د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښوونځیو د سوزولو د مخنیوي لارې چارې ( پاتې برخه)

ګل آغا احمدي وردګ 08.01.2007 03:00

د ښوونځیو سوزول د یو شمیر داسې کسانو او ډلو ټپلو کار دی چې نه غواړي هیواد پرمختللی، ځواکمن او په خپلو پښو و دریږي. همدارنګه هغه کسان چې د ښوونځیو سوزولو ته زړه ښه کوي، دغه شوم عمل سر ته رسوي او د هیواد هر اړخیزه ښیرازي نه غواړي نه شي کولای چې په ټولیزه توګه د هیواد د پرمختګ د لارې خنډ شي. دغه راز افراد او ډلې شاید د افغانستان د پرمختګ لړۍ له ستونزو سره مخ کړي، یو څه یې ټګنۍ کړي خو په هیڅ صورت د دې توانايي نه لري چې د هیواد د پرمختګ بهیر په ټپه و دروي. نو ویلای شو چې د ښوونځیو د سوزولو اړخونه او افراد د ګوتو په شمیر دي خو د دې شوم عمل د مخنیوي مسئولیت د افغانستان د ټول ولس او په هیواد کې د حاکمو ارګانونو ګډه دنده ده چې باید په دې لاره کې فعال او د خپل دیني او ملي مسئولیت له مخې د دې ناوړه عمل مخنیوی وکړي.
د افغانستان له ولس او حاکمو ارګانونو څخه موخه د دې هیواد ټول وګړي، حکومت، پارلمان او نور اړوند اړخونه دي چې د نړیوالې ټولنې سره په ګډه همکارۍ د دې شومې پدیدې په له منځه وړلو کې همکاري وکړي.
د ښوونځیو د مخنیوي لارې چارې زیاتې دي چې ځینو ته یې د دې لیکنې په لړ کې په لنډه توګه اشاره کیږي.

لومړی: ولسي دفاع او ساتنه

باید وویل شي چې ښوونځۍ او علمي موسسات د ولس دي، د خلکو دي او د ملت دي چې د هیوادوالو اولادونه د علم، پوهې او پرمختګ درسونه پکې زده کوي. نو د ساتنې مسوولیت یې تر بل هر چا د مخه ولس او ملت ته راجع کیږي څو د هغه په ساتنه کې خپله ملي او دیني دنده ادا کړي. لدې حقیقت څخه هیڅوک سترګې نه شي پټولای چې که د افغان ولس وګړي سره متحد شي، لاس سره یو کړي او ګډ ولسي تصمیم و نیسي نو له بهر څخه هیڅ راز قوت، هیڅ تخریبی عمل او هیڅ ډول یرغل نه شي کولای چې په خپل شوم هدف کې بریالی شي.
ولسي دفاع د غښتلی او اغیزمن ولسي پلان، ټینګ هوډ، کلک تصمیم او داسې متینو کړو وړو په شکل کې تمثیل کیدای شي چې د کلیو مشران، سپین ږیري، قومي مخور، دیني علما، روڼ آندي او نور اړوند اړخونو یې د خپلې وطني مینې په بنسټ جوړ او د عمل په ډګر کې پلی کړي.
البته په دې لړ کې هر کلی او ولس د خپلو ولسي دودونو او عنعناتو له مخې اغیزمن دفاعي ګامونه اخیستلای شي چې د قومي اربکیو جوړول، په ښوونځیو او تعلیمي موسساتو باندې ځانګړې پاملرنه او د پهرو درول، په مختلفو وسیلو سره د هغو تخریبي اعمالو د مخنیوي لپاره د پټو معلوماتو تر لاسه کول او یو لړ داسې نور اړوند ګامونه شامل دي چې کلیوال یې پورته کولای او د خپلو ښوونځیو د سوزولو مخنیوی پرې کولای شي. همدارنګه ولسي خلک پخپل منځ کې د خپلو دودونو له مخې دغه راز ژمنې ته هم په خپل منځ کې پراختیا ورکولای شي او د نورو کلیو د خلکو سره یې شریکولای شي چې که د دوی له منځ څخه هر څوک په دې شوم عمل کې خدای مه کړه ګډون ولري او یا هم د تخریبی ډلو سره د ښوونځیو په سوزولو کې د مرستې تور ورباندې رښتیا شي نو د تخریبکار د کور د سوزولو، له سیمې څخه په شړلو او د هغه د نوم د بربنډولو سر بیره به حاکمو ارګانونو ته سپارل کیږي، زنداني کیږي به او د ډول ډول جزاګانو له بهیر سره به هم مخ کیږي.
که د کلیو خلک او ولسي مشران دغه راز تصمیمونه ونیسي او هغه ته عملي جامه ور و پوښي نو هیڅوک به د کلیوالو سیمو له منځ او بهر څخه د دغه راز شومو اعمالو سر ته رسولو ته زړه ښه نه کړي.
زه په دې ځای کې د ښوونې او روزنې د محترم وزیر محمد حنیف له هغه څرګندونو سره بشپړ توافق لرم چې که د ښوونځیو په ساتنه کې ولس په خپله همکار نه وي نو چې حکومت د هرې ښوونځۍ او هر ښوونکي تر شا سر تیري موظف کړي د دې ناولې پدیدې په له منځه وړلو کې به لږ بریالیتوب په برخه کیږي او نوموړي دغه خبرې د روان ۱۳۸۵ کال د جدې د میاشتې په ۴ نیټه د امریکا غږ د آشنا رادیو د پښتو خبري سرویس سره د خبرو اترو په هغه پروګرام کې وکړې چې د دې کرښو لیکونکی یې بل ګډونوال وو. نو په دې توګه ویلای شو چې له بل هر اقدام څخه به په دې لړ کې د ولسي دفاع اغیزې زیاتې وي.

