د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اوستا که « اوسیدا»

احمد جان (ماڼو) 24.01.2007 02:00

د( اوستا) په اړوند دروان 1385 کا ل د ُسنبلې د میاشتې په شپاړلسمه د( هیواد ) په اخبار کې د اغلې لیلي خرم افغانِِیڅیړونکې یوه علمي مقاله چاپ شویده پکې راغلي دي چې :
(د( اوستا) نوم د پښتو ژبې « اوسیدا » دی نه (اوستا) او دا یو نوم دی ا وهمدا ډول یې لیکلي دي د « اور» کلمه دپښتو ژبې یوه پیژندل شوې کلمه ده چې د پښتو په ډ یرو کلمو کې راغلې ده په اوستا کې لید ل کيږي او همدا شان اغلې لیلي خرم په همدې علمي مقاله کې لیکي چې د ورد گو و لایت د« ورد گو» سیمه د( اوستا) د کتاب د زيږدي ټاټو بی بولي.

همدا ډول اغلې لیلي خرم « بخدی » یې د پښتو په ( خ ) چې هماغه د پښتو « ښ» چې د «رښتيا » په کلمه کې دی ثا بتوي چې بخدي او بلخ هم د پښتوکلیمې دي په همدی ډول د باختریان دکلیمې ريښه یې راڅپړلې پدې باورچې هماغه « بخدي داوریان » د شکل اوښتون دی چې د ( باختر) په شکل اوښتي یعنې « بخدي داور» وو چې (باختر)شوی دی او وايي څرنګه چې( زمینداور) هم لرو.څرنګه چې د اغلی لیلی خرم د اوستا د نامه په هکله تحقیق خورا زړه پورې دی. خو زه له هرڅه څخه د مخه په لومړي سرکی د (اوستا) د نامه په هکله د درناوی سره یوځای یو څو لیکي لیکم ترڅو وکولای شم د محترمو ژب پوهانو او د اغلۍ (لیلی خرم) پام ورته ور واړوم .ترڅو د دی تحقیق له لاری د تحقیقاتو لوړو پوړیو ته ورورسيږو او د حقیقت بام ته ور پورته شو ا و وروسته له هغی ځا یه مخکی ا و وروسته وگورو چې زمونږ په خوا ا و شا کی نورڅه تیر شوي اوڅه پکی تیريږي .

( ویدا ) او (اوستا) چې د وه لرغو نی اریایی کتابونه دی چې پدی لیکنه کی يواځې د (اوستا) د کتاب نوم چې د( حضرت زرد شت ) پیغمبرد د ین کتاب دی ، د نامه په هکله چې اغلۍ لیلی خرم یی د پښتوژبی « اوسیدا » بولي. پدی اړوند په پوره درناوي خپل نظر په لاندي ډول وړاندی کوم :

( اوستا ): د لرغونو اریا ئیانو د( حضرت زردشت) د د ین پوری اړوند کتاب دی ، چې د اتلسمی پيړۍ راهیسی لوید يځ ا و ختيځ پوهانو پکی زړه پوری پلټني کړیدي ا و ډ یرڅه پکی لیکل شویدي ترڅو د دغه لرغوني د یني کتاب د نامه ا و هغه څه چې پدی کتاب کی لیکل شویدي وپوهيږي ترڅو وکولای شي د هغی زمانې د د ین ، مذهب ، کلتور ا وټولوهغوشیانو ځان اگاه او د هغویو د ژوند په ټولوهغو تورتم گوډونوځان وپوهوي چې په هغوی څه راغلی اوڅه پری تیر شویدي، پوهانو ډ یری هسي کړيدي ا وکوي یی او نن هم ډیری هلی ځلي روانی دی ترڅوژب پوهان د بشر د نننیو علمي او تخنیکي لاس ته را وړنو په مرسته د هغوی د ژوندانه ټول تور تم گوډ ونه جوت ا و په ټولولاس ته راوړنویی خلک پوه او خبرکړيدي.

( ویدا) او (اوستا) چې د اریا ئیانو لرغوني تاریخي کتابونه دي ، ژب پو هانو په دواړو کتابونو ا و خاصتا د نوموړو کتابونو د نومونو په معنا وو اومفاهیمو ډ یر څه لیکلي، خوهر یو پوه نوموړي نومونه پهډ ول ډ ول معنا کړیدي چې پدی صورت کی یی مفاهیم هم جدا جدا دي . او هر پوه ورته د خپلی پوهی په کچه معناوې او مفاهیم په گوته کړیدي او خپل کتابونه یې پری لیکلي دي،.دا چې اوس زمونږ اصلي موضوع د اغاۍ لیلی خرم د( اوستا) د نوی نامه « اوسیدا » پوری اړه لري په لا ندی ډول پری رڼا اچول غواړم:

( اوستا ) چې د حضرت « ز رد شت » یا « زرتشت » پیغمبر یو د یني کتاب دی چې په پیروانویې د هغی د کتاب اطلاق کيږي چې (زردشتیان یا زرتشتیان) ورته وایی . د اغلی لیلی خرم دا نظر چې وا یی « اوستا » دپښتوژبی « اوسیدا» دی،داغلی څيړونکۍ دازړه پوری ا و نوی نظر د هغو ( اوستا ) پیژند ونکو څيړونکو د نظریو سره برابر دی لکه :

(( ددی کلمی په معنا اولغوي تحلیل پوهان ډ لی ډ لی دي ، هر چا یوه توجیه ورته کړیده ا و اشکال یی هم مختلف نقل شویدي لکه : ا وستا،آبستا، ا ستا، ا وستا،آفستا ، اپستا ، د پهلوی شکل یی ( ا و پستاک ) دی چې دارمستتر (ا پستاک ) ضبط کړیدی. په سریانی ژبه ( اپستا گا ) او په عربی کی (ابستاف )دی )) ( 1 )

په دي ځاې کې د اغلۍ لیلی خرم د (اوسیدا) کلمه هم نوموړو نظریاتو ته ډیره ورته بریښي .

