د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسلامي کمونیسټی جبهه؟

اتل جغتو وال 07.04.2007 04:00

تراوسه مو لا هیواد د تیرې بدمرغې غمیزې په پای کې د بشپړې آرامۍ ساه نه ده کښلې چې دا دی بیا یې د خپلسریو او نا آرامیو بنسټ ایښودونکي د یوې بلې فاجعې په لوري ټیل وهي. تر اوسه پورې مو لا هیواد د سیاسي او ټولنیز نظام د جوړولو په لومړي پړاو کې قرار لري چې دا دي بیا پرې د تهدیدونو، کورنیو جګړو او غمیزو کرکترونه، تورې څیرې او د واک لیونیان د یوه بل تورتم بلاوو ته د راتللو بلنه ورکوي. تر اوسه پورې مو لا د هیواد ګوټ ګوټ د پلازمینې کابل په شمول د ښی لاسو او چپ لاسو جګړه مارو ډلو د ناځوان مردانه ګذارونو څخه په بشپړه توګه مرهم نه دی موندلی چې دا دي بیا پرې هماغه ښاغلي د خپل ناروا واک خوبونه ویني. تراوسه مو د لا د هغو میلیونونو وژل شوو کسانو د قبرونو جنډې له ورایه ښکاري چې دې ښاغلیو د ناروا واک د لاسته راوړلو په مقصد په ظالمانه توګه تر تیغ تیر کړي دي چې دغه جنابان بیا پرې د یوې بلې خونړۍ لوبې د پیل کولو تابیا کوي. که د ټول هیواد په استازیتوب یوازې د کابل ښار او بیا په ځانګړې توګه د دارلامان ماڼۍ د نمونې په توګه یاده کړو د خدای لپاره د هغه دیوالونه، چت او ویجاړ شوي بنسټونه وګوری چې په ظلم، ناروا، ستم او بربریت سره پرې دغو کمونیستي ـ اسلامي ښاغلیو د واک د لاسته راوړلو لپاره ګولۍ چلولې، پر ټپي بدن یې د بې شمیره مرمیو ټپونه ایښي او تر اوسه پورې د هغو کسانو د وینو بوی ترې پورته کیږي چې د واک په ناروا سیالۍ کې په بې ګناه توګه د مرګ کومي ته سپارل شوي دي. راشی یو ځلې د پولیګون سیمه وګوری چې د بې شمیره بې ګناه افغانانو د بدن هډوکي، کوپړۍ او شلیدلې جامې وخت پر وخت داسې وایي: موږ په کومه ګناه ژوندي تر خاورو لاندې شوو؟ موږ په کومه ګناه په داسې حال کې ووژل شوو چې څوک مو قبرونه هم نه شي موندلای؟ ولې راسره داسې لوی ظلم او جفا وشوه؟ ولې هغه مرتد ظالمان د محاکمې میز ته نه حاضریږي چې موږ یې پرته له کومې ګناه ژوندي تر خاورو لاندې کړي یو؟ په همدې توګه په سلګونو دغه راز پوښتنې د چارواکو او نړیوالو مخې ته ږدي.

