د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ډيورنډ استعماري کرښه او د هغې سياسي پايلې

دوکتور محمد علی هوما 23.02.2007 03:00

کله چې انګرېزانو په اتلسمه پېړۍ کې د هندوستان د نيمې وچې په دننه کې د ځای په ځای کيدو ډاډ پيدا کړ،نو پر هغه هېواد باندې د بشپړې واکمنۍ د ټينګولو لپاره يې له مختلفو سياسي تاکتيکونو څخه کار واخيست . د « نفاق واچوه او حکومت وکړه » امپريالستي تاکتيک د انګرېزانود مخته تګ پاليسۍ اساسي بنسټ جوړ کړ . انګرېزانو د همدغې ناوړه پاليسۍ څخه په کار اخيستود هندوستان بېلابېل سيمه ايز واکمنان ديواوبل پرضد د خپلمنځي جګړو لپاره تر هغه وخته پورې د مرستو په ورکولواو ژور ملاتړ سره هڅول،ترڅو چې په ټول هندوستان باندې يې بشپړه واکمني ټينګه کړه .کله چې انګرېزانو ته څرګنده شوه چې تزاري روسيه تودو اوبو ته د ځان رسولو لپاره د منځنۍ آسيا په سيمه کې د خپلې ولکې په ټينګولو بوخته ده، نو هڅه يې وکړه چې هماغلته په منځنۍ آسيا کې د روسانو د پرمختګ مخه ونيسي . خو منځنۍ آسيا ته د تګ په لاره کې افغانستان پروت و . نو ځکه يې څو واره په خپلو ناکامو هڅو سره ددې هېواد د نيولو تکل وکړ . مګر ويې نه شوای کړای چې افغانستان په بشپړه توګه تر خپلې ولکې لاندې راولي . ددې لپاره چې له يوې خوا د هندوستان په لور دروسانو د پرمختګ مخه ونيسي او له بلې خوا په پوره ډاډ سره د افغانستان په لور ورو ورو پرمخ ولاړ شي نو پېچلي ديپلوماتيک تاکتيکونه يې په کار واچول .
انګرېزانو غوښتل چې د هندوستان پر ځینو سيمو باندې د افغانانو واکمنۍ ترپاي ته رسولو سربېره په اوږده موده کې د افغانستان ټاکلي برخې هم له هغه هېواد څخه غوڅې او تر خپلې ولکې لاندې يې راولي . مګر ددوی لپاره سخته وه چې يواځې په خپل ځانګړي مادي او انساني ځواک سره له يوې خوا د افغانستان پراخې سيمې ونيسي او له بلې خوا څخه د هندوستان په لور د روسانو او پارسيانود پرمختګ مخه ډب کړي . نو ځکه يې په غير مستقيمه توګه د پنجاب له سکانو ،د پارس دولت او د روسانو له مرستو څخه ګټه پورته کړه . انګرېزانو او روسانو د سترې لوبې د پرمخ بېولو په لړ کې د ټاکلو تړونونو له مخې په خپلو منځونو کې ومنله چې افغانستان دې د دوی ترمنځ د بفر سټېټ ( حايل دولت ) په څېر پاتې شي . هرکله چې روسانو د مروې او پنجدې په ګډون د افغانستان ځينې سيمې لاندې کړې نو انګرېزانو د خپلې خوا څخه د دوی په وړاندې نه يواځې مناسب غبرګون ونه ښود بلکې افغان اميران يې تر فشار لاندې ونيول چې هغه سملاسي ومني .
انګرېزانو د پارس دولت سره د بل تړون له مخې پارسيانو ته د افغانستان د سيستان ولايت په ورکولو سره نه يواځې د هندوستان خواته د افغانانو د وړاندې تګ مخه ونيوله بلکې د افغانستان د پراخو سيمو د لاندې کولو زمينه يې هم ځانته مساعده کړه .
د يادولو وړ ده، هر هغه وخت چې انګرېزانو به د افغانستان د ځينو سيمو د لاندې کولو تکل وکړ، نو د هېواد د واکمنانو د کمزوري کولو او تر فشار لاندې ساتلو لپاره به يې د هېواد په پولو کې د رنګارنګ دسيسو په جوړولو پيل وکړ. د ساري په توګه په ختيزو سيمو کې يې د بېلابېلو قومونو ترمنځ په مصنوعي توګه داسې جنجالونه جوړول چې د خپل منځي اخ و ډب لپاره يې پراخه زمينه برابره کړي وه . انګرېزانو غوښتل چې د داسې جنجالونو په ايجاد سره د سيمې خلک په خپلو واکمنانو باندې بې باوره کاندي . ددغو دسيسو په پای کې به يا خپله انګرېزانو د افغانستان پراخې سيمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې او يا به يې سکانو،پارسيانو او روسانو ته د افغان خاورې د غوڅولو بشپړه زمينه مساعده کړه . د ساري په توګه د انګرېزانو په لمسون او دهغوی د مادي او نظامي مرستو له لارې په ۱۸۱۲ ميلادي کال کې د پنجاب سکانو د اټک کلا ، په ۱۸۱۸ ميلادي کال کې د ملتان ولايت ، په ۱۸۱۹ ميلادي کال کې د کشمير ولايت ، په ۱۸۲۱ ميلادي کال کې غازي خان ديره ، په ۱۸۲۳ ميلادي کال کې اسمعيل خان ديره او پېښور تر خپلې ولکې لاندې راوستل . د افغان او انګليس له لومړۍ جګړې (۱۸۴۱ – ۱۸۴۲ ) څخه څو کاله وروسته او د افغان – انګليس له دوهمې جګړې ( ۱۸۷۸ - ۱۸۸۰ ) څخه لږ څه دمخه يعنې د ( ۱۸۵۴ – ۱۸۷۶ ) کالونو په اوږدو کې د بلوڅو سيمې د انګرېزانو تر ولکې لاندې راغلې . په ۱۸۷۸ ميلادي کال کې د ګندمک د تړون له مخې تر کرمې او لنډي کوتل پورې زمونږ سيمې د افغانستان له خاورې څخه جلا شوې . همدارنګه د افغان او انګليس له دويمې جګړې څخه لږ څه دمخه په ۱۸۷۲ ميلادي کال کې د انګرېزانو پلاوي دافغانستان ، سيستان ولايت زمونږ له هېواده غوڅ او د پارس دولت ته وسپاره . روسانو د افغانستان له خاورې څخه په ۱۸۷۴ ميلادي کال کې مرو او په ۱۸۷۵ ميلادي کال کې پنجده بېله کړ ه .
