د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پوچه اوله هرډول منطقه لیرې غوښتنه

زيب منتظر مسيد 10.11.2006 03:00
 

دثورترانقلاب نه وروسته کله چې دپخواني شوروي اتحاد دیوجوت اوڅرګندتیري اویرغل په ترڅ کې په افغانستان کې کارمل اودهغه ډله ټپله واک ته ورسول شوه ، نوهم کارمل اوکارملیانواوهم دشوروي یرغلګرودا هڅه کوله چې پښتانه وځپي . داپدې چې شورویان پدې پوهیدل چې پښتنودتاریخ په اوږدو کې کله هم پر خپله خاوره دپردو واکمني نده منلې اودچامرئیتوب ته یی غاړه نده ايښې .له بله پلوه دوی ته دځينو کسانو لخواچې ظاهرا خوافغانان ضرورؤ، مګرپه باطن کې یی تل داسپیڅلې خاوره دځان نه ګڼله او نه خویې نن دځان ګڼي ،وعده او ژمنه ور کړل شوې وه چې دپښتنو په کمزولواوضعیفولوسره به له یوې خوا دروسانوپه وړاندې دبغاوت او مقاومت (مقاومت په هغه مفهوم نه چې شمالي ټلوالې کړی دی) ګواښ له منځه لاړشي ،اوګواکې له بل پلوه به د افغانستان ځینې کوچني توکمونه چې هم ژبوتوکمو یی دشوروي په وړاندې دوفادارۍ اومتابعت ثبوت دتیرواویا کالوپه اوږدوکې ورکړی دی ( دپخواني شوروي اتحاد د تاجکستان ،ازبکستان ، ترکمنستان او...) واک ته ورسي ترڅوپه افغانستان کې دشوروي د ګټو خو ندیتوب په دائمي اوتلپاتې توګه ډاډمن کړي .(بې یادولودې پاتې نه وي چې په ۱۹۹۱کال کې کله چې شوروي اتحاددتل لپاره دتاریخ یوه ترخه خاطره وګرځیدله اودروسيې دولت پریکړه وکړه چې د پخواني شوروي اتحاد شوشیالیسټي جمهور یتونه له ځان څخه بیل کړي ،هغه جمهوریتونه چې تروروستي امکانه يې نه غوښتل دروسي نه بیل شي ،د مرکزي اسیاجمهوریتونه ؤ.

تاجکستان خوترډیرمودې پورې خپل سکې اواسعارهم بدلول نه غوښتل اولاتراوسه یی هم پولې د روسيې پوځونه ساتي اوسیاست اوچارواکي یې دروسيې ترنیغ اغیزلاندې دي).دافغانستان په اړوندپه خپله دشوروي دچارواکو اوسیاستوالوپه منځ کې هم دوه نظره شته ؤ ، یوه ډله په دې نظروه چې پښتانه په افغانستان کې ډیری یااکثریت دی ،پداسې حال کې چې بله ډله چې دچاروواګې یی په لاس کې وې ،بیاپدې اندؤ چې پښتانه په افغانستان کې ډیری ندی . د پخواني شوروي اتحادیوه اوسیدونکي چې په خټه دګرجستان دجمهوریت نه ؤاوګیورګي بساشویلي نومیده ، پښتوژبه یی روانه زده وه ،ان دپښتوپربیلابیلو لهجو یی هم خبرې کولی شوې اودنوموړي له خولې غوښتل یی چې دپښتودلهجوپه باب یوکتاب هم ولیکي ،اوداسې ښکاریده چې په افغانستان کې یی دډیرې مودې لپاره دافغانانوتر لباس لاندې جاسوي کړې وه ،پدې اړوندویل(دشوروي چارواکو او دشوروي افغان پیژندونکوپه منځ کې دانظر موجودؤچې پښتانه په افغانستان کې اکثریت نه دي ،او زه (ګیورګي) هم لمړی په دې ګروهه وم ،خوکله چې افغانستان ته لاړم اودهغه هیوادپه ولایتونوکې و ګرځیدم نوپته راته ولګیده چې پښتانه دافغانستان غوڅ اکثریت جوړوي .چې وروسته مې خپلو چارواکو ته هم په دې اړوند راپور ورکړ.اوس زموږ(ګیورګي ) ډله داهڅه کوي چې دچارواکوپام دې مسئلې ته را وګرځوي .)