کمونیسټي اسلامي جبهه د څه لپاره؟

د افغانستان د دونیمو لسیزو کرغیړن جریانات د هیڅ یوه افغان هیر نه دي چې ولې دې ښاغلیو زموږ ګران او تاریخي هیواد په کنډواله بدل کړ، له یوه غوره نظام څخه یې بې برخې کړ، زموږ د د هیواد د نظام سیاسي، ټولنیز، اقتصادي، کلتوري او هر اړخیز جوړښتونه یې یو پر بل پسې و نړول، قانون یې له منځه یوړ، د ښوونې او روزنې تش نوم پاتې دی او هیواد یې د پولۍ ټک ته کښیناوه؟ حتی خبره دې حد ته را ورسیده چې د افغانستان نا ځوان مردانه ګاونډیانو زموږ د تاریخي هیواد جغرافیايي حدود له ګواښ سره مخ کړل. دا ټول چا او ولې زموږ هیواد له دومره سترو سترو بدمرغیو سره د تاریخ په داسې یوه اساس پړاو کې مخ کړ چې د نړۍ هیوادونه د پرمختګ د بیړۍ په کاروان کې په خوښۍ سره روان وو؟
ځواب ښکاره دی او هر افغان یې د تاریخ د ګواهۍ له مخې د سر په سترګو ویني.
لومړی هغه کمونیستان (خلقیان او پرچمیان) د دې سترې بدمرغې غمیزې بنسټ ایښودونکي دي چې د افغانستان قانوني حکومت یې د تاریخ په یوه اساس پړاو کې له منځه ویوړ، په ډیرې بې رحمۍ او بې شرمۍ سره یې د دې هیواد خپلواکي د پخواني شوروي اتحاد د شومو هیلو قرباني کړه.
دوهم د مجاهدینو په نامه هغه خونکارې، متعصبې، قومي، ستمي، جګړه مارې، بې رحمه، خود غرضه او مزدورې ډلې ګڼلی شو چې د اسلام او جهاد د نومونو تر پوښښ لاندې یې د افغانستان د خلکو په وړاندې داسې ناروا اعمال تر سره کړل چې د بشریت په تاریخ کې یې ساری کم لیدل کیږي. هیواد یې وران کړ، د افغانستان ټولې مادي او معنوي شتمنۍ یې داسې چور کړې چې زیاته برخه یې د لیونیانو د ولسوالۍ ډاکوانو یوړه، خود غرضه بهرنیو هیوادونو ته یې زموږ د هیواد په کورنیو چارو کې د پراخې لاسوهنې زمینه برابره کړه، بې ساری ظلم یې وکړ، په سلهاوو زره افغانان یې د خپلو ناولو موخو قرباني کړل، د هیواد غرونه او رغونه یې له ماینونو ډک کړل، د نړیوال تروریزم راتللو ته یې لاره هواره کړه، افغانستان یې په یوه داسې تریاکي هیواد بدل کړ چې متاسفانه نن د نشه یي توکو د تولید د لیست په راس کې قرار لري، په پلازمینه کابل کې یې د یوې داسې ولسوالۍ افراد را خواره کړل چې د غلا، وهلو، وژلو او لیونتوب سابقه یې هر چا ته جوته ده چې د ۱۳۸۵ هجري لمریز کال د غبرګولي پیښې یې غوره نمونه ګڼلی شو او په زرګونو داسې نورې ناخوالې چې یادول یې بیلې لیکنې ته اړتیا لري.
خو په دې ځای کې د یوې خبرې وضاحت ضروري دی هغه دا چې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په مقابل کې د افغانستان د مومنو او مجاهدو خلکو ریښتنی جهاد د ستایلو وړ دی، تاریخ پرې ویاړ کوي، د هغو خاینو جګړه مارو کرکترونو او ډلو له شومو اعمالو څخه کرکه څرګندوي چې د مجاهد له نوم څخه ناوړه ګټه اخلي چې وروستی ګام یې له کمونیستانو سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د نظام په وړاندې د ګډې جبهې جوړول دي. همدارنګه ریښتني مجاهدین له داسې اعمالو څخه کرکه څرګندوي چې د ډاکوانو جبهې کړي دي بلکي ریښتني افغان مجاهدین د خپل هیواد آبادي، خوښي او خپلواکي له هر څه څخه لوړ ګڼي او په همدې بهیر کې یې ونډه اخیستې ده.
راځو خپلې خبرې ته هغه دا چې اوس څه وشول چې دغه تش په نامه اسلامیستان او کمونیستان د ګډې جبهې اعلان کوي؟ څه تندر را پریوت چې دوی دواړه یې د یوه فلټ فارم لاندې سره راټول کړل، ګډې اعلامیې کوي او د مرکزي حکومت د واک د کمزوري کولو هڅې یې په لاره اچولې دي؟ کومې یوې ډلې په تیرو وختونو کې اشتباه کړې ده چې د افغان ولس په مقابل کې یې داسې څه وکړل چې د چنګیز او هلاکو لښکریانو به هم سر ته نه وي رسولي؟ ولې سره جنګیدل او ولې نن دومره سره خواږه شول چې په یوه کمونیستي اسلامي جبهه کې سره را ټولیږي؟
موږ د دې عجیب او غریب ترکیب موخې په لاندې څو څیزونو کې خلاصه کوو:
لومړی: دا ډول خلک چې د جنایتونو یو اوږد تاریخ ورپورې دی په هیڅ شکل راضي نه دي چې افغانستان د آرامۍ ساه واخلي، پرمختګ وکړي او یوه ریښتني او ځواکمن نظام د جوړولو په لوري ګامونه اوچت کړي.
دوهم: سره لدې چې جنایتکارو د عدلي تعقیب په اړه د ملي شوری غیر قانوني او تقلبي لایحه تصویب کړې ده خو دغه ښاغلي به تر هغه مهال پورې له محاکمې څخه ویره لري تر څو یې چې په ناولو بدنونو کې روح ځغلي، څو چې افغان ولس د ځمکې په سر شته دی او څو چې تاریخ ژوند وي ځکه چې تور اعمال یې د خپلو وجدانونو له مخې هم د بخښلو وړ نه دي نو تر هغه مهال پورې به په یوه او بل نوم هلې ځلې کوي چې د افغانستان سیاسي نظام تر خپل ډارونکي او ترهګر تهدید لاندې وساتي. کله په ملي شوری کې څوک خبرې ته نه پریږدي، کله په ټوپکو ویشتل کوي، کله د پارلمان ښځینه غړو ته سپکې سپورې وايي، په څپلکو یې ولي، د اوبو د بوتلونو باران پرې جوړوي، کله مظلوم ترافیک وهي، کله په کابل کې خپل ځای په ځای کړي غله لاریونونو او ګډوډیو ته رابولي او کله کله بیا د نوو بې ګټې ډلو په جوړلو لاس پورې کوي.
دریم: د دې طرحې اصلي طراحان او تر پردې شاته ناست عناصر د ایران، روسیې او ځینو نورو خودغرضه او لاسوهونکو هیوادونو په پټه همکارۍ کوشش کوي چې خدای مه کړه افغانستان سره وویشي، دړې وړې یې کړي او بلآخره داسې فدرالي نظام پکې پلی کړي چې دوی او د دوی بادارانو ته د خوښۍ وړ وي.
څلورم: دې ډول نا متجانسو ډلو او افرادو قسم خوړلی دی چې څو ژوندي وي نو افغانستان او د هغه خلک به په آرامه پرې نه ږدي، بې ثباته کوي به یې او د پرمختګ د لارې خنډ به یې ګرزي ځکه چې د دې هیواد په آرامۍ کې بیا نو داسې کسان خپله د ځان لپاره د شتون ځای نه مومي.
پنځم: دا ډول اشخاص او ډلې د هغه نړیوالې مافیا له شبکو سره ټینګې اړیکې لري چې د همیش لپاره د افغانستان د ناآرامولو هڅې کوي، د نشه یي توکو او قاچاق مرکز وي، د ترهګرۍ ځالې پکې میشتې وي، خلک یې اړ وي او د پرمختګ لاره یې ډب وي.
شپږم: په دې ناولي، نا متجانس او چټل ترکیب کې د هغو اشخاصو، کرکترونو او څیرو موجودیت د حیرانتیا وړ ځکه نه دی چې په نامه پښتانه دي خو داسې پښتانه چې یوازې د خپلو نومونو د ښکاره کولو لپاره په یوه داسې ړنګه بیړۍ کې ځان غورزوي چې ډوبیدو ته یې لحظې شمیرل کیږي. دوی باید پوه شي چې هیڅکله به د افغانستان قسم خوړلي دښمنان دوی ته نه خو په کوم واک قایل شي، نه به ورته کوم اهمیت ورکړي او ډیر ژر به له هغوی سره په غرقه بیړۍ کې ډوب شي. همدارنګه نومونه به یې د هغه تور لیست یوه برخه وي چې د افغانستان خلک پرې همیشه لعنت وايي.

