د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سلطانعلي کشتمند زړې ببولالې (لومړۍ برخه )

دکتور محمد علي هوما 12.02.2007 02:00

د کارمليانو جعليات :

په دې ورځو کې د هېواد امنيتي ستونځې د خرابتيا څوکې ته ختلي دي . زه هم د نورو هېوادپالو په شان ددغه کړکېچ د حل- لارو په لټون بوخت وم چې يوه دوست مې د تليفون په کرښه د « از لاس انجلس تا کا بل » د تلويزيوني پروګرام سره د سلطانعلي کشتمند د ډېرې جالبې مصاحبې خبر راکړ . دوست مې داهم راته وويل چې دغه مصاحبه د همغې ورځې په اوږدو کې څو واره د تلويزيون له لارې ايرانيانو ته خپره شوه، او اوس د« مشعل » په نوم د کارمليانو په وېبپاڼه کې راڅرګنده شوي ده . په بيړه مې خپل کمپيوټر روښان او د «مشعل » په وېبپاڼه کې مې د ښاغلي کشتمند د مصاحبې په لوستلو پيل وکړ . کله چې د تشو لفاظيو نه ډکه دغه مصاحبه مې ولوستله ، نو د ځان سره مې وويل چې آفرين په دومره سپين سترګۍ کشتمنده !
هېواد په وير او غم کې ډوب دی . رښتيني هېوادپال د کړکېچ دحل-لارو په لټون لګيا دي، مګر ښاغلی کشتمند بيا په رډو سترګوهڅه کوي چې دخپلو کارمليانو تاريخي جنايتونه د جعلياتو په وړاندې کولو سره پټ کړي .
سلطانعلي کشتمند د پروګرام له چلوونکي څخه په ډېر وياړ مننه کوي چې ده ته يې د خپل تلويزيون د آزاد تريبيون له لارې د پرچميانو د لاسپوڅي واکمنۍ د سياسي، ټولنيزو او اقتصادي دريزونو د روښانولو زمينه مساعده کړي ده .
د دې جملې په لوستلو سره په افغانستان باندې د شورويانو د بېشرمانه يرغل ، د کارمليانو د لاسپوڅي رژيم ، د ستميانو د پرديتوب ،د ايرانيانو د کلتوري بېشرمۍ او دې ته ورته د نورو مسألو ترمنځ تړاوونه زما په ذهن کې له سره را ژوندي شول .
ښاغلی کشتمند په دغې دوه مخي مننې سره داسې ښيي چې ګويا کارمليانو خو د خپلې لاسپوڅي واکمنۍ په وخت کې يواځې سياسي ، ټولنيزې او اقتصادي چارې سرته رسولي دي، او د کارمليانو د واکمنۍ په وخت کې د ټولو سرته رسيدلو جنايتونو مسؤليت له ده څخه پرته د نورو کسانو پرغاړه دی . د دې سره سره چې د کارملي-کشتمندي پرچميانو ټولې ناوړه کړنې افغان اولس ته د لمر په شان روښانه دي ، خو بيا هم دا ښاغلی فکر کوي چې د نږدې درې لسيزو په تېريدو سره به د دوی زیاتره جنايتونه د خلکو له ياده وتلي وي . کشتمند يوځل بيا هڅه کوي چې د جعلياتو په وړاندې کولو سره د خلکو پام له ځان څخه بلې خواته واړوي .
ښاغلی کشتمند ! په سد راشئ . اوس هماغه ۱۳۵۸لمريز کال نه دی چې د افغان اولس په سپېڅلي خاوره باندې د شورويانو بېشرمانه يرغل ته مو د خپلو يرغلګرو بادارانو په لارښوونه ، د وراسته سوسيالستي کمپ ، توده اي ايرانيانو او کارمليانو ته ورته د نورو لاسپوڅو ګوډاګيانو په ناوړه تبليغاتو سره قانوني بڼه ورکوله .
د سلطانعلي کشتمند تر ټولو غټه سپين سترګي دا ده چې دومره ډېر کالونه وروسته هم د افغانستان په پاکه خاوره باندې د شورويانو بېشرمانه تېري ته د هغوی تش « حضور » وايي او د کارمل-کشتمند تر لسو کالونو زياته لاسپوڅي واکمني او د شورويانو بربنډ ښکېلاک په بېشرمۍ سره د خلکيانو د شل مياشتنۍ سوچه خو نيمګړي افغاني واکمنۍ تر پردې لاندې پټوي .
