د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بریتانیا: د طبیعي زیرمو په باب زړې نوې ستراتیژې ( لومړۍ برخه )

شريف بهاند 24.04.2007 04:00
"د تیلو په سوداگرۍ کې اصلی کتونکي د طبیعي زیرمو خاوندان نه دي، بلکې برعکس هغه څوک دي، چې دغه زیرمې راباسي او بازار ته یې وړاندې کوي ...".
 هانس کرونبرگر
 سریزه:
 په اوسنې نړۍ کې هیڅ ډول هاند و هڅه پرته د انرژۍ له لگښته نه شي تر سره کیدی. د نړۍ په ډیرو برخو کې (پرته د اسیا او افریقا له ځینو پرمختیایي هیوادونو څخه) انسانان د بیوماس (لرگي، د واښو پاتي شوني او د انرژۍ رامنځته کونکي گیاوي، د څارویو خوشایي او د داسی ... نور) له پېر څخه تیر او د ماشین په رامنځته کیدو سره د ډبرو د سکرو هغه ته رسیدلي دي. په دې توگه د اتلسمې پیړۍ له وروستیو لسیزو څخه راپدېخوا تر لومړۍ نړیوالې جگړۍ پورې د ډبرو سگاره د انرژۍ بنسټیزه سرچینه بلل کیده.
 خو د لومړۍ نړیوالې جگړې او په تیره بیا د دوهمې نړیوالې جگړې په ترڅ کې د ډبرو د سگرو لگښت مخ په کمیدو او د هغو پر ځای د تیلو لگښت د هیوادونو د پام وړ وگرځید. دغه بدلون او پرمختیا نه د ډبرو د سگرو د زیرمو د خلاصون، بلکې د تیلو د ښیگڼو له امله شونی شو. د تیرې پیړۍ په بهیر کې د تیلو له دغو ښیگڼو څخه د نورو تر څنگ تر ټولو دمخه په جگړه ییزو وسایلو، تجهیزاتو او بیړو کې گټه واخیستل شوه. لکه څنگه چې ادولف هیتلر د دوهمې نړیوالې جگړې په ترڅ کې ویلی و: " که موږ و نه شو کړي، باکو ونیسو، د جگړې بایلل حتمي بریښي"(Kronberger, Hans, 1998, S.56). همدارنگه په شمالی افریقا، الجزایر او مراکش کې د متفقینو په پلي کیدو سره، الماني ځواکونه د نورو لوژیستکي توکو ترڅنگ، د سوند د موادو له نشتوالي سره مخامخ شول، ځکه سیالو ځواکونو ټولې لارې پر هغوي بندې کړي. نو د المان د پلو ځواکونو قومندان، مارشال رومل Rommel متفقینو ته له تسلمیدو پرته، بله لار نه درلوده. نوموړي مارشال هیتلر ته گواښ کړی و: " تر ټولو زړه ور کسان پرته له شوبلو او عالي شوبلې پرته له ډیرو تجهیزاتو بې گټې دي، شوبلې او مرمي په جگړه کې، چې جبهې یې تل د بدلون په حال کې دي، هیڅ گټه نه لري، که هغه د نقلیه وسایلو او د پوره اندازه نفتو په مرسته په خوځښت رانشي" (Kronberger, Hans, 1998, S.56-57). په دې توگه روښانه کیږي، چې تیلو ان په دواړو نړیوالو جگړو کې بنسټیز رول لوبولی دئ او د بریاوو او ماتو لامَل و. په لومړې جگړه کې د متفقینو د بریاوو په اړه، د جنرال دو پترول د کمیټې Général du Petrole Comité مشر، هنری برنژر Henry Bérénger ویلی و: "لکه څنگه چې تیل د جگړې وینه وه، د سولې وینه به هم شي. د بریاوو په دې شیبو او د سولې په درشل کې، زموږ خلک، صنایع، سوداگرۍ، بزگر د زیاتو تیلو غوښتونکي دي. بیا هم تیل، نور زیات تیل، بیا هم نفت، لا نور نفت "(Kronberger, Hans, 1998, S. 45).
