د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

متحده جبهه ، ننګونې او ارزونې

پوهنمل حاجي محمد نوزادي 01.04.2007 04:00

څوورځي مخکي مې د ( په غازي سټډيوم کې دزور ازمايلو لوبه ) تر سرليک لاندي يوه ليکنه په يولړ انتريتي سايټونو کې خپره شوه . هلته دهغو کسانو دزورښودلووډګرته اشاره شوي وه چې دبشري حقونو دڅارډلي پرهغوي باندي دبشري حقونو څخه دتيرې تورلګولې او دمحاکمي ميز ته يې ددوي دراکشولو غوښتنه کړيوه . په هم هغي لو بې کې ځينو ويناوالو داخبره هم په ګوته کړه چې ډير ژربه ديوي ګډي جبهي دمنځته راتلو خبر هم خپور شي . دوی رشتيا هم پدي اړه پايلې ته رسيدلې وه او ځنډ ته يې لاره ورنکړه ، ترلوبي يې يواځې څو ورځي وروسته وعده شوې خبرخپورکړ . دجبهي اصلې مخکښان دنوموړي لوبي ګډون کوونکې غړي دي . له هغوی نه پرته د ځينوداسي کسانونومونه هم ورسره مل ياد شوه لکه دکندهار په شمول دنوموړي حو زي پخوانۍ لوي پوځي قوماندان جنرال نورالحق علومي ، دکورنيو چارو پخوانۍ وزير جنرال سيدمحمد ګلاب ځوي او ځيني نور کسان .
ددي خبر دخپريدوسره جوخت په ټولو رسنيو په ځانګړي توګه په هغو رسنيو کې چې دانترنيت په مټ خپريږي ، دتشويش نه ډک غږونه راپورته شوه . نژدي ټولي ليکني چې مې پدي اړه تراوسه پوري ترسترګو شويدي دنوموړي جبهي دغندلو سره تړاو لري . چا داتحاد نامقدس ، چا دزنک خطر , چا داتحادمجاهدين با کمونيستها نومونه ورباندي ايښي دي او چا هم په نورو ورته ناوړه نومونو ياده کړي ، هغه يې له خپله نظره هراړخيزه څيړلي اوبيا يې پدي هکله خپلي خواشينونکي تشويشونه څرکند کړيدي .
راشې اخر وګورو چې جبهه څه ته وايي اوولي يې نوم دومره حساسيتونه راوپارول ؟
دجبهي يا فرونت ( Front ) کلمه دتندې يعني دسرد هغي برخي څخه چې دسترګو د وروځو نه لوړ اودويښتيانو دشنه کيدو دسرحد دځاي نه کوز موقعيت لري ، اخيسل شويده . جبهه دخلګو دډلي په معنا هم راغلې ده . ايرانيانو خو په پخوا وختونو کې جبهه دقومي مشر په معنا هم کارولي ده . په نظامي اصطلاح دجنګ په ډګر کې دجنګياليو مخنيو ليکوته جبهه وايي چې دغه معنا يې دسر دتندې دمعنا سره جوړراځي ځکه چې داهم مخنۍ برخه ده . دجبهي دپاره نور ډير تعريفونه هم په اړوندو سرچينوکي ترسترګو کيدلاي شي ، خو په سياسي مفهوم سره جبهه دسياسي ګوندونو ، سازمانونو اوټاکلو سياسي ډلو وګډون ته وايي چې پريوه ټاکلې پلاتفورم باندي په ګډه دټاکلو موخو دپرمخ بيولو په هيله سره يوه خوله شوي او دکار دټاکلو اصولو بنسټ يې دګډو تګلارو اوکړنلارو له مخي تنظيم شوي وي .
د لوړو ټولو تعريفونواوځانګړتياوو په پام کې نيولوسره دجبهي نوم ، دجبهي رامنځته کول او په پاي کې دجبهي فعاليت برسيره پر دي چې هيڅ تشويش زيږونکې خبره نده ،زما په اند دهمدغه زخمي وخت يوبيړنۍ ضرورت هم دي . که داسې وي نوبيا ولي پدي هکله دومره خواشينوونکي غږونه او شويشونه راپورته شوه ؟ فکر کوم ددغه سوال دجواب دپاره به همداګړۍ دپښتوبډاي فولکلور نه دايوه لنډۍ بس وي :

