د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان ټلواليزيون

عمر منصور انصاري 30.01.2007 03:00
د ملت د يووالي لپاره اړينه ده، چې د ملت د ټولو اړخونو له خوا يوه ملي ستراييژي تعقيب شي، او دغه چار د دولت له خوا وڅارل شي او رهبري شي. دولت (او په دولت کې ټول عناصر) پخپله بايد دغې سترايژۍ ته خورا مخلص او ژمن وي، او د نورو د هڅونې او ورته د يوه ډایرېکشن ورکونې لامل شي. که چېرې په دولت کې داسې عناصر ځای نیسي، چې د ولس يووالی زانمنوي بايد په جدیت سره ورسره برخورد وشي او مخه يې ونيول شي.
 
 دغه بيا د افغانستان په څېر وروست-جګړييزو (حتی اوس هم په جګړييزو) شرايطو کې تر ټولو اړينه ده، چې له يوې خوا پکې د جګړې په جريان کې د ملت د يووالي ستنې يو څه ډيله شوې وي او له بلې خوا مغرضو او ولس-دښمنو عناصرو د خپلو ټبرونو او قبيلو تر شا پناه اخيستې وي او د هغوی په ملاتړ غواړي بیا هم اعضمي ګټې ترلاسه کړي او او په ټولنه او دولتي سیسټم کې خپله بقا تضمین کړي.
 
 په هېواد کې د نوي بدلون په نتيجه کې، که څه هم، د ډېرو په اند، نړيوالو له يوه غمه يو څهٔ خلاص کړو، خو له بلې خوا يې له لا ډېرو چلنجونو سره مخ کړو. د قدرت وېش له پيله منصفانه ونه شو، او تر ټولو بده يې لا دا، چې هغو ته لاډېر چانس ورکړ شو، چې په کورنۍ جګړه، د خلکو په وينه تويونه، د بشر د حقوقو په نقض او د وطن او ملت په نړونه يې لاسونه ککړ وو. برعکس، بايد هغو ته ډېر چانس ورکړ شوی وای، چې د ملت وينه يې نه وه زبېښلې او دغه هېواد ته يې له زړه نه کار کول غوښتل.
 
 خو له بده مرغه داسې ونه شول، ولس يو ځل بیا په هغه ناورين واوښت، چې تصور یې نه کاوه او نه ددغسې یو منفي بدلون لپاره چمتو و. دغه پر ملت د شمال-ټلوالې، چې محرکه قوه یې شورای نظار وه، بيا مسلطول وو. هغه پخوانی تسلط خو يې لا ښه و، ځکه ټوله نړۍ پوهېده، چې يوه ناروا سلطه وه. خو دا اوسنۍ هغه يې خورا دردوونکې ده، ځکه د کرزي د ډېموکراټيکې چپنې لاندې د مارانو په څېر په هره دولتي او نادولتي سوړه ننوتلي دي. خپلې ناروا ځاني ګټې ددغې چپنې او احساساتي شعارونو په استفاده ترلاسوي. کوم ځای چې يې ګټې، پوزېشن، څوکۍ په خطر کې ولوېږي، نو بيا د "ترورېزم"، "طالبانېزم"، "حکمتیارېزم"، "ډېموکراسۍ ضد"، "قوم پرستۍ" او داسې نور تش تور تورونه پر هغو، چې تر دوی ښه دي، لګوي. او د ځان د برائت او حق په جانبه توب دعواوې کوي.
 
 د کابل اېکسپرېس د فلم په اړه د ښاغلي خليلي وينا، چې "ددغې قضيې (فلم) تر شا هغه خلک وو، چې د ترورېزم ملاتړ کوي" ، ډېر خندولی يم. د خدای لپاره د باليووډ يې له ترورېزم سره څه؟! که چېرې د بشر د حقوقو هغه راپور، چې دغه پر چوکيو ناست ښاغلي يې پر انسان-وژنې او ملت وژنې تورن کړي دي، له غربيانو پرته بل چا خپور کړی وای دوی به ضرور ويل، چې "دغه هم د ترورستانو دسیسه ده". ددغو ټولو ريښې معلومي دي، او هغه د يو روحي پرابلم زېږنده دي، دوی پوهېږي، چې ملت ددوی په نسبت خورا ډېره کرکه لري، او که نن وي که سبا دغه عناصر ګوښه کېدونکي دی. له دغو څرګندونو او دغو روحي پرابلمونو ته په کتو هغه کاريکاتور راياد شو، چې د بش په اړه هغه وخت کښل شوی و، چې "د ترورېزم پر ضد جګړه" يې نوې نوې اعلان کړې وه. په دغه کاريکاتور کې یو څوک د بش په غوږ کې ورته وايي "ښاغليه، ستاسې مېرمن حامله ده!" دی ورته په ځواب کې وايي: "زه پوهېږم، په دې کې هم د اسامه لاس دی."
 
