د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان د اټومي سکروټو په مینځ کې

شهسوار سنګروال 04.01.2007 03:00

افغانستان باید د ؛سولې سیمه؛ شي
 څو لسیزې کیږي چې افغانستان یو د بل پسې ستونزې او کړاوونه ګالي او تر اوسه پورې د هېواد سیاسي او نظامي ثبات داسې لوری خپل نکړ چې زموږ د اولس ناخوالو ته د پای ټکی کیږدي . له شوروي ښکېلاک نه وروسته افغانانو داسې انګېرله چې اوس به د افغانستان وګړي د اوږدي جګړې نه وروسته د یوې هوسا او نېکمرغه ټولنې په لور وخوځیږي. خو له بده مرغه زموږ د اولس د خوب تعبیر نا سم وخوت او کورنۍ جګړې دا هېواد دومره وځپه چې د چا خبره خلکو د شوروي ښکېلاک نا دودې هېرې کړې ...... ان د طالبانو د واکمنۍ تر مهاله د اولس غمیزه دومره خواشینوونکې وه چې ټول اولس د نهیلۍ په لمبو کې سوځېده.
 کله چې سوله ساتی ځواک افغانستان ته راغی او د ؛بن؛ د پرېکړې له مخې حامد کرزي واک تر لاسه کړ اولس هم له لنډ مهالي واک نه تر مینځمهالي واک پورې او یا تر اوسمهاله واک همدا هیله درلوده چې د سولې او نیکمرغۍ لمر به د دوی تیاره ګوټونه پخپلو وړانګو وځلوي ، ولې بیا هم د افغانستان راتلونکې تته بریښي.
 که د افغانستان راتلونکې نا معلومه ده خو ستونزې یې معلومې دي. له ټولونه لویه خبره دا ده چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه که له یوې خوا زموږ هېواد ته ښه او روغ نیت نه لري خو له بلې خوا د نړېوال سوله ساتي ځواک په سر کې د امریکا د متحده ایالاتو شتون هم دوی ته د منلو وړ نه دي نو ځکه خو ټول ګاونډي هېوادونه د افغانستان په کورنیو چارو کې په ډېرې سپین سترګۍ او بې شرمۍ لاسوهنه کوي او غواړي چې امریکا په افغانستان کې په ګونډو کړي .
 د امریکا هېواد او پلویانو یې هم په بشپړه خواخوږۍ د افغانستان پېښې د سیاسي پلوریالیزم په رڼا کې ونه څارلې. له یوې خوا یې د افغانستان اداره د غلو په لاس کې ورکړه او له بلې خوا یې د افغانستان په رغاونه کې دومره د پام وړ بدلون مینځ ته نه کړ چې د اولس ملاتړ یې خپل کړای وای . دا لا څه چې په داسې بې باکۍ یې لاس پورې کړ چې تصور یې ناشونی وو.
 ددې لپاره چې د افغانستان هر اړخیزو ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي پکار دی چې لومړی د هر څه نه اول باید د افغانستان اردو ورغولی شي او ډېر ژر لږترلږه د سل زره په شاوخوا کې یوه منظمه اردو چې پخپله د هېواد پېښې تر ګورت لاندې کابو کړي وروزي . همدارنګه ملي پولیس او د استخباراتو ځواک هم د یادشوي شمېر په پرتله د پام وړ دی . له دې سره جوخت په کار دی چې اقتصادي رغاونې ته هم پام واړوي او په ډېرې چټکۍ د افغانستان اولس ، ګاونډیانو او نړېوالو ته ور په ګوته کړي چې امریکا او پلویان یې غواړي افغانستان اباد او ازاد کړي .