 د تیلو د دغه ارزښت له امله، سترو ځواکونو د خپل بهرنی سیاست په اډانه کې ځانگړې ستراتیژې طرح او هغه یې له بیلا بیلو لارو او د بیلا بیلو وسایلو په مرسته د عمل په ډگر کې پلې کړې دي، چې د هغه په ترڅ کې دسیسې او کودتاوې شوي، نوي هیوادونه رامنځته او رژیمونه راپرځول شوي دي. خو ښه به دا وي، چې د دا ډول پیشو د روښانه کولو له پاره د تاریخ تیرو پاڼو ته مخه کړو او تر ټولو دمخه راوسپړلو، چې دغو ستراتیژیو په رښتیا هم د نړۍ د تیلو د زیرمو لرونکو هیوادونو، پر زمکنې بشپړتیا، د هغوي پر سیاسي او اقتصادي کړنلارو څه ډول اغیز کړي؟ ایا د دغو ستراتیژیو له تجربو څخه په اوسمهاليزه نړیوال سیاست کې هم گټه ترلاسه کیږي او که نه؟ دې پوښتنو ته د ځواب له پاره، اړینه ده، چې د وخت د ستر ځواک د تیلو په اړه ستراتیژې وڅیړل شي او هغه د بریتانیا د امپراتورۍ نفتي سیاست دئ.
 د بریتانیا نفتي سیاست:
 د نولسمې پیړۍ په پای کې بریتاتیا له سیاسي، اقتصادي او پوځي پلوه یو ستر او مخکښ ځواک و. دغه هیواد د نړۍ په سمندرونو او ورسره جوخت، د ادام سمیت Adam Smith د ازادې سوداگرۍ د تیورۍ له مخې د نړۍ پر هغې واکمنې درلوده. بریتانیا د خپلې پیسې، سترلینگ پوند، چې سره زر یې پشتوانه وو، په مرسته د ستر ځواک خاوند او د نړۍ ټولو هیوادونو ته یې پور ورکاوه او دغه پور په نړۍ کې د بریتانیا د اعتبار بنسټیزه سرچینه بلل کیده. بریتانوي نخبگانو هم د خپل هیواد د پوځ له بریاوو څخه په گټې اخیستنې سره هڅه کوله، چې د نړۍ له هرې برخې په تیره بیا استرلیا، کلفورنیا او سویلي افریقا څخه سره زر خپل هیواد ته راوړي او د انگلند د بانک په زیرمه تونونو کې یې ځای په ځای کړي. که څه هم دغه بانک یو خصوصي شرکت و، خو د پاچاهي دولت اوامر یې په ښه توگه تر سره کول، د نړیوالې مالي پانگې لارښوونه یې په لاس کې لرله او په دې توگه یې " د بریتانیا د حکومت بهرني سیاست تر خپل اغیز لاندې راوست او د دغه هیواد او نورو هغو دولتونو تر منځه، چې هغوي هم د خپلو سرو زرو د زیرمو د پراختیا په هڅه کې وو، کړکیچ رامنځته کاوه" (Engdahl F. W., 2003, S. 10 ).
 د بریتانوي چارواکو دغه له بریاوو ډک راز په دې کې نغښتي و، چې دوي له اقتصادي څانگو او همدارنگه له څارگرې سازمان سره نږدې اړیکې او له هغوي سره یې په گډه کار تر سره کاوه. سربیره پر دې د بریتانیا هیواد د خپلو زیاتو مستعمرو په لرلو سره د طبیعي او اومه توکو په راکړې ورکړې هم واکمن و. په لنډه توگه سړی کولی شی ووایي، چې د بریتانیا امپراتوری د دغو درې بنسټیزو ستنو په مرسته پر نړۍ خپله واکمنې چلوله او دغه دری ستنې په لاندې ډول دي:
 • د بریتانیا واکمنې پرسمندري لارو او له هغه سره جوخت په نړیوالې سوداگرۍ کنترول؛
 • د نړۍ پر مالي بازار کنترول؛
 • او د گټې اخیستنې وړ اومه توکو د زیرمو کنترول (Engdahl F. W., 2003, S. 81 ).
 دغه اومه توکي تر ټولو دمخه د ډبرو سگاره، فلزي ډبرې، مالوچ او قهوه وه. خو د نولسمې پیړۍ په پای کې تور زر (تیل) تر ټولو مهم او ستراتیژیک اومه توکي شول (Engdahl F. W., 2003, S. 12 ).