د انګرېزانو د همدا ډول دسيسو او فشارونو له کبله وو چې په ۱۸۹۳ ميلادي کال کې يې په امير عبدالرحمن باندې د خپل اولس سره د سلاوو او مشورو پرته د ډيورند د استعماري کرښې سند لاسليک کړ . د دې تړون په وړاندې د تحميلي کرښې په دواړو خواوو کې مېشتو پښتنو قومونو سخت غبرګون وښود . د برتانوي هند چارواکو د دغو غبرګونونو د خنثی کولو په وړاندې پولې ته څېرمه سيمو کې داسې تبليغات کول چې که چېرې د افغانستان او هندوستان ترمنځ پولو کې د افغانستان پوله ساتونکي د انګرېزانو سره د اطاعت ليک ،لاسليک کړي نو په بدل کې به دوی ته د افغان حکومت په پرتله دوه واره ډېرې پيسې ورکړي . افغان واکمنان د برتانوي هند په بربنډو لاسوهنو پوهيدل ، خو د خپلې بې وسۍ او زياتې کمزورۍ له کبله يې د انګرېزانو په وړاندې هېڅ کار نه شو کولای . د انګرېزانو د ټولو خنډونو او فشارونو سره سره افغان اولس تر اوسه پورې دغه تحميلي کرښه په رسميت نه پېژني .
هغه وخت چې د هندوستان خلکو په ۱۹۴۷ ميلادي کال کې له انګرېزانو څخه خپله ازادي ترلاسه کړه او بيا وروسته د هند په نيمه وچه کې د هند او پاکستان په نوم دوه هېوادونه جوړ شول ، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي د پاکستان هېواد د شتون په خلاف رايه ورکړه . برسېره پر دې په ۱۹۴۹ ميلادي کال کې د افغانستان ملي شورا ټول هغه تړونونه لغوه کړل چې د افغانستان پخوانيو حکومتونو له برتانوي هند سره لاسليک کړي وو .
پاکستان د خپل شتون له وخته را په دېخوا په سيمه کې د کړکېچونو د زیږولو په لاره کې په ډېرې دوه مخۍ سره د انګرېزانوهماغه زوړ ناوړه سياست مخته بيايي . د پاکستان نظامي واکمنو د انګرېزانو په مرسته د افغانستان په کمزورو رژيمونو او واکمنانو باندې په پرله پسې توګه اقتصادي او سياسي فشارونه راوړل ، تر څو هغوی د تحميلي کرښې منلو ته غاړه کېږدي . خو افغان رژيمونو د ټولو خپلو کمزورتياوو سره سره د ډيورند د استعماري کرښې د منلو له امله د خپل اولس په وړاندې پر ځان باندې د بې ننګۍ داغ ونه لګاوه .
پاکستاني واکمنو د افغانستان د شاهي رژيم په وړاندې د ډله ايزو رسنيو او خپلو استخباراتي فعاليتونو له لارې ناوړه چلند کاوه . کله چې په افغانستان کې شاهي رژيم نسکور او پرځای يې د محمد داؤد جمهوري رژيم منځته راغی ، نو د پاکستان واکمنوسره دافغان خاورې د بېرته ترلاسه کولو وېره زياته شوه . د پاکستان رژيم د افغانستان په وړاندې خپل چلند بدل کړ . د افغانستان په دننه کې يې د خپلو لاسپوڅو ګلبدين حکمتيار او احمدشاه مسعود پنجشېري په روزلو او وسله وال کولو سره د لومړي ځل لپاره د محمد داؤد په رژيم باندې د وسله والو نښتو له لارې فشار راوړ .
د ۱۳۵۷ لمريز کال د ثور له پاڅون څخه وروسته کله چې د افغانستان د خلکو دموکراتيک ګوند د هېواد د خاورې بشپړ تماميت او په لومړي سر کې د خپل پلارني هېواد سره د پښتونخوا او بلوچستان د بېرته يوځای کيدو مسأله توده کړه ،د پاکستان واکمن رژيم د ځوان افغان رژيم څخه ناراضه افغانان وهڅول چې پاکستان ته ورکډه او د خپل رژيم د را پرځولو لپاره هرډول مرستې تر لاسه کړي .
په ۱۳۵۸ لمريز کال کې په افغانستان باندې د شورويانو د يرغل تر وخته پورې د لويديزو هېوادونو د پروپاګنډو له مخې د ۳۰ – ۵۰ زرو په شاوخوا کې افغانانو د پاکستان خاورې ته پناه وړي وه . خو د شورويانو له يرغل څخه وروسته د پاکستان لپاره د خورا پراخ فعاليت زمينه مساعده شوه . د هېواد د آزادۍ او د اسلام څخه د دفاع ترشعار لاندې مليونونو افغانانو د افغانستان د لاسپوڅي رژيم په وړاندې د مبارزې لپاره د پاکستان خاورې ته پنا ه وروړه . د همدغو مهاجرينو سره د اعاشې ، اباتې او وسله وال پاڅون د ملاتړ له امله د متحدو ايالتونو په مشرۍ د لويديزو ، عربي او نورو اسلامي هېوادونو د ميلياردونو ډالرو نغدي ، غذايي ،نظامي او معنوي مرستو لړۍ پاکستان ته
پيل شوه . د دې لپاره چې پاکستان له دغو مرستو څخه د خپلوستراتېژيکو موخو د ترلاسه کولو په لاره کې اعظمي ګټه پورته کړي او بل څوک ترې خبر نه شي ، نو د هغو د وېشلو واک د پاکستان د استخباراتو ادارې ( آی اس آی) ته وسپارل شو . د افغان مجاهدينو سره د متحدو ايالتونو د نظامي او استخباراتي ماهرانو د مستقيمو اړيکو د ټينګولو مخه يې په دې پلمه چې د شورويانو څارګرې ادارې ترې خبرې نه شي ډب کړه . په پای کې آی اس آی د خپلو فعاليتونو په سر ته رسولو کې په بشپړه توګه ازاد لاس پيدا کړ .
