د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې د ٢٠٠٦ کال د ناخوالو پايله

غرزی خواخوږی 06.01.2007 03:00
څه باندې پينځه کاله د امريکا په متحده ايالاتو کې د ٢٠٠١ ز کال د سپتمبر د ١١ مې نيټي د خونړيزي ترهګرۍ پيښې څخه تيريږي چې د دغه بريد په پايله کې ٢٠٠٠ کسان وژل شوي، سلوګونو ټپيان او په امريکا کې د نړيوالې سوداګرۍ مرکز په بشپړ توګه خراب شوی دی.
 د پيښې عامل د اسامه بن لادن تر مشرۍ د القاعدې ډله په ګوته شوې وه چې د طالبانو د واکمنانو تر ملاتړ لاندې يې په افغانستان کې فعاليت کاوه.
 د امريکا حکومت د طالبانو څخه د اسامه او د هغه د انډيوالانو د سپارلو غوښتنه کړې وه خو د طالبانو مشر ملا محمد عمر اخند او د هغه ملګرو د القاعدي د مشرانو او غړو امريکا ته سپارلو څخه ډډه وکړل.
 د امريکا حکومت د ملګرو ملتونو د ټولني د امنيت شورا څخه د فيصله ليک پر اساس افغانستان باندي د هوائي او ځمکني بريد اجازه ترلاسه کړل او سم د لاسه ېي د ملګرو ملتونو د امن پوځي ځواکونو (ISAF) په ملګرتيا خپل د ترهګري ضد پوځونه سيمي ته وليږدول او بريد ېي د ٢٠٠١ ز کال د نومبر په ٥ مه نيټه د شپي پر لس بجو پر کندهار پيل او بيا نورو ولاياتو ته وغزاوه، د کندهار پر ټوله ښار، کليو او صحراو باندي د محشر شپه د کروز توغندي، (F-16) او (B-52) الوتکو په بمبارد پيل سو چې د ٢٠٠١ ز کال د سپتمبر د مياشتي تر ١٧ نيټي پوري پر ټول افغانستان دوام درلود. ملکي خلګ خپلو کورونو او کلي پريښودو ته اړسول او ولسي تلفات د طالبانو او القاعدي څخه ډېر وه، طالبانو او د القاعدي ډلي چې خپل پوځي مرکزونه او سيمي پريښودي نو غرونو او د هېواد سرحدي سيمو ته يې پناه يووړل او د طالبانو واکمني په بشپړه توګه په هېواد کې نسکوره سوه.
 ولس د ښاغلي کرزي تر مشري منځمهالي او لنډمهالي اداري په ملاتړ ودريد، د نړيوالي ټولني په مرسته د افغانستان د بيارغوني او ودانولو کار پيل سو، که څه هم د ټول هېواد د جګړيزو ورانيو په پر تله د هېواد د جنوب لويديز ولاياتو وراني ډېري وي خو په خواشيني سره بايد ووايو چې دغه ولاياتو ته ځانګړي پاملرنه نه ده شوي، يواځې مرستنديو ټولنو چې څه نا څه د روغتيائي، ښووني او روزني او ټولنيزو چارو په برخو کې مرسته رسولي ده.
 که د بيارغوني او پرمختيا لپاره چاري په ښه او منظمه توګه تر کلي پوري غزيدلي او ولس په کار بوخت سوئ واي نو د هېواد د دښمنانو سره ځوانانو ملتيا نکول او امنيتي وضع دغونه نه کړکيچنه کيده.
