د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په مشرف کورني او بهرني فشارونه

غلام جیلاني ځواک 01.02.2007 03:00
مشرف د ترهګرۍ په وړاندې د دوه مخۍ پالیسۍ او په کورنۍ کچه په غیر قانوني توګه د واک د ساتلو له امله د ډیرو سختو ستونزو او کورني او بهرني فشار سره مخ دی. که پاکستان پر خپلو ناسمو کورنۍ او بهرنۍ پالیسی همداسې ټینګ پاتې شي نوکیدای شي د ډيرو سترو سیاسی کړکیچونو او آن چې د له منځه تګ له ګواښ سره مخ شی، البته که مشرف په پاکستان کې د رښتیونې ولسواکۍ او ولسونو ته دخپلو حقونو د ورکړی او د افغانستان او ترهګرۍ په وړاندې دیو صادقانه چلن په لور رښتیني ګامونه پورته کړي، نو کیدای شي د پاکستان عمر یو څو ورځې نور هم اوږد شي او دهغې سترې سیاسي او ټولنیزې چاودنې مخه چې پاکستان دخپلو ناسمو پالیسیو له امله ګواښوي ونیسي.
 ګاونډیانو او نړۍ سره د پاکستان ستره ستونزه په پاکستان کې د ترهګرۍ دمراکزو شتون اود پاکستان لخوا نه یواځی د هغوی په وړاندی څه نه کول بلکی د هغوی ملاتړ او پیاوړی کول، په پاکستان کې د بنسټ پالنی پراختیا، د پاکستان د اتومی پروګرام نه خوندیتوب او په پاکستان کې د ولسواکې نه شتون دی.
 دننه په پاکستان کې د مشرف پوځی حکومت له ډیرو سترو ننګونو سره مخ دی. بلوچ ملتپال عملاً د پاکستان له پوځ سره په جګړه اخته دی، البته باید وویل شی چې دا یواځی بلوچ ملتپال ندي چې د خپلو حقونو لپاره د پاکستان د پنجابي واکمنی اداری سره په جګړه اخته دی، پښتانه، سندهیان او کشمیریان هم دپاکستان له جوړیدو راپدیخوا د خپلی آزادی لپاره په مبارزی بوخت دی، خو اوس دی آزادی غوښتونکو مبارزو ترپخوا هروخته ګړندیتوب اوشدت موندلی. له کومی راهیسی چې مشرف د ډیورنډ پرکرښه د اغزن تارونو د ځغلولو او د بمونو دکرلو خبره کړی، نه یواځی دا چې د افغانستان د حکومت او د کرښۍ د دی خوا د ولسونو له کلک مخالفت سره مخ شوی، بلکی د کرښی د ها خوا ملت پالو ګوندونوا او قومي مشرانو ورسره لا سخت غبرګون ښودلی، اسفندیار ولي خان په خپله یوه مرکه کې ویلی دی چې اوس وخت راغلی دی چې د" لرو اوبر یو افغان" شعار ته عملی بڼه ورکړای شی. دا په څرګنده د کرښی د هاخوا پښتون میشتو سیمو د افغانستان سره د یو ځای کیدو غوښتنه ده چې د کوزی پښتونخوا د ترټولو ستر سیاسی ګوند لخوا کیږی، البته دا یواځی اسفندیار ولی خان ندی چې دا رنګ غوښتنه لری بلکی په تیرو څو میاشتو کې تقریباً ټولو ملت پالو وړو اولویو ډلو او قومی مشرانو همدا رنګ غوښتنی کړی، افضل خان لالا چې یو بل ستر پښتون سیاسی شخصیت دی لږه موده مخه د پیښور کې خپریدونکی ورځپاڼی وحدت سره په یوه مرکه کې هم د کرښی د دواړو خواوو د ولسونو د ملی وحدت غوښتنه کړی وه، یانی اوس د کرښی ها خوا ملت پال ګوندونه او شخصیتونه په ډاګه افغانستان سره د یوځای کیدو خبره او غوښتنه کوی. دا په دی مانا ده چې په کوزی پښتونخوا کې د آزادۍ غوښتنۍ بهیر یو نوی پړاو ته اوښتی. دا خو لا څه چې اوس پنجابی ناسیونالیزم هم د ودی دی پړاو ته رسیدلی چې مذهبی کرکی شاته وغورځوی او اوس په پاکستانی او هندی پنجاب کې ډیرداسی کسان او ډلی شته چې د هندی پنجاب او پاکستاني پنجاب یو ځای کیدل غواړی، دا که د یو لوی هند په چوکاټ کې وی او که د یو جلا پنجابی هیواد په چوکاټ کې.
