د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نړیوال امنیت او نړیوال مسؤلیت (( لومړۍ برخه ))

شریف بهاند 02.03.2007 03:00

د تیرې پیړۍ له شپږمې لسیزې، یا په بله وینا له کال ۱۹۶۲ راپدېخوا هر کال په دودیزه توگه د المان په سویلی ښار، مونشن کې د نړیوال امنیت په اړه نړیوال کنفرانس جوړیږي. سږ کال هم د نړیوال امنیت ۴۳ کنفرانس له څلویشتو هیوادونو څخه د بیلا بیلو څانگو له ۲۵۰ څخه د زیاتو استازو په گډون د فبروری له ۹ ــ ۱۱ پورې "سوله د خبرو اترو له لارې" تر سرلیک لاندې تر سره شو. وینا کونکو په تیره د هیوادونو مشرانو، د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو، د پوځي او امنیتي څانگو پوهانو ... او داسي نورو د نړۍ په اقتصادي سیاسي او د چاپیریال ساتنې په ستونزو او همدارنگه په نړۍ کې د جگړې په لامَلونو خبري وکړي او په دې اړه یې د خپلو هیوادونو دریځ څرگند کړ. په دی لیکنه کې هڅه شوې، د هغو وینا کونکو د ویناوو ځیني مهمې برخې گرانو لوستونکو ته وړاندې شي، چې هغوي د خپلو هیوادونو د ستراتیژیکو گټو پر بنسټ نه یوازی په سیمه ییز او نړیوال سیاست، بلکې په سیمه ییزو کړکیچونو او جگړو کې هم ټاکونکی اغیز لوبوي.
د نړیوال امنیت د ۴۳ کنفرانس په پیل کې د هغه سمبالونکی، پوهاند دوکتور هورست تلچیک Prof. Dr. Horst Teltschik په خپلې لنډې پرانیستونکې وینا کې وویل: " نړیوال امنیت ښه نه، بلکې لا نور هم خراب شوی دئ. نه یوازې دا چې د عراق او افغانستان کړکیچ لا نور هم ژور شوی، بلکې پر نوموړی هغه نوې شخړې د ساری په توگه د کانکو موضوع او د لبنان اوسنی کړکیچ ور زیات شوي دي، چې د هغوي حل گډو نړیوالو هاند و هڅو ته اړتیا لري". نوموړی د خپلې وینا په یوې بلې برخې کې وویل: " نړۍ لا نوره هم ناآرامه شوې. په اوسنې نړۍ کې د پیشو بدلون نه یوازې گړندی شوی دئ، بلکې پیشې لا نورې هم زیاتې شوې دي. نو ځکه موږ د دغه کنفرانس سرلیک "نړیوالې ستونزې او نړیوال مسؤلیت" ټاکلی دئ.

د کنفرانس سمبالونکی پوهاند دوکتور هورست تلجیک
 Http://www.securityconference.de/konferenz/2007/abschlussartikel_2007.php

د اسراییلو د بهرنیو چارو د وزیرې زيپی ليونی د وینا مهم ټکي:

د فبروری په نهمه نیټه د اسراییلو د لومړی وزیر مرستیالې او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیرې، زيپی ليونیTsipi Livni خپله وینا " د منځنی ختیځ سیاسی او امنیتی حالت" تر سرلیک لاندې د کنفرانس گډون کونکو او میلمنو ته وړاندې کړه. نوموړې د خپلې وینا په یوې برخې کې وویل، "اوسنۍ آزاده نړۍ له نوو او پراخو گواښونو سره مخامخ ده، چې دغه زورزیاتی پر دینی بنسټ ولاړ او موخه یې له خپل حق دفاع نه، بلکې له هغه څخه د نورو د حق په وړاندې کار اخیستل دي. په داسی یوه حالت کې لکه د پخوا په څیر دیپلوماتیکې هلې ځلې اړینې نه بریښي، باید د پوځي عملیاتو د تر سره کولو له پاره هم لاره پرانیستې وي". ليونی زیاته کړه، "د نړۍ په کچه باید د دوو ډلو تر منځه روښانه توپیر وشي، یوه خوا منځلاري او بل لوري بنسټپاله دي. د منځني ختیځ نوی حالت هم همداشانی دئ". د فلسطین او اسراییلو د کړکیچ په اړه نوموړې وویل: اسراییل " د دوو دولتونو د حل غوښتونکی دئ او د یوه فلسطینی دولت جوړیدل د سولې له پاره یوازینی حل بلل کیږي".

