د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يوه پښتو _ كره پښتو يا يوه كره پښتو ليكلار ( دريمه برخه )

پوهاند م . ا زيار 26.04.2007 04:00
 

دويم_په مورفولوجيكي(صرفي) برخه كې:

_ استل ددويم ډېر گړي پايله_ است يا_ست او _ واست بايد د_ يئ، ستئي، ياستئ اوويئ پر وړاندى معياري گڼل په كار دي.
_ د تېر مهال كړ د درېيم يو گړي نرينه پايله بايد په زوركي غوره وگڼل شي، لكه: وخوړ، وليكه. دغه راز (وبله)، (وگڼه)، (وپيژند)، تر (وباله)، (وگاڼه)، (وپيژاند يا و پيژانده)... كره راځي.
_ (دى) (( په زور والا)) ى (( بايد د ((د)) او ((دئ)) پر وړاندې د درېيم نرينه وگړي معياري روستاړي وگڼل شي، لكه: زلمى راغلى دى، دى زلمى دى، دغه راز د ختيزى پښتو دواز خپلواك (è) پر وړاندى هم.
_ وو(په اوږدو) د لرتېر مهالكړ د درېيم نرينه وگړي او وه ياول د درېيم جمع نرېنه وگړي لپاره بايد معياري وگڼل شي.
_ نا بشپړ تېر مهالكړ د درېيم نرينه وگړي روستاړى بايد د بشپړې هغې په څېر صفر او زوركى اوسي، البته بې له كوم مختاړى ((و))لكه: زلمي ناك خوړ. سنك راته، د خوړلو، خوړو، راتلواو داسې نورو پر وړاندې.
_ ((خوړلاى)) بايد په بشپړ او نابشپړ تېر مهال كې د تواني او ارماني اړخ يوه معياري بيلگه ومنل شي، لكه ومې خوړلاى شو. كاشكى مې وخوړلاى،خوړلاى مى شو، كاشكې مې خوړلاى يا د(ل) په غور ځونه (خوړاى).
_ (خوړل) بايد په ټولو بېچارو كړو كې يوه معيارى بيلگه وگڼل شي، لكه وخوړل شو ((شول، شوه، شوى...) خوړل شوى دى (دي، ده، دي) خوړل شوى ول (شوې وه شوې وي...) خوړل كېده (كېدل كېده كېدى...).
خوړل كېداى شو(شول، شوه، شوې...)، يا خوړل كېږى. و به خوړل شي او نور.
_ (زور) بايد د (( زوركى)پر وړاندې معياري ښځينه روستاړى ومنو اوډېر گړى يې اوږده دې، چې تياره، خوله، وياله،... په بيدو دو(استثناوو) كې راځي زوركى به په ټوليز ډول يو نرينه روستاړى وي، لكه پسه، زړه، تره، وراره. همدار ازبايد د اوږدې ((ې)) مفرد ښځينه نومونه، لكه ولې، ونې، غنې، ستنې د زور په روستاړى ومنل شي.
_ هر (زور روستاړى والا) ښځينه نوم بايد په اوږده (ې) مغيره كړو، لكه دوې ښځې، د يوې ښځې. داسې نه، لكه په كندهاري گړدودكې چې د ناخجنۍ په ترڅ كې يو دا راز ښځينه نوم په لنډه (ي) جمع يا مغيره كوي او د خجنتيا په ترڅ كې يې بيا په اوږده (ې)، لكه لارې (راه ها) اولارې (نغمه ها).
_ زور كى واله ((ۍ) بايد يوازېنى معياري ښځينه روستاړى وگڼو، نه نرينه، لكه په كندهاري گړدود كې ليكونكى د نرينه لپاره زوركى والا ((ۍ)) اود ښځينه لپاره په لنډه ((ي)) او دغه راز د (راغلئ دئ) دواړې (ياوې) زوركي والې تلفظوي.
_ هره زور واله (ى) نرينه روستاړى وگڼو او ډېر گړې او اوښتې بڼه يې بيا په لنډه (ي)، لكه: سړى_ سړي اولښتى_لښتي نه سړى، سړيان اولښتى، لښتيان.
((غويى)) او ((خوريى)) كېداى شي، دوې دوې ډېر گړې بڼې ولريي، لكه : خوريى _خوريي يا خورييونه او خورييان، ويى _ويي يا وييونه.
_په پارسي يا عربي پېښو پښتو شمېر نومونه جمع كول غير معياري دي، لكه: سلها، زر ها، په سلهاو و، په زر هاوو، د ( سلونه، زرونه يا سلگونه، زرگونه...) پر ځاى يا سر حدات ( سرحدونه)، رودات (رودونه)، جنگلات ( ځنگلونه)، چټيات (اپلتې) او داسې نور.
_ ( پاته )، ( ټول)، (لږ)، (ښه) او داسې نور صفتونه بايد دو گړي، گڼې او نوږي له مخې له موصوف سره سم گردان شي، نه لكه لږ او به، ټوله خلك، پاته هلكان، ښه ( په زور) ښځه، ښه (په زوركي) سړى... همدارنگه (دواړه) او (واړه) بايد د ځينو گړدودو په اسناد د جنس او پير له پلوه سم گردان شي.
