د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يوه لنډه کره کتنه ، د ځينو غلطيو او انحرافونو د سمون په خاطر

کانديد اکادميسين ظاهر افق 11.10.2006 03:00

پيل
I . ګلوباليزم د معاصر امپراليزم د تجاوزونو او دسيسو يوه نوې څېره
۱. امپرياليزم څه ته وايي؟
۲. نظامي ګلوباليزم د ګلوباليزم جنګي نظام
II . د ګلوباليزم په مقابل کې د بشريت د عمده ضرورتونو تامين د بشر دوستانو يوه ستره وظيفه
۱. د نړي وال درېيم جنګ صادقانه مخنيوی
۲. د نړي والې لوږې او فقر په مقابل کې مبارزه
۳. د طبعي منابعو معقول استعمال او د ژوند د محيط ټول اړخيزه ساتنه
III . بريالي نظريه هغه نه ده چې »همېشه تر انتقاد او ازمايښت « لاندې وي
IV . په مقابله کې ځينې فرېزونه Phrases او يا جملې بې مفهومه واقع شوي دي
۱. په «علم کې نسبت» هغه مفهوم نه لري چې د ليکونکي هدف دی
۲. «د ممنوعاتو قلمرو» هغه څه نه رسوي کوم څه چې ليکونکی يې غواړي
۳. ټانکداره دموکراسي ، نه پانګداره!
V . افغان ولس نه دا چې خارجي تاړالګرانو ته ښه راغلي نه دی ويلی، بلکې تل يې په مېړانې سره ځواب ورکړی دی.
VI . ملي حاکميت او طبقاتي مبارزه نه دا چې متضاد مفهومونه نه دي بلکې عضوي اړيکې هم لري
VII. ښاغلي خروټی سره ددې چې پر ګلوباليزم مين دی خو بيا هم داسې اعتراف کوي » سرمايه داري ابدي سيستم نه دی او دا سيستم هم پايان لري.«
۱. د ټولنيز تکامل قانومندي
۲. د تکامل تدريجي او انقلابي حالتونه
نتيجه

پيل
د\"نوې هيلې\" د درنې مجلې، پنځم کال په شپاړسمې ګڼې کې مې يوه مقاله د((ګلوباليزم د(غير انساني دام او دسيسي) پر ځای يو واقعيت دی )) تر عنوان لاندې ولوستله چې متاسفانه د ليکلو په وخت کې يې د احتياط څخه کار نه دی اخيستل شوی . د مقالې متني او شکلي غلطي دومره ډېرې دي چې ښايي پر هره جمله او عبارت يې د سمون په خاطر ډېر څه وليکل شي، خو زه به د وخت د کموالي په خاطر هڅه وکړم چې پر يو لړ څرګندو انحرافاتو او غلطيو باندې يې د دوستي په فضا کې ، په لنډه توګه، رڼا واچوم . په تېرې يوې مقالې کې مې ګلوباليزم د امپرياليزم د يوه شکل او دسيسې په نامه لنډ بحث کړی، خو په ډېر تاسف چې ښاغلی دستګير خروټی ګلوباليزم ته په تقدس ګوري خو په ډېر تاسف چې د »واقعيت« پراخې او فلسفي معقولې په باب د معرفت د کموالي په سبب يې «دسيسه» او«غير انساني دام»مشهورې کليمې د واقعيت له رديفه څخه اسيتلي دي. دا ښاغلی بايد وپوهيږي چې هره دسيسه، غلا، خيانت، درواغ ويل، غير انساني دام او داسې نورې ټولې پديدې هره يوه په خپل نوبت يو په بل پسې واقعيتونه دي. دلته، نه ښکاري چې ښاغلی خروټی د واقعيت په مفهوم نه پوهيږي او که د »غير انساني دام «او، يا هم د »دسيسي«معنا ځنې ورکه شوې ده؟ زه محترمانه اطمنان ورکوم چې هره دسيسه، هر دام ... او داسې نور ټول د ګلوباليزم په شمول پوره واقعيتونه دي.
د مقالې د عنوان تر محتوا چې راتېر شو، د مقالې ليکونکی داسې پيل کوي : « زه ددې خبرې دليل نه وينم چې په ډېرو مهمو او تودو مسئلو بحث کول د وخت ضياع وي».
دا څرګنده ده چې پر مهمو او کله ناکله حتی په غير مهمو موضوعاتو بحث کول، دليل ويل او منطق وړاندې کول ښه کار او حتی ځينې وختونه ضرورت دی، خو دلته خبره داده چې هره مباحثه او مناقشه يو لړ موازين لري چې بايد په جدي توګه مراعات شي، څو مباحثاتو ته يو انتظام ورکړي. که مراعات نه شي، بې له شکه مباحثې په سفسطو بدليږي او د مينه والو لپاره به نه يوازې د وخت ضياع وي بلکې د کرکې او نفرت دليل به هم وي .
دا دی په ډېره لنډه توګه به د هغو موازينو يادونه وکړم چې د مباحثو د ښه انتظام لپاره مرسته کولای شي.
۱. په شفاهي او ليکلو بحثونو کې حتمي ده چې د مقابل طرف د خبرو او ليکنو له متنه څخه په امانتداري استفاده وشي
۲. دمقابل طرف مفهومونه بايد داسې په غور وکتل چې تعبير انحراف ونه مومي.
۳. هڅه وشي چې يوه مباحثه د خپل اصلي سيره څخه دباندې بلې خواته ونه وځي.
۴. د مقولو او مفهومونو استعمال نه يوازې غور او دقت غواړي بلکې د استعمال ځايونه يې هم بايد غلط نه شي.
۵. په همدې توګه، د ټولو هغو مفهومونو او موضوعاتو مطالعه په جدي توګه په کار ده کوم چې په مباحثه اړه لري. هرڅوک چې د خپل ذهن پر خالي فضا تکيه کوي، » پښه يې په خټو ننوځي «منزل ته نه شي رسېدای.
۶. په يوې ليکنې کې بې ضرورته تکرار راوړل پوره د وخت ضياع ده .
۷. پر څرګندو او بديهي موضوعاتو بحث او خبرې کول هم د وخت ضياع بلل کيږي. د مثال په توګۀ، دا چې لمر هم تودخي لري او هم روښنايي، پوره څرګنده خبره ده، نو بحث نه غواړي. که يې بحث په فزيک اړه ونه لري.