 خو د دغې ځواکمنۍ امپراتورۍ لومړې ناکامې (ماته) د آزادې سوداگرۍ د کړنلارې په پلی کیدو سره رامنځته شوه. د دغې کړنلارې پلویانو خپله بنسټیزه پاملرنه د توکو له تولید او پرمختیا څخه نړیوالې سوداگرۍ او په بهر کې پانگې اچونې ته ورواړوله. په خپله بریتانیا کې له اقتصادي پرمختیا سره په نامسؤولانه توگه چلند وشو. ارزانو وارداتو د بریتانیا د نساجي پیژندل شوي صنعت او د کرني سکتور داسي ویجاړ کړ، چې بالاخره د ۱۸۷۳ – ۱۸۹۶ کلونو ترمنځه د سترو اقتصادي ستونزولامَل وگرځید.
 په همدې وخت کې د بریتانیا دولت د لومړی ځل له پاره له اقتصادي او پوځي ځواکمنو سیالانو سره مخامخ شو. هیوادونو لکه المان او فرانسې، د خپلو کورنیو صنعتي او کرنیزو تولیداتو په گټه، د سمونونو په پلي کولو سر بیره، سخت ساتندویه گمرکي مقررات رامنځته کړ. په تیره بیا د نولسمې پیړۍ په پای کې د المان اقتصادي ودې د بریتانیا امپراتوری ډیره ناارامه کړه. د المان دغه اقتصادي وده تر ټولو دمخه په لاندنیو برخو کې په ښه توگه ترسترگو کیده:
 • د مدرنو جگړه ییزو او سوداگریزو بیړیو جوړول، چې په سمندري لارو کې یې د بریتانیا نامحدوده واکمنۍ له گواښ سره مخامخ کړه؛
 • او د عثماني امپراتورۍ پر شا و خوا راتاوو د برلین ــ بغداد په نامه د ریلگاډي د گرښې جوړول و (وگوري: Engdahl F. W., 2003, S. 27 ).
 سربیره پر دې د ۱۸۵۰ – ۱۹۰۰ کلونو تر منځه د المان کورني تولیدات پنځه برابره لوړ شول او د همدې کلونو په ترڅ کې د سړی سر د تولید وړتیا په سلو کې ۲۵۰ وده او ورسره جوخت صنعتي تولیدات، د ساری په توگه فولاد، د ډبرو سگاره، بریښنا، الکترونیکي وسایل ... او داسي نور زیات شول او د هر کارگر، چې په صنعتي سکتور کې په کار بوخت و، حقیقي عاید دوه برابره شو. له تخنیکي وسایلو څخه په گټې اخیستنې سره د کرنې د سکتور په تولیداتو کې هم زیاتوالي رامنځته شو (وگوري Engdahl F. W., 2003, S. 28-32). خو د بریتانیا حکومت تر ټولو دمخه د المان د سمندري ځواکونو ځواکمنتیا د خپلې امپراتورۍ په وړاندې ستر گواښ باله. په همدې باب یو تاریخ پوه وایي: " تر کومه ځایه چې د هغه وخت په عقایدو پورې یې اړه درلوده، د سمندري ځواکونو مسأله د المان او بریتانیا تر منځه د اړیکو په خړ پړتیا کې ډیره مهمه موضوع بلل کیده" (Yergin Daniel, 1991, S. 196 ). همدارنگه د المان د سمندري ځواکونو جنرال (آدمیرال)، تیرپیتڅ Tirpitz هم د المان په امپراتور ویلهلم Kaiser Wilhelm ټینگار وکړ،"که المان غواړي د نړۍ د څلورو ځواکونو، روسیه، انگلستان، امریکا او المان په ډله کې وشمیرل شي، نو د یوه ستر سمندري ځواک رامنځته کول ورته ژوندیز ارزښت لري" (Kennedy, Paul, 1994, S. 303). ځکه د المانانو او د دوي د دولت موخه " پر نړۍ باندې د بریتانیا د واکمنۍ له منځه وړل و، څو د مرکزی اروپا هیوادونه هم وکړي شي مستعمرې، چې دوي هغو ته د خپلې زمکنۍ پراختیا له پاره اړتیا لري، تر لاسه کړی. په دې لاره کې لومړی گام د یوه سمندري ځواک رامنځته کول دي، چې هغه وکړی شي د بریتانیا [له سمندري ځواک سره] سیالي وکړي" (Yergin Daniel, 1991, S. 197 ). نو له همدې امله د بریتانیا په وړاندې تر ټولو دمخه دا مسأله رامنځته شوه، چې څنگه او له کومو لارو د دغه سیاسي او اقتصادي گواښ په وړاندې چلند وکړي.
