د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پر معياري ژبه د معيار په ژبه يوه څېړنه ـــــ دکوم معيار په ژبه؟

پوهاند ډاکټر م . ا زيار 15.05.2007 04:00
ګران هوتک د اپرېل په سرکې خپل کتاب رالېږلی وو او ماد غبرګون پرځای تازه ليکلارښود ور برېښليک کړ چې لږ ترلږه يې په سرپاڼه کې هماغه((ننګونه)) هومره ولولي او پته ورولګي چې (ترکاڼي رښتيا د ترکاڼ کاردی)، خو د ښاغلي سيستاني
 غير علمي- مسلکي ليکنې او پروړاندې يې دمعياري غورځنګ د مينه والو سختو غبرګونونو دې لاندې غبرګون ته اړاېستم. هوتک خو يو نيم نيمګوری معيار مني، مګر زموږ پرسنايز شوی ليکوال يې ګرد سره پر پښتو او پښتنو نه لوروي. پرځای يې پارسي هغه ته دومره درناوی لري چې ګومان نه کوم، په کومه ليکنه کې يې د ساري په توګه د (خواهم رفت) پرځای(خاد رفتم) کښلي او يايې دکوم ټاپ ليکوال، لکه باختري،ناظمي، عثمان، رهپو يا... نوپردازي غندلي وي!!؟
 پر معياري ژبه د معيار په ژبه يوه څېړنه
 دکوم معيار په ژبه؟
 1- دغه کتاب له اره د ګران محمد معصوم هوتک د يو لړ ليکنو ټولګه ده چې له لسوکلو راهيسې يې په بېلابېلو مهالنيو کې خپرې کړې دي.
 هوتک صاحب د يوه ډېر کاري او تکړه پښتو ليکوال په توګه خپلې ليکنې څېړنې زياتره ادبي او تاريخي متنپوهنې ته ځانګړې کړې او تروسې وسې يې دا هڅه هم کړې چې په دغه برخه کې نوي نوي ازمېښتونه او نوښتونه راخپل کاندې او نومهالې پوهنيزه-څېړنيزه بڼه ورکړي .
 ما ته يې دغه اوسنی څېړنه د متنپوهنې او اړوندې مخينې يا تاريخچې او شاليد له پلوه په زړه پورې ده، نه د ژبپوهنې له اړخه. ده له دې منښتې سره سره چې ژبپوهنه يې څانګه نه ده، بيا يې هم ځانته دا رښته ورکړې چې له ژبپوهنيزو ارونو اصولو او لاسليک شوې چلندلارې (پروسېجر)سره سمه رامنځته کړې کره ليکنۍ پښتو تر کره کتنې لاندې ونېسي او له خرخشې سره يې مخامخ کاندې. تر هر څه له مخه يې((د معيار په ژبه)) غونډ (فقره) هم دا راښيي چې ده دغه ژبپوهنيزه ربړه وارله واره هواره کړې او معياري ژبه ((پښتو)) يې منځته راوړې يايې لږ تر لږه د دغې ټولګې ژبه د يوې- يوازېنۍ کره ليکلارې ښکارندويه ده. دانو يوازې له ژبپوهنې او بيا پښتو ژبپوهنې ناخبر سيستانی دی چې بوس يې ورلاندې کړي دي:
 ((پر معياري ژبه يوه دقيقه څېړنيزه کره کتنه ده...))!
 