دا ښاغلی ادعا کوي چې خلکيانو خو څو زره کسان وژلي دي . د خلکو د اغوا او اقناع لپاره په رښتيا او درواغو د ځينو کسانو نومونه هم آخلي . په داسې حال کې چې د مجاهدينو او طالبانو د منځنيو پېړيو د واکمنيو تر ړنګيدو وروسته بيا هم دادي په مليونونو افغانان دکارمليانو له لاسه په بهرنيو هېوادونو کې د مهاجرت شپې تېروي ،خو کشتمند دخپلو کارملي پرچميانو په پړاو کې په ټول افغانستان کې د ښارونو،کليو او کورونو بشپړه ويجاړي ، له دوو مليونو څخه د زياتو افغانانو په وژلو ، معيوبولو او له خپل ټاټوبي څخه د شپږو مليونو څخه زياتو هېوادوالو په بې کوره کولو ، شړلو او د سلګونو زرو افغانانو په زنداني کولو ، غير انساني شکنجو او بېرحمه کړولو چوپه خوله دی .اوس ټولو ته جوته ده چې په ټول هېوادکې له کارمليانوڅخه پرته بله داسې کورنۍنشته چې شهيد،معيوب، زنداني او د پرچميانو له خوا په غير انساني شکنجو کړيدلی په کې نه وي . ددې سره سره چې درنو دوستانو دکتور اصغرخېل منګل ( ۲ ) او پوهنمل حاجي محمد نوزادي ( ۳ ) د منطقي استدلالونو په وړاندې کولو سره د سلطانعلي کشتمند ځينې ببولالې راسپړلي او دده اصلي څېره يې افغانانو ته څرګنده کړي ده ،زه غواړم چې ددغه ښاغلي ځینې نغاړلي ببولالې راوغوړوم او د درنو لوستونکو سره يوځای يې چاڼ کړم :
ښاغلی کشتمند ادعا کوي چې پرچميان د خلکيانو سره د کودتا او نورو مسألو په سر مخالف وو ، چې د همدې مخالفت له کبله ګوندي وحدت د بل ځل لپاره له منځه لاړ او د پرچميانو زيات شمېر مشران بهرته تبعيد شول .
سلطانعلي غواړي چې د کالو سره د خلکو په سترګو ورننوځي .
ټولو ته څرګنده ده چې خلکيان په واقعي توګه د کودتا سره مخالف وو . په ګوند کې دننه او په تېره بيا د پرچميانو سره خو هېڅکله هم د کودتا مسأله نه ده طرح شوي . ان دا چې ګوندي غړو دستور درلود چې که چېرې ارتجاعي ځواکونه د سردار محمد داؤد رژيم پر ضد کودتا وکړي، نو ګونديان بايد دهغې د شنډولو لپاره ټولې هلې ځلې سرته ورسوي . خلکيان په هېواد کې د ژورو او اساسي بدلونونو پلويان وو . خو دافغانستان دخلکو دموکراتيک ګوند لا ډېر ځوان او په سياسي مبارزو کې نه و پوخ شوی .برسېره پر دې دغسې بدلونونو ته ټولنيز شرايط نه وو مساعد . په هغه مهال کې د انقلاب طرح يواځې خيال و ځکه چې د ټولنې د تاريخي او اقتصادي ودې سره يې سمون نه درلود .
که چېرې ببرک کارمل د کا جې بې سره په ګډه د ارواښاد ميراکبر خيبر دشهادت دسيسه نه وای جوړه کړي ( ۱ ) او کارمليانو د محمدداؤد د رژيم پر ضد ناوړه دسيسې نه کولی نو سردار محمد داؤد به د افغانستان دخلکو دموکراتيک ګوند د مشرتابه زنداني کولو ته لاس نه وای اچولی . خو د کارمليانو په تحريک د سردار محمد داؤد بې سنجشه غبرګون د ګوند د مشرتابه د ژوند او د ګوند د بشپړې تباهۍ وېره را منځته کړه . په پايله کې ګوند د ځان د بقا او د ځان څخه ددفاع په خاطر وسله وال پاڅون ته مجبورکړای شو .