د پاکستان د آی اس آی پخواني مامور ډګروال يوسف په خپل اثر د يږ کيکړي ( تلک خرس ) کې دپاکستان د ټولو پټو دسيسو او موخو څخه پرده پورته کړي ده . د نوموړي کتاب ژوره څيړنه په ډاګه کوي چې د ډيورنډ د استعماري کرښې په اړوند د پاکستان اوسنۍ دسيسې د افغانستان د پخوانيو رژيمونو په وړاندې د پنجابيانو د ماهرو دسيسو سره کټ مټ ورته دي .
د مجاهدينو له واک اخيستو څخه وروسته ،پاکستان په افغانستان کې د خپل پلوي رژيم د رامنځته کولو هڅې پیل کړې . د طالبانو په واکمن کيدو سره خو يې د خپلو موخو په لاسته راوړلو باندې بيخي ډاډ پيدا کړ . خو د طالبانو په منځ کې د مختلفو تمايلاتو د شتون له امله پاکستان ونه کړای شول چې هغوی په بشپړه توګه تر خپلې ولکې لاندې راولي . د طالبانو په منځ کې د رښتينو هېوادپالوطالبانو او همدارنګه د القاعدې شبکې په شتون سره د پاکستان پلوه طالبانو دريز کمزوری شو . کله چې د القاعدې ملاتړو افغانستان په خپله تروريستي ځاله بدل کړ ، نو دسپتمر د يولسمې نېټې له پېښې وروسته متحدو ايالتونو د طالبانو رژيم د نسکورولو تکل وکړ . پاکستان د خپلو ستراتېژيکو ګټو د لاسته راوړلو په موخه د متحدو ايالتونو سره خپله دوه مخي همکاري پيل کړه . په ظاهر کې پاکستان غوښتل چې امريکايانو ته خپل اخلاص وښيي، خو په حقيقت کې يې د ډيورند د استعماري کرښې شاوخوا قبايلي سيمو کې د خپلې ولکې د ټينګولو او د خپل اغېز د پراخولو لپاره هڅې پيل کړې . امريکايان او لويديز هېوادونه يې تر ډېره وخته تېر ايستل . د پاکستان دوه مخي سياست ته د لويديزو هېوادونو هغه وخت پام شو چې د هغه هېواد د دسيسوله امله يې د خپلو سرتېرو ژوند دخطر سره مخامخ شو . ښايی دا علت به وي چې په دې اخېرو وختونو کې د متحدو ايالتونو د استخباراتو مشر جان نيګروپونتي د امريکا د مشرانو جرګې غړو ته په خپلو خبرو کې په ډاګه وويل چې د القاعدې پناه ځای پاکستان دی .
په دې نږدې ورځو کې د متحدو ايالتونو لوړپوړو چارواکو په پرله پسې توګه افغانستان او پاکستان ته سفرونه وکړل . سره له دې چې د القاعدې د تروريستي فعاليتونو په وړاندې يې د پاکستان حکومت له همکارۍ څخه خوښي څرګنده کړه ، خو افغانستان ته د طالبانو د راتېريدو د مخنيوي په اړه يې د پاکستان دولت په لا زياتې مرستې ټينګار وکړ .
هغه وخت چې د امريکا متحدو ايالتونو په افغانستان کې د طالبانو رژيم نسکور کړ او د پاکستان دولت ستره هيله په خاورو بدله شوه ، د افغانستان په وړاندې د پاکستان سياست هم ځانته ډېره پېچلي بڼه غوره کړه . پاکستان پوه شو چې د امريکا متحد ايالتونه او د ناتو ټلوالې غړي هېوادونه خپلو ځانګړو موخو ته د رسيدو لپاره مکلف دي چې په افغانستان کې امنيت ټينګ کړي . کله چې د پاکستان نظامي رژيم د هغوی په وړاندې د څرګندو خنډونو د جوړولو توا ن نه درلود ،نو د غير مستقيمې مقابلې پاليسۍ ته يې مخه کړه . د دې پاليسۍ له مخې د پاکستان رژيم په يوه لاس کې د خوږو او په بل لاس کې له زهرو ډکې پيالې نيولي دي . نو ځکه يې د په اصطلاح « دريم چل » په کارولو سره د بې الايشه مرستې کولو ته ټټر وواهه . يعنې له يوې خوا يې په ظاهر کې د تروريستانو او طالبانو د مخنيوي لپاره د ډيورند په تحميلي کرښه باندې اتيا زره پوځيان ځای پر ځای کړل چې هلته د پاکستان سياسي او نظامي اغېز ټينګ کړي اوله بلې خوا يې آی اس آی مؤظف کړ چې د پخوا په شان د پښتنو او بلوڅو په سيمو کې د تروريستانو او ورانکارو کمپونه په مهارت سره ايجاد کړي . خو دا وار دپخوا سره دومره توپیر لري چې د ورانکارو د روزلو، د هغوی د اکمالاتو ،د بهرنيانو سره د اړيکو د ټينګولو او مرستو اخيستلو لپاره له دغې استخباراتي دستګاه څخه د ايستل شويو پخوانيو کارکوونکوله ډېرې مجربې ډلې څخه کار آخلي . د دې لپاره چې لويديز هېوادونه د پاکستاني مشرانو د خبرو په رښتينوالي او د هغوی په صداقت باندې باور پيدا کړي کله ناکله په دغو مسألو کې د آی اس آی غير مستقيمې ښکېلتيا ته هم ګوته نيسی ، او يا ان داسې اعتراف کوي چې « د پاکستان ځينې امنيتی پستې افغانستان ته د طالبانو د تېرولو سره مرسته کوي » . خو دا هغه وخت وي چې دغه پټ فعاليتونه نړيوالو ته د مخه افشاء شوي وي او پاکستان د لويديزوالو په وړاندې يواځې د خپل اعتبار د پخولو لپاره له هغو څخه يادونه کوي . په دغې اعتراف سره پاکستاني مشران داسې څرګندوي چې ګويا ددې افشاء ګرۍ ابتکار هم پاکستانيانو په خپل لاس کې اخيستی دی .