په سور سالو کې ګناه نشته .
ګناه نجلۍ کې ده چې ړنګه بنګه ځينه .
که دجبهي په اړه څه نادودي اوګناوي موجودي وي نوهغه به خامخا دنوموړي جبهي په موخو او اهدافو کې وي ، دکومو پخاطر چې دجبهي مخکښانو هلي ځلي پيل کړيوې . يوه دموکراتيکه ملي متحده جبهه خو دمترقي نهضت له پيل نه دټولوملي دموکراتيکو قوتونو غوښتنه او ارمان وو چې دهغي دلاري به وکړاي شي په هيواد کې دموکراتيک فرهنګ ته وده ورکړي ، داولس ذهنييت ددموکراتيکو ارزښتونوددرناوي په لور وهڅوي او زينه پرزينه ، قدم په قدم يې ديوپربل دباور اوزغم دکلتورسره وروزي . په اوسنې جبهه کې هغه نومونه چې په نيوکو سره اخيستل کيږي ، دمجاهدينو ډلې او په ځانګړې توګه دهغوي مشران اوقوماندانان اوهمدارنګه له دوی نه پرته وخلقيانو او پرچميانو ته منسوب کسان دي چې ځيني انتقاد کوونکي ګوته ورته نيسي . راشي داسې فرض کړو چې : که خلقي سيدمحمد ګلاب ځوي دا درک کړي وي د۱۳۵۷ کال تر ثور وروسته داچي ملي متحده جبهه دپامه وغورځول شوه نو نظام ددموکرااتيکو قوتونو دپراخ ملاتړ نه بې برخي ، مخالفتونه پيل او دي کار کرملين ته دخپل تجاوز په هکله چې پخوا به يې لا په پلان کې نيولې وو ، داميد ګلونه شګوفه کړل . که نورالحق علوي اوس پدي خبره پوه شوي وي چې دشوروي په تجاوز او اشغال سره دټول وطن سرنوشت ديو دوو تنو بې وطنو پلاس ورکړل شو اوټولو ملي دموکراتيکو قوتونوته ديوه مخه دشا په ليکه کې ددنباله رو چک چکي کوونکو برخه وسپارل شوه او داشغال سره سم ټول وطن دجنګ لمبو واخيست . که چيري داسلامي جمعيت او ورسره تړلو تنظيمونو مشران او قوماندانان اوس پر دي خبره باور پيداکړي وي چې دملګرو ملتونو دپنځه فقره ايز پلان پرضد د ) کاجي بې( دګمارل شوو کودتا يو افغان دښمن عمل وو او ددوي لخوا دټول قدرت دانحصار په نتيجه کې دوطن ټوله مادي او معني شتمنې چور چپاول او هرڅه له خاورو سره خاوري شول ، په لس ګونو زره کسان له ژونده بې برخي او دخلګو پر مال او ناموس تيرۍ وشو . او په پاي کې که چيري دوی ټولو په ګډه دلوړو ناخوالو داصلاح اودبياتکرار دمخنيوې په هيله لاسونه سره ورکړي او يوبل ته يې دورورۍ غيږې پرانيسې وي ، دا هيڅ بده او دتشويش وړ خبره نده .
ددي هيوادهراوسيدونکۍ نه يواځې داحق لري بلکه مکلف دي خپله وطني دنده په پوره ايمانداري سره ترسره کړي . خلقيان ، پرچميان ، شعله يان ، مجاهدين او نوري ډلي هم ددي وطن وګړي دي اودنوروټولوپشان حقونه اومکلفيتونه لري چې مهم يې وطن ته په صداقت سره خدمت کول دي . برسيره پر دي دوی هم لکه نور وګړي مکلف دي دخپلو شخصي اعمالو په هکله دمحکمې ميز ته دجواب ويلو دپاره حاظراو دقانون حکمونه ورباندي بيله امتيازه تطبيق شي .
لدي ټولو عمومي خبرو چې تيرشو ، اړينه بولم دڅوشيبو دپاره پرنوي جوړي شوي په اصطلاح ملي متحدي جبهي باندي تم او دټولو کنجونو دليدلو پخاطر يې پکارده چې لږ غوندي سر ور دننه کړو . پدي اړه به ضرور وي دجبهي موخو او هدفونو ته له دوو خواوو نه نظر واچوو او ووينو چې ايا ګناه په سورسالو کې ده او که دنجلۍ په ړنګ بنګ رفتار کې ؟ دا دوه اړخونه به په لاندي ډول تر نظر تير کړو :
۱ ـ دجبهي ښکاره او اعلان شوې هدفونه چې په حقيقت کې دجبهي تاکتيکي چاري جوړوي .
۲ ـ دجبهي پټ او نااعلان شوي هدفونه چې اساسي ستراتيژيکي چاري يې بللاي شو .
ښکاره هدفونه خواعلان شوي او ټولوته څرګند دي چې هغه ديوي لويي جرګې دراغوښتلو دلاري په اساسي قانون کې داسې بدلونونه راوستل د ي چې پر بنسټ يې داوسنې رياستې سيسټم پرځاي ديوه پارلماني صدارتي نظام دپاره لاره هواره شي او برسيره پردي په ولايتونوکي دواليانو ، ښاروالانو او اولسوالانو انتخابول دي .

