیک ګامونه واخلي ،چې په پایله کې يې دآمریکااوشوروي ترمنځ سړه جګړه رامنځته شوه.
ناټوته دلویدیځ آلمان دورټاله کولو وروسته شوروي اړشو،چې په سیمه کې دناټوپرضد وړګامونه پورته کړي.هماغه ووچې په ۹مۍ ۱۹۵۵ کې يې دپولینډ په پلازمېنه وارساکې دختيځې اروپادخپلو انډیوالوهیوادونو په راټولولوسره دوارساتړون رامنځته کړ.دغه تړون په حقیقت کې دناټو دتړون پرضد یوضداسټراټیژیک(Counter Strategic)  ګام وو،چې په موخوکې يې له ناټوسره چندانې توپیرنه وو.
ددغه تړون له مخې شوروي اتحادپه عملي اورسمي بڼه په سیمه کې دسوسیالیستي ځواکونومخکښ وټاکل شو.دتړون له مخې غړي هیوادونه پړه وو چې دباندیني بریدپه ترڅ کې یو له بله په ګډه سره دفاع وکړي. له دغه تړون سره سم شوروي،ختيځ آلمان خپله دواک سيمه اعلان کړه پداسي حال کې ،چې دوارسا دتړون ترچترلاندې يې په ۱۹۵۶ کال کې په هنګري اوپه ۱۹۶۸ کال کې پرچکوسلواکيابريدوکړاودغه هیوادونه يې لاندې کړل .ناټو،شوروي پردغو هیوادونوباندي په وسله وال تيري تورن کړ؛خوشورويانوپه ډاګه کړه ،چې هغوی  بریدندی کړی ؛بلکې دکوربه هیوادونو لخوامرستې ته وربلل شویدی.
خوحقیقت دغه ډول نه وو.پرهنګري باندې دکمونستي ضدانقلاب له امله بريدوشوپداسې حال کې پرآلبانیا اوچکوسلواکیاباندې له دې امله بریدوشو،چې هغوی دکمونسټي آیډیولوژۍ دتعبير اودهغودپلي کولو دلاروچاروپرسر دشوروي - چين مشاجرې پرمهال دچين خوانیولې وه اوله وارساتړونه وتلي وو.
که څه هم ناټو او وارساپه مخامخ پوځي جګړه کې سره ښکېل نه شول ؛بلکې د۳۵ کلونو لپاره يې سړه جګړه  وکړه.په کال ۱۹۷۹کې سړې جګړې هغه مهال بله بڼه غوره کړه چې شوروي پرافغانستان باندې پوځي یرغل وکړ.له دغه یرغل سره جوخت امریکاته یو داسې نوی ډګرپه لاس ورغی ،چې کولای  يې شوای شوروي پکې راڅملوي اودويټنام کسات ترې واخلي.
هماغه وو،چي دپاکستاني پوځي دیکتاتور جنرال ضیاالحق په مرسته يې دمجاهدینو اوه ګونې ډلې رامنځته کړې اودپراخو مادي اوپوځي امکاناتوپه چمتوکولوسره يې شوروي دافغان مجاهدینوپه مټ پوزې ته ورساوه.دشوروي سازجه اقتصادي فلسفه په ټپه ولاړه وه ؛خو لویديځ اوچین دازادبازار اقتصاد ته مخه کړي وه.ددې څه په پایله کې دشوروي هیولاسقوط ته نژدې شوه.ميخاييل ګورباچوف په ۱۹۸۸ کال کې دګلاسنوست اوپروسټرویکا دنوي دوکترین له لارې وغوښتل ،چې دشوروي عمریوڅوشپې نورهم وغزوي ؛خو وخت تیروو اوشوروي دیوه کمونستي امپراتورۍ په بڼه دنړۍ له نقشې داسې ورک شو لکه دخره له سره ښکر!!!

