د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بحران: گواښونه او فرصتونه ، پاکستان باد کري، خو توفان به ريبي

دستگېر خروټی 29.12.2006 03:00

په ريگا کې د ناتو د جرگې سره جوخت د افغانستان په هکله خبرې، حدسونه، وړانديزونه، وړاند وينې، مرکې ... هم زياتې شوې. ډېر په افغانستان کې د بحران په هکله، ددې روانې جگړې په هکله، د ناتود بري يا ناکامۍ په هکله، د پاکستان او افغانستان د اړيکو په هکله او په تېره بيا په جگړه کې د پاکستان د رول په هکله تودې خبرې او بحثونه روان دي، خو په دې هکله ډېر څه نه اوريدل کېږې چې افغاني ټولنه څه وايي او د افغانانو درېځ څه دی؟
ـــ رښتيا لوری ورک دی او د افغاني ټولنې ذهن او فکر د بحران او جگړې په ولکه کې راغلی؟
ـــ ر ښتيا څه به کېږي؟
ويل کېږي چېرې چې بحران وي هلته فرصتونه هم شته دی. په افغانستان کې د بحران راوړنکو لاملونو او گواښونو تر څنگ پېاوړي فرصتونه هم موجود دي. دا اوس په افغان ټولنه، دولت، مدني ټولنو او ميديا دي چې څه ډول له دې فرصتونو گټه اخستلی شي. دلته دنده يواځې دا نه ده چې و ډار شو او ټوله پاملرنه د بحران او گواښونو په هکله را ټوله شي، بلکې دنده دا هم ده چې فرصتونه وارزول شي ، وپېژندل شي او له هغوی څخه د ډېرو څه تر لاسه کولو لارې وموندل شي. له بده مرغه همدا گړۍ اخبارونه، سايتونه، راديوگانې، ويونکي، سياست کوونکي، څېړونکې ... څومره چې د گواښونو په هکله خبرې کوي د فرصتونو په هکله هغومره پاملرنه نه لري. دا په زړه پورې او ضروري خبره ده چې ټولنه له گواښونو او د هغوی له پايلو خبره شي، خو گواښونه نه بايد دومره لوی شي چې له ټولنې لوری ورک کړي او ټولنېز ذهنيت او روان د گواښونو يرغمل شي.
بې له شکه نه يواځې په افغانستان کې، بلکې په دې سېمه کې حالات پېچلي او نوې پيښې د شکل نيولو په حال کې دي، هلته په عربو کې هم نوي ويشونو او نوي ليکې په جوړيدو دي. د عراق په هکله د سېمې د هیوادونو په تېره بيا د ايران او عربستان تر منځ د سياليو کولو درېځونه مشخص کېږي. هلته ددې امکان شته دی چې جگړه نوي ملتونو ايجاد او د سېمې سياسي نقشه بدله کړې. په سېمه کې د پيښو د شکل نيولواو پيښيدلولړۍ په گړندۍ کيدو ده، کومې چې وړاندې او يا وروسته پيښدونکي دې. په سېمه کې د نويو اتحادونو او د خواو دبدلون عملي امکانات منځ ته راغلي دي. خو ددې سره سره ددې خبرې کول گران کار دی چې د دې پيښو د حجم، څرنگوالي او تاثير په هکله څه وويل شي. نه يواځې په افغانستان کې بحران راوړونکي لاملونه شته دي، بلکې سېمه او ورسره په نړۍ کې هم دا ډول لاملونه کم نه دي او دا په طبعي توگه د پيښو په شکل نيولو او لوری ورکولو او د خلکو په ذهنونو تاثير لرې، خو بری د هغه چا دی چې په بحرانونو او گواښونو کې ځان نه ورکوي او په هوښيارۍ او هنرمندۍ له شته فرصتونو گټه تر لاسه ورکوي.

لومړی فرصت: دنړيوالې ټولنې خواخوږي او مرستې

په افغانستان کې له دوموجودو فرصتونوگټه اخستل په کار دی. يو په افغانستان کې دنړيوالې ټولنې شتوالی دي او بل په هيواد کې پېل شوې دموکراسې دې. له دي دو فرصتونو څخه د گټې اخستلو په کار کی د احساساتو په ځای، د ځيل کولو په ځای او د منفی درېځونو د نيولو په ځای له عقل او خرد څخه کار واخستل شي. له عقل څخه کار اخستل د تش غرور له اسمانه ځمکې ته را کوزيدل، له دروغجنې برترې درلودلو مخ اړول، له کينو او توبورگنيو ځان ژغورل او دخپلواک تفکر په بنياد په حالاتو قضاوت کول دي.