I . ګلوباليزم د معاصر امپرياليزم د مختلفو دسيسو او تجاوزاتو يوه نوې څېره

۱. امپرياليزم يعنې څه؟

امپرياليزم چې د انحصارې پاڼکوالې وروستي مرحله ده د تسلط او وحشت يوه ستره وسيله ګڼله کيږي. امپرياليزم چې خپل ځانته ټاکلی تاريخ لري د تجاوزګرو هېوادونو هغه سياست او پاليسي پرمخ وړي چې تر خپلو سرحدونو دباندې د کمزورو او غريبو هېوادونو او ملتونو د تسخيرولو او استعمارولو په خاطر يې استعمالوي . په همدې توګه، امپرياليزم د نړېوال بازارونو او اومو موادو ډول ډول طبعي زخيرې د خپلو ثروتونو په خاطر په هره وسيله چې وي، تسخيروي. ډېره روښانه نمونه يې پر عراق باندې د امريکايي تجوازګرانو هغه تجاوز دی چې د يوه، ګيلن تېلو په خاطر يې انجام کړ. بوش چې « د تېلو سره عادت» پيدا کړی دی، هغه وخت يې د زروي وسلو په پلمه حمله وکړه، کله چې امريکايي واکداران په دې پوه شول چې په عراق کې زروي وسله نه شته . په هر صوت، استعماري قوتونه د خپلو منافعو په خاطر هر ډول تاوړه تسلط او وحشت ته په هر وخت کې اماده ګي لري.
۲. نظامي ګلوباليزم د ګلوباليزم جنګي نظام
ګلوباليزم چې د نړي د سترو پانګه والو هېوادونو شعروي وحدت او يووالی دی، د تل لپاره يې هڅه داده چې، په خاصه توګۀ، واړه او مخ پر انکشافه هېوادونه په ډول د ډولونو وڅټي او استعمال يې کړي. خو نظامي خصوصيت او نظامي وظيفه يې دا ده چې د مختلفو هدفونو په خاطر پر هېوادونو او ملتونو څرګند تجاوز او طيری وکړي. دولتونه يې په زور حتی داسې خپل وګرځوي چې خپل تربيه شوي نوکران هلته د ملتونو او ولسونو پر اوږو ورمسلط کړي. د هايتي ، عراق او افغانستان هېوادونه يې د نن ورځې ډېرې روشانه نمونې دي. هېره نه کړو چې د ملتونو او هېوادونو د مقاومتونو په نتيجه کې يې انسانان په مختلفو بهانو ترخپلو وحشي ترينو راکټونو، بمونو، توپونو او نورو غيرانساني وسيلو لاندې کوي؛ وژني يې؛ مدنيتونه او فرهنګونه يې په ډېرې بې رحمي ورچپه کوي او خرابوي. البته بايد پوره څرګنده شي، نظامي ګلوبالستي قوتونه چې ناټويي (NATO ) سازمان يې په مرکز کې واقع شوی دی، تل يې منګولې سرې دي.
که څه هم د امپرياليزم د وحشتونو تاريخ خورا اوږد دی، خو زه به لومړی په لنډه توګه، د نظامي ګلوباليزم څو لنډې نمونې د سوماليايي ولس پرضد تجاوزات بيان کړم. په کال (۱۹۹۰م) کې بيل کلينټن چې ځان دموکرات بولي پر (سوماليا) باندې د عمومي انتظام راوستلو په پلمه حمله وکړه. ډېر بې ګناه خلک يې مړه کړل او بيا يې په وحشت سره په خادلي جنګونو، لکه نن ورځ چې يې په عراقي ولس په شعيه او سني سره اخته کړي دي، مشغول وساتل . په همدې ترتيب يې په کال (۱۹۹۲م) په سلګونو او زرګونو سوماليايي خلک مړه او زخميان کړل؛ اته سوه زره يې مهاجر کړل چې غربي هېوادونو ته يې د بشر د حقوقو تر ډماګوجيک نامه لاندې د خپلو ډول ډول پروژو په خاطر په مختلفو هېوادونو کې سره ووېشل او د نوې ارزانې بشري انرژي خاوندان شول. لنډه يې دا چې اوس هم سوماليايي ولس د داخل او دباندې څخه په تحميلي جنګونو کې سوزي.

بايد يادونه يې وشي چې د تروريستي ټاپو وهلو په وخت کې د امريکايي تجاوزګرانو پرڅنګ کاناډايي او بلجمي لښکر و هم خپله د تجاوز پوره ونډه درلوده چې په نظامي ګلوباليستي کړي کې يې حضور پوره څرګند دی.
په همدې ډول، بيل کلينټن د خپل حکومت په اختو وختونو کې د نظامي ګلوباليزم په قومانده پر افغاني پاکه خاوره باندې بې له کوم معقول دليله، د کراچي له اوبو څخه (کروز) راکټونه شليک او د پکتيا په غرونو کې يې بې ګناه خلک شهيدان کړل.
په کال (۱۹۹۷م) (البرايت) د امريکا دولتي سکرترې په پاکستان کې افغاني بېچاره مهاجرو ته په ډېرې ټګماري ګونډه ووهله او ويې ويل: » زه به تاسو هېر نه کړم. په هره برخه کې به زه ستاسو او ستاسو د هېواد سره مرسته وکړم. « تر هغه وروسته د نظامي ګلوباليزم پر اساس نه دا چې مرسته نه شوه ښکاره بلکې په کال (۱۹۹۸م) د (بن لادن) دا د بوش - د کورني عمده ملګري او روزلي عرب – په پلمه پر ګران افغانستان داسې ظالمانه حملې وشوې چې تاريخ يې هيڅ نه شي هېرولای. د همهغو تجاوزاتو په ادامه دا دی نن ورځ افغاني خاوره او وطن د مرګونو، وحشتونو او خرابيو سره مخامخ ده . نظامي ګلوباليزم د امريکايي واکدارانو په رهبري د ناټو (NATO) غړي په پخل ټول قوت سره د هېواد په مختلفو برخو کې داسې ځای پر ځای کړي دي چې بايد خپل شوم او استعماري ارمانونه تامين کړي. په تاريخ کې يې نمونه نه ليدله کيږي چې پر افغانستان غوندې د غريب خو قهرمان ولس دې ټول امپرياليستي هېوادنه تجاوز وکړي.
په همدې شکل د عراق ښکلی هېواد او قهرمان خلک د زروي وسلې په پلمه د ناټويي قوتونو په واسطه د خاورو سره برابر او ټولنه يې د داخلي جنګونو په نتيجه کې چې اور يې تجاوزګرانو ور، بل کړی دی، هره ورځ په سوونو ټپيان او مړي پرځای پرېږدي. دا هم د ګلوباليزم او بيا هم د نظامي ګلوباليزم سخاوت او برکت دی(!) په زړه پورې ده چې وړوکی بوش پخپله اعتراف کړی دی چې په عراق کې زروي وسله نه وه، » دا زموږ غلطي وه.« دغه دی عالي ترين منطق او انصاف!!
II . د ګلوباليزم په مقابل کې د بشريت د عمده ضرورتونو تامين د بشردوستانو يوه ستره وظيفه
د مجلې په اولسم مخ کې ښاغلی خروټی داسې پوښتنه کوي: » د ګلوباليزم په مقابل کې د ښاغلي افق الترناتيف څه دی؟ « څرګنده ده چې د استعما پر ضد ټول محکوم ملتونه او ولسونه د خپلو آزاديو او ارمانونو د تحقق په خاطر مشترکه مبارزه تنظيم کړې او بايد تنظيم يې کړي.
اوس به په ډېره لنډه توګه هغه مهم انساني ارمانونه چې د بشريت راتلونکې نېکمرغه په ارمغان راوړای شي، وړاندې کړم.
۱. د نړي والې درېيمې جګړې د مخنيوي په خاطر مبارزه
تر ټولو اساسي او مهمه خبره داده چې په، تاسف، نړي او نړېوال د درېيمې عمومي جګړې په درشل کې ولاړ دي او په لږ بې احطياطي سره به هر څه اور واخلي او د مځکې اوسني مختلف اورونه چې غليمانو لګولي دي، خورا ژر سره وصل شي او نړېواله يوه داسې لمبه به ځينې لوړه شي چې په نتيجه کې به د مځکې کره د خاورو او ايروه يوه کوټه وي. نو تر هر څه لومړی په کار ده چې د نړي اټوم لرونکي هېوادونه د امريکا په شمول خپلو منځونو او بيا د مځکې نورو مهمو هېوادونو سره د سوله ئيز ګډ ژوند په اصولو او چوکاټ کې انساني او دوستانه اړيکې ټينګې کړي؛ په شعوري او صادقانه توګه د درېيم جنګ د مخنيوي په خاطر لاسونه سره ورکړي او د نړېوالو متضادو مساحلو حل په ګډه سره ومومي او انجام يې کړي.دابه واقعآ ډېره بې انصافي وي چې ايران غوندې يو هېواد دې د سولې لپاره اټومي وسايل ونه لري خو متجاوز اسرائيل دې په ډېر قوت سره د مدهوشو بمونو څښتن وي . ويل کيږي چې ترننه پورې پنځلس يو د بل ضد او نقيض هېوادونه، پټ او ښکاره اټومي بمونه لري، خو ځينې نور يې په جوړېدو کې دي. البته، د اټومي بمونو د انکشاف او بيا يې د اسعتمال بېره د يو لړ امپرياليستي هېوادونو د تجاوزاتو او بې باکيو څخه راولاړيږي چې ځانونه سرداران بولي او د امريکا په رهبري غواړي چې دجهانيانو سرنوشت وروټاکي . په داسې حال کې چې د نړي ټول ملتونه د خپلو ټاکليو مشخصاتو سره يو ځای ځانونه متسقل بولي او بايد هم خپلواک او مستقل واوسي. نو لنډه دا چې د نړي د سولې ساتنه د ملتونو د حقوقو د مساوات په تامين کې پرته ده.