افغانستان او پاکستان ته له رسمي سفر څخه لږ څه وړاندې د متحدو ايالتونو جمهور رئيس ډبليو بوش په خپله يوه وينا کې د طالبانو سره د پاکستان دولت همکارۍ ته ګوته نيولي وه . د پاکستان دولت سملاسي دهغه په وړاندې د شانهای تړون له هېوادونو او په منځنۍ آسيا کې د ازبکستان دولت سره د تودو اړيکو د پيل کولو غبرګون ښکاره کړ . پاکستان د امريکا متحدو ايالتونو ته په خپل غبرګون سره څرګنده کړه چې که چېرې هغوی د هند او افغانستان سره د دوستۍ اړيکي پراخوي ،نو پاکستان هم کولای شي چې د متحدو ايالتونو د مخالف قطب هېوادونو او هغو هېوادونو سره چې لا تر اوسه د امريکا تر بشپړ اغېز لاندې نه دي راغلي خپلې اړيکې پياوړي کړي .برسېره پر دې يې د افغانستان سره د اړيکو د لا ترينګلتيا په لور نوي ګامونه اوچت کړل . د دې پر ځای چې د سيمې د سولې او امنيت جرګې د جوړولو په لاره کې پاخه ګامونه اوچت کړي د ډيورند په تحميلي کرښې باندې يې د اغزن سيم د تاوولو او د ماينونو اوارولو طرح وړاندې کړه . دغې کار د پاکستان رښتيني موخه ټولو ته په ډاګه کړه .تر دې وخته پاکستان د ډيورند کرښې نوم نه اخيست ، خو په اصطلاح ټول امنيتي فعاليتونه يې د هغه په شاوخوا قبايلي سيمو کې متمرکز کړي وو . اوس د پاکستان اصلي موخه څرګنده شوه . هغه دا چې يا بايد لويديز هېوادونه د خپلو بچيانو مرګ او ژوبله ومني او يا بايد دډيورنډ تحميلي کرښه ددغو هېوادونو په فشار سره د افغانستان پر اوسني کمزوري دولت باندې يو ځل بيا تحميل کړي .
پاکستان د ډيورنډ کرښې د رسمي کولو لپاره له يوې خوا د طالبانو له وسله وال فشار څخه کار اخلي او له بلې خوا غواړي په متحدو ايالتونو او نورو لويديزو هېوادونو باندې زور واچوي چې د افغانستان دولت د هغې منلو ته مجبور کړي . برسېره پر دې روسانو او د ايران پراختيا غوښتونکو ته يې د دې زمينه مساعده کړي ده چې د شمالي ټلوالې ، افغانستانيانو او قومي متعصبينو په غښتلي کولو سره د افغانستان اوسنی رژيم د ناوړه تبليغاتو له لارې کمزوری کړي . د احتمال څخه لېرې نه ده چې د خپلو استخباراتي شبکو له لارې يې د روسيې او ايران د نظامي مرستو د رسولو مصؤ نه لاره د شمالي ټلوالې په مرسته د طالبانو لپاره مساعده کړي وي .
پوښتنه پيدا کيږي چې پاکستان ولې دومره وارخطا دی چې د لويديزو هېوادونو په مټ پر افغان دولت باندې په زياتې بېشر مۍ سره د د ډيورنډ کرښه تحميلوي . زما له نظره دې کار ته د پاکستان په هڅولوکې لاندې عوامل مهم رول لوبوي :
الف - د پاکستان واکمنان فکر کوي چې دغې هېواد د متحدو ايالتونو لپاره اوس هغه پخوانی ستراتېژيک اهميت له لاسه ورکړی دی کوم چې د شوروي اتحاد سره د سړې جګړې په کالونو کې يې ورته ضرورت درلود .
ب - د متحدو ايالتونو د استخباراتو له نظره په افغانستان کې د جهاد له کالونو څخه وروسته پاکستان د القاعدې او تروريستانو لپاره د خوندي ځالې حيثيت لري .
ج - پاکستاني واکمنان باور لري چې د غښتلي هستوي ځواک لرونکي هند په څنګ کې د تروريزم د ځالې په توګه د پا کستان د نظامي دولت شتون د متحدو ايالتونو او لويديزو هېوادونو له نظره سيمه او نړۍ د ستر کړکېچ په لور خوځوي .
د - د ډيورنډ د استعماري کرښې په له منځه تلو سره به د پښتنو پوره يووالی بشپړشي او په افغانستان کې به د قومي متعصبينو ټولې ډنډورې پای ته ورسيږي . په هغه وخت کې به نه يواځې د هېواد په دننه کې د کړکېچونو مخه ونيول شي ، بلکې د بدنيتو هېوادونو لپاره به په افغانستان کې د دولتي رژيم د کمزوري کولو خيال ته هم د پای ټکی کېښودل شي .
ه - د باثباته او غښتلي افغانستان په شتون سره متحدو ايالتونو او لويديزو هېوادونو ته په سيمه کې د پراخ اغېز او فعاليت زمينه مساعده کيدای شي .
و – د دې احتمال هم منځته راتلای شي چې د پاکستان مصنوعي رژيم د همېش لپاره خپل شتون له لاسه ورکړي او يا د پنجاب په کمزوري دولت بدل شي چې د هند په غښتلي دولت کې به د هغه د انحلال امکان همېشه موجود وي .
د کوم څه نه چې د پاکستان دولت وېره لري ، له هغه نه د افغانستان په دننه کې قومي متعصبين او د هغوی بهرني ملاتړي هم وارخطا دي . همدا علت دی چې په دوه مخۍ سره په ډاګه وايي چې د ډيورنډ کرښې د تحميل له وخته پوره يوه پېړۍ تېره شوي ده او د دغې ټولې مودې په اوږدو کې زمونږ هېواد د انګرېزانو او پاکستانيانو د دسيسو له کبله ارامي نه ده ليدلي . نو ښه به وي چې هغه ژر تر ژره په رسميت وپېژنو . ځينې خو بيا داسې ډنډورې هم غږوي چې د ډيورنډ کرښې په دواړو خواوو کې مېشت پښتانه دې دپښتونستان په نوم نوی دولت جوړ کړي ،ترڅو د پاته پښتنو په وړاندې لږکي اکثريت وګټي او په پای کې خپلو ستمي موخو ته د رسيدو لپاره د بهرنيانو په ملا تړ د افغانستان د بشپړې تجزيې لپاره پراخه زمينه مساعده کړي .