يو شمېر روشنفکران او سياست کوونکي نه يواځې د فرصتونو د درک کولو په کار کې بی وسه دي، بلکي د گواښونو د پېږندنې په کار کې هم پاتې راغلي دي بې له دي چې د افغانې ټولنې حالت، وس، امکانات، د ثبات په لور ددې ټولنې ضرورت او د افغانې ټولنې او افغانستان په وړاندي گواښونه درک کړې، بې له دي چې د خپلواکې او اشغال د ځانگړتياو په هکله څه ووايې د خپلواکې د نشتوالې او د افغانستان د اشغال خبرې را وچتوې. په طبعې توگه دا ډول اوازونو د بل شوی اور دلمبو له پورته کولو سره مرسته وکړه او مرسته کوي. دا ډله ځان ته ددې وخت نه ورکوي چې د حالاتو، د خلکو په غوښتنو، د جوړښتونو، مفهومونو په بدليدونکي حالت او موجودو گواښونه فکر وکړې او د گواښونو له جملې “ اصلي گواښ” په گوته کړې. دوې له بده مرغه په حالاتو د غصې، کينې او د زړو دگمونو په بنياد قضاوتونه کوي. همدادم په افغانستان کې د خلکو لوي اکثريت د بهرنيو ځواکونو د شته والې پلوې کوي او له بله لورې دا بهرنې ځواکونه د امنيت د شورا باور له ځان سره لرې. په دا ډول يوه حالت کې به د اشغال مانا څه وي او څه ډول توجيه کيداي شي.

خپلواکي د خلکو په واکمنۍ او د خلکو واکمني د دموکراسۍ په بري کې دي.
راځئ لږ لوڅې او پرانيستې خبرې وکړو.
افغانستان کله يو خپلواک هيواد و. افغانستان کله يو ازاد هيواد و. په يوه هيواد کې خپلواکي د وگړو په ازادۍ کې ده او په بل عبارت د يوه هيواد خپلواکي او ازادي د هغه هيواد د وگړو په خپلواکۍ او ازادۍ سره اندازه کېږي. که ازادي د ځان او ژوند په هکله د نورو له تاثيراتو او لاسوهنو پرته پريکړه کول وي. که خپلواکي په ځان او خپله راتلونکې واکمني وي. په افغانستان کې له پېړيو را پديخوا په ميليونونو وگړي له دا ډول يوې ازادۍ او له دا ډول يوې خپلواکۍ څخه بې برخې دي. په هغه هيواد کې چې په میليونونو انسانان د ځان، د ژوند او راتلونکي په هکله د پريکړې کولو حق ونه لرې، څه ډول کولاي شي چې په ټولنه کې حاکميت تمثيل کړې، کوم چې د خپلواکې بنياد جوړوې. په هغه ټولنه کې، چېرې چې د زرگونو انسانانو او په تېره بيا د نجليو او ښځو په ژوند او په راتلونکې په شرمونکې توگه سودا او معامله کېږې او همدارنگه په هغه هيواد کې چې له ميليونونو انسانانو د خپلواکې انديښنې او په خپلواکه توگه د فکر کولو حق اخستل شوی وي څه ډول يو خپلواک هيواد شمېرل کيداي شي؟
موږ بايد له خپلواکې څخه د پوهاوی په هکله خپله نيمگړتېاوې او تېروتنې ومنو. له خپلواکې څخه د موږ پرونی درک او پوهه ساده او يو اړخېزه وه. پرون موږ فکر کاوه چې دا يوازې او يواځې بهرنې ځواکونه دي چې د يوې ټولنې او يا يوه هيواد ازادې او خپلواکې له منځه وړې. موږ فکر کاوه که په يوه هيواد کې يوه ديکتاتور ټول هيواد په يرغمل نيولی هم وي او په دي هيواد کې يواځې يو وي چې خپلواک وی، يواځې يو وي چې ازادي وي او هغه هم پخپله ديکتاتور وي، خو بهرنې ځواکونه دي نه وي يو خپلواک هيواد بلل کېږې.
خپلواکي او ازادي دوه نه جلاکيدونکي مفهومونه دي. بې له ازادې خپلواکي او بې له خپلواکي ازادي په بې مانا مفهومونو بدلېږې. هغه خپلواکي چې له ځان سره ازادي او دموکراسي نه راوړي د خپلواکې په ځای يوواکې او يا ديکتاتورواکې ده. له هغې خپلواکې چې همدادم د رابرت موگابې په مشرې په زيمبابوې کې شته دی استعمار ډېر ښه دی.
د يوه هيواد خپلواکي د “ ملت د برخليک په ټاکلو کې د نورو له نفوذ او موجوديت څخه پرته پخپله د ملت پوسيله د پريکړو کولو او تصميم نيولو حق دي.” د خپلواکې په کارکي بنسټېزه مسله د حاکميت مسله ده او خپلواکې په بنسټېزه توگه په “ ملې حاکميت” ډډه لگوې. په يوه هيواد کې د حاکميت تمثيل کوونکي خلک دي او خلک خپل حاکميت هغه وخت تمثيل کولاي شي چې په يوه هيواد کې سياسي برابرې او سياسي ازادې موجودې وې او د هيواد وگړې د همدې سياسي برابرېو او سياسي ازاديو په بنياد د واک او سياست په چاره کې برخه واخلې او په برخه اخيستنه برسېره خلک خپله اراده او پريکړه څرگنده کړې او هغه سيستم چې د خلکو د برخې اخيستنې او د ارادې څرگندولو حق خوندي کوي نوم يې دموکراسي دي.
