د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پېچلي سياسي حالات او سياسي شعور

پښتون 01.08.2007 04:00
سياست څه شى دى ؟
 ددې پوښتنې په ځواب کې يواځې دومره ويل پکار دي ، چې سياست يوه سپېڅلې دنده ده ، سيمه ييز سياست وال د خپل هېواد او خپلې سيمې د سوکالۍ او د هغوى په حقوقو جګړې کوي، شپه او رځ په دې کوښښ کې وي ، چې څنګه خپل هېواد ولس او خلکو ته سوکالي او آرامي راوړم ، رښتينى سياست وال خپله خوښي او د زړه آرامي د خپلو خلکو په آرامۍ او سوکالۍ کې ويني او د همدې موخې لپاره ډېرې مبارزې آن ، چې د خپل سر او مال نه هم پرې تېرېږي .
 خو دا حقيقت هم څرګندولو وړ دى ، چې سياست وال او په تېره بيا د يو محکوم او مظلوم روسته پاتې ولس يو سياست وال د کال دولس مياشتې ، دمياشت دېرش ورځې او د ورځې څلوريشت ساعته د سر او مال دخطر سره مخ دى ؛ خو سره ددې ، چې دده موخه يواځې او يواځې د خپل هېواد او ولس ګټې او ارزښتونه خوندي کول وي ، نه دا ، چې يا د شهرت او يا هم د دولت د ګټلو په تکل يې د سياست لاره غوره کړې وي او يا دپردي تهذيب او کلتورتراغېز لاندې داسې خوبوړى پروت وي ، چې د پېښوريانو په اصطلاح (( خپل ولس هډو ويني نه )) .
 د ګټو او ارزښتونو دواړو د ساتلو هوډ د هر افغاني سياست مدار لومړنۍ دنده ده ، خودادې هم په ډاګه وويل شي ، چې لوى سياست مداران او دسياسي حالاتو څارونکي ټول پدې باور دي ، چې په افغانستان کې هيڅ سياست مدار نشته ، چې د همدې کمي او تشې له امله نن افغانستان د لويو سياسي او ټولنيزو مسئلو سره مخ دى ، د افغانستان د ډېرو پېچلو مسئلو حل ، چې دسياست او حق پرستۍ له لارې ونه شي په بل هيڅ شي امکان نه لري ، خو افغانان اوس د همدې دواړو د نيشتوالي سره مخ دي .
 ډېر مداريان او د منګړتواو پرديومنحرفو نظريو درلودونکي اوس ځان ته روښانفکره او ترټولو لوى سياست مداران وايي، خو دغه سياست مداران به هله د ملي او ولسي سياست خلک وي ، چې دوى د افغانستان د هر وګړي او هر قوم د ټولنيزو څه ، چې آن د اروايي ځانګړنو نه هم خبر وي او په دې د هر څه د برلاسۍ له امله وکولاى شي ، چې د يو ملي شخصيت په حيث په افغانانو کې لار ومومي .
 وسله واله مبارزه ( جهاد) ، کومه چې دافغان ولس او ددغې پښتنې اسلامي ټولنې د ټولنيزو ارزښتونو د خوندي کولو او د هر رنګ بې پتۍ په ضد پيل ده د تش په نوم سياست مدارانو نه غواړي ، چې نور د خپل ولس غولول پرېږدي او د يو مثبت افغاني سياست له لارې دې ددغې مجاهدينو لاره د خپل قلم او ژبې په زور په وړاندې بوځي .
 افغانستان يو غرنى هېواد دى ، چې اکثريت يې پښتانه جوړوي نور قومونه هم د همدې غرونو په چينو تنده ماتوي او دهمدې غرونو په اوبو خپل فصلونه کري ، دا يوه اسلامي افغاني او د پت پالنې په اصولو ولاړه ټولنه ده ، که يوڅوک د امريکا د رڼاګانو په ښارونو کې ګرځېدلي وي ، او په بهرنيو پوهنتونونو کې يې ډېرې زده کړې کړې وي ددې لپاره به يې کړې وي ، چې ددغې غرونو او درو د ساده او سپين زړو پښتنو مسلمانانو لپاره د خدمت او خوشحالۍ مصدر وګرځي او که موخه يې دغه نه وي هغه سړى هېڅ ددې حق نه لري ، چې د امريکايي ګرين کارډ سره سره ځان ته افغان ووايي .
 يو شاعر وايي .
 د بې حيا نوي تهذيب رڼا مې نده خوښه
 د ړندوونکې ځلا سيمې ته به نه ورځمه
 دوى ، چې کوم خوږ شکرين له بهره راوړى دى ددې کوالټي افغاني نده او دغه تېز او تند خواږه ( غربي روښانفکري ) د ټولنيز صحت لپاره د ناروغۍ او رنځورۍ سبب ګرځي .