په دې اساس دخلکيانو سره د کودتا په سر د پرچميانو مخالفت د ښاغلي کشتمند هسې خوشي کارملي ببولالې دي .
نوموړی غواړي چې په دې خبرو سره د خلکيانو پر ضد پر خپله کودتا ، د ملګرو ملتونو دپلان په خلاف او د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ پر ضد د ستميانو سره په ګډه د کارمليانو په ناوړه کودتا باندې پرده وغوړوي .
دا ښاغلی د خلکيانو سره د کودتا او د دوی په اصطلاح دنورو اساسي او اصولي مسألو په سر د مخالفت ټکي نه راسپړي . دا ځکه چې وېره لري چې په دې کار سره به د کارمليانو له رښتيني ماهيت څخه پرده راپورته شي .
ښاغلی کشتمند ! تاسوخو د هېوادوالو د بيا غولولو لپاره د خلکيانو سره دکودتا او نورو اساسي او اصولي مسألو په اړوند د پرچميانو مخالفت ته اشاره وکړه . زه مجبور يم چې د درنو لوستونکو مخې ته د کارمليانو د استتار پردې څو څنډې راپورته کړم :
لکه څنګه چې تاسې شاهد ياست ، د ثور د وسله وال پاڅون څخه وروسته په نوي رژيم کې د کارمليانو لپاره اساسي او اصولي مسأله دټولو با صلاحيته مقامونو ترلاسه کوونه وه . کارمليانو هڅه کوله چې داځل د شورويانو په ملاتړ په ګوند او دولت دواړو کې کليدي او اساسي پستونه په واک کې ولري . خو کله چې دا هدف يې ترلاسه نه کړای شو ، نو د خپلو معلوم الحاله بهرنيو ملاتړو د سنجول شوي پلان له مخې يې د راتلونکو دسيسو د جاري کولو لپاره د ډاډه او مصؤنو ځايونو يعنې د خپلې خوښې سره سم په بهرنيو هېوادونو کې د سفارتونو غوښتنه رامنځته کړه . چې دا هدف په ډېره اسانۍ سره په لاس ورغی .
ښاغلی کشتمند ! افغانانو تراوسه نه دي هېر کړي چې څنګه او په څه ډول کارملي لوټمارو په بهرنيو هېوادونو کې د افغانستان له سفارتونو څخه د ملت هستي چور کړه . او د ستاسو د مکررو اعترافونو له مخې شورويانو په خپل سفارت کې د پټ کړي ظهور رزمجو ترمشرۍ لاندې د ناوړه فعاليتونو د پرمخ بېولو مخفي کميټه جوړه او شخصاً تاسو ښاغلي ته يې د کودتا مشري درپه غاړه کړه . زه باور لرم هغه وخت چې تاسو دې ناوړه کار ته ملا تړله ،ډېر ښه پوهيدئ چې د ناکامۍ په وخت کې به د دولتی قوانينو او د ګوندي اصولو له مخې د کومې سزا سره مخامخ شئ .
هو ! د کارمليانو کودتا په چټکۍ سره شنډه شوه او تاسې ښاغلی دهغې د کولو په جرم په حقه زندان ته واستول شوئ .
طبيعي ده چې د دا ډول ناوړه اعمالو د سرته رسولو له امله بايد ګوند د کارمليانو په وړاندې اصولي تصميم نيولی وای .همدا علت و چې د ۱۳۵۷ لمريز کال د ليندۍ ( قوس ) د مياشتې په شلمه نېټه د ګوند د مرکزي کميټې پلېنوم په خپلې رغنده پرېکړې سره ټول کارمليان په بشپړه اصولي توګه د ګوند له ليکو څخه د همېش لپاره وشړل . بايد يوځل بيا تاسو ښاغلي ته په ډاګه ووايم چې کارملي ډلې ان له نوموړي نېټې څخه راپه دې خوا د افغانستان د خلکو دموکراتيک ګوند د غړيتوب وياړ له لاسه ورکړی و .