۲. د نړېوالې لوږې او فقر په مقابل کې مبارزه

لوږه او فقر د نړېوالو هغه مهمه مسئله ده چې بايد د نړي خصوصآ د سترو او بډايو هېوادونو جدي نظر ورواوړي. که توجه ورته ونه شي نه دا چې د بشريت لپاره د شرم خبره نوره هم پراخيږي بلکې د تضادونو د شديد کېدو په نتيجه کې نړېوالې سولې ته هم پوره خطر دی . دا بايد په تاکيد سره وويل شي چې که دغه لوږې او فقر ته د يوه ډېر قوي مشکل په حيث چې د نړي قاطع اکثريت ورسره لاس په ګرېوان دي ، ونه کتل شي او د حل په لار کې يې چټک ګامونه پورته نشي، بېله شکه به د مځکې کره د هر ډول وحشته سره مخامخ وي. متاسفانه چې په ملګرو ملتونو کې د غريبو او مخ پر انکشافه هېوادونو ته د مرستو ورکولو پروژې د امريکا په شمول ‌بډای هېوادونه ردوي.

۳. د طبعي منابعو معقول استعمال او » دژوند د محيط « ټول اړخيزه ساتنه

نن چې د مځکې پاکه فضا د تخنيکي او تکنالوجيکو انکشافاتو په نتيجه کې د پيدا شوو ګازونو او دودونو څخه ملوثه شوي ده، ډول ډول جلدي، تنفسي او داسې نور رنځونه ځينې پيدا او لا هم پيداکيږي چې نړېوال بايد په ګډه او صداقت مخ ورواړوي او د مخنيوي په خاطر يې په ګډه او په کلکه مبارزه وکړي. دلته بايد بيا هم د سترو او قوي هېوادونو وظيفه ده چې تربل هر چا زياته او موثره برخه پکې واخلي. د تعجب ځای دی چې د (کيوټو) نړېواله پروژه چې د فضا د پاکي سره مرسته کوي په خاصه توګه د امريکا او کاناډا له خوا ، يا نه منل کيږي او يا هم په سپکه سترګه ورته کتل کيږي. دا هم ځکه چې دوی د ګلوباليزم د دماګوجي سرداران دي !!

