د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پان عربيزم ،دبعث ګوند اوصدام حسين ( ٢ - برخه )

پوهنمل حاجی محمد نوزادی 01.02.2007 02:00

ديوې تخنيکی تيروتنې سمون : ددی ليکنې په لومړې برخه کی دعراق دمعاصر تاريخ دڅو پيښو په لنډه يادونه کې  ليکل سوی چې په ١٩٨٠ کال دعراق سره جګړه پيل سوه ٠ هيله ده د ( عراق ) په ځای ( ايران ) ولوستل شی ٠

 د بعث ګوندڅنګه دچارو واګی ترلاسه کړې ؟

کله چې عبدالکريم قاسم دانګريزانو دلاس پوڅې فيصل هاشمې پرضد کودتا وکړه نوئي يوکيڼ لاسۍ حکومت جوړ ، عراق يې دبغداد دپکت نه وايست ، دانګريزانو جنګې هډې يې بندی کړی ، په ټاکلو ريفورمونو يې لاس پوری او دڅوګونديز دولت وجوړولو ته يې تصميم ونيوې ٠ قاسم داچه دغرب او امريکا نه دعراق خلګ په تنګ راغلې وه ،  دشوروی اتحاد سره يې اړيکې ټينګې اودوسلو رانيولو تړون يې ورسره لاسليک کړ ٠ سوړجنګ په شدت روان
او باد يې ملی شخصيتونه جاروکول ٠ ځکه نو امريکا ته داکاردمنلو نه وو ، دقاسم په مقابل کی راوپاريدل او دده دحکومت ونړولو ته يې ملاوتړله ٠ سيا (CIA ) ودي موخی ته درسيدو پخاطر تر ټولو لنډه لاره دعبدالکريم ترور
او وژنه وګڼل او ددی کار دپاره يوشپږ نفری ګروپ په نظرکی ونيول سو٠ صدام حسين چې دبعث غړيتوب يې لاپخوا ترلاسه کړې وو پدی ګروپ کی ډير حساب پری کيدی ٠ سيا پدی کار کې دمصر داستخباراتو دلاری صدام ته
دبغداد ښار د الرشيد په مشهوره جاده کی ددفاع وزارت ته څيرمه چې دقاسم دفتر هم هلته وو ، يواپارتمان په کرايه ونيوې ٠ له دغه ځايه دفاع وزارت ته تګ راتګ ښه کنترول کيدلای سو ٠ دعبدالکريم دترور دپاره ٧ - ١٠ – ١٩٥٩
نيټه دعملې کولو ورځ وټاکل سوه ٠ کله چې ترورکونکې ګروپ د هغه پر موټر حمله وکړه صدام دټولو نه مخکې دهغه دريور له پښو وغورځاوه ، قاسم په بيړه ځان پر ځمکه واچاوه اوپدی توګه له مرګه وژغورل سو ٠ صدام هم په
پښه کی زخمی او سيا وکړای سوه هغه تکريت ته وتښتوی ٠ له تکريت نه ډير ژر د سيا او مصری استخباراتو په ګډه مرسته صدام سوريی ته ورسول سو اوتر معالجې ورسته يې بيروت ته واستاوه ٠ هلته ده د سيا ترنظر لاندی په
استخباراتې او امنيتی چارو کی يوه دستاژ دوره پای ته ورسول ٠ له هغه ځايه يې وروسته بيا صدام مصر ته وليږې چې دقاهری پوهنتون دحقوقو دپوهنځې محصل اوپه يوه داسې مجلل اپارتمان کې ځای پرځای سو چې دمحصل
دژوند سره يې هيڅ ورته والۍ نه درلود ٠ دلته ته هم د ميالز کوپلند يوه استخباراتی افسر اواطلاعاتی مسئول  جيم ايشلبرګرد دلاری د سيا سره منظم دده ارتباط تامين وو ٠ دبعث په ګوند کی هم صدام يوپياوړۍ کادريعنی د
امنيتی او اطلاعاتی ( جهازالخاص ) دچارو مسئول ووچه داردو او استخباراتو ترمنځ يې اړيکې ساتلې ٠
پدی توګه دبعث ګوند د احمد حسن البکر په مشرې دعبدالکريم قاسم دمنځلاری حکومت پرضد يوه خونړې کودتاوکړه اوهغه يې له واکه راوپرځاوه ٠ ترکودتا وروسته دحقوقو پوهنځۍ محصل سمدستی بيرته عراق ته
راستون او دبعث ګوند دمخفی امنيتی دستګه مسئول وټاکل سو ٠ يواځې څومياشتی وروسته يعنی په همدی کال ديو لړ غلطيو لامله دبعث ګوند له واکه وشړل سو اوديوی بلې کودتا دتيارې نيولودپاره يې ليڅې
راونغښتلې ٠ په ١٩٦٨ کال داګوند پدی کاروتوانيدې او دچارو واګې يې په کوټلې ډول ترلاسه کړی ٠ ترکودتا وروسته دعراق او سيا ترمنځ اړيکی دحکومت په سطح دصدام تر نظرلاندی تامين سوې ٠ دعراق اوايران ترمنځ
دجنګ پروخت سيا دايران په هکله نظامی اطلاعات مستقيما پخپله صدام ته ورکوله ٠
احمدزکی يمانی دسعودی عربستان دنفتو پخوانی وزيرهم په (المصری اليوم ) ورځپاڼه کی دسيا سره دصدام دپټو اړيکو په هکله په زړه پوری يادونی کړيدی ٠ دی وائي چې دمصر دپخوانی جمهور رئيس جمال عبدالناصر ځوی