_ اوږ د ((و)) بايد د مغيره جمع روستاړى اوسي، لكه د خلكو، چې كندهاريان يى په لنډ (و) وايي. دا راز (اوږد) مغييره ((و)) بايد د ((نوم)) په سټې پورې سيده ونه نښلي، لكه له (سړى) څخه (سړو)، له (كو دي) څخه (كو دو)، له (پېړۍ ) څخه (پېړو)، چې يې له نورو وييو سره گډون راځي. البته كه د گډون ويره نه وي او رواني پېښوي، نو (ى) غور څول دومره نادوده نه برېښي، په تېره په شعر او وينا كې.
_ هر نوم يا صفت چې له فعلي بنسټ سره يوځاى كېږى، بايد په وسمهال كې د ځوانېدل، ځوانېږي او ځوا نول، ځوانوي په بېلگه گردان شي، نه د ځوان كيدل، ځوان كېږي او ځوان كول، ځوان كوي په بيلگه. په دې ډول ورسره بايد پيلېدل، پيلېږي او پيلوي يا مخامخېدل او مخامخول هم قياس كړو، په بله وينا د (كېدل) او (كول) پر ځاى (ېدل) او (شول) معيارى وگڼو،. يوازې په هغو برخو كې له داسې لنډ يزه كاروانه خلوچې مانا بدلوي، لكه له اړڅخه اړوول چې مانيز بدلون پېښوي. دغه راز له كونډ او كونډ څخه ( كونډېدل) او (كونډول) جوړولاى شو، مگر له ډبره يا تيږه څخه ډبر ېدل او تيږېدل نه. له همدې كبله تر (پاتې كېدل) څخه د (پاتېدل) گړدود معياري ارزښت لري.
_ ځانگړي- تولنو مځري، لكه: (زمادا) دو گړي، گڼې نوږي او پير(شخص عدد، جنس او حالت) له مخې بايد پوره گردان ولري او هغه هم د دو اړوتو كونو په پام كې نيولو سره. په دې توگه به يوازې (زما دا) نه، بلكې زما دوى. زما هغوى... ستا دا. ستادى ستادوى، ستا هغوى... هم ليكلاى شو، ځكه دا يوه ژبنۍ سپمايي ځانگړتيا.
_ د ملتيا او اشتراكيت ياټولوال ضمير بايد په څو ډولو نو كې لږ تر لږه يو دا معيارى وگڼل شي، لكه: زلمي دوى، زلمي ډله _ دلې، زلمي گلې...
(فونولوجيكى):

درېيم _ غږپوهيزمعيارى اړخونه:

_ معيارى پښتو ټول ۳۶ غږونه لري. (ء) او (ق) چې په ځېنو ختېزو گړدو ددوكې دو دلري او د پردي اغېز ښكارندويي كوي، ورسره معياري ونه گڼل شي. په دې توگه بايد (چكړې)، (كلا)، (وكړه) ولوستل اووليكل شي، نه (چقړې)، (قلا) (اوكړه) او داسې نور. دغه راز د څ، ځ، ښ، ژ او (ږ) غږو نه پر، س ز، خ، ز يا ج او گ وا نه ړول شي. په سرچپه ډول د (ز) پر ځاى (ځ) كارول، لكه ځوى_ځما_ځموږ... هم كره نه برېښي.
_ په معيارى پښتو كې بايد ((ښ)) او ((ز)) د منځينو گړ دودو ( لكه دور د گويا اندړو) په وينگ اوتلفظ ومنل شي. ځكه يو څه زياتوالى لري او بل په را ديويي خپرونو كې لږ تر لږه د ((ښ)) دا همداسې دود شوى دى. د ساري په ډول هلته له كندهار يا نو پر ته نور ټول خبر لوڅان (ښ) له همدغه منځي وينگ سره سم د (ش) او (خ) تر منځ تلفظوي.
_ په سوېل_ختيزو گړدودو كې چې الف پر اوږده (و) يالنډ (و) او هغه پر اوږده (ې) يا لنډه (ي) اوړي، بايد معياري ونه گڼل شي، لكه ځدران چې وايى : ميږ په كېر كې كور كړي (موږ په كور كې كار كړو).
_ يولړ وييو نه چې په ځينو گړدودو كې يې د غږو نو اوډون يو راز او په ځينو كې بل راز دى، بايد هماغه ډول ته معياري ارزښت وركړو چې يا يې تاريخي لر غونتوب زيات وي. لكه كښل تر ښكل، كښته تر ښكته، خسا (خوسا) تر سخا، خسى (خوسى) تر سخى، خسر تر خسر، ځمكه تر مځكه اسويلى تر اوسيلى، زولنه تر زلونه، پسرلى تر سپرلى، پښه تر ښپه، پښېمان تر ښپېمان، انگازه تر ازانگه، ولېشت تر لوېشت... اوياخويې ويونكي زيات وي، لكه زمرى د مزرى، غږ د ږغ، ورځ د روځ، اورېدل د ارويدل... پروړاندې.
