د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دلال جومات پېښو ته لنډه کتنه

زمه وال 10.07.2007 04:00

داسلام اباد دقائد اعظم پوهنتون دتاريخ له څانګې فارغ مولانا عبدالرشيد غازي چې دتېرو اتو ورځو راهيسې  دپاکستاني پوځ ترسخت بريد لاندې په لال جومات ( سره جومات) کې دکلابندۍ شپې ورځې تېرولې بالاخره نن مازيګر  دلال جومات په يوه زېرخانه کې له خپلو څوتنو ملګرو طالبانوسره يوځای ووژل شو.
دمولانا عبدالرشيد غازي پلار ارواښاد مولانا عبدالله دوخت  د ستر دينې عالم او خپل استاد مولانا يوسف بنوري  په بلنه دراجنپور له يوې لرې پرتې سيمې څخه اسلام اباد ته راغی او د لال په نوم ديوه وړوکي جومات امامت ورته وسپارل شو. دوخت په تېرېدو سره چې ښار څومره پراخېده دلال جومات وداني هم پراخه کړل شوه.
مولانا عبدالله په ۱۹۷۳ کال کې ديوې مدرسې بنسټ کېښود او بیا يې دغه مدرسه د فريديه په نوم ونوموله.
نوموړي په ۱۹۹۲ ز کال کې دنجونو لپاره دجامعه حفصه په نوم يوه مدرسه جوړه کړه،چې دلال جومات سره چنديانې واټن نه لري.
مولانا عبدالله په ۱۹۹۸ز کال کې افغانستان ته ولاړ،له افغانستانه په راستنېدو يې په اسلام ابادکې دپاکستان د دولت پر خلاف يوه لويه مظاره وکړه او د مشرف د دولت کړنې او تګلاره يې په سختوټکو کې وغندله.
دهمدغه کال(۱۹۹۸ز) داکتوبر په ۱۷نېټه مولانا عبدالله په لال جومات کې دننه دیو ه نا پېژاندي کس له خوا ووژل شو.
لال جومات چې دپاکستان دمذهبي چارو له وزارت سره راجستردی نو دمولانا عبدالله تر وژل کېدو وروسته  حکومت دهغه مشر زوی مولانا عبدالعزيز ددغه جومات دخطیب په توګه وټاکه.
مولانا عبدالرشيد چې په قايد اعظم پوهنتون کې يې دتاريخ په څانګه کې دماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې  ترسره کړي،لومړی په   معارف وزارت کې دنده پیل کړه او څه موده وروسته يې دولتي دنده پرېښوده او په اسلام اباد کې يې له يونيسکو سره کار پیل کړ، دخپل پلار تر وژل کېدو وروسته يې دغه  دنده هم  پرېښوده او له خپل مشر ورور مولانا عبدالعزيز سره يې د لال جومات اوفريديه مدرسې په چاروکې مرسته پیل کړه،چې  څه موده وروسته دخپل مشر ورور لخوا ددغه جومات دمرستيال خطيب په توګه وټاکل شو.
په افغانستان کې دطالبانو دواکمنۍ له نسکورېدو وروسته کله چې دالقاعده ډلې يوشمېر جنګياليو شمالي او جنوبي وزيرستان ته پنا يوړه او هم يې هلته زيات شمېر سيمه ييز ملګري وموندل او پاکستان خپل په زرګونو تنه پوځيان دغې سيمې ته واستول او هلته يې دکورنيو او بهرنيو جنګياليو پرخلاف پراخ پوځي عمليات پیل کړل چې پکې پر دغو جنګياليو سربېره څو وارې په لسګونو تنه ولسي وګړي هم ووژل شول. مولانا عبدالرشيد غازي په وزيرستان کې دپاکستان دپوځي عملياتو سره سخت غبرګون وښود او دهغو غندنه يې وکړه، نوموړي  په دې اړه يوه فتوا صادره کړ ه او پر خلکو يې غږ وکړ،چې په دغو عملياتو کې دوژل شويو پاکستاني پوځيانو جنازه دې نه کوي.