 دټولو غرونو او درو د سپېرو او مخلصو افغانانو په نمايندګۍ دغې ټولو غولېدلو افغانانو وروڼو ته ځولۍ غوړوم ، چې نور دې په يوه ملي ولسي مفکوره او فکر سره منګولې ولګوي او ټول دې د ګران هېواد په د سپېڅلو مسلمانانو په خدمت کې په ځان شپه او ورځ يوه کړي .
 روښانفکري خو دې ته نه وايي ، چې يو څوک دې د يو اروپايي هېواد د ټولنې نه دومره متاثره شي ، چې د خپلې ټولنې ارزښتونه ورته تت ښکاره شي ، روښانفکري خو داده ، چې ددواړو توازن وساتل شي او لنډ فکر ونه شي . روښانفکري خو داده ، چې مونږ بايد ټول افغانستان په کابل قياس نه کړو بلکه که څومره مو وس وي او وکولاى شو ، چې د کابل په زړه کې د سپين غره تور غره او پامير په لمنو کې پاک او سپېڅلي پښتانه رانه هېر نه شي .
 دا ، چې په هغوى له اسمانه د امريکا يي الوتکو پر مختللي بمونه غورځي کورونه يې نړېږي او تنکي ماشومان بچيان يې د القاعده او طالب په نامه وژل کېږي او مونږ دې دلته ددغې B52 د سيوري لاندې د بې غمۍ په خوبونو ويده يو او ځان ته د افغانستان ولسي او ملي سياست مداران هم ووايو .
 سياست تل د ملت په ګټه وي ، که د نړۍ د کوم هېواد يا ولس يو وګړۍ ووژل شي تاسې څه فکر کوئ ، چې تر کومه به د هغې هېواد ژورنالستان سياستوال او دولتي چارواکي په هغې سر و دردوي او غم به يې وکړي ، ښکاره خبره ده ، چې تر هغه وخته به ددې مسئلې پسې وروان وي تر څو چې يې ددې موخه نه وي مالومه کړې او ددې غچ يې نه وي اخستى او ددې سړي قاتل يې محاکمه کړى نه وي .
 خو دفغانانو ملي او بين المللي قاتلين اوس يو ځل بيا لکه لېوان ددې رمې د ساتنې دروغجن قسمونه خوري او د خلکو په سترګو کې شګې شيندي . دا څرنګه سياست دې او دا څرنګه روښانفکري او پرمختګ .
 لکه څنګه ، چې مې مخکې يادونه وکړه ، چې هر وخت او هره ګړۍ په سمه مانا سياست مدار د سر او دمال له زيان سره مخ وي ، نو دا هم وايم ، چې داسې هيڅ يو رښتونى قهرمان او د خپل ولس د مينې مست سياست وال پيدا نشو ، چې ددې ثبوت ورکړي ، چې زه د پرديو د موخو لپاره نه بلکه د خپلې ملي ولسي موخې لپاره کار کوم او دغې قربانۍ ته په مسکا او خوښۍ وردانګم .
 په پاکستان کې قوم پرست شخصيتونه د پښتنو سياسي ملايانو نه دا شکايت لري ، چې مونږ سره د پښتو او ننګ په لاره قدم نه اخلي او د پنجاب د د ګټو پښوته خپل ملي او قومي غرور ږدي . خو په افغانستان کې بيا دا خبره بيخي سر چپه ده ، دلته هر پښتون په خپل سياست مدار غږ کوي ، چې مونږ سره فاصله مه پيدا کوئ ، مونږ ستاسې لاسنيوي ته اړتيا لرو او تاسې زمونږ نه پرته هيڅ وجود نه لرئ مجبور يې ، چې زمونږ سره د فاصلې دپيدا کولو په صورت کې به د پرديو د يوې زليلې آلې ته توګه کارول کېږئ .
 دا، چې افغانان ولې د اروپايانو په څېر بې حيا ندى؟ دا ، چې ولې پښتانه د ښارونو پرځاى د غرونو اوسېدونکي دي؟ داچې ولې دښتون په سترګوکې خپله پښتونولي ښودلى شي ، داسې پوښتنې دي لکه څوک ، چې ووايي پښتانه ولې پښتانه دي ؟ پښتانه خداى پښتانه پيدا کړي دي د يو لوى پښتني غرور حيا او غيرت سمبولونه دي ، د رنګارنګ استعدادونو او وړتيا وو درلودونکي هم دي خو که دښمن يې په کرار پرېږدي او د ، پوچو نظريو لېونيان مشران يې ددوى دغوښتنو سره سم مزل وکړي .
 خلک يو متل کوي وايي ، چې (( دبجلۍ په تارونو کې او دخداى په کارونو کې به ګوتې نه وهې )) بس ددغې ولس وينه او هډ يې د همدې اولس په لاره قدم کېږده . همدا لاره د کاميابې او بري ده او زموږ ټولو منزل هم همدا دى .
 
 د سياست د عوه دارانو دسياسي شعور د پياوړتيا په هيله .