د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوه خر وارو بادامو هم وکيلان هوښيار نه کړل

طارق احمدزى 15.11.2006 03:00

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

دلنډ مهالې او انتقالي دورو پر وخت هم حکومتونه او هم ولس له يو لړ ستونزو سره مخ و خو هم حکومت او هم ولس ځانته په دې ډاډ ورکاوه چې دحکومت ددريمې قوې  (مقننه قوې يا پارلمان)  له جوړ ېدوسره به دا ستونزې حل شي.

ملت انګېرله چې ولسي جرګه  به دملت او دولت ترمنځ دارتباطي پله په توګه کار وکړي ،د ولس ستونزې به دولت او ددولت ستونزې به ملت ته ورسوي او ددواړو لپاره به دمتقابلې همکارۍ زمينې برابر ې کړي، دواړهخواوې  (دولت او ولس)  به له يو بل سره  مرستې ته وهڅوي، پارلمان به ددې هېواد حالاتو او شرايطو ، ظروفو او امکاناتو، غوښتنو او اړتياو  ته په کتنې سره هېواد ته قوانين جوړ کړي ،ددولت دټولو اجرائاتو نظارت به کوي ،ددولت دپياوړتيا اودملت دهوساينې لپاره به هلې ځلې وکړي، دهمدې موخواو اغراضو  دترسره کېدلو لپاره ولس دډېرو ګواښونو په منلو سره دصندوقونو شاته  لاړ، دخپلو استازيو دټاکلو لپاره يې رايې ورکړې.

 که څه هم ولسي جرګې  ته راغلي استازي ټول سل په سلو کې دملت په رايو نه دي ټاکل شوي ،ځينې يې دپيسو، ځينې يې دوسلو او ځينې يې دبل په زور راغلي دي خو بيا هم ولس او دولت دواړو ته داهيله پيدا شوه چې ديوې ټاکلې پارلمان خاوندان شول، ددولت يو کم رکن ورسره پوره او دولت خپل مشروعيت بشپړ کړ، دولت او نړيواله ټولنه هم دا خپله يوه مهمه لاسته راوړنه بولي، دامريکا دمتحده ايالاتو په څېر نور دافغانستان په چارو کې لاس لرونکي هېوادونه هم په افغانانو خپل احسان باروي چې د١٥٠ميليونو ډالرو په لګولو يې ديوې ټاکلي پارلمان خاوندان کړل.

 افغان دولت هم ددوى په ټاکلود مظلومواو وږيو تږيو افغانانو له خولې راوېستي سلګونه ميليونه افغانۍ ولګولې خو اوس چې پارلمان دعملي کارله  پيل څخه شاوخوا يوکال تېرېږي او ولس د خپلو استازيو کړنې او اجرائات   ويني نو پر دوى پورې خپلې تړلې هيلې اوبو وړې او هسې يو خوب او خيال بولي.

ګومان نه کوم چې اکثرو وکيلانو به تر خپلو ټاکلووروسته بيا خپل کور او کلى ليدلى او دخپلو مؤکلينو حال پوښتلى وي، دپارلمان دڅه کم يو کلن کار بهير وښوده چې ددوى کار ددې پر ځاى چې دولس او حکومت ستونزې راکمې کړي، دولس او دولت پر ټپونو پټۍ کېږدي دواړو خواو  ته يې لا هم ستونزې ډېرې کړې او پر ټپونو يې مالګې  دوړولې دي.

 دوى دحکومت داسې چارې ويټوکوي چې دويټوکولو وخت يې نه وي .  دبېلګې په توګه دوى دداسې يوې ادارې، وزارت او رياست انحلال او له منځه وړل غواړي چې هغه دفتر يا ادارې ډېر کارونه او پروژې روانې کړي وي او يا يې تر نيمايي  رسولې وي چې ددې وزارت او يا ادارې پر انحلال سره دا پروژې يا په نيمه کې پاتې کېږي او يا له بدوبدتر شي.

دکابينې ټولو غړيو او  دلويو رياستونو رئيسانو ته دباور رايه همدوى ورکړه خو اوس چې ددې وزيرانواو رئيسانو   دکار څو مياشتې تېرېږي او اوس  چې دوى دخپل پلان دتطبيق لپاره کار پيل کړى دى نو دوى يې  دځينو ادغام او يا له منځه وړل غواړي. آيا دا دولت ته سر خوږى او ستونزې پيدا کول نه دي ؟  ډېر ليدل شوي  چې دولسي جرګې ځينې غړيو دشخصي عقدو له مخې په داسې چاپسې را اخستې چې هغه په حکومت کې ډېرد کار خلک دي او له دولت څخه يې  دداسې واليانو انفکاک او تبديلي غوښتې چې دزړه له اخلاصه ملت ته خدمت کوي او ملت يې هم پر خدمت قانع دى .

