د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له داسې (( ملي جبهې )) سره د پاچا کورنۍ هم په سيند لاهو شوه !!

اسدالله جلال 07.04.2007 04:00
په افغانستان کې د (( ملي جبهې )) په نوم د ناملي او نامنلې جبې! جوړول ، د افغانستان د تېرو غميزو يو نوی او بدمرغه تکرار دی . په کابل او په ټول افغانستان کې د دې جبهې له جوړولو سره سم ، يو ځل بيا بحثونه تاوده شوي دي . د دغو بحثونو اساسي ټکي په دې ډول دي :
 ـــ د دې جبهې جوړول څه نوې خبره نه ده .دا د افغانستان په سياست کې ، د افغانستان په جنګ کې د لوبېدليو او جنګېدليو ډلو سره بيا راغونډېدنه ده . دا هماغه ډله يا ډلې دي چې يوازې د شومو اهدافو لپاره ، د افغانستان د بدمرغه کولو لپاره سره بيا بيا راټول شوي او د واک پر سر بيا بيا سره په خپلو کې جنګېدلي ، خو افغان اولس يې وژلی او ځورولی دی .
 ـــ دوی دغه د امريکايي الوتکو او بموريو پر زور له بيا واک ته رسېدو سره سم هم دولتي واک چلوي ، هم د اپوزېشن پېښې کوي . ورته فکر وکړئ ! ډېره په زړه پورې ده چې همدغه کسان د جمهوري رياست مرستيالان دي ، هم د اولسمشر امنيتي ستر سالاکار ، هم د جمهوري رياست د ټولو پوځي قواوو درستيځوال ،هم نيمه کابينه ، هم د اولسي جرګې مشر او د کميسيونونو مشران دي ، هم واليان دي ، هم د امنيې قومندانان ، هم د ولايتي جرګو مشران ، هم رئيسان او د ټولو ولاياتو چارواکي ، هم د پوځ ، امنيتي قواوو او استخباراتو مشران او چارواکي ، خو دا دی چغې وهي چې دولت داسې او هاغسې کوي ، دوی د اپوزيشن او مخالفانو نقش هم پر غاړه اخلي ، ډېره عجبه ده ، دغه دواړه نقشه خو په ډرامو کې هم يو تن په دوو نومونو نه شي لوبولی ، دوی نو څنګه داسې سپين سترګي کوي ، فکر کوي چې په دې خبرو به خلک وغولوي ، دا خو ناممکنه ده ، اولس وايي چې : من از طرز خرامت ميشناسم !!
 ـــ د دې جبهې د جوړېدلو اصلي انګېزه د بشر د حقوقو د نړيوالو سازمانونوهغه رپوټونه وو چې په جنګي جناياتو کې يې د دغو ډلو د يو شمېر مشرانو نومونه څرګند کړي او د محاکمه کېدو غوښتنه يې شوې وه . هماغه ډلې لومړی په غازي سټوډيوم کې سره راټولې شوې او د پيسو او وعدو او تهديد په وسايلو يې له موضوع يو شمېر ناخبره کسان له ولاياتو او اولسواليو هم راټول کړل او د خپل زور نمايش يې وړاندې کړ او حتی ګواښونه يې وکړل چې کنه موږ بيا جنګ ته لاس کوو . بيا نو په پارلمان کې سره يو خوله شول او له شرمه ډک منشور يې وړاندې کړ ، دا دی هماغه ډلې بيا سره يو ځای شوي او دغه جبهه يې جوړه کړه .
 ـــ په دې جنګي جبهه کې د دريو لسيزو د جنګي ډلو زياتره غړي او مشران سره يو ځای شوي دي . د کمونيستانو تر ټولو افراطي کړۍ ، جنګي جنرالان يې ، د تنظيمي ټوپکوالو تر ټولو افراطي کسان او پوځي کړۍ يې ، يو له بل سره لاسونه ورکړل چې دا ځل که وخت په لاس راغی يو ځای به سره دا وطن چې لږ لږ ارام شوی و ، ځوروو به يې ، ورانوو به يې ، وژنو به يې!!
 اولس پوښتنه کوي چې ستاسو د دريو لسيزو د جګړو موخې نو څه وې ، که غوښتل مو چې اولس ووژنئ او بيا سره لاسونه يو کړئ ؟!
 ـــ تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دغه کړۍ ټولې يې د ايران او روسيې د پلانونو لپاره کار کوي . دوي په حقيقت کې د هغوی دپلان لپاره عملي ګامونه اخلي . دا ټولې ډلې او کسان له ډولونو څخه په يو ډول د ايران او روسيې د علايقو ډلې دي . په کمونستانو کې هماغه ډلې چې تر نورو ټولو زيات ، د روس استخباراتي حلقو ته نږدې دي ، او په تنظيمي ټوپکوالو کې هم هماغه کسان چې روسي او ايراني اهدافو ته کار کوي ، په يوه ټلواله کې سره ښکېل !! شوې دي . ان د قاضي امين وقاد انتخاب هم د ايران د علايقو خبره وه . هغه کسان چې د پاکستان د اووه ګونو تنظيمونو له فعاليتونو له نږدې خبر وو ، په پاکستان کې د دريو کوچنيو ايراني ګروپونو له فعالېدو هم ښه خبر دي . دوی د منصور ، مؤذن او وقاد ايران پلوه ډلې ښې پېژني چې د ايران په بشپړه مالي مرسته يې هلې ځلې کولې .او دا دی اوس يې په دې جبهه کې سره پيدا کړل او يا دا چې د يو ځای کېدو فرمان يې له بلې خوا راغی .
 ـــ په دې ټلواله کې د پخواني پاچا د لمسي مصطفی ظاهر ګډون ښايي د ځينو کسانو لپاره د پوښتنې وړ وي ، په تېره بيا هغو کسانو ته چې پخواني پاچا او کورنۍ ته يې درناوی لاره .
 که په دقيقه توګه د وروستيو کلونو پېښو ته ښه ځير شو ،مصطفی ظاهر د پاچا د کورنۍ د يوازيني رسمي استازي په نوم تل هڅه کوله چې د پاچا د شاوخوا حرکتونه د هغه وخت د شمال ټلوالې له افغاني ضد هڅو سره يو ځای شي . ځيني شنونکي داسې ګڼي چې دغه په غرب کې لوی شوی افغان چې نه افغانستان ښه پېژني او نه يې له ژبو او کلتور سره اشنا دی ، هم د ايران په اشاره دې کار ته زړه ښه کړی دی او يا يې ښايي داسې فکر کړی وي چې کېدای شي د پاچايی خوب مې په دې ملي ضد جبهه کې ريښتيا شي . اوس چې پاچا ډېر ناروغه او په مرګوني حالت کې دی ، د هغه روح به د هغه د نمسي له دې ملي ضد کړنې څومره وځورېږي؟
 په دې عمل ، هغه ټوله پاچاهي کورنۍ په سيند لاهو کړه او د خلکو په زړونو کې يې د هغوی يو اخلاقي درنښت او احترام ته هم د پای ټکی کېښود .