د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نړیوال امنیت او نړیوال مسوولیت (دويمه برخه)

شريف بهاند 13.03.2007 03:00

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع د وزیر رابرت گیتس د وینا لنډیز:
د روسیې د ولسمشر، پوتین له خوا د متحدو ایالتونو پر بهرني سیاست له سختو نیوکو یوه ورځ وروسته د امریکا دفاع وزیر، رابرت گیتس خپله وینا د کنفرانس گډون کونکو ته واوروله.
نوموړي له مقابلې څخه د مخنیوي په موخه، خپله وینا له ټوکو څخه په ډکه ژبه پیل کړه
اخځای:   Http://www.securityconference.de/konferenz/2007/abschlussartikel_2007.php?
او وویل، چې زه او د تیرې ورځې دوهم وینا کونکی (د تیرې ورځې دوهم وینا کونکی پوتین و) یو ډول مخینه (سابقه) لرو. فکر کوم پخواني څارگر او د سړې جړې جڼیالي عادت لري، په روښانو خو سختو او ترخو کلماتو خبرې وکړي.  زه هم تاسو وایم، چې د نړۍ له پاره " هماغه یوه سړه جړه بس ده". او بیا خپلې وینا ته دوام ورکوی: "اوسنې نړۍ د سړې جړې له پړاو څخه پیچلې او توپیر [هم] لري. اوس د هغې په وړاندې نورې ستونزې او اړتیاوې پرتې دي، چې هغه باید د نړۍ له نورو هیوادونو او همدارڼه له روسیې سره په گډه حل شي". له همدې امله اعلام کوم، چې ما د روسیې د ولسمشر، پوتین او د دفاع د وزیر، سرگنی ایوانف بلنه مسکو ته د سفر په خاطر و منله، چې  له هغوي سره خبرې اترې تر سره کړم. ځکه " روسیه زموږ شریکه ده. خو موږ له هغو تصمیمونونه، چې کیدای شي ثبات ته گواښ رامنځته کړي، حیران یو. د بیلې په توگه د وسلو د صادرولو په برخه کې تصمیم او د انرژی له زیرمو څخه د یوې سیاسي وسیلې په توگه گټه اخیستل. د روسیې فدراسیون باید خپلو پولو ته څیرمه د ولسواکۍ له پراختیا څخه و نه ویریږي". دا په حقیقت کې د پوتین هغو سختو نیوکو ته د نورو ترڅڼ، د پولند او چک په هیوادونو کې د توغندیو د دفاعی سیستم د ځای په ځای کولو او د روسیې تر پولو د ناتو د پوځي تړون پراختیا ته، ځواب و.
سربیره پر دې رابرت گیتس د متحدو ایالتونو د پخوانی وزیر، دونالد رامسفلد خبرو ته نغوته وکړه او وویل، چې " په تیرو کلونو کې ځینو هڅه وکړه، اروپایي او د ناتو غړي هیوادونه په دوو بیلا بیلو ډلو لکه زړه او نوې اروپا، آزاده نړۍ او د اوسپنیزو پردو تر شډ ولاړ هیوادونه، شمال او سویل او همدارڼه ختیځ او لویدیځ وویشي". خو زه تاسو ته په ښکاره توگه وایم، چې " دا ټولې د تیرې زمانې ځاڼړتیاوې دي".  اوس موږ له نوو گواښونو سره مخامخ یو. ټولو ته مالومه ده، چې " د شمالي امریکا او اروپا تر ټولو اغیزمنه وسله، په تیر او اوس وخت کې زموږ گډ باور پر  اقتصادي، سیاسي او مذهبي آزادۍ، د بشر حقوق، ولسواکۍ، ټاکل شوی دولت او د قانون واکمنې، ده" ... اوسمهال زموږ دغه گډ ارزښتونه تر گواښ لاندې دي او موږ باید له هغو څخه دفاع وکړو".  گیتس زیاته کړه: " له زور زیاتې څخه ډکه بنسټپالې هغه نڼونه (چلنج) ده، چې تر اوسه یې په دې بڼې سره شتوالی نه درلود. په اروپا کې په میشت کډوالو لږکیو کې بنسټپالې شبکې ریشې لري. دغه بنسټپالي د بیان او اندیشې آزادی، ولسواکی او د ښځو حقوق ردوي".
