د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغانستان ستونزه او د هوارۍ لار

احمدولي اڅکزی 07.07.2007 03:00

په څو څو ځله مې د افغانانو تر منځ پدې اړه بحثونه اورېدلي چې په افغانستان کې د امريکايي سرتيرو شتون د افغانستان په گټه او که په تاوان دی. دلته سياسي او د ډلو يا گوندونو سره تړاو درلودونکي خلک نه مطرح کوو بلکې دلته د عامو اولسي وگړو نظرونو ته پام کوو. اولسي وگړي پر دوو اړخونو وېشل شوي دي . يو اړخ د امريکايانو او ټلوالو شتون د افغانستان په گټه او بل اړخ يې په تاوان گڼي. هر اړخ د خپل آند او باور د اثبات لپاره خپل دلايل لري او د دغو دلايلو پر اساس خپل نظر سم او د بل اړخ نظر ناسم گڼي. د ليکنې په وروستۍ برخه کې د افغانستان د ستونزې د هوارۍ لپاره وړانديزونه په گوته شوي دي. خو په لومړي سر کې راځئ چې د هغو اړخونو نظرونو او دلايلو ته پام وکړو چې په افغانستان کې د امريکايانو شتون بېل ارزوي:

لومړۍ ډله:

دغه هغه خلک دي چې په افغانستان کې د بهرنيانو شتون مثبت ارزوي او د بهرنيانو په شتون کې د زياتو ستونزو هواری ويني. طبعا په دغه نظر درلودونکو کې هم فرق شته او د دوی دلايل هم يو د بل نه توپير لري خو ددوی د انگېرونواو دلايلو په پايله کې دوی يوې نتيجې ته رسيږي او هغه دا چې که امريکايان او نور بهرني ځواکونه دافغانستان څخه ووزي نو د افغانستان وضعيت ښايي نور لا پسې خراب شي. دوی وايي چې که امريکايان او بهرني ځواکونه د افغانستان نه ووځي نو افغانستان به بېرته د نړۍ واله تېرورستانو په ځاله واوړي او گاونډي هېوادونه به پکې لاس وهنې کوي. د دوی په آند د افغانستان غوندې شاته پاتې هيواد هيڅکله سل په سلو کې خپلواک نه شي کېدلای. داکه افغانستان د سترو ځواکونو تر تاثير لاندې نه وي نو نور واړه گاونډي هيوادونه پکې لاسوهنې کوي او دا چې افغانستان نه شي کولای يواځې په خپل قوت د گاونډي هيوادونو د لومو څخه ځان خلاص کړي. يواځې ستر هيوادونه او غربي نړۍ د دې جوگه ده چې افغانستان ددغو هيوادونو د لاس وهنې نه وژغوري. ډېر ځل ددغو خلکو نه اورېدل کيږي چې د غلام د غلامۍ نه د بادار غلامي ښه ده. دوی وايي چې دپاکستان دلاسوهنې نه امريکايي لاسوهنه ښه ده او داسې انگېري چې ښايي امريکا د پاکستان او نورو گاونډي هيوادونو په پرتله د افغانانو په وړاندې ډېر رحم ولري. دغه خلک د افغانستان راتلونکي ته خوشبينه ښکاري او وايي چې افغانستان به د لوېديځې نړۍ په مرسته بېرته يو ملت شي او پر خپلو پښو د درېدلو توان به پيدا کړي او بيا به د بهرنيانو شتون ته نوره اړتيا هم نه وي. دوی هغه څه په گوته کوي چې د دوی په آند په تيرو شپږو کلونو کې افغانستان لاس ته راوړي دي. د ښونځيو پرانيستل کېدل، د بيان آزادي، د ښځو د حقوقو مساله، د ډيموکراټيکو ټاکنو له لاري د منتخب شوي حکومت منځ ته راتگ او داسې نور.
ددغه اړخ زيات خلک د امريکايانو او نورو بهرني ځواکونو شتون د استعمار نه بلکې يو کومک او پر ښه نيت ولاړ يو اقدام گڼي. دد ې اړخ زيات خلک د امريکايانو شتون دافغانانو د خپلواکۍ ، نظم او سولې دبيا تر لاسه کولو په لار کې يو اړين کار انگېري.

دويمه ډله:

دغه هغه خلک دي چې به افغانستان کې د بهرني ځواکونو شتون قطعا ردوي او ورته د استعمار په توگه گوري. پدغه اړخ کې هم زيات بېلوالی شته چې بعضي په توپک دامريکايانو ايستل غوره گڼي او بعضي د سياسي او صلحه آمېزه منډو ترنډو له لاري د امريکايانو او نورو بهرني ځواکونه ايستل غواړي. خو دوی ټوله پدې هم ږغه دي چې د امريکايانو او نورو بهرني ځواکونو شتون افغانستان د نورو بدبختيو سره مخامخ کړی دی. ددغه اړخ خلک زياتره هغه ږيږه افغانان دي چې د خپل پلار او نيکه لارښووني يې له نظره ندي غورځولي چې „خپل په کور کې هيڅکله پردی څوک د توري سره مه پرېږدئ „! خو پدغه اړخ کې د هغو خلکو شمېر هم مخ په زیاتېدو دی چې پخوا يې د لومړي ارخ سره تړاو درلودی ياني د امريکايانو په شتون خوښ وه خو اوس پسله څو کلنو د امريکايانو او د کرزي د حکومت د کړنو نه ناخوښه دي. ددغه اړخ خلک کرزی د شاه شجاع او ببرک کارمل سره متشابه کوي. دوی د امريکايانو او نورو بهرني ځواکونو شتون د افغانستان پر خاوره تېری گڼي او دغه مسله د خپلي خپلواکۍ او بقا مساله انگېري. دوی په خپلو دلايلو کې د تاريخ بېلگي ورکوي چې بهرني تېری کوونکو هيڅکله هم افغانستان او افغانانو ته گټه نه ده رسولې. دوی د پرنگيانو او روسانو بېلگه ورکوي. دوی وايي چې پرنگيانو هم ويل چې په ښه نيت افغانستان ته راتلل غواړي خو په اصل کې يې د افغانستان سره د تاريخ تر ټولو ستر ظلم وکړی او دافغانانو وجود يې دوه ځايه کړی. د افغانانو څخه يې خيبر او کوټه بېله کړه. نه يواځې دا بلکه د پاکستان په نوم يو داسې هيواد يې ورته جوړ کړی چې همېشه يې د پرنگيانو په لارښوونه افغانستان پر سر وهلی دی. د هغه وروسته روسانو هم ځان ته دوست هيواد ويلی او د افغانستان د رغاوني او پرمختگ ژمنې يې کولې. خو روسانو افغانان پر ازبک، تاجک، هزاره او پښتون ووېشل. بې اتفاقي يې رامنځ ته کړه. هيواد يې جوړ نه کړی بلکه دغه هيواد يې وران او په کنډوالو بدل کړی. په لکونو انسانان شهيدان او په ملينونو انسانان مهاجر او دربدره سوه او تر اوسه لا په پردیو هېوادونو کې د تانو او ترخيو ډکي شپې او ورځي سبا کوي. ددغه اړخ خلک دې ته هم اشاره کوي چې امريکا د دويمې جهاني جگړې وروسته په بېلو هېوادونو کې د اته څلوېښت نه زياتي مستقيمي فوځي يا نا مستقيمي لاسوهنې کړي دي او پدغو هېوادونو کې يو هيواد هم د امريکايي مداخلې نه گټه نده اخيستې نو افغانستان به څنگه د گټو نه برخمن شي. ددغه اړخ خلک زياتره د افغانستان د راتلونکې په اړه خواښيني دي.
هغه پوښتنې چې لا ځواب شوي نه دي:
دبيان سوو دو اړخونو نه پرته داسې پوښتني شته چې تر اوسه د هيڅ چا لخوا سمي ندي جواب شوي. او تر کومه وخته چې دغه پوښتني نه وي ځواب شوي، افغانان به هيڅکله پر امريکايانو او د هغوی پر ټلوالو باور ونه کړي:
۱ـ امريکايان په رښتيا په افغانستان کې څه غواړي؟
۲ـ پداسي حال کې چې امريکا و افغانستان ته د راتگ وړاندي د روسيې، د افغانستان شمالي گاونډي هيوادونو او پاکستان سره مصلحت کولو ته اړه وه، ايا دغو هيوادونو به دافغانانو په گټه د امريکا سره مصلحت کړی وي او که څنگه؟
۳ـ ټوله نړۍ خبره ده چې په پاکستان کې تربيتي کېمپونه شته ، چيري چې دافغان حکومت ضد ځواکونه تربيه کيږي. دغه څنگه امکان لري چې امريکه دي پدې نه وي خبره؟ او که خبره وي نو پوښتنه دا ده چې ايا د امريکا او پرنگي دومره ټينگ ټلوالی لکه پاکستان چې هست و نېست يې د پرنگيانو او امريکا د رضا سره تړلي وي بېله د امريکا د امر او رضا نه په خپل هيواد کې د مخالفينود روزلو جرات کولای شي؟
۴ـ که امريکا په رښتيا د افغانانو دوستي غواړي نو ولي يې تر اوسه د افغانستان د دښمنانو لاسونه نه دي خوڅ کړي؟ ولي تر اوسه وسلې نه دي ټولي شوي؟ ولي تر اوسه ټوپکسالاران پر افغانانو حاکمان دي؟ تېرو کلونو ته په کتلو سره ود ټوپکسالارانو واک، پيسې او مونو پول ولي د کمېدو پر ځای لا پراخ سوی دی؟
۵ـ امريکايان ولي دافغان اولسي خلکو ژوند، ناموس او دودونو ته د درناوي په سترگه نه گوري؟ امريکايان ولي افغاني کلي او کورونه بمباروي؟ امريکا ولي د بنديانو سره د نړۍ واله قانون له مخي برخورد نه کوي؟
۶ـ په افغانستان کې ولي لا تر اوسه رښتنی د بيا جوړولو کار ندی سوی؟
۷ـ که افغانستان رښتيا هم خپلواکه دی او د کرزي حکومت دغلامانو ډله نده، نو ولي دغه حکومت هيڅ واک نه لري؟ ولي د کرزي فرمانونه فرمانونه نه دي؟ ولي تر اوسه پوري لا کار حقدار ته نه دی رسېدلی؟
د امريکايانو روانه پاليسي ددې لامل گرځي چې په افغانانو کې د امريکايي او نورو بهرني ځواکونو په وړاندي کرکه نوره پسي زياتيږي. د افغانستان د وگړو اکثريت د امريکايي استعمار پر ضد دي. خو د امريکا لپاره تور وينم که پدغه اکثريت کې د هغو خلکو اکثريت زیات شي چې د جگړې له لاري د ستونزي هواری غواړي. زما په آند اوس لا ډېر ناوخته سوی نه دی. که امريکا په خپله پاليسي کې بدلون راولي، ښايي چې د افغانستان ستونزه حل شي. هغه پدې شرط چې امريکا په رښتيا هم ددغي مسلې هواری وغواړي.