۴. په نړېواله سطحه کې د روزنې او پالنې او روغتيا په خاطر کلکه نړېواله مبارزه

لازمه ده چې د نړي سوله غوښتونکي قوتونه نوموړو مهمو موضوعګاتو ته ژر تر ژره نظر واړوي. د نړي سترو او ګلوباليزم اصلي لوبغاړو ته د شرم خبره ده چې په نړي کې، خاصتآ په تورې افريقا کې په ميليونو انسانان د ايډز، ملاريا او داسې نورو مهلکو ناروغيو څخه مري او نوي په ناروغه کيږي، خو دوی مرسته نه کوي. د لوړو څلورګونو مهمو حياتي موضوعاتو په څېر په لسګونو نور موضوعات د مځکې په سر کرلي دي چې که يې د تامين او يا مخنيوي له خاطر مشترکه، ټول اړخيزه او نه ستړې کېدونکې مبارزه پرمخ لاړه نه شي، نو بې له شکه به د نړي انسانان د سترو مرګونو او رنځونو سره داسې مخامخ وي چې نه به يوازې د ګلوباليزم رهبرانو ته د شرم او ننګ خبره وي بلکې ټولو واکدارانو ته به همدغه خجالت متوجه وي. البته، نوموړې ناتواني او د ګلوباليزم (!) بې غوري هم په نهايت کې جهاني سوله تهديدولايی شي.
دا وې په ډېره لنډه او منطقي توګه د ګلوباليزم په مقابل کې يو لړ انساني او بشري غوښتنې او وظيفې چې د تامين او تحقيق په نتيجه کې به يې بېله شکه، د نړي د غريبو او مظلومو ملتونو د ټول اړخيزو آباديو په شمول د نړي نور مختلف او رنګارنګ ضرورتونه هم آباد او سمسور وي.
III . بريالي نظريه هغه نه ده چې همېشه » تر انتقاد او ازمايښت « لاندې وي.
د (نوې هيلې) په شپاړسم مخ کې ښاغلی خروټی د خپلو يو لړ تبارزاتو په ترڅ کې په ډېره احساساتي او تلواري توګه داسې وايي : » تر ټولو بريالي نظريه هغه ده چې همېشه تر انتقاد او ازمايښت لاندې وي.« څومره عالي منطق(!) ولې؟
د لوړې جملې څخه څوک نه پوهيږي چې د ليکونکي لا مقصد څه او د نظر يې څخه يې هدف څه دی؟ د ساينس تاريخ او پراتيک د تل لپاره دا څرګنده کړې او څرګندوي چې بريالي نظريه هغه نظريه ده چې له »انتقاد او ازمايښت« څخه راوتلې وي؛ د پوهنو او ټاکليو پر مختلفو فلسفو د غني کېدلو په خاطر يې په څنګ کې ودريږي. که د علومو تاريخ ته يو لنډ نظر واچوو وينو چې د رنسانس په دوران کې نوې داسې علمي نظريې اوتيوري ګانې رامنځ ته شوې چې د اروپا د تاريک دوران نظريات چې عميقآ تر انتقاد لاندې وو، ورسره ولړزول. هغه وخت چې (کوپرنيک) او کلپر) د مځکې د ګرديوالي نظريه چې پېړي پېړي يې انسانان په تحقق اخته وو اثبات ته ورسوله او دا يې نړېوالو ته څرګنده کړه چې د مځکې کره نه يوازې ګردي ده بلکې د لمر پر شاوخوا په ۳۶۵ ورځي ، ۶ساعتونو او ۶ دقيقو، او پر پخل ځان په څلورويشت ساعته کې داسې ورګرځي چې هم څلور فصلونه او هم شپه ورځ ځينې پيدا کيږي. اوس چې همدغه د مځکې د ګردي والي نظريه له انتقاد او ازمايښته وتلې ده، نه یوازې يې د جغرافيايي پوهنې يوه مهمه برخه اشغال کړې ده بلکې ساينس پوهان د نجوم په علم کې هم استفاده ځنې کوي په همدې توګه ډېرې نظريې او تيوري ګانې د (انشتاين) » د نسبيت تيوري« په شمول داسې نظريې شته چې تر ازمايښت او انتقاد راوتلي او د بشريت لپاره استفادې ځنې کيږي. لنډه دا چې بريالي نظريه هغه نه ده چې » همېشه تر انتقاد او ازمايښت لاندې وي « بلکې، برعکس بريالي نظريه هغه ده چې اضافه نو له »ازمايښت او انتقاد« څخه راوتلې وي او د بشريت د استفادې لپاره اماده واوسي.
IV . په مقاله کې ښاغلی ليکونکی ډېر فريزونه Phreses يا جملې بې مفهومه واقع شوي دي
۱. په شپاړسم مخ کې ليکونکی د لومړي ستون په پای کې داسې وايي : »که علم د مقدساتو او ممنوعاتو په قلمرو بدل شي، بيا نو کېدای شي چې سړی ورسره عاطفي او احساساتي اړيکې ولري«. لوړه جمله که هد ډول وسپړل شي کوم روښانه مفهوم نه ځنې راوځي. علت يې همدا دی چې مجهولات پکې پراته دي. د مثال په توګه، د علم او ممنوعاتو قلمرو يعنې څه؟ څرګنده ده چې علم او فضليت همېشه د ممانعتونو او مقاومتونو پرضد مبارزه کړې او پرمختګونه يې رامنځته کړي دي . البته، همدغه پرمختګونه د ټولنې د توليدي قوتونو د تکامل او ودې سره مستقيمه اړه لري. دغه د ټولنې قوتونو نور پرمختګ بيا د ټولنې او محرکه قوتونو په ذات پورې داسې تړلي دي چې د کوم شخص په اراده پورې نه تړل کيږي. په هر صورت، المعنی في البطن شاعر. نوموړې جمله ګونګي ده، نوی نظر غواړي.
۲. ښاغلی خروټی بيا هم په بل ځای کې په يوې ګونګي جملې اخته او داسې وايي :«زه په علم کې په نسبيت باور لرم....» د علم نسبيت يعنې څه؟ که مقصد اندازې او مقدار وي نو بايد د علم پرمختګ، بشپړتيا، نيمګړتيا او داسې نورې نستبي مقولې استعمال شي. ځکه د «نسبيت» کلمه تر هرڅه لومړي يوه علمي او فلسفي کلمه ده، (البرت انشتاين) خپله ابتکاري تيوري د »نسبيت تيوري« په نامه داسې رامنځته کړه چې د نن ورځې معاصر فزيک پوره په اباد او سمسور شوی دی. خو په فلسفه کې د نسبيت RELATIVISM مقوله »د تخيلي تيوري پر بنا پر زړو رسوماتو بحث کوي او بشري معرفت پر هغو ذهني تخيلاتو متکي بولي کوم چې واقعي بشري پېژندنه ردوي« دغه Relativism (نسبيت) ځينو فيلسوفانو پر اخلاقي نسبيت، معرفي نسبيت او فرهنګي نسبيت وېشلی دی، که مينه وي وروسته به يې توضيح کړم. په هر صورت په علم کې نسبيت هغه مفهوم نه شي رسوی کوم چې د ښاغلي خروټي په ذهن کې ګرځي.
۳. ټانکداره دموکراسي ده، نه پانګداره!
خروټی ساحب پخپل چټکه او قسمآ وارخطا ليکنه کې زما د يوې مقالې حتی شکل ته لا سمه توجه نه ده کړې د مقالې عنوان \"خپله تاجداره دموکراسي که د بل ټانکداره؟\" يې داسې غلط کړي دي، »تاجداره که پانګداره« يا للعجب!
دی د مجلې په ۱۸ مخ ، دوهم ستون په پای کې داسې وايي : » د دموکراسي په هکله د ښاغلي افق په ليکنو کې څرګنده بې ثباتي شته دی. کله دموکراسي د بورژوازي شعار ويل کيږي ... او کله بيا ورڅخه مړی جوړوي په اقتصاد پسې يې تړي چې کش يې کړي ... کله په بې انصافي سره ټانکداره دموکراسي او کله هم پانګداره دموکراسي وايي.«