 گیتس د افغانستان وضعې ته په نغوتې سره، د ناتو د پوځي عملیاتو پر دوام ټیڼار وکړ او  زیاته یې کړه: " موږ په دغه هیواد کې د بری له پاره یو سیاسي عزم ته اړتیا لرو". نو ځکه یې د ناتو له غړو هیوادونو څخه وغوښتل، چې له دغه هیواد سره زیاته مالي او پوځي مرسته وکړي. نوموړی په دې اړه وویل: " موږ هغه وعدې، چې د پیسو د ورکړې او پوځي ملاتړ په برخه کې له افغانستان سره کړې دي، باید تر سره کړو. د هندوکش په سیمه کې ماته نڼ دئ". نوموړی زیاته کړه: " د ناتو د تړون غړي هیوادونه د نړۍ له ترټولو بډاي هیوادونه دي او له دوه میلیونو څخه زیات سرتیري لري، باید وکړي شي په پوره پیمانه پوځي ځواک او مالي مرسته د افغانستان په واک کې ورکړي". ځکه افغانستان "زموږ د وړتیا (قابلیت) له پاره د هغو نڼونو (چلنجونو) په وړاندې، چې زموږ ارزښتونو ته ستر گواښ بلل کیږي، یوه ازمون دئ".  د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر زیاته کړه: "یوازې د امریکا او اروپا تر منځه یووالی کولی شي، د ترهـرۍ گواښ له منځه یوسي. د امریکا او اروپا تر منځه یووالی د ولسواکۍ او د قانون د پلي کولو له پاره یو تضمین گڼل کیږي. ترهـرۍ یو نړیوال گواښ دئ، د هغې په وړاندې باید په نړیواله کچه مبارزه وشي". له همدې امله نړۍ " یوه ژوندی او ځواکمن ناتو ته اړتیا لري، ... چې وکړی شي امنیت  له خپلو پولو بهر هم صادر کړي" .
 د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر، رابرت گیتس په خپله وینا کې د عراق په اړه خبرداری ورکړ او اعلام وکړ، چې په عراق کې د متحدو ایالتونو د ماتې له پایلو څخه به  د ناتو هیڅ غړی هیواد خوندي پاتي نه شي. نوموړي وویل: " که متحده ایالتونه او ټلواله یې په عراق کې ماته وخوري او په دغه هیواد کې گډوډې رامنځته شي، ښایي د هغه پایلې د ناتو هر غړی هیواد احساس کړي".  گیتس په خپله وینا کې زیاتوي:" په عراق کې د متحدو ایالتونو ماته د هر هغه هیواد له پاره، چې استازی یې دلته ناست دئ، کیدی شي ناوړه اغیز له ځانه سره ولري".
گیتس د چین د ولسی جمهوریت په اړه وویل، چې د متحدو ایالتونو دولت له دغه هیواد سره د رغونکو اړیکو غوښتونکی دئ، خو موږ "د چین د کړنلارې په اړه شک او تردید لرو".
نوموړي د ایران د اسلامی جمهوریت په برخه کې وویل، چې "دغه هیواد نه یوازې په سیمه کې د برترې غوښتنې په لټه کې، بلکې د اتمي وسلې د ترلاسه کولو له پاره هم په هاند و هڅو بوخت دئ".
   
د المان د بهرنیو چارو د وزیر، فرانک والتر شتاین مایر د وینا ځینې برخې:
د المان د بهرنیو چارو د وزیر، شتاین مایر د وینا بنسټیز ټکی دا و، چې متحده ایالتونه او اروپا څڼه کولي شي، د نړیوال کیدو د نڼونې په وړاندې چلند وکړي. نوموړی یادونه وکړه، چې "په دې برخه کې تر ټولو دمخه د اقلیم بدلون او د اومه توکو گمښت د نړیوال امنیت

اخځای:   Http://www.securityconference.de/konferenz/2007/abschlussartikel_2007.php?

