د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ډيورنډ كرښه؛ د افغانستان په وړاندې یوه نړيواله توطئه

غلام جيلاني ځواك 26.10.2006 03:00

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول
دا څه تصادفي خبره نده، په يو وخت كې د يوې موضوع په هكله د بيلا بيلو كړيو يورنګ څرګندونې نشي كيدى يو تصادفي امر وګڼل وشي. د ډیورنډ د کرښې په هکله د یو شمیر کړیو وروستنیو څرګندونو څخه داسې ښكاري چې دافغانستان په وړاندې يوه ستره نړيواله توطئه د بشپړيدو په حال كې ده، نړيواله توطئه چې دتل په شان اوبه خور يې له پاكستان نه دى.
 برنارد ګیرتمن سره په خپله مركه كې د افغانستان د چارو يو امريكايي كار پوه بارنت روبين ويلي چې افغانستان بالاخره بايد د ډيورنډ كرښه په رسميت وپيژني. په همدې ورځو کې نوميالي ژورنالست احمد رشيد د افغانستان د يو تلويزيون سره په خپله مركه وويل ، افغانستان لومړنى كا رچې بايد وكړي هغه د ډيورنډ دكرښې په رسميت پيژندل دي، همدا رنګه د پاكستان يو بل ليكوال نذيرناجي د پاكستان د اردو ژبې ورځپاڼې جنګ د اكتوبر د اوولسمي نيټې په ګڼه كې په خپل مضمون كې ليكلي، همدا اوس وخت دى چې پاكستان په افغانستان د ډيورنډ كرښه په رسميت وپيژني، د ليكوال په آند كه د افغانستان حكومت اوس د ډيورنډ كرښه په رسميت وپيژني نو په اوس مهال كې د افغانستان د حكومت اپوزيسيون هم ورسره مخالفت نشي كولی، مالومه نده د اپوزيسيون څخه د ليكوال مقصد څوك دي، د افغانستان د حكومت وسله وال مخالفين (د ګلبدين حكمتيار حزب اسلامي او طالبان) او كه شمالي ټلواله چې اوس په بيلا بيلو ډلو ويشل شوې. خو د ليكوال پيام ډير څرګند دى، حزب اسلامي او طالبان د هغه استخباراتي اړيكو له امله چې پاكستان سره يې لري نشي كولى د ډيورنډ دكرښې د رسميت پيژندلو سره مخالفت وكړي او په دننه دولت كې مخالفې ځينې ډلې د قومي اوژبني تعصب او كركې له امله به دې كار ته ښه راغلاست ووايي ترڅو د دوی په اند د لرو او برو افغانانو د يوځاى كيدو ګواښ د تل لپاره له منځه يوسي.
 د بارنت روبين، رشيد احمد او نذير ناجې د څرګندو سره يو ځاى دننه په افغانستان كې هم د آيي ايس آيي د بړيڅو او د قومي اوژبني كركې په ناولتيا ككړو ډلو لخوا د ډيورنډ دكرښې په رسميت پيژندل مطرح كول څرګندوي چې دافغانستان په وړاندې يوه ډيره ستره توطئه روانه ده.
 امريكا ته په سفر كې د افغانستان حكومت په برياليتوب وكولاى شول نړيوال وپوهوي چې د ترهګري مراكز په پاكستان كې دي، نړۍ اوس په دې پوه ده چې د ترهګرو شاته د آیی ایس آیی لاس دی . له همدې امله له كاناډا نه نيولې ترامريكا او له امريكا ترانګلستانه هر چيرې چې مشرف لاړ، د ترهګرۍ د ملاتړ په تور يې غوږونه تاوو شول، خو ښكاري داسې چې پاكستان يو ځل بيا وكولی شول د ناټو اوامريكا په سترګو كې خاورې وشيندي او د پردو شاه ته به خبرو اترو كې په افغانستان كې د سولې ټينګښت او ترهګرۍ جګړه د افغانستان لخوا د ډيورنډ دكرښې په رسميت پيژندلو سره تړلې وښايي.
 ښايي دا خبره نړيوالو ته هم په زړه پورې وي، دا يوه منل شوې خبره ده چې هر هيواد ته خپلې ملي ګتې ترهرڅه زيات ارزښت لري، په افغانستان كې د ناټو او امريكا د ځواكونو د شتون عمده موخه ترهګرۍ سره جګړه ده، دوى په هره بيه چې وي غواړي د ترهګرۍ شبكه له منځه يوسي، اوس كه د افغانستان لخوا دډيورنډ د كرښې په رسميت پيژندل د ترهګرۍ د كمزوري كيدو لامل كيدى شي ښكاره ده چې ناټو او امريكا به وغواړي چې افغانستان د ډيورنډ كرښه په رسيمت وپيژني او بيا په تيره چې په قومي اوژبني كركو ككړو لږكيو خو له سياسي او پوځي اړخه ځواكمن اړخ هم د زړه له كومي دې كار سره موافقت ولري. دا ویره هم شته چې ښایي پاکستان هڅه وکړي د قبایلو په هغه جرګه کې چې د ښاغلي کرزي لخوا یې وړاندیز شوی او کیدای شي په نژدې راتلونکې کې ترسره شي هم دا موضوع مطرح کړي.
