د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

میرمن سپینه یا سپینه ادې څو ک ده؟

ډاکټر ثواب الدین مخکښ 19.07.2007 04:00

داولس څه عجیبه شانې ولس دی
په چاجوړې کړي ګنبدې منارونه
ها چې خپله یې له تخته غورځولي
په ډیووباندې یې لمانځې زیارتونه

هر ملت دخپلو ویاړونو اوویاړلیو دژوندي ساتلو په برخه کې خورا زیاتې هڅې کړې دې اوکوي یې مګر دایوازې مونږ یو چې خپل ډیر ویاړلي راڅخه هیر اونن یې یوازی تش یو نوم راته پاتې دی نور خونه دهغو دپیدایښت ، ژوند اوژواک اونه خویې دمړینې دتاریخونو په هکله کره اوکوټلې مالومات لرو اونه یې دکارنامو ،شخصیت اوسیرت په هکله څه لرو.زما ددغې خبرې دلاښه کره والې لپاره زه دهرات دمیرمن سپینې یاسپینې ادې یادونه کوم . یو وخت مې دهیواد ویاړلي اوله برمه ډک ښار هرات ته سفر درلود. ددغه سفر په وخت کې مې وغوښتل دکندهار دروازې ته ولاړشم چې په لاره کې موټروان راته وویل دادسپینې ادې څلورلارې ده ماورته وویل دسپینې ادې په هکله څه مالوما ت راکړه داڅوک وه اوڅه کارونه یې کړې چې تاسو داڅلور لارې دهغې په نوم نومولې ده؟نوموړي راغبرګه کړه : والله په دې هکله خو مالومات نه لرم مګر دسپینې ادې په نوم یو ښوونځی هم لرو. داتلوسه راسره پیدا شوه چې په دغو ورځو کې چې په هرات کې شته یم دسپینې ادې په هکله به هر اړخیز مالومات راغونډوم .
نه ومه خبر پرده مې لږ غوندې اوچته کړه
نه دي دویلو هغه څه چې ما لیدلي دي
ــــ الفت صیب
دسهار اته بجې وي خپله کتابچه اوقلم مې راوخستل اومخ په کندهار دروازې روان شوم له هغه سره مې په بازار کې لکه څه مې چې ورک کړي وي یوخوابل خوا کتل ترڅو سپین ږیرې اولوستې خلک ومومم خولنډه داچې له ډیرو سپين ږیرو څخه مې پوښتنې وکړې مګر هیچا هم ځواب په ګوتو رانه کړ چا یو څه اوچا بل څه ویل داسې څه یې راته ویل چې زما لمر وهلې تنده یې نه شوه ماتولی. ملا مې وتړله چې کتابتونونو او دهرات پوهنتون دادبیاتو دپوهنځي دپښتو برخې ته به ورشم ، نوپه زړه کې مې یوه هیله راوټوکیده اوومې ویل چې ځه که نور یو ځای هم څه په ګوتو درنغلل نو دادبیاتو په پوهنځي کې خوبه دومره خبر توکي تر لاسه کړې چې په وړلو به یې ستړی شي.خودلته هر څه زما داند سرچپه راوتل ماخو ورته په زړه کې ګوړې ماتولې خوّداسې پایلې په ګوتو راغلې چې دزړه مراندې مې یې پریکړی اودبې وسه پښتو راتلونکې ته یې ځیر کړ م.
دهرات ښار ولسي کتابتون ته راغلم دکتابتون له کارکونکو سره له روغبړه وروسته مې له هغوی څخه دسپینې ادې په هکله دکتاب غوښتنه وکړه راغبرګه یې کړه: نداریم. له لږ ځنډ وروسته یوې پیغلوټې راته وویل پته خزانه است چیست ؟ اورا داریم. ماورته وویل که هغه ماته راکړی پټه خزانه یې راکړه مایې هم پاڼې واړولې اوراواړولې او هیڅ مې پکښې پیدا نه کړل بیا یې راته وویل : ما هیچ کتاب پشتو رانداریم. له دې ځایه هم راووتم دادبیاتو دپوهنځي په لټه کې شو م ،پوهنځی مې پیدا کړ دکارکوونکیو څخه مې یې دپښتو دبرخې په هکله پوښتنه وکړ ه ، دشونډو په سر یې راته وویل :دیپارتمنت پشتو نداریم .یوه سپين ګیری رالنډ شو اوپه ژړه غونې غږ یې راته وویل دپښتو برخه یې له منځه یوړه له پښو لاندې ځمکه راوګرځیده داجمل اند څو بیته مې له ځان سره تکرار کړل:
بیا به ګورې نغارې به راډنګیږي
بیا به ګورې ولسونه به خوځیږي
تندرونه به په شنه اسمان غورځیږي
بیا به ګورې له قبرونو به لټیږي
ګیلټي به له تیرانو نه راوځي
بیا به ګورې چې ښارونه به ورانیږي