_ اوږد، ارت، اړخ، بوخت بايد په يو څپيز ډول، معياري وگڼل شي، نه په دوه څپيز ډول لكه څنگه چې په لويديزو گړدودو كې دود لري.
_ چې، پورې، لاندې، باندې، وړاندې، غوندې، كې، هسې، داسې، دغسې، چيرې، پرې، ترې، يوازې، همدا راز نو مځري تاسې، دې، يې... او دا راز نورو ييكى بايد د گړدو دي زياتوالي له كبله په اوږده(ې) وليكل شي اوولوستل شي، نه په لنډه (ي).
_ (موږ) بايد د گړدودي زياتوالي له كبله د (مونږ) په وړاندې معيارى وبلل شي.
_ (زما) او (زموږ) دې دويو نكو د زياتوالي په لاسوند په دوه څپيز ډول معياري وگڼل شي، نه به يو څپيز ډول. په شعر كې يې دواړه بڼې جواز لري، ان (زموږ) درې څپيز (زموږه) هم راتلاى شي.
_ نمسى يا نوسۍ، نمانځل، نمانځنه، نماړى يا نواړى، نماړل... دلر غونوالي له كبله د لمسي، لمانځل، لمانځه، لمانځه، لماړي، لماړل... پر وړاندى معيارى ارزښت لري. مگر ماسپېښين، مازيگر، ماښام او ماخستن همداسې (مفغن) د اسانتيا له كبله معيارى پاتې شي. لمونځ او لمر دې بيا تر نمونځ او نمر، نور، مر يا مېر دو يو نكو د زياتوالي او دودوالي له لامله غوره وگڼل شي.
_ هغه، هسى، هغې، هغومره... ترهاغه، هاسې، هاغسې، هاغومره... اسان اوروان برېښي او په كار دي معياري وبلل شي.
_ ((ته)) خو د ((له)) يالره پر وړاندې له وخته بيا معياري منل شوى او كارول كېږى. (له) يا (لره) بايد گړنۍ او شعري ژبې ته پرېښوول شي، لكه څله يا څه لره.
_ ولېدل تر لوېدل يا ولېږي تر لوېږي د عام منښت وړ بريښي او بايد معيارى يې وگڼو.
_ درول دودرول پر وړاندې زيات ټوليز والى لري او د معيار يتوپ پر آربرابر دي.
_ موندل او بيا موندل بايد د ميندل او بيا ميندل پر وړاندې معياري و ټاكل شي، او وسمهال گردان يې مومم بيا مومم، د ميمم، بيا ميمم پر وړاندې.
_ او بدل يا اوبل تر اودل هم تاريخي مخكيوالى لري او هم گړ دودي زياتوالى، نويې معياري منل غوره دي.
_ (ژر، ژرنده، ژړل...) خود ( زر، زرنده، اوزړل...) يا (زر، جرنده، جړل...) پر وړاندې لږو ډير معيارى منل شوى او په كار ده همداسى منل شوي پاتې شي. همداسې ژامه د زامه پر وړاندې كه څه هم گړدودي ډير والى يې دومره نه دى.
_ يوازې د يواځې او بيا ځې پر وړاندې زيات معياري لاسوند لري، ځكه پر دې سر بيره چې لږو ډير گړدودي دودلري، په اوسني ليكدود كې هم اسان او بې گډونه راتلاى شي.
_ ځينې پور ويي چې د زياتر و پښتنو له خوايې په څپو كې لنډون راځي، بايد همغسې تلفظ شي،لكه نياز يو څپيز، اختيار دوه څپيز او داسې نور. مگر داسې نه چې په سر چپه ډول لږ څپيز پر ډير څپيز وواړول شي، لكه پلان چې له آره يو څپيز دى اوبايد همداسې د معيارى پښتو ټوك وگرځي، يو څپيز عربي او پارسي كانسو ننڼه ويي بيا په سر چپه ډول په پښتو كې دوه څپيز كېږي، لكه شعر، جرم، علم، شرم، رزم، بزم، قدر، نذر، فضل، صدق، صبر، او داسې نور.