 2- ډېره هېښنده لا داچې دا لاسوهنه د استاد رشاد په وصيت او د ډاکتر پالوال په هوکې را توجيه کوي. حال داچې ارواښاداستاد د نوې لاڅه چې د دوديزې ژبپوهنې داوه ګير هم نه وو ټولو شاګردانو ، استادانو او دوستانوته پوره جوته وه چې استاد د عربېزم په کارونه کې تر ګردو دوديزو پښتو او پارسي پوهانو او ليکوالو ميدان وړی وو، ګوندې غوښتل يې په دې چم نورو ګردو ته ماتې ورکړې او ځان د خپل مهالپېر يوازېنی(( خان علوم))را زباد کاندې. لکه څنګه چې يې پرژوندونې داتيايموکاليزو په نمنځغونډوکې د هغې پايله په خپلو سترګو او غوږونو ښه ترا ونګېرله او د مړينې په هغو کې يې له ما پرته نورو ټولو شاګردانو او ارادتمندانو له دومره ښندو او ولولو کار واخېست چې تش تر څلورو ستوريو نه، بلکې د استادانو تر استاد علامه حبيبي يې هم ور تېرکړ. که نه د شمير له پلوه ورسره په ليکنو او بياچاپي کتابو نو کې د خپلو شاګردانوشاګردان هم سيالي کولای شي. مشر زوی يې ګران ډاکتر طارق هم تر ګردو زما هغه ښه وارزوله. ځکه ما يې هماغه نوښتګرانه ليکنې څېړنې ور جوتې(برجسته) کړي وې چې نورو هممهالو يې يا هېڅ نه وې کړې او يايې په دومره نوي رنګ و خوند نه وې وړاندې کړې!
 او پالوال د ژبپوهنې نه، بلکې د توکمپوهنې ډاکتر دی او ژبپوهنه يې هسې يوه څېرمه او اماتوري څانګه ده، له همدې کبله مې د ژبپوهنې په نيمزاله رڼاکې(( د پښتنو نوی پخوانی تاريخ)) او بيا ((معياري پښتو)) ورننګولي دي!
 
 3- دلته دا پوښتنه راولاړېږي چې که دغه وفادار شاګرد له ارې پښتو وييپانګې او بيا نيولوجېزم سره يوه لږه کۍ لېوالتيا در لودای، ولې يې د داسې يوه استاد وصيت ونصيحت د ځان لپاره تاريخي مسووليت او رسالت ګرځاوه چې نه يوازې يې نوې علمي، فرهنګي او تخنيکي رغاونې پرپښتو خواره کۍ نه لورولې،بلکې له کمپېښو ګړدودي او لرغونو وييونويې هم يومخيزه کرکه درلوده. داچې يې په خپلونظمونو کې ځينې بېلګې کارولې او په لمنليکونو کې يې ماناکولې، بيايې هم د ځان غټاوي او فېشن موخه پکې نغښتې وه او ورسره ورسره داچې هغو ته د شعرونو بڼه ورکړي. که معصوم جان يې رانه زباد غوښت، ډېرې ژوندۍ بېلګې به يې مخې ته کښېږدم!
 
 4- هېښنده لا داچې له دغه پلوه يې د ارستو وينا ځانته لاسوند ګرځولې : ((خپل استاد افلاطون راباندې ګران دی، خو حقيقت تر هغه ډېر راباندې ګران دی ))!
 ((((که ښاغلي هوتک ته د نوي اکادېميک پښت د استازي په توګه واقعيت تر استاده رښتيا زيات ګران وای، نو ولې يې د استاد رشاد دا لارښوونه هو بهو په پټو سترګو منله او دايې نه ورغبرګوله چې ايا پښتو رښتيا د نيولوجېزمونو له کبله ورځ پر ورځ له ټولنې لرې کېږي ،که د بې کچه فارنېزمونو له لامله؟
 او بيا دا اخلاقي جرأت چې ورته يې ويلی وای، نيو لوجېزمونه خو د پښتو خپل بېلنګونه او تړنګونه(اشتقاقات او ترکيبات) دي چې د تيارو مخبېلګو(ماډلو) پر بنسټ رغول کېږي، مګر ستا او ستا دهمليکلارو او لارويانو بې کچه عربېزم او غربيزم خو ګرد سره له پښتو سره اړخ نه شي لګولای، ايا دا پښتو له ټولنې نه لرې کوي؟
 
 پردې سربېره يې د دوو پارسي شعرونو(اسمان بار امانت نتوانست کشيد- قرعۀ فال به نام من دېوانه زدند/ اګربينی که نابينا و چاه است- اګر خاموش بنشينی ګناه است ؛ سمه بڼه يې: وګر بينم که نابينا و چاهست- اګر خاموش بنشينم ګناهست) وړاندېينه يې هم همداسې درواخله!
 دا غِټې غټې خبرې يې هله سمې او سهي راتللې چې ژبپوهنه يې اکادېميکه څانګه وای او تر استاده يې د څانګيزو زده کړو او ليکنو څېړنواو کاروازمېښت زيات لوړ رېکارډ ټينګ کړی وای!
 
