د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دویندویۍ فن

عبدالله الهام جمالزى 05.04.2007 03:00

(ویندویی کیدل) یوه معنی لري او (ویندویي) بله معنی ، تاسې کیدای شي چې د بخت ، یایوملګري په مرسته یاهم دښې او په زړه پورې څیرې له لارې د ویاند په توګه رادیو تلویزیون ته لاره پیدا کړې وي . خو د بخت یاد ملګري دمرستې په مټ تاسې کولای شی یو ویاند واوسۍ ؟ فکر نه کوم .
ویاند یا ویندوی کیدل د ویاندۍ یا ویندویۍ د بې پایانه لارې لمړۍ ګام دی . که تاسې سږ کال د رادیو یا تلویزیون د ځانګړي ویاند په توګه غوره نشۍ شاید بل کال د ازموینو په درک سره بیا تیر شۍ او بریالي شۍ خو شاید هیڅکله هم ویاند نشۍ .
ځینې وخت پروډیوسران یامسولین کله چې څوک د ویاند په توګه غور ه کوي وايي چې : اوس بدندی کرار کرار ښه کیږي .
کله چې بوټونه اخلۍ هغه دکاندار به درته وايي چې داسمه ده چې دابوټونه مواوس په پښو کې تنګ دي خو کرار کرار او دوخت په تیریدلو سره سمیږي او پښې مو یې ځان ته جوړوي او آزادیږي .
خو کوم ویاند چې د مایکروفون تر شا کیني باید ویاند وي نه داچې وروسته ویاند کیږي . څوک چې د خبرو په ځای چیغې وهي یا هیڅکله هم غاښونه سره نه بیلوي دهیڅ څه په مرسته نشي کولای په آسانۍ سره د( ویاند ) په واقعي معنی سره ویاند جوړ شي .
عجیبه ده هر شغل کتاب ، دورې او ازموینې لري خو ته به وايې چې د ویاند د روزلو لپاره دې څیزونو ته اړتیا نه لیدل کیږي ، دا داوس مهال ډیر ویندویان چې ددې هنر دعوا کوي ددې خبرې دلیل دی .
پدې اړه ډیرې خبرې شته دي او کېدای شي خو د ویاند کېدلو لپاره په لومړي ګام کې دا څلور څیزونه د لارې توښه ده .

۱- عشق :

سر دفتر عالم معاني عشق است
سربیت قصیده جواني عشق است
ای آنکه نداری خبرازعالم عشق
این نکته بدان که زندګاني عشق است

باور وکړۍ د هغه مقصد لپاره چې غواړۍ یې ترټولو ښه وسیله ، انګیزه او پلمه عشق دی مینه ده .
مینه ستاسو شپه له سهاره سره پیي بې له دې چې ستړیا حس کړی او بې لدې چې وپوهیږۍ مینه مو په واټنونو واټنونو ځغلوي بې لدې چې لږ شانته هم ستړي شۍ .
مینه هماغه څیز دی چې په زرګونو زرګونو کې یوکس غوره کوي او نوم یې په ویاړ تاریخ ته پاتې کیږي .
عشق دښکلازیږوونکی دی او عشق د ځان ځارونې منځ پانګه ده دهرې بریا لپاره مینه له عاشق سره مله او ملګرې ده .
عشق رحمان جوړوي ، عشق خوشحال او حمید جوړوي .
عشق انشټاین جوړوي اډسن جوړوي ، سولون ، ارسطو او اپلاتون جوړوي .
خو تاسې دهرې ارزو لپاره عاشقانه هڅه وکړۍ دهرڅه د لاسته راوړلو لپاره دهرهغه څیز چې غواړۍ ترلاسه یې کړۍ په مینې سره هڅه وکړۍ . که غواړۍ چې ویاند جوړ شۍ نه داچې ویاندي وکړۍ باید ددې هنر عاشقان واوسۍ ، لدې هنر سره مینه ولرۍ هلته هرڅه آسانیږي هلته هره ستونزه هواریږي .
او بالاخره :
راتلونکی په هغه چاپورې اړه لري چې هیله یې لري او په هغه ټینګ ولاړ وي .