 اصلي خبره داده، چې تنور تود دی، هر سړی ډوډۍ ورپورې کوي. دغسې یوه ډوډۍ د چارشنبې په ورځ (د دلوې په څلورمه) د ملي راډیو ټلوېزيون د رییس ښاغلی نجيب روشن له خوا هم پورې شوه. نوموړی وايي، چې د فرهنګ وزير له ده سره مشوره نه کوي، ورسره همغږي نه لري، نو ځکه "طالباني-حکمتیاري" دی (او همداراز يې پر لوی څارنوال هم دغه تور لګولی دی). او ښاغلي کرزي ته يې په خپل استعفا ليک کې پر دې سربېره ويلي دي، چې دغه د طالبانو او حکمتیار پلويان او همفکران، په سرعت سره، د دولت کليدي پوستونه اشغالوي، چې دغه د هېواد لپاره يو لوی خطر دی (دده په وينا).
 
 حيران یم، چې ښاغلی روشن په کوم دليل د کلتور وزير او لوی څارنوال پر "طالباني-حکمتیاري" متهموي، آيا وزير او څارنوال ددغو (طالبانو-حکمتیار) په پلوۍ کومه خبره کړې ده؟ او که کوم عمل يې داسې ترسره کړی، چې د هغوی په ګټه وي؟ او یا داچې دوی، د ملاعمر يا حکمتیار په امضاء مقرر شوي دي؟ آيا ښاغلی کرزی فکر نه کوي، چې دغه راز خلکو ته دومره چانس ورکول، چې دده خپل تصميم "طالباني-حکمتیاري" وبولي، به دده باور په ټولنه کې راکم کړي؟ زما ارزونه خو دا ښيي، چې د کلتور وزير یوازې د ښاغلي روشن ځاني او ټلواليزې ګټې نه ورخوندي کولې. او يواځې له همدې وېرېدهٔ، چې په راډیو ټلوېزيون کې ددهٔ پر هغه سلګونه فاشېستي-فکري، چې ډېری يې غيرمسلکي وو، انډيوالانو بنديزونه ولګوي، له کاره يې ګوښه کړي او په دغه اداره کې پلورالېزم او پروفشنالېزم رامنځته کړي. او پرېنږدي، چې دغه ملي رسنۍ ټلواليزه پاتې شي.
 د افغانستان ملي ټلوېزيون د ټلوالیزېدلو بهير د کرزی د حکومت له لومړيو روان دی. ټلوېزيون يو له هغو دولتي اورګانونو څخه دی، چې دغې ډلې له پیله پرې خېټه اچولې ده. او له دغې ډلې هر يو، چې پرې ګمارل شوی دی، بيا يې د پرېښودلو نوم نه دی اخيستی. د بي بي سي راپور په دې اړه وايي: "په لومړي سر کې حفيظ منصور دغه رياست په غاړۀ درلود . کله چې انجينير اسحق د ښاغلي منصور پر ځاى وټاکل شو تر څه مودې پورې دغه څوکۍ ليرې شوي مشر نه پرېښوده . د انجينير اسحق پر ځاى د غلام حسن حضرتي د ټاکنې پر وخت هم همدا ستونزه پيدا شوه. خو له ښاغلي حضرتي څخه نجيب روشن ته د دغې څوکۍ په سپارلو کې ظاهرآ کوم مشکل ښکاره نه شو . ښاغلى حضرتي په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت د کلتوري اتاشې په توگه وټاکل شو." له دوی څخه هر يو، چې منفکېږي، ليرې کېږي يا په دغه اداره کې، ددوی د ميل خلاف، کوم بدلون او ريفورم راوستل کېږي، نو دوی خورا ډېره بې شرمي جوړه کړي، او هر ممکن زور لګوي او فشار ورادوي، چې دغسې و نشي. د ښاغلي حافظ منصور انډوخر، چې جوړ يې کړ، لومړی او د ښاغلي نجیب روشن هغه يې بل هغه غيرمسلکي رويه وه، چې د افغانستان په اداري تاريخ کې ساری نه لري. خو هر يو، چې راغلی د هماغې کړۍ برخه وه، او د ملت وېشلو لپاره ټولو يو ډول افکار درلودل.
 ددغه ملي(!) چېينل له لارې د ولس تر منځ په دغه راز بېلتون رامنځته کولو باندې مخکې هم نیوکې شوې دي، خو غوږ پرې نه دی ګرول شوی. د ساري په ډول د ښاغلي زرموال ليکنه وړاندی کوم. دی داسې کاږي "نه داچې پښتو ته يې خپله برخه نه ده ورکړې، بلکې په يو نه يو ډول د پښتو او پښتنو توهين پکې شوی دی". بيا ليکي "څو ورځې وړاندې د ټلوېزيون په يوه خپرونه کې... د خپرونې کارکوونکو يو ليک خپور کړ... په ليک کې ليکلي وو، چې فلانی از فلانی منطقه به برنامه خود... و چنین نگاشته فلم های هندی که شما آنرا به پشتو ترجمه می کنید، بهتر است ترجمه نه کنید زیرا ما نسبت به پشتو به زبان اردو زیاد بلدیت داریم".
 