 5- زه باور لرم چې که د دغې ټولګې په خپرونه کې يې بيړه نه وای کړی او نوی
 ليکلار ښود يې تر کتنې لاندې نيولی وای،د خپلو ګردو اښتنو پوښتنو،اندېښنو او نيوکو پوره ځوابونه به يې پکې موندلي ول او وار له مخه به يې سکته( قناعت) کړی وو. يا به يې له يوځايي چاپه ګرد سره لاس پر سر شوی وو او يا به يې پرې يو مخيزه بياکتنه کړې وه،لکه:
 سوچوالی، نيولوجېزمونه سياسي پېښې بلل، ارکايېزمونه متروک ګڼل، خپلسري، د څلورګونو وييپانګو ترمنځ نانډولي،نظر معيارعملي ګډوډي،د تلفظ ستونزه، التباس ته نه پاملرنه، د معياري ژبې عاميانه درک او لهجوته په سپکه کتل،ژبه له ټولنې لرې کول... .
 6- پر ما باندې يې دا تور و تورا له ورانپوهاوي پرته کوم بله مانا نه لري چې ګوندې زه په خپلوليکنو کې څلورګونی انډول په پام کې نه نيسم او په ځانګړي ډول تر ګړويزونو (ډايلکتېزمونو) نوې رغاونې(نيولوجېزمونه) پکې ډېر کاروم ! يوداچې د نورو ډېرو ليکوالو غوندې هوتک صاحب تر دغه منځ سم توپير نه شي کولاي او يولړ کمپېښي ګړويزونه هم نويزونه انګېري چې په دغه اوسنۍ ليکنه کې يې ورته بېلګې هم موندلای شي!
 د پوروييونو په تړاو ښايي زما په ليکنو څېړنو کې کومه نيمه هغه هم ډېره لنډه ادبي، شعري ياژورنالېستيکه بېلګه د ګران هوتک پر سترګو لګېدلې وي چې ټاکلې سلنه پکې پوره يا هېڅ نه وي کارېدلې،مګر په ټوليز ډول ناشونې ده چې کومه پوهنيزه ليکنه مې کورټه او سکوټه نږه او بوبه پښتو وي. د يوې-پښتو- کره پښتو د نورو مينه والو هغه خو لاڅه کړې څه کړې!
 دا زه په زغرده ويلای شم چې زما درېګونې نږه وييپانګه تر بل هر پښتو ليکواله ډېره ارته او بيرته ده او يوازېنی قلموال يم چې د درېيمې(پردۍ) پانګې دټاکلې سلنې څرک به مې په ليکنو کې و لګي. که هوتک صاحب له اره راسره څلورګونی انډول منلای، ولې د نورو بېشمېرو ليکوالو ليکنې تر نيوکو لاندې نه نيسي چې تر درېګونې نږه پښتو پانګې يې څلورمه دا تېری کوي او بيا خپلې داهم کچ و مېچ کاندې چې دا توله يې پکې تر کومه بريده ساتلې ده؟
 
 7- د اپرېل پر اوومه يې د بي بي سي په څلورکسيزه مرکه کې له نيولوجېزم سره خپل ناباندېوالی په يوه اړوپېچ (ضدونقيض) غبرګون سکينده کړ. يو خوا يې ټينګار پر دې چې که نوم د نومولي له رامنځته کېدو سره سم له سمونې ورغول شي، سمه ده، که نه... او بلخوايې دا پلرنی نصېحت چې سوکه سوکه تر سره شي، هغه هم د څه له پاسه شپږلکوکمپيوتري هغوغوندې چې د مايکرو سافټ د 35ژبو په لړ کې يې ځنډونې د پښتو خپلواک پايښت له پوښتنې سره مخامخاوه!
 په همدې ډول پخواني پوروييونه پښتو کول هم يوه نا بښل کېدونکې ګناه بولي، بې له دې چې له تربرې ژبې سره رغنده((ملي)) سيا لي په پام کې ونيسي.
 