 له بلی خوا د پاکستان دوه ستر سیاسی ګوندونه ( دپاکستان پیپلز ګوند او د نوازشریف په مشری د مسلم لیګ ګوند) او یو شمیر نوری ډلی د مشرف په وړاندی دیو پراخ کمپاین لپاره چمتووالی نیسو ترڅو مشرف دی ته اړ کړی چې باید د پوځ مشری پریږدی او یو بی پری انتخابات ترسره کړی. مشرف اوس نه یواځې دا چې د پوځ مشر دی د پاکستان ولس مشر هم دی او د حکومت دمشرۍ چاری یی خپل لاس ایښودی صدراعظم شوکت عزیز ته سپارلی چې شاته یی د شجاعت حسین په مشری د مسلم لیګ هغه ډله ده چې د مشرف لخوا جوړه شوی، او د آیی ایس آیی په مټ یی په اوسنی پارلمان کې اکثریت لاس ته راوستی. اوس مشرف غواړی د همدی پارلمان په مټ یو ځل بیا په داسی حالی کې چې د پوځ مشری ورسره وی د پنځو کالو لپاره د ولس مشر په توګه خپل ځان وټاکي، خو دا خبره ورسره د پاکستان سیاسی ګوندونه نه منی او غواړی د خپل ولسی زور په مټ یی مخه ونیسی، اوس ستونزه داده چې که دمشرف د پوځ یونیفارم له غاړی وغورځوی او د پوځ مشری کوم بل جنرال ته وسپاري، نو هیڅ ډاډ نشته چې بیا مشرف وکولای شی د آیی ایس آیی په مټ خپلو پلویانو ته په پارلمان کې برلاسی ور وبښي، یانی مشرف ته د پوځ د مشری نه لاس اخستل په حقیقت کې د واکمنی څخه لاس اخستل دی.
 مشرف چې د ترهګری په وړاندی دمبارزی په وړاندی ځان د جګړی دلومړی کرښی جنګیالی بولی، اوس نړیوالو ته اوهم ناټو او امریکا ته د پاکستان دوه مخی چلن په بشپړه توګه څرګند شوی، سره لدی چې دا غږ افغانستان ډیر پخوا پورته کړی وو خو اوس ټوله نړی په دی پوه شوی چې پاکستان نه یواځی دا چې د ترهګرۍ په وړاندی اړین ګامونه نه پورته کوی بلکی دا پخپله پاکستان دی چې ترهګرو ته یی پناه ورکړی، هغوی روزي او د ورانکاریو لپاره یی افغانستان ته رالیږی، په سیمه کې بیلابیلو د ايتلاف او ناټو قومندانانو او د امریکا او انګلستان چارواکو په دې وروستیوکې په کراتو دا خبره په ډاګه کړی چې پاکستان دترهګری په وړاندی اړین ګامونه نه پورته کوی، د انګلستان د دفاع وزارت خو د آیی ایس آیی د ړنګولو وړاندیز وکړ، اوس خو کله کله د ناټو او ايتلاف ځواکونه ترکرښی ها خوا هم د ورانکارو په سنګرونو بریدونه کوی خو دترهګری په وړاندی د څه نه کولو په اړه د پاکستان دغوږ تاوۍ لپاره ترټولو مهم ګام چې اخستل شوی هغه د امریکا د کانګریس لخوا پاکستان سره د پوځی مرستو په لایحه کې د یوی مادی ور زیاتول دي چې د هغی له مخی به پاکستان سره د امریکا پوځی مرستی د ترهګری په وړاندی د پاکستان دګامونو او د پاکستان د اټومی پروګرام د نه پراختیا سره وتړل شی. نو اوس بریښی داسی چې ناټو او امریکا