 ليکوال زیاته کړې، چې دغه خو لومړی ښايي له ځانه جوړ شوی وي، او که احياناً له خپل هېواد او خپل کلتور څخه پردي کوم چا ورته استولی وي، آیا اوسنيو حساسیتونو ته په پام سره د ټلوېزيون چارواکو دا حق درلوده چې خپور يې کړي؟ دوی دا فکر نه و کړی، چې دا ليک به د ټلوېزیون د اکثريت ليدونکو غوسه راوپاروي او که څوک څه ونه وايي نو په زړه کې خو به عقده وساتي، ټلوېزيون دا حق نه درلود، چې د خلکو په زړونو کې یې کرکې کرلې وای.
 
 دغه ليکوال د همدې ليکنې په بله برخه کې وايي، "... له ټلویزیون څخه په خپرېدونکو فلمونو کې د پښتو ژبې سپکاوی کېږي، فلم په دري ژبه وي، ټول مثبت کرکټرونه په یوه ژبه خبرې کوي او منفي او ظالم کرکټرونه په پښتو خبرې کوي، دا څه مانا؟"..."زمين داغ او عروج فلمونه يې ژوندي مثالونه دي..." ليکوال بيا وايي، "... په دې [عروج] فلم کې د کمونیستي دورې شعارونه په پښتو ژبه دي، آیا هغوی ټول پښتانه وو؟"
 
 دغه لیکوال بیا ددغې رسنۍ لخوا له خلکو سره د کېدونکيو مرکو په اړه وايي، "آيا په ښار کې يو پښتو ژبی هم نه شته، چې دوی ورسره مرکه وکړي؟" او بيا زیاتوي، "که له چارواکیو يې وپوښتل شي، نو وايي 'ولا کسی نیست که پشتو نوشته کند'." دی وايي، چې ده پخپله بې له کومې حق الزحمې ورته ډرامه ليکلې وه، "خو دوی ښايي باطله دانۍ ته اچولې وي." همداراز وايي، چې "د ثور د اتمې په مناسبت د فلمونو په فسټيوال کې يو فلم هم په پښتو ژبه نه و ژباړل شوی، ... د تلوېزيون په تاریخ کې به دا ډول ژبنۍ بې انصافي چا نه وي ليدلي".
 
