د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډۍ

رفيع الله ستانکزی 13.05.2007 04:00

هغه ملي اشعار دي چې شاعر یې معلوم نه وي او د هر حساس پښتون او حساسی پښتنی د احساساتو هنداره باله شی .
د پښتنو په غرو او رغو کې ، په کلیو او ښارو کې ، په شنو درو او لویو دښتو کې ، د ابشار خنګ او د کږدۍ اړخ ته د چوپان په شپیلۍ او د بڼوال په درو کې بلاخره د پښتنو د خاوری په هر ګوټ کې له دی اشعارو څخه په یو شان خوند اخیستل کیږی .
زاړه یې د ځوانۍ د خاطراتو په یاد وايې ، زلمیان او پیغلې د خپل زلمیتوب شور او مستی پکښې لټوی ، مینانو ته د راز او نیاز رویباری کوی ، توریالی ورسره د تورو په میدان کې ګډیږی او مسافر يې په مسافري کې د خپل وطن تنده پری ماتوی .
د اشعرو نه چې څومره ساده، سلیس او روان دی هغومره د پردیو ژبو له اغیزې څخه پاک او سپيڅلې دی .
د دیوانو نو اشعار که د عربی عروضو تابع دی خود دا اشعار نه یوازی د عربی عروضو څخه بی نیاز دی بلکه د سیلاب Syuable سیستم په اساس ځانته عروض لری ، لومړی برخه یې لنډه (۹) سیلابه او دوهمه برخه یې اوږده (۱۳) سیلابه ده .
د دی اشعار ویل څرګند خصوصیت دا دی چې زیاتره پکښې د ښځې له خوا نارینه ته خطاب وی او څنګه چې د ښځې احساسات تر نر رقیق ، تاثیرات یې تر نر اغیزمن او اغیز یی تر نر وخوندور دی نو به لنډیو کې هم طبعاً تر نورو اشعارو خوند او اغیزه زیاته محسوسه کیږی ، همدا شان هره یو لنډۍ د ملی موسیقی یو داسې نوټ بللی شو چې پر مختلفو طرزو او آهنګو باندې کیدای شی ، لکه : رزم ، بزم ، د سفر ، ناستی ، اټن ، غم او د خوښی د حالاتو د راز راز لحنونو سره سمون خوری یعنی هره یوه لنډۍ د ملی موسیقی پر ډول ډول آهنګونو او وزنونو باندې ږغیدای شی ، دا څو لنډۍ چې دلته د پارسی او انګریزی ترجمی سره لوستونکو ته وړاندې کیږی دا د دی راز ملی اشعارو یوه ډیره وړه نمونه ده ، که نه وی دا راز په زرګو نو زرګو نو لنډۍ شته چې تر اوسه را غونډی شوی نه دی یوازی یوه برخه یې د پښتو ټولنی د کتاب په شکل چاپ کړی ده .
که دا نمونه د لو ستو نکو خوښه شوه نو بیا به زیار باسو چې داراز اشعار یوه بله مجموعه د ترجمی سره مينوالو ته وړاندی کړو .
د پښتو ژبې داولسۍ ادب يو ځانګړی شعری صنف يا ټو لګی دی چې شفاهې ادب هم ورته وايې .
لنډۍ د شعر د نورو ډولونو نه يو بيل او بشپړ ډول ځانګړی فورم لری . چې لو مړۍ نيم بيتي يې نهه سيلابه او دوهم نيم بيتی يې (۱۳) سيلابه کيږی چې دا ځاتکړنی په نورو شعری فورمونو کې نه ليد ل کيږی .
په پښتو اولسی ادب کې د لنډۍ لپاره نور نو مو نه هم شته چې د بښتون اولس لخوا په دی ټولو نو مو نو پيژ ندل کيږی .لکه: ټپه ، مصره او ټيکی .... چې دی هر نوم ته يو ځانګړی فلسفه مو جوده ده چې د بيلګې په ډول يې زه يادونه کوم .
لنډۍ ته ځکه لنډۍ وايې چې د سيلا بونو له مخې لنده او دمانا له پلوه ديره اوږده او غښتلی وی او يا داچې چې لو مړۍ نيم بيتی يې ددوهم نيم بيتی نه لنډ وې لکه دا لا ندې لنډۍ :

د لنډی ونې نه دی ځار شم
لکه سيسي چې په کمر ولاړه وينه

ًمصره :

لنډۍ ته مصره هم وايې او دا ځکه چې په پخوا زما نو کې د توری او ډال جنګونه وه او د هغو جنګونو په مهال د جنګ ښه او پياوړی توره به په مصر کې جوړ يدله ،نو د مصری توری شهر ت ډير زيات وه او هغه به ډيره تيره او ځلا نده هم وه ،نو د لنډۍ تا ثير او ښکلای يې د مصری توری سره تشبيه کړی چې د ميو ند په جنګ کې د ملا لې د خو لې مصره د يا دولو وړده :
که په ميو ند کې شهيد نه شوی
خدايږو لا ليه بې ننګې ته دی سا تينه
د ملا لې د خولې دا لنډۍ د پښتنو د بر يا ليتوب او د ښکيلاک د ما تې سبب شوه يعنې دی لنډۍ په پښتنو ز لميانو کې هغه جذ بات او احسا سات راو پاروی چې د سر خندنې په رو حيه کې غليم مات کړ او خپلی سينی يې د انګر يزی ښيکلاک توپونو ته سپر کړی او په غليم يې هجوم وروړ تر څو يې غليم پر شا و تا مبا وو .
او بر يې خپل کړ .