خالد ناصر دخپلو خاطرو يوکتاب وليکې اوبازار ته يې وړاندی کړ ٠ داسې ويل کيږی چې ددی کتاب ټولې  نسخی ديوه مخه ډير ژر دبازاره ټولې سوی اويوازی څوټوکه يې دلوستونکو لاسونو ته ورسيدله ٠
پدی کتاب کی خالد خپله يوه خاطره داسې بيانوی چې يوه ورځ دی دخپل پلار دفتر ته راغې مګر ددفتر مسئولينو ده اجازه ورنکړه چې دفتر ته ورننوزی ٠هغوی ده ته وويل چې جهمور رئيس مخصوصه جلسه لری اوهدايت يې راکړی چې څوک ورته دورتلو دپاره پری نږدو ،لطفا دجلسی ترختمه منتظر اوسه ٠ دجلسې ترخلاصيدو وروسته ده دوه نفره وليده چې دپلار له دفتره يې ووتل ، لومړۍ نفر يې يو سپين پوستۍ سړۍ اوبل يې يو غنمرنګه ځوان وو ٠
کله چې دی دفتر ننوت نو يې دپلار څخه دهغوی په هکله پوښتنه وکړه اوهغه ورته وويل چې هغه سپين پوستۍ سړۍ جورج بوش ( داوسنۍ جورج ډبليو بوش پلار ، ل٠ ) نوميږی او دامريکاداطلاعتی سازمان رئيس دی ، او دادوهم کس يو عراقۍ پناه غوښتونکۍدی چې دلته اوسيږی اودعبدالکريم قاسم په ترور کی په لاس لرلو متهم دی ٠
پلارئي ددغه ځوان په باره کی زياته کړه چې دی به يووخت دخپل هيواد په مقاماتو کې دپام وړ ځای ولرې ٠ زکی يمانی همدارنګه دروسی سياستوال پريماکوف دسياسې خاطرو له قوله ليکې چې دصدام حسين اودامريکا
داطلاعاتی دستګاه ترمنځ اړيکو دهمکارۍ اوکاملې مرستې څخه نيولې ترښکاره دښمنيو اودصدام پرضد دتوطئو اودسيسو تر پولې پورې نوسانونه کړيدې ٠
پدی اړوند دعراق داطلاعاتی دستګاه يولوړپوړۍ غړۍ چې دصدام دځوی سره ددښمنۍ له کبله دعراقه تښتيدلې  او اوس په لندن مهاجر دی ، دلندن انرژی څيړنو په مرکز کی يې په يوې ناستی کی داسې څرګنده کړه :
په نظرکی وه چې صدام حسين په يوه نظامی جشن کی ګډون وکړی ٠ څونفرو افسرانو چې دجشن دتنظيم مسئوليت يې درلود، دصدام پرضد ديوی توطئی پلان جوړ کړې وو اوچاودونکی مواد يې په هغه ځايګې کی چيری چې صدام اودهغه نژدی کسان بايد هلته کښيناستلې وای ، ځای پرځای کړې وه ٠ اما دامريکا اطلاعاتی سازمان موږ ته پدی هکله خبر راکړ اوزه بيله ځنډه دصدام قصر ته ورغلم ٠صدام جشن ته دتلو په هيله په خپل موټر کی دسپريدو په حال کی ووچه ما  داموضوع ورته بيان کړه ٠ دی سمدستې بيرته قصرته ستون اوهدايت يې ورکړچه هغه ځای په بيړه تلاشی اووکتل سې ٠ اوپدی توګه نوموړۍ موادله هغه ځايه ترلاسه سوه ٠ وروسته صدام امر وکړ په هغه ځاې کی ټول حاضر  افسران دده قصرته راولې اوټوله ديوه مخه بيله توپيره چارماری کړی ٠  زکی پدی اړه دوو ټکيوته اشاره کوی : پدغه داستان کی يوامکان دادی چې سيا پخپله دځينو افسرانو په مرسته دا کار ترسره کړی وی ترڅو صدام ته خبر ورکړی اودهغه اعتماد لانورهم ورجلب کړی ٠ دوهم امکان دادی چې سيا په رښتيا هم غوښته صدام له مرګه وژغوری ، نوکله چې يې دتوطئی په هکله اطلاع پلاس راوړه ، صدام يې ژر له هغه نه خبر کړ ٠
زکی همدارنګه وائي چې ډيرکسان پيژنی کوم چې پردی خبره پوره باورلری چې امريکا صدام دی کارته وهځاوه ترڅو پرايران باندی حمله وکړې ٠ دی زياتوی ، له دی نه پرته ډير کسان هم پدی باور دی چې دکويټ په اشغالولو کی هم صدام دامريکا په تشويق داکارترسره کړ ٠ داخبره ددی باور پخلۍ کوې چې وايي : د مريکاجمهور رئيس جورج بوش يې له خوبه راوپاڅاوه اوخبرئي ورکړ چې عراق پرکويټ حمله کړې اوهغه يې اشغال کړ ٠ جمهور رئيس په غبرګون کی وويل : ( سړۍ په دام کی ولويد ٠٠٠ ) ٠ دبوش ميرمنې هم دخپل ميړه ددغه ډول غبرګون پخلۍ کړيدی ٠ دا وه د زکې دڅرګندونو ځينی دپام وړ ټکې ٠ ( ددوهمې برخې پای ) ٠
نوربيا
يادونه : دامريکا سره د صدام حسين دپټو اړيکوپه اړه په افغان - جرمن سايټ کښ د ( او اسرار خودرا به ګور برد ) ترعنوان
لاندی دمحترم نګارګر صاحب يوه ژباړه هم په زړه پوری ده او په لوستلو ارزی ٠