_ هر راز پورويى بايد تر وسې وسې په ليك و لوست كې د معياري پښتو تر دود لاندې راشي. دلته به يوازې قرآن او حديث مستثنا و بلل شي يا ځينې ډير دود ځانگړي نومونه، لكه افغان يا افغانستان چې له آره د"اوگان" او" او گانسان" معرب بلل كېږي. د ځينو ژبو پور وييو نو ته بايد پام ولرو چې كېږي، يو نيم غږ يى د پښتو له غږونو سره سمون يا نژدېوالى ولري او خوندي يې وساتو، لكه الماني او روسي (ښ) او (څ) چې له پښتو سره گډون لري. په دې توگه بايد (مونشن) ميونيخ _ (مونښن)، (زوريخ) _ (څوريښ)، (بارزل) _ (بارڅل)، زرابكيين)، (څرابكين )، (تزار يازار) څار... ولو لو او وليكو. دا چې ځينې پښتانه انگرېزي پور وييونه زياتره په هندي وينگ وايي، ت پر ټ د پر ډ... اړوي، بايد يو مخيز معياري و نه منل شي، لكه ډاكټر چې آرلاتيني وينگ يې (دوكتور) دىاو په كار دي، دوكتور يې غوره وگڼو، او په دې ډول نور ارويايي وييونه هم همدا يور ازراپورشي، لكه د كلچر پر ځاى كولتور زيات دودو موندلى دى. كوټ، بوټ او دار از نوروييونه خو بياز ياتره د پښتو غږپوهې تر اغيز لاندې راغلي او مستثنا گڼل كېداى شي. همدارنگه اړنه يو چې پارسى پر فارسى، پاړسي يا پاړسو، واړوو. جور د ځور، چراغ د څراغ په بڼه معيارى ځكه منلاى شو چې كه څه هم زياتره له سوال سره يو ځاى يو څپيز تلفظوي، نو كه همداسې په پښتو شوې بڼه معيارى ومنل شي، دومره به بې نا دوده ونه ايسي. ( زنجير) بايد د دود له مخې په (زنځير) پښتو شي او د ورته غږو د گاونډيتوب په اغيز سره (ځنځير) ونه ليكل شي.
_ ځينې پښتو شوي (مفغن) عربي پور ويي، لكه ميرات، متل، مخنت، اتمان(عثمان...) دا كيلي پر لاس راكوي چې عربي، ص، پر، س واړوو او ث، پر، ت، خو بيا هم اړنه يو، دومره يې له پښتو(س) سره انډول كړو چې د ټكر لامل شي. همداسې پر(ز) د (ض) او (ظ) اړول درواخله.
_ د پوروييو خجونه هم بايد زياتره د پښتو د خج پوهنې اړوند شي او هغه دا چې د نورو ډېرو ختيزو ژبو غوندې پښتو دې ته ډيره هڅه لري چې دارو پايي يا نورو پور وييو پر وروستۍ څپې ياله وروستۍ څپې څخه پر مخكې څپه باندې خج راوړو، لكه لندن، واشنگټن، مكسيكو، كانادا، يورپ، اتلانتيك چې په خپل ژبني قلمرو كې زياتره په لومړي خج ويل كېږي، نه لكه د لرو پښتنو غوندې چې هماغه انگرېزي وينگ او خج يې راټينگ كړي دي.
لويديزيان هم زموږ ختيز وييو نه او نومونه د خپلو ژبو له دود سره سم په لومړي او يا دويم خج تلفظوي، لكه كابل او افغانستان. مگر كه هغوى زموږ وييونه زموږ په خج ووايي او موږ د هغوى وييونه د هغو په خج، لابه ښه وي.
_ د درېيم وگړي نژدې جمع ضمير (دوى) بايد په لنډ (و) معياري وگڼل شي، كه نه له يوه بل ويي ( دوى ) سره يې گډون راځي چې په پښتو قاموس كې په دستور، قانون او آئين مانا شوى دى.
_ كښېناستل د كښېنوستل او كښېناستيدل پر وړاندې د معياري كېدووړ بريښي.
_ځينى پښتانه چې په بخښل كې د بخشيدن (خ) نه غور ځوي او په همدې اغيز نخښه وايي چې له پارسي نشان سره اړيكى لري او پښتو شوې بڼه يې نښان دى، نو بخښل دنښه په اغېز بښل هم اسان دى او هم زيات دود لري، په كار دي، نښه او بښل معياري وگڼل شي. همدارازتر خوښينه، ښينه زيات معيارى ارزښت درلوداى شي.
_ ښوول، كېښوول، پر ېښوول... بايد د ښودل، كيښو دل، پريښودل... كېښوستل، پرېښوستل... يا ښيل، كېښيل، پرېښيل پر وړاندې معياري ومنل شي.
_ ښوونځى او پوهنځى د ښځينه بڼې ښوونځۍ او پوهنځۍ په پرتله زيات معيارى ارزښت لري، ځكه ارواښاد الفت خبره زموږ په كولتور كې نارينه تر ښځې د مخه ځي، په دغه لړ كې ټولى او ټولگى هم همداسې نرينه كره راځي.
_ دا چې په پښتو غږ پوهه كې په ټوليز ډول تر پېښ، زوركى اوتر زېر زور اسان ويل كېږي، نو بايد په معيارى پښتو كې هم دا آر په پام كې ونيول شى. تر هغې چې گډون نه راشي. اود ټكر ډارنه وي.د ساري په ډول كه په پندانه كې د د زوركي پرځاى د لنډ (و) په گړ دودمعياري وگڼو، اساني به ولري، بې له دې چې له بلې كلمې سره يې گډون راشي. خو كه يې په زوركي پيل كړو، بيا پنبه نه، بلكې (ميرگن) مانا وركوي.