د نننیو ژب پوها نو په وړاندی ستره د نده داده چې د ننني علم ا و تخنیک د لاس ته راغلو پر مختگونواو وسایلو په مرسته د څیړنۍ اصلي نقطي ته ځان ور ورسوي اوريښتیني معلومات وړاندی کړي تر څو د ژب پوهانو ، څیړونکو ا و لوستونکو پری تنده ماته شی او مننه وکړي .

د اغلی خرم دا نظر چې ( ا وستا) ته (ا وسیدا) او د پښتو ژبی ژوندۍ کلمه ورته وا یی او د( اوستا) په کلمه کی دځنو تورو په اړولو را اړولو ا و په هغی کی دځنو تورو په زیاتولو او کمولو سره (ا وسیدا) جوړوی لکه :

د( اوستا) په نامه کی د (ی) ا و د (د) توری ور اضافه کول او د (ت) توری د (د) په توری اړول یا د (ا) توری وروسته کول چې د(اوسیدا) د کلمی جوړول دی تر لاسه کيږي،په دی صورت کی د (اوسیدا) نوم د (اوستا) د نامه سره په شکل او معنا کی توپیر پیدا کوی، که څه هم دا سی اړونی پوهانو هم کړیدي ، خو د لته هغه معناوی چې پوهانو د (اوستا) لپاره کښلی دي تو پیر لري ، یواځی تلفظ یی ورته نږدې دی ، خو دا چې (اوستا) د یو د یني کتاب نوم دی ا و د (حضرت زردشت ) پیغمبر د نامه او نوم پوری تړلی دی څه نا څه یی معنا او مفهوم ته تغیر ورکوي او د خپل اصل څخه وړاندی وځی .

که چیرته اغلی خرم غواړي (ا وستا) د پښتو ژبی په ژوندۍ کلمه ( اوسیدا ) ولیکی او هغی ته د پښتود ژبی ژوندۍ کلمه ووایی دا یو څرگند حقیقت دی چې د (اوستا) کلمه په (اوسیدا) اوښتلې شی ، چې دا دواړه کلیمی په تلفظ او اورید وکی سره خورا ورته دي ، خومعنا او مفاهیم یی سره یو شان ندي ، دا چې د ( اوستا) معنا د څیړونکو له نظره د اوستا په ژبه کی د« بلنی » معنا لري ا و د « اوسیدا » د کلیمی معناپه پښتو ژبه کی چې د( اوسید ل) له مصدر څخه په لاس راځې یو د بل سره یی معنا وې او مفاهیم هم بیل بیل دي . په دی اړوند د لیکونکي نظر ا وڅيړنه داسې ده :

که چیری مونږ د ( حضرت زردشت ) پیغمبر د کتاب نوم د پښتو ژبی په دی اصلی کلمه (ا وسیدا) کی تر څیړنی لا ندی ونه نیسواو دا کلمه د پښتو ژبی په بله زړه پوری ژوندۍ ترکیبي کلمه(ا و ستا ) کی ترڅيړنې لاندی راولوخورا زړه پوری به وي .

د پښتو ژبی د (ا و+ ستا ) تر کیب د ټولو څيړونکو پوهانو د (ستا) گانوڅخه معتبر ا و زړه پوری ترکیب دی او د پښتو ژبی د د وو ژوند یو او مستقلو نومونو چې (او) او (ستا ) دی جوړیږی که څیړ نه پری پیل کړو او د حضرت زردشت پیغمبر ( اوستا ) د پښتو ژبی د ( ا و+ ستا ) چې په انگریزی ژبه کی دې and you دا به زړه پوری وي.

اوس که چیری د حضرت زرد شت د د ین مقد س د یني کتاب ( اوستا ) نوم د پښتو ژبی د ژوندي ترکیبي نامه چې له دووځانګړو ټو ټو چې دځانته ځانته معنا وو او مفاهیمو لرونکي کلیمي دي سره یوځای ولیکو ورڅخه (ا و+ ستا ) جوړیږي او وروسته دا پښتو په لاس راغلی نوم را اخلو او د ( اوستا ) د مقد س کتاب د نامه سره په پرتله کووا و بیا ورته خپل پام وراړوو، گورو چې د شکل له پلوه دواړه نومونه هيڅ توپیر نلري ته به وا ئی چې دواړه د یوی مور غبرگوني بچي دي . اوس که مونږ دا دواړه په لاس راغلي ا وستاگانی یو د بل سره خوا په خوا ودروو او د بشر د تخنیکی لاس ته راوړنو د زره بین د ا لی په مرسته یی ووینوهد و توپیر پکی نشته ا و که څو ک وائی چې توپیر لري نو دا گز او دا میدا ن. پدی کی هیڅ شک نشته چې دواړه اوستاگانی د شکل له پلوه سره ورته ا ود یوه جین دوه برخی ا و د یوی مورغبرگونی لوڼه ، دا چې شکل له پلوه سره یو شا نته ښکاري خو د معنا او مفهوم له مخی پکی توپیر شته دی چې یواځی میندۍ « ژبی » دي ، چې د دوې په توپیر پوهیدای شي ، دا به نويواځې او يواځې میندې وي چې دوې به په خپلوهغوخصوصیاتو چې دوی یی لري ، پیژني نه هم نورڅوک.

