د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وبښئ، بنديخانه نه لرو!

مجيدالله قرار 14.11.2006 02:00
qararander@hotmail.com
 څه موده وړاندې د افغانستان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی په یوه وینا کې د مخالفو ډلو دوو تنو غټانو ته تر خوله ور تېر شو او د سولې په بهیر کې یې هغوی ته د ګډون بلنه ورکړه. که څه هم دا لا معلومه نه وي چې خان د ګوجر په ټانګه کې سپرېږي او کنه، خو د ښاغلي کرزي دې څرګندونې په ځینو کړیو کې غښتلی غبرګون رامنځته کړی.
 هرځلې چې له طالبانو سره د تفاهم او خبرواترو خبره شوې نو د دولت په مخلصینو! کې له وزیرانو رانيولې تر چاکرانو او له عامو محضرونو څخه نيولې د جرایدو او تلویزونونو تر پردو پورې دا غوغا غځېدلې چې کرزی په لوی لاس القاعده راولي او د خپله پایه پرې غښتلې کوي.
 دغه غوغا یو مهال تر دې حده ورسېده چې ځینو خو له تقنیني لوریو غوښتنه وکړه چې په قانون کې دې طالبیزم ته د فاشیزم او نازیزم په څېر ځانګړی تعریف کېښودای شي او په دې توګه دې د ملت ابدي دښمنانو ته د القاعده او طالب په پیغور د ولس د ځورونې لپاره یوه ابدي بهانه ور ترلاسه کړای شي. یو ځلې مې د پارلمان د یوه کاندید په عمده شعارونو کې دغه جمله ترسترګو شوه چې ښایي د پدرام د ډلې کوم چاکر به و.
 عجیبه دا چې دا ډول غوغا ډېر ځله د همغو لخوا راپورته کېږي چې تر دې ناسوبیو مخالفینو یې د جرایمو تله، څوځله زیاته درنده ده.
 د پخلاینې د دایمي مخالفینو په لومړي کتار کې تل د شمال د ټلوالې زاړه مشران دي چې د مخالفت انګېزه یې ډېره جوته او څرګنده ده او هغه دا چې په واک کې د نورو اړخونو د راښکېلېدلو په تناسب د هغوی خپل رول کمزوری کېږي او کېدای شي د یوه ریښتیني قومي، ګوندي او فکري انډول په لورې په نيږدې کېدلو سره افغانستان د انحصار له منګولو ووزي او انحصار هغه څه دی چې ښایي دغه ټلواله یې د ساتلو لپاره ډېر څه کولو ته تیاره وي.
 دغه ډله له ډېرو لومړیو د تفاهم د مخنیوي لپاره فعاله او لاس پر کار ده. که څه هم دغه ډله خپل ځان د جهادي میراث ټېکداره او د مجاهدینو د حقونو خبره کوي خو کله چې له مخالفو جهادي ډلو سره د تفاهم خبره کېږي نو تر ټولو لومړی یې همدوی مخالفت کوي او ستونزې راولاړوي.
 له تفاهم سره د دې لانجه مارې ډلې د مخالفت یوه ښه بېلګه هغه ناقانونه او بې مدرکه عملیات ول چې هغوی د یوې مخالفې ډلې په کابل مېشتو مشرانو د شپې په تیاره کې ترسره کړل. کله چې د بن له توافق وروسته د مخالفینو یوه ډله د حزب اسلامي د ګوند په استازیتوب د وحیدالله سباوون په مشرۍ په کابل کې مېشته شوه نو د نظار شورا د پاتې شونو همدې ډلې چې ځان د جهادیانو میراث خوره بولي، د شپې لخوا د پولیسو په جامه کې خپل ټوپکمار د هغوی پر دفتر او هستوګنځي ور وبلوسول، د هغو په مشرانو یې د کودتا تور ولګاوه او فرار یې کړل چې په سبا یې د هغه مهال د سوله ساتو ځواکونو انګرېز قوماندان د هغوی دا کار ناسم وباله او له هغوی یې جدي غوښتنه وکړه چې د دغه ډول عملیاتو معلومات باید له هغوی سره شریک کړي.
 د دغې ډلې ځینو مشرانو په همدې زړه انګېزه د هلمند ولایت د موسی کلا د هوکړې په اړه هم مخالف غبرګون ښودلی او هغه یې د نه منلو بللی.