_ د ځينو فعلى اوړونو نو (گردانونو) په وسمهال برخه كې د فعلي ولۍ وروستۍ (ت) په (ځ) ښوول معيارى گڼل كېداى شي، نه په (ز). ځكه گړدودي استنا ديې په هر ډول، مگر اوسنى دودوالى يې هم ارزښت لري، لكه وځي د وزي، پريوځي د پرېوزي، پرځي د پرزي، غورڅي د غورزي... پر وړاندى.
نوددې لپاره چې رښتيا يوه قاعده موتر لاسه كړي وي او په دې توگه مو د يوې گرامرى گډوډ تيا مخه نيولې وي، نو په كار دي په داسې فعلونو كې د (ز) پر ځاى (ځ) و كاروو، لكه له (تلل) څخه (ځي) له (پرانيستل) څخه (پرانيځى)، له (پرېمينتل ) څخه (پرېمينځي) او نور په ساتل، نتل، كتل... كې خو بيا بېخي د (ز) او (ځ) پوښتنه نه راپور ته كېږي. هر گوره (ختل) پر (خېژي) او (كوتل) پر (كوژى) اوړي.
_ په (وكړي اووكي ) كې فونولوجيكي پوښتنه نه راځي، بلكه په دوو بيلا بيلو ليكزيكي (لغوي) ډولونو پورې اړه لري، يو له (كړل) فعل سره اړه لرى او دابل يې له (كول) يا (كلل) سره كه په ويي پانگه كې (كړل) غوره وگڼل شول، نو (. كړي) به غوره وي او كه (كول) يا (كلل) غوره وگڼل شول، نو (وكي) به غوره وي او كه (كړل) او (كول) يا (كلل) دواړه معياري ومنل شول، نوو كړي اوو كي به هم ورسره معيارى منل كېږي. كاندې يا كاڼې يې لا نور گړ دودي ځېلونه بلل كېږي، خو د معيارى كېدنگ ارزښت يې لږ ښكاري. كه موږ په رښتيا سره يووالى د معياري والي بنسټ بولو، بايد له دغو څو ډولونو څخه يووامرو او په ټولو زمانو كې يې بشپړ گردان كړو يا لږ تر لږه د سولاتيف په ډول يو تېر مهال ته پريږدو او بل يى وسمهال، په بله وينا، يو بشپړ او بل نا بشپړ مهال ته، بيا نو پخپله دې پر ېكړې ته رسيږو چې (وكړي) ووايو او كه (وكي).
_ (زما، موږ، ستا، ستاسى) د دما، يما، دموږ، دتا، يتا، يادستاد تاسې يېتاسې يا دستاسې) پر وړاندې ارزښت لري او لكه څنگه چې يې تر اوسه دودهم موندلى دى. البته، لكه له مخه چې وويل شول، له ستا پر ته دانور بايد يو څپيز نه، بلكه دوه څپيزوويل شي، په شعر كې البته ددواړو ډولو جوازشته.
_ اېستل ترويستل نه زيات دود لري او بايد غوره وگڼل شي.
_ چونگښه په لنډ (و) د چينډ خه پر وړاندې تاريخى لرغونتوب ښيي، نو بايد په معياري پښتو كې ونيول شي. خو چنگاښ ورسره د چونگاښ په بڼه د زوركي پر ځاى په لنډ (و) قياس نه شي. البته چونگښ( بقه كلان ) ورسره بيا گډ آرى بللاى شو چې ښايي د چونگ له اواز نه يې سرچينه اخېستې وي.

څلورم _ د ليك دود معياري اړخونه:

يادونه: ليك د ژبې كوم ټوك او جز ء نه چې تش يو انځور دى. د ژبى او مه مواد غږونه دي او دليك د اتور ي، يا په غونډ نوم ابيتې يا ابيڅې. بشپړليك هماغه دى چې د يوې ژبې د هر يووستوي غږ لپاره يوه نښه (تورى) ولري. داسې ليك ته غږ ليك يا فونيميك ليك يا ابېڅې (الفباء) ويل كيږي. مگر د نړۍ په ژبو كې يوه دا هم هېڅ د اراز ليك نه لري. لاتيني يوناني، الماني، روسي يا توركي ليكونه ورته په پر تليز ډول يو څه ورنژدې دي، كه نه د نړۍ زياتره ليك دودونه نيمگړي دي. د دې پر ځاى چې دهر غږ يا اواز لپاره يو تورىولري. يوې څپى (هجا) يا كلمې لپاره يو ه نښه يا تورى لري. پښتو ليك چې له آره عربي ليك دى او يو څه لاس پكې وهل شوى دى، له نيمگړو ليكونو څخه گڼل كېږي. په دې چې له (الف-و-ى) نه پرته نورو خپلواكو (واولو) غږونو لپاره پكې نښې نښانې يا توري نشته او هغه هم په هر ځاى كې نه كارول كېږي. د سارى په ډول (لور) د (دختر، داس او رحم) په مانا يو راز ليكل كېږي.