تر دی ځايه وپوهیدو چې دواړه دپښتواوداوستا؛( اوستاگانی ) د یوی مور لوڼه دي چې د شکل له مخی پکی توپیر نشته، خو کړه وړه (معناوی او مفاهیم) یی څه نا څه یو د بل سره به په توپیر کی وی.چې دا خصوصیات تل په غبرگونو اولادونو کی لیدل کیږی .

اغلۍ لیلی خرم ته زما یو بل وړاندیز دا دی چې: که مونږ د (ا وسیدا ) د نامه پرځاې یوه بله زړه پوری کلمه چې زمونږ د هیوا د په ډیرو ژبو کی ژوندۍ ده او ډیر هیوا د وا ل د اورید و سره جوخت پری پوهیږی چې ( « سیده » یا د « سیدا») نوم یعنی: ( درست ، سم ، برابر، مستقیم ،معقول،حقیقت ، واقعیت .... او د خدای په لاره برابر) اوډیرې نورې سره ورته او ښکلې کلیمی چې د اسماني کتاب( اوستا ) سره د بشر د پوهاوي لپاره د ستر خدای (ج ) له خوا په (حضرت زردشت ) نازل شویدی معنی ا و مفهوم له پلوه به خورا نږدی وي که چیری مونږ د ( سیدا یا سیده ) دکلمی سره د « ا و » د ربط کلمه یو ځاې کړولکه : « ا و+ سیدا » یا« او+ سیده » چې په دی ځاې کی مونږ،د زمونږ د گران هیوا د په ټولو ژبو کی شریکی او زړه پوری کلمی په لاس را وړو چې د لوړو مفاهیمو درلودونکي دي ، چې زما په فکر دا د «او سیده » اود « ا و سیدا » شکلونه چې مونږ یی په خپلو ژبو کی لرو او په نوموړو اشکالو کی د « د » توری د « ت» په تورو واړوو نو « ا وسیدا »څخه به «اوسیتا» اود « اوسیده » څخه به « او سیتاه » په لاس راشی او که چیری په دواړو په لاس ته راغلو نومونو کی د « ی » توری چې یوغږيزتوری دی ور څخه لیری کړو نو له نوموړو نومونو څخه د « ا و ستا » ا ود « ا و ستاه » نومونه په لاس راخي چې د شکل او معنا له پلوه د ( حضرت زردشت ) د « اوستا » سره جوخت زنگون لکوې.

ا وس که مونږ داغلۍ( لیلی خرم) د « اوسیدا » د نامه سره پورتني په لاس راغلي نومونه په پرتله کړو په شکلونو کی به یی دومره څه توپیر نه وي او یو د بل سره جوخت او برابر دي خو یواځې توپیر یی په دی کی دی چې وروستنی د« ا و + سیده » ا و« ا وسیدا» کلمی په تلفظ کی ورسره توپیر لري چې معناوی یی هم ورسره توپیر پیدا کوي ، خو زما په نظر د « پشه ئی » ژبی يوه ژوندۍ کلمه چې ﻻ تر نن پوری په پشه يې ژبه کی ژوندۍ ده هغه د * اوستا*نوم دی چې د اصلي زردشتي (اوستا) څخه په شکل او معنا کی هډوتوپيرنلري. خو په پښتو ژبه کی د ( سیده یا سیدا ) نومونو روحانی اړخ قوي ښکاري نسبت د ( اوسیدا ) له نامه څخه .

لومړی – د زردشت (اوستا) دا د حضرت زردشت پیغمبر د زمانی یو دینی اسما نی کتاب دی ،چې په هغه نازل شوی وو ، کله چې مونږ ورته ا سماني کتاب وا یو ، نو له دی څخه دا په ډاگه کېږې ، چې په هغی کی به پرته له شکه د هغی وخت انسانانو ته به د لوی پروردگار له خوا پکی د( امر او نهی ) مسائل راغلي وي چې ډیرو ژب پوها نو دا نوم په « دعوت » سره معنا کړ یدي.

د وهم- د پښتو د ژبی ( ا و ستا ) ترکیب دی چې دا( ا و ستا) د پښتو په ژبه کی له دووټوټړڅخه جوړه ده چې (او) یی په پښتو ژبه کی د ربط د ( نښلولو ) لپاره او د (ستا) کلمه په حال زمانه کی د مفرد مخاطب لپاره ضمیر دی.چې د دواړو برخو په نښلولو ور څخه د پښتو ژبی د (او+ ستا) لاس ته راځي چې د شکل له مخی د اصلی «اوستا »څخه هيڅ ډول توپیر نلری.