 په تيرو پنځه کلونو کې د هېواد په ځينو سيمو په خاصه توګه د جنوب لويديز ولاياتو امنيتي وضع ورځ په ورځ د خرابي خوا ته روانه ده چې د بد امني عوامل لنډه داسې په ګوته کولاي سو:
 • د ځينو مغرضو کړيو په لمسون او بې بنياد رپوټونو پر اساس د القاعده، طالبانو او ترهګرو د منځه وړلو په نامه په کراتو، کراتو د ارزګان دهيراوت او چارچينو، د کندهار د شاولي کوټ، پنجوائي، ژړيو او ميوند، د هلمند په کجکي، موسي کلا، سنګين او ګرم سير د زابل ارغنداب، خاک افغان، شاه جوي او نورو سيمو باندي په هوائي بمباريو، ټوپچي توغندي او ځمکني ځواکونو په بريدونو کې چې د ائيتلافي او ناټو پوځونو لخوا تر سره شوي په زرګونو سپين ږري، سپين سري، ميرمني، پيغلي، ځوانان او کوچنيان شهيدان او ټپيان شوي دي، کورونه او کلي ويران شوي، کرهڼه او څاروي له منځه تللي او ولس بيا کډوالي ته اړايستل شوي دي چې د دغه پيښو په پايله کې د طالبانو مرستندويان ورځ په ورځ ډېريږي.
 • ولس د سيميز او مرکزي چارواکو او بهرنيو پوځونو د لاسه را پيښ شوي ستونزو څخه په کراتو، کراتو و ولسمشر، د ولسي جرګي او مشرانو جرګي رئيسانو، لوي څارنوال، د ستري محاکمي رئيس او د يونيما او ناټو مشرانو ته خپل شکايات او وړانديزونه رسولي دي چې د هغو د عريضو او شکاياتو پاڼي د کوم ميز په سرپاته يا د بې غوري و آرشيف ته غورځيدلي دي چې د ولس بې وزلي استازي ورپسي لاله هانده ګرځي.
 • ځيني چارواکي د پيښو د مخنيوي لپاره هيڅ رغنده لاره چاره نه لټوي د بيلګي په توګه:
 د ٢٠٠٦ ز کال د پيل څخه تر اوسه په جنوب ختيځو ولاياتو کې تاوتريخوالي، ځانمرګي بريدونه او چاودني په ورځني ناورين بدل شوي، د بلي خوا د ناټو او ترهګري ضد پوځي عمليات په ډېرو سيمو کې د کشفي او څارنو ناسمو راپورونو پر بنياد تر سره کيږي چې د ملکي سيميزو خلګو د مړيني او ټپي کيدلو باعث ګرځيدلي دي. د ٢٠٠٦ ز کال د سپتمبر د مياشتي د کندهار ولايت د پنجوائي او ژړي د ولسواليو پيښي زما د بيلګي ثبوب دي. دغو ښاغلو چارواکو چې په مليونو افغاني د اوپراتيفي او باز سازي تر سرليک لاس ته کوي نو ولي په رښتيا توګه د اوپراتيفي رپوټونو په ترلاسه کولو کې پيسي نه مصرفوي؟ که اوپراتيفي ځانګړي سيستم جوړسي نو هيڅ ځای د هېواد د سولي دښمنانو ته نه پاته کيږي چې فعاليت وکړي.
 د ډېر ولاياتو د ولايتي شوراګانو چارواکي د قانون خلاف په دولتي چارو کې لاس وهنه کوي چې د ګټي پر ځای ډېري ستونزي را منځ ته کړي او د ناوړو استفادو لړي يې پرانيستي ده چې د ولس د خواشيني وړ ده.
 • پخواني وسله وال ټوپکمارانو چې د DDR او داياک د پروګرامو د بشپړتيا څخه وروسته هم اوس وسلي او وسله وال لري، په کليو او سيمو کې ولس ورسره برنته دي او د ولس په ژوند او راتلونکي باندي دوی په خپله ګټه پريکړه کوي.
 د پورتني ټکو په يادوني سره د افغانستان د اوسني خونړيزو پيښو د مخنوي لپاره ښاغلي ولسمشر ته وړانديز کوم:
 1. د ټول هغو کړيو سره چې د ژبني، قومي او سليقوي هيلو پر اساس د بهرنيو سره د اړيکو په ساتلو د هغوی د ځانګړو ګټو لپاره د افغانستان د مظلوم ولس ګټي قربانوي، بايد کلکه مبارزه وشي تر څو چې هغه کړيو و هېواد ته د تجزيه او يا قومي جنګونو په نامه ګواښ نه وي.