 د ډېرې خواشينۍ او نهيلۍ خبره خو بيا دا ده چې د ده په څېر ډېرو پښتو مينو ليکوالو د تربورانو پر انګروزو او ننګونو ځان يو مخيز ناګاره اچولی، هغوی په همدې دک و دليل پارسي يوازېنۍ رسمي ژبه رامخته کوي چې تر پښتويې نومهالې پانګه ډېره ارته او بيرته ده. ځکه ايرانيانوورونوورته دا يوه پېړۍ دنړيوالې سيالۍ پوره جوګه کړې، نه يوازې د نويو علمي، فرهنګي او تخنيکي ترمينالوجيو په را ژباړنه، بلکې له دولسو پېړيو راهيسې د کارولې عربي هغې په پرسنايزونه هم. داسې علمي کتاب به يې پيدا نه کړې چې پکې د کارېدليو نيولوجيزمونو شمېره تر زرګونو راټيټه وي. او واکمنو اخونانو يې له عربانو او غربيانوسره د دښمنۍ په پلمه د شاهي پېراړوند فرهنګستانونه لا پسې پراخه او پياوړي کړه. له مخه ګاډی ماشين بلل کېده، اوس يې خودرَو بولي او داسې نور. په پښتو کې ښايسته ډېرکمپېښي(نادر) ډايلکتېزمونه او(څه ناڅه همزمان) ارکايېزمونه، لکه : هېواد، نړۍ، مانا، رښته، ار، اند،انځور، اړپېچ، اړوپېچ، ويی، ويي يا وييونه،ګره ،پلپوټ، شړونی ،مونګره، تنده غری،اکر،اکربکر، وکر، اکر وکر، شخه شولانګه، تاوتريخوالی، دودول،زباد،زبادول، ژمنه،يېکه،لونل(پېښور: نولل)،پاسلل،موخه، ستونزه،ډېری، سکته،سکاسه، بخوله، ناورين، ناتار،اغلې، ښاغلی، اړ، وياړ، وياړل، ، وېلاړ، يون، يونل، هسک، مزدک، ختيځ، لويديځ... له لاسته راتلو او کارولو سره زياتره د څو سوو کلو دودو عربي او پارسي پوروييونو ځايناستي شوي دي. ترڅنګه يې له تېرې پېړۍ راهيسې نيولوجېزمونه،لکه:
 ښوونه،روزنه،ازموينه،ليکنه،څېړنه، مننه، منښت،منښته ، منندوی... او ورسره تړلي سېمانتېزمونه،لکه:دريځ،بهير،غورځنګ،خبريال،خبرلوڅ، ويندوی... هم همداسې درواخله.ورسره ورسره ډېرې خوندورې ګړنې(ايډيمونه) هم د يادونې دي،لکه:(را- در-ور)غبرګول،نغښتل،خپلول،ننګول، لړۍ کول،ډالۍ کول، تپل، پتېيل،پته لګېدل يا لګول، اړخ لګول،ډډه لګول، ګواښل، سمون خوړليا لرل، جاج اخېستل، غاړې وتل، غاړه کول، لاړه غړۍ کېدل،غاړې تر غاړې کېدل،پر بره روانېدل، پرله پېيل،پرله پورې، پرله غښتل،پرله غښتی،په لويه کې، په لوی سرکې،په ټوله کې(په ټوليزډول/ عموما، په عمومي ډول، په مجموعي ډول يا په مجموع کې)... .
 
 8- د ګران هوتک ددې خبرې يا پلمې په غبرګون کې چې زموږ د کره پښتو وييپانګه د ګړدودي برخې له پلوه ډېره خواره ده او د دې پرځای چې هغه را ټوله کړ شي او پرکار واچول شي، زيات زور مو پر نويو رغاونو او بيا لرغونو اچولی دی، بايد ووايم د اتلس د نړيوالې پروژې دننه او دباندې زما تر راغونډې کړې پانګې تر مخه هم ښايسته ډېره د مومند بابا په پښتو سيند،د حبيبي-کاکړ په سپېڅلې پښتو، د ايازي په لس زره لغات، دپښتوټولنې په سيندونو، د عبداله افغان نويس په درې ټوکيز افغان قاموس، د قلندر مومند په درياب او داسې نورو ځانګړو سيندونو او سيندګيو کې را خوندي شوې ده او تر نورو مينه والو ترې ما او زموږ د غورځنګ نورو غورځاوڼو او بياد ځوان کمپيوټري پښت پښتو مينو ترې تر وسې وسې کاراخېستی دی. حال داچې پر وړاندې يې زما د نويزونو سيند ګی په زکات کې هم نه راځي او له 1868يې تر 2000 کاله د وييونو شمېر تر لس زرو تېری نه کوي. له هغه کال راهيسې يې هر ګوره،له سولګري(کمپيوټري) هغو سره شمېره تر لکونو رسېدلې ده. لرغونې پانګه يا ارکايېزمونه هم ترارواښاد نوري... راوروسته ارواښاد دوست او استاد صميم په دوه دوه ټوکه (زړه پانګه) او( وييزېرمه) کې له منځني ادبي پېره را خوندي کړي دي.
 