دریم - اوس چې د دواړو (اوستا گانو ) په معناوو وپوهیدو چې لومړنی( اوستا ) د یوه دینی کتاب نوم اود دوهم د ( او ستا ) نوم دپښتو ژبی د ورځنيو خبرو اترو لپاره یوه ژوندۍ کلمه ده ،چې ویونکي یی دا سی تلفظ کوي چې گنی یوه کلمه ده تل یی یوځاې تلفظ کوي او د درناوي لپاره پکار وړل کيږې لکه (او ستا) ا و ( ا و ستا سی) چې د (ستا) او (ستا سی) کلمی هم د درنا وې کلیمي دي، خو ورسره د ( ا و ) د ربط د کلیمی پر زیاتوالی د درناوي تله لا پسی درنديږې. چې د پښتو ژبې د (اوستا) او ( ا و ستا شي) په کلموکی پوره درنښت لري لکه : کله چې یو مومن انسان د خپل خدای په وړا ندی عبادت او ورته په زارو وي نو ضرور به دا کلمات یی له خولی ورته ور وځی« آی خدایه زه ستا بنده یم ( او ستا) د در ملنگ یم ، که چیری د جمع ډول وي نو داسې وايي . مونږگنهکاران یو ( او ستاسي)څخه د بښني هیله لرو . چې د لته د پښتو ژبی په (ا وستا) او ( ا وستا سی ) کی مونږخپل خالق ته عزر او زاری کوو چې په دی پورتنیو بیلگو کی مونږد( حضرت زردشت ) دیني کتاب (اوستا ) که د پښتو دژبې د ( ا و+ ستا ) سره په پرتله کړو په شکلونو کی ورته ښکا ري او د مفاهیمو له پلوه هم یو د بل سره نږدې دي.او په کی دومره توپیر نه لیدل کيړي.

اوس چې مونږ تر دی ځايه د حضرت زردشت د (ا وستا ) دکلیمی پرتله د پښتو د ژبې د (ا وستا ) سره ولید له، چې په معنا وو او مفاهیمو کی یی ډیر ورته وا لی شته بی ځايه به نه وي چې په (پشه یی) ژبه کی یو ژوندی نوم تر بحث او غور لاندی ونیسم ترڅو د څيړونکو، لوستونکو ا و مینه وا لو تنده پری ماته شی.

( ا وستا ) په پشه یی ژبه کی یو ژوندې نوم دی ښايي دانوم دټولو « پشه یانو» په سیمو کی یو شا نته نه وی،زمونږ د ګران هیواد افغانستان جغرا فیایی جوړښت داسې دی چې د نننیو پشه یانو د اوسید وځایونه یو د بل څخه د را ز را ز حواد ثو په پایله کی سره وړاندی وتي، یو د دغو حواد ثو څخه هم د پشه یانو سره په گاونډ کی نوری ژبی وی او شته دی چې دا لرغوني اریائی ژبه یی سره و ځپله او کوچنی یی کړه، او دا په دی خاطر چې د نورو ملتو نو لپاره په خپله ژبه مکتبونه جوړ او پشه یان مجبور کړل شول چې د نورو ورونو ملتونو ژبی زده او خپله لرغونی اریائی ژبه د (ویدا) او (اوستا ) د ژبو د ستونزو حلوونکی ( پشه ئی) ژبه له یاده وباسی چې دا لوبه ا وس هم په پوره سرعت او قوت ا وبيړه سره روانه ده او د پشه يې ژبی د دغی د خپل وخت د ستري ژبی چې د خپل د دوران په وخت کی د لرغونو اریائیانو د ادیانو او سیاستونو، کلتورونوا و ا دب ژبه به وه ، چې د دی حقیقت ښه ثبوت مونږ نن په ډبرینو لیکونو کی د بیلگی په توگه د هخا منشی پاچا د بیستون د غره په لیکنه کی چې په میخی خط لیکل شویدی او همدا شان د سرخ کوتل د (حضرت زردشت) د اورتون په یونانی لیک لیکل شوی ډبرو کی یی څرگندی نښې نښانې وينو چې شته دی چې په ځانګړو زمانوکې مونږ ته خپل ژوند راښايي چې ورځ تر ورځي يې جرړې ويستل کيړي، دا پدی خاطر چې د دغه ميړني اولرغوني اریائی اولس د لرغوني اریائی ژبی ( آریک ) د ویونکوهيڅ څوک غمخور نشته ،او بل علت یی دا دی چې زمونږ گران افغانستان یو غرنی هیواد دی چې د لرغونی زمانی څخه را نیولی تر نن پوری د تلو راتلو امکانات یی د وخت په تیریدو سره ندی حل شوی ،د قومونو او قبایلو خپل منځي اړيکې کمزوری او پهډیرولنډو فاصاو کی یی دهڅکو اود نگو غرونو موجودیت دی چې د دوی تر مينځ یی همیشنی اړ یکی شلولی او لیده کاته یی یو د بل سره کمزوري کړيدي، د هغوډيردودونه يې یی هم یو له بله سره څه ناڅه جلا شوی او په ورو ورو یی ژبی یو له بله سره وړاندی وځی ا و زمونږد ا صلی لرغوني اریائی (پشه ئی) ژبی رنگ لا پسی پیکه کيږی او ترټولو ناوړه کار خو لا دا دی چې د مکتبونو په عدم موجودیت کی لوی لوی کلی یو د بل پسی د نورو وروڼو ملتو نو ژبی زده کوي ا وخپله مورنۍ ژبه هیر وي او په خپلو مینځوکی یی داڅه ناڅه پاتی په خام تارتړلې اړیکي يې هم په پریکیدو دی.