 2. د يو پياوړي او ځواکمند دولت لپاره په ملي سالم شخصيتونو باندي باور او د هغوی څخه د نظام په جوړولو کې برپور ګټه واخستل شي ( ملي شخصيتونه چې د مجاهدينو د صفوفو څخه وي که د پخواني دولتونو مسلکي کادرونو او د بهر څخه راغلي متخصص افغانان په دي شرط چې د بهرنيو مغرض کړيو سره اړيکي ونلري).
 3. د دولتي لوړپوړي چارواکو د ټاکني معيار د کورني روابطو، پروني تنظيمي او ګوندي اړيکو، ژبني او سيميز تړاو پرته بايد تر سره شي تر څو چې د لوړو زده کړو، لياقت او تجربه لرونکي سالم شخصيتونه دندو ته وګمارل شي او د ولس د خدمت لپاره هلي ځلي وکړي نه د خپلو شخصي، ګروپي او تنظيمي ګټو لپاره.
 4. د ټول هېواد په خاصه توګه د جنوب لويديزو سيمو د چارواکو په ټاکلو کې ځانګړي پاملرنه وشي، تجربه لرونکي په قومي او سيميزو دودونو پوه زړه سواند کسان دی غوره شي ځکه ولس ډېر ځوريدلي دي نور د ظلم د زغملو هيڅ توان نلري.
 5. که قانون ماتونکي چارواکي او کار کونکي مجازات شي د اداري فساد او درغلي مخ څه نا څه نيول کيږي نو په کار دي چې د ډېرو مکافاتو پر ځای د مجازات څخه هم کار واخستل شي.
 6. د هېواد د سيميز اداراتو څخه تر ولاياتو او مرکز پوري ټول دولتي څانګي بايد تر پلټني او څارني لاندي ونيول شي چې د لوي څارنوالي او کشفي ارګانونو تر څنګ د اداري فساد او اعتشا خپلواک کميسون او د جمهوري رياست د پلټني لوي رياست هم دنده لري چې د دولتي څانګو څخه پلټنه وکړي. قانون ماتونکي او ناوړه ګټه پورته کوونکي چارواکو او چارندويانو ته د قوانينو د موادو پر اساس د عدلي او قضائي ارګانونو له طريقه د سزا وړ وګرځوي او د مصلحتو په پام کې نه نيولو پرته د دندي څخه ګوښه شي، نا بريالي او ناوړي ګټه پورته کوونکي د ولاياتو او دولتي ارګانونو څخه په ناکامي ليري کيږي نو نه بايد بيا په معادل يا نورو چارو کې وګمارل شي تر څو چې د پلټني او څارني پايلي ګټوري ثابتي شي.
 7. د بشري حقوقو سر غړونکي چې تل مدام دولت او ولس ته ګواښ دي دغه سرغړونکي لا تر اوسه د چارواکو په توګه ټاکل کيږي چې د دوی کړه او وړه د طالبانو او القاعدي څخه لا هم د زيان وړ دي، د هغو څخه دفاع د ولس سره جفا ده نو د دوی قانوني پلټني او مجازات د دولت د پياوړتيا باعث ګرزي.
 8. د بشري حقوقو سر غړونکو او ټوپکماران غواړي د يو نوي کړي په جوړولو سره د دولت پر خلاف هلي ځلي پيل کړي او حکومت ته ګواښ وي که د هغو په اړوند رغنده پريکړه و نه نيول شي نو د ١٣٨٥ ل کال د غبرګولي د مياشتي د ٨ نيټي په شان د هېواد په ځينو سيمو او مرکز کې د اړي دوړي او ناورين امکان ليدل کيږي.
 9. د وسله وال ملي پوځ، پوليس او ملي امنيت د ځواکونو د چارو د ښه تر سره کولو لپاره د منسوبينو د پوځي او مسلکي روزني تر څنګ و هېواد او ولس ته رښتني هوډمند، د ملي روحيي لرونکي او د هېواد په وياړلي تاريخ پوه وروزل شي.