له هغه ځایه مې هوډ وکړ چې دسپینې ادې په هکله به څه لیکم مګر تاسو به وايی چې دادومره ببولالې دې نومونږ ته دڅه دپاره وویل ؟ موخه مې داوه چې هغه درد چې زه یې ودردولم هغه درد له تاسو سره هم شریک کړم تر څو هر چیرې چې یاست دهرات دښار په هکله ری ووهی.اوس راځم دسپینې ادې پيژندګلوي ته:
دښاغلی کاندید اکاډمیسن سیستانې دیوې لیکنې دیادې اززنان دلیر ونامدار افغان درتاریخ تر سرلیک لاندې مې په دې لاندې ډول دسپینې ادې په هکله یوڅه ولوستل:
میرمن سپینه دختر نورمحمد الکوزی،معاصر یارمحمدخان الکوزی وزیر هرات درنیمه اول قرن ۱۹ بود.درسال۱۲۵۵ق=۱۸۳۷م که ایرانیان برهرات حمله کردند وانرا تحت محاصره دراوردند، این زن بااحساس صحنه های جنگ وتلاش افغانها برای دفاع از هرات رادراشعار حماسی خودبه تصویر کشیده است. بل ځای کې د-پښتو ادب کې دمیرمنو برخه –دکتاب لیکونکی شاه جهان هم دسپینې ادې په هکله داسې لیکې.
میرمن سپینه یو ه پښتنه شاعره وه چې دوزیر محمدیارخان الکوزي دحکومت په وخت کې دهرات په شاوخواکې اوسیدله دامیرمن دنورمحمدخان الکوزي لوروه.
کله چې ایرانیانو په کال ۱۲۵۵ه کې هرات محاصره کړ نو پښتنو ډیره په نره اوبهادرۍ دایرانیانو مقابله وکړه اودغه رنګه ایرانیان په خپل مقصد کې ناکام پاتې شول.
په دې قامي جګړو کې شاه کامران سدوزی اووزیر یارمحمد خان الکوزی دپښتنو سرداران ووچې ددې مقابلې په هر ډګر کې یې دخپلې بهادرۍ اومیړنتوب څرګندونه وکړه.
داپښتنه شاعره سپینه هم په دې ملي جګړو کې ژوندۍ وه اودپښتنو دتورې اوننګیالي توب په ستاینه کې یې ډیر خواږه اشعار ویلي دي . داسې معلومیږي چې سپینې دغه ټول حالات بالکل په خپلو ستر ګو لیدلي وو ولې چې ددغې محاصرې ټول حالات یې دسترګو لیدلي اوکتلي بیان کړي دي.
دمیرمن سپینې ددې اشعارونه څرګندیږي چې داپه دغه وخت دپوخ عمر ښځه وه اوعمربه یې تقریبا ۳۵یا ۴۰ کالو پورې وه اوکله چې دامحاصره په کال ۱۲۵۵ه کې شوي وه نوپه دې اندازه دپیداوښت نیټه به یې تقریبا ۱۲۱۵ه او ۱۲۲۰ ه خوااوشاه وي .
دې ملي شاعرې دمحاصرې ټول حالات دیوې قصیدې په شکل پریښې دې چې دمحاصرې منظوم تاریخ ګڼلی شي.
دقصې ابتدا دخدای پاک دحمداوثنا نه کوي .بیا په حضور پاک صلی الله علیه وسلم باندې درود اوسلام وایي اوپس له درود اوسلام نه دحضور پاک صلی الله علیه وسلم څلوواړو یارانو منقبت بیانوي اوپه اخر کې دحضور پاک صلی الله علیه وسلم دټولو اصحابو کرامو صفت کوي اوټول داسمان ستوري بولي بیا په یو څو بیته کښې دکامران اووزیر یارمحمد خان ستاینه کوي اووروستو بیا قصه شروع کوي.
دسپینې پښتنې شاعرې حماسي احساسات ډیر پیاوړي او ننګیالي دي .شعرونه یې دتاثیر او جذابیته نه ډک دي . وینا یې دحماست یوه ټوټه ده اودپښتونولۍ اومړانې نماینده ګي کولی شي.
ددې داشعارو دمضامینو نه داسې ښکاري چې دایوه عالمه اوفاضله په تاریخ اودپښتنو په حال خبره ښځه وه. اشعار یې سلیس ،خواږه اودحماست اوجذابیته ډک دي .
په نورو ځینوکتابونو اوویب پاڼو کې دسپینې ادې دژوند اوژواک پیر ۱۲۵۵ه ښودل شوی دی مګر زه غواړم دلته لږ تم شم . اودتاریخ له پلوه دسپینې دژوند اوژواک دپیرپه هکله لږ رڼاواچوو:
داوخت هرات دمحمود دورور حاجې فیروزالدین په لاس کې وه پر ۱۲۳۲ه=۱۸۱۶م کال فتح علی شاه قاجار دهرات دنیولو اراده وکړه.ځکه نوفتح خان دکابل له لښکر سره هرات ته ولاړ لومړی یې حاجې فیروزالدین ونیو اوکابل ته یې واستاوه اوبیا یې دهرات لویدیځ ته دکهسان په جګړه کې دقاجاریانو دلښکر لس زره تنه ووژل اوله هراته یې شړل په خپله دهرات دچارو په سمون بوخت شو خو په دغه وخت کې یوه بد مرغه پیښه وشوه. اوهغه داچې سرداردوست محمد خان دوزیر ورور،په هرات کې دحاجې فیروزالدین کاله ته ورننوت دښځو ګیڼې ، پسول،جواهر اودانه نښانه قیمتي ملابند چې دتاریخ احمدشاه درانې دمولف شیرازي په وینا پنځوس زره تومانه قیمت یې درلود له نورو نفایسو سره واخستل اوکشمیر ته ولاړ،دې پیښې پر شاه محمود اوکامران ډیره ناوړه اغیزه وکړه.اوددوی اوشاه محمود خان دکهاله ترمنځ بدوردي اوکینه پيدا شوه، همدا دکرکې اوبدبینۍ احساس و،چې په زړه بوګنونکې توګه دوزیر فتح خان دوژلو اودسدوزیو اوبارکزیو دکهاله ترمنځ ددښمنۍ سبب شو.
شاه محمود خپل ناپوه اوکینه ناک زوی کامران هرات ته واستاوه،کامران دوزیر فتح خا ن دورورداعمالو دکسا ت اخیستلو په موخه وزیر فتح خان ونیواودهغه پوه وزیر په سترګو یې سیخ ومانډه اوړوندیې کړ(۱۲۳۳ه=۱۸۱۷م) دشهزاده کامران داکار په ظاهره دفتنې ارامولوسبب وګڼل شو،ځکه سدوزي کورنۍ داکارونه دوزیر په اشاره ګڼل ،خوړانده وزیر ډیر غښتلي وروڼه لرل ،هغو چې دخپل مشر ورور دړندیدلو خبر واوریده په ټول هیواد کې له کشمیره تر هراته فتنې وخوټیدلې اودقهر اوغضب داورلمبې پورته شوي،سرداردوست محمد خان له کشمیره راوګرځید کابل یې ونیو اوشاه محمودیې غزني ته وشاړه.
له ها خواکامران له ۱۲زرو لښکرو سره په غزنې کې دخپل پلار مرستې ته راورسید له بلې خوا سردار محمد عظیم خان له کشمیره دسردار دوست محمد خان مرستې ته راغی اودکابل اوغزني په منځ کې سره وجنګیدل خو محمود اوکامران مات شول په همدغه وخت کې یې ړوند وزیر فتح خان هم دوردګو په سید اباد کې دکسات له مخې په ډیر بد عذاب وواژه اوبند پر بند یې پرې کړ(۱۲۳۴ه=۱۸۱۸م) دوی به خپله هرات ته ولاړل اوهلته دحکومت پر سر دمحمود اوحاجي فیروزالدین ترمنځ شخړه پیدا شوه کامران پر دواړو بریالی شو اودوی یې ووژل (۱۲۴۵ه=۱۸۲۹م)په خپله کامران تر ۱۲۵۸ه=۱۸۴۲ کال پورې په هرات حکومت وکړ. دامهال چې پر ټول هیواد دنفاق اوربل وه دایران قاجاري دولت بیا پر ۱۸۳۲ م کار دتزاري روسيې په پارونه اودعباس میرزا په قوماندانی دیرش زریز لښکر دهرات نیولو لپاره راواستاوه خو دانګریز له خوا له دغه کار څخه دقاجاریانو مخنیوي اوخپل هیواد (افغانستان) ته دهراتیانو وفاداري ددې لامل شو ل چې هرات دپخواپه څیر دافغاني سلطنت په پلازمینې پورې نښتی پاتي شي.
لکه سپینه ادې چې وايي:
داحمدشاه غازي پښتون له کوره
نن ده کامران شهزاده کښلې توره
غلیم له ده نه پر حذر دی جانه
دده له تورې نه ابتر دی جانه
ددرانو ناموس په ده دي خوندي
دپښتنو مټې په ده دې قوي
دپښتنو پر ننګ کلک دی ولاړ
ټول غلیمان دده له تورې لتاړ