دویم: د قومي شورا ګانو له لارې د خلکو بیدارول

د قومي شوراګانو جوړول او په دې لړ کې د هغوی رول هم د زیات اهمیت درلودونکي دي څو د خلکو په متوجه کولو، بیدارولو او ملي مسئولیتونو ته د هغوی په متوجه کولو کې ستر ګامونه ایښودلی شي.
باید وویل شي چې د افغانستان قومي جوړښت، ملکي نظام او د قومي شوراګانو تشکیل ته هم د تیرې غمیزې په لړ کې ستره او نه جبرانیدونکې صدمه رسیدلې ده چې د خپلو ملي دندو په ترسره کولو کې اغیزمن رول نه شي ادا کولای. د دې لپاره چې ولس بیا په خپله د زیاتو چارو د سمون جلو په خپل لاس کې واخلي او د ښوونځیو د سوزولو په شمول یو لړ لویو ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي نو ټول اړوند اړخونه باید د قومی شورا ګانو د تشکیل او اغیزمن کولو په لاره کې ګړندي ګامونه پورته کړي.
د دې لپاره چې په کلیوالي سیمو کې د ښوونځیو د سوزولو ناولې پدیدې ته د پای ټکی کیښودل شي نو اړینه ده چې د ټولو ولایتونو اغیزمن والیان، ولسوالان، د قومي شورا ګانو مشران د یوه مشترک پلټ فارم په جوړولو کې خپل رول ادا کړي او نوموړی کار د کورنیو چارو د وزارت په نوښت سر ته و رسوي.
قومي شوراګانې دنده لري چې د خلکو او حکومت تر منځ د ارتباط یوه غښتلې کړۍ رامنځته او د نورو ستونزو تر څنګ د ښوونځیو د سوزولو پدیدې ته د ولسي او کلیوالي دودنو په رڼا کې دایمي او اغیزمن حل و مومي، په دې هکله رښتینی حقیقت خپلو خلکو ته بیان او د هغو زیانونو په هکله یې خبر کړي چې د ښوونځیو د نشتوالي او سوزولو په صورت کې د هیواد حاضر او راتلونکیو نسلونو ته رسیدای شي. همدارنګه په دې لړ کې د ملي شورا وکیلان، د ولایتي او د ولسوالیو د شوراګانو غړي هم دروند مسئولیت لري.