ګرانو لوستونکو! څه موده مخکې چې ناټويي ټانکونه په خپل ټول قوت پر کابل ورکښته او د دموکراسي ترنامه لاندې يې ډول ، ډول تبليغات پيل کړل،ددې لپاره چې ددغو نويو ټانکستانو دموکراسي توضيح شوي وي، نو مې يوه لنډه غوندې مقاله تر »خپله تاجداره دموکراسي او که د بل ټانکداره!« عنوان لاندې وليکله. په هغه کې مې د دموکراسي تاريخي تعريف چې د لرغوني يونان د فرهنګ نتيجه وه داسې وليکئ » د خلکو حکومت، د خلکو لخوا پر خلکو باندې « . بايد ووايم چې نوموړی متن ما د فقيد عبدالرحمن محمودي د برنامې او مرحوم محمدعلم بڅرکي د »ويښ ځلميان« له کتابه څخه رااخيستی او بيا مې تفسير کړی دی. البته، دموکراسي د حکومت د يوه شکل یه څېر د نورو سربنايي اجمتاعي مسئلو په شان تل په اقتصاد پسې کشيږي. څومتره چې د يوې ټولنې اقتصاد پرمخ ځي په هغه اندازه يې نورې فرهنګي چارې هم مخ په وړاندې درومي. دا خبره که د چا خوښه وي يا نه يو حقيقت دی. نوموړې مقالې چې هر ګوره د خروټي دومره اعصاب خراب دي چې نه يې يوازې د مقالې متن غلط منعکس کړی دی بلکې عنوان يې کا هم تر سترګو سم نه دی ورغلی، نو يې ناقص راوړی دی. ددې خبرې عمده علت هم دادی چې دی نني دموکراسي چې بېله يوې روښانې دماګوجي بل حيثيت نه لري دومره معتبره ګڼي چې حتی ملتونه تر قربانوي او په يوه سايت کې بې له کوم ژور فکره داسې وايي : » د ملت جوړولو بنياد دموکراسي ده« !
د تعجب خبره داده، په تاريخ کې ډېر ولسونه تېر شوي دي چې د دموکراسي نوم به يې لا نه و اورېدلی، نو ګواکې بنياد يې نه درلود؟ څرګنده ده، يو موجود چې بنياد، ونه لري هغه سربناوې هم نه لري. او، يا نن ورځ د مځکې پر مخ ډېر هېوادونه په افتخار سره وجود لري خو دموکراسي يې نه ده غوره کړې او خپلو ځانونو ته يو خاص دولتي شکل لري. که چېرې لومړی ملت وپېژنو بيا به د اصلي دموکراسي مفهوم هم راته روښانه شي. د وخته سره به سم دا موضوع هم پوره وڅېړو.
IIV . افغان ولس نه يوازې خارجي تاړالګرو ته ښه راغلی نه دی ويلی بلکې تل يې په مېړانې سره ځواب ورکړی دی.
ښاغلی خروټی چې د امپرياليستي او استعماري واکدارانو څرګند تجاوز ته لبيک وايي، دده کار دی خو په تاسف چې همدغه ستره ملي ګناه بې له کومه دليله په خپل قهرمان ولس پورې هم تړي . دی په ۱۷ مخ کې داسې وايي : » د افغانستان په تاريخ کې اول ځل دی دی چې ،لت بهرنيو ځواکونو ته ښه راغلاست وايي...« ياللعجب! څومره ښکاره تېری او تجاوز.
افغان قهرمان ولس چې د آسيا په زړه کې د يوه سرتېر ملت په څېر په وينو کې لژند پروت دی، د زرګونو کلونو داسې لرغونی او روښانه تاريخ او ډول ډول افتخارات لري چې زموږ تاريخي دوښمنانو لا هم انکار نه دی ځينې کړی . ددوی د سترو وياړنو څخه يو هم افغاني مېړانه او شهامت، خپلواکي او آزادي ده. تاريخ شاهدي ورکوي چې په تېرو اوږدو پېړيو کې انګرېزي تاړاکګرانو پر افغاني خاوره درې واره وحشي ترين تجاوزات کړی چې هر وار يې غاښ ماتونکی ځواب ليدلی هم دی.
اوس دادی بيا وينو چې د » امريکا په رهبري (ناټويي) لښکرو هغه وخت پر افغانستان حمله وکړه چې د طالبانو او شمالي اتحاد ځينو سترو برخو د ډېرو جنګونو او بيا د زياتو مفاهمو په نتيجه کې عملي توافق او ائتلاف ته رانږدې شوي وو، څو چې د يوه نوي خو مشترک ژوند پيل يې کړی وای. په تاسف چې د نوموړي ائتلاف د جوړېدو پرضداو ښکاره داسې تلاښونه روان وو چې د نوموړي نږدی والی بايد بري ته ونه رسيږي. دا ټول غير انساني او استعماري تلاښونه هم په دې سبب وو چې نوموړی د تجاوز او جنګ لښکرې پر زحمتکښ او باغيرته ملت خلاف د هغه د ارادې حمله او تجاوز وکړي او د هېواد د طبعي ثروتونو په شمول د مرکزي اسيا سرشاره طبعي ثروتونو ته ځانونه راورسوي. چې همدغه ډول وشول. شک نه شته چې شروع کول اسانه دی خو ترپايه رسول زور غواړي. دا د پراتيک او تجربې امر دی. ځکه چې طالبانو د امريکايي واکدارانو لپاره هغه ډول نوکري ونه کوای شوای څنګه چې هغوی غوښته، نو يې د طالبانو څخه لاس واخيست او شمالي اتحاد يې نور هم قوي کړ، خو بيا هم مقاومت چې د خلکو مستقيم او غير مستقيم ملاتړ ورسره و، ماته ونه خوړه. څو چې په کال ۱۹۹۸ م د امريکا په رهبري ناټويي لښکرو په ډېر وحشت سره پر هېوادبمباري او مختلف تجاوزات پيل کړل. په دغه دوران کې لومړني هغه کتله د افغانانو چې په روزګان ولايت ، مرکز کې د (۳۰۰ ) په حدودو کې د واده مراسم اجرا کول مړه او شهيدان کړل. وروسته يې د پکتيا د مشرانو او سپين ږيرو ډله وويشل او شهادت ته يې ورسول. په همدې توګه، د ننګرهار، لغمان، کنړ، هلمند، کندهار او د هېواد نورې مختلفې سيمې د هغوی د مقاومت په نتيجه کې د قربانيو او تلفاتو سره مخامخ شوي او لا هم مخامخ کيږي. دلته چېرې دی » د خلکو ښه راغلاست«؟؟ په دې اخيرو وختونو کې د کندهار، پنجوايي پر زرغونو کليو او ښايسته کابل باندې بمباري او مرميو اورول څنګه د » ښه راغلاست « معنا ورکوي؟ دا دی اوس وګورئ چې ۱۲ زره ناټوي جنګيان په مسلسله توګه په کليو او بازارانو کې په ګډه وژنه او عمليات په دې سبب روا بللي چې د خلکو او ولسونو مقاومت، مورال، کلتور او بېچاره اقتصاد ورمات کړي. په داسې حال کې، څنګه ممکنه ده چې خلک او ملت دې بېګانګانو ته ښه راغلی ووايي؟ څنګه ښه راغلاست ورته ووايي چې دي وې خوا يې ټولې دولتي موسسې پر قاچاقبرانو خرڅې کړې او خرڅوي يې خو پردې بل اړخ د پنځو کلونو په دوران کې ښايسته کابل لا تياره او بې اوبو دی .