 د دغې ډلې پلوي رسنۍ او میډیا د ولسمشر له لورې رابلل کېدونکي لویه جرګه هم د قوم سالاري پر لور د افغانستان تمبونه بولي او آن د مسالې د حل لپاره هم د پښتنو د یوې روایتي استاځي مؤسسې او جوړښت کارېدنه له خپل تحمله وتلې بولي.
 یوه بله ډله چې له همدې زاویې، خو په لږ څه بدله انګېزه د بین الافغاني تفاهم مخالفت کوي، د قومي تعصب د ناروغۍ ښکار وګړي دي چې پوهېږي د مخالفت شته والی د پښتنو ځواک او انرژي تقسیموي او د پښتنو وېش د نورو لپاره د ښې استفادې فرصت ور ترلاسه کوي.
 یوه درېیمه طبقه داسې وګړي هم شته چې د طبقاتي تعصب عقده لري او له ملا او عالم طبقې سره خپله زړه دښمني په سیاسي پردو پوښلې ملي اجنډا ته ننباسي چې افغانستان د دې طبقې له احمقانه کړنو څخه تاریخي ناخوالي لیدلي او وینې یي.
 دغه طبقه چې ډېری یې په افغانستان کې دننه یا له افغانستان څخه بهر کې له ولس څخه لري پاتې شوي، ښاریان تشکیلوي، تر هغو اطرافي ملایانو چې د خولۍ په نه په سرولو انسانان له مذهبه وباسي، څو چنده زیات متعصب او ړوند فکره دي او د خپل دې ډول جهالت یا تجاهل لپاره هیڅ ډول دلیل او منطق یا لرلید نه لري. دغه ډول وګړي نه یواځې د دولت د کړنلارو په چاپېریال کې، بلکې په پوهنتونونو، فکري کړیو، فرهنګي حلقو، رسنیو او نور ډګرو کې هم فعال او چارند دي او په لوی لاس د طبقاتي تبعیض اور ته لمن وي.
 څلورم مهم فکتور چې ښایي د بین الافغاني تفاهم په اړه ترټولو ډېر اغېزمن و اوسي، د افغانستان په دننني سیاست د نړیوالو سیاستونو اغېزه ده. آیا لازمه ده چې د کورنۍ جګړې او سیاست په برخه کې دې یوازې نړیواله ټرمینالوجي وکارول شي؟ آیا ريښتیا هم د طالبانو د نظام غړي هېوادنیو ته هماغومره خطرناک او د نه منلو دي، لکه چې بهرنیانو ته دي؟
 له بهر څخه د تګلارو، تعریفونو، نومونو، جوړښتونو او نظریو په پټو سترګو را کاپي کول او پر افغاني سیاست کې د هغو پلې کول هغه ضررناک روږد (عادت) دی چې د افغانستان په سیاست او نورو ډګرونو کې یې د ابتکار او نوښت مخه ډب کړی او د نظریو وړاندې کولو اخلاقي جرأت یې د جمود تر بریده رسولی دی.
 د دې جریانونو او انګېزو سالمیت یا ناسالمیت ته له کتلو پرته، دولت هم که په شعوري لحاظ نه وي نو په عملي لحاظ د طبقاتي جګړې او شخړې په رامنځته کولو کې ښکېل پاتې شوی او په عملي توګه یې یقیني کړي چې افغانستان د طالب طبقې او ملایانو د اوسېدنې، په ځانګړې توګه د هغو طالبانو د اوسېدونې لپاره چې د طالبانو په نظام کې پاتې شوي، مناسب ځای نه دی.
 دولتي ځایي استاځیو له پیل څخه د طالبانو او ملایانو د پارونې او پردي کونې لپاره د عملیاتو یوه کرغېړنه لړۍ روانه کړه چې پایله یې په رزګونو هلکان په یوه اوبل تور له کورونو اواره او ګاونډیو هېوادونو ته ولېږدېدل. په دې اواره ګانو کې تر ټولو بختور هغه و چې په کومه مدرسه کې یې د مسافرۍ د شپو ورځو تېرولو لپاره د شپه تېر ځای وموند او بیا یې لږ تر لږه د معیشت تامینولو لپاره یوه لاره چاره ومونده.
 والیان او قوماندانان د مخالفینو د ټکولو په بهانه له یوه اړخه له بهرنیانو او دولت څخه پیسې ترلاسه کوې. او له بله اړخه د د ځورونې مرکزونو ته د خلکو له راوستلو، ډبولو او یرغمل ساتلو وروسته له هغوی څخه پیسې ترلاسه کوي او له پیسو ترلاسه کولو وروسته هغه د "بیا داسې مه کوه" په یوه نمایشي او مکار نصیحت بېرته پرېښودل کېږي.