دریم: د ټول هیواد په سطح پراخ تبلیغاتي کمپاین په لاره اچول

د افغانستان حکومت، غیر دولتي موسسات، د خبري رسنیو مسئولین او له افغانستان سره د نړیوالو مرستندویو ادارو چارواکي او اړوند اړخونه ټول د یوه ګډ او ملي تصمیم په لړ کې یوه پراخ، اغیزمن تبلیغاتي کمپاین د ټول هیواد په سطح په لاره واچوي او د دې تبلیغاتي کمپاین لپاره دې داسې پلان جوړ شي چې یو کلن، دوه کلن، پنځه کلن او اوږدمهالي پروګرامونه ولري. په دې لړ کې دې د هیواد ټولو خبري رسنیو لکه رادیوګانو، تلویزیونونو، اخبارونو، ورځپاڼو، مجلو، مهالنیو، لیکوالانو، شاعرانو، دینې عالمانو، ادییانو او ټولو ذیدخله اړخونو ته دنده و سپارل شي او رسمي غوښتنه دې ترې وشي چې په دې لړ کې خپله اسلامي ، ملی او ایماني دنده ادا او دغه سترې ستونزې ته د هیوادوالو داسې پام را واړوي چې په ملي جامه پوښلی او د ښوونځیو د مخنیوي ټولولارو چارو ته د اغیزمنو مشورو درلودونکي وي. البته نوموړی کار که د هیواد د ولسمشر د ځانګړي فرمان او وینا په بنسټ وشي نو شاید چې اغیزې به یې له هغه کمپاین څخه زیاتې وي چې په عادي او ځانګړې توګه په کار پیل کوي. په همدې توګه د دې ستر مطبوعاتي او تبلیغاتي کمپاین په لړ کې دې د ښوونې او روزنې وزارت د هغو لیکنو او مقالو یوه ټولګه د هیواد په رسمي ژبو د یوه کتاب په بڼه چاپ او په ټولو هیواد کې دې دهغه د ویشتلو تابیا وکړي چې تر دې مهال په دې لړ کې د مختلفو لیکوالو له خوا خپرې شوې دي.
همدارنګه وخت پر وخت دې داسې چاپ کړې پاڼې په هغو سیمو کې د الوتکو له لارې و شیندل شي چې د تبلیغاتو لړۍ ښه رسیدګي نه شي ورته کولای او په هغو پاڼو کې داسې تبلیغاتو ته ځای ورکړل شوی وي چې نوموړې موضوع یې د دیني او ملي ارزښتونو په رڼا کې څیړلې وي او دهیواد په ملي ژبو لیکلې وي.
د دې تبلیغاتو په لړ کې باید د کورنیو چارو، او ښوونې وزارتونه ځانګړې تبلیغاتي ډلې جوړې او د کلک امنیت په درلودلو سره د هغو سیمو له وګړو سره لیده کاته وکړي چې هلته د ښوونځیو د سوزولو پیښې را منځته کیږي.
په همدې توګه وخت پر وخت دیوالي مجلې او تشویقی ابلاغیې هم د نوموړو تبلیغاتو یوه بله برخه کیدای شي.

څلورم: د جوماتونو او دیني عالمانو رول ته زیاته ملي پاملرنه

دیني عالمان او جوماتونه د یوه هیواد په زیاتو چارو کې لوی رول تر سره کولای شي لکه څرنګه چې د یوې سنتي ټولنې خلک د ځینو ځانګړو حساسیتونو په مقابل کې پارولی شي په همدې توګه د مختلفو عواملو له کبله د پاریدلو خلکو په آرامولو کې هم لویه ونډه تر سره کولای شي. د هیواد د یني عالمان کولای شي چې د جوماتونو د لارې نوموړې مسئله د دیني احکامو په رڼا کې خلکو ته تشریح او د ښوونې او روزنې اهمیت ورته څرګند کړي.
دیني پوهان، عالمان، روحانیون، ملا امامان او د رسوخ والا اشخاص کولای شي چې له فرصت څخه په استفادې سره د پنځو فرضي لمونځونو، د جمعې د لمانځه، د اخترونو د لمونځونو او په هدیرو باندې د وعظ پر مهال خپل ګران هیوادوال له دغه ستر او عظیم مسئولیت څخه په ښه او اغیزمنه توګه آګاه کړي که په دې لړ کې د حکومت او اړوندو ارګانونو له خوا څه تشویقي او امتیازي رول ورته و منل شي هم بده به نه وي.
په همدې توګه حکومت زیار و باسي چې د دیني زده کړو چارو ته د هیواد د ننه سمون ورکړي څو زموږ د هیواد طالب زلمي اړ نه شي چې ګاونډیو هیوادونو ته د دیني زده کړو د لاسته راوړلو لپاره په تللو اړ شي او د هغو هیوادونو د استخباراتي ملایانو د توطیئو ښکار شي د حقیقي دیني زده کړو پر ځای د هیواد د ورانولو درسونه ورته ولولي، د اسلام مبارک دین د نورو هیوادونو په چارو کې د مطبوع هیواد د حکومتي چارواکو د ناروا لاسوهنو موخه ګرزوي او زموږ دهیواد په چارو کې یې د خپلو ناولو موخو د لاسته راوړلو لپاره استعمالوي. همدارنګه د ښوونځیو سره حساسیت پیدا کړي، د هغه سوزولو، روانولو او د دې بهیر د له منځه وړلو لپاره زموږ د خپل هیواد زامن استعمال کړي..
په همدې توګه هیواد پال دیني عالمان کولای شي چې خلکو ته د پراخ اسلامي نظر له لارې د خپلو ملي زیربناوو اهمیت څرګند او د هغه ساتنه د ټولو هیوادوالو ملي او دیني وجیبه وبولي.