همدارنګه په نوییموکالونوکې ،کله چې دافغانستان دچاروواګې دطالبانوپه لاس کې وې ،نود روسیي دلیبرال ډیموکراټ ګوندمشر ولادمیر ولفوویچ ژیرينوفسکي په بارباردروسيي په پارلمان کې دافغانستان په اړه دروسيي پرسیاست دنیوکې په توګه ټینګارکاوه چې که موږ(روسیه )غواړوپه افغانستان کې خپلې ګټې خوندي وساتو،نودهغه هیواددپښتنوسره چې غوڅ اکثریت جوړوي ،باید ښې اړیکې ټینګې کړواودنورو کوچنیوتوکمونوسره مالي اوپوځي مرستې ونکړو.
خودروسانوپه باب هیټلر لاډیرپخوا ویلي ووچې : (روسان ددې وړتیانلري چې حکومت وکړي ، هغوی بایدکاراومزدوري وکړي). روسانودا هم هیرکړي ووچې :
پدې لاردشهسوارانوختل ګران دي
ګوډه څله ته پرې خېژې مالاکنډدی
په افغانستان کې دروسانواودهغوی دلاسپوڅوترټولولومړۍ هڅه داوه چې دافغان کلمه یانوم ورو ورود پښتون نه نورو توکمنوته واړوي ، ترڅوپه راتلونکې کې دافغانستان تړاومخامخ دپښتنو (افغانانو) سره نه ، بلکې د هغه چاسره واوسي چې ددوی په اند،یاخوداچې دافغانستان ګټې ورته هیڅ اهمیت و نلري اویاخوهم هغه د شورویانو اوپه شوروي پورې تړلواومیشتوتوهم ژبو اوهم فرهنګه توکمونوپه ګټوکې نغښتې وګڼي .
دپښتوژبې دکمزورولواوله منځه وړلولپاره دکارمل دوخت دمرکزي کمیټې غړې اودښوونې اوروزنې وزیرې ډاکټراناهیته راتب زاد دهغه وخت ځنوادارواوځانته ورته کسانوته لارښونه کړې وه چې په دفترونوکې دپښتوژبې ټول د ټایپ ماشینونه داسې مات اوخراپ کړي چې بیرته جوړول یی ناشوني وي ،ترڅوپښتانه اړشي چې په پاړسي ژبه مکتوبونه ولیکي . په ۱۹۸۹ کال کې زه دخپلوشعرونودکتاب دچاپولولپاره دهغه وخت دکلچر دوزارت مرستیال چې زموږتګړه اومنلی شاعر کاوون توفاني ؤ،ورغلم ترڅوپدې اړوندراسره مرسته وکړي .هغه ته دې خدای خیرورکړي په ډیرورین تندي یی راته وویل ( ولې نه ،خوددې لپاره چې ستادشعرونوکتاب چاپ کړو،ته بایدخپل غوره څلویښت شعرونه په چاپي توګه چې په ټائپ باندې لیکل شوي وي ،راوړې ،نوپه دریومیاشتوکې به درته کتاب چاپ کړو).لاکن بدمرغي په دې کې وه ،ماچې هرڅومره هلې ځلې وکړې اوپه انډیوالانووګرځیدم چې دپښتوټائپ ومومم ،بریالی نه شوم اوهغه کتاب ناچاپه شوی پاتې شو.