شورويانو د ۱۳۵۸ لمريز کال د مرغومي (جدي) د شپږمې نېټې په خپل يرغل سره د کارمليانو د ناکامې کودتا غچ واخيست . د کارملي ډلې لاسپوڅي مشري د همدغې بېشرمانه يرغل په لړ کې له شوروي اتحاد څخه افغانستان ته راوارده شوه . شورويانو د افغانانو د غولولو لپاره په دغه لاسپوڅي ډله باندې په جعلي توګه د افغانستان دخلکو دموکراتيک ګوند او د افغانستان د دموکراتيک جمهوري دولت د انقلابي شورا نومونه کېښودل .
ښاغلی کشتمند ! ستاسو ډله په حقيقت کې هغه بې وطنه او بې ګونده لاسپوڅی کارمليان دي چې د شوروي ښکېلاکګرو د بشپړ ملاتړ په زور مو په افغانانو باندې په جعل او سپين سترګۍ سره تر لسو کالونو زياته موده بې وياړه ګوندي او دولتي واکمني وچلوله
. مګر بيا هم تاسې ښاغلی په خپلو خبرو کې کارملي ډله د افغانستان د خلکو دموکراتيک ګوند پوه اړخ او روڼ اندي ډله بولئ . د لويديزو هېوادونو له رسنيو څخه هم ګيله کوئ چې ولې يې د خلکيانو سره د افغانستان د خلکو دموکراتيک ګوند د يوشان غړو په څېر يادوي ، او وايئ چې ولې دغه رسنۍ غواړي چې د ګوند دواړه اړخونه د تکفير په يو کوتک ووهي . پښتو متل دی چې « چا په جمات کې نه پرېښوده ،ده ويل چې آس مې د ملک کره وتړئ » .
هو ! دلته ښاغلی کشتمند د شورويانو او د خپلې کارملي ډلې ټول هغه ناوړه تبليغات چې کلونه کلونه يې په عمدي توګه د خلکيانو طبيعي واکمني او د کارمل لاسپوڅي واکمنۍ سره ګډولې په بهرنيو رسنيو پورې تړي .
دا رښتيا ده چې خلکيانو د دولتي واکمنۍ د چلولو تجربه نه لرله . نړيوال امپرياليزم د سيمې اود کورنئ ارتجاع په مرسته د خلکي رژيم په وړاندې ستونځې جوړولې . خو دا هم څرګنده ده چې شوروي ښکېلاکګرو هم د ځانګړو موخو د ترسره کولو لپاره د لستوڼي د مار په څېره کې د نړيوالې ارتجاع مرستې ته ورودانګل او د کارملي پرچميانو په مرسته يې د خلکي رژيم لپاره د ستونځو بار لا دروند کړ .
ښاغلی کشتمند بايد پوه شئ چې افغانان او نړيوال دومره ساده هم نه دي چې تر لسو کالونو زياته ستاسو لاسپوڅي واکمني دې د خلکيانو په يونيم کال واکمنۍ کې ورکه کړي . اوس نو بايد زه تاسو ته ووايم چې : رښتيا دا بيخي عادلانه نه ده چې څوک د کارملي ډلې د ټولو جناياتو او هېواد ته د سترو خيانتونو بار په ناحقه د خلکيانو په غاړه وځړوي . خلکيان د افغانستان د خلکو په دموکراتيک ګوند کې له لومړي سرڅخه د هېواد پلورونکو او هېواد ويجاړوونکو ډلې په شتون باندې شرميدل . نو ځکه يې دغه مخ توري ډله د ګوندي اصولو پر بنسټ ډېر پخوا له خپل ګوند څخه شړلي وه . د۱۳۵۸ لمريز کال د مرغومي له شپږمې نېټې څخه وروسته خو ټولو افغانانو دغه کارملي ډله د تل لپاره ورټله . زه باور لرم چې يو وخت به افغان اولس وس پيدا کړي چې د دې ډلې ټول مکار جنايتکاران د قانون منګولو ته وسپاري .
ددې برخې په پای کې له درنو لوستونکو څخه هيله کوم چې په ترخې لهجې سره د ترخو واقعيتونو د بيان له کبله مې دخپلې لويۍ له مخې وبښي .