(پشه ئی) ژبه چې دا نن دومره توان لری او لرغونواریائی دڅيړنو وړکلماتو لکه: « ویدا » او « اوستا » او د دوی پوری تړلو ملحقاتوته جواب ورکوی له مینځه ځي او بی سیکه کيږي، که چیری هرڅه په دی شان سره وی او پشه یان د گاونډ يو وروڼو ملتونو مکتبونو ته ولاړ شي او د مکتب حق ورته ورنکړل شی او په خپله ژبه مکتب ونه لولی نن وی که سبا په تا بوت به یی خپل بچی وروستنی میخ ورټک وهی او مسؤلیت به یی د افغانستان دټولواکانو او نننیو واکدارانو په غاړه وی.

څرنگه چې وویل شول ( اوستا ) د حضرت زردشت پیغمبر د د ین کتا ب او په هغه نازل شوی وواوټول څيړونکې ورته د ینی کتاب وایی چې په دی ورستیو ورځو کی اغلۍ « لیلی خرم » د (اوستا) نوم په ( اوسیدا ) اړوی او وائی چې دا نوم لکه نور نومونه د پښتو نوم شمیري چې ما د پښتو د ( ا و+ ستا ) په هکله مخکی یو څوکرښي وکښلې ، ا وس به راشو اصلی مطلب ته.

د پشه ئی ژبی (اوستا) دا د حضرت زرد شت د ( اوستا ) رښتينې تصویر دی ، چې محقیقینو ته هيڅ شک نه پريږدي دا په دی خاطر چې ټول د ینی کتابونه ، د لوی خدای (ج) له خوا هر هغه وخت چې بشرورته اړتیا ولری په خپلو نازولو پیغمبرانویی نازلوي اود دی نزول څخه دا ا ستنباط کيږي چې د خلکوڅخه د پیغمبر ( بلنه ) ده . نوي د ین ته . نو کله چې د حضرت زردشت پیغمبر د نده څرگنده شوه ا ود کتا ب نوم یی معلوم شو چې (اوستا ) دی ، چې په پښتو او دری ژبو کی ورته ( بلنه یا دعوت ) وا ئی په لاس راځي خوپه ( پشه ئی ) دې لرغوني اریائی ژبه کی پخپله د (اوستا ) کلمه د(واو) دتوري په پيښ د( بلنی یا دعوت ) معنا لري.

د (پشه ئی ) ژبی د (ا وستا ) د کلمی په هکله ما په خپله لیکنه کی چې د یوه کتاب کوټي بڼه لری او لا تر اوسه پوری می چاپ ته ندی وړا ندی کړې ا و تر ډ یره حد ه پوری می پکې هڅه کړيده، چې د( حضرت زردشت ) کتاب ( ا وستا ) په هغو برخو هم رڼا وا چوم چې د نوموړی کتاب څخه وروسته ژب پوهانو پکی څیړنی کړیدی ، لکه ( زند پازند.... او ډير نور).

اوس غواړم د(پشه ئی) د ژبی د( اوستا) نوم د پرتلی په توگه د(حضرت زردشت پیغمبر) د دین د کتاب ( اوستا ) سره د ژوري څيړنې لپاره ،ښاغلو ژب پوها نو ته د هغوی قضا وت لپاره وړاندی کړم.

د( پشه ئی ) ژبی د ( ا وستا ) نوم په سلو کی سل د (پشه ئی) ژبی پوری اړه لري او زه پدی پوره باور لرم چې د (حضرت زرد شت پیغمبر) د پیغمبری څخه دمخه ( پشه ئی) ژبه ، یوه لویه ژبه وه ا وښا ئی چې د د نیا پر مخ به ډیرو خلکو پری خبری کولی او د لوست لیک ژبه به ئی وه خلکو به په همدی (پشه ئی ) ژبه ، خپل د ( زردشت پیغمبر) د د ین او د( اوستا) د مقد س اسما نی کتاب د تبلیغ چاری تر سره کړې وي او پدی هم پوره باوری یم چې د ( حضرت زردشت) د د ین د پرا ختیا په وخت کی به دی ژبی (پشه ئی ) د حضرت زردشت د ین د پراختیا سره یو ځاې د د نیا پرمخ هغوځايونوته تللی ا وغزید لی وی ترکوم ځاې پوری چې د « حضرت زردشت » دین لمن خوره شوې وي .

زه د (پشه ئی) ژبی لويښت چې نښی او نښاني یی په ډ یرو ژبو کی وینم په خپل وخت کی به پری لیکنه وکړم، زما د دی ادعا د ثبوت په خاطر چې( پشه ئی ) ژبه لرغونی آریائی ژبه ده او د ( اوستا ) د کتاب د لیکلو لا د مخه یوه پراخه ، ستره او ژوندۍ ژبه به وه ، د ثبوت لپاره یی پخپله د ( حضرت زردشت ) د ( اوستا ) نوم په پرتله ایزه توگه تر څيړنی لاندی راولم.