پنځم: د کشف د ځانګړو ارګانونو تشکیل او فعالیت

د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست ته دنده و سپارل شي چې د ټولو ولایتونو او ولسوالیو د چارواکو سره د یوه ګډ تفاهم له مخې د کشف داسې ځانګړي سیمه ایز ارګانونه تشکیل او په کار وګماري چې دنده یې یوازې او یوازې د ښوونځیو د ساتنې او ملی زیربناوو ته د ضرر رسولو په هکله اړوندو اړخونو ته په وخت راپور ورکول وي. همدغه ډلې دنده لري چې په دې اړه کره، ریښتني او سم معلومات په داسې ډول را غونډ او د اړوندو چارواکو په واک کې ورکړي چې د ولسي خلکو مصلحت او امنیت یې له بل هر څه څخه زیات په پام کې نیولی وي، د ښوونځیو د ورانوونکو توطیئې شنډې او هغه ټول پلانونه رسوا کړي چې زموږ تعلیمي بهیر ته د زیان رسولو هڅې کوي.
د کشف دغه راز ډلې باید په ولسي جامه او په هغو سیمو کې په زیاته اندازه فعالې شي چې له ګاونډیو هیوادونو څخه د هیواد د غلیمانو د ننوتلو شک پرې کیږي. همدارنګه د کشف دغه ځانګړې ډلې باید زیاتې فعالې، حساسې او د هیوادپالو اشخاصو درلودونکې وي چې د تخریب هر ډول ریښې کشف او په خپل وخت سره یې رسوا او د هیواد د نورو امنیتي ارګانونو سره ټینګه همکاري ولري.

شپږم: په لویو تصمیم نیوونکو ارګانونو کې د ستونزې مطرح کول

سره له دې چې د ښوونځیو د سوزولو په اړه شاید په کابینه کې بحث شوی وي، شاید د ملی شوری په دواړو مجلسونو کې په نوموړې مسئله څه ناڅه غور او څیړنه شوې وي او شاید په یو لړ نورو ادارو او ارګانونو کې هم د ښوونځیو د سوزولو مسئله په لویه او وړه سطح مطرح شوې وي خو له دې سره سره ضروري ده چې نوموړې مسئله په یو وخت، د یوه ملي پلان او کړنلارې او مختلفو پروګرامونو له مخې د هیواد د ولسمشر، کابینې، ملي شوری، ژورنالیستانو، مدني ټولنو، د هیواد د ننه او بهر د نظر د خاوندانو، ټولنیزو سازمانونو، غیر دولتي موسساتو او د هیواد د ریښتینو سیاسي کړیو له لوري په جدي توګه مطرح او تاوده بحثونه پرې وشي او په دې هکله د مختلفو عملي کړنلارو په اړه غور، مشورې او څیړنې تر سره شي.
همدارنګه د نوموړې مسئلې ټول اړخونه څرګند او د پوهانو نظریې پرې څرګندې او د لیکوالانو لیکنې پرې خپرې شي چې بیا وروسته د همدغو ملي نظریاتو، لیکنو، مقالو او څرګندونو یوه ټولګه چاپ د هیواد په ملي ژبو خپره او د هیواد په ټولو سیمو کې وویشل شي. البته په نوموړو مقالو کې باید د دې شومې پدیدې د ناروا والي، پیدایښت، عواملو، زیانونو او حل لارو په اړه پراخې څرګندونې موجودې وي، په ساده او روانه ژبه د خلکو په واک کې ورکړل شي. څو هغه هیوادوال له اصلي حقیقت څخه آګاه شي چې دغه راز اعمالو ته زړه ښه کوي او خپل هیواد په خپل لاس ورانوي.

اووم: د هیواد په سطح د یوې سترې جرګې دایرول

د ښوونځیو د سوزولو مسئله د افغانستان د ټولو وګړو لپاره تر ټولو ورانوونکی او تخریبي ستونزه او زموږ د ملت لپاره حیاتي مسئله ګڼل کیږي چې زموږ د ټولنې په ژوند یې خپلې ناولې منګولې لګولې دي. که موږ روغه ښوونه او روزنه ولرو نو موږ به د یوې ژوندۍ ټولنې په حیث ژوند کوو خو که زموږ د زده کړې بهیر له ګواښونو او تهدیدونو سره مخ وی نو زموږ ژوند له خطر، سختو ګړنګونو او ناخوالو سره مخ دی. پدې لړ کې ضروري ده چې د لویې جرګې په شان یوه داسې ملي او سراسري غونډه را وبلل شي چې په هغه کې د هیواد زیاتره دیني عالمان، پوهان، سپین ږیري، قومي مخور، مشران، روڼ آندي، روحانیون، مسلکي شخصیتونه، سیاسي کړۍ، د پوهنتونونو او ځینو ښوونځیو مدیره هیئت او ښوونکي، حکومتي مشران، څیړونکي، لیکوالان، شاعران، ادیبان، فرهنګي شخصیتونه، ژورنالیستان، د غیر دولتي موسساتو استازي او ټول اړوند اړخونه شامل وي.
باید وویل شي چې د جرګې د دایرولو چارې د ښوونې روزنې او لوړو زده کړو وزارتونو ته و سپارل شي او هڅه وشي چې په ډیرو کمو لګښتونو دغه جرګه د هیواد په پلازمینه کابل کې جوړه او د هیواد د ولسمشر په داسې یوه وینا پیل شي چې د ستونزې په اړه ریښتینو واقعیتونو ته پکې ښکاره اشارې شوې وي. په همدې توګه د مسئلې په اړه د ټولو دیني، پوهنیزو او ټولنیزو اړخونو له لوري پراخې مشورې او خبرې اترې تر سره او د ستونزې د حل هر اړخیزې لارې چارې و لټول شي. همدارنګه داسې یو اغیزمن تصمیم و نیول شي چې په عملي تګلارو بنا، د مثبتو پایلو درولودونکی او د ښوونځیو د سوزیدود مخنیوی په لاره کې ګټور وي.