ناټو: دشوروي له سقوطه وروسته : دشوروي له سقوطه وروسته دامریکاپر وړاندې داسې ځواک نه ووپاتې ،چې له استراتیژیک پلوه په نړۍ کې دهغه ګټې له خطرسره مخامخ کړي.چين که څه هم په بالقوه ډول یوزبرځواک کیدای شوای؛خو په بالفعله ډول يې له نړیوالو استراتیژیکو لانجو ځان خورالیرې ساتلی وو.
دسړې جګړې پرمهال دنورې نړۍ په څیراسلامي نړۍ هم په امریکاپلوه اوشوروي پلوه بلاکونو ویشل شوې وه.په دواړو بلاکونوکې دکتاتورانوته دواک چارې سپارل شوې وې.دشوروي له سقوطه وروسته دصدام حسین،معمرالقذافي اوحافظ الاسد په څېر شوروي پلوو  هم دامریکا غېږې ته پناه یوړه. دهغوی پر  وړاندې جګړه کوونکي اوناراضه خلک زیاتره اسلام پلوي وو،چې دشوروي له یرغل سره سم يې دجهادپه موخه افغانستان ته مخه کړې وه اودلته دشیخ عبدالله عزام،شیخ عبدالمجید زنداني،شیخ عدنان التميمي او اسامه بن لاندن اوځینو نورو عربوترمشرۍ  لاندې په وسله واله جګړه بوخت وو. دشوروي له سقوط سره سم امریکا اوناټوپه سملاسي ډول په ډاګه کړه ،چې له شوروي وروسته اسلامي بنسټ پالان ددوی دموخوپر وړاندې ترټولو سترخنډ دی.
داروپايي اتحاديې دباندنیوچارو هغه مهالیږمشر هاوېرسولاناپه  په روم کې ددغې اتحادیې سرمشریزې غونډې ته دویناپرمهال وویل ،چې لویدیځ له استراتیژيکي پلوه له سياسي اوپوځي اسلام نه سخت په خطرکې دی. هماغه وو چې امریکااوناټو خپله استراتیزي اوترجیحات له سره ترتیب کړل.

دیوګوسلاویا ماموریت: خومخکې لدې ،چې اروپایان اوامریکاله اسلام پالوسره ځان ښکېل کړي په اروپاکې يې دکمونستي پاتې شوني سلوبوډان میلاسویچ پرضدیولړتمریني عملیات پیل کړل.
دچاروپوهان اوشنونکي پدې باوردي ،چې دغه یوډول تمریني عملیات وو، چې اروپایانو پکې خپلې پوځي وړتیاوې پدې موخه وازمويلې چې په نژدې راتلونکي کې يې له اروپادباندې له اسلام پالو سره دخپلې ممکنه ښکېلیدنې پرمهال په سم ډول وکاروي.

- ۹/۱۱ اوناټو: لکه ،چې دمخه مو ورته نغوته وکړه دسړې جګړې له پای ته رسیدا وروسته یواځې سیاسي- پوځي اسلام وو ،چې په نړۍ کې دامريکااوناټو مخې ته ولاړوو؛خوتردې مهاله داسې کوم کره لاملونه نه وو، چې پربنسټ  يې امریکا اویاهم ناټونیغ په نیغه داسلام خوښوپرضد مبارزې ته رادانګلي وای.
خوپرامریکاباندي د۹/۱۱ بریدونودغه کارډیراسانه کړ.
 دناټودګډ امنیت دچارټر د۵ بندله مخې دناټوپریوه غړي هیوادباندې باندني وسله وال بریدپرګرده اروپايي ټولنه بریدګڼل کیږي.ځکه نوناټودهغه څه پرخلاف ،چې دوی يې ترهګري بولي له امریکاسره پوره همغږي اعلان کړه.ناټوددغې موخې لپاره په ۹ اکتوبر۲۰۰۱ کې دالقاعده اوطالبانوپرضد د آپرېشن ایګل اسیسټ په نامه پوځي عملیات پیل کړل.ددغوعملیاتوپه ترځ کې دناټو اواکس نومي الوتکو دامریکاپرخاوره ۳۶۰ ساتندویه الوتنې ترسره کړې.

آیساف: دامنیت ساتنې نړیوال ځواک هغه پوځي جوړښت وو ،چې په کال ۲۰۰۲ کې دبون دغونډې دپریکړوپه رڼاکې رامنځته شو.دغه ځواک ته په افغانستان کې دامنیت دټینګښت دنده وروسپارل شوه.په پیل کې دغه ځواک یواځې پوليسي دنده لرله خوکله چې امریکايي ځواکونه دافغانستان ترڅنګ په عراق کې هم راښکیل شول اوله بله لوري يې په بیلابیلو سیمو کې ځاني اومالي تاوانونه مخ په ډیریدوشول،نويې په اګست ۲۰۰۳ کې دآیساف قومانده ناټوته ورکړه.دلږوخت په تیریداسره ناټوته ځینې ولايتي بیارغونې ټیمونه هم په واک کې ورکړل شول.که څه  هم دناټوځینو غړودخپلوملي معذرتونو له مخې په افغانستان کې دخپل ځواک پرپوځي کارونو بندیزونه ولګول اوهغوی يې یوازې پليسي دندو او د بیارغاونې چاروته وګومارل خوپه وروستیوکې په رېګاکې داروپايي سرمشریزې پریکړوځینې دولتونه  پدې اړه دخپل دریځ نرمښت ته وهڅول. هماغه وو چې په افغانستان کې دناټورول دافغانستان پښتون میشته ناراموسیموته وغزول شو .له کندوز وروسته دناټوځواکونوپه جنوبې افغانستان کې هم خپل ځواکونه ځای پر ځای کړل.....

نور بیا...