افغانان علاوه د تجاوزګرانو پر تجاوزاتو د ژوند، فرهنګ، تاريخ او نورو ټولو ملي خصوصياتو له مخې نه يوازې د ناټويي لښکرو، واکدارانو او فرهنګونو سره نه يوازې عميق توپير لري بلکې د جنګي جنايتونو په باب نفرت يې د »ميوند « د قهرمانانه بريو څخه لا ورته په ميراث پاته دی. نوګواکې هيڅ دليل نه شته چې افغان ولس دې تاريخي دښمنانو او استعمارګرانو ته ښه راغلاست ووايي.
تاسو وليدل چې فقط او فقط ناټويي لښکرې د زور او ټانکونو، راکټونو او بمونو په واسطه د خاورې د اشغال په خاطر افغانستان ته ننوتل او د افغانانو ظالمانه وژنې يې تر اوسه پورې په ډېره بې رحمانه توګه ادامه لري. خو دادې موږ ته څرګنده وي چې غښتلي افغانان تر هرڅه لومړی خپلواکي او آزادي مقدسه ګڼي.
په هرصورت، خنداوره او بې رحمانه ده چې يو څوک افغان ولس چې د شپې او ورځې د بېګانګانو په مقابل کې جنګيږي او مقاومت کوي ووايي چې استعمارګرانو ته يې ښه راغلی ويلی او هغه غلامي دې پرې تحميل کړي چې په خپل ټول تاريخ کې يې نه ده ليدلې.
ښاغلي خروټی حق لري چې ناپويي تجاوزګرانو ته ښه راغلی ووايي، خو پر ملت بادنې تور او تهمت تړل بايد ونه کړي او حق يې نه لري. البته، ددې خبرې ياد هم په کار دی چې په هېواد کې نني جنګونه، مرګونه، غير انساني بمباري او داسې نور په لسګونو وحشتونه د امريکايانو په شخصي زندانونو کې حتی د صاحب منصبانو سره سکس کول د هغه بې ثباتيو او غلاميو مظاهر دي چې ناټويي واکدارانو د ګلوباليزم (!) په نتيجه کې پر افغان ولس باندې مسلط کول غواړي.
IIIV . ملي حاکميت او طبقاتي مبارزه نه دا چې متضاد مفهومونه نه دي بلکې يو له بله عضوي اړيکې لري .
ښاغلی خروټی چې خپل تېر متنونه نه لولي او يا يې تکراري خبرې خوښي دي، څه چې يې په ذهن کې حضور پيدا کړي، وړاندې کوي يې. د » نوې هيلې « د څلورم کال په څوارلسمې ګڼې کې يې د طبقاتي مبارزې په باب يو مؤجز خو موثر بيان راغلی دی، دلته يې تکرار ته ضرورت نه وينم، په لنډه توګه به پرملي حاکميت څه ناڅه وړاندې کړم :
ملي حاکميت د يو ملت هغې واکداري ته وايي چې د خپل ولس او ملت په اراده او خوښه قدرت ته رسېدلی وي او د خپلې ټولنې اقتصادي، ټولنيز، سياسي، فرهنګي او تاريخي ټولې ګټې او افتخارات يې وساتلای شي او په ساتلو کې يې نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړي. په دغه وخت کې ټولنه بېله کوم پخلانه کېدونکي طبقاتي تضاد څخه د خپل منل شوي او قانوني حاکميت پرشاوخوا داسې ورټوليږي او يا ورټول وي چې د خارجي تاړالګرانو او داخلي ملي ضد عناصرو د خرافاتو او سبوتاژونو پرضد مبارزه کوي. ملي حاکميت د خپلې ټولنې د ملي او طبقاتي ګپو د ساتلو په خاطر د هر ډول استعمار، تجاوز او مداخلو ضد خصوصيت لري؛ په دغه دوران کې يې عمده هدف د بېګانګانو څخه خپل نظام ساتل او د عمودي انکشاف راوستل دي. په همدې توګه، د نړي د سيالو او خپلواکو هېوادونو سره په نړي واله سطحه کې د خپلو حقوق دفاع، د ملګرو ملتونو د منشور او داسې نورو نړي والو قوانينو او موازينو مراعات او حفاظت هم د همدغه ملي حاکميت او دولت ستره وظيفه ده. دا بايد وويل شي چې په ملګرو ملتونو کې د ټولو هغو تجاوزګرانه اعمالو پرضد مبارزه چې د ملتونو په سرنوشت لوبې کوي هم نه يوازې د ملي دولت وظيفه ده بلکې په نړي واله سطحه کې د يوې ډېرې مهمې طبقاتي مبارزې يو روښانه جريان هم ګڼل کيږي.
بايد په زغرده وويل شي چې د حاکميت تر هر څه لومړی او اساسي وظيفه داده چې استقلال او خپلواکي وساتي. په هره اندازه چې يو سياستمدار، ليکوال او يا شاعر د خپلواکي د ساتلو او يايې ګټلو په خاطر مبارزه کوي او قربانيو ته اماده ګي نيسي، په هغه اندازه يې ملت او د ټولنې تاريخ احترام ساتي. همداسې يو شاعر چې هر څومره ستر وي خو چې د خپل ولس د خپلواکي په خاطر د ‌بېګانګانو پر ضد مبارزه ونه کړي، بيا نو ملي ارزښت نه لري. يو ملي حاکميت او واکداري ددې توانايي او صلاحيت لري او لرلای يې شي چې د خپل ولس ټول زحمتکښ او وطنپال طبقات د هر خارجي تېري په مقابل کې تيار او تنظيم کړي. البته دا هم روښانه ده چې کله کله که ځينې ارتجاعي او ملي ضد عناصر او حتی کوم اجتماعي قشرونه چې د شخصي ګټو په خاطر د بېګانګانو نوکري وکړي او د دښمن پر ژرنده اوبه ورسپرې کړي، هغه نو ددې معنا نه لري چې ملي مبارزه به دلته د طبقاتي مبارزې سره تضاد لري. د طبقاتي مبارزې دغه ملي خاصيت په ټولو هغو ولسونو او ملتونو کې چې مبارزه يې لا د کارګرانو او سرمايه دارانو تکاملي مرحلې ته نه وي رسېدلې داسې خاصيت دی چې چل يې مبارزه د استعمارچيانو او بېګانګانو په مقابل کې بي. دا هم ځکه چې د طبقاتی مبارزې قوانين يوازې په کارګرو او سرمايه دار اړه نه لري بلکې په ټولو استعماري نظامونو کې مسلط دي. نو پر همدغه اساس په افغاني ټولنې کې د ولسونو مبازره، په هره طبقه او نژاد چې اړه ولري، د ټولو تجاوزګرانو او نظامي ګلوباليزم په مقابل کې ده، هر شکل او هر رنګ چې ولري. دادې هم زموږ په ياد وي چې نظامي ګلوباليزم به د اوسنيو ناروا اعمالو په نتيجه کې نه يوازې د ناټويي تړون تجريد او هم به سره وپاشل شي، بلکې د ملګرو ملتونو موسسې کې به هم هغه اعمال قوي شي په کوم کې چې استعماري ضد تمايلات قوت لري.
IX . ښاغلی خروټی سره ددې چې پر ګلوباليزم مين دی، خو بيا هم اعتراف کوي \" سرمايه داري ابدي سيستم نه دی او دا سيستم هم خپل پايان لري. \"
اوس چې مو دا خبره ومنله چې » سرمايه داري سيستم هم پايان لري « نو بېله شکه په يوه بل داسې اجتماعي نظام اوړي چې بايد تر همدغه زاړه او »پايان موندلي « نظام ګټور او انسانانو د نور پرمختګ او عاليتره ژوند زېری ورکړي. کله چې مو دا خبره هم ومنله، نو فورآ ددې پوښتنې سره مخامخ کيږو چې هم دغه د نظامونو يو په بل پسې تغير يوه تصادفي پروسه ده او که يوه ټاکلي قانونمندي يې تحريک پر مخ وړي.