د اسراییلو د لومړی وزیر مرستیاله او د بهرنیو چارو وزیره زيپی ليونی
Http://www.securityconference.de/konferenz/2007/abschlussartikel_2007.php
لیونی په خپله وینا کې د لبنان په اړه وویل: " اړینه بریښي، چې د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا ۱۵۵۹ او ۱۷۰۱ پریکړې، څومره ژر چې شونی وي، د عمل په ډگر کې پلې کړي شي". همدارنگه هغې د ایران په اړه خپل نظر داسی څرگند کړ: " د ایران او د هغه د مرستندویانو موخه د اسراییلو له منځه وړل دي". په دې توگه " د یوه نوی هولوکاست [د یهودانو ټولوژنه] گواښ رامنځته شوی" دغه گواښ ته په ځواب کې باید نړیوال له ځنډ څخه کار وانه خلي. په سیمه کې آزاده نړۍ په ډیر ځیر سره څارل کیږي. د ایران د مخ په زیاتیدونکو موخو د مخنیوي له پاره کولي شو، یوازې په گډه سره مقاومت وکړو". نوموړې د خپلې وینا په پای کې په ټولو منځلارو ږغ وکړ او له هغوي څخه وغوښتل، چې: " د خپلو ارزښتونو او موخو په اړوند فکر وکړي او په بنسټیزه توگه له ترهگرو سره هیڅ ډول تړونونه لاسلیک نه کړي". ... " بنسټپالي باید په دې پوه شي، چې دوي هرو مرو د آزادې نړۍ شرطونه ته غاړه کیږدي".

د المان لومړې وزیرې انگیلا میرکل د وینا مهمې برخې:

د المان لومړې وزیرې دوکتور انگیلا میرکل ، چې اوس د اروپایي ټولنې د شورا پړاویزه مشری هم ور په غاړه ده، د فبروری په لسمه نیټه د کنفرانس غړو ته په خپله وینا کې څرگنده کړه، چې اوسنې نړۍ په بیلا بیلو برخو کې له سترو ستونزو سره مخامخ ده. خو له نیکه مرغه د هغوي د حل له پاره چانسونه هم شته دي. میرکل نړیوالو ستونزو په تیره بیا د زمکې د لا تودوخې ستونزه، د فلسطنیانو او اسراییلو تر منځ کړکیچ او همدارنگه د لبنان له موضوع څخه یادونه وکړه او په دې توگه یې پر متحدو ایالتونو هم نیوکه وکړه او وویل، چې " په نړۍ کې هیڅ یو هیواد دومره ځواک، پیسي او اغیز نه لري، چې په یوازې توگه له دا ډول ستونزو سره مبارزه وکړي" د منځنی ختیځ خلک له زیاتو ستونزو سره لاس او گریوان دي، خو دوي ته دا حق ور په برخه دئ، چې باید سیاست نه د دوي په هیلو او نه هم هاندو هڅو سترگي پټي کړي. په مکې معظمې کې خبرې اترې سړی ته دا جرأت ورکوي، ځکه دغه نوښت له سیمې څخه راپورته شوی دئ. نوموړې په خپلې وینا کې زیاته کړه، چې، "المان د اسراییلو له دولت څخه ملاتړ کوي، ځکه د اسراییلو شتوالی د المان له پاره ځانگړی ارزښت لري. په همدې اړه یې سوریې ته په خطاب کې وویل، چې له درکړ شوی چانس څخه تاسو لا تر اوسه گټه نه ده ترلاسه کړې او اوس هم ستاسو پر مخ دیپلوماتیک ور خلاص دئ او په دې کې باید هیڅ شک و نه لري، چې "نړیواله ټولنه له اسراییلو او لبنان څخه په گډه سره ملاتړ کوي".