له پاره په اوږدمودیزه توگه بنسټیز رول لوبوي". نو ښه به دا وي، چې د "نړیوال کیدو پایلې د همکارۍ پر بنسټ حل شي، نه دمخامخ کیدو او شخړو له لارې". په دې برخه کې لویدیځ باید مخکښ رول ولوبوي او د "نورو کلتورونو په ژورې او هر اړخیزې څیړنې او له هغوي سره په مساوی دریځ سره  خبرو اترو ته د چمتوالی له لارې په نړۍ کې د سیاسي باور د رامنځته کولو له پاره هاند و هڅه وکړی". نوموړی وویل: "موږ باید زده کړو، چې د کلتورونو له جلا کیدو پرته، د نړیوال کیدو پایلو ته سازمان ورکړو". سربیره پر دې هغه زیاته کړه: " موږ نه شو کولي د گواښونو په وړاندې یوازې له پوځي لارې مخامختیا او مقابله وکړو. موږ باید هوشیارانه سیاست غوره کړو، چې پوځي کړه وړه و نه شي کړي، زموږ پر سیاسي عکس العملونو بری ترلاسه کړي".
د المان د بهرنیو چارو وزیر د ناتو د پوځي تړون په اړه وویل، چې له سړې جړې څخه په وروسته پړاو کې د شمالی اتلانتیک د پوځي تړون (ناتو) دندو بدلون موندلي او موږ له څو کلونو راپدېخوا د ناتو د هغو په اړه، د دغه تړون امنیتي ستراتیژې ته په پاملرنې سره خبرې اترې تر سره کوو او دا ستراتیژې کیدای شي، په راتلونکی او یا هم په ۲۰۰۹ کال کې تصویب شي.
د افغانستان د کړکیچ په اړه شتاین مایر وویل: " په دغه هیواد کې د امنیت له رامنځته کولو پرته پراختیا او پراختیا بې له امنیت څخه شونې نه بریښي. نو ځکه د پوځي شتوالی تر څڼ د افغانستان بیا رغونه اړین کام بلل کیږي".
 د المان د بهرنیو چارو وزیر د ایران د اتمی کړکیچ په اړه گواښ وکړ او زیاته یې کړه، چې" لویدیځ له یوې دوه لارې سره مخامخ دئ. په راتلونکو کلونو کې به یا موږ په دې بریالي شو، ایران او نور هیوادونه په دې قانع کړو، چې له خپلو اتمي کړنلارو څخه لاس واخلي او یا دا چې موږ به د اتمي وسلو د سیالې یو نوی پړاو، چې پایلې د نړۍ د امنیت له پاره نه اټگل کیدونکي دي، تجربه کړو".

د ایران د استازی علی لاریجانی د وینا لنډیز:
د ایران د اسلامی جمهوریت استازی، دوکتور علی لاریجانی د خپلې وینا په پیل کې د نړیوال نظم او امنیت په اړه خبرې وکړې او وویل:" اگر پارادايم هاي مشترك بين قدرتهاي بزرگ و قدرتهاي منطقه‌اي ايجاد گردد، به همان ميزان مي‌توان به پايداري نظم و صلح در جهان اميدوار بود". نوموړی روښانه کړه، هیله مند یم، چې: "اين گردهمايي آغازي براي راهيابي به مسيري معقول باشد و بتواند مختصات نويني، جهت امنيت پايدار فراروي جهان قرار دهد". ځکه د لاریجانی په اند" هدف اوليه هر استراتژي يا اتحاد يا نهاد امنيتي يك جانبه، دو جانبه يا چند جانبه استقرار نظم است" او د دغه نظم دنده " تامين منافع مادي و معنوي است كه شامل عدالت، ازادي، رفاه و احترام به هويت فردي و اجتماعي مي‌شود" .  ...  