د افغانستان د ستونزې د هوارۍ لپاره وړانديزونه:

که امريکا او نړۍ واله ټولنه په رښتيا د افغانستان د ستونزي هواری غواړي نو بايد په خپله پاليسي کې ستر بدلونونه راولي او هغه پوښتني ځواب کړي چې وړاندي مو په گوته کړې. د افغانستان د ستونزي د هواري لپاره بايد لاندني گامونه پورته کړل شي:
۱ـ بهرني ځواکونه بايد د افغانستان څخه د وتلو مهال وېش وټاکي.
۲ـ په افغانستان کې بايد بېله کومه ځنډه سمدلاسه جدي او پايداره ډزبندي منځ ته راسي او جگړه ژر تر ژره بنده شي.
۳ ـ امريکايان، افغان حکومت او طالبان بايد ټول پر مېز سره کيني ولي چې په جگړه هيڅکله هم دغه ستونزه نه شي هوارېدلی.
۴ـ نړۍ واله ټولنه بايد گاونډي هيوادونو ته جدي گواښنه وکړي چې نور په افغانستان کې لاسوهنه ونه کړي. نړۍ واله ټولنه بايد افغانانو ته د دې تضمين وکړي چې د دوی د وتلو وروسته به هم دوی په افغانستان کې د گاونډي هيوادونو د لاسوهنې مخه نيسي.
۵ـ په افغانستان کې بايد سمدلاسه د زورواکانو څخه وسله ټوله شي. تر څو په افغانستان کې د نويو ډيموکراټيکي ټاکنو پر وخت داسې پايلې منځ ته راسي چې د افغان ملت لپاره د منلو وړ وي.
۶ـ په افغانستان کې بايد پانگونه وشي تر څو دغه هيواد په خپلو پښو ودرېدلای شي. پدغه هيواد کې بايد انډسټري او فابريکې جوړي کړل شي چې خلکو ته اوږدمهاله د روزگار مواقع برابري شي. بايد د کرهڼي او زراعت د پرمختگ لپاره پر سيندونو ډيمونه جوړ کړل شي او بزگرانو ته ماډرنه زراعتي سامان او ښه توخمونه ورکول شي. دغه ټوله اقتصادي مرستي بايد د پور يا خيرات بڼه ونه لري بلکه دغه مرستي بايد د جگړې د تاوان په توگه افغانانو ته ورکړل شي.
۷ـ نړۍ واله ټولنه بايد هغه هيوادونو په دې مکلفه کړي چې په افغانستان کې د ماين پاکۍ ټوله مصارف په غاړه واخلي، چا چې په افغانستان کې ماينونو يا خو په خپله ښخ کړي او يايې هم د خپلو غلامانو په لاس دغه کار تر سره کړی وي. د ماينونو د قربانيانو تر څنگ د جگړو نورو افغاني قربانيانو ته بايد په نړۍ واله انډول تاوان ورکول شي. او نه داسې چې د مړي پر سر سل ډالره او پنځوس ډالره وي. د نړۍ وال سټېنډرډ له مخي بايد د قربانيانو يا د هغوی د پاته شویو خپلوانو ته داسې تاوان ورکړل شي چې دهغوی د کور، کالو، ډوډۍ او اولادونو د زدکړو او روزنې او کسب ستونزي پرې هواري شي.
که امريکا او نړۍ واله ټولنه په خپله پاليسي کې سمدلاسه بدلونونه رانه ولي نو کړکېچ نور پسي پېچلی وينم. نړۍ واله ټولنه او امريکايان بايد د تاريخ څخه زدکړه وکړي چې افغانان په جگړه کې نه شي ماتېدلای. د نړۍ واله سولې او سيميزې سولې او با ثباتۍ لپاره ضروروي دي چې د افغانستان ستونزه هواره شي. که په افغانستان کې اور بل وي نو سيمه او ټوله نړۍ به هم ورسره سوځي.