له دې كبله زموږ او سنى ليك ريفورم لا څه چې بيخى يوه او ښتون اړتيا لري. هغه دا چې يې بيخي ابيڅې واوړي او د عربي تور و پر ځاى نړيواله فونيميكي الفباء رامنځ ته شي چې كه څه هم بنسټ يې لاتيني الفباء د ه مگر لږو ډير له نورو ليك دودنو او ځينو نو رونښو نښانو څخه پكې كار اخېستل شوى دى، لكه (غ) دا يې يو يونانى تورى دى او د ډ، ټ، ړ، ڼ او داسى نورو لپاره تر لاتيني (n,r,t,d) لاندې ټكي ايښوول كېږي.
په دې توگه دا اوسنۍ پښتو الفباء په چوكاټ كې پر ليكدود باندې مو هرراز ويينې(بحثونه) او څيړنې تل يو سر خوږ دى. ځكه دلته بايد د توپير آر و پالل شي او په دې ډول هېڅ ويي سره يو راز ونه ليكل شي، حال دا چې د الفبا له نيمگړتيا سره دا خبره كيدون نه لري. د ساري په ډول څنگه كولاى شو، (سره) د(مع، سرخ، سره زر او كود) درى واړو مانا وو لپاره راز راز و كاږو.
خودا چې زموږ دليك ريفورم يا اوښتون د هوسۍ په ښكر كې دى او يو وخت غواړي، لومړى ورته پخپله پښتانه راوڅكېږي او بيا ورته لارې چارې وپلټل شى، نو سم له لاسه اړيو، د همداې اوسنۍ ابېڅې (الفبا) په چوكاټ كې پر معيارى ليكدود باندې يو څه رڼا واچوو، چې كه د معيارى پښتو پوره انځور ونه شي كړاى، د يووالي، يورنگوالي او اسانوالي، او له دې سره څه نا څه د التباس د مخنيوي د آر او اصل سلنه (فيصدى) خو لږه لوړه يووړلاى شي. له بلې خوا مو څنگه چې د معياري پښتو د اختلاف وړگرامري او نور اړخونه تروسې وسې پورې نښه كړل او په دې توگه ورسره ډير ليكدود معيارى اړخونه هم په ترڅ كې وښوول شول، نو دلته يوازې په هماغه رښتينو ليكدودي هغو بس راوړو. د ساري په ډول پر (چې _چه) او (كښې _ كې) غوندې د غږ پوهنې په برخه كې خبرې شوې دي او بيا اړنه يو، چې د ارواښاد خادم غوندې پرې د ليكدود يا پښتو تصيفى ترنامه لاندې كلونه كلونه د خپرونو مخونه ډك كړو، بلكه زيات هاند به موداوي چې په كوم جادو اوچل ول سره كولاى شو، څه مو چې په غږ پوهنه كې معياري ښوولي او ټاكلي دي، په ليكدود كې را ښكاره كړو. په دې ډول به تر هر څه له مخه د ېته ټينگ پام ولرو چې څنگه له دوه دروخپلواكي نښو (و_ا_ى) څخه ښه تر اوډير تر اگټه واخېستلاى شو.
_ همزه كه د ((ء)) په بڼه وي يا الف، بايد له عربي پور وييو نو پرته نوره په هيڅ نږه وييو نوكې ونه كارول شي. او ځاى يې واولو (و_ا_ى) ته پرېښوول شي. په دې توگه به (يې) د (ئې)، (وايى) د (وائى)، ( پرمختيايي) د(پرمختيائي). پر (وړاندې معياري وبلل شي.
_ همداراز ځينې الوفونونه چې له آره د همزه غږ په ښكار ندويۍ په ځينو وييو كې ليكل كېږي او په غږپوهه كې مونا معيارى و ښوول، هم بايد وغورځول شي او يا پر (و) واړول شي، لكه (اوكړه) د (وكړه) په ډول وكاږو خو په اور، اوړه، اوم او نورو... كې خو هسې د (تكيې) كاروركوي او ترې نه رغېږي، بې له دې چې د همزه په څېر وويل شي.
_ ځانتني عربي توري ( ث، ح، ص، ض، ط، ظ،ف، ق) بايد له قرآن و حديث او نورو سپېڅلو ديني دخيلو وييونو پرته د پښتو فونولوجۍ تابع شي او له پښتو وينگ سره سم به پكې ص او ث پر، س، ض، او ظ پر، ز، ف، پر پ، ق پر، ك، ح، ع او همزه پر يوه خپلواك (a) اوړي او يا به بيخى غور ځول كېږي، لكه سوله ، لكه سوله، سلا، تمه، شمه، او سون،خلك... چې آرې بڼې يې صلح، صلاح، طمع، شمع، افسون، خلق... دي. تورخم _طورخم، توپان _ طوفان، كلاقلا يا قلعه، دوتر _ دفتر، كوندوز يا كندوز_قندز، اوزار_افزاريا ابزار، كندهار _ قندهار، پارسى_فارسى مانا_معنى... ليكل خو ځكه بېځايه دي چې آره يې آرياني، په بله وينا، پښتو جوته شوې ده.