په ۲۰۰۴ز کال کې حکومت دتروريزم په يوه ځانګړې دوسیه کې هغه تورن وګاڼه، پر نوموړي تور و چې  د۲۰۰۴ز کال داګست په ۱۴ نېټه یې ديوشېمر لوړپوړيودولتي  چارواکيو دوژلو پلان جوړکړی و؛ خو ويل کېږي چې  دپخواني ولسمشر جنرال ضياالحق دزوی او دمذهي چارو وزير اعجاز الحق په غوښتنه دولسمشرمشرف  لخوا وبخښل شو  او سپين وګڼل شو.
د ۲۰۰۶ز کال دنومبر  په دويمه نېټه  حکومت په پلازمېنه اسلام اباد کې ۷ جوماتونه په دې نوم شهيدان کړل چې په نا قانونه   توګه جوړ شوي او هم يې  په  راتلونکي کې دپه لسګونو نورو جوماتونو دشهيدولو وويل.
دمولانا عبدالعزيز  دمېرمنې اُم حسان په مشرۍ دحفصه مدرسې  ښځينه او دفريديه مدرسې په زرګونو   نارينه طالبانو د دولت ددغه کار په غبرګون کې لاريون وکړ اوله دولت څخه يې دشهيدکړل شويو جوماتونو دبېرته جوړولو غوښتنه وکړه.( خودهغوی دغه غوښتنه ترننه   ونه منل شوه)
د ۲۰۰۷ز کال دجنوري په ۲۲ نېټه دحفصه مدرسې ښځينه طالبانو  مدرسې ته څېرمه  د چلډرن لايبرېري په نوم دولتي کتابتون ونيو او ويې ويل چې ترهغې به له دغه ځايه ونه وځي ترڅو حکومت شهيدکړل شوي جوماتونه بېرته نه وي جوړ کړي.
دحفصه مدرسې دښځينه طالبانو لخوا د دولتي کتابتون په نيول کېدو سره خبره غټه شوه او لال جومات هره ورځ  نژدې دهرې  پاکستانۍ  ورځپاڼې دسرټکی وګرځېد.
دلال جومات چارواکيو په دې بسنه ونکړه او په لال جومات کې يې شرعي عدالت جوړ کړ، څه موده وروسته دمدرسې طالبانو په اسلام اباد کې دموسيقۍ او فلمي پيتو او CDS پر يوه مارکيټ بريد وکړ او په زرګونو دغه ډول پيتې او سي ډي ګانې يې وسوځولې.
د حفصه مدرسې ښځينه طالبانې دانټي شميم په نوم ديوې مېرمنې پر کور ورغلې،انټي شميم یې له خپلې نګور او لور سره يوځای دبدلمنۍ په تور ونيولې او مدرسې ته يې بوتلې؛خو دانټي شميم لخوا دجرم له منلو او له دغې تورې دندې څخه له توبې ویستلو وروسته  له خپلې نګور او لور سره يوځای پرېښودل شوې.
دلال جومات طالبانو دوه ځلې په وسلو سمبال پوليس ونيول او په جومات کې يې بند کړل، دمولانا غازي په وينا پوليس دحفصه مدرسې دښځمنو طالبانو دځورولو په تور نيول شوي ول.

دلال جومات طالبان د۲۰۰۷ز کال  دجون په ۲۳ نېټه  په اسلام اباد کې دچينايانو يوه مساج ستنټر ته ورغلل او هلته  يې د څو تنو چينايي پېغلو نجونو په ګډون نهه تنه  ونيول او په جومات کې يې بنديان کړل،طالبانوويل چې نيول شويو چينايانو دفحاشۍ او بدکارۍ مرکز جوړ کړی چې پکې دځوانو چينايي نجونو لخوا خلک مالش کېږي؛خو بيا وروسته دځینې کسانو په مځګړتوب چينايان پرېښودل شول.