تېره ورځ يو بل حيرانوونکى خبر واورېدل شو هغه دا چې د ولسي جرګې غړيو او دملت استازيو له ميډيا او خپل ولس څخه په پټه دبندو دروازو تر شاه خپل ځانته پخپله امتيازات تصويب کړل او هغه د ( هم گل هم کوزه هم کوزه گر)  له متل سره  سم اجرائات يې کړي دي او امتيازات يې هم داسې د ي چې له قهره ورته دسړي خندا راشي ،دوى دافغانستان په څېر وروسته پاتې در په در دپرديو لاس ته ناست هېواد کې دامريکا او اروپا په کچه ژوند غواړي.

آيادلته چې دولت يو ښوونکي، يو مامور اويو عسکر ته چې ددښمن مرميو ته يې سينه سپر کړې ٣٠٠٠ افغانۍ معاش نه شي ورکولى او هره ورځ يې دتنخوا دنشتوالي له امله د پوليسو او اردو منسوبين ددندې پرېښودلو ګواښونه کوي نو د ولس داستازيو لخوا ځانته يو لک افغانۍ، خپلو دوه باډيګاردانو ته شپاړلس زره افغانۍ، خپل سکرتر ته ١٢ زره افغانۍ ،دتورو ښېښيو موټر، ددوى ياددوى دکورنۍ دغړيو دناروغۍ پر وخت کې ددولت په لګښت په بهر کې په يو عصري روغتون کې درملنه، دکورنۍ دټولو غړيو لپاره سياسي  پاسپورت، دحج په وخت کې دهر وکيل پنځو تنو خپلوانو ته دحج زمينه  برابرول، بشپړ امنيتي ترتيبات، ددوى او ددوى دکورنيو دټولو غړيو بيمه... غوښتل به  په ځان او دې ولس پورې له خندلو پرته معنى ولري؟ .

که دوى په رښتيا هم  د ولس استازي وي نو ولې له خپل ولس څخه ځان لوړ بولي ؟  آيا د ولس ژوند په همدې کچه دى ؟  آيا دکورنيو ټولو غړيو ته سياسي، پاسپورت غوښتل په دې معنى نه دى چې دوى په دې موجود  دولت بې باوره دي او بهر ته دپښو وېستلو لپاره مخکې تر مخکې ترتيبات نيسي.

 

 په خبر کې ويل شوي چې کله دولسي جرګې دمصئونيت اوامتيازاتو کميسيون ددې جرګو غړيو ته دامتيازاتو لست وړاندې کاوه نو دې کميسيون د ولسي جرګې اداري هيئت هم په پام کې نيولى و خو دځان غوښتنې څپې دا جرګه دومره پسې اخستې وه چې هغوى يې هم له دې لست څخه ووېستل او يواځې خپل ځان يې ددې امتيازاتو وړ بللى دى او بس .

په خبر کې داهم راغلي دي چې دې جرګې تر اوسه لس منه دپاسه دوه خرواره پسته او بادام نوش جان کړي دي او دخپل ملت دخدمت لپاره يې خپل ماغزه ارام کړي دي؟؟ خبر دا هم وايي چې تراوسه په ولسي جرګه کې دولس ميليونه ډالره اختلاس شوى او د ملت شتمني  غلا شوې ده ، ښه نو چې دملت  داستازيو په کور کې داسې کېږي نو ملت به ګيله له چا وکړي ؟ هغه متل دى چې دعوه دې له قاضي سره شي نو فيصله کوې يې پر چا .

همداراز يو بل خواشينوونکى خبر دمطبوعاتو له استازيو سره چې په حقيقت کې د ولس استازي او ډېر مهم ځواک بلل کېږي ددې  جرګې طفلانه او بازاري چلند دى راځئ چې وګورو په نوره نړۍ کې  مطبوعات څومره اهميت ،عزت او درناوى لري خو زموږ دملت له کور څخه په بازاري لهجه(  ځئ ووځئ)، ويستل کېږي. وايي چې خائن خايف وي که نه نو ولې دتلويزيون له سکرين او راديو له څپو څخه ځان پټوي دا خوله ملت سره دکړو ژمنو او اساسي قانون دواړو   مخالف کار دى.

باور وکړئ چې زه خو کله دتلويزيون په پرده خپل دا استازي وينم چې کله ويده وي ،کله له يو بل سره لوبې کوي کله.... نو کرکه مې ترې راشي او له ځان سره وشرمېږم  چې دا بهرنۍ نړۍ به پر موږ څه قضاوت کوي ؟

 په هر حال په پاى کې له خپلو ټولو وکيلانو څخه هيله لرم چې دافغانستان اساسي قانون، له ملت سره کړو ژمنو او دافغانستان يتيمانو کونډو، او دشهيدانو وينو ته وفاداره واوسي. له خپلې بړستنې سره سمې  پښې وغځوي. خپل هېواد او ولس ته خدمت وکړي، دخپل ولس پر وړاندې خپل بايللى باور  بېرته تر لاسه کړي .که نه نو بيابه له ولس او ددې ولس له خالق سره دمخامخ کېدلو لپاره سپين مخ ونه لري.