 نو ځکه د بریتانیا حکومت هم دې ته اړ شو، چې په د بیړیو د پراختیا په برخه کې خپلې سیالې ته دوام ورکړي. ځکه "د سمندرونو په اړه سیاست د بریتانیا د امپراتورۍ د امنیت او د هغې د نړیوال رول بنسټ جوړاوه " (Yergin Daniel, 1991, S. 197 ). دغه ارزښت ته په پاملرنې سره د بریتانیا د هغه وخت لومړی وزیر وینستون چرچیل په خپله وینا کې په روښانه توگه وویل، چې:"زموږ د ولس او امپراتورۍ برخلیک او ټوله نیکمرغې، زموږ ټوله شتمنې، چې د څو پیړیو په ترڅ کې مو په سرښندنې او بری سره ترلاسه کړې ده، په سمندري برترې پورې اړه لري، که نه نو دغه ټول به له لاسه لاړ شي" (Yergin Daniel, 1991, S. 199 ).
 همدا لامَل و، چې په کال ۱۸۸۲ کې جان فیشر John Fischer د سمندري ځواک لومړنی لارد وړاندیز وکړ، چې د جگړه ییزو بیړیو تجهیزات او د سوند توکي دې د ډبرو له سگرو څخه، تیلو ته بدلون ومومي، څو په دې توگه بریتانیا خپل کنترول پر نړیوالو سمندرونو وساتلي شي. له لومړنیو مخالفتونو وروسته، فیشر په دې بریالي شو، چې د بریتانیا حکومت د تیلو په ستراتیژیک ارزښت باوري کړي. د فیشر دغه لیرلید (دوراندیشی) بالاخره نوموړي ته د سمندري ځواک د جنرالی د رتبې په ورکړې سره وستایل شو. خو په دې برخه کې د بریتانیا ستونزه یوازې په دې کې نغښتې وه، چې " دغه هیواد په خپله د تیلو زیرمې نه لرلې او د امریکا د متحدو ایالتونو، روسیې او یا مکسیکو د تیلو په زیرمو پوری یې تړلتیا درلوده" Engdahl F. W., 2003, S. 39)).
 له همدې امله د بریتانیا حکومت په دې هڅه و هاند کې شو، چې دغې وضعې ته بدلون ورکړي. نوځکه په ۱۹۰۴ کال کې د بریتانیا ټولواک، اووم ادوارد Edwards VII خپل څارگر سازمان ته دنده ورکړه، د جگړه ییزو بیړیو د سوند د توکو د سمبالښت له پاره، تیل لرونکې سیمې په نښه او که شونی وي، هغه تر خپل نیواک او یا کنترول لاندې راولي. په دې توگه د بریتانیا دولت وکولي شول، چې په لومړی ځل په کال ۱۹۰۵ کې د فارس د خلیج په سیمه کې د تیلو سترې زیرمې تر خپل کنترول لاندې راولي.
 همدارنگه د المان هیواد هم د ترکانو (د اوسنی عراق) د تيلو زیرمو ته سترگې نیولي وي. د دې له پاره چې د دغو زیرمو تیل بې له کوم گواښ او د بریتانیا د سمندري ځواک له پامه پرته المان ته راولیږدول شي، د برلین ــ بغداد د ریلگاډي د پټلې جوړول تصویب او دویچې بانک (د المان یو خصوصی بانک) د هغه د مالي لگښت سمبالول په غاړه واخیست. المان په پام کې درلودل، چې د دغې گرښې د جوړولو په مرسته خپله پوځي او اقتصادي برتري د مدیتراني د سمندرگي په ختیځه سیمه کې ثابته او هغه په خپله گټه راولاړوی، ځکه چې په وچه کې ریلگاډی لا د مسافرینو او توکو د لیږدولو یوازینې مناسبه وسیله گڼل کیده.
 خو د المان دولت د ترانسپورتي شونتیاوو ترڅنگ دوهم امتیاز، چې ارزښت یې تر لومړی امتیازه لږ نه و، د خپل ځان په گټه سمبال کړ. د المان د تيلو شرکتونو دا حق ترلاسه کړ، چې د ریلگاډي د شا و خوا تر شل کیلومتري پوری د هغو له پرتو زیرمو څخه گټه ترلاسه کړي. (وگوري Engdahl F. W., 2002, S. 5). په دې توگه المان د خپلو تیلو اړتیا په څه نا څه ډاډمنه توگه او د اوږدې مودې له پاره سمبال او له هغو څخه یې د بریتانیا د سمندري محاصرې په وړاندې، چې په هغو لارو یې برتري درلوده، ساتنه کولي شوه.