_ د (ڼ) غږيو يووستوى غږدى او بايد د (نړ) په بڼه چې دوه توري دي، ونه ليكل شي، كه نه (كوڼ) له (كونړ)، خوڼى له (خونړى) او داسې نوروو ييو سره هر ومرو ټكر راولي. همداراز د نورو غبرگژبو، لكه ټ، ډ، ړ توري همداسې يووستوى معياري وگڼل شي، نه دارد و په پېښو پرت، د، ر باندې (ط) په سر باري كولو.
_ د (گ) غږ د پارسي او پښتو تر منځ گډدي، نو كه همداسې وليكل شي، څه پر وابه ونه لرى داچې ځينې يې د غبرگ ژبو غږونو تورو غوندې د (ك) په كړۍ (گ) كولو غوره گڼي، يوړ بى سرو بوله كار دى، ځكه (گ) د (ب) غوندى يو سا ده غږن تم (انسداد) غږدى. هو كه هسې په نومونو، سرليكوكې د ډول او رنگارنگۍ لپاره كله په كړۍ و كښل شى او كله د پارسي غوندې، دومره به بې دوده نه وي، خو په ټوليز ډول په هر راز لاسي يا ماشيني (كمپيوټري...) ليكني سېستمونوكې گ هم كره او هم ارزان او اسان راځي.
_ څنگه چې په پښتو كې كسر او ضمه نشته، نو په پو روييونوكى وي او كه په نږه وييو نو كې، بايد تر وسې وسې پورې و اولي نښې وكارول شي، لكه (و) په كونگ، گومان، رومان، اورگان، موسكا، مغول، گومارل، كو شنى، لومړى، دوكتور يا (ى) په گيله، سوسيالېستي سېمينار، كلينيك، برېښنا... كې، مگر كليمې او بلكې د (كلمې او بلكې ) پر ځاى ښايي كوم گډون پېښ كړى. ځكه په دې برخه كې بايد د ايرانۍ پارسي پيښى و نه شي، چې لكه سينگاپور، د سنگاپور، سيرالانگادسرالانكا، دوگول ددگل، تيليفون د تلفن، ژينيو د ژنو، دو كتور ددكتر په بڼه ليكل كېږى.
_ ځينى پر دي ځانگړي نومونه، لكه څنگه چې د غږ پوهنى په برخه كې ورنه نغوته وشوه، تركومه ځايه چې خپله پښتو غږ پوهه اجازه راكوي، بايد له اصل سره سم وويل شي او هماغسې وليكل شي. د سارى په ډول چارلس او په همدې يوه بڼه دودلري، په ورځپاڼو كې چاپېږي او له را ديو تلويژيون نه اورول كېږې، بې له دې چې پر آره يې سوچ وشي همدارنگه ريچارد چې په المانى، انگريزى پرانسى او نورو اروپايى ژبو كې يې ليك دود يوراز دى، مگر وينگ يى بيلا بيل لكه مېكاييل په روسۍ او المانۍ كې (مېخاييل) ويل كېږي، په پرانسي كې مېشل او په انگرېزۍ كې مايكل يا يوسف په روسۍ او المانۍ كې يوزف، په پرانسۍ كې ژوزف، په انگرېزۍ كې جوزف او په اسپانيايۍ كې خوسف. په دې لړكې د گاړي ځغلونې الماني اتل ((شومخر)) په كارنه دى،په انگرېزي په پېښو ((شومكر )) وويل شي او وليكل شي.
_ د (ونكى) روستاړي والا وييونه بايد له معياري وينگ سره سم وليكل شي. كه څوك يې په ليكلو كې ټكني كېږي چې چېرې يې يو (و) را ځى او چيرى دوه واوه، نو دداسې وييو كړسټه دې په پام كې نيسي، په بله وينا، له مصدري بڼې يې (_ل) وغورځوي، له پاتې كړسټې سره (_ونكى) ونښلوي چې كه هلته هيڅ (و) نه و، له مخه بل (و) نه راځي. لكه له (ليكل ) نه (ليكونكى )، له (څټل) نه (څټونكى)له (وېرېدل) نه (وېرېدونكى). كه كړسټى له ځايه يو (و) درلودنو، بيا په دوه (واوو) راځى، لكه : له (خپرول) نه (خپروونكى)، له ( ټولول) نه (ټولوونكى) له (خرڅول) نه (خرڅوونكى). په دې لر كې داسې كړونه (فعلونه ) هم شته چې تر مصدري روستاړى له مخه دوه (واوه) له ځايه لري، نو د (_ونكى) روستاړي په نښلو لو سره يې بايد اړوندفاعلي صفت په منځ كې درې (واوه) ولري، لكه له (ښوول) نه (ښووونكى). مگر دا چې دويم (واو) پكى دومره څرگندنه ويل كېږي اوڅوك يې نه تلفظوي، نو ليكل يې هم اړين نه دي او بايد په دوو واوو (ښوونكى) ليكل معياري ومنل شي، كېښوونكى او پرېښوونكى هم همداسې درواخله.