۲- هوډ او کار :

دخوځښت لامل له خوځښت پرته یوبل څیز دی ، دخوځښت لپاره ترټولو ښه لامل مینه ده عشق دی . هغه څوک چې عاشق وي او له ځایه نه خوځي هغه ریښتینۍ عاشق ندی دزړه له تله عاشق ندی .
داسې شاعر به هم وي چې لسګونه نالیکلي او ناویلي شعرونه لري ،لیکوال به وي چې لسګونه نالیکلې افسانې به لري ... که تاسې هم تصور کوۍ چې د ویاندی د هنر او مسلک عاشقان یاست خو لدې نه داښه بولۍ چې لاړشۍ دموټرونو کار وبار ولرۍ ځکه هلته ښې پیسې دي نو تاسې پخپلې غوښتنې یوبل څه ته لوړاوۍ ورکړ ځکه خوهم تاسې عاشق نه یاست . که یاست نو ریښتیني نه یاست ځکه پیسې کولای شي ستاسې معشوق ته درسیدا په لاره کې خنډ شي . مقام هم همداسې کولای شي ستاسې د مینې په لاره کې دیوال جوړ شي .
نو که داسې وي نو ستاسې دهلته په مخه ښه وي زموږ دلته .
که پدې پوهیږۍ نو پس پاک اوسۍ زموږ په هیواد کې د ویندویی مسلک څومره عاید نلري لکه نور هر هنر ، لکه ښه لیکوالي لکه ښه شاعري لکه هر بل څه .
تاسې کیدای شي چې د بازار له کار سره په لږ بلدتیا او آشنایۍسره دورځې سلګونه او زرګونه افغانۍ تر لاسه کړۍ خو که غواړۍ د هنر په ښودلو سره داکار وکړۍ نو وبخښۍ په بله راغلي یاست ...
هغه څه چې هنرمند هنرمند ساتي هغه له خپل هنر سره مینه ده . اوس په ټوله دنیا کې د چالاکۍ وخت دی اوپدې کار کې دبریالیتوب لپاره عاشقانه اراده او کار په کار دی زیاته هڅه او په یوه ساده ژوند باندې بسنه . که بیامو ډیر بخت ښه وو ورسره شهرت هم . . .
هوډ وکړۍ او کار وکړۍ . . .

۳ – تمرین ، تمرین ، تمرین :

ښه غږ په کار دی او خلک یې خوښوي خو هنر ندی همداسې لکه د ښکلو سترګو درلودل ، خو ښه غږ د هنر دوړاندې کولو لپاره ښه وسیله ده . دښې وسیلې درلودل نعمت دی او له هغې ښه استفاده د یوښه څیز دلاسته راوړلو لپاره ښه وسیله ده .
اوس شاید اجازه ولرو چې ووایو یوښه ویاند هنرمند دی . ځکه له ښې وسیلې یې ښه استفاده کړې یا لږ ترلږه د خپل کار یو پیاوړی استاد دی .
په هر حال داچې وکولای شو هره ښه وسیله ښه وکاروو نو بې له شکه تمرین ته اړتیا ده .
کمه به پیښه شوې وي چې موږ ښه وسیله ولرواو هغه بې کاره پریږدو په داسې حال کې چې نور یې دلرلو تمه ارمان کوي .
دښو ویندویانو غږونه واورۍ خو فکر مو وي چې دهغه مقلد او پیښې کوونکي نه شۍ کولای شۍ دهغوی غږونه ثبت کړی او وروسته یې دویل شوي څیز متن ولیکۍ تاسې به هله پوه شۍ چې څرنګه یو ښه ویاند له یوبد متن څخه ښه څیز ستاسې په مخ کې ږدي او بالعکس هم همداسې .
په هر وخت او فرصت کې خپل غږ ثبت کړۍ او وایې ورۍ او خپل عیبونه کم کړۍ خو هیڅکله له یاده مه باسۍ چې تمرین تمرین تمرین .