به نه یواځی کله چې اړینه ګڼی د کرښی نه ها خوا د ترهګرو په مراکزو بریدونه کوی بلکی پرپاکستان د بندیزونو پرلګولو غواړی پاکستان دی ته اړ کړي چې د ترهګرو له ملاتړ نه لاس واخلي، د یادولو وړه ده چې د امریکا په کانګریس کې د دیموکراتانو په راتګ د پاکستان په وړاندی دا تصمیم نیول شوی، سره لدی چې د امریکا ټولټاکنو ته ښه ښایسته موده پاتی ده خو د امریکا په هکله بیلا بیلی ټولپوښتنی څرګندوی ډیر امکان لری په راتلونکو ټولټاکنو کې د دیمکراتانو ګوند یی وګټی او که دیمکراتان هم کانګرس کې اکثریت ولری اوهم د ولسمشرۍ څوکې ورسره وی نو بیا به پاکستان ته هیڅ دا وخت ورنکړی چې د افغانستان او ترهګرۍ په وړاندی له دوه مخی نه کارواخلی.
 البته پاکستان هم لاس په لاس ناست نه دی که له یوی خوا غواړی د چین او د شنګهای کانفرانس له هیوادو سره خپلی اړیکی لا نژدی کړي له بلی خوا د ترهګری سره په جګړه کې اوس هم غواړی د نړیوالو سترګو ته خاوری وشیندی د ډیورنډ پرکرښه د بمونو د کرلو اود اغزن سیمونود ځغلولو د ناکامی ډرامی څخه وروسته اوس پاکستان دا پلمه رامخ ته کړی چې ترهګر د افغان مهاجرینو په کمپونو کې پټیږی نو ترځو چې دا کمپونه شتون ولری شونی نده په بشپړه توګه د ترهګرو مخه ونیول شی، پاکستان په دی پوهیږی چې افغانستان ته شونی نده چې په یو ځل په سل هاوو زره کډوال بیرته په هیواد کې ځای پرځای کړی نو ښکار ده چې د افغانستان حکومت به دی وړاندیز سره هم مخالفت کوی، بیا به پاکستان ته دا چانس لاس ته ورشی چې ووایی د افغانستان حکومت پر کرښه د بمونو کرل او د اغزن سیمونو ځغلول نه منی، کډوال بیرته خپل هیواد نه شی ستنولای نو پاکستان هم د ترهګرۍ په وړاندی له دې نه زیات څه نشی کولای خو اوس د پاکستان دا مداریتوبونه د نړیوالو سترګی نشی پټولی، د ترهګری په وړاندی مبارزه کې د پاکستان څیره اوس بالکل بربنډه شوی او څوک یی اوس آن په رښتیا خبره هم باور نه کوی اوس دادی د پاکستان او بیا په تیره د مشرف لاسونه ورو ورو د تړل کیدو په حال کې دي له یوی خوا د ترهګری په وړاندی مبارزه کې د خپل دوه مخی چلن له امله د نړیوالو د ورځ په ورځ زیاتیدونکې ګواښ سره مخ دی له بلی خوا دننه په کور کې هم مشرف ته په واک کې پاتی کیدل ګران شویدی ،همدا راز پاکستان کې د پنجابی استعمارلاندی د ولسونو د آزادی غوښتونکۍ مبارزی یو نوی پړاو ته اوښتی او پاکستان یی د لمنځه وړلو د ګواښ سره مخ کړی نو که پاکستان اوس هم خپلی احمقانه سرتمبه ګې ته ادامه ورکوی هغه ورځ لری نده چې دا ټول عوامل به سره لاس په لاس شی او پاکستان به د یو ستر کړکیچ سره مخ کړي.