تر کومه ځايه چې د ډيورنډ دتحميلي تړون په لغوه کيدو پورې اړه لري ، نو افغان اولس د دغې يوسل او څوارلس کلنې مودې په اوږدو کې د هغې د نه منلو لپاره بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي . خو لکه څنګه چې مخکې هم اشاره ورته وشوه د هېواد د اقتصادي وروسته پاتې والي او د خپلو کمزورو سيا سي رژيمونو او واکمنانو له امله يې ونه کړای شول چې دې موخې ته ورسيږي . په داسې حال کې چې همدغو انګرېزانو د اولسي چين د غښتلي اقتصاد او نظامي ځواک په وړاندې ونه کړای شول چې د هانکانګ مستعمره د استعماري تړون څخه د سلو کالونو تر تېريدو وروسته د ځان سره وساتي ، نو ځکه يې په ۱۹۹۷ ميلادي کال کې بېرته په رسمي توګه اولسي چين ته وسپارله . د دې په خلاف سره له دې چې روسيې او کيوبا پر الاسکا او د ګوانتانامو پر خليج باندې د متحدو ايالتونو حاکميت په رسمي توګه نه دی منلی ، خو د خپلو اقتصادي او سياسي کمزوريو له امله تراوسه هم نه توانيږي چې نوموړي سيمې د متحدو ايالتونو له غښتلي دولت څخه تر لاسه کړي .
هغه وخت چې پخوانی شوروي اتحاد يوغښتلی نظامي ځواک و اوچټکې اقتصادي ودې يې لويديز هېوادونه حيران او په وېره کې اچولي وو، د دويمې نړيوالې جګړې په پای کې يې د لويديزو هېوادونو سره په ګډه د جرمني دولت په دوو برخو ووېشه او د جرمني پلازمېنه د برلين ښار يې د پاخه ديوال په جوړلو سره د ختيز او لويديز برلين په دوو برخو بدل کړ . خو کله چې شوروي اتحاد د اقتصادي کمزورتيا او سياسي بحران سره مخامخ شو، نو مجبور شو چې هماغه ديوال بېرته ړنګ کړي .
متحدو ايالتونو او انګليستان په دوهمه نړيواله جګړه کې د زياتو برياوو په لاسته راوړلو او په نړۍ کې د خورا غښتلو اقتصادي نظامونو په درلودلو سره وکړای شول چې د ملګرو ملتونو د نوي جوړشوي سازمان له لارې د فلسطين په خاوره کې په ۱۹۴۷ ميلادي کال کې د يهودانو لپاره د اسرائيلو په نوم دولت جوړ کړي . اوس هماغه اسرائيلي دولت د امريکا د متحدو ايالتونو په مشرۍ د لويديزو هېوادونو د اقتصادي او سياسي ملاتړ په مرسته دګاونډيو عربي هېوادونو دخاورو تر لاندې کولو وروسته د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په کتار کې راځي . مګر د فلسطين اولس تر اوسه پورې د زياتو قربانيو په ورکولو سره د خپلې خاورې د بېرته اخيستلو لپاره خپلو مبارزو ته په مېړانه ادامه ورکوي .
د امريکا متحدو ايالتونو ، پخواني شوروي اتحاد ، فرانسې ، انګليستان او د چين اولسي جمهوريت د هستوي وسلو د درلودلو په زور خپل ځانونه د نړۍ په نورو هېوادونو باندې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړو په توګه ومنل او هستوي وسلو ته د نورو هېوادونو د مخنيوي لپاره يې د ملګرو ملتونو د سازمان له لارې د هستوي وسلو د نه خپراوي تړون رامنځته کړ . خو کله چې هند او پاکستان د هستوي وسلو په جوړولو لاس پورې کړ ، نو د غښتلو انډيوالانو په درلودلو سره ايله تر سپکو اقتصادي تعذيرونو لاندې راغلل چې بيا وروسته دغه تعذيرونه هم تر ډېره وخته د چا په ياد کې پاتې نه شول .
په ۱۹۶۸ ميلادي کال کې د ختيز بنګال مسلمانان د هند دولت د غښتلي نظامي ځواک په مټ له پاکستان څخه بېل او د بنګله دېش په نوم يې مستقل دولت اعلان کړ .
همدااوس پاکستان د کشمير په مسأله کې د هند په وړاندې د کشميريانو په رېفرانډم باندې ټينګار کوي ، مګر په ۱۹۴۷ ميلادي کال کې يې د ډيورند کرښې ها خوا پښتنو ته د رېفرانډم او خود اراديت حق نه ورکاوه . په داسې حال کې چې د ډيورند د تحميلي کرښې ها خوا اوسيدونکي پښتانه چې د پنجابيانو سره هېڅ ډول ژبني ،تاريخي او کلتوري اړيکي نه لري ولې د خپل پلارني هېواد سره يوځای نه شي .
له پورته يادونو څخه داسې پايله لاس ته راځي چې هرڅوک همېشه کولای شي چې خپل حق ترلاسه کړي ، خو په دې شرط چې يا د هغه لپاره پخپله غښتلی ځواک ولري او يا د ژور سياسي چلند په کارولو سره د خپلو دوستانو له غښتلتيا څخه سمه او پر خپل وخت ګټه پورته کړي . د افغانستان د پخوانيوواکمنانو ستره تاريخي نيمګړتيا دا وه چې د ډيورنډ د استعماري کرښې د لغوه کولو لپاره يې دخپلې کمزورتيا په څنګ کې نه له ژور سياسي چلند څخه کار واخيست او نه يې د کوم غښتلي دولت رښتينی ملاتړ تر لاسه کړ .
په اوسني وخت کې چې د متحدو ايالتونو په مشرۍ لويديز او نړيوال ځواکونه د خپلو نړيوالو سياستونو د پلي کولو لپاره د زياتو اقتصادي او انساني ضايعاتو په منلو سره په افغانستان کې دسياسي ثبات د ټينګولو او د پراخې اقتصادي ودې په راوستو باندې لګيا دي ،افغان واکمنو ته په کار ده چې د هېواد تېر او راتلونکي ځلانده تاريخ ته په ژور پام سره د پښتون قوم د يوځای کيدو او د هېواد د خاورې د تماميت لپاره له ژور سياسي چلند څخه کار واخلي .