انگیلا میرکل د آلمان لومړۍ وزیره او د اورپایي ټولنې د شورا اوسنې مشره
Foto: Kai Mörk
Http://www.securityconference.de/konferenz/2007/abschlussartikel_2007.php
مر کل په خپله وینا کې له ایران څخه د هغه د اتمی پروگرام په اړه وغوښتل، چې دغه هیواد باید " پرته له دغه، هغه او چل ول (نیرنگ) څخه د نړیوالې ټولنې غوښتونو ته غاړه کیږدي" . که نه نو " د ایران اسلامی جمهوریت به د لا زیات گوښه کیدو تر گواښ لاندې راشي". ځکه " موږ په گډه سره هوډ کړي، چې په پوځي برخه کې د ایران د اتمی پروگرام له کار اخیستنې څخه مخنیوي وکړو". نوموړې په خپلې دغې لنډې شننې سره په سترو نړیوالو سیاسي لوبغاړو، د ساری په توگه ناتو، اروپایي ټولنې، روسیې او چین ږغ وکړ، چې د دغو گواښونو په وړاندې خپل مکلفیتونه درک کړي. د ناتو سازمان د امنیت او دفاع د سیاست په برخه کې یوه ډیره عالی بیلگه گڼل کیږي او دغې ټلوالې ته اوسمهال تر ټول زیات په افغانستان کې اړتیا ده. د المان لومړې وزیرې، انگیلا میرکل وویل، چې د ناتو سازمان په افغانستان کې" له یوه آزمون سره" مخامخ دئ. طالبان غواړي، زموږ اراده په دغه هیواد کې وازمایي. خو زموږ بری یوازې په دې کې نغښتي دئ، چې ناتو په افغانستان کې په ځانگړی توگه پوځي عملیات او د هیواد بیا رغونه په گډه سره پرمخ یوسي.

د روسیې د فدراسیون د مشر ولادیمیر پوتین د وینا لنډیز:

د امنیتي کنفرانس گډون کونکو د روسیې د ولسمشر، ولادیمیر پوتین وینا ته په ډیر تلوار سره په انتظار کې وو. خو نوموړي خپله ډیره ترخه او په سختو کلماتو وینا پر متحدو ایالتونو په نیوکو سره پیل کړه. پوتین د متحدو ایالتونو دولت په دې تورن کړ، چې " دغه هیواد د یو وزری نظام په لټه کې دئ او غواړی په یوازې توگه تصمیم نیونکی ووسی" چې دا ډول عمل د بنسټیزو نړیوالو حقوقو تر پښو لاندې کول او تسلیحاتي سیالۍ ته لمن وهل دي". نوموړی زیاته کړه: "متحدو ایالتونو په ټولو برخو کې له خپلې بړستنې څخه پښې اوږدې کړي دي"، چې دا له ولسواکۍ سره هیڅ تړاو نه لري". ځکه ولسواکې " د لږکیو د دریځ په پام کې نیولو سره، د ډیرکیو ځواک دئ". ... "هر لویدیځوال دې ته چمتو دئ، چې د ولسواکې په برخه کې روسیې ته یو څه ور زده کړي. خو دوي په خپله د هغې زده کولو ته چمتو نه دي".
پوتین متحده ایالتونه او ناتو، نړیوالو حقوقو ته د نه پاملرنې په تور تورن کړل. "موږ د وخت د شاهدانو په توگه وینو، چې په نړیوالو چارو کې له پوځي وسایلو څخه له حده زیات او له کنتروله وتلې گټه اخیستل کیږي، چې پایله یې د پر له پسی کړکیچونو رامنځته کیدل دي".