 9- زه دهېواد او سيمې پر کچ دټوليزې ژبپوهنې له لوړترين لاسوند او څېړنيز رېکارډ سره سره هم دا باټې نه وهم چې د پښتو ژبپوهنې د پرمختيا او سمبالتيا په لار کې مې د يوې اروپايي ژبې هغې هومره برياوې په برخه شوې وي. زه د اروپا ددې اوسنۍ درېيمې استوګنې په لس يوولسو کلو کې د نوې ژبپوهنې د دومره بدلون او پرمخيون له ننګونې سره ښکر پر ښکر شوی يم چې د راخپلولو لپاره يې په دې اوياکلنۍ کې ارام را حرام کړی دی.
 
 هو،که دی هم د ډاکتر پالوال غوندې خپل کندهاری ګړدود د ګردې پښتو ژبې د معيار ښکارندوی، يا يې لږترلږه بنسټ ګڼي، نو بايد ړومبی زما د ليکلارښود په سرکې ((ننګونه= چلنج)) را وننګولای شي!
 لکه څنګه چې مادپښتو پښويې د درېيم چاپ په سريزه کې هم څرګنده کړې ، سوېل لويديزه ګړدودي ډله او بيا ځانګړی کندهار ی ګړدود د درو نورو(منځنيو، سوېل ختيزو او شمال ختيزو)ګړدودي ډلو پر وړاندې بې کچ و مېچه رغښتي يا پښوييز ې بېلتياوې لري چې هغه هم د يوې ګردسره ځانتنۍ غږپوهې يا ږغپوهې او په تېره تېره خجپوهې زېږنده دي. همدې ړومبنۍ ګرامري برخې دويمه هغه(ګړپوهه يا مورفولوجي) هم تر خپل واک و ولکې لاندې راوستې، په دې ډول:
 
 د نورو واړو ګړدودي ډلو پر خلاف د کندهاري هغه په هر ويي کې چې کوم خجن خپلواک(واوېل) راشي،ورپسې خپلواک پر بل هغه اړوي: زور پر زورکي(ښځه)،ې پر ي
 (ښځي)، زورواله ی پرئ(ښاغلئ) او اوږد(و) پر لنډ(ښځو). مانا داچې کندهاری ګړدود له نورو سره دغه فونيتيکي توپير هممهال مور فولوجيکي توپير هم رامنځته کوي. د يووستو يووستو ګرداني جولو پر وړاندې يې غبرګ غبرګ فورمونه لري اوپه پايله کې سوېل لويديزه پښتو څلورسره ژبپوهنيزاو منلي تړوني معياري بنسټونه(ډېروالی،
 با قاعده والی، لنډوالی او اسانوالی) چې د لاسليک شوي پروسيجرله مخې هر يوه ته پېنځه پېنځه شمېرې يا نمرې ور کړ شوې دي، له لاسه ورکوي او کره والی د ډېرۍ پښتو په برخه کېږي او له دې سره يې په دوديز ليک کې يوازې د(ی) ګانو او په فونيميک کې د زور- زورکي او لنډ- اوږد(و) کره والی هم؛همدارنګه يې په ناخجنو يو څپيزو وييکو(مې،مو،دې،يې،کې، چې...) کې هم درواخله چې پوهاند تږي يې پر همدې بڼو خپل ډاکتري تېزس کښلی او دفاع کړی دی! د بېواکو(کنسوننټو) توپير بيا دومره پېچلی نه دی چې هواری و نه مومي، لکه څنګه يې چې په ليکلارښود کې سپيناوی شوی دی.
 