هېوادوالو ته پوره څرګنده ده چې پاکستان له خپل موجوديت څخه را په دېخوا د افغانستان د پراخو سيمو د غصبولو په موخه د خپلو دوه مخو دسيسو په کارولو او د افغان رژيمونو په بې وسه ساتلو سره د افغانستا ن اقتصادي پرمختيا او چټکه وده په ټپه درولي ده . د مختلفو نيرنګونو په کارولو سره يې افغانستان د لويديزو هېوادونو په مرسته د پخواني شوروي اتحاد غېږې ته واچاوه . بحر ته د تګ لاره يې پر افغانستان باندې وتړله . د هېواد په دننه کې يې د اولسونو ترمنځ د نفاق اچولو لپاره د پښتنو پر ضد د لږکيو قومي متعصبين را تحريک او بيا يې د پخوانيو شورويانو او ايرانيانو په واک کې ورکړل . لنډه دا چې افغان اولس د پاکستاني واکمنو له خوا په دومره بدمرغيو اخته شوی دی چې اوس ان ځينې په هېواد مين او زړه سواندي افغان روڼ اندي هم داسې فکر کوي چې که چېرې د ډيورنډ استعماري کرښه د پاکستان سره په رسميت وپېژندل شي ، نو زمونږ ټولې بدمرغۍ به پای ته ورسيږي او هېواد به د پرمختګ په لور ګړندي ګامونه اوچت کاندي . د دغو هېواد پالو زړه سواندي او بې الايشه څرګندونې د قدر او احترام وړ دي . خو زما له نظره دوی دې ته پام نه کوي چې دا به څوک ګرانټي کړي چې د ډيورنډ کرښې په رسميت پېژندنې سره به د پاکستاني واکمنو دسيسې پای ته ورسيږي . ايا اقتصادي ،تخنيکي او کلتوري پراختيا غوښتنه او د سيمه ايز هژمونيزم پاليسي به د ډيورند کرښې په شان د پاکستان دملي ګټو اډانې ته ور داخله نشي ؟ برسېره پردې د پاکستاني واکمنو دا بری به د ايران د کلتوري اغېز پاليسي تشويق نه کړي ؟ ايا د پاکستان دغه بری به په افغانستان کې د لږکيوقومي متعصبينو ټلواله ونه هڅوي چې د افغانستان بشپړې تجزيې ته پراخه لمن ووهي ؟ هرکله چې روسان وويني چې په افغانستان کې يې د پښتنو غښتلی ځواک په بشپړه توګه پای ته رسولی دی ،
ايا د پخواني شوروي اتحاد تاجيکان ، ازبکان او ترکمنان به د ترکانو او ايرانيانو په مرسته دېته ونه هڅوي چې د پښتنو د بشپړې نابودۍ لپاره خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي ؟
په دې ترتيب وينو چې د ډيورند د استعماري کرښې په منلو سره به افغانستان نه يواځې د پرمختيا او اقتصادي ودې مخ ونه ويني ،بلکې د نړۍ له نقشې څخه به هم ورک شي . دا هغه پخوانۍ خيالي طرح ده چې د ځينو لويديزوالو له خوا د تېرې پېړۍ په نوييمو کالونو کې د کاغذ پرمخ وړاندې شوي وه ، په سيمه او د افغانستان په دننه کې پراختيا غوښتونکو او قومی متعصبينو ورته پراخه تبليغاتي لمن ووهله .
د ډيورند د استعماري کرښې د حل - لارو د متضادو فکتورونو د ژورو څيړلو او پرتله کولو په پای کې زما په اند د افغانستان او پاکستان لپاره د لاندې درو سياسي پايلو امکانات شته :

لومړی - د افغانستان بشپړه تجزيه

اوسنی افغانستان په داسې تاريخي پړاو کې وده کوي چې کمزوری واکمن رژيم يې د اقتصادي ودې او نظامي ځواک له پلوه په بشپړ ډول په بهرنيانو او په خا صه توګه د لويديزو هېوادونو په مرستو باندې تکيه لري . د خپل سر نوشت په ټاکلو کې د افغان اولس رول ډېر کمزوری دی . لويديز هېوادونه په افغانستان کې د امنيت او سياسي ثبات په راوستو کې په عمده توګه د پښتنو سره لاس او ګرېوان دي . که چېرې احياناً دوی په دغه ماموريت کې پاته راشي ، نو په هغه صورت کې به ښايي پښتون قوم ته د سترې سزا ورکولو لپاره د افغانستان نني واکمنان مجبور کړي چې د پاکستان سره د ډيورنډ استعماري کرښه په رسميت وپېژني . په دې صورت کې به دپورته ياد شويو دلايلو له مخې د افغانستان بشپړې تجزيې ته زمينه مساعده شي . څرګنده ده چې د پېښو د دا ډول پراختيا په پای کې به نه يواځې د متحدو ايالتونو په مشرۍ د لويديزو هېوادونو سياسي حيثيت ته ستره صدمه ورسيږي بلکې ښايي په دې سيمه کې ددوی سياسي او اقتصادي ګټې د پېړيو پېړيو په اوږدو کې د بشپړې ناکامۍ سره مخامخ شي . تاريخي تجربو ښودلي ده چې لويديز پانګه وال هېوادونه د خپلو سياسي او اقتصادي موخو په ټاکلو کې ډېر ريالستيک دريز لري . نو هرومرو به په افغانستان کې له داسې سياسي ،اقتصادي او نظامي لارو چارو څخه کار اخلي چې په دې هېواد کې سوله او سياسي ثبات منځته راوړي . په دغه صورت کې دېته ضرورت نه پيدا کيږي چې د افغانستان اوسني واکمنان د ډيورنډ د استعماري کرښې منلو ته اړ کاندي .