زما په قبر لاړی تو کړه
که يې د ننګ ګو لې په شا خوړلی وينه

همدا ډول لنډۍ ته ټپه هم وايې ،او دا هم يو ه د تسميی وجهه لری خغخ دا چې د لنډۍ تا ثير د سړی په زړه ټپ جوړه وې .يعنې که توری او ټو پکی ښکاره ټوپونه جوړه وې ،نو لنډۍ بيا پټ زخمونه د انسان په اوجود کې جوړولی شي چې يواځې احساس يې کيږی ،خو ليدل کيږی نه لکه دا لا ندې لنډۍ :

باور مې نه شی که به روغ شم
بلا زخمو نه مې په زړه دی مړ به شمه
٭٭٭٭٭٭
د روغيدو تمه مې نه شته
جانان په غشو د بڼو ويشتلی يمه

با ڼه دی ورو جګ کړه شير ينې
ما ته دی سم د زړه په سر ټو مبلی د ينه


د لنډۍ بله ځا نګړنه داده چې شاعر يې معلو مه نه وې د هر چا يعنې د هر پښتا نه او پښتنې د خيال او زړه خبری دي .بله داچې وخت او ځايې هم معلوم نه وې ،چې د چا له خوا ،څه وخت ،او په کوم ځای کې ويل شوی دي ،او نه يې چا ته د تعداد پته لګيږی .
د لنډيو کتا بونه چاپ شوی ،خو د تعداد په اړه يې څوک څه نه شی ويلی او نه يې کوم ليکوال ته څوک منسو بولی شی ،او نه څوک په ويلو کې انتيظار با سی . حتی کله کله يې خلک يو د بل په وړاندې د مسا بقې په ډول هم وايې په تيره پښتنې پيغلي او زلميان لکه دا ټپه :

د ټپی وار راسره کيږده
ما ته بې واره ټپه خوند نه را کوينه
٭٭٭٭٭
ما سره سمه سيا لی مه کړه
ما د لنډ يو سپاري لو ستلی د ينه

د لنډيو وو يو نکي ز يا تره وخت تور سري وي . او د لنډیو ډيره بر خه د ښځو له خوا ويل کيږي ،او يل شوي دي .
د لنډيو د منځ ته را تګ په باب کو مه خا صه نيټه نه شته او اټکل کيږی چې د زرو کا لو څخه هم بخوا قدامت لری وڅيړونکي په دی عقيده دی چې ښا يې لو مړنې په لاس راغلی لنډۍ او يا په بل عبارت يوه زړه لنډۍ دا وې :
سپوږمې سر وهه را خيژه
يار مې د ګلو لو کې ګو تي ر يبينه (۱)
لنډۍ چې د پښتو اولسی ادب او فلکلور اساس تشکلوی . د ژوند په هره بر خه کې د خبل مو ثر يت مظاره کړی وپښتا نه ځوانان او پيغلې يې د مينې ، هجران ، و صل ،غم ، او خو شحالی په حا لتو نو کې وايې ، مشران يې په خپلو خبرو کې د ځينو مسا يلو د تا يد لپاره وايې : ،حتی کله کله تری د متل په حيث د خپلو خبرو د قوت لپاره کار احستل کيږی ،نو ويلای شو چې په لنډيو کې د انسان ژوند هر اړخ او هره پيښه انځور شوی ده چې دا انځور يدنه په ساده او روانه ژبه چې د اولس ژبه ورته ويل شوي ده نو ځکه ورته اولسی ادب وايې . دلته د ټو لنيز ژوند د څو اړخونو او پيښو یا دونه کوم ،چې په پښتو لنډ يو کې په څو مره ساده ،روان او ظر يف انداز را نغاړل شوی او يو اوږده کسه يې په لنډو الفا ظو کې بیان کړی .که لو مړۍ د عشق بر خه او دهغه څو حا لته راواخلو ښه به وې .
زه به عاشق سړی پو هيږم
يا يې رنګ زيړ وی يا يې شو نډي وچي وينه
په دی که خو شک نه شته ،چې په عاشقی او مينه کې جذ ببی ،غم ، خو شحا لی ،مينت ،پيغور او تهمتو نه وي ،چې دا يو حا لت هم د لنډيو نه دی او هر يو يې په خبل وار تعر يف کړی ،هر حا لت يې ژبه ور کړی او غږو کې يې دي او په هغه ژبه کې غږولی په کو مه چې ټول پښتون قوم پو هيږی لکه د جدايې به وخت يې عا شق خپلی معشو قي ته د اسی وایې :