۱. د ټولنيز تکامل قانونمندي

يقينآ د نظامونو د تغير او تکامل تړلې پروسه په تصادف کې نه شي توضيح کېدای، پس نو بې له شکه يوه داسې عيني قانونمندي د انسانانو تر ذهن دباندې عمل کنترولوي، او د انسانانو د تکامل او پرمختګ تاريخ يې په واک کې دی. ځکه نو يوه ټولنه د يوه حالته څخه بل ته او د يوه ټولنيز نظام څخه نوي ته په قهري توګه وراوړي. ددغې عينې قانومندي لومړني اصول دا ښيي چې هره بشري ټولنه په هر نظام او هر سيستم کې چې وي، ټاکلی او توليد طرز لري چې همدغه توليدي طرز بيا د توليدي قوتونو او توليدي مناسباتو حخه ترکيب موندلی دی. توليدي قوتونه بيا په خپل وار عبارت د توليد وسايل + انسان څخه دي. البته، دغه قوتونه تل په حرکت او فعاليت کې ژوند کوي. توليدي مناسبات چې د ټولنې ټول سربنايي پديدې لکه سياست، فرهنګ، ټولنيزې پېښې او داسې نور ټول په بر کې نيسي؛ په توليدي قوتونو پسې همېشه په حرکت کې دي او متابعت يې کوي. دغه د توليدي قوتونو او مناسباتو حرکت تر يوه وخته داسې تحريک لري چې بايد مناسبات يې تابع واوسي، خو د ټولنې د تکامل او پرمختګ په يوې مرحلې کې توليدي قوتونه داسې پرمخ ځي چې مناسبات نو اضافه نه شي ورسره تلای. قوتونه نه دريږي او مادي انکشافات خپل منزل وهي . مناسبات يې چې نور د پرمختګ توان نه لري؛ سقوط کوي او د توليدي قوتونو سره ټکر کې راځي. چې ګواکې دغه ټکر د اجتماعي انقلاب پيل دی. نو همدغه ځای دی چې ټولنيز زاړه توليدي مناسبات لکه دحکومت شکل دموکراسي يا دکتاتوري، رسوم او رواجونه او په کلي توګه فرهنګ او داسې نور ډېر زاړه شوي وي خپل ځای نويو مناسباتو ته په تدريجي توګه پريږدي. په دغه وخت کې وينو چې اجتماعي انقلاب د ټولنې د تدريجي تکامل په نتيجه کې يو داسې کيفي تغير منځته راوړي چې ګواکې د ټولنې ډېرې زړې موسسې او روبنايې پديدې شاته پرېږدي او نوي کيفيتونه د خپلو ټاکلو سياسي، اقتصادي او فرهنګي شرايطو سره سرم رامنځته کوي.