که پورتنې خبرې لنډې کړم ويلاي شم چې خپلواکي او دموکراسي له يو بل سره په حاکميت کې پيوند پيدا کوي او د خپلواکي واقعيت د خلکو په واکمنې کې او د خلکو واکمنې د دموکراسي په بری کې واقعيت پيدا کولاي شي.
د خپلواکي په تعريف کې نه دي ويل شوي چې ددې او هغه ديکتاتور، ددې او هغه اخوند او يا ددې
او هغه جنرال واکمنې له خپلواکې څخه عبارت دی. په افغانستان کې هم د ديکتاتور، پادشاه، ملا، رهبر، منشي عمومې او همدارنگه د يوه گوند، يوې ډلې، يوې ايديولوژې واکمنې د خپلواکې په مانا نه دی.
امان اله پادشاه له خپلواکې سره د ازادي د پيوند کولو هڅه وکړه او د بدلونونو او ريفرمونو لړۍ چې موخه يې پرمختگ ، ازادی او د يوه مدرن دولت جوړول وو پېل کړه. امان اله پادشاه سياسي فعاليتونو ته اجازه ورکړه سياسي بنديان يې خوشي کړل، پرانيستې سياسي فضا يې ايجاد کړه او په ټولنه کې ښکاره سياسي فعاليتونه پېل شو له دي جملې د “ جوانان افغان” نوم يادولی شو. د ښځو د حقونو او ازاديو له پاره عملې گامونه پورته شول ... خو د هغه په وړاندي او د هغه د تگلارو په وړاندي لښکرې جوړې شوې، اغتشاشونه او شورشونه پېل شول چې پايله يې نه يواځې د امان اله پادشاه د هڅو ناکامې وه، بلکې ټولنه يې د لسېزو له پاره په شا وغورزوله او په هيواد کې يې تاريکې واکمنه کړه. ددې تر سره شوی کار مسوليت دچا او څه په غاړه دی؟
اغتشاشونو، شورشونو او لښکرو خپلواکې په بشپړه توگه نيمه خوا کړه او د ازادې او پرمختگ په لور هيلې يې وځپلې. او ايا ددې مانا دا وه چې دموږ له ازادي پرته خپلواکې غواړو؟
دا يواځې بهرنې ځواکونه نه دي چې د يوه هيواد او يا يوې ټولنې خپلواکې او ازادې له منځه وړې. بلکې کورنې ځواکونه هم شته دي چې له ټولنې ازادې او خپلواکې له منځه وړي او يو هيواد او يا يوه ټولنه د يوه او يا د يوې وړې ډلې په یرغمل بدلوې.
د بيلگې په توگه کله چې “ يو گوند د ټولنې او دولت د لارښونې” دنده په غاړه اخلې د خلکو د واکمنې يا دخلکو د حاکميت مانا به څه وي؟
کله چې يو گوند د ټولنې په” سياسي رهبر” بدلېږې د سياسي برابريو، په ټولنه کې د سياسي پلورالېزم او د ټولنې د سياسي کولو مفهوم څه شی دی؟ او په دا ډول يوه واکمنې کې ازادې او خپلواکې څه کيداي شي؟. راځې په دي هکله د ببرک کارمل خبرې را يادې کړو. هغه له يوه بلغاريايې ژورنالست سره په خپله مرکه کې وايې:
» ... من جمله يکي از مهمترين وظايف ح.د.خ.ا که نقش ان بمثابه پيشاهنگ جامعه ناشي مې گردد عبارت از انسجام فعاليت و کنترول سياسي و حزبې کار وفعاليت همه ادارات دولتې و سازمانهاي توده اي، انسجام، تجهېز وبسيج نېروي مجموعي انها براي حل وظايف ورسالتې مې باشد که در برابر انقلاب ما قرار دارد.«
د طالبانو په واکمنې کې د خپل برخليک په ټاکلوکي د افغانې ټولنه ونډه څه ډول وه؟ په واک او سياست کې ددې ټولنې د ارادې او برخې اخيستنې اندازه څومره وه؟ په دې واکمنې کې په خپلو ځانونو، په خپل ژوند او په خپلوڅېرود خلکو د اختيار لرلو کچه څه ډول وه؟.
په هغه ټولنه کې چې انسانان په ځان او ژوند د پريکړې حق له لاسه ورکوي نه خپلواکه او نه هم يوه ازاده ټولنه بلل کېږې. دې ډول يوې ټولنې ته تړلې او يرغمل شوې ټولنه ويل کېږې.