اخځای:   Http://www.securityconference.de/konferenz/2007/abschlussartikel_2007.php?

به عبارت دېر نظم امنيتي منطقه‌اي و بين‌المللي فقط مي‌تواند بر اساس تفاهم و سازش ماندگاري خود را تضمين كند". د ایران  د پلوی مشر د کنفرانس گډون کونکو ته په دې اړه وویل: چې، "سياست اعضاي امنيت بين‌الملل نمي‌تواند نظم و صلح پايدار ايجاد كند، امنيت مقوله‌اي يك طرفه نيست، درك صحيح متقابل و توجه به مولفه ‌هاي اصلي آن ضروري است. نبايستي به امنيت به عنوان يك تجارت ڼاه كرد". نوموړی زیاته کړه: "جمهوري اسلامي ايران از ابتدا مخالف اشغال عراق بود؛ هر چند بيشترين صدمه را از صدام ديده بود؛ اما اين گونه رفتار را مخل امنيت بين‌المللي مي‌دانست و بعد از اشغال هم تنها كشور منطقه بود كه از دمكراسي در عراق و ايجاد دولت ملي و مجلس ملي و قانون اساسي حمايت نمود تا هر چه سريعتر امنيت در عراق ايجاد گردد".
د لاریحانی په اند، د ایران د اسلامی جمهوریت د امنیت د ستراتیژې موخه دفاعی بڼه لري. نوموړی په دې اړه وویل: "دكترين امنيت ملي جمهوري اسلامي دفاعي است؛ چون ايران راه حل مشكلات را در روش نظامي نمي‌داند و با همه كشورهاي منطقه دوست است، به خاك آنها و نه به ثروت آنها چشم طمع ندارد، دېران در منطقه به ما حمله كردند و ما از خود دفاع كرديم. دبير شوراي عالي امنيت ملي كشورمان اظهار داشت: آينده هم نشان خواهد داد كه از طرف ايران هيچ بدي به آنها نخواهد رسيد. وقتي خاك ايران توسط صدام اشغال شد، ما را بمباران شيميايي كردند، دوستان منطقه و جهاني يا سكوت كردند و يا از صدام حمايت نمودند. گذشت زمان نشان داد كه اشتباه كردند و صدام براي آنها دردسر شد". د ایران د ملی امنیت د شورا منشی روښانه کړه: " بدتر از اين ماجرا در قضيه افغانستان رخ داد كه آمريكا پس از نقش مثبت جمهوري اسلامي ايران در آن، ايران را محور شرارت ناميد".
لاريجانی د ایران د اتمي کړنلارې په اړه وویل، موږ څو ځله په روښانه توگه اعلام کړی، چې " در دكترين امنيت ملي ايران سلاح اتمي و شيميايي وجود ندارد و آن را مخالف قوانين اسلامي مي‌دانيم. رهبر معظم انقلاب اسلامي حضرت آيت‌الله خامنه‌اي در اين زمينه فتوي صادر كردند كه سلاح‌هاي كشتار جمعي حرام است. علاوه بر اين ما مي‌دانيم حركت ايران در اين جهت، مسابقه تسليحات اتمي در منطقه را باعث مېردد كه مخل آرامش رواني مردم منطقه و جهان است و به همين دليل از خاورميانه خالي از سلاح كشتار جمعي حمايت مي‌كنيم صورت مسئله واقعاً همين است؛ اما مي‌توان با ښردهاي سياسي آن را پيچيده كرد كه طبعاً مي‌تواند براي منطقه اثرات نامطلوبي داشته باشد".
د پورتنیو ویناوو په شننې سره سړی دا پایله ترلاسه کوي، چې په د نړیوال امنیت په ۴۳ کنفرانس کې تر هر څه دمخه په ټولیزه توگه، د شمالی اتلانتیک د پوځي تړون (ناتو) په راتلونکې، د افغانستان او عراق په حالاتو، د ایران د اسلامی جمهوریت پر اتمی لانجې، د فلسطین او اسراییلو تر منځه په کړکیچ او همدارڼه د زمکې پر تودوخې او د اقلیم پر بدلون په اړه ویناوې واورول شوې. د کنفرانس وینا کونکو، په تیره بیا نړیوالو او سیمه ییزو ځواکونو د پورتنیو موضوعگانو په اړه د خپلو هیوادونو دریځونه روښانه کړل.