داپورتنۍ تاریخي پیښې داپه ډاګه کوي چې سپینې ادې دکامران په پیر کې ژوند کاوه.
بل ځای سپینه ادې دمحاصرې دیوه جنګ حال داسې وایي:
غلیم پر ښار بیا هجوم راوړی
مخ ته یې ولاړ دی یارمحمد خان پیاوړی
زمونږ پښتانه لکه زمري جنګیږي
ولې دوینو پر حصار بهیږي
هرات په وینو دپښتون شو ګلرنګ
پښتون زخمي دی دغلیم په خدنګ
یار محمد وايي پښتنو زما زمرو
ټوله راووزۍ وسله دار له کورو
پر غلیم وکړی یو هجوم ګړندی
هرات له لاسه په ژوندون مه باسی


کله چې برتانوي عسکرو دشاه شجاع په ملګرتیا دغزني له لارې او همدارنګه کپتان ویډله شهزاده تیمور دشاه شجاع له زوی سره دخیبر اوجلال اباد له لارې پر کابل باندې حمله وکړه شاه شجاع په کابل کې په تخت کیښنول شو اوامیر دوست محمد خان له خپلو زامنو سره بخارا ته ولاړ دغه وخت چې دحکومت مشران اوامیر له افغانستا څخه ولاړ اووطن یې دښمن ته پریښودافغان ملت دانګلیس دمتجاوز لښکر پر ضد دغزا اعلان وکړپه ۱۲۵۸ه کې دمني په سر کې امین الله خان لوګری ،عبدالله خان اڅکزی اونوردکابل په شاوخواکې دخلکو په اتفاق په شاه شجاع اوفرنګیانو راپورته شول وزیرمحمداکبر خان هم له دوی سره یو ځای شو په دغه کش وګیر کې مکناټن دستمبر په ۲۳ نیټه کال ۱۸۴۱ه کې دغازي محمد اکبرخان لخوا ووژل شواوالکساندربرنس هم دنومبر په دوهمه نیټه کال ۱۸۴۱ه کې ووژل شو اووروسته شاه شجاع هم داپریل په دریمه کال ۱۸۴۲ م کې ووژل شو اوپه انګریزانو دکابل ځمکه تنور شوه.دهمدغه کال په ژمې کې انګریزي عسکر له کابل څخه دجلال اباد په لوري لاړل په لار کې دافغاني غازیانو په لاس ټول ووژل شول.همدا جګړه وه چې یوازې ډاکټر بریډن ژوندی لاړ.بیرته یې امیر دوست محمد خان له هند څخه راوست دوست محمد خان دخپل غازي زوی محمد اکبر خان په مټ دکابل پر تخت کښیناست. وروڼه یې له ایران څخه راغلل پر کندهارحکمرانان شول اوهرات دیارمحمد خان الکوزي دشهزاده کامران دوزیر په لاس کې پاتي شو.
خوپه هرات کې دسدوزیو دکورنۍ پایڅوړ دیارمحمدخان الکوزي دکامران دوزیر په لاس له منځه لاړ،یارمحمدخان الکوزی هم په ۱۲۶۷ه=۱۸۵۰ م کال کې وفات شو.اوځوی یې سید محمد خان پر تخت کښیناست.
داټول پورتني تاریخي لاسوندونه داخبره کره کوي چې سپینې ادې دکامران سدوزي اویارمحمدخان الکوزي په پیر کې ژوند کاوه اوپه پر هیواد دغلیمانو له خواتیري یې په خپلو شعرونو اوقصیدو کې په دالاندې ډول بیان کړي دي:

لمړی څښتن دټول عالم ستایمه- بیا محمد رسول صلی الله اکرم ستایمه
درودپه واړواصحابانودې وي- دپاک نبي پس ښو یارانو دې وي
دی وواستازی دکونینوبادار- په دوه جهانو دنبیانو سردار
دګنهګار شفاعت کوینه- رحم په خپل خسته امت کوینه
بیا منقبت دابوبکر وایم- صدیق یې نوم په صداقت یې ستایم
دی لمړی یار وه دخاوند درسول- په لوی دربا رپه دوه جهانه مقبول
په یار غاردپاک نبي دی مشهور- توره تیاره یې په انوارو ده پور
دوهم فاروق عمر خدای ته نزدي- دعدالت یې پر جهان نندارې
شورودنیل یې له پرتمه کښته- مړه کافران دده له ډیر هیبته
دریم عثمان ذي النورین ونمر- هم وجامع دپاک قران اکبر
حلم وحیا کې وه بادار دامت- ابن عفان موشو سردار دامت
څلورم یار وه شیر دخدای وکرار- علي حیدر وه تل په لاس ذوالفقار
دخیبر وریې ذوالفقار ته ورمات- په بریښ دتورې یې تل ورک ظلمات

--- ---- ----
بیا نو کوومه په خوښي په عزت - دپاک نبي داصحابو صفت
چې دوی وه ستوري پر اسمان ځلیده- تل وه خوشحاله پاک نبي یې لیده
دخدای رحمت دې وي پر دوی تر ابد- خالق دې عفوکې په دوی زمونږ ابد

دپاچا اووزیر په ستاینه کې:
اوس نو شروع کړم دباچا په صفت- زمونږ شهزادهدی ننګیالی په غیرت
دوی دي ډیوه دسدوزو دټبر- په سړبنو کښې نن دوی دې لکه لمر
داحمدشاه غازي پښتون له کوره – نن ده کامران شهزاده کښلې توره
غلیم له ده نه پرحذر دی جانه- دده له تورې نه ابتر دی جانه
ددرانو ناموس په ده دی خوندي- دپښتنو مټې په ده دې قوي
دپښتنو پر ننګ کلک دی ولاړ- ټول غلیمان دده له تورې لتاړ
بل یې وزیر یار محمدخان توریالی-په سپین میدان ځنې رپیږي زمری
دی په تدبیر اصف نظام دهرات- ښه یې سنبال کړانتظام دهرات
پښتون پرده راټول دجنګ پر میدان-سټ یې په توره کړه غلیم دښمنان
خالقه دادپښتو توریالي- وي دهرات په سیمه تل دې ژوندي
دپښتنو سردې په دوی وي بلند- هم په غیرت وټول جهان ته څرګند
وروستو تر مدح دکامران شهزاده-واوره چې کاندم دجنګوښه قیصه
له سپینې خوارې څخه به څه نه وي اثار- دابه وي خاورې پاتې شي به یاد ګار