اوس چې افغانې ټولنې يو ځل بيا د دموکراسي لوری، د ازاديو لوری، د يوه مدرن دولت دجوړولو لوری او د خلکو د واکمنې د تامين کولو لوری نيولې په هماغه پرونی دود او په هماغه پرونيو شعارونو) کفر راغلی، اسلام په خطر کې دي...( په افغانې ټولنه بيا د تيارې د واکمن کولو او د لسېزو له پاره ددې ټولنې په شا غورزولو هڅه کېږې. دا هڅې بيا تر ټولو د مخه ازادې په نښه کوي او اساسي موخه يې د ازاديو ځپل دي.
داسې ښکارې چې له پرونيو تېروتنو درس نه دی اخيستل شوی. بهرنيان) پاکستان( په هغه پرونی غولونکی دود کولاي شي. د افغان د وهلو له پاره افغان لښکر کړې. دا نه يواځې بې ساره غولونه ده، بلکې د نه بلوغ ښکاره بيلگه هم دی. دا په هېڅ ډول د غيرت، همت، مېړانې. وطنپالنې...په نومونو د توجيې وړ نه دی.

د وزيرستان تور انقلاب

په ځانگړې توگه په وزيرستان کې ټولنېز جوړښتونه مخ په بدليدو دي. ما سره ددې چې په دي هکله مې د ځينو دوستانو خبرې کړې، خو زه له دې ځايه د حالاتو په هکله سم تصوېر نشم ورکولاي او همدارنگه زه سم نه پوهېږم چې هلته په عمل کې څه پيښېږې. هلته خو د ځان تباکولو کومه څه نه کېږې. رښتيا ددې سېمې په لوړو غرونو او ژورو او اوږدو درو کې څه را روان دي. او دا طبعې خبره ده چې دا ليکنه به له تېروتنو او نيمگړتياو خالې نه وې. خو دومره ويلاي شم چې پرونې جوړښتونه او پرونی نظم په غېر طبعې توگه مخ په ړنگيدو دي.
دلته ټولنه او ټولنېزې اړيکې دا او هغه خوا اړول کېږې. په ټولنه کې يوه بې سارې بې ځايه کونه را روانه ده او ټولنه د تور انقلاب په دود د وړاندي تگ په ځای په شا غورزول کېږې. دا هم بايد وواېم چې زه په دې سېمه کې په قبيلوې جوړښتونو کې په بدلونونو خپه نه ېم. قبيلوي جوړښتونه له دولت او حقوقي سيستم څخه د باندي جوړښتونه دي. قبيلوې ټولنه د ټولنېز ويش، توربورگنيو او ټکرونو ټولنه ده. زه په دي خپه ېم چې دا جوړښتونه او په تېره بيا ددې جوړښتونو د اتوريتې او واک دودېز شکلونه د پرمختگ په ځای د شا تگ په دود بدلېږې. قبيلوې جوړښتونه د منځنيو پېړيو جوړښتونه دي او په دې جوړښتونه کې يو ځانگړی وگړی يو بې بازه شی شمېرل کېږې دا جوړښتونه بايد ړنگ او بدل شي. خو نه د تور انقلاب په دود. دلته هغه بدلونونه نه راځې چې د هرځانگړی انسان د حق او ازادې په غاړه کې پراته د پېړيو زاړه ځنځېرونه مات کړې، بلکې دا ځنځېرونو نور هم تنگېږې او نور هم درنېږې. ددې ټولنې د نېمې برخې د بند او محکوميت موده د لسېزو له پاره اوږده کېږې.
لکه چې وويل شو په دې سېمه کې د حاکميت او اوتوريتې پرونې شکلونه يو په بل پسي لوېږې. د نظم او امنيت پرونی شکل او دود هم بدلېږې. په قبايلو کې د ملک او خان دودېز واک ملا او طالب ته لېږدول کېږې. د لښکرو ځای اسلامې تنظيمونو نيسې. دلته دين سياسي شوی او ايديولوژيکي بڼه يې غوره کړې ده. ملا د روحانيت او عبادت په ځای د واک او مادياتو لوری نيولی. جوماتونه او د دينې زده کړو مرکزونه د واک او جگړې په مرکزونه بدل شوي دي. ملا د خپلې روحانې اتوريتې تر څنگ، سياسي او اقتصادي اتوريته تر لاسه کړي او په سېمه کې په مطلق واکمن بدلېږې او دلته دين له زورزیاتی او خشونت سره يو ځای کوې. دلته نور د خلکو وژل، ځورول او د هغوې د حقونو او ازادیو پيمال کول د دين پوسيله توجيه کېږې او د دواړو دين او ټولنې په ضرر کار دي.
خان او ملک نه يواځې د خپل نفوذ سېمه او خپل ټولنېز موقف بايلې، بلکې د وژلو تر هميشنی گواښ لاندي هم دي او په وژلو برسېره د هغوې کورونه په راکتونو ويشتل کېږې. د ويسا ورځپانې د خبر له مخې ٢٠٠٦ کال تر سلو زيات مشرانو د جاسوسې په تور وژل شوي دي. دلته اوس دقبيلو تر منځ په وسله والو ټکرونو، سياليو او توبورگنيوبرسېره په اسلام کې د ننه ډلو تر منځ هم سيالې او جنگونه لمسول کېږې چې وروستۍ بيلگه يې په تېرا کې د لښکر اسلامى اؤ انصارالاسلام تر منځ وسله واله نښته او وژنه ده.