 10- له اره همدغه راز نټه نه منونکي عيني او علمي واقعيتتونو چې زموږ د کره ليکلارې بنسټ رغوي ، ډاکټر پالوال او څه ناڅه (دسوچوالي تر څنګه) معصوم جان له رااېستلو قلمي تورو سره راميدان ته کړي دي. پالوال له يوڅو ژبپوهنيزو کورسونو او لنډو تنګو اخځونو په ګټه اخېستنه د خپل لږه کي ګړدودتاريخي لرغونوالي رازبادوي او له څو ارونو څخه د همدې يوه ار پر بنسټ غواړي، د يوه يوازېني کره ليکني او ان کره ګړني ګړدود په تو ګه يې پر ګرده پښتونخوا را وتپي. دغه موخې يې هله رښتيا ينه موندلای شوه چې اړونده سيمه له ميرويس نيکه او بيا احمد شاه باباڅخه تراوسه هماغسې پخه پياوړې سياسي او ټولنوټيزه(سوشل اېکانوميکه) او بياپښتني- فرهنګي منځۍ يا مرکز پاتې وای او ورسره ورسره وخت پر وخت شاهانه فرمانونه هم صادرېدلای.، لکه چې وايي، د زورورو اوبه پر پېچومي خېژي، که نه، له دومره توپيرونو سره ورته ډېره کيو په خپله خوښه غاړه نه اېښووه.
 
 هسې خو پښتو مرکې او پښتوټولنې په لومړيو کې په همدغه موخه پوره هاندوهڅې وکړې خو پر وړاندې يې له سختې ناباندۍ او مقاومت سره کوم بری په برخه نه شو،ان تردې چې د ښوونځيو کتابونه هم د پېښوريانو خبره له بده بترې ((علاقه يې پښتو)) ته راواړول شول.
 داچې له بده مرغه نن سبابې خيبر بله لاره نه ده راپاتې او هغه داچې د څلورګونو ګړدودي ډلو له غورچاڼه به يوه يوازېنۍ يوه يوازېنۍ کره ليکنۍ پښتو رامنځته کېږي، لکه څنګه چې پاس يادونه وشوه، له هغو ناکامو منډو ترنډو راورسته همدغه لاره روده منل شوې او پر همدې لوري ګامونه پورته شوي دي. پوهاند تږي هم په خپل کتاب (نوې ژبپوهنه او ژبني مسايل1344ل) کې پرهمدغه سکالو ښه ترا رڼا اچولې ده او پر همدې منلي ارو بنسټ له 35 کلو راهيسې زموږ پرله غښتي غورځنګ ټيکاو موندلی دی. هرګوره، ليکنۍ معياري پښتود لويديځوالو د ازمېښتو له مخې څو پېړيو ته اړتيا لري چې له ټوليزې ګړنۍ ژبې سره يو پرتليز(نه بشپړ)نژدېوالی او همرنګولی و مومي!
 
 11- دانيوکه ډېره بې سروبوله ده چې ليکنۍ ژبه د پوهې، ادب ،فرهنګ او تخنيک د ژبې په توګه ولې له عامې او عاميانه ټولنې څخه لرې شي، هغه هم له پښتني دې غوندې چې له هره پلوه لرې پاتې ده. ټولنه د ګړنۍ ژبې جوړوونکې ده، د ليکنۍ بڼې ټاکنه او بيايې ګرامر او نور ژبپوهنيزې ليکنې څېړنې په ژبپوهانو اړه لري اوکارونه يې هم يوازې په ليکوالو او پوهانو. ان په پرمختللي لويديځ کې د ليکنۍ او ګړنۍ ژبنيو بڼو ترمنځ لا دومره واټن ليدل کېږي چې اړونده معياري ژبنۍ بڼه يې لکه دويمه ژبه په ښوونځيو او ان پوهنځيو کې ښوول کېږي او زده کېږي.
 
 يوه-کره ژبنۍ بڼه له اره يوه ولسواکي اساسي قانون ته ورته ده چې د اړوندې ټولنې د هرغړي د سندورايې ځلندويي کوي او هرڅېړنوال او ليکوال يې لکه پارلماني غړی استازي کوي. نو که کوم لوستی نالوستی ياپوهيال ليکوال دانيوکه وکړي چې دا ليکلار يا ليکدود زما د سيمې، ټبر ياپوړ و پاړکي د ګړدود استازي نه کوي، هماغسې ځواب به اوري چې د اساسي قانون په تړاو يوه هسې ناراضي او نيوکګرته ويل کېږي!
 د ژبپوهنيز او تړوني غورچاڼ پر بنسټ ټاکل شوې کره ژبنۍ بڼه لکه پښتو دا د دغو يا هغو نه، بلکې د ټولو ګړدود والو ګډ مال ګڼل کېږي. په دې توګه د سيمه ييز ګړدود دفاع او بيا ناژبپوهنيزه دفاع هسې بېځايه او بې ګټې ده.
 