۲. د تکامل تدريجي او انقلابي حالتونه

ځکه چې ښاغلی خروټی په انقلابي تحولاتو کې فکر نه کوي او ارزښت ورته نه لري. نو يوازې د تدريجي تکامل په باب د خپرونې په ۱۸ مخ ، لومړي ستون اخر کې داسې وايي : » د هېوادونوپرمختګ ټه بشپړه توګه د ارام تدريجي ودې او ګذار چې ددوی او تکامل جوهر بلل کيږي په سموالي تکيه کوي.« په نوموړې لنډې جملې کې دوې غلطي پرتې دي چې په راتلونکو وختونو کې نوی پراخ نظر غواړي . لومړي دا چې د تکامل په باب خبرو کې د تکامل جوهر د پروسې هغه داخلي تضادونه او د هغوی مبارزه جوړوي د کوم څخه چې د نوموړي پروسې جوړښت او تشکيل موندلی دی، نه تدريجي تکامل. د مثال په توګه، په فيوډالي نظام کې د فيوډال او بزګر ترمنځ او سرمايه داري سيستم کې د سرمايه دار او کارګر ترمنځ شعوري او غير شعوري مبارزه ددوی د طبقاتي مبارزو بنسټ ورجوړوي چې همدغه يې جوهر بللای شو. دوهمه خبره داده چې د يوه اقتصادي - اجتماعي نظام په دننه کې د مبارزې، حرکت او تکامل دوه حالته يو تدريجي خو دا بل يې انقلابي حالت دی. چې قانومندي يې په لنډه توګه مخکې توضيح شوه. هر اجتماعي انقلاب که قهر امېز وي او يا هم مسالمت امېزه د تکامل د دواړو تدريجي او انقلابي حالتونو څخه راتيريږي.
زما نه چې هر څومره مخته ځي په هغه اندازه د انقلابونو شکل مسالمت امېزه رنګ اخلي. خو د پخوانيو انقلابونو تلفات، خرابي او مرګونه به خورا ډېر وو . د مثال په توګه د فرانسې ستر بورژوا دموکراتيک انقلاب سوپړو چې څومره وحشاينه تلفات يې پرځای پرې اېښي دي. د اتلسمې پېړي په اواخرو کې د نوموړي انقلاب لپاره د ټولنې مادي او ذهني شرايط مخ پر پخېدو شول او په تدريجي توګه يې هر څه د نويو نويو تحولاتو او انقلاب لپاره اماده کېدل . څو په کال 1793 - 94 م کې شپاړسم لويې د فرانسې د مستبد پاچا پرضد انقلاب پيل؛ د تاج او تخته څخه يې راوغورځاوه او بيا يې په کوڅه او بازار کې مړی او ژوندي سره کشېدئ. دغه انقلاب چې د غرب په خوله ډېر استقبال شو يوازې يې دوه سوه زره انسانان چې تر شک لاندې وو زندانو ته ولېږل، يو زر اوه سوه تنه يې اعدام ته پورته کړل او همداسې يې په سلګونو په بنديخانو کې په لنډو وختونو کې مړه شول. دلته ددې لنډکي مثاله څخه مطلب دا دی چې د فرانسې پروژوا دموکراتيک انقلاب د انقلابونو پرقانومندي باندې موافق د تدريجي تکامل، د عيني او ذهني شرايطو سره برابر منځته راغی. او نوي انقلابي طبقات يې جمهوريت ته راپورته کړل . معنا دا چې د لومړني وار لپاره په فرانسه کې د اتلمسې پېړي په پای کې د بروژوا دموکراتيک انقلاب له لارې فيوډاليزم سقوط وکړ او پروژوازي چې د خلکو غوښتنه وه بري ته ورسېده . په همدې ډول د ټولنو د انکشاف،د خلکو د نورو غوښتنو او تکامل او بيا يې هم په مخکې د مادي او توليدي قوتونو پرمختګ زاړه مناسبات څيري او نوي مسلط کوي. ددې لپاره چې د تکامل او پرمختګ محتوا نوره هم روښانه شوي وي نو کولای شو چې په يو لړ طبعي پېښو کې يې نمونه يا نمونې راوړو. دمثال په توګه، غواړو چې له اوبو H2O څخه په کيفي تغير بخار منځته راوړو. که په يوه لوښې کې اوبه واچوو او بيا يې پر اور کښېدو وينو چې لږ وخت وروسته اوبه سره ښوري او ګرميږي،. که په دغه وخت کې يوې مېزان الحرارې ته منظم وګورو وينو چې د حرارت درجه د صفر څخه ۱۰ ، ۲۰، ۵۰ او همداسې تر ۹۹ پورې لوړيږي، خو اوبه لا همهغۀ اوبه دي، بشپړ کيفي تغير يې نه دی کړی، کله چې ۱۰۰ درجو ته د حرارت درجه لوړه شوه بيا نو وينو چې اوبه کيفي تغير کوي او په بخار بدليږي. د اوبو دا خاصيت دی چې مالګه ويلي کړي خو بخار بيا دا خاصيت نه لري . بخار لکه هوا لوړه خيږي خو اوبه فقط پخپل حرکت کې خپله سطحه همواره ساتي. معنا دا چې د اوبو کيفيت تغير وکړ او بخار منځته راغی . اجتماعي انقلابونه د اجتماعي تکاملونو او پرمختګونو لپاره ضروري او لازمې پېښې دي . هر څومره که زړو زمانو ته ورتېر شو انقلابونو يې ډېر سخت تلفات او مرګونه درلودل، خو برعکس که چېرې معاصرې زمانې ته رانږدې شو ځکه چې انسانان تر پخوا هوښيار شوي او پخپلو طبقاتي او ملي ګټو ډېر ښه پوهيږي، زحمتکښ طبقات تر معقولو رهبريو لاندې په لږ تاوانونو سره کاميابه کولای شي. په لاتين امريکا کې د وينزويلا او بولويا انقلابونه د همدغه ډول لږو تلفاتو او مسالمت امېزه انقلابونو څخه دي چې د مشابهو ټولنو لپاره ښې نمونې کېدای شي. البته، هېره نه کړو چې بوش او ملګري يې د نوموړو هېوادونو تېلو ته په کمين کې ناست دي، چې کله به بيا ګوزار مستقيم او يا غير مستقيم وکاندي . په ډاډ او اطمنان ويلای شم که امپرياليستي نظامونه په مخ پر انکشافه هېوادونو کې وحشي او قهري تجاوزات ونه کړي، ټول ملتونه او هېوادونه خپلو طبعي پرمختګونو ته پرېږدي بې له شکه به يوويشتمه پېړي د دموکراتيکو او مترقي تحولاتو او انقلابونو پېړي وي . ددې خبرې ياد هم په کار دی چې شمالي اروپا چې نن ورځ يې ډېر غالمغال ، اعتصابونه او مظاهرې د باندني جهان ته راوځي د پروژوازي انقلابونو نه يې په سلونو کلونو پخوا منځته راغلي دي. خو نن چې يې اجتماعي خدمتونه د ولس سره تر نورو د يو لړ بې رحمه امپرياليسي هېوادونو څه ناڅه انساني دي نو دوی هم نسبتآ ارام ژوند کوي . ولې سره له دې ټولو نوي اجتماعي انقلابونه ورته ګوري . البته وخت او شکل يې نه شو ټاکلی چې قهرامېزه به وي که مسالمت امېزه؟ په هر صورت د تدريجي تکامل پروسه ددوی جوهر نه دی بلکې هغه تضادونه يې جوهر دی چې د تکامل دواړه جريانونه - تدريجي او انقلابي يې زېږولي دي. انقلابونه به په هر شکل چې وي د ولسونو او ملتونو د ضرورتونو د تامين او ټولنو د تکامل په خاطر وي .
نتيجه
شک نشته چې بحثونه، انتقادونه او د نظرياتو مبادله د يوې ژبې د ادبي او علمي انکشاف لپاره ډېره ګټوره او موثره وسيله ده. خو دغې عالي وسيلې ته هغه وخت رسېدای شو چې د همدغو مباحثو او انتقادونو لومړني موازين او اصول مراعات کړای شو او ټاکلې مثبتې نتيجې ځنې واخلو . په همدې توګه پر هغو موضوعاتو باندې بشپړ علمي او ادبي تسلت په کار دی کوم چې د مباحثو او مناظرو لپاره ارزښت لري . د مباحثې بله مهمه او اساسي خبره داده چې پر ټولو هغو موضوعاتو چې بحث پرې شوی او کافي دلايل وړاندې شوي وي تکرار بحث کول څو چې نوي دلايل او اسناد نه وي منځ ته راغلي، نه يوازې د وخت ضياع ده بلکې د لوستونکو هم پوره د کرکې او نفرت سبب ګرځيدای شي .
دا چې امپرياليزم تل د ملتونو د تسخيرولو او ثروتونو د غارت کولو په خاطر يوه ګناه کاره وسيله ده او ګلوباليزم يې د يوې نوې څېرې په حيث د ولسونو زحمتونه څټي نو بې له ژورې پېژندنې څخه يې دفاع کول ستره جفا بلل کيږي . بايد د همدغه استعمار او امپرياليزم هغه مفهومونه مطالعه شي چې حتا پخپله امپرياليسيتي تيورسنانو بحث پرې کړی وي.
تاسو وګورئ چې د کابل ښايسته ښار د پنځو بشپړه کلونو په موده کې د ناټويي قوتونو په تصرف کې داسې شپې سبا کوي چې حتا نه برېښنا لري او نه اوبه . دوی پخپله هم پدې نه شرمېږي چې شپه او ورځ په دوړو او خاورو کې ګرځي راګرځي . که دوی وغواړي په لږ وخت کې کابل هم د اوبو او هم د برېښنا څښتن کړي . اما دوی مړي، بمباري او خرابي ښې کولای شي .
په هر صورت، د ښاغلي خروټي د مباحثې مينه او علاقه د ستايلو وړ ده، خو د کار متود او عمومي ارمان يې تر سوال لاندې دی چې کله کله يې ځينې مفهومونه او استدلالونه د دوښمن په هره ژرنده اوبه ور اړوي چې فضيلت او معرفت پکې کمزوری وي.