تارېخې تجربې او ټولنه پېږندنه د ټولنې د ودې په هکله راښيې: کله چې پرونې سنتې او قبيلوې جوړښتونه ړنگېږې په ځای يې ښارې ژوند کوم چې د دولتې ارگانونو، د ښوونځېو، روغتونونو، مارکيټونو، لارو له جوړولو او راکړې ورکړې سره مل وې منځ ته راځې. صنعت وده کوي او د اوسيدونکو مهارتونه، ابتکارونه او په تېره بيا زده کړې سيستم پراخوالی پيدا کوي. همدارنگه د ټولنېزو بدلونونوپه کار کې دوه لاملونه عمل کوي يو له پاسه لورې دولت دی او بل له کوزه لوری پخپله خلک دي.خو د وزيرستان د سېمې په بدلونونو کې نه خلک رول لرې او نه هم کوم دولت شته دی. دا سېمه په ورک او ناورين راوړنکی لوری روانه ده.
پاکستانې واکداران په ځای ددې چې دې سېمې ته نظم او قانون راوړې. د خلکو حقونه او ازادي خوندي کړې، ښوونځې او روغتونونو جوړ کړې يو قوم او د هغه راتلونکي نسلونه د خپلو موخو له پاره د توهين کولو، وژلو، محتاج کولو او تباه کولو په لور بيايې. دلته د ميليونونو انسانانو برخليک د پيښو راتلونکي توفانونو او تېزو بادونو ته سپارل کېږې. دا سېمه د اوږدې مودې له پاره د کرکې، ناپوهې، ډار او وژلو په یرغمل بدلېږې.
دلته په میليونونو انسانان د مطلقيت، تقليد کولو، تقدير اوقسمت په اسېرانو بدلېږې. دلته به له عقل څخه کار اخستل او د خپلواکو انديښنو درلودل د گناه او انحرافونو په مانا وي.
کله کله د ما ذهن ته دا خبره فشار ورکوي چې دلته خو به کومه “ آرمانې ټولنه” نه جوړېږې؟ چېرې چې به ټولې ستونزې په يو ځل او د هميشه له پاره حل شي.
دا سېمه بې له دې چې د حاکميت ارگانونه ولرې، بې له دې چې د قانون واکمنې په کې موجوده وي او بې له دې چې ازادي ولرې يو ډول خپلواکه بڼه خپلوې او پاکستان هم د يوه تړون په لاسليک کولو سره په دې سېمه کې د دطالبانو واک او نفوذ پېږنې. دلته خلک نه يواځې په ټولنېزو چارو کې په بشپړه توگه بې تاثېره کېږې، بلکي په ځان، په خپل ژوند او په خپله راتلونکي هم خپل حق له لاسه ورکوی. هغوې نه يواځې له هر ډول ابتدايې ازاديو او حقونو څخه بې برخې کېږې، بلکې په خصوصي او شخصي ژوند کې هم مصونيت او امنيت له لاسه ورکوي. دلته طالبان په خپلواکه توگه عمل کوي، خپل اصول پلې کوي، زندانونه لرې، خلک مجازات کوي او وژل کوي. په دې سېمه کې په ډېره آسانې او بشپړه بې پروايې سره د انسانانو ژوند د ارمانونو قربانې کېږې. په دې سېمه کې د زور، سپکاوی او گواښولو په وسيله او د “ آرمانگرې” په دود د “ يو شان کولو” هڅې کېږې.
دا سېمه نوره د طالبانو او مذهبې بنسټ پالنې د حاکميت او واکمنې سېمه ده. دلته پاکستانې جنرالان د نظم په راستلو او د خلکو د امنيت د ساتلو په کار کې په شرمونکې توگه پاتې راغلې دې. په پاکستان واکمن جنرالانو دا سېمه د اوږدې مودې له پاره دسېمې او پخپله د پاکستان له پاره په بحران راوړونکی لامل بدلوې. ددې ډول حالت په ايجاد کولو سره به راتلونکې نسلونو ته د پاکستانې جنرالانو ځواب څه وي؟
تارېخ ته به د جنرال مشرف ځواب څه وي؟ په تارېخ کې د هېچا له پاره بيمه نشته دی. جنرال مشرف هم نه دی بيمه شوی. دا جنرال له يوې خواد نړۍ په وړاندي ځان ته د مصطفی کمال اتاتورک په شان نمايش ورکوي او ځان د دموکراسي ساتونکې بولې، خو له بلې خوا په ميليونونو انسانانو د ډار، کرکې، ناپوهې او د تاريکي د واکمن کولو د هڅو لارښوونه کوي.