۴ – مطالعه ، مطالعه ، مطالعه :

تاسې دکار په پیل کې ددې لپاره چې ښه غږ ولرۍ چې څومره کولای شۍ دومره زیاته مطالعه ولرئ .
ددې لپاره چې رادیو او تلویزیون ته لاره پیداکړۍ ، هرڅومره چې کولای شی هڅه وکړۍ . داپه اوریدونکو پورې اړه نلري . خو .. که په ریښتیا سره غواړۍ چې دخوښې وړ ویاند شۍ د هغه څه دقبلولو په ترڅ کې چې پورته وویل شول او هغه څه چې په راتلونکي کې به وویل شي ، له مطالعې باید بې خبره نه وئ .
مطالعه ، هرڅومره چې کولای شۍ او په هرځای کې چې لاسرسۍ ورته ولرۍ . داسې مه وایۍ چې وخت نلرم وخت مې کم دی بوخت یم . نیم ساعت به ځنډ پکې راشي چې تاسې دسینما یا بل چکرځای ټکټ اخلۍ دانیم ساعت په مطالعه ولګوئ .
کله چې د سینمایا حمام په صف کې ولاړ یاست کله چې په ملي بس یابل ښاري موټر کې روان یاست ، کله چې له یو ځایه بل ځای ته سفر کوۍ په موټر په الوتکه په هیڅ ځای کې خپل وخت هسې مه ضایع کوۍ ، مطالعه وکړۍ .
که کوم ځانګړۍ پروګرام چلوۍ یادکوم ځانګړي پروګرام ویندوی یاست ، ترټولو ښه خبره ده چې په هماغه څانګه کې مطالعه وکړۍ خو هیڅکله هم له ادبیاتو مه بې خبره کیږۍ . که تاسې دهرډول پروګرام چلونکی یاست خو بیاموهم بنسټ ادبیات دی . ځان دشعر او نورو ویوکو له سمې بڼې سره آشنا کړۍ .
بیلابیل متنونه ولولۍ بیلابیلې لیکنې او کتابونه ولولۍ داکار په تاسې دځانګړي اغیز سربیره له تاسې یو باتجربه ، او حاضرځواب کس جوړوي . مودب ، متواضع او دنظر خاوند کیږۍ او ذده کوۍ چې څنګه ولیکۍ .
کله چې تاسې دیوپروګرام په اړه راپور وړاندې کوۍ یاهم په سټډیو ، بهر په اداره کې کوم مجلس یا ناسته اداره کوی هلته به تاسې کم له کاغذ او لیکلو څخه استفاده کوۍ . ستاسې دذهن بډایي او حاضر ځوابي به ستاسې په کار کې دبیلګه کولو لامل شي . له پښتو ژبې او دهغې له قواعدو سره به ستاسې بلدتیا ستاسې په کار کې ډېره ګټوره وي . که تاسې یو قید دصفت په بڼه ولولۍ یاداسې نورې تیروتنې ستاسې لیدونکی او اوریدونکی به خپل رادیو یاتلویزیون بند کړي .

هغه چابک ځواب ورکړ .
هغه چابک ، ځواب ورکړ .
دلته وګورۍ په لومړۍ غونډله کې لولۍ چې هغه چابک ځواب ورکړ یعني هماغه کس ژر ځواب ورکړ ، خو پدې بله غونډله کې بیا هغه چابک کس ځواب ورکړی ځواب یې شاید کرار ورکړی وي خو داکس چابک دی ، یوصفت دی ...
تاسې هم په ډیرې مطالعې سره کولای شی داسې ډیرې غونډلې پیدا کړۍ او سمې بڼې یې ولولۍ که څه هم زموږ په پښتو کې انشاالله چې ډیر داسې څیزونه نشته په نورو ژبو کې شاید داسې ستونزې ډیرې وي خو بیاهم تاسې کوښښ وکړۍ مطالعه به درسره لامرسته وکړ‎ ي .
داهیڅکله هم له یاده مه باسۍ چې ستاسې اوریدونکی یالیدونکی ستاسې پروګرام ته دیوځل لیدلو وخت لري ، هغه کتاب نه لولي چې که کوم ځای یې سم ونه لوست نو شاته به لاړشي هغه به له سره واوري یابه پرې فکر وکړي . اوبله دامهمه مسله هم مه هیروۍ چې هرڅه چې له رادیو او تلویزیونه خپریږي هغه معیاري ژبه بلل کیږي او هرویوکی چې کاریږي هغه دچاخبره نور نو ژبو ته هم لویږي . نو په همدې دلیل ناسمه لوستنه بالکل ممنوع ده .
له نورو بهرنیوژبو سره هم ستا سې بلدتیا په تیره بیا له عربي سره ځکه چې زموږ له پښتو سره یې یوڅه اړیکې شته هغه به هم ستاسې له بېلګه والي سره مرسته وکړي .
نوربیا ...