دوهم – د ستميانو او افغانستانيانو د نظر سره سم د پښتونستان طرح

ددې نظريې طراحان د ډيورند کرښې دواړو خواوو پښتنو ته د پښتونستان په نوم دولت جوړوي . په دې صورت کې نيمايي پښتانه د افغانستان په دننه کې پاتې کيږي . دا طرح د ډېرو اړخونو له مخې د لومړۍ طرحې سره ورته والی لري . افغانستان د داسې ګلستان حيثيت لري چې هېڅ ستر قوم يې د هېواد په يوه سيمه کې نه دی مېشت . پښتانه د هېواد په ټولو سيمو کې شته . تاجيکان هم په ټول افغانستان کې تيت دي . هزارګان او ازبکان د هېواد په مختلفو سيمو کې استوګنه لري . د افغا نستان نورقومونه لکه ترکمن ، بلوڅ او نورستانيان هم يواځې په يوه سيمه کې نه اوسيږي . ايا په داسې حال کې به هر نوی سياسي الوېښ د دغسې افغانستان امنيتي او سياسي وضعه د پراخې ګډوډۍ سره مخامخ نه کړي ؟
افغانستان په واقعي توګه د اسيا زړه دی چې نږدې ختيز، د منځنۍ آسيا هېوادونه، جنوب لويديزه او ختيزه آسيا سره نښلوي . نو د ستميانو د دا ډول طرحې د اعمال په صورت کې به د افغانستان کمزوری رژيم څنګه وکړای شي چې په آسيا او په خا صه توګه د خپلې سيمې د نږدې هېوادونو تر منځ د نورمالو سياسي او اقتصادي اړيکو ودې ته لازمه زمينه مساعده کاندي . په داسې افغانستان کې په حقه سره نه د سيمې رښتيني ګټې شته او نه د ښکېلو لويديزو هېوادونو . نو ځکه د افغانستان په هکله دا ډول طرح له بشپړې ګډوډۍ څخه پرته مثبته پايله نشي رامنځته کولای . د ستميانو او افغانستانيانو له دا ډول طرحې څخه څرګنديږی چې اوس يې په څومره بېشرمۍ سره د بهرنيانو په لمسون د افغانستان بشپړې تجزيې ته ملا تړلي ده .

دريم - پياوړی او غښتلی افغانستان

لکه څنګه چې مخکې اشاره ورته وشوه ، لويديز هېوادونه په سياسي او اقتصادي چارو کې ريالستيک دريز لري . اوس ټولو ته جوته ده چې متحدو ايالتونو د طالبانو رژيم ددې لپاره ړنګ نه کړ چې ددوی څېرې يې نه خوښيدې . ښايي دوی به له پخوا څخه غوښتل چې په افغانستان کې داسې څوک واک ته ورسوي چې د منطقي استدلال په وړاندې کولو سره يې په اسانه له منځه يوسي . دا چې ددوی پلانونه ددوی د خوښې سره پرمخ لانړل ،ددې معنا نه لري چې خيالي موخې دې د واقعي موخو سره سل په سلو کې سمون ولري . ځکه په واقعي ژوند کې هېڅکله هم کومه موخه په بشپړه توګه د خپلې خوښې سره سمه لاس ته نه راځي . د پورتني واقعيت په نظرکې نيولو سره د متحدو ايالتونو په مشرۍ لويديز هېوادونه په افغانستان کې د زياتو خنډونو دشتون سره سره د خپلو موخو په لور نسبتاً ګړندي ګامونه اخلي . تر هرڅه دمخه ددوی ستره موخه دا وه چې په دې سيمه کې سياسي او نظامي حضور پيدا کړي . اوس وينو چې دا هدف يې ډېر پخوا لاس ته راوړی دی . لويديز هېوادونه غواړي چې په پخواني هندوستان ، منځنۍ آسيا، سهيل ختيزه آسيا او منځني ختيز کې بشپړ سياسي او اقتصادي واک وچلوي . دا سيمې د تېلو ،ګازو
او اومو کاني موادو څخه ډکې دي . په داسې سيمو باندې واک چلول هغه خيال دی چې دا هېوادونه يې د څو پېړيو په اوږدو کې د ځان سره مشغول ساتلي وو . برسېره پردې دا هېوادونه نه غواړي چې ايران دې هستوي وسله په واک کې ولري . پاکستان خو ددوی د څارګرو ادارو په نظر د تروريزم ځاله ده . داهم څرګنده ده چې ددغو دوو هېوادونو سرکشه او بې کنتروله رژيمونه په هر وخت کې د نړۍ امنيت په خطر کې اچولی شي . ددې سره سره چې پاکستان د هستوي وسلو خاوند دی ، خو لويديز هېوادونه بايد له همدا اوس څخه ددغو وسلو د له منځه وړلو پلان د ځان سره جوړ کړي . د پاکستان د کمزوري کولو په لور لومړنی ګام دادی چې د ډيورند کرښې په لغوه کولو سره افغانستان ته خپلې سيمې پرېږدي . په دې لړ کې به بلوچستان ، چېرې چې د پاکستان اساسي هستوي تأ سيسات شته، د پاکستان له نفوذ څخه وباسي .
د افغانستان سره دډيورند کرښې د ها خوا پښتنو په يوځای کولو سره به په افغانستان کې غښتلی سياسي رژيم منځته راشي . په نتيجه کې به د قومي متعصبينو او د هغوی د بهرنيو ملاتړو ټولې هيلې نهيلې شي . که چېرې لويديز هېوادونه د متقابلو ګټو پر بنسټ د وروسته پاتې افغانستان اقتصادي پرمختيا ته ژوره پاملرنه وکړي ، په ډېره لږه موده کې به په افغانستان کې نه يواځې سياسي او اقتصادي ثبات منځته راشي ، بلکې په سيمه کې به ستر سياسي او اقتصادي اغېز هم ور په برخه شي . په پای کې د بډای افغانستان د غښتلي سياسي رژيم له لارې به نه يواځې د سيمې د هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړيکي پراختيا ومومي ، بلکې د لويديزو هېوادونو د سياسي او اقتصادي نفوذ د پراختيا لپاره به هم خورا مناسب شرايط منځته راشي .