عبداالله شادان چې په هغوورځوکې دافغانستان دراډیوټلویژیون رئیس ؤ ، دلوړپوړي چارواکي ددې مکتوب په ځواب کې چې لارښورونه ورته شوې وه ،ترڅو دټلویژیون اوراډیوپه خپرونوکې دپښتو برخه چې ډیره ناڅیزه وه،لږزیاته کړي ،دملنډوپه توګه ویلي ؤ (ته دې احمق ته وګوره ،زه غواړم چې پښتوورکه کړم ،دی راته وايي چې زیاته یې کړه ) .
په دولت کې دپښتنودونډې په اړونددکارملیانواوروسانوسیاست داؤچې ددې لپاره چې ظاهرا یې پښتانه خوابدي کړي نه وي اوګواکې توکمیزانډول یي ساتلې وي ،نوپه وزارتواولوړوپوسټونوکې به يې هغه پښتانه ټاکل چې په خټه خوپښتانه ؤ لاکن یاخوداچې دپښتواوپښتنوسره به يې تضاددرلود لکه نور احمدنور،مجیدسربلند... اویاخوداچې بې کفایته وه اوددې لپاره چې خپلې څوکۍ اوپوسټونه يې ساتلي وي،پښتواوپښتنوته یي دومره پاملرنه ، نه کوله لکه صالح محمدزیری ،وطنجار او داسې نور. دډاکټر نجیب الله دواکمنۍ په مهال په لویه جرګه کې دکوچنیووروڼوتوکمونودیوه استازي ددې شکایت او سر ټکونې په ځواب کې چې ګویاپه کابینه کې دپښتنووزیرانوونډه ډیره ده ، دپکتیا ولایت یوه استازي دا ځواب چې خوابدي اوخواشیني استازي ته یي ورکړی ؤ چې (موږبه دااوولس پښتانه وزیران تاسوته در کړو، خوتاسوموږته دایوسلطان علي کشتمند راکړئ) ددې خبرې پخلای کوي .ځکه کشتمندپه یوازې ځان دخپل توکم،زموږد وروڼو هزارګانو لپاره دومره کارکړی ؤ چې اوولس واړو پښتنووزیرانو په ګډه دپښتنولپاره نه ؤ کړی .
نن ورځ هم همهغه کارملیان اوسزایان دپدرام اودهغه دډلې ټپلې اوهغو ته ورته نوروتش په نامه سیاسي ګوندونواوډلوټپلوترپردې لاندې خپلې پښتون ضده هلې ځلې اوسیاست په مخ بیايي چې موخه يې د خپلوبهرنیوبادارانولپاره چوپړکول دي . لکه چې دطلوع ټلویزیون سره په خبروکې د کانګرس ملي تش په نامه ګوندیوغړي بیژن په ناپوهۍ کې اعتراف وکړچې دفیډرالیزم نظریه دوی د بهرڅخه دځان سره راوړې ده .ورته ناپوهه ،دافغانستان اوافغانانوغلیمان ،بې ضمیره اوبې وجدانه کسانودتیرودیرشو کالو په اوږدوکې دخپلوبهرنیوایراني ،روسي او...بادارانوپه امریوازې ددې لپاره جګړه کولوترڅو په کابل کې ددروازودټکولوپه وخت کې ددروازې له شاداوانه ونه اوري چې څوک یي .