په هرات او قندهار کې دسدوزو پادشاهي:
راسه چې تاته حکایت کومه- دسدوزو دسلطنت کوومه
پخوا تردې وه دهرات پاچهان- دسدوزو ذوالفقار زمان خان
دوی سرداران دپښتنو دهرات-غلیم یې تل له تیرې تورې ومات
دپښتنوتورې به تل ځلیدي – ددشمن سترګې له بریښناوې ړندې
دوی وه میړونه پښتانه توریالي- پر ننګه ټینګ وودوطن ننګیالي
په جنګ کښې هر یولکه غټ شین زمری- دسدوزو وه هرزلمی بریالی
ټول پښتانه په اتفاق وو ولاړ- کار ددښمن ددوی دلاسه ویجاړ
چې پښتون زلمی په خوب کې دښمن-ولیدله ویرې به ریږد په بدن

دمحاصری دیو جنګ حال :
غلیم پر ښهر بیا هجوم راوړی –مخ ته یې ولاړ دی یار محمد خان پیاوړی
زمونږ پښتانه لکه زمري جنګیږي-ویـــــــــالي دوینو پر حصار بهیږي
هرات په وینو د پښتون شوګلرنګ-پښتون زخمي دی دغلیم په خدنګ
یارمحمد وایي پښتنو زمازمرو-ټوله راووزی وسله دار له کورو
پر غلیم وکړی یو هجوم ګړندی- هرات له لاسه په ژوندون مه باسئ
کفن په غاړه داوطن اوساتی-زمونږ دپلرو ښکلی مدفن اوساتی
دلته پراته دي ننګیالي نیکه ګان- دلته بهیږي وینې تل دافغان
هرات زمونږ دی ږمونږ کور دینه-ږمونږ نغری دی زمونږکوردینه
دښمن راغلی تردیواله دکور-ولاړشی دادی دپښتون لوی پیغور
کامران نارې کړې چې پښتونه قامه-توره راباسه مره پر ننګ نامه
مه بایله ځان اوسه ولاړپه حصار-دپښتانه پر ننګه ځان کړه ایثار
زلموچې واوریدي نارې غلبلې-له یارمحمده اوکامرانه دلې
له کلو اوواته زمریانو په څیر – پر دښمنانویې جوړکړلتیر
سرونه یې غوڅ کړه ددښمن په توره- موریې کړه په غلیمانو بوره
دښمن شو مات راغی دوران دکامران – دیار محمددبري ستوري ځلان

ځینو کتابو بیا دغه دمحاصري حا ل داسې رااخیستی :
زمونږ پښتانه لکه زمري جنګیږي- ویـــــــــالي دوینو پر حصار بهیږي
هرات په وینو د پښتون شوګلرنګ- پښتون زخمي دی دغلیم په خدنګ
یارمحمد وایي پښتنو زمازمرو- ټوله راووزی وسله دار له کورو
پر غلیم وکړی یو هجوم ګړندی- هرات له لاسه په ژوندون مه باسئ
داخو زمونږ کور دی زمونږ وطن دی نا-دازمونږ ټاټوبۍ زمونږ مامن دی نا
کفن په غاړه داوطن وساتئ- زمونږ دپلرو ښکلی مدفن وساتئ
دلته پراته دي ننګیالي نیکه ګان- دلته بهیږي ویني تل د افغان
هرات زمونږ دی زمونږ کور دی نا- زمونږ نغری دی زمونږ اور دی نا
دښمن راغلی تر دیواله دکور- ولاړسئ دادی دپښتون لوی پيغور
کامران نارې کړې چې “ پښتونه کامه!”- توره راباسه مره پرننګ ونامه
مه بایله ځان اوسه ولاړ پر حصار- دپښتانه پرننګه ځان کړه ایثار
بویه غیرت چې موناموس خوندي شي- نوم د پښتون نوم داولس خوندي شي