د( پشه ئی) ژبی د(ا وستا) نوم چې په(عربی)او زمونږ دهیوا د دمیشتوخلکوپهډیروژبوکی ورته(دعوت )وايي معنا لري. ، چې دپښتو په ژبه کی ورته (میلمستیا یاډوډۍ) او په دری ژبه کی ورته ( دعوت یا نان) وائی او په (پشه ئی ) ژبه کی ورته (او،اوی،اوسا«اوستا» چې د( دعوت ) معنا لری یوه ژوندۍ اومروجه کلمه ده ،امکان لری چې زمونږ د هیواد او دنړۍ په ډ یرو نورو هیوا دونو په ژبو ا وا د بیاتو کی د ( ډ وډۍ یا نان ) کلیمی د (دعوت ) لپاره په کار وړل کيږی.

په (پشه ئی ) ژبه « ا و» یا « ا وو» د ( پښتو) ژبی (ډوډۍ) او د( دری) ژبی د (نان ) معنا لری ، د (س ) توری چې د (او) تر شا را خي په( پشه ئی ) ژبه کی د نسبت توری دی چې په پښتو کی د (د ) او په دری ژبه کی د( ش ) توری دی پرځای به وی چې ووایم او ولیکم چې په ډ یرواریائی ژبو کی دا د نسبت توری د( s ) توری دی . چې ددی توري په څیړنه ا و بحث به په پښتو او دری فارسی ژبو په ژوندیو نومونو، اد بیاتو ا و مفاهیمو کی چې په ورځنيولیکنو او ویناوو کی پکار وړل کيړي په کی به ډ یر ژور ا و بنیا دی تغیرات را وړي ، د بیلگی په توگه : ا فغا نستان ؛ هندوستان ؛ ارمنستان ا و ډ یر نور داسې نومونه چې په پای یا یی د نا مه په مینځ کی راشي د « س » توری یی معنا ور بد لوي لکه د افغا نستان او نور (ستان ) لرونکو نومونو کی ؛ تر نن پوری زمونږدګران هيواد دادب خاوندان او څيړونکي د افغانستان نوم د (افغان) او(ستان) په ډولونو سره معنا کوی او نور « ستان» لرونکی نومونه هم همدا سی درواخله چې د « س » توری د « تان » پوری تړي او ورڅخه« ستان » جوړوی او « ستان » د ځاې اوټاټوبي په معنا پیژني چې دا دا سی نده او دا د « س » توری د (پشه ئی ) ژبی د ا د ب له مخی د « ا فغان » د کلیمی پوری نښلي او ورڅخه« افغانس » « د افغان » جوړيږي او د « تن یا تان » د ( ځای )او د(ا وسیدا ) معتا لری ، په ( پشه ئی ) ژبه کی د « تن » او د « تان » کلمی د ( پشه ئی ) ژبی د « تیک » له مصد ره چې د پښتو ژبی د « وول » ا و په ( دری ) ژبه کی د « بودن » له مصدرڅخه جوړيږي ترلاسه کيږي، د( پشه ئی) ژبی د « تن » کلمه په (پښتو) ژبه کی د « ستنی ، ستون ، پا یی » معنا لری .

هیله لرم چې زمونږدګران هيواد ژب پوهان دغی نوی موضوع ته خپل پام واړوی ا و پری نوی څیړنی پیل کړي ترڅودغه تاریخی اشتباه صحیح اوپه را تلونکی کی یوه پرځاي تصحیح وی ترڅو چې زمونږاړوندادبیات پری سمسور شی او د( آفغانستان) او نور داسې نومونه ، نه د (افغان) او (ستان) په کلمو معنا شی ؛ صحیح ډول یی داسې دی (افغانس) او( تان ) چې ورڅخه(افغانس + تان )جوړيږي ولیکل شی او معنا شی چې داډول یی اصل او( اریائی) دی ، چې « افغا نس» د « د افغان»او «تن»يې د(ځای)معنی لري.

تر دیځای پوری مونږ د( اوستا ) د کلیمی دوه برخی (او ، اوو ) او د( س ) برخی وڅېړلی چې په نښتی توگه ورڅخه ( ا وس ،اووس) جوړیږی چې د ( پشه ئی ) دا په لاس راغلی ترکیبی نوم په پښتو او دری ژبو کی د ( ډوډۍ يې ) او ( نا نش) معنا لری . اوس چې مونږ د( پشه ئی ) ژبی د (حضرت زردشت) د (اوستا) د کتاب نیمه لومړی برخه (ا وس،ا ووس) په لاس راوړه د نامه دوهمه برخه (تا) تر څیړني لاندی نیسو :

د (ا وستا) وروستنی برخه ( تا) په پښتو او دری ـ فارسی ژبو کی د« یی» او « ا ش» معناوی لری ، که مونږ دا په لاس راغلي د « یی» ا و « ا ش» د (ا وستا) دنامه په لومړنی په لاس راغلی برخی چې د«اوس » یا« اووس » برخه ده ورسره غوټه کړو نو ورڅخه(اوس + تا ) یعنی (اوستا ، اووستا ) په لاس راځي چې د (حضرت زردشت ) د د ینی کتاب ( اوستا ) څخه په شکل کی هيڅډ ول توپیر نلری .