موږګوروچې پداسې حال کې چې له درې لسیزوورانۍ اوجګړې وروسته ،نن ورځ په افغانستان کې دملګروملتواونړیوالوسوله ساتوځواکونوپه ملتیا دسولې اوبیارغونې لړپیل شوی دی ،په دولت او ټولنه کې داسې ځنې کسان تربیلابیلونومونواوپردولاندې فعالیت کوي چې موخه یي د توکمنوترمنځ تربګنۍ ته لمن وهل دي .دوی اوبه خړوي اوکبان نیسي ترټولولوی دبرمرغۍ ځای خودادی چې داکارپه ډاګه اولوړاوازسر ه کوي .سره لدې چې زموږسیاست وال اوچارواکي په جوته او ډاګه پر دې اعتراف نه کوي چې لاتراوسه ملي مسله په افغانستان کې نده اواره شوې،بلکې له بده مرغه هغه شته اوتربلې هرې ورځې زیات دهیواداوملت ګټوته ګواښ کوي .موږکه دانټریټ ځینوپاڼو، ورځپاڼو،اودډله ایزو رسنیوځینونور لیکنواووینوته پام وکړو نودابه راته په ډاګه شي چې داستونزه لا اواره شوی نده ،بلکې دنړیوالو شتو نورمونو اواصولوپه چوکاټ کې دهغې داوارولولپاره دیوې ټاکلې ستراتیژۍ دجوړولو لپاره ،تربلې هرې ورځې ،نن زیاته اړتیاده،ترڅوزموږهغه هڅې چې د هیواداوولس دسمسورتیا،ودانی او پرمختګ لپاره پیل شویدي ،اغیزمنې و اوسي اووکولای شودنړۍ دمتمدنوولسونوپه لیکه کې وددیږو. ځکه ترڅوچې موږدغه ستونزه اومسئله اواره نکړو، دهیواد سمسورتیا،سوکالي ،پرمختګ اونیکمرغي ناشونې ده ،هغه به یوازې موقتي واوسي اوټینګ بنسټ به ونلري .
تردې دمه زموږدولت اوچارواکوپدې اړه نه یوازې داچې کوټلې اوغوڅ اقدامات ندي ترسره کړي ، بلکې پدې اړوندهیڅډول کړنلاره اوستراتیژي نلري . دولت اوچارواکوترننه یوازې پرمصلحتونوبسنه کړیده ،چې زماپه اندداناروغ ته ددرداوخوږدارامولو دداسې درمل دورکولومانالري چې په موقتي توګه هغه ناروغ دیوڅوګړیولپاره ارام کړي ،لاکن د ناروغۍد درملنې مانانه ورکوي . اړینه خوداده چې دناروغۍ مکروب اولامل دناروغ په وجودکې ووژل شي ،هله به ناروغي هم له منځه لاړه شي اوهم به دناروغ خوږ دتل لپاره تداوي شي .که موږغواړوچې یوسوکاله،ودان،پرمختللې، سمسور، دسیالانو سیال اوسر لوړی هیوادولرو،نوترهرڅه دمخه موږبایددتوکمونواوپه هیوادکې میشتوملیتونوترمنځ دتربګنۍ اوبې باورۍ هغه فضاچې دتیروڅولسیزوپه لړکې دافغانانودبهرنیوغلیمانواو په هیوادکې دننه دهغوی دلاسپوڅولخوارامنځته شویده ،هغې ته دپای ټکی کیږدواو یو واحد ملت شو،ترڅوګډې ملي ګټې،ګډه ملي لاره ، ګډه ملي موخه اومرام ولرو،چې لازمه ده ورسره به موهڅې هم غبرګې شي اود هیواددودانۍ اوسمسورتیاچارې به هم ګړندۍ شي .خوپوښتنه دارامنځته کیږي چې څنګه دامسئله اوارولای شو!؟؟

• دافغانستان دویاړلي نوم بدلون :

زماپه اندنن ورځ هغه څه چې دځینوافغانستان ضده اوملې تربګنۍ ته لمن وهونکو سیاستوالو لخوا، خپلوناولواو هیوادضده موخوته درسیدوپه لاره کې دیوې وسیلې په توګه تربلې هرې مسلې ډیره کارول کیږي ،هغه دافغانستان نننی ویاړلی نوم او دافغانستان ټولو اوسیدونکو اواتباعوته د(افغان ) دکلمې کارول