 پاكستان په دې توګه يو ځل بيا غواړي د نړۍ په سترګو كې خاورې وشيندي. پاکستان یواځې غواړي په دې توګه لږ نور فرصت هم ترلسه کړي او جګړه لږه نوره هم اوږده کړي.افغانستان كه د ډيورنډ كرښه په رسميت وپيژني، دا به پاكستان لپاره يوه ډيره ستره سياسي بريا وي خو افغانستان ته به پرته له تاوانه هيڅ ګټه ونه رسيږي، په حقیقت کې پاكستان اوس په افغانستان كې ناټو او امريكا سره په جګړه بوخت دى او ددي جګړې هدف په افغانستان د ډيورنډ د كرښې په رسميت پيژندل نه بلكې افغانستان څخه د ناټو او امريكا ويستل او د هغوى په ځای په افغانستان خپلې منګولې ټينګول دي.
 نو په دې لوبه كې افغانستان بايد د ډيورنډ دكرښې په رسيمت پيژندلو لپاره نړيوال فشار هم ونه مني، ځكه په دې توګه به افغانستان بې لدې چې څه لاس ته راوړي هرڅه به له لاسه وركړي. پاكستان ته اوس مهال د افغانستان لخوا د دې كرښې په رسميت پيژندل كوم فوق العاده اهميت نلري، پاكستان په دې پوهيږي چې افغانستان اوس نه خو له پوځي اړخه دومره پياوړی دى چې دا شخړه د زور له لارې هواره كړي او نه اوس دا شونې ده چې د ملګر و ملتونو ته په ورتګ د قانوني اوحقوقي جګړې لارې د پښتونخواه او بلوچ ميشتي سيمي خپلې كړي. البته په دې لوبه كې د پاكستان موخه داده چې كه د افغانستان حكومت دې تاريخي شرم ته غاړه كيږدي او دا كرښه په رسميت وپيژني نو پاكستان به بې له کوم تاوانه يوه ډيره ستره سياسي بريا ترلاسه کړي او له بلې خوا د افغانستان حكومت به له خپلو خلكوسره لاس په ګريوان شي او كيدای شي دا لانجه په يوداسې بحران واوړي چې دافغانستان حكومت د حتمي پرځيدو سره مخ كړي.
 افغانستان بايد نړيوالې ټولنې اوبيا په تيره امريكا او د ناټوغړو هيوادونو ته په ډيره څرګنده توګه ووايي چې د ډيورنډ دكرښې په رسميت پيژندل افغانستان ته شونې نده، دا كار به افغانستان د يوبل ډير ستر ملي كړكيچ سره مخ كړي، د دې كرښى په رسميت پيژندل به نه يواځې دا چې په افغانستان كې دسولې راتګ سره مرسته ونكړي بلكي برعكس دلته به د ترهګرۍ د پياوړتيا لامل هم شي، ځكه چې ترهګربه هرو مرو په دې هكله د خلكو د نارضايتي څخه ګټه واخلي او په دې توګه د دولت وسله واله مخالفه جبهه يو پراخ ولسي ملاتړ هم ترلاسه كړي، لكه څرنګه چې د مجاهدينو دحكومت پرمهال د كورنيوجګړو له امله د خلكو كركې د طالبانو راتګ ته زمينه هواره كړه، دا ځل به د ډيورنډ د كرښې له امله د خلكو كركه ورته پايلې ولري او يو بل ستر ملي كړكيچ ته به لاره هواره كړي.
 ترهګري يواځي افغانستان ته ګواښ ندى، بلكې دا يو نړيوال ګواښ دى نو د ترهګرۍ په وړاندې جګړه هم يونړيوال مكلفيت دى، ترهګري د ساړه جنګ په مهال د لويديځ او ختيځ ترمنځ دسياليو او افغانستان سره د پاكستان د دښمنانه پاليسيو زيږنده ده، ترهګري اوبنسټ پالنه پاكستان كې زيږيدلې اوافغانستان يې قرباني شوی، نو نړيوال بايد نيغ په نيغه او په زغرده دترهګرۍ په زیږنځای کې د ترهګرۍ په وړاندې وجنګيږي،افغانستان بايد دا ځل د ترهګرۍ په وړاندې جګړه كې د نړيوالو دناسمو پاليسيو قرباني نشي، د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې د برياليتوب يواځې يوه لارده اوهغه د ترهګرۍ اوبنسټ پالنې پرضد جګړه دهغه په اصلي مراكزو كې ده، نه د ډيورنډ دكرښې په رسميت پيژندلو كې. دا جګړه بايد له زابل، كندهار اوكنړ څخه چمن، چترال او راولپنډۍ ته وغځول شي، يواځې په افغانستان كې د ترهګرو پرضد جنګيدل او د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو ناوړه شرايط منل په لوی لاس د دې جګړې ناكامول او یا لږ ترلږه اوږدول دي