 د والیانو استفزازي کړنو طالبان خو څه چې عام وګړي هم هېواد پرېښودلو او د مخالفینو لیکو پیوستلو ته اړویستلي. د دغسې کړنې ترشا شعوري لاسونه لیدوړي دي او د مداخلې اغېز یې ډېر محسوس او جوت دی.
 دغې کړنې ته تر ټولو زیات په پاکستاني-امریکايي چېنل پورې تړلیو والیانو هوا ورکړه او څو پیوست کلونه یې د بهرنیانو لپاره د پرېمانه خامو موادو د ورترلاسه کولو لپاره د هلکانو په ځغلونه او له هېواده شړنه لاس پورې کړ.
 کله چې د طالبانو نظام راوپرځېد، ټول ولس د هغې ناروا شاهد دی چې د طالب په نامه له افغاني ځوانانو سره وشوه. د هغو زرګونو بندیانو، چې نور یې په هیچا پورې هم تړاو نه درلود عامه او بېرحمانه وژنه، د دنیا په هیڅ دستور هم نشي تبرئه کولای.
 هر سرتېری د جګړې له لیکې له را بېلېدلو وروسته عام وګړی پاتې کېږي او هیڅوک پرې د لاس وچتولو حق نه لري خو آیا کله چې دغه سرتېری طالب وي نو بیا آیا د دنیا له هریوه دستور څخه مستثنا دی؟
 هغه مهال چې په مزار کې په زرګونو پښتانه ځوانان شهیدانېدل نو د ملا عمر امارت وجود نه درلود. دغو ځوانانو نور له هیچا سره هم تړاو نه درلود. هغوی نور هیڅ جرم نه درلود. د هغوی د وژنې مسؤولینو ته چا ګوته ونیوه؟ او چا ترې د دغه جنایت پوښتنه وکړه؟
 موږ د کومو مصلحتونو پر بنسټ دغه پوښتنې راولاړې نکړو؟
 دغه پوښتنې که د ولس لیکوال او روڼ اندي را ولاړې نه کړي نو هیڅکله دا معنا نه لري چې له ملت سره هم دغسې پوښتنې نشته. د اوروزګان، زابل، کندهار او هلمند ولسونه دمګړی دغه پوښتنې کوي. ټول پوهېږي چې زامن یې د هغه نظام سرتېري ول چې ډېر غړي یې لاهم پر رسمي دندو کار کوي او ښاغلی کرزی یې د غړي پاتې کېدلو افتخار لري!
 د هغوی زامن خو سرتېري ول. د هتلر سرتېري هم چا نه دي وژلي، که د موسولېني او هتلر سرتېري وژل کېدای نو د جرمني او ایټالیا د هغه وخت ځوانان خو باید ټول وژل شوي وای خو آیا همداسې شوي دي؟
 د طالبانو د دورې مشهورې څېرې او منلي شخصیت مولوي متوکل په خپله یوه لیکنه کې ليکي چې له کرزي څخه یې په ډېرو لومړیو کې غوښتنه کړې وه د طالبانو د خوندي کولو لپاره دې ژر تر ژره په مدرسو لاس پوري کړي. ريښتیا هم موږ دهغه کار لپاره ډېر کم وخت درلود او هغه وخت مو له لاسه ورکړی. طالبان هغه څه ته چې کوي یې، مجبور کړای شوي دي.
 د طالبانو لپاره د دیني مدرسو جوړولو، هغوی ته د سیاسي فعالیت د اجازې ورکولو، او د هغوی له تعقیب او پلنیوي څخه د ډډې کولو مهمه ګټه به دا وای چې هغوی به د سولي د یوه اړخ په توګه د راڅرګندېدلو لپاره د پښې ايښودلو ځای موندلای وای او له هغوی سره به یې د سولي پر سر بحث او خبرې اترې اسانه کړي وای. که کرزی صاحب له دې څخه نه وای وېرېدلی چې دغه هېواد دښمنه حلقې به ورته ملاکرزی ووایي نو ښایي ځان ته یې په دې کچه ستونزې نه وای پنځولي. خو که ښاغلی کرزی د دې کړیو د خوشحاله ساتلو لپاره "پروخت" او "پرځای" تصمیمونه دغسې ځندوي او شاته تمبوي نو کېدای شي د یوه ولسمشر په توګه هیڅکله خپل ځانګړي کاري لومړیتوبونه ونه لرلای شي.