گواښ پاکستان دی

پاکستان نه يواځې افغانستان ته ترور، اور او جنگ صادروي، بلکې خپلې ستونزې هم افغانستان ته لېږې. پاکستان په خپله يو بې ثباته هيواد دی. په پاکستان کې د بحران او کړکېچ پېاوړې لاملونه شته دي. پاکستان نه يواځې د افغانستان، هند او انگلستان له پاره د ترور په مرکز بدل شوی، بلکي په نړۍ کې د ترور تر ټولو لويه اډه همدا پاکستان دی. د ترور پلانونه همدلته جوړېږې او تروریستان همدلته روزل کېږې.
په پاکستان کې له هماغه پېله اسلام د سياست مرکزگرزول شوې او له اسلام څخه د يوې ايديولوژې په توگه کار اخستل کېږې. زه په دنيا کې بل دا ډول دولت نه پېږنم چې د پاکستان په شان يې د اسلام دين د خپلو موخه په وسيله بدل کړی وي. دلته دولت او حکومتونه نه يواځې خپلو سياستونو او تگلارو ته، بلکې خپلې ستونزې، خپلې نيمگړتياوې او خپلو دروغو ته هم د اسلام په نوم توجيه ورکوې. د پاکستان په سياست کې د دين د رول د زياتيدو لامل دادي چې په پاکستان کې د پاکستان په هکله د پاکستانيانو تر منځ توافق او پوهاوی په کلکه کمزوری او ماتيدونکی دی. دلته د اسلام د سياسي کولو موخه د مذهب په بنياد د پاکستانې ملت د جوړښت کلکول او په ځانگړې توگه له پښتنو څخه قومې، فرهنگي او تارېخې هويت اخستل دي. په دي برسېره پاکستان په دې خبره پوهېږې چې مذهبې بنسټ پالنه په افغانستان کې د ثبات، پرمختگ او د دموکراسي د مخنيوی په کار کې تر ټولو غښتلې او موثره وسيله ده.
مذهبې بنسټ پالنه او له هغې څخه ملاتړ د پاکستان د سياست يوه جوړونکې برخه ده. پاکستان په دی کار سره باد کرې، خو توفان به ريبې. همدارنگه بنسټ پالنه کولاي شی چې پاکستان په يوه بل الجزاېر بدل کاندي. ځېنې څېړونکی په پاکستان کې ايران ته د ورته حالت وړاندوينې کوي، خو په دي هکله ستونزه په پاکستان کې د خمينې پيدا کول دي.
بنسټ پالنې په خپل وار سره پاکستان ته ددې امکان ورکړی چې جگړه ولمسوې او د افغانستان په وړاندي د پراختيا غوښتنې سياست غوره کړې. ددې سياست اصلې موخه له پاکستان سره د ټولو پښتنو يو ځای کول دي. خو يوې خبرې ته د پاکستان پام راړول په کاردی چې کله کله دا جنگونه دي چې ملتونه ايجادوي.
په پورتنيو خبرو برسېره د افغانستان په هکله د پاکستان چلند په ډار او په حقارت هم ولاړ دی. پاکستان په کلکه له يوه اباد او په ځان متکي او ثبات لرونکی افغانستان څخه په ډار کې دی. همدارنگه پاکستان او په تېره بيا پاکستانې جنرالان د افغان د بدمرغيو په بيه د هند په وړاندې د خپلو تارېخې ناکامېو، تسليميو، پاتې راتللو او حقارت تلافې کول هم غواړي.
افغانان له يوه تارېخې انتخاب سره مخامخ دی او په ځانگړې توگه دا انتخاب د بنسټ پالنې او دموکراسۍ تر منځ دی. زه واېم چې انتخاب دموکراسي دي او دا تر ټولو ښه انتخاب دی. دا دهر وگړی د خپلواکې ارادې او خپلواک شخصيت انتخاب دی. دا له نورو سره د باوراو برابرې انتخاب دی. زه دلته په تکرار سره واېم چې دموکراسي تر ټولو ښه الترناتيف دی او د دموکراسي الترناتيف نه ليدل کېږې هغه سيستمونه چې د دموکراسي الترناتيف بلل کيدل يو په بل پسي مات شول. يوځل نازېزم هڅه وړکړه چې په نړۍ کې د يوه نژاد په واکمن کولو سره د دموکراسي الترناتيف شي. بيا کمونېزم په نړۍ کې د يوې ايديولوژي او يوه فکري سيستم په واکمن کولو سره د ځمکې په سر د جنت جوړولو وعده ور کړه او موږ د همدي وعدې په عملې کولو سره افغانستان د جنت په ځای په دوزخ بدل کړ. د عيدمحمد ورياخيل په خبر “ منشي ساب پسي مه گرزه تارېخ مو جوړاو را نه جغرافيه شوه” د دموکراسي په وړاندي دواړه نازېزم او کمونېزم په گونډو شول. اوس مذهبې بنسټ پالنې دې سيالې ته ملا تړلې ده او زه په بشپړ ډاډ سره په دې سيالې کې د دموکراسي په بری باور لرم.
