د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ماران سره ياران

جمال الدين جلال 15.03.2007 03:00

په افغانستان کې ښى او کيڼ هم سره يو کېدى شي

 

جمال الدين م. جلال            jamaluddin1@gmail.com

د کب ٢٤مه، ١٣٨٥

زموږ په هېواد کې چې هېڅ ثوابت نشته او آن ارزښتونه خپل مفهوم نه لري جګړه هم يوه بابېزه کار دى. که په نورو ځايونو کې، د مسلمانانو يا د نورو لخوا، جنګ د څه پر سر کېږي کېداى شي معقول وي او لږ تر لږه د يوه ښکېل لورې لخوا د دفاع وړ وي، خو په افغانستان کې د دې پوښتنې ځواب به اوس په ګرانه پيدا کوو، چې جګړه د څه لپاره ؟

 

وروستۍ پرمختياوې دا ښيي چې دا دومره ورانى او جګړه چې وشوه د څو کسانو څوکۍ ته د رسولو او غټولو لپاره وه. يو نوم هم ورسره و، چې په راتلونکې کې جهادي مشران وبلل شي او په افغانستان کې د تر ټولو ښه چلېدونکې شعار، اسلام، د مدافعينو په توګه ورته وکتل شي.

 

جهادي-کمونيستي ټلواله يو نوى پيوند

د دوو لسيزو په ترڅ کې د جنګ او جنګي سياست هغه لوبغاړي چې ميدان يې تود ساتلى و، نن بل سياست خپل کړ. نن چې ګټه په سوله کې ده، بيا دا خبره مهمه نه ده، چې سوله له چا سره، لکه پرون چې دا مهمه نه وه، چې جګړه له چا سره.  دا اونۍ مو واورېدل چې د پخوانيو په اصطلاح مجاهدينو ځينې مشران د دوى د هغه وخت له قسم خوړلو دښمنانو، کيڼ لاسو کمونيستانو له مشرانو سره نوې ټلواله جوړه کړه. يو وتلى کمونيست او د مجاهدينو يو قومندان د کب په ٢٢مه خبريالانو ته راڅرګند شول، چې په وياړ سره د ديموکراسۍ د هغه ساحرانه تاثير اعلان وکړي چې دوه دښمن لورې يې سره يوموټي کړل. د مجاهدينو استازې وويل چې يوازې دا بس نه ده، چې د ولسواکۍ په ډګر کې دوى تنها واوسي، بلکې په نورو خلکو يې هم غږ وکړ، چې د دوى په ګام پل کېږدي. ويل کېږي چې د پارلمان ګڼ شمېر غړي، د مجاهدينو ځينې مخکيني غټان او د ولسمشر کرزي د حکومت يو شمېر پياوړې سټې په دې جهادي-کمونيستي (يا ښي-چپي)  ترکيب کې سره راټول دي.

 

يوه خبره بايد سپينه شي، هغه دا چې دلته پخلاينه پر خپلې طبيعي مسير باندې نه ده شوې، چې په دواړو لوريو کې د نرمښت راتللو په پايله کې يوه ګډه ټلواله منځ ته راغلې وي، بلکې د جهادي اړخ د بشپړې تسليمېدنې يا ها د کندهاريانو خبر، د ماتېدنې په قيمت جوړه شوې. ځکه خو دې جبهې ته د کمونيستانو جهادي ټلواله نه، بلکې د جهاديانو کمونيستي ګوند ويلى شو.

 

له خپلو پخوانيو مېرڅمنو سره پخلا کېدونکې ښاغلي اصلا جهادي مشران نه، بلکې د مجاهدينو مشران وو، ځکه خپله جهاديان نه و او نه يې جګړه د کومې سپېڅلې موخې لپاره کوله، بلکې يواځې د دوى تر قوماندې لاندې کسانو، عادي جنګياليو جهاد کړى.

 

دين بدل شو که ارزښتونه؟

دوه دښمنې ډلې، چې کلونه کلونه يې ظاهراً د کوم ارزښت پر سر جګړه کړې وه څنګه کېداى شي ټولټال سره يو شي او نوي ګډ ارزښتونو ومومي. سيالي ډلې يوازې په هغو ځايونو کې پخلاينه کوي او سره ګډېږي چې جګړه يې د واک پر سر وي او بيا دواړه خواوې د واکمنۍ پر سر په يوې معاملې باندې سره جوړ شي.

 

څنګه کېداى شي د داسې ارزښتونو پرسر مخالف لورې سره يو شي چې د هغو پايښت او څرګندتيا له پېړيو راهيسې ثابت او پرځاى وي. ايا دغه ارزښتونه، چې تر اوسه يې دوى د ګټلو لپاره د ميليونونو خلکو په سر کې ولاړ وو، واوښتل، کوم څه پکې بدل شول، دين واوښت که کوم نوى تعديل پکې را نازل شول؟ اوس يې ښه د بره د پارلمان په تندي ليکلي چې انما المؤمنون اخوة. "جهادي" پارلمنيانو! دغه نور بيا څه وخت په اسلام مشرف شول، چې تاسې يې په وروګلوۍ ور ګډ شوئ. دوى خو هغه مهال هم په همدې ايمان ولاړ وو، چې اوس يې لري، هغه مهال د څه پر بنسټ ورسره جنګېدلئ.

په هر حال، په پارلمان کې اخوت به دوى يا د مجبوريت او يا د تظاهر لامله نه شي پټولاى، خو د منظم پلان له مخې په يوه ګډه سياسي ډله کې، چې مشترک هدف او ګډې ګټې سره لري يو ځاى کېدل څه ډول توجيه کېداى شي؟

 

د ګوړې اچار

سمه ده چې سياست له سره تر پايه هېڅ چېرته هم ټاکلي او ثابت بنسټونه نه لري، خو دلته د سوچه  سياست خبره هم نه ده، بلکې دوى لومړى له داسې يوه سنګر څخه غږ پورته کړى، چې د هغه تګلاره نه بدلېدونکى او له هغو سره چې دوى يو ځاى شوي نه پخلاکېدونکي ده.

دوى د اسلام ناره پورته کړې وه او په همدې نامه يې له خپلو او پردو څخه ډېر وژلي دي، خو د دوى پښه لومړى هغه وخت وښويېده، چې د پارلمان د غړي په توګه يې لوړه وکړه، چې له هغه وروسته يې ټولنيز او معنوي حيثيت مخ په ځوړ روان شوى. وګورو تر کومه به په ځوړه ځي، تر اسفل السافلين پورې رسېږي که تر هغه هم کښته ځي.

 

هېښوونکې ده چې سوچه اسلامپالنه او سوچه بېديني، چې پخوا د کمونيزم په بڼه وه او نن د سيکولريزم، سره ګډوو. دا هم شو يو نوى ترکيب او هغه د چا خبره د ګوړې اچار.  د دغسې بېساري او ناجوړېدونکو موادو د ترکيبولو تجربه موږ له پخوا لرو.