د روسیې د فدراسیون ولسمشر ولادیمیر پوتین
Foto: Kai Mörk
 Http://www.securityconference.de/konferenz/2007/abschlussartikel_2007.php
... نو ځکه "له سړې جگړې څخه په وروسته پړاو کې زیات خلک وژل شوي او وسله وال جگړې هم زیاتې شوې دي. د هغه لامَل په یو اړخیز حل کې نغښتی دئ او د هغه په پایله کې یوه نوې انساني غمیزه رامنځته شوې ده". نوموړی په خپله وینا کې زیاته کړه: " د متحدو ایالتونو دغه سیاست له گواښه ډک دئ. هیڅ څوک د امنیت احساس نه کوی، ځکه هیڅ څوک نه شی کولی ځان تر نړیوالو قوانینو لاندې خوندي وگڼي". د روسیې د ولسمشر په اند، د "کړکیچنو په وړاندې له پوځي ځواک څخه گټه اخیستل باید وروستې وسیله وي او له هغه څخه کاراخیستنه یوازې د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د پریکړې له مخې مشروع ده. د ناتو او اروپایي ټولنې پریکړې نه شي کولي د ملگرو ملتونو د هغو ځای ونیسي".
د بې وسلو کولو په اړه پوتین وویل، چې د ده هیواد اوس هم لکه د پخوا په څیر په دې برخه کې خبرو اترو ته چمتو او د ترلاسه شویو نړیوالو تړونونو پر بنسټ به تر کال ۲۰۱۲ پورې په زرگونې اتمي ستراتیژیکې وسلې له منځه یوسي. د روسیې ولسمشر په دې اړه نړیوالو ته وړاندیز وکړ، چې د یوه تړون له مخې دې په فضأ کې د وسلو ځای په ځای کول منع وي. نوموړي په دې اړه گواښ وکړ: " د فضأ پوځي کول به نړیوالې ټولنې ته، نه اټکل کونکې پایلې له ځانه سره ولري".
همدارنگه پوتین په ختیځه اروپا [د چک په جمهوریت او پولند] کې د توغندیو د دفاعی سیستم ځای په ځای کول هم وغندل او څرگنده یې کړه، چې هغه د وسلو د پراختیا او د هغو د سیالې لامَل گرځي. کوم دلایل [له ایران او شمالی کوریا څخه ویره]، چې واشنگټن د هغوي د ځای په ځای کولو له پاره وړاندې کوي، غیر معقول او د منلو وړ نه دي. پوتین په دې اړه وویل: " موږ باید په دې اړه له ځانه عکس العمل وښیو". د توغندیو دغه دفاعي سیستم به د روسیې په وړاندې بې اغیزه وي. ځکه " موږ داسي وسلې په واک کې لرو، چې دغه سیستم له منځه یووړي شي".
له دې موضوع وروسته پوتین د ختیځې اروپا په لوری د ناتو پر پراختیا هم نیوکي وکړي او زیاته یې کړه، چې د شمالی اتلانتیک پوځي تړون (ناتو) پوځي زیربنا ان زموږ تر پولو پورې رارسیدلې ده. که څه هم د روسیې له دولت سره د هغه د تضمین له پاره ژمنه شوې وه، چې د ناتو د سازمان پوځي ټولکي به په ختیځ المان کې نه ځای په ځای کیږي. په همدې اړه نوموړي په مستقیمه توگه د کنفرانس له گډون کونکو څخه وپوښتل، "اوس دغه تضمین چیری دئ؟" که نه نو دا یو لمسونکی عمل دئ او دوه اړخیزه باور له منځه وړي. هغه زیاته کړه: تاسو "غواړي، موږ د نوو کرښو او دیوالونو جوړولو ته اړ کړي، چې دا یو ځل بیا د قارو د جلا کولو په مانا ده".
د ولادیمیر پوتین دغې روښانې او په ترخو او سختو کلماتو وینا، د لویدیځو هیوادونو لوړ پوړي سیاستوال د ساری په توگه د المان لومړې وزیره، انگیلا میرکل، د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر، رابرت گیتس، د متحدو ایالتونو د جمهوری غوښتونکو د گوند سناتور، جان مک کین، د ناتو عمومي منشی، یاپ د هوپ سخفر او داسي نور هک او حیران کړل. جان مک کین، چې پر پوتین ډیر په قهر و، د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې، پر متحدو ایالتونو د نوموړي تورونه رد کړ او وویل، چې : " پر نړۍ یو نظام واکمن نه او نه هم نړۍ د متحدو ایالتونو تر واکمنې لاندې ده" او زیاته یې کړه: " متحدو ایالتونو سړه جگړه په یوازې توگه نه ده گټلې، هغه د شمالی اتلانتیک ټلوالې گټلې ده".
جان مک کین، چې هم په خپلو روښانو خبرو سره نامتو دئ، وویل، "زه په روسیه کې د ولسواکۍ په راتلونکې اندیښمن یم". نو ځکه نوموړي سناتور" له یوې زورواکې روسیې څخه خبرې وکړی، چې کیدای شي، د لویدیځې ولسواکۍ په وړاندې یو گواښ رامنځته کړي".
د شمالی اتلانتیک د پوځي ټلوالې (ناتو) عمومی منشی یاپ د هوپ سخفر د پوتین د وینا په وړاندې په قهر سره عکس العمل وښود او څرگنده یې کړه:

کین اړخ ته د ناتو عمومی منشی یاپ د هوپ سخفر او ښی
اړخ ته د جمهوری غوښتونکو د گوند سناتور، جان مک کین
"څه چې پوتین وویل، هغه د ناتو او روسیې تر منځه د همکارۍ له ژمنو سره اړخ نه لگوي". زه هغو ته د ژمنو تر پښو لاندې کول وایم" د ختیځ په لوری د ناتو د پراختیا په اړه سخفر وویل، "زه په دې برخه کې خپله ناهیلې نه شم پټولی. څنگه کیدای شي، څوک اندیښمن وي، کله چې پولو ته یې د قانون پر بنسټ ولاړ دولت او ولسواکۍ ور نږدي کیږي".
نور بیا