په حقيقت کې روانه جگړه دموکراسې په ضد جگړه ده.دا د ازادې په ضد جگړه ده. د ا په افغانستان کې د يوه مدرن دولت او ملت جوړولو په ضد جگړه دي او دا د افغانانو د نيکمرغې او پرمختگ په ضد جگړه ده او پاکستان ددې جگړې لارښوونه کوې. تر هغو چې د پاکستان گواښ له منځه نه وي تللې، تر هغوې چې په افغانستان کې ثبات نه وي راغلی، تر هغو چې افغانان په خپلو پښو نه وي دريدلې او تر هغو چې دناتو د ځواکونو پېاوړی او ډاډمن الترناتيف نه وي ايجاد شوي بايد او بايد دا ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي. د افغانستان خپلواکې ته گواښ د ناتو په ځای پاکستان دی.
گواښ پاکستان دی او په دا ډول حالت کې د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه د پاکستان پوسيله د افغانستان د يرغمل کولو غوښتنه ده.

دوهم فرصت : دموکراسي

دموکراسي نه OVERNIGHT ايجاد کېږې او نه دموکراسي د ايديولوژيک سيستمونو په شان په يو ځل او د هميشه له پاره د ټولو ستونزو د حل کولو وعده ورکوي. دموکراسي نيمگړتياوې لري، خو له دموکراسي سره ددې نيمگړتياوې د لرې کولو وس هم شته دی. ايديولوژيک سيستمونه نه خپلې نيمگړتياوې منې او نه يې د حل کولو وس لري او د ايديولوژيک سیستمونو همدا بې وسې دي چې په ټولنو کې د زورزياتی او وسله والو ټکرونو لامل کېږې. دموکراسي د انقلاب کولو پوسيله هم منځ ته نه راځې. دا او هغه گوند هم دموکراسي نشي ايجاد کولاي. دموکراسي د زور پوسيله هم نه جوړېږې. د دموکراسي تارېخ په څرگنده توگه د دموکراسي او زورزياتی د نه جوړيدو او نه پخلاينې تارېخ دی. د زورزیاتی، کودتا او جگړې له لارې د دموکراسي د تر لاسه کولو هڅې هميشه ناکامې دي. په افغانستان کې د کودتا له لارې په جوړ شوی “ دافغانستان دموکراتيک جمهوريت” کې انقلابې واکمن نه يواځې د مخاليفينو منلو ته تيار نه وو، بلکې د انقلاب له زامنو سره هم د خلکو او انقلاب د دوښمنانو په څېر چلند روان وو.
په افغانستان کې تر اوسه دموکراسي نه دی ايجاد شوي. افغانستان د دموکراسي په لور د لېږد “ گذار” په مرحله کې دي. د دموکراسي د ودې په کار کې له يوې خوا د اقتصادي جوړښتونه په پرمختگ او په تېره بيا د منځنې طبقې په وده ، د زده کړې په پراختيا او د هر ځانگړی وگړی په ازادې او د ټولنې په خپلواکې او له بلې خوا د شته ستونزو په حل کولو کې د دولت په وړتيا تکيه کوې. د دموکراسي د ودي او بری په کار کې دولت اوچت او جوړونکی رول تر سره کولاي شي. يو پېاوړی دولت کولاي شی د قانون واکمنې ټينگه کړې او امنيت وساتې . افغانې ټولنه ددې روښانه تجربه لرې چې کله دولت ړنگ شو انارشې راغله او هر زورور د واک خپله سېمه او خپل قانون درلود. د پرمختللو ټولنو تجربې ښيې چې د پرمختگ په لور خوزښت هغه پېل شو چې د قانون واکمنې ټينگه شوه. په افغانې ټولنه کې مسله يواځې د يوه پېاوړی دولت د جوړولو نه دی، بلکي د دولت جوړښت په ټولنه کې د سياسي ــ ټولنېزو جوړښتونو مضمون او لوری هم جوړوي.
د دموکراسي د ودې او بری په کار کې بله بنسټېزه مسله انسان او د هغه آرزښتونو ته پاملرنه ده.
د انسان د حقونو او ازاديو پېږندنه او د هغوې مراعات کول او درناوی دي. دموکراسي د خلکو په واکمنې ډډه
لگوې او د خلکو واکمنې هغه وخت په واقعيت بدلېږې چې د ټولنې د اوسيدونکو د سياسي برابرې حق تامېن شي. بله ډېره مهمه مسله د دين او واک د جلا کولو مسله ده. دا کار به له دين او روحانيت څخه زورزياتی جلا کړې، دا کار به د دين ازادي بسيا کړې، دا کار به په دينې مسلو کې د دولت د لاسوهنو مخه ونيسې، دا کار به مذهبې تبعيض له منځه يوسي او د کار به په ټولنه کې د انديښنو او فکرونو له خپلواکې سره مرسته وکړې. د انديښنو خپلواکې به په ټولنه کې د علمې او هنرې پرمختگونو په کار کې په يوه لوی خوزونکی ځواک بدل شي.