اتم: د لنډمهالو او اوږد مهالوپلانونو درلودنکې ملي استراتیژۍ جوړول

د ښوونې او روزنې د وزارت په وړاندیز دې د لنډ مهالو او اوږد مهالو پلانونو درولودونکې داسې یوه ملي استراتیژي جوړه شي چې د لوړو زده کړو، ښوونې روزنې او کورنیو چارو د وزارتونو او د پوهنتونونو د چارواکو په نظریاتو سنبال وي. نوموړې استراتیژي د زده کړې د حمایې، د ښوونځیو د سوزولو د مخنیوي لارې چارې او همدارنګه د هیواد په سطح د تعلیمي نظام غښتلي کول یې د سترو موخو څخه وي، ملي ګټو ته له هرڅه د مخه د لومړیتوب حق ورکړي او د ښوونکو د ژوند د ښه کولو په هکله پرې غور شوی وي. د ښوونځیو د سوزولو مخنیوی او ښوونکو ژوند ته ریښتینې پاملرنه باید د دې استراتیژۍ تر ټولو مهم ټکی وي ځکه ښوونکی د ټولنې د روغتیاپال یا ډاکتر حیثیت لري نو که چیرې د ټولنې ډاکتر او د هغه ژوند ته پاملرنه نه کیږي مانا دا ده چې ټولنه ناروغه او کمزورې پاتې کیږي خو که چیرې د ټولنې د ډاکتر وضع ښه وي نو په غوره توګه خپلو چارو ته رسیدګی کولای شي او د ټولنې د رنځونو لکه بې سوادۍ او ناپوهۍ ته د زده کړې او پوهې درمل ورکوي. داسې مو هم اوریدلي دي چې د فرانسې د ښارونو هغه سړکونه چې د عامو خلکو تلل راتلل ورباندې منع دي خو ښوونکي ته په هر حالت کې د تیریدو اجازه د دې له کبله ورکوي چې دنده یې تر ټول مهمه ده او بل هیڅ شی دومره اهمیت نه ورته لري لکه د ښوونکې دنده چې د ټولنې د روزلو او درملنې دنده یې پرغاړه ده. نو ضروري ده چې د افغانستان ټول ذیدخله اړخونه دغه لویې او ځورونکې مسئلې ته د اهمیت په سترګه وګوري او د استاذاتو د ژوند د ښه کولو لپاره وړ اقدامات وکړي. له بلې خوا د ژمي په موسم کې د ښوونکو مسلکي زده کړې ته پاملرنه وشي ځکه همدا اوس شاید زموږ لس فیصده ښوونکي هم د ښوونې او روزنې مسلکي زده کړه و نه لري.
نوموړې استراتیژ به د خپلو لنډمهالو او اوږد مهالو پلانونو عملي کولو ګام په ګام څیړي او د هیوادوالو لپاره به د زده کړې د ښو شرائطو د رامنځته کولو تکل کوي. همدارنګه د هیواد په پلازمینه او ولایتونو کې به په خپلو مورنیو ژبو د زده کړې د برابرولو هلې ځلې کوي او د دوو سترو ملي ژبو انډول به د زده کړې په ډګر کې په جدي توګه په پام کې نیسي.