ددې لپاره چې دې موخې ته په بري سره لاره پرانستل شي، د افغانستان اوسنی واکمن رژيم بايد لکه څنګه چې ځينې هېوادوال ټينګار کوي ، لويديزو هېوادونو ته د پاکستان دوه مخی سياست او د هغه هېواد ناوړه موخې د اوږدې مودې په پراخ ، دوامدار او نه ستړی کيدونکي ديپلوماتيک کمپاين سره لوڅې کړي . د افغان واکمن رژيم اساسي دنده ده چې د لويديزو هېوادونو پام د ځان په لور راواړوی او د دوی په واقعي ملاتړ سره د پاکستان له دايمي شر څخه خپل هېواد خلاص کړي .لويديز هېوادونه د خپلو اولادونو د ژوند د بچولو له امله دېته اړ دي چې په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې بندې کړي . هرکله چې د پښتنو او بلوڅو سيمې د خپل پلارني هېواد افغانستان سره يوځای شي ، افغان او نړيوال ځواکونه به بشپړ واک او وس ولري چې د خپلې خاورې په هره سیمه کې د تروريستانو ځالې ړنګې کړي .کله چې په هېواد کې بشپړ سياسي ،اقتصادي او امنيتي ثبات منځته راشي ،د خپل ژور سياسي او اقتصادی اغېز له لارې به وکړای شو چې ټولې غوڅې شوي ټوټې بېرته د خپل هېواد سره ونښلوو .

د ليکنې اساسي پايلې

۱- د افغانستان وروسته پاتې والی او د کمزورو رژيمونو شتون د انګرېزانو د « نفاق واچوه او حکومت وکړه » امپرياليستي پاليسۍ زيږنده دي .
۲ – د انګرېزانو له خوا د افغانستان خاورې په غوڅولو کې تزاري روسيې او د پارس دولت ناوړه رول لوبولی دی .
۳ – پاکستاني واکمنو د پاکستان له ايجاد څخه وروسته هماغه د انګرېزانو پاليسي د افغانستان په وړاندې په لا زياتې سپين سترګۍ او دوه مخۍ سره جاري وساتله .
۴ – په افغانستان باندې د شورويانو له يرغل څخه وروسته پاکستان دخپلو ستراتېژيکو موخو په تر سره کولو کې د لويديزو او مسلمانو هېوادونو له بېساري اقتصادي او نظامي مرستو څخه ډېره ګټه پورته کړه .
۵ – « د يږ کيکړي » په نوم د آی اس آی دپخواني مامور ډګروال يوسف کتاب د پاکستان د دوه مخي ، مکار او دسيسه کار رژيم د نا وړه کړنو رښتيني هنداره ده .
۶ – په اوس وخت کې پاکستان د طالبانو او د القاعدې تروريستانو سره د آی اس آی د رسمي مامورينو پر ځای د دغې استخباراتي دستګاه له مستعفي مامورينو څخه په ډېر مهارت سره کار اخلي .
۷ – افغانستان او پاکستان ته دمتحدو ايالتونو او نورو لويديزو هېوادونو د لوړپورو چارواکو د راتګ په وخت کې پاکستاني چارواکي په مصنوعي توګه د ډيورند کرښې په شاوخوا کې اخ وډب رامنځته کوي ترڅو لويديزو چارواکو ته وښيي چې دوی د تروريستانو داوښتو مخه نيسي او په پای کې د زياتو پيسو او نظامي مرستو د ترلاسه کولو لپاره ښې چانې ووهلی شي .
۸ – د ډيورنډ پر کرښه د اغزن سيم د تاوولو او د ماينونو د ښخولو په تاکتيک سره پاکستان غواړي په يوه غشي درې مرغۍ ښکار کړي . له يوې خوا لويديزو هېوادونو ته ښيي چې د دومره ډېر ستونځمن کار په کولو سره غواړي د زړه له کومې همکاري ورسره وکړي خو د دغې خذمت په وړاندې بايد هغوی ددغې پروژې اقتصادي تمويل په غاړه واخلي ، خو د پاکستان دريمه او اصلي موخه داده چې په دغې کار سره د ډيورنډ استعماري کرښه په افغانستان او لويديزو هېوادونو باندې په رسمي توګه ومني .
۹ - د افغانستان اوسنی واکمن رژيم يواځې د متحدو ايالتونو په مشرۍ د لويديزو هېوادونو د بشپړ ملاتړ په لاسته راوړلو سره کولای شي چې د ډيورنډ استعماري کرښه لغوه کړای شي .

د پياوړي او سمسور افغانستان په هيله !

په دې ليکنه کې له دغو آثارو او ليکنو څخه ګټه اخيستل شوي ده :
۱ - شهسوار سنګروال : د پنجدې او ډيورند استعماري کرښې په اړه د يو شمېر سوالونو تاريخي ځوابونه ( ټول افغان وېبپاڼه ۲۰۰۷ م .کال )
۲ - کانديد اکاديميسين اعظم سيستانی : ضرورت حل معضلهء خط ديورند ( افغان - جرمن انلاين ۲۰۰۷ م . کال ) .
۳ - مير غلام محمد غبار : افغانستان در مسير تاريخ ( مطبعهء دولتی کابل ۱۹۶۷ م . کال ) .
۴ – ډاکتر عبدالعلی ارغنداوی : ژوندۍ خاطرې  په تېرو نهو لسيزو کې د افغانستان تاريخ (۱۹۰۰ -- ۱۹۹۲) .
۵ - لودويک اداميک ( ژباړن ډاکتر نثار احمدصمد ) : د شلمې پېړۍ تر نيمايي پورې د افغانستان د بهرنيو اړيکو تاريخ  ( ۱۹۹۹ م . کال پېښور ) .
۶ - ديپلوم انجينر خليل الله معروفی : قوماندانسالاری در شمال و طالب سالاری در جنوب
آن متمم اين و اين مکمل آن ( د ۲۸ – اسد وېبپاڼه ۲۰۰۶ م . کال ) .
۷ - ډګروال محمد يوسف و مارک ادکين ( مترجم داکتر نثار احمد صمد ) : تلک خرس .
۸ - ديپلوم انجينر خليل ا لله معروفی : مورال دوګانه در مورد خط ديورند ( کامجويان به کام دل نميرسند ) . ټول افغان وېبپاڼه ۲۰۰۷ م . کال .
۹ - محمد علی هوما : د افغان روڼ اندو اساسي دندې . ( ټول افغان وېبپاڼه ۲۰۰۵ م . کال ) .