د کمونیستي اسلامي جبهې اړوند کسان او ډلې د دې پر ځای چې له افغانانو بخښنه وغواړي، نور د واک خوبونه پریږدي، له تیرو ناوړه اعمالو څخه پښیماني څرګنده او توبه و باسي څو چې ژوندي وي د افغانستان د ناآرام کولو هڅې به کوي. د دې پر ځای چې محاکمه شي، مجازات شي، د خپلو ننګینو اعمالو په سزا ورسیږي متاسفانه واک ورکول کیږي، د هیواد په سیاسي نظام کې داخل شوي، د ملي شوری تالار ته یې لاره موندلې او دا دي نن بیا یې د افغانستان د ځوان نظام په مخالفت کې د بغاوت سرونه را اوچت کړي، ځانونه په لوړه سطح د هیواد د فیصلو واکداران ګڼي او غواړي چې د دې څو کلونو لاسته راغلې بریاوې بیا د خپلو شومو اغراضو په بړبوکیو لاهو کړي.
د افغانستان خلکو، حکومت، ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او ټولو زړه سواندو اړخونو ته په کار دي چې د دغه راز افرادو، ډلو او بانډونو ناولې موخې رسوا او د هغوی د ننګینو اعمالو مخنیوی وکړي. و ما علینا الی البلاغ