 د همدې لامَل پر بنسټ د بریتانیا حکومت، خپلي سیاسي او اقتصادي موخې تر جدی گواښ لاندې ولیدلې. ځکه المان له یوېخوا د بریتانیا برتر دریځ د مدیتراني د سمندرگي په ختیځ کې تر پوښتنې لاندې راوست او له بلې خوا یې د فارس د خلیج په سیمه کې هم د هغه گټې په محسوسه توگه له گواښ سره مخامخ کولي. د برلین ـ بغداد د ریلگاډي د گرښې په جوړولو سره به د لومړی ځل له پاره د قسطنطنیې او د عثماني امپراتورۍ اسیایي برخې په مدرنو ترانسپورتي وسایلو سره نښتي او شونې وه، چې د بغداد او کویت له لارې د اروپا او هند تر منځه ترټولو ارزانه او گړندې لاره رامنځته شوې وي. په دې توگه کیدی شواي، هغه ستره سیمه، چې په هغې کې بریتانیا سترې گټې تر سترگو لاندې کړي وي، د المان تر اغیز لاندې راغلي وای. سربیره پر دې الماني سرتیرو کولي شول، د بریتانیا گټو ته په مصر او د سویز په کانال کې ډیر ورنږدي او هند ته تر ټولو مهمه ارتباطي لار هم تر یرغل لاندې ونیسي (وگوري Engdahl F. W., 2002, S. 2-3).
 خو د برلین ــ بغداد د گرښې په اړه په صربستان کې بریتانوي پوځي سلاکار آر، جی، دی لافن R. G. D. Laffan د هغه وخت جیوپولیتکي حالت په روښانو کلماتو سره داسی بیانوي: " د نړۍ نقشې ته په یو نظر اچونې سره، سړی ته روښانه کیږي، چې د برلین او بغداد تر منځه کړۍ له کومو پرتو هیوادونو څخه جوړه شوې ده. د المان امپراتوری، اتریش، هنگری، بلغاریا او ترکیه. خو یوازې یوه نرۍ او کوچنۍ تراړه د دې خنډ گرځي، چې د دې کړۍ دواړه سرونه یو له بله سره ونښلوي. دغه کوچنۍ تراړه صربستان دئ. ... په عمل کې صربستان په ختیځ کې زموږ د نیواک لومړنې دفاعي گرښه وه. که دغه گرښه یا له منځه تللې وی او یا هم د برلین ـ بغداد په نظام کې ادغام شوې وی، نو زموږ سترې امپراتورۍ، خو په خپلې دفاع کې کمزورې، به ډیر ژر د المان د نه خوښونکی پرمختک شوک د ختیځ په لوری احساس کړی وی" (Kronberger, Hans, 1998, S. 37).
 په دې توگه د برلین ــ بغداد د ریلگاډي د گرښې جوړولو نه یوازې د اروپا، بلکې د نړۍ په کچه جیوپولتیکي حالت ته په دراماتیکه توگه بدلون ورکړ. ډیر تاریخي شنونکي په دې باور دي، چې د شلمې پیړۍ په پیل کې د بریتانیا امپراتورۍ، د پراختیاغوښتنې روښانه سیاست ترلاسه لاندې نیول و، او په دې لټه کې و، چې د جگړې له پاره پلمه ترلاسه کړي. په همدې کال، ۱۹۱۴ کې د اتریش شهزاده، فرانس فردیناند Franz Ferdinand په سارایوو کې د ډزو په ترڅ کې ووژل شو (وگوري:Der Brockhaus, Bd., 12, 1998, S. 195). د بریتانیا حکومت دغه وژل پلمه او لومړې نړیواله جگړه یې پیل کړه. خو په واقعیت کې د جگړې بنسټیز لامَل د تیلو په ناڅرگندو (نامرئی) گټو کې نغښتی و.