ترهغې چې دافغانستان دنوم په بدلون پورې اړه لري ،اوداچې ددې پوچې اوبې منطقه نظریې اوهیلې دپلویانوادعا اودعواده چې پخوادافغانستان نوم خراسان اویاهم اریانا ؤ،نوموږددې لپاره چې وکولای شوپه هیوادکې دمیشتوتوکمونورضایت ترلاسه کړو ،بایده دي چې دافغانستان نوم یا خراسان اویاهم اریانا ته واړوو،نه یوازې داچې ناسمه اوبې بنیاده ده ،بلکې بې منطقه اوناشونې ده چې پدې خبره پخپله ددې پوچې نظريې خاوندان هم پوهیږي ، مګرهغه په قصدي توګه په هیوادکې دسیاسي وضعې د خړپړتیالپاره دخپلوبادارانوپه وینه اوامرکاروي .ځکه چې دابه ډیره دحیرانتیا اوان دخنداخبره وي که دنني اوکراین روسي ژبي اوسیدونکي راپورته شي اوووایي چې پخواداوکراین نوم کیفسکایا روس یاني دکیف روسیه ؤ نواوس دې داوکراین نوم بیرته کیفسکایاروس ته واړول شي .یاداچې دازبکستان ،تاجکستان ،کرغستان ،ترکمنستان ،قزاقستان او... یومحدوده ډله کسان دې راولاړ شي اونارې سورې دې جوړې کړي چې پخواددغوهیوادونونوم ترکستان ؤ اویا هم پرهغوی تپل شوی شوروي اتحاد ؤ،نواوس که دچاخوښه وي اوکه نه ،که څوک غواړي اوکه نه ،که څوک مري اوکه پاتې کیږي ،ددغو هیوادونونوم بایدیاترکستان ته واړول شي یاهم شوروي اتحاد ته . دخراسان نوم په هغه وخت کې هم دافغاناوپه خوښه اوغوښتنه نه ووایښودل شوی اونن هم هغه دافغانانولپاره دمنلووړندی ،بلکې که هغه دافغانانوپه خوښه کیښودل شوی هم وي ،امانن دافغانستان ویاړلی نوم دټولوافغانانو(هغه چې په رښتیا افغانان دي ) دمنلووړ دی ،ځکه چې ددې نوم دلوړاوبرقرارساتلولپاره زموږ پلرونواونیکونو،زموږ ځوانانواوپیغلوسرونه ورکړي دي ،خپلې وینې یی تویې کړې دي ،مندیوخپل زامن له لاسه ورکړي دي اومیرمنوخپل میړونه .نواوس داڅنګه کیدای شي چې دیوڅوبې هویته اودپردودلاس دګوډاګیانودبې منطقه اوبې بنسټه غوښتنې اوهیلې دترسره کولولپاره ،داهرڅه ترپښولاندې کړو اودافغانستان ویاړلی نوم په خراسان یااریانا واړوو،ځکه چې دادیوڅوکسانو چې ددې هیواداووطن سره هیڅ ډول دلچسپي نلري اودهغه ګټې ورته خپلې نه ښکاریدې اونه خونن ورته ښکاري ،غوښتنه ده اوبس .نه هرګزنه ،داسې کسان به دغه ارمان له ځانه سره توروخاوروته یوسي اوداپوچه هیله به یی ترسره نه شي .اوزماله هغولیکوالواوروشنفکرانوڅخه چې دافغانستان له ویاړلي نوم سره مینه لري اودهغه دبرقرارپاتیکیدو پلویان ،هیله داده چې نورپدې موضوع لیکنې اوبحث ونکړي ،ځکه چې پردې بې بنیاده اوله هر ډول منظق اوسالم تفکرنه لیرې موضوع باندې په لیکنواوبحثوکولوسره ،دهغوکسانوچې پخپله هم پوهیږي چې دا ناشونې اودافغانانولپاره دمنلووړنده ،اودسیاسي وضعې دترینګلتیالپاره دهغې څخه دیوې نامشروع وسیلې په توګه ګټه اخلي ،دهیلې ترسره کول دي ،ځکه چې هغوی همداغواړي چې پردې موضوع بې بنیاده بحثونه وشي اودولس دتشویش اونارامۍ لامل وګرځي .