 ښاغلی کرزی ښايي او باید وپوهېږي چې د افغانستان په تاريخ كې د قدرت او واك په اړولو را اړولو، په سياسي غوغاګانو، انقلابونو او مقاومتونو كې د عمده ټولنیز ځواک په توګه ملايان تر ټولو غښتلي خلك پاتي شوي. د دوي له فتوا او مداخلې پرته په داخلي كچه هيچا هم خپل انقلاب، پاڅون، غوغا، كودتا يا غزا د بري تر بريده نه ده رسولې. تقریباْ هر ملا یو غښتلی ویاند، یو ښکېل ټولنیز کرکټر او یو منلې څېره ده چې د خلکو لخوا یې پراخ درناوی کېږي.
 هر ځانګړی ملا په كلونو د تقريرونو او خلكو د متاثره كولو تمرين لري. د ښه ملا يوه نښه همدا وي چې سخت زړي خلك وژړوي او كاڼي زړونه نرم كړي. له هغه څه پرته چې ملاصاحب پرې خبر نه دى، لكه د سیاست نړیواله او سیمه ییزه لوبه، تاریخ، اقتصاد...د هغه څه په هكله چې د ملاصاحب ژوند چاپېريال او فكري مدار دى ملاصاحب تر هرچا زيات منطقي او د ښه استدلال خاوند دى.
 د ښاغلي کرزي لپاره پر دې خبره یواځې پوهېدنه کفایت نه کوي، او نه هم هغه له دې حقیقت څخه ناخبره ښکارېږي، خو په عملي توګه یې تر کومه حده د یوې طبقاتي جګړې د مخنیوي هڅه کړې؟ په دې اړه یې په کومه ستراتېژئ کار کړی؟ آیا ښاغلی کرزی هغو طالبانو ته چې له مخالفو لیکو رابېلېږي، ريښتیا هم مصؤونیت او ورکولای شي؟ آیا هغه د خپلو والیانو په وسيله د لانورو خلکو د اواره کولو پروسه پای ته رسولې؟ د تعلیمي مؤسسو د بیارغونې په لړ کې څومره مدرسې جوړې شوي؟ او څومره طالبان د بدیل معیشت له پروګرامونو څخه برخمن شوي؟
 د وسلوالو لپاره د بدیل معیشت د پروګرامونو لومړی موخه باید د طالبانو د نظام سرتېري وای چې لومړی خو د دې ډلې وسلوالو شمېره د نورو په تناسب څو چنده زیاته وه، بیا دا چې د سولي بهير تر هرچا زیات د همدوی ننګې ته اړتیا لرله، او درېیمه دا چې وسلې ته د دوهم ځل لاس اچولو وېره یې تر نورو زیاته وه. خو جوته وه چې ښاغلي کرزي باید خپل چارچاپېره مؤلفه القلوب خوښ ساتلي وای، ځکه چې د لنډې مودې لپاره د هغه نظام یواځې هغوی ته اړتیا درلوده!
 وايي څه موده مخكې طالبانو په ځینو سیمو کې د ملي اردو وګړي وژلي ول او ورسره يې ليك په غټو تورو په يوه كاغذ ليكلي ول چې: وبښئ، بنديخانه مونه درلوده.
 دې جملې د طالبانو له لورې د خپلې تر ټولو غټې ګيلې څرګنداوي کاوه او هغه دا چې هغوی ته په پدې وطن كې ځاي نه ورکول کېږي.
 مونږ دا نه وايو چې طالبانو ته دې د بنديانو ساتلو لپاره بنديخانې وركړل شوي وای، خو كله چې دوى د بشپړو ولايتونو د يرغمل نيولو صلاحيت در لود، د بشپړو ولايتونو د فلجولو واك یې درلود او په وار وار يې داسې كړي هم دي او په دې سربېره زموږ د ټولنې د ځواک تاریخي عنصر او په ټولنيز جوړښت كې د غښتلي مقام لرونکي دي، نو بيا كه توپكسالاران د عيني واقعيتونو په توګه منل کېدای شوای، طالبان بايد په سر كې ومنل شوي وای.
 له طالبانو سره د تفاهم او خبرو اترو مخالفت د شمال څو لنډه غریو کاوه او د دوى د مقاومت زور د غزني، پكتيا، پكتکيا، زابل، اروزګان، او نورو داسې ولايتونو په اوږو و چې له ملا سره د سبا معامله هم لري او دومره ترې خوابدي هم نه دي.