نهم: د ساتنې د ټولو هڅو همغږي کول

د افغانستان حکومت ته ښایي چې د ښوونځیو د ساتلو په لړ کې خپل حمایوي پروګرامونه د دفاع د وزارت، د کورنیو چارو د وزارت، د ملي امنیت د ریاست، ولایتونو، سرحدي ساتونکو، نړیوالو ایتلاف، ناتو او آیساف د ځواکونو سره همغږي کړي. نوموړې همغږي باید د یوه پراخ توافق او تفاهم په صورت کې پداسې ډول منظم شي چې ټاکلې موخې په ښه توګه په نښه شوې وي او ولسي خلکو ته پکې له زیان رسولو څخه ډه ډه وشي او زیات تمرکز یې په هغو سیمو باندې حاکم وي چې هیواد ته د ترهګرو ډلو د راننوتلو شک پرې کیږي. همدارنګه نوموړی پروګرام دنده لري چې د ښوونځیو د سوزولو د ناولې پدیدې ریښې د حکومت د ننه عناصرو او هغو شرکتونو او موسساتو په فعالیتونو کې هم ولټوي چې د دې ډول ناوړه اعمالو شک پرې کیږي ځکه دې خبرې ته هم په وار وار ګوته نیول شوې چې شاید د دې ناولې پدیدې عوامل په ځینو هغو ډلو او افرادو کې هم موجود وي چې په ښکاره یې له حکومت سره د مرستې سر ښورولی خو په حقیقت کې د افغانستان د ریښتنې سولې او ثبات سره علاقه نه لري.

لسم: د ملي پخلاینې د پروګرام ګړندي کول

اوس مهال نه یوازې افغان حکومت بلکي نړیوال ایئتلاف او ناتو هم پدې نظر دی چې د افغانستان روانه ستونزه یوازې د جګړې له لارې نه شي حل کیدای بلکي باید ټول اړوند اړخونه سره کښیني او خپلې ستونزې د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې حل کړي. باید وویل شي چې د هیواد په تیرو جنایاتو کې د ښکیلو ډلو ځینې اړخونه د افغانستان په اوسني حکومت کې د ګډون او برخې اخیستلو حق لري نو بل اړخ ته بیا ولې د کاملې نابودۍ فکر کیږي؟ که چیرې عدالت، حساب او محاکمه وي نو باید د جګړې د ټولو اړوندو اړخونو سره یو ډول محاسبه وشي. نوموړې موضوع داسې یوه پوښتنه ده چې د افغانستان په چارو کې ټول اړوند اړخونه ورسره مخ دي او فکر کوي چې د یوې شاملې روغې جوړې د بهیر د پیاوړتیا څخه پرته د دې هیواد د ستونزو او لانجو حل ډیر ستونزمن دی.
نو غوره خبره داده او په هیواد کې د ښوونځیو د سوزولو د پدیدې د مخنیوي لپاره هم اړینه ده چې د لانجې د ټولو اړخونو او اړوندو افرادو لپاره د ملي روغې جوړې پروګرام او هلو ځلو ته ګړندي توب ورکړل شي او هغه ټول اړخونه را پخلا شي چې د پردیو په لمسون د خپل هیواد ملي زیربناوې او ښوونځۍ سوزوي.

یوولسم: کار اهل کار ته سپارل

د افغانستان د اوس مهال یوه لویه ستونزه دا ده چې د دې هیواد په زیاتو حکومتي او ټولنیزو چارو کې کار خپل اهل ته نه دی سپارل شوی او همدغه ستونزه ده چې د زیاتو کارونو سر ته رسول یې له معیار څخه لرې ساتلي، د مسلکي کسانو له پوهې څخه په زړه پورې استفاده نه ده شوې او نه هم د خپل مسلک اړوند کارونه ورته سپارل شوي او د پوهانو له تجربو څخه د استفادې کچه ډیره ښکته ده.
اهل کار ته د مناسب کار نه سپارل زموږ هیواد د یوې لویې تشې سره مخ کړی چې تعلیمي ستونزې هم له دې چوکاټ څخه بهر نه شي پاتې کیدای.
که د هیواد په چارو کې کار خپل اهل، لایقو، او پوهو کسانو ته د مسلک او پوهې له مخې و سپارل شي نو د هغو زیانونو کچه تر ډیرې اندازې پورې را ښکته کیږي چې نن ورځ زموږ ښونیز بهیر ته متوجه دی او دغه بهیر یې له لویو لویو ستونزو سره مخ کړی دی.
که کار خپل اهل ته وسپارل شي نو هغوی کولای شي چې د ښوونې او روزنې د بهیر لپاره یوه داسې روښانه استراتیجي او اغیزمنې تګلارې وټاکی چې د ټولنې تعلیمي اړتیاوې یې په ښه توګه په نظر کې نیولې او د ټولنې وګړو ته یې د عمل په ډګر کې په داسې ډول وړاندې کړي چې هیڅوک هم زموږ ښوونځیو ته د سوزولو تکل و نه کړي.