دا چې د پشه ئی ژبی د (ا وستا ) نوم د (حضرت زردشت) د د ینی کتاب (اوستا) سره په شکل کی هيڅ توپیر نلری ا و یو د بل سره داسې ښکاري چې د یوی مور لوڼه او غبرگوني دی ،څرنګه چې نوموړی نومونه د شکل له مخی یو د بل څخه توپیر نلری نو د معنا له مخی هم سره یو دي ، دا چې د( حضرت زردشت) د د ین مشهور کتاب (اوستا) چې د هغه د نامه سره کلک تړاو لري او د خلکو څخه نوی دین ته( بلنه) ده ،د( پشه ئی) ژبی د(اوستا) یا (ا ووستا) سره هم په شکل او هم په معنا کی هډ و تو پیر نلری ،اوس چې تر دی ځا یه پوری را ورسید و ا و د ( حضرت زردشت) د (ا وستا) سره مو پرتله وکړه لدي پرتلی څخه دا پوره په ډاگه کيږي چې د( حضرت زردشت ) ا و د پشه ئی « اوستا » دواړه سره په خونداورنگ کی یو دی، خو اوس به ډیره مهمه خبره دا وي چې ژب پوهان دې ټکې پسی وگرځي چې د دغو دواړو « ا وستا گا نو » کی کومه «ا وستا» مشره او کومه یی کشرۍ یا ورپسی ده.

برسيره پر لوړو توضیحاتو په پشه ئی ژبه کی د « اوستا» داسې نوري ډیري کلیمی شته دی چې د شکل له پلوه یو ا و بل ته سره ورته او د معناوو له کبله هم خورا زړه پوری دي د بیلگی په توگه:

- ( ا ووستا) د پشه ئی ژبی د « ا و» یعنی د پښتو ژبی « ډ وډی یی – دعوت یی » معنا لری .

- (اویس)،( اویسا) د(او یک) د(خوړول) له مصد ر څخه چې « ا ویس » یا « اوییس » یا « ا وییستا » په پښتو ژبه کی (خوړوو) معنا لری.« پر چا د یوه شی د « خوړلو » معنا لری.

- ( اویستا- اویسا)(ا وی ) د پښتو ژبي « ا وړه » اوکه ورسره « سا» ولیکو نو ورڅخه « اویسا – اویستا » په پښتو ژبه کی ورڅخه « اوړه یی » جوړیږي.په دری کی(ارد ش) کيږي.

پر ځای به وی چې ولیکم : « پشه ئی» یوه لرغونی اریائی ژ به ا و د ا دب او د پوهی په درندوانډ يو بار او د ډيرو لرغونو اريايي ژبود کلماتود څپړلواو څيړنو لپاره یوه زړه پوری وسیله ده .

تر دی ځا ې پوری چې کومه ماته گوډه لیکنه و شوه ښايي دڅيړنيزوا صو لو او همدا ډول د لیک دود په د ود او شان سره برابر نه وی اود نیمکړتياوو سره مل وی ، د محترموا د ب پوهانو اوښاغلوژب څيړونکوڅخه هیله ده چې په دی لار کی راسره هر اړخیزه علمي او ادبي لارښوونه ونه سپموي .

( اوستا، اووستا، اویستا ...)؛ که « استاد، اوستاد،استاس،اوستاز« ذ،ظ»

مخکې ل حضرت زر د شت پیغمبرد مقد س کتاب(اوستا) په اړوند په پرتله کی یوڅه ولیکل اوڅه نا څه پری وپوهید و، چې د( پشه یي ) ژبی د( آو وستا) يا(اوستا) نوم د (اوسیدا)دنامه او معنا سره توپیر لری .

په پښتو، دری او د هیواد په ډيرو ژبو کی مونږ ډیري داسې کلمي لرو چې د شکل او اوا ز له مخی د حضرت زردشت د( اوستا) د نامه سره پوره ورته دي او روحاني معناوی یی ورسره کټ مت یو ډول دي،هفه زمونږ د هیوا د ، مروجی د(استاد، استاز،استاظ، استاد او د اوستاس) کلیمی دی، چې د شکل ، اوا ز ا و د مفاهیمو له پلوه د اصلي ( اوستا ) سره کټ مټ نخلي چې د( استاد) په نامه کی د اصلی (اوستا) مذهبي ا و روحاني اړ خ ډیر ژور دی. دا په دی خاطر چې زمونږ په ورځنیو خبرو اترو کی «استاد» ته یو ژور درناوی موجود دی؛ چې د حضرت زردشت د« اوستا» نوم هم تل د لارښوونی معنا او مفهوم افاده کوي. نو ویلی شو چې د حضرت زردشت ( اوستا) د( اوستاد) د کلیمی سره پوره څنګ لگوي ، نسبت(اوسیدا ) کلیمی ته کوم چې محترمۍ ( لیلی خرم) پری څیړنه کړیده.

اوس که مونږ د حضرت زردشت د د یني کتاب (اوستا) نوم د هغو ورته نومونو او تعبیرونو سره چې مخکي ليکل شوي دي په پرتله کی وگورو، نودا به ښه جوته شي، چې د (پشه يې) ژبی د(اووستا یا آوستا) نومونه چې دواړه سره یو شی دی؛ همدا ډول زمونږ د هیوا د د مروج نامه (استاد) د نامه سره په شکل او مفاهیمو کی سره تر ډ یره ځا یه پوره ورته والی لري.

د دغی څیړ نی په پایله کی زه دا په ډاډه زړه ویلی شم چې د حضرت زردشت د دیني کتاب(اوستا) د نامه او مفاهیمو سره د (پشه یی) ژبی د(ا وستا) نوم چې د(میلمستیا ، بلنی او دعوت) مانا لري پوره څنګ لگوي اوهيڅډول شک ا و ترد ید ته پکی ځای نه پاتی کیږي او برسیره پر دی د (استاد) کلمه هم د حضرت زردشت د(اوستا) د کتاب د معنا او مفهوم او شکل سره پوره ډډه لگوی.