 غوره به دا وای چې کرزي صاحب د خبرو اترو مخالفين له خپلو مليشو سره لېږلي او له طالبانو سره يې دې مخامخ كړي. بيا نو همغه د ډاكټر نجيب د مليشه جوړونې فارموله د ده له پاره هم تر ټولو وړ برېښېده. كنه د غزني، زابل، پکتیا، پکتیکا او نورو ... ولسونه دې یې پوښتلي وای چې دوی له ملا سره سرخوږی غواړي او کنه؟
 كله چې ښاغلی کرزی توپكمارو ته دولتي څوكۍ بېلوې، بې سوادان د دپلوماتانو پر مېزونو كښېنوې او خدمت وږيو پوهانو ځاى پرې اشغالوې نو هلته خبره د عيني واقعيتونو، امنيت او نرمښت وي، خو كله چې په زرګونو واړه هلكان د پاكستان د ذهن-وينځنې (brainwash) د مؤسسو (مدرسو) په لور له كورونو په ځغلوې او ياهم يا د دغه كار خندنۍ ننداره كوې نو هلته چارواکیو ته د خپلو خلكو د امنيت، خونديوالي، راتلونكېو او اوسنيو عيني واقعيتونو!! هيڅ اندېښنه راپارېږي؟
 نن ورځ چې د هېواد په یوه کونج او ګوښه کې ځان خوندي نه وینو نو لامل یې دا دی چې د دولت د ځایي چمچو کار نتیجه ورکړې. هغه په رزګونو شمېر هلکان چې له کورونو څخه تېښتې ته اړویستل شوي ول، له بشپړو نظامي روزنو او غښتلیو ایدیالوژیکي ژمنتیاوو سره هېواد ته راستانه شوي.
 په افغانستان کې د مخالفینو د مخالفت ملاتړ که هرڅوک کوي خو په دننه کې د مخالفت انګېزې ډېرې جوتي او معلومي دي. د بهرني شتون- چې د افغانستان په تاریخ کې یو نه منل کېدونکی او تل له ټکر او تصادم سره مخامخ پدیده ده- معقولیت، او منطقیتوب، په ځانګړي توګه د سوله ساتیو ځواکونو ترڅنګ د ایتلاف په نامه د بل ځواک د موجودیت مطقیت هیڅ وخت په قانع کوونکې توګه نه دی بیان شوی. لکه څومره چې محسوسه ده، د بهرنیانو حرکتونه د پخوا په پرتله زیات ترېنګلي او پاروونکي دي. پر عامو څړکونو او لویو لارو په ګولیو د خلکو له غلبېلولو رانيولې، د Prize hunters په وسيله د شخصي بندیخانو تر ساتلو، او بیا تر ړندو بمبارونو پورې هرڅه د بهرنیانو په خپله خوښه ترسره کېږي او هیڅ ډول عذر یې نه ویل کېږي.
 د مخالفت بله غټه انګېزه د بهرني بې مهاره کلتوري یرغل په وړاندې د ولسونو حساسیت دی چې تل یې د افغانستان لپاره ستونزي زېږولي دي. بهرنۍ انجیوګانې د شخصي او خپلسرو راډیویي او ټلوېزیوني چېنلو د ملاتړ له لارې د افغانستان کلتوري بریدونه ترپښو لاندې کوي او اخلاقي ارزښتونه تر یلغار لاندې نیسي. آیا له په کلتوري لحاظ په یوه له جګړې وروسته هېواد (Post war country) کې باید له حساسیتونو سره دغسې چلند وشي؟ د دغسې راډیوګانو یوه ښه بېلګه د انټرنیوز د مؤسسې له اړخه په ولایاتو کې د تمویلېدونکیو راډیوګانو خپروني دي چې ګران بیه او ارزښتمن وخت یې په مبتذلو او بې ګټیو هندي، انګرېزي او ایراني سندرو ډکېږي او آن په ولایاتو کې یې په خپرونو کې د روایتي افغاني موسیقۍ تومنه د نشت برابره وي.
 تر ډېره خو داسې برېښي چې نور به دولت او بهرنیان د طالبانو دروازې ټکوي او ښایي زموږ سیاستوال له دې وروسته د دې اختیار ونه لري چې له طالبانو سره د خبرو اترو ترسره کېدلو یا نه ترسره کېدلو پرېکړه وکړي. هغه وخت چې دوی دا اختیار درلود، د مسالې حل هم ډېر اسان و خو داسې ښکاري "دوی باید ثابته کړې وای چې هیڅکله د اسانه حل پلویان نه دي".