 بالاخره دروانې مياشتې په درېيمه نېټه( ۳ جولای ۲۰۰۷) يوزيات شمېر پوځيان سيمې ته ورغلل او دلال جومات په شاوخوا سيمو کې يې داغزن تار په غځولو پیل وکړ،طالبانو پر دولتي ځواکونو دتیګو ګوزارونه وکړل  او ورپسې د دواړو خواو ترمنځ وسله واله نښته پیل شوه چې تر ماښامه پورې  ديوه پوځي او يوه ژورنالېست  په ګډون څوارلس تنه پکې ووژل شول او يونيم سل تنه نور پکې ټپيان شول؛خو هغه مهال دلال جومات سرچينو دټپيانو طالبانو شمېر پينځه سوه تنه وښود.
دولت دډزو پړه پر طالبانو  واچوله خو مولانا عبدالرشيد د دغه تورله منلو انکار  وکړ  او دولتي ځواکونه يې پرډزو کولو تورن کړل.
پوځي ځواکونو پرطالبانو دوسلې غورځولو غږ وکړ؛خو پارېدلو طالبانو نه يواځې دا چې دغه امر ته غوږ کېنښو  لال جومات ته نژدې دچاپېريال ساتنې دچارو پر  وزارت او څو نورو دولتي ادارو يې بريد وکړ او اور يې ورته کړ.
دولت سيمې ته په زرګونو تنه پوځيان واستول، په شاخوا سيموکې يې  ګرځبنديز اعلان کړ او پر لال جومات يې اوبه،ګاز او برېښنا بنده کړه  او هم يې دمدرسې طالبانو ته دبېرون راوتلو امر وکړ چې يو زيات شمېر ښځينه او نارينه طالبانې له مدرسې نه را ووتل.
دمدرسې مهتمم مولانا عبدالعزيز  دشپې په تیاره کې په داسې حال کې چې چادري يې پر سر وه دمدرسې نه دوتلو په هڅه کې دشپږو تنو ښځينه ترافيکي  پوليسو لخوا ونيول شو.
طالبانو چې خپل مشر په داسې حال کې وليد نو په سبانۍ ورځ په سلګونو تنه ښځينه او نارينه طالبان له مدرسې څخه راووتل او ځانونه يې دولتي ځواکونو ته وسپارل. په بله شپه مولانا عبدالرشيد غازي خبري رسنيو ته وويل چې مولانا عبدالعزیز دتېښتې هڅه نه ده کړې بلکې ديوه لوړپوړي دولتي چارواکي په بلنه دهغه ليدو ته ور روان و ترڅو ددغې مسلې دحل په اړه ورسره خبرې وکړي. مولانا غازي ادعا وکړه چې دغه لوړ  پوړي دولتي چارواکي ( ترپایه يې  دنوم له ښکاره کولو  ډډه وکړه) نيول شوي مولانا ته ويلي و چې بېرون را ووځي هغه به يې  له دولتي مشرانو سره دخبرو اترو زمينه برابره کړي ترڅو دغه ستونزه پای ته ورسول شي؛خو دمولانا غازي په وينا دغه لوړپوړی چارواکی له دوی سره په چل کې و او چې څه يې غوښتل هغه ستاسې پر وړاندې دي.
دقامي اسامبلۍ غړي مولانا شاه عبدالعزيز او ددغې اسامبلۍ څو تنو ښځمنو غړيو د قاضي حسین احمد دلو ر راحيل قاضي په مشرۍ چې سپين سرې مور يې هم ورسره وه ډېرې هڅې وکړې چې جومات ته ورشي او له مولانا غازي سره له نژدې وګوري. خو دولت پرېنښودل چې مدرسې ته ورشي. شاه عبدالعزيز ډېرې نارې ووهلې چې  ده له مولانا غازي سره په مدرسه کې دبندو  د په سلګونو ماشومانو دبهر راويستو په اړه خبرې کړي او مولانا ورسره منلې چې هغه به ټول هغه طالبان چې پخپله خوښه بهر وتل غواړي ورته وسپاري  خو دولتي چارواکيو بيا هم شاه عبدالعزيز او دهغه ډلې ته جومات ته د دننه تلو اجازه ورنکړه.