یادونه :

د( ( ا وستا) د نامه ا و شکل ا ومعناوو په اړوند د ژب پوهانو نظریات رنگارنگ اوهر چا د خپلی پوهی اودرک سره سم پری لیکنه کړی ، په خپل واریی نوموړی نوم په مختلفو اشکالو لیکلی لکه :
«اوستا، ابستاـ استاـ اوستا م ـ ا فستا او اپستا. د پهلوی شکل یئ(اوپستاک) دی، چې دارمستتر(اپستاک) ضبط کړ یدی. په سریانی ژبه (اپستاگا) او په عربی کی (ا بستاف) دی، او لکه محققین چې وایی :
د دی نامه ذکر تر ساسا نی دوری د مخه په بل اثر کی نشته؛ فقط یو عالم ا وپرت oppert دا عقیده لری،چې دا د داریوش(2) د بیستون په ډ بر لیک(4) لیکه (46) لیکه (46) فقره کی چې ابستام راغلی ده؛ دغه کلمه ده (2 ).
په هر صورت دا کلمه اوس ډیره مشهوره ده او د معنی په خصوص کیئ دا لاندی اقوا ل شته:
( ۱ ) پروفیسرګلدنرله پروفيسر(اندراس)هسې نقل کوي چې د اوستا کلمه له پهلوي(اوپستا)ځخه مشتقه ده چې .معنايي (اسا س بنيان او اصلي متن ) ده. هسی نقل کوي چې د اوستاکلمه له پهلوي(اوپستا)Upastaڅخه مشتقه ده چې پروفیسربارتولمه او ویسباخweissbachدغه کلمه په اوستا او هخامنشی ډبر لیک کی د( پناه او کومک) په معناوو راوړي.
(۲)یو بل مشهور عالم جیکسنJaeksen: د نیویارک د کولمبیا کالج پروفیسر هسی وایی چې د اوستا اصطلاح له اوستاکAvestakڅخه راوتلۍ ده.چې دا کلمه په ساساني دوره کې عموما مستعمله وه. مګر دا نده معلومه.چې اصلي معنایی څه ده؟ښائی چې پهلوي اوستاک.لکه دسنسکریت (ویدا )غوندي د(پوهی.دانش او علم)په معنا وي یا ښایی چې معنائي اصل متنoriginaltext وي. یا قانون.
(3 ) په شرقي کتابونو او قاموسونو کی هم اوستاراوړي مثلاددساتیراسماني په فرهنګ کې لیکي:(اوستابفتح اول وثانی نام کتابیکه بر حضرت زرتشت نازل شده و معنی ان بهین ستایش و مهین نیایش و ستا بکسراول مخفف اوستاست).
فرهنګ نظام لیکي:اوستا کتاب دینی حضرت زرتشت پیغمبر ایران است اسیری لاهیجی ګوید.
علم معنی ازکتاب اوستا حصلت ناید مکش چندین عنا
اسدی طوسی په لغت فارس کی لیکی:استا.وستا.ابستا تفسیر زند است. خسروانی ګفت:
چو ګلبن از ګل اتش نهادوعکس افګند بشاخ او بر.دراج ګشت ابستا خواند
(4) اوپرتoppert هسی لیکي :داوستاکلمهاساساله ابستا Abasta پارسي کلمي څخه جوړه سويده چې معنايی قانون دیی . پ ا ت(158 )
(5) ځنی نور پوهان دا عقيده لري ،چې اوستاد مجهول او نامفهوم معنالري او دوی ټوټي کلمه ده، لومړۍ ټوټه(أ) يعنی (نه)؛ دوهمه ټوټه(ويستا) یعنی دانسته ده،او ددی نامه وجه تسمیه هم داسې بیانوي:چې اصلي باختري اوستادوی نسخی وی او دغه نسخی هم د سکندر په تاړاک کې ورکي او تاﻻسوی،وروسته چې په پارتي اوساساني دورو کی د اوستادکتاب دوهمه پلاټولنه شروع شوه،نو يې خطي ټوټي هسی وي،چې څوک نه په پو هيدل،نويي(مجهول او نا مفهوم) وباله .(3 ).
ددي لپاره چې خبره او ږده نشي يو لنډيز ته اړتياده:
پايله: تر کومه ځايه چې مونږ د (اوسيدا کلمه د اوستا )سره په پرتله کی وڅيړله او ورسره يو ځای مو د(او سيدا،او سيده،استاد،استاس،استاظ ،استاز او د پشه يې ژبی 0اوستا0يا0اووستا0)په اړوند مو وليکل او يو د بل سره مو پرتله کړل او پری وپوهيدو چې د پشه يې (اوستا، اووستا)د حضرت زردشت د کتاب(اوستا)سره د معنااو مفاهيمو له پلوه پوره څنګ لګوي نسبت نورو ټولو ورته(ستا)ګانو څخه.

د اخذ ځای:
(1) دپښتوادبياتو تاريخ ( 156 ).
(2)دپښتو ادبياتو تاريخ ( 156).
(3)د پښتوادبياتو تاريخ( 158 ).