 12- داچې د ګران هوتک دغه ټولګه تر هرڅه زياته له سوچوالي او نيولوجېزم سره پر نه پوخلاکېدونکي دريځ راڅرخي، د لا زياتې سکتې او بساينې لپاره يې دا وروسته سرباري څرګندونې يو وار بيا ور غبرګوم:
 څلورګونې وييپانګه تر ګرامري او رغښتي(سټرکچرال) برخې راوروسته د ژبني معيار دويم رغنده ټوک جوړوي او د ژبې د ژوندي پاتېدو په برخه کې خورا پرېکنده ونډه لري؛ له همدې لامله ژبپوهانو دغه څلورګونی ار رامنځته کړی دی. د ډايلکتېزمونو او ارکاييزمونوتر څنګه نيولوجېزم کوم سياسي تقليد نه، بلکې د ژبنۍ او نومهاليزې نړيوالې علمي فرهنګي اړتيا او سيالۍ يوه ځنډ نه منونکی چاره ده. که نژدې تربوران مو ارکيالوجۍ ته باستانشناسي، وينډوز ته پنجره او موس ته موشک ووايي او موږ يې لرغونپوهنه،کړکۍ او موږک را و ژباړو، کومې سياسې پېښې نه ګڼل کېږي او همداسې يې د لکونو علمي او کمپيوټري نومونو راپښتو کول هم درواخله. که نه يوازې همدغه لکونه نومونې( ټرمونه) پښتو پښتۍ ماتولای شوې چې د پښتو تر درو ګونو برخو څو ګرايه زياتې دي!
 
 هرګوره، که په دې لړکې ورته کومه سياسي بېلګه نيمه پر مخه راغلې وي، لکه پانګوالي،پانګواکي، پرګنواله،پرګنيز،وګړنی يا وګړنيز، پوړ وپاړکی،پاڅون، اوښتون، ناپانګوالي ودې لار(راه رشد غير سرمايه داري، ځمکسمون(اصلاحات ارضي)، بېل يې کړه، اېل يې کړه(تفرقه بيندازوحکومت کن)، بنسټپال، اورپکي، ځانمرګي، ترهګر،ټولنوده (رشد اجتماعي)، ټولنيز پرمختيايي او بشپړتيايي پړاوونه(مراحل رشدوتکامل اجتماعي) ...، بياهم اړين بلل کېږي، که نه يوشمېر چپي(مترقي) ليکوال يې د هماغو پارسي انډولونو کارونې ته اړوځي، لکه چې اړوتي دي. هرګوره، پښتو د نړيوالې سيالۍ په لړ کې د هر راز وييپانګې را خپلونې ته اړتيا لري او ځنې يې نه رغېږي. نوکه انورنوميالی، ظاهرافق، دستګير خروټی....يې هماغه پارسي او سليم راز، سهيل انشأ... يې اردو-انګرېزي هغه خوښوي، خوښه يې!
 زه د دغه ستر ځنډ نه منونکي او اړين تاريخي چار، په بله وينا، د 53 کلن پرله غښتي ژبني- فرهنګي غورځنګ دبنسټوال په توګه ټينګ باور لرم چې که په دې اړه لږ تر لږه د هوتک صاحب همدغه ټوليزه همغږي او پوهاوی هم پراختيا و مومي، ستر غنيمت به وي. ورسره د تړلې څلورګونې وييپانګې ربړه له وخت تېرېدنې سره ورو ورو پخپله هوارېږي، په تېره له بې کچه دوديز عربېزم څخه دځوان کمپيوټري پښت له پرله پسې ناولدۍ او ناباندۍ سره. هسې خو بې له هغې هم د عربېزم دود و مود نور دا ارزښت له لاسه ورکړی چې څوک پرې خپل ځان وپړسوي، په سرچپه ډول سوچوالی دومره رادود شوی، چې هوتک او منلي يې ته خورا ښه پلمه او درسته پر لاس ورکړې ده!
 