دولسم: د اسلامي زده کړو لپاره په هیواد کې د زده کړو د زمینې برابرول

زموږ تعلیمي بهیر ته چې اوس مهال کوم ګواښونه، ستونزې او جنجالونه پیښیږي تر ډیره حده خلک فکر کوي چې هغه کسان یې ورته پیښوي چې په ګاونډیو هیوادونو کې د دیني زده کړو په بانه هغو دیني مدرسو ته ورځی چې د پاکستان په جوماتونو کې د دې هیواد د ملایانو له خوا جوړې شوې دي. په ښکاره خو نوموړې زیاتره مدرسې په خیرات یا چنده باندې چلیږي او موخه یې د دیني زده کړو پراختیا ده خو د ځینو دغسې مدرسو په هکله زیات څیړونکي فکر کوی چې د ګاونډیو هیوادونود استخباراتی کړیو لپاره کار کوي او له دین څخه د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره ګاونډی هیوادونه غواړی چې دغه راز وګړي د دینې جذبې له مخې او تر همدې نامه لاندې د افغانستان په ضد استعمال کړي او په مغزونو کې یې هغه روزنه ور پیچکاري کړي چې تخریبي موخې لري او د نورو هیوادونو په چارو کې د ناروا لاسوهنې یوه ښکاره بیلګه ګڼل کیږي.
نو که چیرې په خپل هیواد کې د دیني طالبانو لپاره د مدرسو تابیا و نیول شي نو ډیره حده د دې ستونزو په حل کې مرستندویې واقع کیدای شی او بیا به زموږ د هیواد یو شمیر زده کوونکي اړ نه وي چې ګاونډیو هیوادونو ته د دیني زده کړو د حصول لپاره ولاړ شي او بیا د خپل هیواد د عامه ګټو او تعلیمي بهیر په ضد د د هغوی له خوا د یوې آلې په توګه استعمال شي.

دیارلسم: جګړه ځپلو سیمو ته د اقتصادی مرستو زیاتوالی

د هیواد هغه سیمې چې د مختلفو عواملو له کبله جګړو زیاتې ځپلې دي په هماغه اندازه زیاتو اقتصادي مرستو او د بیا رغونې د پروګرامونو عملي کولو ته اړتیا لري. هلته خلک فکر کوی چې له دوی سره بې انصافي کیږي، د دوی سیمه جګړو، بریدونو، او ناخوالو سخته ځپلې او د مرستو په لړ کې لومړی درجه مستحق ګڼل کیږي.
همدارنګه د هر اقتصادي پروګرام په عملي کولو سره سیمه د سولې، ثبات، پخلاینې او آبادۍ په لوري ځی او له جنګ او ناوړه اعمالو سره کرکه اعلانیږي.
په همدې توکه که په جګړه ځپلو سیمو کې د بیا رغونې چارې ګړندۍ شي، اقتصادي پروګرامونه په اغیزمنه توګه پلي شي او خلکو ته د کار کول زمینه پیدا شي نو د ښوونخیو د پرمختګ او د ښوونې او روزنې لپاره هم دغوړیدو زمینه برابریږي او د هغو فرصت طلبو اشخاصو لاسونه د ښوونځیو له سوزولو څخه لنډیږي چې د مختلو عواملو له کبله دغه راز ناوړه اعمال سر ته رسوي.
د دې حقیقت یادونه ضرروي ده چې په زیاتره مواردو کې ځینې کسان او ډلې د بیکارۍ، بې عملۍ او ناخبرۍ له کبله دې ډول ناوړه اعمالو ته مخه کوي او غواړي چې خپل ژوند ته د ناوړه اعمالو د سر ته رسولو له مخې ادامه ورکړي. خو که چیرې سیمه د ښیرازۍ په لوري ګامونه ږدي، د بیا رغونې چارې ګړندۍ کیږي، اقتصادي چارو ته سمبالتیا ورکول کیږي نو زموږ ښوونیز نظام ورسره ځواکمن کیږي او بیا هیڅوک د جګړو، زور زیاتي او تخریبي اعمالو سر ته رسول نه غواړي.