جانانه دومره را سره واي
لکه بر يښنا چې د با رانه سره وينه

د لنډۍپیژندنه :

د لنډۍ پیژنې په اړوند په ځینو کتابونو ، لیکونو او خپرونو کې داسې راغلي دي :( لنډې په اولسي ادبیاتو کز هغه ادبیات دي چې د اولس بې نومه او بې نښانه شاعر پکې پدې بریالی شوی چې د بشر د ژوند تر ټولو عالي شیبې په دوو نا متوازنو بیتونو کې په ایجاز بیان او تصویر کړی دی .۱)
استاد حبیب الله رفیع لیکی :
(( لنډۍ یو هغه دوه مسره ایز نظم دی چې لومړۍ او دوهمه مسره یې نه په قافیه کې سره یو شی او نه په وزن کې سره رابري وي .))
 لنډۍ هغه موزون ، غیر متعارف ، مستزاد ، حکمي مقفی ، غیر مصرع بیت دی چې لومړۍ برخه یې نهه (۹)څپې او دویمه برخه یې دیارلس ((۱۳)) څپې وې ))
د پښتنو په مختلفو سیمو کې لنډۍ په مختلفو نومونو پاندې نومول شوي دي البته چې په هر محیط کې به یې د بیلې بیلې وجهې سبب شوی وي ، او هر یو نوم ایښودونکي به د یو خاص صفت او مقصد په لحاظ نوم پری ایښی وي .
نو لدې کبله د لنډۍ په نومونو کې اختلاف معلومیږي .
څو نومونه چې په بیلو بیلو محیطونو کې وربا ند ایښودل شوي دي په لاندې ډول دي :
لنډۍ د کندهار او پکتیا پښتانه یې لنډۍ بولي چې دا اصطلاع د کثرت په توګه په دوی کې موجوده ده او هم د هري سیمې باسواده خلک یې پیژني .
الف: لنډه د مفرد مؤنث کلمه ده ، لنډۍ د لنډه بڼه ده ، د لنډۍ لومړنۍ برخه لنډه او دویمه برخه یې اوږده ده ، له دې کبله ورته لنډۍ وایي.
یا دا چې په دی ډول نظم کې یو ډول تاثیرات پراته دی ، چې په اوریدونکی په محضی اوریدو سره یو داسې ډول اغیزه کوي چې په خوله یې تعریف نه کیږی او اکثر پښتانه یې په محض اوریدو سره په ژړ ا کیږی او په زړه کې یې یو هیجان او سوز پیدا شي ، نو ځکه یې د هغې لنډۍ نوم چې د مار په معنی ده په دې نظم باندې ایښی ده.
راورټي : (( د پښتو مشهور ادیب چې په قام انګریز ؤپ )) د پښتو ژبې او دب ته یې ډیر خدمت کړی دی ، د دې پورته قول یې تايید کړی دی او لنډۍ په باب کې لیکی :(( د پښتو ژبې یو ډول اشعار دي ، چې د ولاړې موسیقي په ذریعه ویلی کیږي ، د زیات جوش او حرارت نه ډک دی ، او ماته د دې په ذریعه خپل وطني او ملي سرودونه را په یادیږي ، چې ..( .۱)
د لنډیو ادبي او معنوي ویش :
لنډۍ د پښتو په فولکلوري ادب کې یو ځانله فورم دی چې د شکل له پلوه ډیري زړي دي ، د موضوع په لحاظ هم دومره متنوعي دی چې د پښتني ژوند ټولي خواوي پکې په واقعي او طبیعي بڼه انځور شوي دي او سړۍ د پښتنو د اجتماعي ژوند دومره باریک موضوعات پکې پیدا کولاي شي چې په نور سندرو کې بیا په دي کم و کیف نه دي بیان شوي . (۱)

د لنډیو معنوي او حماسي انځور !

فخر او حماسه :

په خپل دین ، قوم ، ژبه ، نیکونو میړاني ، ز ړورتیا او نورو اوچتو صفتونو ویاړ کولو ته فخر ویاړنه وایی .
(( حماسي هغهو شعرونو ته ویل کیږی چې موضوع یې ، جنګ ،مړانه ، ښندنه ز ړورتیا ، ننګ غیرت ، توره او ویاړنه وي .
لکه لاندې لنډیو :

علم دریاب کوشش کشتی دي
په کشتی کینه په دریاب و ګرځه میینه
»»» »»» »»» »»»
چیرته چې علم حاصلیږي
هلته به خاوری کړمه غوښي خپل هډونه
»»» »»» »»» »»»

مورې لنډۍ توره مې راکړه
پر دین غزا ده زه خپل ځان شهیدومه
»»» »»» »»» »»»
که له میونده روغ راستون شوي
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتیــــــنه (۱)

 ۱- هو سا نوری ، دحما سی لنديو ملی او هنری ارزښت، علمی اثر کال : (۱۳۸۴) لمر يز مخ (۱۹)