د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کو چيان ـــ د دې هېواد بچيان ، چېرته شړئ !!

حبيب الله اسد 17.07.2007 04:00

د وزيرانو شوری د پرونۍ غونډې په جريان کې  د يوې افغاني ضد او ملي ضد پرېکړې خبره وشوه . په دغه پرېکړه کې  اولسمشر چې نه پوهېږم دا ځل بيا له چا ډار شوی دی ، په يو اړخيز ډول پرېکړه وکړه چې کوچيان  ـــ  د وطن دغه ريښتيني خو په هر نظام او حکومت کې ځورول شوي بچيان د ميدان وردګ ولايت له بهسود اولسوالۍ څخه په موقت ډول ووځي ، له وتلو وروسته به  هلته د دوی او د څړ ځايونو او استوګنې مسآله حل کېږي !!!
موږ هزاره ګان ورونه هم د دې وطن خپل بچي بولو ، خو دا د کوچيانو وطن هم دی . د پېړيو په اوږدو کې دوی په دغو سيمو کې ګډ اوسېدلي دي ، اوس څه افت نازل شوی دی چې زموږ دغه غم ځپلي هېوادوال به بيا له خپلو دغو زمکو وتلو ته مجبورېږي . آيا دا ممکنه نه ده چې  دغه موضوع د هغوی له وتلو پرته په ورورۍ حل شي او هر څوک په خپله برخه قانع شي .
داسې ښکاري چې له بده مرغه  زموږ اولسمشر د څو ملي ضد رسنيو  له ملي ضد تبليغاتو او د کوچيانو پر ضد د لوی کمپاين له محرکينو څخه ډارېدلی دی ، له همدې کبله يې ويلي دي چې کوچيان به وباسو خو اطلاعاتو او کلتور وزارت دې رسنيو ته ووايي چې دغه موضوع د ملي وحدت په چوکاټ کې مطرح کړي ، نه د ورونو قومونو تر منځ د نفاق په پارولو کې . دا ډېره ښه خبره ده ، خو دا چې ولې د وزيرانو شوری داسې د نفاق پرېکړه وکړه ، د دې ځواب به څوک ووايي .
موږ کوچيان د دې وطن ريښتيني بچيان ګڼو ، له بده مرغه اوس د دوی ژوند ته ، مالدارۍ ته يې او استوګنې ته يې هيڅ  پاملرنه نه کېږي . هغه تش په نامه د کوچيانو لوی رياست چې جوړ شوی دی ، ان د خپلې عادي بودجې پوه افغانۍ او يو ډالر يې هم د کوچيانو د ژوند د سمون او يا استوګنې لپاره نه دي لګولي . آيا دا انصاف دی ؟
اوس نو کوچيان چېرته لاړ شي ؟ له خپل پلرني هېواده شړل کېږي ! دا د افسوس او سل افسوس ځای نه دی ؟
موږ غواړو چې د افغانستان د ټولو استوګنو د حقوقو غږ جګ کړو ، خو کوچيان ډېر ځورېدلي هېوادوال دي ، د هېواد په هېڅ برخه کې د سر سيوری  نه لري .
دا وطن د ټولو ګډ کور دی ، د دې وطن هيڅ برخه دکوم ځانګړي قوم په قباله کې نه ده ، ټول افغانان د ټول افغانستان هېوادوال دي ، دا د ملي وحدت اصلي ټکی دی ، ستونزې په ټولو برخو کې شته ، خو دغه ستونزې د کوم چا په نفي کولو او شړلو نه حل کېږي .
کوچيان بايد له خپلو څړځايونو او هزاره ورونه له خپلو استوګنځايونو ونه ويستل شي ، دوی ټول د دې وطن په هر څه کې او په هره برخه کې سره شريک دي ، ستونزې دې يې هم په ورورۍ حل شي . دا د پښتنو کوچيانو او ناپښتنو قومونو تر منځ کوم کړکيچ نه دی ، لکه ځيني متعصبين او فاشيستان چې يې مطرح کوي ،  په بېلابېلو سيمو کې آن د بېلابېلو پښتني ټبرونو او پښتنو کوچيانو تر منځ هم پرېمانه ستونزې شته دي ، چې عادلانه حل غواړي ، نه دا چې له يوې سيمې د ټولو د ويستلو پرېکړه وشي ، دا ډېره بشري ضد خبره ده او بايد ملګري ملتونه يې هم په جديت سره وڅاري .
د افغانستان په هره برخه کې هر افغان شريک دی . په پکتيکا او کونړ کې د هزاره برخه شته ، په باميان او دايکندي کې د اوزبک اوپښتون او تاجک افغان او په فارياب کې د بلوڅ افغان برخه شته دی . دا ټول ، زموږ د ټولو دي .