څوارلسم: له ګاونډیو هیوادونو څخه د مهاجرینو د راستنولو د پروسې ګړندیتوب

د افغانستان مهاجرین او په خپل هیواد کې د هغوی بیرته میشته کول د افغانستان د حکومت یوه لویه، درنده او غموونکې ستونزه ده چې د سترې غمیزې په لړ کې دغه هیواد ته ور پیښه شوې او شاید چې تر لسګونو کلونو پورې به دوام وکړي. د دې ستونزې د حل تر ټولو غوره لاره په خپل هیواد کې د نوموړو مهاجرینو بیرته راستنول او ځای په ځای کول دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د اټکل له مخې همدا اوس د افغانستان درې میلونه مهاجرین په پاکستان او ایران کې ژوند کوي چې د دې شمیره زیاته برخه بیا په پاکستان کې اوسیږي.
دا خبره سمه ده چې د افغانستان اقتصاد کمزوری دی او اقتصادي سرچینې یې محدودې او دومره ځواکمنې نه دي چې د افغان مهاجرینو ټولو اړینو غوښتنو ته په یوه وخت کې مثبت ځواب ووايي خو دا هم یو حقیقت دی چې که چیرې په هیواد کې د نورو غیر ضروري حکومتي لګښتونو مخه و نیول شي، د افغانستان حکومت او ملت دواړه د دې ستونزې د هوارولو لپاره لاسونه سره یو کړي نو کولای شي چې د نړیوالې ټولنې په مرسته او همکارۍ له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان مهاجرینو د بیرته راستنولو او په خپل هیواد کې د هغوی د ځای په ځای کولو هغه ستونزه هواره کړي چې همدا اوس افغانستان ورسره لاس په ګریوان دی.
باید وویل شي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د ناروا مداخله په موخه لاسوهونکي ګاونډی هیوادونه کولای شي چې په ډیره آسانه توګه زموږ د مهاجرو هیوادوالو له منځ څخه افراد پیدا او د خپلو تخریبي اعمالو په لاره کې یې په کار و ګماري، زموږ د هیواد د هر اړخیزو زیربناوو او تعلیمي موسسو د تخریب په لاره کې ترې کار واخلي چې په دې لړ کې یو شمیر حقیقتونه ترخه واقعیت ویندويي کوي. خو که چیرې افغان مهاجرین بیرته خپل هیواد ته راستانه شي نو تر ډیره حده د هغو ګاونډیو هیوادونو مداخله زموږ د هیواد په کورنیو کې چارو کې بې اغیزې پاتې کیږي چې ناولې موخې لري او د ښوونځیو د سوزولو په شمول زموږ د هیواد ملي زیربناوې د تخریب له لاسونو څخه نجات مومي.

پنځلسم: د اسلامي هیوادونو د پوهانو د غونډې رابلل

د ښوونځیو د سوزیدلو په لاره کې باید د افغانستان خلک له هرې ممکنې لارې څخه استفاده وکړي او د غه شومې پدیدې ته ژر په هیواد کې د پای ټکی کښیږدي چې په دې لاره کې د هیواد پلازمینې کابل ته د اسلامي هیوادونو د پوهانو د غونډې رابلل شامل وي. د نوموړې غونډې اجندا باید په داسې ډول ترتیب شوې وي چې په هغه کې د اسلام له نظره علم، پوهه، زده کړه، ښوونه او روزنه، ښوونځۍ او د علم جونګړې څومره اهمیت لري او اسلامي امت باید په دې لاره کې کوم ګامونه ترسره کړي. همدارنګه د هغو کسانو ناوړه کړه وړه د اسلام له نظره تشریح کړي چې ښوونځۍ سوزوي، د علم د پرمختګ مخنیوی کوي او د اسلامي امت وګړي د جهل او ناپوهۍ له تورتمونو سره مخ کوي. په همدې توګه په دې لاره کې د هغو هیوادونو ناروا لاسوهنې هم و څیړل شي چې زموږ هیواد ته د تخریب لاسونه اوږدوي او زموږ د تعلیمي موسساتو په شمول د هیواد هر اړخیزې زیربناوې ورانوي. بل دا چې د اسلامي هیوادونو دغه پلاوی زموږ د هیواد له پوهانو سره په ګډه مشوره د افغانستان لپاره د دیني زده کړو د موسساتو په جوړولو کې د مشورو یوې ګټورې لړۍ ته پراختیا ورکړي او په دې لاره کې زړه سواندې مشورې تبادله کړي.

پایله

د ښوونځیو د سوزولو پدیده د افغانستان لپاره د حاضر وخت تر ټولو لویه او نه جبرانیدونکې ستونزه ده چې باید ژر د پای ټکی ورته کیښودل شي. په دې لړ کې د افغانستان حکومت او د ملت فرد فرد دنده لري چې خپل رول ادا او په دې لاره کې فعال شي. د دې لیکنې په لړ کې چې درې برخې لري د دې ناولې پدیدې عواملو، زیانونو او حل لارو ته لږ په تفصیل سره اشاره وشوه. د لوی خدای (ج) له دربار څخه هیله من یم چې زموږ ګران هیواد افغانستان به د خپلو ټولو خلکو په ګډه همکارۍ له ټولو موجودو ستونزو او په ځانګړې توګه د ښوونځیو د سوزولو له ناولې پدیدې څخه بریالی راوزي او د یوه روښانه راتلونکي په لوري به د خپل پرمختګ کاروان ګړندی کړي. د همداسې یوه روښانه راتلونکي په هیله و من الله التوفیق