 ازاد په دې مانا چې یو شمېر ګاونډي هېوادونو ته په سر کې پاکستان غواړي د خپلې خوښې حکومت په افغانستان وتپي او د دولت ټولې چارې په یو ډول نه په یو ډول د دوی له خوا وڅارل شي . ایران هم یو له هغو هېوادونو څخه دی چې غواړي په افغانستان کې خپلې ګټې خوندي کړي ، که له یوې خوا غواړي چې سیاسي او مذهبي ناندریو ته لمن ووهي خو له بلې خوا غواړي چې امریکا دلته په جنګ کې بوخته کړي. لکه څنګه چې پاکستان د افغانستان د جنګ له کبله د اټوم ځواک خپل کړ همداسې ایران هم غواړي چې د عراق او افغانستان د جګړو له برکته په اتومي ځواک بدل شي .
 د شوروي اتحاد ځای ناستې ؛روسیه؛ هم نه غواړي چې امریکا له افغانستان نه روغه رمټه ووځي غواړي چې له یوې خوا خپل کسات په همدغه خاوره کې له امریکایانو واخلي او بلې خوا هغه استراتیژي ګټې چې په مینځنۍ اسیا کې لري تر خپلې ولکې لاندې وساتي .
 چین چې اوس په نړېواله سیالۍ کې له امریکاسره په نظامي او اقتصادي لحاظ لاس او ګرېوان دی کوښښ کوي چې امریکا له یوې خوا په سیاسي لحاظ په دغه سیمه کې بې باوره کړي او له بلې خوا یې په جګړه کې دومره ښکېل کړي لکه څنګه چې پرونۍ دښمن شوروي اتحاد یې په سیاسي او اقتصادي لحاظ کمزوری کړ .
 د دې ټولو سیالیو ډګر بیا هم افغانستان دی . هر هېواد که غواړي چې بر لاسی شي نو زیان به یې افغانستان ګالي . ددې لپاره چې د سوله ساتو ځواکونو هېوادونه په دغه سیمه کې خپل سیاسي او نظامي باور له لاسه ورنکړي زه دخپل وړاندیز په دغو ټکو ټینګار کوم :
 ۱- څنګه چې له کمزوري افغانستان نه د اټوم کلاوې راچارپېرې دي او د اټوم له برج نه تر ګواښ لاندې دي د ملګرو ملتو ټولنې ته په کار دی چې افغانستان له دې ګواښ نه وژغوري په سیاسي ، نظامي او اقتصادي ډګر کې باید له نورو هېوادونو سره سیال کړي .
 ۲- که څه هم په سیمه کې د ؛قواو توازن؛ هسې یوه زړه ببولاله ده او یا دا چې د ملګرو ملتو ټولنه ایا د دې ځواک او واک لري چې د ډلییزو وژنو وسلې د اټوم تر کچې پورې مهار کړي؟ تجربو ښودلې چې نه ! دا ځکه کله چې د هند هېواد اټومي ازموینه وکړه په دا سبا یې پاکستان ورته ازموینه تر سره کړه. پوښتنه پیدا کیږي چې هند کله اټوم جوړ کړی وو او پاکستان بیا څنګه په ۲۴ ساعتو کې د اټوم څېښتن شو؟ او کله چې بندیزونه پرې ولګېدل پایله څه شوه؟
 ۳- موږ په نړۍ کې داسې هېوادونه لرو چې له چا سره د نظامي سیالیو جوګه نه دي په سر کې د سویس هېواد یادو چې اقتصادي پرمختګ یې د پام وړ دی خو نظامي واک او ځواک یې له یو شمېر اروپایي هېوادونو سره د پرتلې وړ نه دی.
 ملګرو ملتو ته پکار دی چې افغانستان د ؛سولې سیمې؛ په نوم ونوموي اوافغانستان باید داسې اقتصادي ثبات خپل کړي چې نه ګاونډیو ته ګواښ وي او نه د ګاونډیو لخوا افغانستان له ګواښ سره مخامخ شي. او دا خو به ناشونې وي چې ملګري ملتونه د چین ،روسې، هند، پاکستان او ایران (چې د اټوم د جوړولو په درشل کې دی) اټومي برجونه ړنګ کړي . نو چې دا نشي کولی پکار دی چې افغانستان له دغه ستر خطر او ګواښ نه وژغورل شي .
 په درنښت