 زه [ددغې لیکنې ليکوال] پخپله شاهد يم، چې ددغې رسنۍ د وروستي چارواکي (ښاغلي روشن) لخوا د خپلو خلکو په وړاندې کرکجن او غيرمسلکي ژورنالېستان او راپورتران هم مقرر شوي دي، يواځې ددې لپاره چې دده په څېر ټلواليز دي. پروسکال (۲۰۰۶م) موږ په کابل کې يو سیمينار داير کړ، رسنۍ مو هم راوغوښتې، چې د غونډې بهير منعکس کړي. دغه غونډه، يواځې پر پښتو ژبپوهنيزو مسايلو د بحث لپاره جوړه شوې وه. موږ د رسنيو لپاره پر دوو ژبو مطبوعاتي خبر خپور کړی و، د نړيوالو رسنيو لپاره مو انګرېزي او د ځايي رسنيو لپاره مو پر پښتو کښلی و. سهار يو څه خبريالان حاضر شوي وو، زما همکارانو دوی ته دغه مطبوعاتي پاڼې ورکړې وې. خو یو څو ورپسې وو، چې پر پاړسو يې ورته وليکي، يو يې ماته راووست، راته یې وويل "...چرا امينا ره ده زبان رسمي فارسی هم چاپ نه کدېن...؟" ما ورته وويل يو خو مو وخت، وګړي او امکانات نه درلودل او بله دا چې موږ فکر وکړ دغه به کفايت وکړي، چې انګرېزي او پښتو برابره شي، ځکه موږ ويل افغاني رسنۍ به خامخا پر دواړو (يوې نړیوالې او بلې رسمي) پوهېږي، چون پښتو هم رسمي ده. دغه ښاغلي په ډېره تبعیضګره لهجه راته وويل "ده آينده اي فکره نه کنين!". ما ترې پوښتنه وکړه، تاسې د کوم چينل یاست؟ ده ويل "از تلويزيون ملي". دغه دې هم د ملي تلوېزيون حال، د ژورنالېست لپاره ژبه داسې ده، لکه د ترکاڼ لپاره څټک، ترخز او رنده او بیا چې د خپل هېواد رسمي او نړيواله ژبه وي او دا چې د راپورتر لپاره څومره اړينه ده، چې تبعیضګر نه وي؟! خو تر دې يې بده لا داچې دري راپور يې هم ورته زموږ یو ملګري اصلاح کاوه. زما ملګرو راته ويل، چې دغه ښاغلي دوی ته (يوازې په دې، چې دلته پاړسو ولې نشته) اخطار هم ورکړی و، چې په تلوېزيون کې به وګورو، چې دوی څه زموږ په اړه خپروي.
 
 که څه هم دغه خبره ماته وروسته راورسېده، خو زه يې رښتيا هم خورا نهيلی کړم، په دې چې لا اوس هم دغه راز وګړي پر دولتي پوستونو شته، دوی په دولت کې پر ملت نړولو پسې راخيستې ده. په دغو څو اورګانونو کې څومره، چې يې د مشرانو وس شوی، خپل قوميان ورننويستلي دي. شمال-ټلواله، چې د کرزي په حکومت کې زښت ډېر، بې ارزښته حضور او واک لري، نږدې ټولې دولتي ادارې ټلواليزې کړې دي. حتی د هېواد رسنۍ او ژورنالېزم ټلواليز شوی دی، د افغانستان له ملي ټلوېزيونه هم ټلواليزيون جوړ شوی دی. پر دغه اداره له څو پرله پسې کلونو راهيسې ټلواليزو کړيو غاښونه خښ کړي دي. نږدې ټول پروګرامونه او ټولې ټولې خپرونې يې د همدوی په ژبه دي او د همدوی افکار خپروي او د ولس ترمنځ نفاق ته لمن وهي. که پښتو ژبه پکې، د مجبوريت له مخې، وي هم، هغه خورا بې کيفيته او نامعیاري وي، پروډکشن او توليد په پاړسو کې وشي او بيا پښتو ته راوژباړل شي. دغه د دویم لاس توليدات به د ژبې او خلکو لپاره څه اغېزه ولري؟!
 
 په اصل کې، دغه راز اعمال د ملت لپاره او د افغانستان د راتلونکي لپاره خورا مضر دي، نه د ښاغلي روشن په وينا د فرهنګ د وزير، او يا لوی څارنوال په څېر کارپوهانو ګمارنه.
  http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/story/2007/01/070105_s-kabul-xpress-ban.shtml
 ولسمشر کرزي ته د ښاغلي روشن د استعفا متن
 http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2007/01/070124_rta-afghan-resign.shtml
 ګوربت مجله