پدغه تړاو بايد څوخبري په ګوته شي :

۱ ـ که چيري رښتيا هم لدغو موخو نه مراد وطن ته په نيک نيت سره دزړه له کومي خدمت کول اوتر کاسي لاندي کومه نيم کاسه نه وي نوبيا رياستي سيسټم هم ددي کار په مخ کې هيڅ ډول خنډ ندي .
۲ ـ پدي کې هيڅ شک نشته چې په پرمختللو ټولنو کې ، چيري چې سياسي فرهنګ وده موندلې وي، ټيکاو موجود او دتوپک بازيو ستونزي څوک نه پيژني ، دجبهي دا ډول هدفونه تعقيبول څه بد کار ندي . مګر زموږ دجګړي ځپلې هيواد پدغه ستونزمن پړاو کې چې تر اوسه لا توپکي زورواکان په بشپړ بريد برلاسي دي ، دو اليانو انتخابي شکل به حتما لاندي ناخوالي رامنځته کړي :
الف ـ پدغه توپکي حاکميت کې به خلګ خپله ازاده رايه ونشي کارولاي او زورواکان به ددي ډګر ميړنې اتلان راووځي .
ب ـ داچي په ټاکلې دوره کې دعزل ډارنشته نو واليان به خپلسرويو ته مخه کړي .
ج ـ دغه په اصطلاح دخلګو لخوا انتخاب شوي واليان به دمرکزي دولت د اوامرو په هکله بيخي بې پروا شي .
د ـ داکار به دمتوازن اقتصادي پرمختګ لاره بنده کړي ، شتمن ولايتونه به لاشتمن او کمزوري به لاکمزوري پاتي شي .
ه ـ په ولايتونوکښي به د ايتنيکي لږکيوحقونه تل تر پښولاندي وي ، ځکه چې دوی خو هيڅکله هم دخپلي خوښي څوک انتخابولاي نشي .
ز ـ دهري دوري انتخابات به دهرج ومرج نه ډک يو محشر وي .

رابه شو دجبهي پټو نااعلان شوو هدفونو ته :

دجبهي پټ ستراتيژيک هدفدفونه خولاتراوسه دجبهي داصلي طراحانو سره چې دجبهي شاته ناست اوسازماندهي يې کوي ، ساتل شويدي . مګربياهم په دوی پوري تړلو کسانو په يوه يابل شکل دفرصت نه په ګټه اخيستلوسره يې يادوونه کړيده چې هغه دلوړو تاکتيکي چارو دبريالې پرمختګ سره سم دپارلمانتاريزم دلاري دفدراليزم بنسټ ايښودل دي . دهيواد پدغه کړکيچن حالت کې دفدراليزم دورانونکو نتيجوپه اړوند ډيرو پياوړو څيړونکو لکه عبدالحميد مبارز اونورو خپلې علمې او منطقي وړاندويني کړي اوداکار يې دهيواد تجزيي يوه پيلامه ګڼلۍ دې .
له همدي کبله خپله وطني افغاني او ايماني دنده ګڼم دجبهي دټولو ګډون کونکوپام لاندي ټکيو ته راوګرځوم :
۱ ـ په جبهه کې جهادي تنظيمي ډلوته و

رپيادوم چې دفدراليزم پربنسټ دافغانستان دتجزيي پلان لا ډير پخوا په کرملين کې ترتيب شوي وو اوتر اشغال وروسته دښاغلې سلطانعلي خان کشتمند تر مشرې لاندي پدي اړه يولړ عملي ګامونه هم واخيستل شوه چې دافغان مجاهداولس په ميړانه يې داهيله دکرملين دديوال څنګ ته ورسره په ګور کې ښخه شوه .
۲ ـ ښاغلې علومي ته چې ديوه سياسي ګوند دمشرتابه نه پرته ، دي اوس دکندهاريانو لخواداولسي جرګي غړيتوب هم لري ، ديادوني وړبولم چې که دجبهي پټ هدفونه دده دګوند دمرام سره خداي مکړه برابرهم وي خو دي بايد پدي پوه وي چې نه يواځې دجبهي ستراتيژيکي موخي بلکه تاکتيکي هدفونه يې هم دکندهار داولس دتائيد وړ ندي .
۳ ـ ښاغلې ګلاب ځوي خو په ډانګ پيئلې وايي چې دهيڅ يوه سياسي جوړښت سره تړاو نلري . نو که چيري ددا ډول موخو سره په نوموړې جبهه کې په تيروتنه هم شکيل راغلي وي ، بايد دزيرکې نه کار واخلي او په پام کې ولري چې دغه غوښتني دخوست ولايت دهغو خلګو دغوښتنوسره توپير لري ،دکوموپه مټ چې دي اوس په اولسي جرګه کې ناست دي .
۴ ـ دټولو وطنوالو پام و دي خبري ته راګرځوم چې دظاهري ښکلو شعارونو شاته په اصلي ستراتيژيکو پټو هدفونو باندي ځانونه له بيخه خبراو پري نږدي چې داحساساتو او اعتماد نه يې ناوړه ګټه واخيستل شي .

ـــ ديوه پياوړې ، پرمختللې اويوموټې هيواد په هيله چې هلته ټوله اوسيدونکې برابرحق او سوکاله ژوند ولري !