_ دو ووت، ووت يا پريوووت، پريووت يا پريوت تر منځ پريكړه بايد لومړى په صوتي او صرفي برخه كې وشي اوهغه دا چې هر څنگه په گردان كې معياري ومنل شي، نو هله به څرگنده شي چې په پوتنيو وييو نوكې څوڅو (واوه) وليكل شي. د ليكو نكي پر وړاندې خو ( ووت) او پريوت زيات معياري ارزښت درلوداى شي، ځكه دا يو له فعلي ريښې وت او مطلقې ماضي مختاړى (و_ ) څخه منځ ته راځي او په دې ډول په دوو ( واوو) ټيك راځي او دا بل له فعلي ريښې (وت) د يوه مخكړ يا فعلي مختاړى (پرې) په ملگرتيا جوړېږي او په هيڅ كوم گړدود كې يې د بشپړ تېر مهال (مطلقى ماضى) د مختاړي (واو) څرك نه لگېږي، په بله وينا، په هماغو فعلو كې راځي چې داسې مختاړي ته هډاو اړتيا نه لري، نو بايد صرفي جوله يې پر يوت معياري وگڼل شي او ليكدوديې هم همداسې معيارى راشي.
_ يو ځاى يا جلا ليكل نن سبا دا هم يوه ليكدودي ربړه (پرابلم) گرځيدلى دى چې كوم ويي سره يو ځاى وليكل شي او كوم سره بېلا بېل په دې برخه كې بايد لږ تر لږه درې آره او اصله له پامه ونه غورځوو: يو دوينگ او كښنگ تر منځ نژديوالى دويم د التباس مخنيوى او درېم لاسي او تخنيكي اسانوالى دى چې كله د همدې درو آروتر منځ ټكر هم پېښېږي، د ساري په ډول (پخپله) د ټينگار كړول او بيا ناوړوني ويي په توگه يو ځاي ليكل كېږى. پر وړاندې يې (په خپله) لكه ( په خپله خوښه) يا ( په خپل كور كې) دغه آرونه نه پر ځاى كوي، نو جلا ليكل يې په كار دي. همداسې (پخوا)، (ځانته)، (مخكې)، (پكې)، (لپاره)، (خپلاسى)، ( خپلمنځي)، ( خپل خوښى)، ( لا سليك)، ( نومليك)... درواخله. په دې لړكې ( مه)، (نه) له ( خداى مكړه) پرته له كړسټې سره نښلول پر دروگونو آرونو سم نه خېژي، خو مخكړونه ( پرې ) پورې...) بيا ورسره معياري راځي، لكه په پرېوتل، يو پرېوتل، كېښناستل... كې.
_ آ، د عربي (ا) د انډول په توگه له بلن وييكى (ندائيه حرف) او څونورو وييو آر، آړ(شرط، مانع) آس... پرته نور د زور (فتحې) هومره ادا كېږي، نو له دې كبله بايد په معيارى ليكدود كې د پښتو له عمومى وينگ سره سم د ساده الف په بڼه وليكل شى، نه يوازې په نږه وييونو، بلكه په پوروييونو كې هم، لكه: ارزودآرزو، ازادى د آزادى، اژانس د آژانس، ارام د آرام... پر ځاى. په دى لړ كې به يوازې هماغه عربى پور وييونه پر خپل حال پاتې شي چې په دينياتو او مقد ساتو پورى اړه ولرى.
_ ځينى پښتانه په خپل دې گومان چې وينگ او كښنگ يې سره نژدې كړى او سي، اوچتوى_ او چته وى، گرځوى_ گرځه وى، وكړى_ وه كړى او داسې نور ليكي او دېته يې سرچ نشته چې همدغه زياته كړې نښه يوازې د زور يا زوركي تر منځ گډه نه، چې له كا نسوننټي (هـ) سره هم گډون لري. نو له دې پرته چې دود شوې ليكدود نور هم په شخړه كې واچوي، كوم ليكدود ي ريفورم ورته ويلاى نه شو. البته د (سوچه والي) غوندې وييو كې چې د " چه "" او " و " يو ځاى كول، نه يوازې دودنه لري، چې د التباس مخنيوى هم كوي. د (سوچه) تر څنگ ( سوچ) يو بل ويى دى چې (قاطع) مانا لري.
_ كه د اوږدې، لنډې، زوروالى (ى) اوزوركى والې (ۍ) يا (ئ) په نامه د څلورو پنځو(ى) گانو توري سره توپير شي، دسمون لپاره يو غوره گام گڼل كېږي، خو چې په ليكلو او چاپولو كې له ياده ونه كښل شي.
لومړۍ برخه
دوهمه برخه