په افغانستان کې د دموکراسې په لور د پام وړ پرمختگونه شوي دي. په تېره بيا په سياسي برخه کې پېاوړې لاس ته راوړنې شته دي. ما په تېره ليکنه کې د افغانې ټولنې د سياسي کولو او په ټولنه کې د سياسي بيگانگې په هکله لنډ مطالب وړاندي کړل. ددې خبرو موخه په ټولنه کې او په تېره بيا په سياسي ژوند کې د داسې آرزښتونو ايجاد دی چې له يوې خوا په عمل کې سياست د ځانگړو وگړو، کورنيو ،ډلو او گروپونو له ولکې را ووزې، سياست د ټولو په چاره بدل شي، سياست او سياسي فعاليت نور د جرم او جنايت په توگه و نه پېږندل شي او له بلې خوا د سياست او زور اړيکې بدلې شې. سياست او زور له يو بل څخه جلا شي. سياست نه بايد د زور آزمايلو ډگر وي چې سيال يا د زور پوسيله له دي ډگر څخه ويستل شي او يا هم سياست کونکی د مجرم او جنايت کوونکی په نوم زندانې او مجازات شي. په سياسي ژوند او په سياسي سياليو کې مهمه خبره داده چې د مات شوی لوری واک ته د بيا را گرزيدو امکانات له منځه ولاړ نشي. په سياسي ژوند کې د دموکراسي مانا دا هم دي چې سياسي مخالف ته نه نور د دوښمن په سترگه کتل کېږې او نه د دوښمنې په دود ور سره چلند کېږې.
د افغانې ټولنې په سياسي تارېخ کې سياست له زور سره په اړيکو کې ژوند کولاي شواي، سياسي مخالفت له دوښمنې څخه عبارت وو، سياسي مخالفين د مجرمينو او جنايت کونکو په نوم مجازات کيدل او دا ډول يو حالت د پېړيو له پاره د سياسي ژوند او سياسي فرهنگ مهمه برخه گرزيدلې وه. سياسي جرم هېڅ ډول مانا نه لرې. دا
عبارت بايد له سياسي آدبياتو او سياسي فرهنگ څخه ويستل شي. سياسي جرم د استبدادي فرهنگ ځانگړتيا ده. په دموکراسي کې، د نظريو او په سياسي برخه کې د پلورالېزم د منلو په صورت کې د سياسي جرم له پاره ځای نه پاتې کېږې.
د ثور له ناورينه وروسته ايديولوژيک واکمنيو په سياسي ژوند کې د زور، وژلو، زندانې کولو او شړلو په وسيلو سره نه يواځې د “ سياسي يو شان کولو” ، بلکې په وار سره د دولت د ايديولوژيکی او مذهبې کيدو هڅې هم وکړې. سياست د يو شان کولو په ځای د څوگونيتوب ډگر دی. سياست د پلورالېزم ډگر دی او په دی ډگر کې د چپ او ښی، د کمونست او ناسيونالست، د محافظ کار او لېبرال ... له پاره ځای شته دی. خو ددي ډگر ټول غړې له اختلافونو، مخالفو درېځونو او مخالفو نظرياتو سره سره د گډو اصولو په پېروي کولو مکلف دی. د سپورتې لوبو په ميدان کې سره ددې چې مخالف لوبغاړې له يو بل سره همکارې نه کوي، يو بل ته نه تېرېږې، خو په کلکه د لوبو د گډو اصولو پېروې کوي.
هغه اصول چې په يوه دموکراتيکه ټولنه کې ټول سياسي گوندونه او ډلې يې په پېروې کولو مکلفې دي په لاندي ډول دي.
١ ـــ ملې يووالی او د ځمکنی تماميت
٢ ـــ نظرياتې او سياسي څوگونيتوب يا پلورالېزم.
٣ـــ د بشري حقونو درناوی او مراعات کول او په ځانگړې توگه انسان او انسانې آرزښتونو د خپلو تگلاروپه مرکز بدلول.
۴ ـــ دښځو او نارينو ترمنځ برابرې.
٥ ـــ د واک او دين جدايې.
په افغانستان کې تر اوسه نه د دموکراسي بنسټونو دومره پېاوړي شوي، نه ټولنه په هغه اندازه سياسي شوې او نه سياسي بيگانگې دومره کمزورې شوي چې په افغانستان کې د سياست او زور اړيکې بيا واکمن نشي
خلکوته په تېره بيا په اقتصادي برخه کی څه نه دي ورکړې. لوږه، بې کورې اوبيکارې ... پراخه او په زياته اندازه ځورونکې ده. په افغانستان کې منځنې طبقه ورو وده کوي او تر اوسه ددي جوگه نه دی چې د يوې ټولنېزې پايگاه په توگه خپل رول ولوبوي.