که څه هم په دا ډول کنفرانسونو کې نه د کومې موضوع په اړه تصمیم نیول کیږي او نه هم په هغه کې د کومې ستونزې له پاره د حل لار لټول کیږي، خو لکه څڼه چې ولیدل شو، په هغه کې د امنیتي سیاست بنسټیزې موضوعگانې تر څیړنې لاندې ونیول شوې، چې هغه په راتلونکې کې د نړۍ د امنیتي سیاست د تصمیم په برخه ټاکونکی رول لوبوي. خو د مونشن په سږني کنفرانس کې په ځاڼړی توگه د نړیوالو موضوعگانو پر سر د ویناکونکود نظرونو تر منځه په ښکاره توگه توپیرونه ولیدل شول. د بیلې په توگه د المان لومړې وزیرې، اڼیلا میرکل په خپلې وینا کې په ډیره نرمه ژبه یادونه وکړه: چې" په نړۍ کې هیڅ یو هیواد دومره ځواک، پیسي او اغیز نه لري، چې په یوازې توگه له نړیوالو ستونزو سره مبارزه وکړي". دا په خپله د متحدو ایالتونو پر بهرنی سیاست غیر مستقیمه نیوکه وه.
خو تر ټولو دمخه د متحدو ایالتونو او د روسیې د فدراسیون تر منځه د نړۍ پر مهمو مسډلو لکه:
د روسیې د پولو په لور د ناتو پراختیا او په ختیځې اروپا کې د دفاعي توغندیو د سیستم ځای په ځای کول؛
د اتمي وسلو د وسله تونونو له منځه وړل؛
په فضډ کې د وسلو نه پراختیا؛
یو وزری نړیوال نظام او د متحدو ایالتونو له خوا له زورزیاتی څخه کار اخیستل؛
د ترهـرۍ پر ضد د مبارزې پر سره ستونزه؛
پر نورو هیوادونو د متحدو ایالتونو د کورنیو قوانینو، په تیره د اقتصادي بندیزونو له لارې منل او
د ایران اتمي پروگرام او د توغندیو د تکنالوژې مسله، د نظر توپیرونه په ډاکه شول.
د مونشن په کنفرانس کې د روسیې د ولسمشر، پوتین له وینا وروسته او په نړیوال ډگر کې د پورتنیو ستونزمنو مسډلو په شتوالي سره، ځیني سیاسي کتونکي د روسیې او متحدو ایالتونو تر منځه د یوې نوې سړې جړې له پیل او ځیني نور څاڼیز پوهان بیا د نړیوال نظام له څو قطبي کیدو څخه خبرې کوي. ایا په ریښتیا هم د نړیوال نظام  د څو قطبي کیدو نښې نښانې تر سترگو کیږي؟ او که داسي وي، نو کوم هیواد یا د کومو هیوادونو ټلواله او یا کومې سیمې به له اقتصادي، سیاسي او پوځي پلوه دا شونتیا ولري، چې د امریکا د متحدو ایالتونو په وړاندې د یوه الترناتیف ځواک یا په بله وینا د یوه سیال په توگه رامنځته شي. ایا دا به د اورپاــ اسیا په سیمه کې د روسیې، چین، هند، ایران او پاکستان هیوادونه او یا په بله وینا د شاڼهای سازمان وي او که د روسیې او اروپایي ټولنې تر منځه ټلواله وي، چې په دې اړه به یوه څیړنیزه لیکنه"چند قطبی شدن نظم جهانی" تر سرلیک لاندې په دوو برخو کې گرانو لوستونکو ته په دری ژبه وړاندې شي. که په نړیوال نظام کې په رښتیا هم دغه او یا هم بل قطب رامنځته شي، د هغه اغیز به پر افغانستان، چې اوسمهال د شمالی اتلانتیک د پوځي تړون (ناتو) پروتکتورات Protectorat دئ، څه ډول وي؟