 13- د ګران هوتک دوينا(122مخ) پرخلاف د کره ليکنۍ پښتو غورځنګ خپلې اغېزې ښندلې او مخ پر بره روان دی. که نه دا دچا باګه وه چې يو ننګرهاری ليکوال دې مونږ/ موږ وکښي يا دې د(په-پر)،(د-تر)... توپير وکاندې!
 مولانا خادم يې ان په هماغو لومړيوکې منښته کړې وه او راته يې ويلي يې ول :
 ((موږ دادېرش څلوېښت کاله څه په انفرادي ډول او څه د پښتو ټولنې له لارې په دومره ليکنو او لارښوونو دومره څه تر لاسه نه شو کړای او تا په دې لنډو څو کلو کې په يوه ځان ويل اوکول سره غاړې تر غاړې کړل!))اوماداسې ور غبرګه کړې وه:
 ما له دې سره سره چې د رېفرنډم پر ځای ډېر زور پرژبپوهنيزو ارونو اصولو او د پرمختللې نړۍ پر ازمېښتو اچولی، د ورځې پر خپرونو ګرځم او لارښوونې کوم او د شپې له مخې د باختر اژانس له لارې ورته د کړن عمل جامې وراغوندم!
 
 تر هغو ورځو شپو چې ګران هوتک د باختر اژانس له پښتو څانګې سره همکاري پيلوله، ز ما کره ليکلار پرې په لس پېنځلسو کلو کې ښايسته ډېر اغېز ښندلی وو. ترهغې له مخه پښتو ګرد سره په پارسي- عربي خوم کې رنګ وه : په عمل راوړل، په وجود راتلل، صورت نيول، په برکې نيول، تصميم نيول،تدابير اتخاذ کول،زمينه مساعدول،معضلات په عالي سطح مطرح کول،د دلچسپۍ مورد واقع کېدل، د ځانه شهامت- شطارت_جرأت- عکس العمل ابرازول، د مملکتينو فی مابين ذات البينی تعلقات، روابط يا مناسبات بر قرارېدل(د دواړو هېوادو ترمنځ خپلمنځي اړيکي ټينګېدل)، اقدامات په لاره اچول، د بحران د موجوديت په صورت کې، د غذايي موادو د قلت په موجوديت کې... او د پاکستانۍ اردو ډوله پښتو د( کوم چې، چاچې، چېرې چې...) تر څنګه لا بتر( څو، ترڅو د چې پرځای)،د چاياکوم ځای څخه ملاتړ-ننګه_ دفاع- مخنيوی-هرکلی-يادونه-څارنه- ساتنه...کول او داسې نورې پارسي پېښې خو پر داسې چونګاښ دانه اوښتې چې له1351ل راهيسې له مشر استاد علامه حبيبي او مولاناخادمه نيولې تر ما او استاد اصف صميم له سلګونو ليکنو،لارښوونو، لارښودونو او منډو ترنډو سره سره يې لا تراوسه جرړې د پښتو ابۍ په هډو پلو اوسږو کې ژورې پاتې دي!
 
 څومره به د يوې- معياري پښتو په ګټه وي چې ګران هوتک صاحب د سوچوالي او نورو اړوندو مسلکي-تخنيکي ربړو پرځای دهمدغو ناوړو اغېزو د مخنيوي لپاره مټې را ونغاړي او وخت ناوخت يې د رسنيو له لارې ليکوالوته ور پرګوته کړي.
 
 14- زه دغو ګردو سپيناويو په پای کې بيا هم د ګران او منلي هوتک صاحب دغه ټولګه نه يوازې د متنپوهنيز او تاريخي اړخ له پلوه، بلکې له دې ګوټپېره هم ګټوره ارزوم چې د ډېرو په توپير په ټوله کې د يوې يوازېنۍ کره پښتو ليکلارې اړينتيا نه يوازې نه ردوي، بلکې د پارسۍ په ګډون يې د نورو معياري کړ شويو ژبو غوندې له ګړدودي دريځه ژبني دريځ ته د اوښتيا او لوړتيابنسټيز ارو اړ ګڼي.
 په همدې ټينګ باور او هيله ګران هوتک ته د وروسته پاتې پښتو ابۍ دسرڅڼې په پار، هغه هم د خپلې پوره ازمايلې څېړنيزې څانګې (متنپوهنې) له لارې، لا زيات بري او برياوې غواړم او د دومره سپينو او زغردو څرګندونو بخښنه!
 په ګرده پښتني- افغاني مينه