 10. د پوځي عملياتو د ښه او ګټور اجرا په خاطر د ګډ سوق او اداري مرکز د جمهوري رياست د امنيت شورا تر مشري لاندي بايد جوړسي چې د ناټو، د امريکا د ترهګري ځانګړي پوځونو، د ملي دفاع وزارت د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت د لوي رياست تر منځ د ګډو چارو اجرأ او د يو بل سره د څارني او کشفي رپوټونو تحليل او څارني وروسته د اجرا لپاره ګډعمليات صورت ونيسي نو ډېر ګټور او مثبت پايله به ولري چې ولس به د ډېرو ناخوالو څخه وژغوري.
 11. څرنګه چې جنګ زموږ د هېواد د دري لسيزو ناورين د حل لاره نده نو د رښتني سولي د ټينګښت په خاطر د ملي پخلايني او روغي جوړي پروګرام د ښه او هراړخيز تطبيق لپاره قومي مشران ديني علمأ او روڼ اندو ديني او هېوادني دنده ده چې د مرورو افغانانو سره اړيکي ټينګي کړي او هغوی بيرته و خپل کور او کلي ته د راستنيدلو بلنه ورکړي، دولت دي د هغوی ملاتړ او مرسته وکړي تر څو چې د بهرنيو مغرضو کړيو د ناړو تبليغاتو او اغيزو څخه خلاص شي (هلي ځلي به مستقلي وي او د پخلايني او ثبات د تحکيم په کميسيون پوري تړاو ونلري).
 12. د ولس د ژوندانه د کچي د لوړيدو او هېواد والوته د کار د پيدا کولو په خاطر د بيا رغوني د طريقه د توليدي صنعتي پروژو پيل ته اړتيا ليدل کيږي چې د بهرنيو مرستو څخه په ګټه اخستلو د جوړيدو امکان شته او که دغسي پروژي په کار واچول شي د هېوادوالو د اړتيا وړ توکو د توليد سره هېواد د ګاوندي ملکونو د اړتيا څخه خلاصوي.
 13. مخدره توکي چې کښت او قاچاق يې په ټول هېواد کې عام ګرځيدلي دي، دولتي چارواکي په سيمو کې د ترياک د کښت کارو او قاچاق چيانو څخه عشر، ذکات او محصول اخلي، د مخدره توکو د مبارزي د پوليس په راس کې قاچاقيان قرار لري، نيول شوي مخدره توکي د سوزيدو څخه مخکي بدليږي او د مبلين، خرما، کريړ، نخود، اوړه او نورشيانو څخه جوړ شوي ترياک او هيروين سوځول کيږي او اصلي مخدره توکي بيرته قاچاقچيانو ته د پيسو په مقابل کې ورکول کيږي. د بلي خوا د ترياکو د کښت بديل و کښتکارانو ته په ښه توګه تنظيم شوي ندي. د هغه لوړپوړو چارواکو لست چې د مخدره توکو په قاچاق کې لاس لري لا تر اوسه د مصلحتو په خاطر پټ ساتل شوي دي چې د نړيوالي ټولني لخوا د څيړني وروسته جوړ او د افغانستان دولت ته سپارل شوي ؤ، که د هغه قاچاقچيانو څيره بربنډه شي او د عدلي او قضائي ارګانونو د پوښتني او د روزني وروسته د خپلو ناوړو اعمالو سزا ته ورسيږي نو د ښکاره قاچاق کلک مخنيوي کيږي. بل دا چې د مخدره موادو سره د مبارزي وزارت چې د اجرائيه قوأ د نشتوالي له کبله د ډېرو ستونزو سره مخامخ دي که د کورنيو چارو وزارت د مخدر توکو سره د مبارزي معينيت د مخدره موادو سره د مبارزي وزارت سره وتړل شي نو د مخدره توکو پر خلاف د مبارزي چاري د شعار څخه عملي بڼه نيسي.
 اوسني وضع ډېري پاملرني ته اړتيا لري چې ولس د ناخوالو ستونزو او ګواښونو څخه وژغورل شي او د اداري فساد، درغلي څخه پاکه او ځواکمنه دولتي اداره را منځ ته شي تر څو چې د بيا رغوني او پرمختيا په لور ګامونه واخستل شي او د ولس او دولت تر منځ را منځ ته شوي واټن ليري شي.