دتېرې یکشنبې په ورځ (۸جولای ۲۰۰۷) د عالمانو يوې ډلې له لومړي وزير شوکت عزيز سره وکتل او له هغه څخه يې په سوله يیزه توګه ددغې ستونزې دهوارولو غوښتنه وکړه.
له يوې خوا دعالمانو ډلې د لال جومات او دولت ترمنځ ګرځېدې   له بلې خوا د دواړو خواو  ترمنځ جګړه روانه وه، مولانا غازي به ادعاکوله چې دوی په پوځيانو بريد نه کوي او يواځې له خپله ځانه دفاع کوي خو دولتي چارواکيو به دخپلو پوځيانو له خولې ويل چې له جومات څخه  ورباندې د  سپکو او درنو وسلو ډزې کېږي.
دجولای په اوومه  نېټه دشپې پر يوه بجه دډګرمن هارون الاسلام په مشرۍ ځانګړيو پوځي ځواکونو دشالخوا پر جومات بريد وکړ او داسې ويل کېدل چې دا پرېکنده بريد دی اوښايي همدانن شپه ټوله کيسه پای ته ورسېږي؛خو شل دقیقې وروسته د غه ځانګړي پوځي ځواکونه بېرته په شاشول او په سبا يې دپوځ وياند تورنجنرال وحید ارشد دخپل يوه ډګرمن  چې ددغه بريد قوماندان و دوژل کېدو او دهغه دمرستيال دټپي کېدو خبرورکړ.
تېره ورځ (۹جولای ۲۰۰۷) يووارې بيا يوشمېر عالمانو دواکمن مسلم ليګ ګوند دمشر چوهدري شجاعت حسين او اعجاز الحق په ملګرتيا دسولې او روغې جوړې لپاره هلې ځلې پيل کړې،ماخوستن مهال د ډلې يوتن مشر خبري رسنيو ته وويل چې دسهار له لمانځه وړاندې به  جګړه پای ته ورسېږي او دمولانا غازي په ګډون ټول کسان به له جوماته بهر راووځي؛ خو دسهار پر څلورو بجو پوځي ځواکونو له څو خواو څخه پر جومات بريد پيل کړ چې نن ماښام مهال د لال جومات دمرستيال خطيب مولانا عبدالرشيد غازي په وژل کېدو پای ته ورسېد.

نن ماسپښين مهال  دعبدالرحمن په نوم يوتن طالب له يوه  شخصي تلويزيون سره په خبرو کې وويل چې تېره شپه ددوی او دعالمانو او دولتي چارواکيو ترمنځ خبره تقريباً دحل پړاو ته رسېدلې وه؛خو له بده مرغه چې يوه بل لوري پکې مداخله وکړه  او دغه ټوله پروسه يې له خاورو سره خاورې کړه. نوموړي په دې برخه کې په ځانګړې توګه دmqm( له هندوستانه دراغليو مهاجرو ګوند) يادونه وکړه او ويې ويل چې د نوموړي ګوند غړيو دسولې دغه پروسه شنډه کړه....
ديادونې وړده چې تېره ورځ حکومتي سرچينو په جومات کې د دولسو تنو ځانمرګيو بريدګرو دشتون خبر ورکړ؛خو دچارواکيو دغه خبره هغه مهال دروغ وخته چې مونا په يوه زېرخانه کې له خپلو ملګرو سره يوځای ووژل شو.
دکتونکيو په اند که په رښتيا له مولانا عبدالرشيد غازي سره ځانمرګي بريدګر ول نو ولې يې پر دولتي ځواکونو بريد ونکړ؟
مولانا عبدلرشيد غازي تېره ورځ خبري رسنيو ته وويل چې اتياکلنه مور يې دپوځي عملياتو په بهير کې وژل شوې.