دلته لکه چې تاسو وینۍ دالاندې بیتونه هم شته:
داخو زمونږ کور دی زمونږ وطن دی نا-دازمونږ ټاټوبۍ زمونږ مامن دی نا
بویه غیرت چې موناموس خوندي شي- نوم د پښتون نوم داولس خوندي شي
بل ځای کې یې بیا همدغه دجنګ دمحاصرې حال داسې راخیستی :
غلیم پر ښهر بیا هجوم راوړی –مخ ته یې ولاړ دی یار محمد خان پیاوړی
زمونږ پښتانه لکه زمري جنګیږي-ویـــــــــالي دوینو پر حصار بهیږي
هرات په وینو د پښتون شوګلرنګ-پښتون زخمي دی دغلیم په خدنګ
یارمحمد وایي پښتنو زمازمرو-ټوله راووزی وسله دار له کورو
پر غلیم وکړی یو هجوم ګړندی- هرات له لاسه په ژوندون مه باسئ
داخو زمونږ کورزمونږ وطن دینه- دازمونږ ټاټوبی زمونږ مامن دینه
کفن په غاړه داوطن اوساتی-زمونږ دپلرو ښکلی مدفن اوساتی
دلته پراته دي ننګیالي نیکه ګان- دلته بهیږي وینې تل دافغان
هرات زمونږ دی ږمونږ کور دینه-ږمونږ نغری دی زمونږکوردینه
دښمن راغلی تردیواله دکور-ولاړشی دادی دپښتون لوی پیغور
کامران نارې کړې چې پښتونه قامه-توره راباسه مره پر ننګ نامه
مه بایله ځان اوسه ولاړپه حصار-دپښتانه پر ننګه ځان کړه ایثار
بویه غیرت چې موناموس خوندي شي- نوم د پښتون نوم داولس خوندي شي
زلموچې واوریدي نارې غلبلې-له یارمحمده اوکامرانه دلې
له کلو اوواته زمریانو په څیر – پر دښمنانویې جوړکړلتیر
سرونه یې غوڅ کړه ددښمن په توره- موریې کړه په غلیمانو بوره
دښمن شو مات راغی دوران دکامران – دیار محمددبري ستوري ځلان

دلته تاسو وینئ چې دالاندې بیتونه هم شته :
داخو زمونږ کورزمونږ وطن دینه- دازمونږ ټاټوبی زمونږ مامن دینه
بویه غیرت چې موناموس خوندي شي- نوم د پښتون نوم داولس خوندي شي

په هر صورت ددې اشعار ونه ددې پښتنې میرمنې تاوده احساسات اوپښتني جذبات په ښه شان سره څرګندیږي . زما چې خو دومره په وس پوره له درنو استادانو هیله کوم چې دسپینې ادې په هکله ډیر څه ولیکې دنوموړي روح دې ښاد اودجنتونو سرداره دي وي
په سپیڅلې کلیواله مینه
اودپښت دکهاله دابادی او سوکالۍ په هیله


اخځونه :
۱- دافغانستان لڼد تاریخ لیکوال علامه عبدالحی حبیبي(۱۳۷۸)لمریز،ژباړن الحاج عبدالودودکرزی.
۲- پښتو ادب کې دمیرمنو برخه لیکوال شاه جهان ۱۹۹۳ زیږدیز
۳- تل افغان ویب پاڼه (talafghan.com)
۴- سپر غۍ ویب پاڼه(sporghay.com)
۵- یادې اززنان نامدار ودلیر افغان لیکوال کاندید اکاډمیسن سیستاني
۶- پښتنې لیکوالې اوشاعرانې لیک کبری مظهری