 ځکه د بریتانیا حکومت هغه مهال په هر حال ډاډمن و، چې تیل د یوې مهمې وسیلې په توگه د خپلې امپراتورۍ د اقتصادي، سیاسي او پوځي واکمنې د تأمین له پاره په خپل واک کې لري. سربیره پر دې له هر هغې سیمې څخه، چې د تیلو د زیرمو زیري ترلاسه کیده، د ساری په توگه د فارس د خلیج سیمه، دوي به هلته په کړو وړو لاس پوري او د دغو زیرمو امتیاز به بریتانوی شرکت، انگلو ـ پرشین Anglo-Persian (اوسنی بریتش پترولیم BP) تر لاسه کړ. د انگلو ـ پرشین د نفتي شرکت بنسټیزه دنده د بریتانیا د پوځ، په تیره د هغه د سمندري ځواک د تیلو سمبالښت و. په همدې وخت کې د بریتانیا د هیواد د تيلو سیاستوال د اوسني کویټ په سیمه کې تگ او راتگ کاوه او د کویټ واکمن، شیخ مبارک الصباح ته یې د سروزرو او وسلو ژمنه ورکړه. شیخ باید د هغه په بدل کې خپله خاوره د بریتانیا د پروتکتورات Protectorat په توگه اعلان او د هغې واک یې بریتانویانو ته ورکړې وي. سربیره پر دې د دغو ژمنو یوه بنسټیزه موضوع دا هم وه، چې یوازې هغه بریتانوي شرکتونه، چې د بریتانیا د حکومت له خوا مطلوب ګڼل کیدل، د تیلو د راایستلو اجازه ترلاسه کوله (وگوري Engdahl F. W., 2002, S. 5). دغه مطلوب شرکت تر ټولو دمخه انگلو ـ پرشین و.
 نو کله چې په کال ۱۹۱۱ کې وینستون چرچیل د لارد فیشر ځای ناستی شو. نوموړي هم تر هر څه دمخه هغه تړون لاسلیک کړ، چې د هغه پر بنسټ د ایران ــ انگلیس د تيلو د شرکت اکثریت اسهام د بریتانیا د دولت په مرسته تأیید شول. په دې توگه د تیلو د کنسرنونو او سیاست تر منځه اړیکې په اروپا کې ثبت شوې.
 که څه هم په کال ۱۹۱۲ کې د امریکا متحدو ایالتونو د تیلو د نړیوال لگښت دری شپته، روسیې نولس او مکسیکو پنځه په سلو کې برابرول. د تیلو د نړیوالو سمبالښت په برخه کې د ایران ــ انگلیس د شرکت ونډه لا د یادولو وړ نه وه، خو د فارس د خلیج سیمه د بریتانویانو د گټو سیمه بلل کیده(وگوري Engdahl F. W., 2002, S. 7).
 خو بریتانوي امپراتورۍ د ستر ځواک په توگه د خپل نیواک د ټینگښت له پاره هڅه کوله، چې د نړۍ د تیلو په پیژندل شویو زیرمو باندې برلاسی ترلاسه کړي. په کال ۱۹۰۵ کې د روسیې او چاپان له جگړې وروسته، چې په هغې کې بریتانیا له چاپانیانو څخه ملاتړ وکړ، د افغانستان او ایران د تیلو د راایستلو حق د بریتانویانو په قباله ولیکل شو او دوي ته په ختیځه اسیا کې یو بل امتیاز هم ور په برخه شو او په دې توگه المان پرته د عثمانې امپراتورۍ د تيلو د زیرمو له ټولو پیژندل شویو هغو څخه بې برخې شو. په دغه وخت کې عثمانې امپراتورۍ له قسطنطنیې څخه نیولی تر عدن او ایران پورې پراختیا درلوده. دغو زیرمو باید په لومړې نړیواله جگړه کې مهم رول لوبولي وي.
 اخځ:
 1- F. William Engdahl: Mit der Bahn von Berlin nach Bagdad, 2002 in:
 http://www.jahrbuch2002.studien-von-zeitfragen.net/Weltmacht/Bagdadbahn/bagdad...
 2- F. William Engdahl: Mit der Ölwaffe zur Weltmacht: Der Weg zur neuen Weltordnung, Wiesbaden, 2003;
 3- Hans Kronberger: Blut für Öl: Der Kampf um die Ressourcen, Wien, 1998;
 4- Der Brockhaus, in fünfzehn Bänden, Leipzig, 1998;
 5- Paul Kennedy: Aufstieg und Fall der Grossen Mächte, Frankfurt am Main, 1994;
 6- Daniel Yergin: Der Preis: Die Jagd nach Öl, Geld und Macht, Frankfurt am Main, 1991;