خو دومره روښانه ده، چې په نړیواله کچه د متحدو ایالتونو، اغیز او واکمنې، د مجهز او مدرن پوځ له درلودو سره سره، د کمزورتیا په حال کې ده. فرانسوی تاریخ پوه، امانویل تود Emmanuel Todd وایي: "د متحدو ایالتونو پوځي ماشین د امریکا د هیواد له پاره ډیر ستر او د یوې نړیوالې امپراتورې د کنترول او تر ټولو دمخه د اروپاــ اسیا په سیمه کې، چې د متحدو ایالتونو له هیواد څخه لرې پرته سیمه ده، د دغه هیواد د هژمونې د ساتنې له پاره، وړوکی دئ. " ( Todd, Emmauel, 2004, S.107 ). د متحدو ایالتونو د پوځي او سیاسي کمزورتیا تر څڼ اوسمهال د دغه هیواد ملی اقتصاد هم د نورو صنعتي هیوادونو په پرتله کمزوری بریښي، چې ښه بیله یې د نورو سکتورونو تر څڼ د سوداگرۍ د بیلانس کسر دئ. گابور شتایڼارت په دې اړه لیکی: " په ۲۰۰۵ کال کې له چین سره د متحدو ایالتونو د سوداگرۍ د بیلانس کسر ۲۰۰ میلیاردو ډالرو ته رسیده، دغه ونډه له جاپان سره څه نا څه ۸۰ میلیاردو ډالره وه. له اروپا سره دغه کسر څه د پاسه ۱۲۰ میلیاردو ډالرو ته رسیده" ( Steingart, Gabor, 2006, S.56). خو روسیې په دې وروستیو څو کلونو کې د خپلو طبیعي زیرمو د توکو، په تیره بیا د نفتو او گازو د صادراتو د عایداتو له لارې خپل ملی اقتصاد بیرته ورغاوه او خپل بهرني پورونه یې ورکړل. سربیره پر دې روسیه له پوځي  پلوه په تیره بیا د خپلو اتمي وسلو په لرلو سره، یوازینی هیواد دئ، چې کولی شي، پر نړې د متحدو ایالتونو له انحصاري واکمنې څخه مخنیوي وکړي. د روسیې دغه پوځي او اقتصادي ځواک په دې مانا نه دئ، چې سړی په نړیوال نظم کې روسیه ته د متحدو ایالتونو د سیال په سترگه وگوري. که روسیه غواړي د نړیوال نظم د یو قطب په توگه رامنځته شي، اړینه ده، چې ترټولو دمخه له ستراتیژیک (په تیره د انرژې په برخه کې) اقتصادي او سیاسي پلوه له هم گټو هیوادونو سره یوه ټلواله رامنځته کړي.  

اخځای:
http://www.securityconference.de/konferenz.
http://www.Spiegel.de/09-11.02.07
http://www.baztab.com/print.php?id=60311
یادونه:
د ایران د اسلامی جمهوریت د استازی، علی لاریجانی د وینا د څو ځلیزې ژباړې د مخنیوي  په خاطر  د نوموړي وینا د بازتاب له خبری سایت څخه اخیستل شوې او لنډیز یې په فارسی ژبه وړاندې شوی دئ.

Gabor Steingart: Welt krieg um Wohlstand, in: Der Spiegel, Nr.: 37/11. 9. 2006, S. 44-75
پورتنی عنوان د شریف بهاند له خوا په پښتو ژباړل شوی دئ  وگوري په :
http://www.afghan-german.de/upload/Tahlilha_PDF_ bahand_sharif_zokalai_02
http://www.benawa.com/kandahar.php?id=11401
Emmanuel Todd: Weltmacht USA Ein Nachruf, 2004, München