• دوهمه مسئله دافغانستان دټولووګړولپاره دافغان دکلمې کارول :

پدې اړوندهم دافغان ملت په وجودکې دغه مکروب اودوطن اوولس سوګندخوړلي کسان دنورورښتیانیوافغانانوسره دنظرتوافق اویووالی نلري اوغواړي خپله خوښه ،بلکې سمه به داوي که ووایوچې دخپلوبادارانوخوښه ،پرټول ولس وتپي .دغه کسان په ډاګه اوپرته له کومه شرمه اوویرې دااستدلال وړاندې کوي چې افغان دپښتون بل نوم دی اودتاریخ په اوږدوکې دپښتنولپاره کارول شویدی اولاکارول کیږي . اوڅرنګه چې په افغانستان کې یوازې پښتانه نه اوسیږي ،بلکې نورتوکمونه هم میشته دي ،نوددې لپاره چې ټول ملیتونه یاتوکمونه خپل ځانونه دافغانستان اتباع وګڼلای شي اوځانونه ورته پردي ونه ښکاري ،نوهرومرودې دافغانستان نوم واړل شي اویاخودې دوی ته دافغان نه بلکې دافغانستاني خطاب وکولای شي ،ترڅوبهرنیان وکولای دپښتنوسره ددوی توپیروکولای شي ... خوداهم له هغه بلې ټوکې نه کمه دخنداوړټوکه نده ،ځکه چې که چیرې دهمغه ا زبکستان روسان ،تاجک ،تاتار،کزاکان او... راپورته شي اوووایی چې دازبکستان نوم دې واړول یادې هم دوی ته کوم بل نوم غوره کړای،یادتاجکستان غیرتاجګ وګړي همداکاروکړي اودتاجکستان دنوم بدلول وغواړي ځکه چې هلته یوازې تاجکان نه اوسي ،اویاهم تاتاریان په روسیه راولاړشي اودعوادې وګړي چې هغوی خودمغلواولاده ده اومغلویووخت په نیمه نړۍ واک چلولې دی نواوس دې دروسیی نوم واړول شي اوتاتارستان دې شي ،یادې دوی ته دروسانونه دتوپیرکیدولپاره کوم نوی اوهیچاته دمنلونه وړ ،نوم وټاکل شي ،نوجوته خبره ده چې پرته لدې چې وګړي ورباندې وخاندي بله کومه مثبته نتیجه ونلري .دلته یوځل بیاغواړم په ګوته کړم چې ددې اله ګوله اوترینګتیارامنځته کونکوشمیره ډیره محدوده ده اوهغه توکمونواووګړي چې دوی یي ځانونه نمائنده اواستازي بولي اوګواکې دهغودغوښتنواوهیلوڅرګندونه کوي ،له نیکه مرغه ورته نظراوغوښتنې نلري ځکه چې هغوی ددې بې منطقه کسانوسره په تفاوت اوتوپیر،ددې بې بنیاده اوله هرډول منطق نه لیرې اوله بهرنه راوړل شوې پوچې نظریې په ناسموال اوغیرمعقولیت پوهیږي . خوورته کسان ته به زمامشوره داوي چې که دوی غواړي چې دافغانانونه ددوی توپیروشي نودخپلوبادارانوهیوادوته دې لاړشي اوهلته دې میشته شي ترڅوهرڅوک پدې پوه وي چې داهغه کسان دي چې خپله خاوره ،خپل وطن اوخپل هویت یی خرڅ کړی دی اودلته دپیسواوددې چې وګړي ددوی توپیروکولای شي ،راغلي دي .یادې هغه هیوادته لاړشي چې ددوی په انداصلي اوپلارنی ټاټوبی یی دی اودهغه اوسیدونکي یی هم ژبه ،هم کلتوره اوهم فرهنګه دي ،اما دافغانانوسره پرته لدې چې دمجبورۍ له مخې په یوه هیوادکې اوسي ،بل هیڅډول ګډ ې اومشترکې اړیکې نلري .
• په هیوادکې ددوورسمي ژبوشتون یادیوې واحدې ملي اورسمي ژبې نه شتون :
نوربیا